تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد   پاک دې محمد پاک دې سبحان د محمد راشه نظر وکړه په طه په یس باندې خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد ډېر خلق پیدا دي انبیاء که اولیا دي نشته په خلقت کې بل په شان د محمد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد  

پاک دې محمد پاک دې سبحان د محمد

راشه نظر وکړه په طه په یس باندې

خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد

ډېر خلق پیدا دي انبیاء که اولیا دي

نشته په خلقت کې بل په شان د محمد

ډېر خلق که یو کړي انس و جنس دواړه جهانه

لا تر واړو به دې ګوښی ځان د محمد

شط د رود نیل که د موسی په حکم وشو

شق د قمر وشو په فرمان د محمد

خوان خوړ د موسی من و سلوی یو لک وګړي

انس و جن مړېږي تل په خوان د محمد

درود ناقوس که یو څو وخته وو فاني شو

تل به تر قیامته وي آذان د محمد

نه دی قسیس رهبان قایم په خپل دین و مذهب کې

نه زرقسیس رهبان نه یو سلمان د محمد

یو لک څلیرشت زره زیات و کم پېغمبران دي

کل واړه مدام دي ثناخوان د محمد

پیک یې جبرییل د رفرف جلب نیولی

پاس یې چې معراج وو په اسمان د محمد

څه دی دا آسمان ولاړ بې ستنو بې شهتیره

دی یو مختصر هلک ایوان د محمد

دا جهان هغه جهان که دواړه سره یو کړې

لا تر دا نه لوی دی بل جهان د محمد

واړه جنتونه پکې څو رنګ نعمتونه

څه دې درته وایم یو بوستان د محمد

څه دي دوزخونه پکې هومره عذابونه

جوړ دی و دښنو ته یو زندان د محمد

ورځ چې د قیامت وي مرسلان به په هیبت وي

هور ته به جولان په میدان د محمد

خواست به نور څوک نه کا د خسته و عاصیانو

خواست به محمد کا خاندان د محمد

سل صلوة تل له ما په آل تقی نقی شه

سل دروده تل په چاریاران د محمد

لاس دې لګولی ما خوشحال په دواړه کونه

غم او اندوه مې نشته په دامان د محمد

خوشحال بابا

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!