تبلیغات

حضرت فاطمة الزهرا  بزرګه لوريې فاطمه ده د بزرګۍ پري خاتمه ده[1] خوشحال بابا د فاطمة الزهرا په درناوي کې وايي:  له اوله تر آخره که ګرو هــــــــــيږي د((بتول)) اولاد مې واړه نور بصر دي بزرګه لور يې فاطمه ده د بزرګې پرې خاتــــــــــــــــمه ده مرتضى د ددې شوهر دى چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبردى امامــــان […]

حضرت فاطمة الزهرا

 بزرګه لوريې فاطمه ده
د بزرګۍ پري خاتمه ده[1]

خوشحال بابا د فاطمة الزهرا په درناوي کې وايي:

 له اوله تر آخره که ګرو هــــــــــيږي
د((بتول)) اولاد مې واړه نور بصر دي
بزرګه لور يې فاطمه ده
د بزرګې پرې خاتــــــــــــــــمه ده
مرتضى د ددې شوهر دى
چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبردى
امامــــان دي تروزوولي
پاک نبي واړه ســــــــــــــــتايلي
شواهد د نــــــــبوت دي
ښايســــته د امامـــــــــــــــت دي
صلوات له ما پــــه واړو
تحـــــــــــيات له ما پـــــــــه واړو
زه دوســتدار د ده دآل يم
په دوستۍ کې يې خوشــحال يم
چې دښنه يې د اولاد وي
هــــــغه کل پــــــه بلا يــــــاد وي [2]

 

د فاطمة الزهرا زوکړه

 فاطمة الزهرا جنتي مېوه ده :

حضرت جبراييل امین پر پېغمبراكرم نازل شو او ويې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.))

په دې موده كې به پېغمبر اكرم د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه كول .پېغمبر اكرم د حضرت “عمار” (رض) له لارې حضرت خديجې ته خبر ولېږه،چې زما لرېوالى د خداى امر دى او په دې موده كې د “فاطمې بنت اسد” په كور كې يم.

له دې مودې وروسته پرښته نازله شوه او ويې وويل :((په دې جنتي مېوه روژه ماته كړه!))

پېغمبراكرم (ص)،چې غوښتل مستحب لمونځ وكړي؛خو پرښتې وويل: ((رسول الله ! نن مستحب لمونځ پرېږده او خپل كور ته ولاړشه.)) پېغمبراكرم له حضرت خديجې سره کوروالى وکړ او دا د حضرت فاطمة الزهرا څاڅکى شو.[3]

ارواښاد “محب الدين طبري شافعي” او ارواښاد “حافظ خطيب بغدادي” له “بغداد تاريخ” له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې:((يوه ورځ مې رسول اكرم ته وويل:ولې فاطمه دومره ښكلوې؟ راته يې وويل : هو عايشې ! چې اسمان ته يې بوتلم؛نو جبراييل جنت ته دننه كړم او يوه مڼه يې راكړه او و مې خوړه،چې دا د فاطمې څاڅکى شو او چې راستون شوم؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او “فاطمه” له همدې څاڅکي ده؛نو فاطمه په انساني بڼه حوره ده او زما،چې د جنت بوى ته شوق وشي؛ نو بويوم يې .[4]))

     ارواښاد “جلال الدين سيوطي” په “دارالمنثور” تفسير كې تر “معراج” آيت لاندې له “طبراني” له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې: ((رسول اكرم ويلي: چې اسمان ته يې بوتلم او جنت ته يې دننه کړم؛نو تر يوې ونې لاندې ودرېدم،چې دغسې ښكلې ونه مې نه وه ليدلې،شنې پاڼې او ښايسته مېوه يې درلوده،مېوه مې راوشكوله او ومې خوړه او دا د فاطمې څاڅکى شو اوس،چې مې هغه بوى ته شوق راشي؛نو فاطمه بويوم.[5]))

ارواښاد “حاكم نيشاپوري” له “سعيد بن مالك” نه روايت كوي، چې دا مېوه “بهي” و.

“محب الدين طبري” وايي: ((پېغمبر اكرم ويلي: جبراييل را ته له جنته مڼه راوړه،چې ومې خوړه؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او په فاطمه “دوه ځانې” شوه او ويې ويل:”سپك حمل مې اخستى او پېغمبره ته چې بهر وځې؛ نو دا راسره خبرې كوې.”))

د قريشو ښځو له حضرت خديجې سره تګ را تګ نه كاوه او ويل يې،چې: (( تا زموږ خبره ونه منله او له يتيم (پلار مړي) سره دې واده وكړ))؛نو حضرت خديجه تر واده وروسته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) په كوركې ځان ته وه او حضرت فاطمې په خېټه کې ورسره خبرې كولې. [6]

 د کوثر زېرى

     د پېغمبر اكرم دوه زامن؛ “عبدالله” او “قاسم” په كوچنيوالي كې مړه شوي ول. كفارو ورته ويل: (( د محمد زوی نشته؛نو تر دې وروسته به يې اولاد نه وي .))

پر هغه ورځ،چې درسول اکرم كوچنى زوى “عبدالله” ومړ؛نو يوكينه كښ “عاص بن وايل” ددې پر ځاى،چې له پېغمبر اكرم سره خواخوږي وكړي،د ټولو مخكې چغې كړې : ((محمد بې اولاده شو، ځوځات به يې نه وي، محمد ابتر دى .))

په دې خبرو پېغمبر اکرم او خديجه بي بي ډېر وځورېدل.حضرت جبراييل پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل: ((رسول الله! د خديجې پر خېټه ماشوم لور ده،چې خداى به ستا ځوځات له همدې وغځوي او د ټولو امامانو مور به وي .))

پېغمبراكرم دا زېرى پر خديجې وكړ،چې په اورېدو يې ډېره خوشحاله شوه . [7]

خداى پر پېغمبر اکرم د كوثر سورت نازل كړ .

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ -فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ -إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړى دى؛نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه اوقرباني وكړه؛[ ځكه ] يوازې ستاكينه كښ (دښمن ) بې سټې دى . ))

“کوثر” له کثرته اخستل شوى،چې د ډېرخير په مانا دى اوڅرګنده ده،چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛لکه وحې،نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛خو د سورت وروستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم ځوځات دى؛ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر” ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل : (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛نوکه له کوثره مراد ځوځات نه وى؛نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا پيدا کولاى نه شو .

د((ابتر)) ټکى په اصل کې “پرې لکۍ” څاروي ته ويل کېږي او په څرګندنه-اصطلاح کې هغوى ته ويل کېږي،چې ځوځات ترې نه وي پاتې ( بې بنياده او ميرات) او داچې د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله)زامن په ماشوم توب کې مړه شوي ول؛نو دښمنانو به ويل: ((هغه نور ځوځات نه لري او ابتر دى))؛ځکه په جاهلي دود او فرهنګ کې نجلۍ ددې وړتیا نه درلوده،چې د خپل پلار نوم ژوندى وساتي؛نو د(إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) جمله ښيي،چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځوځات دى،چې بېشکه د حضرت “فاطمة الزهرا” له لارې وغځېدو. دا له برکته ډک ځوځات د حضرت خديجې بي بي له لارې د خداى رسول ته ورکړشو.

“فخر رازي” په “کبيرتفسير”کې وايي: ((د فاطمې څومره برکتي نسل دى،چې د “صادق”،”باقر” او “رضا” په څېر امامان ترې زېږېدلي اوسره له دې،چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د حضرت بي بي فاطمې ډېر نسل ووژل شو؛خو نن سبا يې په زياتره اسلامي هېوادوکې نسل شته.))

پر داسې وخت،چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛نو څېره يې له غوسې او شرمه توره اوښته او د ژوندۍ ښخولو په فکر کې به يې شو او په دې لټه کې و،چې څنګه له خلکو وتښتي؛خو پر دې وخت خداى لور ته د “کوثر” لقب ورکوي،چې جاهلي فرهنګ او دود پر الهي او انساني فرهنګ واړوي .

د روايتونوپه رڼا کې،د جنت يوه وياله يا حوض “کوثر” نومېږي ،چې جنتيانو ته به ترې اوبه ورکول کېږي ؛لکه چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله ) د “ثقلينو”په متواتر روايتو کې ويلي: ((“کتاب” او”عترت” له يو بله نه بېلېږي څو د قيامت پر ورځ د “کوثر”د حوض ترڅنګ راسره يوځاى شي.))

خداى د خپلو اولياوو ملاتړ دى،هغوى چې پېغمبر ابتر ګانه؛نو خداى ورته قولي او فعلي ځواب ورکړ. د فاطمې ورکړه فعلي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى . خداى نه يوازې د اولياوو؛بلکې د ټولومؤمنانو ملاتړ دى .

((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ[8] ))

ډالۍ ورکوونکى خداى (ج) دى ،ډالۍ اخستونکى پېغمبر اکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛نو د(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)عبارت کارول شوى، چې د خداى لويي او د ډالۍ سترتوب يې راښيي .

پېغمبر اکرم ته يې ابتر ووايه ؛نوخداى ورته وويل :(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)

هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته ابتر وايي،ځواب يې دادى،چې خداى ورته کوثر ورکړي ،چې د ټولو عقل ورته حيران شي .

خداى په آيت کې کوثر ته مصداق رانه ووړ،چې همداسې مهم پاتې شي،کېداى شي دې ته اشاره وي،چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي .

تاريخ ژوندى ګواه دى،چې دا الهي ورکړه کوثر و .په نړۍ کې هېڅ نسل د بي بي فاطمة الزهرا د نسل هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره بيا هغوى چې د مور له اړخه هم “سيدان” دي او “سيدان” يې وګڼو؛نو په نړۍ کې د ساداتو شمېر ددې غيبي خبرمعجزه ده.

د پېغمبر اکرم په څېر انسان ته د کوثر ورکول هغه وخت دا مانا لري،چې ورکوونکى يې د علم،حکمت،قدرت او حکمت سرچينه وي؛نو د کوثر ورکول، د خدايي صفاتو اوکمالاتوښکارندوى دى .

وايي :((د فاطمې د زوکړې وخت چې راورسېد؛نو خديجې بي بي د قريشو له ښځو مرسته وغوښته؛خو ورته يې وويل:”چې زموږ دې ونه منله او له يتيم سره دې واده وكړ؛ځكه درسره مرسته نه كوو.”خديجه پرېشانه شوه . دغه وخت څلور ښكلې او نوراني ښځې،چې ستايل كېداى نشي، مرستې ته راغلې او ورته يې وويل: “مه پرېشانه كېږه ! موږ خداى ستا مرستې ته رالېږلي يو.” يوې وويل: “زه ستا نيا “حوا” يم. دويمې وويل:زه “مريم” يم. درېمې وويل: زه “آسيه” يم او څلورمې وويل:زه “كلثوم” د حضرت “موسى” خور يم.[9]

فاطمه چې وزېږېده؛نو خدای ته پر سجده پرېوته او ګوتې يې اسمان ته ونيوې.[10]

     د بي بي فاطمې د زوكړې په باب د تاريخپوهانو ترمنځ اختلاف دى.ځينې وايي چې : (( له بعثته پينځه كاله مخكې(؛يعنې د كعبې د بياودانۍ پر كال) زېږېدلې ده.))

ځينې[11] يې له بعثته پينځه كاله وروسته ليكي. ځينې[12] وايي: بي بي زهرا په 23 كلنۍ كې وفات شوه؛نو بايد چې زوكړه يې د بعثت پر كال وي او دا خبره د شيخ طوسي[13] له وينا سره اړخ لګوي ،چې وايي : (( بي بي فاطمې له علي (ک) سره په ديارلس کلنۍ کې واده وكړ ( تر هجرته پينځه مياشتې وروسته ).

[1] . ( ارمغان ٨٠٤)

[2] .   ارمغان- ٨٠٤مخ

[3] . وګورئ: بحارالانوار٦\٧٨.

[4] . (١)ذخایر العقبی: ۳۶ مخ.(٢) بحارالانوار: 43/5.(٣)درالمنثور: د اسراء تر لومړي آیت لاندې. معجم الکبیر، ۲۲/ ۴۰۱، مجمع الزواید ۹/ ۲۰۲

[5] . وګورﺉ: (١)د بغداد تاریخ 5/87.(٢)ینابیع الموده 2/24 او ۱۹۷مخونه.(٣)بحار الانوار 43/4.(٤)احقاق الحق 10/ 5 او ۱۲.(٥) مستدرك حاكم 3/ 169.(٦)محاضره الاوائل:88 مخ. (٧)میزان الاعتدال ۱/ 38.(٨)مجمع الزوائد: 6/ 202.(٩)لسان المیزان:5/ 97.(١٠)ارجح المطالب:239مخ .(١١)وسیلة المآل 78 مخ.

[6] . وګورﺉ:(١)فرايد السمطين: ٢\ ٦١ ٣٨٦ ګڼه حديث.(٢)حاکم مستدرک: ٣\١٥٦.(٣)مقتل الحسين خوارزمي: ١\٦٤ پينځم څپرکى.(٤)ابن مغازلي ٤٠٦،٤٠٧ ګڼه حديث.(٥) فيض القدير ٥\ ٨٧.(٦)کنزالعمال ٧\١١١-١٢\٣٤٢٢٨ ګڼه حديث.(٧) مجمع الزوايد هيثمي:٩\٢٠٢.(٨)ميزان الاعتدال: ٢\٥١٨ ،٤٦٧٢ګڼه حديث.(٩)ذخاير العقبى ٤٣ مخ.(١٠)تاريخ بغداد: ٥\٨٧ .(١١) ينابيع المودة١١٧،١١٨ مخونه.(١٢) نورالابصار له ٥١ نه تر ٥٤ مخونو پورې.(١٣) لسان الميزان : ٥\ ١٦٠. (١٤)صاحب التلخيص المستدرک ٣\١٥٦)

[7] . وګورﺉ: (١)عبد الرحمان صفوري شافعي؛ نزهه المجالس: 2/ 227. (٢)قندوزي حنفي؛ینابیع الموده:۱۹۸ مخ.(٣)حسن بن مولوی : تجهیز الجیش: 99 مخ. (٤)شعیب ابو مدین بن سعد مصري؛روض الفائق : ۲۱۴ مخ.(٥) احقاق الحق: 10/ 12)، مجمع البیان ۱۰ / ۵۴۹،

[8] . (حج\٣٨)

[9] . (محب الدين طبري؛ذخاير العقبى: ٤٤ مخ)

[10] . وګورئ: (١) صفوري شافعي؛نزهة المجالس.(٢)ذخايرالعقبى :٤٤،٤٥ مخ.(٣)ينابيع المودة ١٩٨، ١٩٩مخونه. (٤) نورالابصار: ٥٤ مخ. (٥) الاصابة : ٨ ټوک.(٦)ترمذي :٥ ټوک.(٧) د ملا موصلى سيرة: اسعاف الراغبين، 227.(٨) احقاق الحق : 10/13

[11] . (كليني؛اصول كافي: 1/458)

[12] . (يعقوبي؛تاريخ 1/512)

[13] . (مصباح المتهجد 56 مخ )

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست