بيا هم د بداء په باب څو خبرې د خدای تقدير د انسان په باره کي په دوه ډوله دي: محتوم او قطعی تقدير، چې هېڅکله د تغيير وړ نه دی؛ معلّق او مشروط تقدير، چې د ځينو شرايط په نشتوالي، بدل کيدای شي او بل تقدير د هغه په ځای کي راځي. د پورتني […]
بيا هم د بداء په باب څو خبرې
د خدای تقدير د انسان په باره کي په دوه ډوله دي:
- محتوم او قطعی تقدير، چې هېڅکله د تغيير وړ نه دی؛
- معلّق او مشروط تقدير، چې د ځينو شرايط په نشتوالي، بدل کيدای شي او بل تقدير د هغه په ځای کي راځي.
د پورتني مسلّم اصل په پام کي لرلو سره، يادونه کوو چې په «بداء» باندې اعتقاد د اسلام د اصيلو عقايدو څخه يوه عقيده ده چې ټوله اسلامی ډلې په اجمالی توګه په هغه باندې اعتقاد لري، که څه هم په هغو کي ځينې د «بداء» د کلمې د کار وړنې څخه ډډه کوي. او دغه وېره د بداء د کلمې د استعمال څخه هم دا قضيې ته تاوان نه رسوي، ځکه چې مقصد د هغه د محتوا بيانول دی نه د هغه نوم.
د بداء حقيقت پر دوه اصلونو باندې ولاړ دی:
الف ـ خدای پر شتون باندی د قدرت او مطلقې سلطې لرونکی دی او هر کله وغواړي کولای شي يو تقدېر د بل تقدير سره ځای پر ځای کړي؛ په دې داسي حال کي چې پر هر دوه ډولو تقديرونو باندې يې، مخکينی علم لرلی، او هېڅ ډول بدلون هم د هغه په علم کي به لاره پيدا نه کړي. ځکه چې لومړنی تقدير هغسي نه ده چې د خدای قدرت محدود کړي او د هغه د بدلولو قدرت له هغه څخه سلب کړي. خدای تعالی د يهود د عقيدې پر خلاف، چې ويل يې: يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ، پراخه قدرت لري او په بل تعبير د هغه لاس خلاص دی: بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ.[1]
په بله وينا، خلّاقيت او پيدايښت ګرۍ د خدای له لورې، د قدرت په اعمالولو سره استمرار لري او د كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ[2] په حکم هغه د خلقت له چارې څخه فارغ نه دی او د خلقت کار همغسي دوام لري.
امام صادق د وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ… د آيې په تفسير کي فرمايي: يهود وايي خدای د خلقت له چاري څخه فارغ شوی دی، لږوالی او ډېروالی (په رزق او عمر او نورو شيانو کي) لار نه لري. خدای د هغوى په تکذيب کي داسي فرمايي: غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ: د هغوى لاسونه دي تړلې وي او د خپل په کرغېړنو وينا باندې د خدای له رحمت څخه دي ليري وي! بلکې د هغه قدرت پراخ دی، هر ډول وغواړي انفاق کوي. وروسته زياتوي:
أَ لم تَسمَع قَولَ الله عزّ و جلّيَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ[3]: آيا د خدای خبره دي نه ده اورېدلې چې فرمايي: خدای هر څه چې وغواړي له منځه وړي او يا يې ثابت ساتي او دخدای سره دی امّ الکتاب (لوح محفوظ).
نتيجه دا چې: اسلامي عقيده د خدای د پراخ قدرت، مطلقه سلطه، او د خلاقيت د دوام او استمرار پر بنسټ باندې ولاړ دی، او خدای کولای شي هر کله وغواړي د انسان په مقدّراتو لکه عمر او روزي او نورو کي اوښتون ايجاد کړي او يو مقدّر د مخکيني مقدّر سره ځای پر ځای کړي، او هر دواړه تقديرونه په امّ الکتاب کي په ثبت باندې رسېدلي دي.
ب ـ د خدای له لوري د قدرت او سلطې په کارول او د هغه اقدام د يو تقدير د بل تقدير په ځای پر ځای کولو کي، بې له حکمت او مصلحت څخه تر سره کېږي، او د قضيې يوه برخه پخپله د انسان په کړنو پوري تړاو لري چې د اختيار او ښه او بد ژوند د غوره کولو له لارې خپل د سرنوشت د بل ډول کولو زمينه برابروي.
فرض کوو يو انسان، خدای دي نه کوي، خپل د پلار او مور او د خپلوانو حقوق نه مراعاتوي. په طبيعي توګه دا ناوړه کړنه د هغه په برخليک کي نا خوښه اغېزه به ولري. اوس که د ژوند په نيمايي کي خپل د کړنې څخه پښېمانه شي او له هغې نه وروسته په دې باره کي په خپلو دندو کي هڅه وکړي، په دې بڼه کي خپل د برخليک د بدلون زمينه جوړه کړې او د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ د آيې مشمول به وګرځي. دا مطلب د قضيې په عکس کي هم صادق دی.
آيات او روايات په دې باره کي ډېر دي چې د ځينې يادونه يې کوو:
- إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ (رعد/١١): خدای د هېڅ قوم وضعه (له هوساينې څخه سختيو ته) نه اړوي مګر دا چې دوئ پخپله خپله وضعه واړوي.
- وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (اعراف/٩٦): که په ودانيو او کَليو کي ميشته کسان ايمان يې راوړل او پرهېزګاره کېدل موږ د آسمانونو او ځمکې برکتونه د دوئ پر مخ پرانيستل، امّا (څه ګټه؟ چې) هغوى د خدای دين تکذيب کړل او موږ هم دوئ د هغوى د اعمالو د کيفر له کبله عذاب کړل.
- سيوطي پخپل تفسير کي يې راوړی دی چې: امير المؤمنين علي (ک) له پېغمبر اکرم (ص) څخه د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ د آيې د تفسير په باره کي پوښتنه وکړه، پېغمبر اکرم (ص) په ځواب کي وفرمايل: زه ستا او د خپل امّت سترګې د دې آيې په تفسير سره روښانه کوم. صدقه د خدای په لاره، د پلار او مور سره ښېګڼه، او د نيکو کارونو تر سره کول، بدمرغۍ په نېکمرغۍ باندې بدلوي، د عمر د اوږدوالي تومنه ګرځي او د بدو مړينو څخه مخنيوی کوي.[4]
- امام باقر (ع) فرمايي: صله رحم (د خپلوانو سره تړاو)، د اعمال د پاکېدو او په مال کي د برکت سبب ګرځي، همدا راز د بلا مخنيوی کوي، او حساب آسانوي او معلّق اجل شا ته اچوي.[5]
دغه دوه اصلونو ته په پام کي لرلو سره روښانه کېږي چې په بدا باندې اعتقاد يوه مسلّمه اسلامي عقيده ده چې، د بداء د خاص تعبير او اصطلاح په صرف نظر کولو سره، ټوله اسلامی مذهبونه او ډلې دهغه په مفهوم باندې اعتقاد لري.
په پای کي، د دې څخه د خبرتيا لپاره چې ولي د دې اسلامي عقيدې څخه د «بدالله» په جملې سره تعبير شوی دی، دوه ټکې يادوو:
الف ـ د دې کلمې په کار وړنه کي، د ګران پېغمبر څخه لاروي شوې ده. بُخاري په خپل صحيح کي نقلوي چې هغه حضرت د درې کسو په باره کي چې د پيسي او ګري او ړوندوالي په ناروغيو باندې اخته ول، وفرمايل: «بَدا لله عزّ و جلّ أن يََبتَلِيَهم». نو بيا يې د هغوې ژوند ليک يې له هغه ځايه تر پايه پوري په مشروحه توګه بيان کړ او ويې ښوول چې څرنګه خدای د نعمت د کفران له امله د هغو نه د دوه کسو څخه د دوئ لومړنۍ روغتيا له دوئ نه اخيستې او د هغوى د مخکينيو کسانو په ناروغۍ باندې يې اخته کړ.[6]
ب ـ دا ډول استعمالات او کار وړنې د مشاکلې او د قوم په ژبه باندې د خبرې کولو له بابه څخه دی. په عرف کي معمول دی چې کله د يوه وګړي تصميم او هوډ بدلون ومومي وايي: «بدا لي» زما لپاره بدا پېښه شوه. د دين رهبران او لارښودونه هم، د قوم د ژبې د وينا، او مخاطبينو ته د مطلب د پوهولو له بابه، دا تعبير د خدای تعالی په باره کي په کار وړي. په هدغه زمينه کي د يادونې وړ دی چې په قرآن کي، لکه د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په وار وار الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوی دی. حال دا چې په مسلّمه توګه الهی ساحت او سيمه د دې چارو (د انسانانو تر منځ په رايج مفهوم او بڼې سره) د تر سره کولو څخه پاک دی. له دې نه سره سره د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په قرآن کي الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوي دي:
- 1. يَكِيدُونَ كَيْدًا * وَأَكِيدُ كَيْدًا (طارق/١٥ـ ١٦).
- وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا (نمل/٥٠).
- إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ (نساء/١٤٢).
- نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ (توبه/٦٧).
په هر حال، د شيعه محققينو د بداء د لفظ د استعمال په باره کې، د خدای په علم کې د بدلون امتناع ته په پام کې لرلو سره لوړه تحقيقونه لري چې په دې لنډيز کې د هغو د ذکر مجال نشته او موږ د تفصيل غوښتونکو ته په لاندي کې ياد شوو کتابونو ته ارجاع ورکوو.[7]
[1]. مائده/ 64.
[2]. الرحمن/ 29.
[3]. رعد/ 39.
[4]. الدر المنثور: 3 / 66.
[5]. کافي، 2/ 470.
[6]. صحيح بخاري: 4/ 172.
[7]. د شيخ صدوق د توحيد کتاب، 232 ـ 236 مخونه؛ د شيخ مفيد تصحيح الاعتقاد، 24مخ؛ عدة الاصول: 2/ 29؛ کتاب الغيبة، 262- 264 مخونه، د نجف چاپ.
-
ټیګونه:
- بيا هم د بداء په باب څو خبرې