” وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ” په دې اّيت كې د تعليم اسما څخه مطلب څه دى؟ ځواب: تعليم په دوه ډوله دى: الف: رسمي تعليم، چې پوهنتونونو كې يې زده كړې كېږي استاد يو خبره كوي او مخاطب يې اوري يا كتاب […]
” وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ”
په دې اّيت كې د تعليم اسما څخه مطلب څه دى؟
ځواب: تعليم په دوه ډوله دى:
الف: رسمي تعليم، چې پوهنتونونو كې يې زده كړې كېږي استاد يو خبره كوي او مخاطب يې اوري يا كتاب معرفي كوي او ښوونكې يې لولى دلته د علم د انتقال ذريعه او وسيله الفاظ او مفاهيم دى. دا علوم مسلكي علوم دي كله ورسره عمل وي او كله نه كله د عمر تر پايه پاتې كېږي او كله هم له ياده وځي. دا علم پر حقايقو د پوهېدلو او فهم وسيله ده.
ب: بل علم داسې دې ،چې له لفظ او مفهوم سره كار نه لري. دا علم د ساز پر څېر نه دې چې واورېدل شي، نقش نه دې،چې وليدل شي، مفهوم نه دى چې ذهن پرې پوه شي، دلته لارې د زړه دي، كله انسان د لمر كلمه ليكي يا يې هم عكس رسموي،چې بل پوه كړي لمر څه ته وايي او كله يوه هنداره لمر ته نيسي ،چې د لمر وړاڼګې يې سترګو ته راورسي كه څه هم هغه نيغ په نيغه لمر نشي ليدلاې؛خو د هندارې د دې انعكاس له لارې رڼا ويني د دې رڼا له لارې پر حقيقت باندې پوهېږي. هغه علم چې خداى خپلو اولياوو ته وركړې ، عبري، عربي او پارسي نه دى،لفظ او مفهوم نه دې، دا هغه علم دى چې ټول حقيقت يو بشپړ انسان ته ښیي: كه انسان د لوړ ظرفيت خاوند وى، خداى ورته دا حقيقت نيغ په نيغه ښيي او كه لوړ ظرفيت ونه لري، حقيقت ورته د هندارې له لارې ښيي. كه څوك توان ولري؛ نو نيغ په نيغه په خپلو سترګو لمر ته ګوري كه و يې نشو کړاى د ځانګړو عينكو له لارې لمر ته ګوري، دې ته شهودي يا حضوري علوم وايي.دا علم د انسان په دننني ځان كې پاتې كېږي او له منځه تلوونكى نه دى.
د پوهنتون علومو ته حصولي علوم وايي: دلته انسان پردى ځان پوهوي چې لمر له كومو وړانګو جوړ شوې، لمر څرنګه وليكي، د هغ اوږدوالې او پلنوالى څومره دى؛ خو دا علوم انسان ته رڼا نه وركوي.
“تعليم اسما” حصولي علوم نه دي.
خداى خپل اسماى حسنا بشپړ انسان ته وروښودل. آدم عليه السلام د بشپړ انسان يو غوره بېلګه ده، دنننۍ زمانى آدم حضرت مهدى او پر اسماى الاهى باندې پوهېږي. اسما يعنى سمه، د علامت او نښې په مانا دي. ټول جهان الهي اسما او د هغه د ذات نښې دي؛نو پردې اساس د اسما حقايق خداى بشپړ انسان ته وښودل، ټول پيغمبران او امامان له دې څخه برخمن شوي، البته ټول يو شان او په يو درجه كې نه دي،دلته څو ټكي روښانه شول.
1 _ د تعليم اسما څخه موخه د حقايقو حضوري شهود دى.
2 _ اسما يعنى د خداى نښې
3 _ آدم يعنى بشپړ انسان.
څوك چې انسانيت ته نږدې شو؛نو په حقيقت كې د اسما زده كړې ته نږدې كېږي.
4 _ تعليم اسما يو تارخي پيښه نه ده، چې په يو ځانګړي وخت كې به پاى ته رسيدلي وي.
دا يوه تلپاتي حقيقت دى دا ټولګې به تل وي،چې به پكې خداى ښوونكى او بشپړ انسان زده كوونكى وي او د لوست موضوع به هم اسماى حسنه وي.
كه يو انسان په دې ټولګي كې د ګډون شرائط دلودل؛نو د دې ټولګې زده كوونكي به شي او وابه وايي، چې خداى پكې خبرې كوي او دا زده كوونكى به له پريښتو سره اړيكى لري، دا مقام د ټولو انسانانو لپاره تل شته، يعنى دا كه يو انسان د ځناورتوب له پړاو څخه تېر شو او انسان شو؛نو دا انسان به د اسما حسنه په ټولګې كې د ګډون حق پيدا كړي. دا ټولګې د زمان او مكان په محدوده كې نه دې او له حقايقو سره د آشنایۍ په ترڅ كې انسان د رڼا خاوند كېږي.
دا انسان به سر لوړی وي او كله به هم منځتشۍ – پوچې او بې موخې ونه ننګیري- احساس نه كړې. انسان له پاكۍ، ښه والي او طهارت څه خوند واخلي؛نو جوته ده،چې لمر يې تر څه حده پورې لېدلې دى.
كه په ټول عالم كې سازونه او اوازونه وي؛ نو هغه ته په هیڅ ګټه و نه لري،چې اورېدونكې غوږونه نه لري،كه څوك ليدونكي سترګې و نه لري؛ نو په رڼا ورځ ورته شين آسمان ګټور نه دى.
ټول زيار د دې لپاره دی،چې موږ داسې غوږونه او سترګې ولرو،چې د هغه بل عالم حقايق پرې درك كړو،ځېنې داسې ستر خلك شته،چې په دې دنيا كې ورته پاتې كېدل خورا ګران دي او دا ځكه چې داسې حقايق او ښكلا يې ليدلی،چې په دې نړۍ كې يې بوى هم نشته ،شيطان چې د تل لپاره د خداى له دربار څخه وشړل شو،لامل يې دا نه و،چې آدم ته يې سجده ونه كړه؛بلکې د شيطان جرم او اصولا شيطنت دا دې چې انسان د دې پرځاى چې د ” الله نورالسماوات والارض” رڼا ووينې، خپل ځان ويني او كه نه د يوې سجدى پريښودل دومره تلپاتې عذاب نه لري، د ټولو انبياوو زيار همدا و، چې موږ پوه كړي تر څو د خداى پر لار روان شو او نوې لار جوړه نه كړو، ګناه د الهي اسما د حقايقو د ليدو لار تړلې ساتي، ټولې عبادي سپارښتنې او احكام د دې لپار دې چي موږ خپله لار تړلې ونه ساتو.
[سرچینه؛ یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com