تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر تین سورت تفسیر     دا سورت اته آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. ددې سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې د انځر په مانا ده. چورلیځ یې په قیامت کې د انسانانو ثواب او سزا ده؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

تین سورت تفسیر

 

 

دا سورت اته آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

ددې سورت نامه له لومړي آیته اخستل شوې، چې د انځر په مانا ده.

چورلیځ یې په قیامت کې د انسانانو ثواب او سزا ده؛ خو مطلب ، په غوره بڼه د انسانانو د پنځونې له لارې او پر پاک الهي فطرت یې په پاتېدو او یا ترې په وتو او د انسانیت خورا ټیټو پوړیو ته په پرېوتو، په دوو ډلو ویشلو بیانوي، چې په ټاکنه کې دا اړپېچ، په الهي سزا او ثواب کې د توپیر لاملېږي. او د حکمت غوښتنه ده، چې دواړه ډلې یو شان و نه لیدل شي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ«1» وَ طُورِ سِینِینَ«2» وَ هذَا الْبَلَدِ الْأَمِینِ«3» لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ«4» ثُمَّ رَدَدْناهُ أَسْفَلَ سافِلِینَ«5» إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ«6» فَما یُکَذِّبُکَ بَعْدُ بِالدِّینِ«7» أَ لَیْسَ اللّهُ بِأَحْکَمِ الْحاکِمِینَ«8»= پر انځر او ښونه قسم! [يا پر شام او بيت المقدس قسم]! 2 او پر برکتي غره [= طور سينا] قسم! او (د مکې) پر دې ښار قسم! [چې] په يقين انسان مو په خورا ښکلې بڼه پيدا كړى دى، بيا موږ تر ټولو پرېوتي پړاو ته ورګرځولى؛ خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې [چارې] يې كړي؛ نو ورته ناپايه اجر دى؛ نو (تر دې څرګندو دلايلو) روسته دې څه څيز د جزا (له ورځې) منكرېدو ته هڅوي؟!   ايا الله غوره پرېکړه کوونکی نه دى؟!.

 

ټکي:

* طور سینین، هماغه سینا وادي ده، چې د ننني مصر او فلسطین ترمنځ پرته ده.

 *په ځینو روایتونو کې د «طُورِ سِینِینَ» په قرینه «الْبَلَدِ الْأَمِینِ» غونډله – جمله راغلې، چې دوو سپېڅلیو ځایونو ته اشاره ده، چې له «التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ» نه مراد هم ددې دوو مېوو د راټوکېدو ځایونه دي او دا آیت یې د مدینې او بیت المقدس ښارونو ته اشاره ګڼلې ده[1].

* په خوړل کېدونیو کې، مېوې او په دوی کې یې خوږې او غوړې یې د بدن مټابولزم ته ډېرې اړینې دي. «التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ»

*د اسلام یو امتیاز دادی، چې امن سیمه لري، ان بوټیو او څارویو ته. «الْبَلَدِ الْأَمِینِ»

*د انځر نامه یو ځل او د زیتون نامه شپږ ځل په قرآن کې راغلې ده او دواړه خوراکي او درملنیزې ځانګړنې لري، د انځرو خوږلنی هر عمر ته ګټور خواړه دي.

لوبغاړو او کمزروي او بوډاګانو ته یې د خوړو سپارښتنه شوې. د ځینو روایتونو له مخې، انځر جنتي مېوه ده او په پخواني طب کې د انځرو او شاتو معجون ته، د معدې د ټپ او وچو انځرو ته د فکر پیاوړي کېدو سپارښتنه شوې ده.

امام رضا (رح) وویل: انځر د خولې ناوړه بوی ختموي، ورۍ او هډوکي پیاوړي کوي، درد ورکوي او د درملو په څېر اغېزمن دی. زیتون، بلغم لرې کوي، د څېرې رنګ ته ځلا ورکوي، اعصاب پیاوړي کوي، رنځ، درد او کمزوري ورکوي او د غوسې اور کابو کوي[2].

* دا چې له «ثُمَّ رَدَدْناهُ أَسْفَلَ سافِلِینَ» مراد څه دی؟ مفسرینو دوه نظره ورکړي دي. یو په بوډاتوب کې د بدن کمزوري او سستي ده، لکه چې په بل آیت (یس، ۶۸) کې وايي : « وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ » او بل مراد، یو شمېر انسانان له الله ورکړي لومړي الهي فطرته لاس اخلي، چې د بشر په خټه کې یې ایښی دی؛ نو څوک چې دغسې وکړي، الله به یې خورا پرېوتي مقام ته ورټیل وهي او پر بدمرغۍ او عذاب اخته کېږي.

 

پېغامونه:

1-دنیوي نعمتونه، ان خوړل کېدوني هم سپېڅلي دي او الله پرې سوګند یاد کړی دی. «وَ التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ»

2-هغه روغتیا،چې په خوړو لاس ته راځي او امنیت، د انسان تر ټولو مهمې توکیزې اړتیاوې دي.(اَلتِّینِ وَ الزَّیْتُونِ … اَلْبَلَدِ الْأَمِینِ)

3- د وحې سپېڅلتیا، سیمو ته هم راخپرېږي. «طُورِ سِینِینَ»

4-د مکې ښار امنیت، د ابراهیم علیه السلام دعا ده: «رَبِّ اجْعَلْ هذا بَلَداً آمِناً[3]»او دعا یې ومنل شوه. «هذَا الْبَلَدِ الْأَمِینِ»

5-انسان په پنځونه کې پر ټولو موجوداتو غوراوی لري. «خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ»

6- الله د انسان پر پیل او پای واکمن دی.(خَلَقْنَا … رَدَدْناهُ)

7- انسان د پنځون په آر کې پستي نه لري او سقوط او پرېوتل یې د ژوند په پړاوونو کې ترسره کېږي. «خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ ثُمَّ رَدَدْناهُ أَسْفَلَ سافِلِینَ»

8-انسان چې غوره مخلوق دی، پرېوتنه یې هم ترټولو موجوداتو پرېوتې ده. (أَحْسَنِ تَقْوِیمٍ … أَسْفَلَ سافِلِینَ) (لکه څنګه چې په نورو آیتونو کې هم وايي: (أُولئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ[4]»)

9- ایمان او نېکو کړنو ته شاکونه، د سقوط لامل او ایمان له هر ډول پرېوتو مخنیوی کوي. «رَدَدْناهُ أَسْفَلَ سافِلِینَ إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

10-سره له دې چې الله خالق او پنځګر دی او څنګه چې وغواړي، حق یې دی، چې له خپلو مخلوقاتو سره چلن وکړي؛ خو هغه د عدل پر بنسټ حکم کوي او خورا غوره قاضي دی. «بِأَحْکَمِ الْحاکِمِینَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] بحارالانوار،ج 66،ص183 له نمونه تفسیر مو راخستی دی.

[3] – بقره،126.

[4] – اعراف،179.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!