تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حج   حج د بلوغ، عقل او وس لرلو په شرط واجب دى.   ابلوڅ والى (بلوغ) : حج پر هر ماشوم ندى واجب؛ كه كوچنی هلك يا نجلى حج وكړ،دا كار مستحب او پر ځاى دى؛خو د حج فرضيت يې له غاړې نه اوړي،او د مذاهبو په اتفاق،تر بلوغ او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حج

 

حج د بلوغ، عقل او وس لرلو په شرط واجب دى.

 

ابلوڅ والى (بلوغ) :

حج پر هر ماشوم ندى واجب؛ كه كوچنی هلك يا نجلى حج وكړ،دا كار مستحب او پر ځاى دى؛خو د حج فرضيت يې له غاړې نه اوړي،او د مذاهبو په اتفاق،تر بلوغ او وس لرلو وروسته ورباندې د حج دفريضې ادا كول واجبېږي.

د ماشوم پلار ته رواده چې د حج پر وخت يې د حج ټول شرطونه ور ادا كړي، لومړى ورته د احرام لباس وروتړي،او تلبيه يا لبيك ويل ورسره ووايي،كه يې ويلاى نشواى؛نو بيا دې د ماشوم له خوا پخپله لبيك ووايي: او له هغه څه دې ماشوم وساتي،چې له حجه پرې پاتې كېږي،او يا حج ورباندې خرابېږي،او د ماشوم له وسې چې هر كار كېدونكى وي،ورته ووايي،چې پخپله يې ترسره كړي،او كوم كار چې نشي كولاى،بايد د ماشوم په نيابت يې پخپله وكړي.

د مذهبونو نظر پدې هكله سره بيل دى،چې دوه شيان د ماشوم په حج پورې اړه لري: لومړى،هغه چې د ماشوم حج صحيح دى،كه ولي يې اجازه ورته وركړې وي يا نه.

دويم: مخ كې لدې چې ماشوم د دريدلو بلوغ خط ته ورسېږي،دا حج د فرضي حج ځاى نيسي، كه نه؟

اماميه وو،حنبليه وو او شافعيه، له دوو پر خپل يوه قول كې ويلي دي: د ولي اجازه د صحت شرط دى،ابوحنيفه ويلي دي: د داسې ماشوم چې هغه لا د بلوغ مرحلې ته نه وي رسيدلې،د وجوب شرط نشي پوره كولاى، كه هغه ته ولي اجازه وركړي،او يا يې ورنكړي،ځكه چې د داسې كوچني له حجه موخه يواځې د حج يادولو تمرين دى. (1)

اماميه وو،حنابله وو اوشافعيه وو ويلي دي: كه ماشوم تر دريدو دمخه بالغ شو، دا حج ورته بس دى (فرض يې اداء شول).

اماميه او مالكيه وو ويلي دي؛ كه دغه كوچني له سره احرام وتاړه،كفايت كوي،او كه بېرته له سره احرم ونه تړي؛ نو حج دې له سره پيل كړي. (2)

 

ليونتوب:

ليونى د حج پر كولو ندى مكلف، كه يې د هوښيارو خلكو په څير د حج مراسم ترسره كړل،او وروسته يې عقل يا سدله سره ووتلو،حج پر ځاى نشو،او كه كله ليونى او كله پر سد و،او په داسې وخت كې پر هوښ راتلو،چې د حج مراسمو پر ځاى كولو ته يې وخت لاره، واجبه ده، چې له ټولو شرطونو او اجزاوو سره حج وكړي، او كه وخت يې نه و ورباندې حج نشته.

 

استطاعت (وس):

ټول مذهبونه په يوه خوله دي چې د حج د واجبيدو شرط يې د خداى پاك د قول پر بنا “من استطاع اليه سبيلا” استطاعت بللى، او د استطاعت په معنا كې سره مخالف دي، په احاديثو كې استطاعت د مسافرت د خرڅ لرلو په معنا دى،او له مسافرته مراد مكې معظمې ته د تللو، او له مكې شريفې بېرته خپل ټاټوبي ته د رارسيدلو توښه ده…. توښه له قانوني اسنادو لرلو،وړلو راوړلو،خوړو،ځاى او د ضرورت وړ څيزونو لرلو ته وائي چې حاجي پردې سربېره د ده تر راتلو پورې د كور دنورو غړيو نفقه ولري، پور ورباندې نه وي، كرلو ته ځمكه،د كسب او كار آلات او ا بزار ولري،د سوداګرۍ يا كسب كولو پانګه ولري،د ده د ځان مال او ناموس امنيت موجود وي؛نو بيا مكلف كولاى شي چې حج وكړي؛خو مالكيه وو د كورنيو لكښتونو يادونه نده كړې،او هم يې واجبه بللې چې كه د ژوند د ضرورت وړ وسايل لكه؛ ځمكه،څاروي،د كسب او كار ا ّلې، او آن علمي كتابونه او د ښكار جامې ولري، بايد هغه وپلوري، او حج پرې وكړي. (3)

كه د استطاعت يا وس د نشتوالي په وجه پر يو چا حج واجب نه و، خو په ډيرو ستونزو حج ته ولاړ، او وروسته يې وس وموند، آيا ورباندې د حج د فريضې اعاده كول شته چې ويې كړي، يا همغه لومړى حج يې كفايت كوي؟

مالكيانو او حنفيانو ويلي دي: كه وس يې وموند، همدا بس دى، د بل حج كول ورباندې واجب ندى. (4)

حنبليانو ويلي دي: كه يې هغه حق چې د ده پر غاړه دى، ادا كړ،لكه د پورنو وركول؛نو حج ته د ده تلل د واجب حج ځاى نيسي. (5)

اماميه وو ويلي دي: كه وسمن شو،هغه حج فرضي حج ته كفايت نكوي،ځكه چې پر اصل وجود شرط مشروط دى، او كه وس يې نه لاره، د حج فرضيت يې پر غاړه ندى، او وروسته لدې چې د حج شرط پرې يقيني شو،ورباندې واجبه ده، چې حج ادا كړي، ځكه چې مخكينى كړى حج يې مستحب دى.

 

فوريت:

اماميه وو،مالكيه وو او حنابله وو ويلي دي: د حج فرضيت سملاسي دى، او ځنډېدل يې د امكان تر حده پورې ندي روا، كه ځنډ پكې راولې ګناه يې كړېده؛خو حج يې كېږي او كه وروسته يې ادا كړ،حج يې شوېدى،د جواهر ليكوال ويلي دي: له فوري مراد دا دى، چې د وس پر همغه لومړني كال د حج فريضه ادا كړي، چې وس يې موندلاى دى، او كه نه نو پر دويم كال كې دې ادا كړي او همداسې نوراو پدې وخت كې پر ګناه كولو كې يې شك نشته،او بايد د امكان په صورت كې حج ته داسې ولاړ شي چې پرته له خپلو وړو (لايقو خپلوانو) پر بل چا بوج نه وي.

شافعيانو ويلي دي: موخه يې فرض والى دى، نه ژر يا په ډېر ځنډ تلل؛نو روا ده،چې دمخه يې ادا كوي يا وروسته.

ابويوسف ويلي دي:حج يوه ژر تر ژره فريضه ده،محمد بن حسن ويلي: بلكې پر ځنډ كې هر فرض دى، او له ابوحنيفه (رح، پدې ځاى كې ښكاره نښه نشته؛خو ډېرو پيروانو يې ويلي دي: دهغو په آند فوريت دى.

 

د استطاعت مسئلې:

 

د ښځو حج:

آيا د ښځو حج د نرو پر حج زيات شرطونه لري؟

مذهبونه پردې ټكې سره يوه خوله دي،چې د فرضي حج د ادا كولو پر وخت د ښځې اجازه له مېړه نده شرط، او مېړه ته روا نده،چې خپله ښځه له حج كولو منع كړي، او د هغه ښځې په اړه چې مېړه يا كوم بل شرعي محرم ونلري،مذهبونه سره مخالف دي، چې حج ورباندې واجب دى، كه نه؟

اماميه وو،مالكيه وو او شافعيه وو ويلي دي:د حج ادا كولو ته د مېړه يا محرم شتون ندى ‌شرط، كه څه هم ښځه ځوانه وي، يا زړه ميړه ولري، يا نه ؛ځكه چې محرم د امن وسيله ده،نه پخپله هدف،له همدې ځايه، كه ښځه د خپل ځان د ساتلو وس ولري،حج ته تلل ورباندې واجب دى.

محرم ته څه حاجت نشته،او كه د امن له پلوه خطره ويني؛نو بېوسه نده، كه څه هم ور سره محرم وي؛له همدې كبله كوم توپير به د نر او ښځې ترمنځ نه وي، په هر حال په تيرو وختو كې به چې اوږده او له وېرى ډك سفرونه وو،دې برخې د بحث ځاى لاره، خو نن ورځ دغه مسئلې ددې وړ هم ندي،چې سړى بحث ورباندې وكړي،ځكه چې كه خلك هر ځاى ته ولاړ شي (د وسائلو د شته والي په وجه) سر او مال يې ټول په امن دي.

احنافو او حنبليانو ويلي دي: د محرم يا مېړه موجوديت د ښځې حج كولو ته شرط دى، كه څه هم ښځه زړه وي، روا نده چې بې له محرمو حج كولو ته ولاړه شي؛خو احنافو دا شرط كړې چې كه د ښځې د خوځيدو له ځايه تر مكې پورې درى ورځې لاره وي، بيا محرم شرط دي، او دا شرط زموږ په زمانه كې صدق نكوي،ځكه چې علم او پر مخ تللې تخنيك د تلو راتلو لارې چارې آسانه كړېدي،له ډېرې ليرې فاصلې په يوه ورځ كې دا كار كېداى شي؛نو ځكه لكه چې ومو ويل،د محرم د موجوديت شرط له مينځه تللى دى.

بښنه يا ډالۍ :

د المغني په كتاب كې حنبليانو ويلي: كه يوه سړي يو مال بل سړي ته ورډالۍ كړ،منل يې ورباندې واجب دي؛نو ځکه توانمن كېداى نشي،كه څه هم دا ډالۍ پردۍ وي، يا د ده خپله، كه د سپرېدلو وسيله وركړي،يا دلارې خرڅ. له شافعي راوړل شوي،چې كله يو سړى خپل زوى ته د حج لګښتونه ورډالۍ كړى،حج كول پرې لازم شول،ځكه بې له ملزم كيدو يې وس ومونده او زيان هم هغه ته ونه رسيد.

اماميه وو ويلي دي: كه يوه سړي يو مال بل چاته وروباښه،بې لدې چې ورباندې كوم شرط وتړي،چې حج ته ولاړ شي، ورباندې حج واجب ندى،ډالۍ چې د هر چا وي، او كه يې د حج كولو په شرط هغه ته ورډالۍ كړ،منل يې واجب دي، او بايد رد يې نكړي، آن تردې چې كه ډالۍ كوونكى پردى هم وي، ځكه هغه په دغه حال كې مستطيع دى. ( وس لري.)

 

واده:

كه چا يواځې دومره مال درلود،چې د ده حج، يا واده پرې وشي، كوم يو وړاندې دى ؟

د فتح القدير په كتاب كې چې مولف يې حنفي مذهبه دى، په دويم جلد د حج په باب كې راغلي دي،چې له ابوحنيفه يې د دې مسئلې پوښتنه كړېده، هغه په ځواب كې وويل: چې حج وړاندې دى؛خو په ځينو وختو كې واده كول واجب دي، پدې دليل ښكارېږي، چې د حج ځنډول روا ندي.

شافعيانو،حنبليانواو د اماميه وو څيړونكيو ويلي دي:واده مخ كې دى،تر هغه وخته پورې چې سختي او ستونزه يې په پريښوولو كې نه وي راغلې، او كه نه؛ نو حج مخ كې دى. (6)

 

پنځمه او زكات :

پنځمه او زكات پر حج مخ كې دي، او له وركولو پرته يې، لكه: ډېر پورونه چې پر ادا كولو يې وس نه وي.

 

د خرڅولو توان :

يو سړى كه د سوداګرۍ په نيت داسې ښار ته ولاړ شي،چي مكې ته نژدې وي،او د حج تر ورځو په هغه ځاى كې پاتې شي او وكولاى شي،خپل ځان مكې معظمې ته ورسوي، مستطيع دى، كه د حج تر ادا كولو د مخه خپل ټاتوبي ته ورغۍ دټولو مذهبونو په اتفاق حج د هغه پر ذمه دى.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ فتح الباري، والمغني، والتذكره

(2)_ التذكره.

(3)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(4)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(5)_ منار السبيل، و فتح القدير.

(6)_ كفايه الاخيارو المغنى والعروه الوثقى و مناسك حج حضرت آيت الله حكيم وخونى.

 

وكالت

د عباداتو ډولونه :

عبادات له بدني او مالي پلوه پر درېو برخو ويشل كېږي:

1_ يواځې بدني: هغه عملونه چې بې له مالي اثره ترسره كېږي،لكه لمونځ او روژه، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: دغه ډول عبادتونه په هيڅ وخت كې د وكالت وړ ندي، نه له مړو،او نه له ژونديو؛اماميه وو ويلي دي: يواځې له مړو وكالت كېداى شي؛خو له ژونديو روا ندى،چې لمانځه او يا روژې ته وكيل ونيسي.

2_ يواځې مالي: هغه عملونه چې بې له بدني كړو وړو تر سره كېږي،لكه پنځمه او زكات. په اتفاق سره د وكالت وړ دى؛ نو روا ده چې د مال مالك (څښتن) د خپل ځان له خوا يو سړي وكيل ونيسي،چې د مال او اكثره صدقو (خيراتونو) زكات يې وباسي.

3_ مالي او بدني: هغه عملونه چې پر مال لګولو او بدن دواړو سره ادا كېږي، لكه حج، چې د بدن له كار كولو سره جوخت ادا كېږي،لكه طواف،سعې، رمى (ويشتل) د جمرو، او همداسې سفر ته لګښتونه او لوازم پوره كول يې په مال پورې اړه لري، ټول په يوه نظر دي،چې كله دغه ټول شرطونه پكې پوره شول،بيا حج ورباندې واجب دى،داسې چې پخپله پكې شريك وي،او حج ته وكيل نيول رو اندي،او كه پردى يې وكيل ونيو، سمه نده،په خپله حج پرې واجب دى؛نو كه پخپله يې حج ونكړ،شافعيانو،حنبليانو او اماميانو ويلي دي: واجب حج پر مړينې له غاړې نه اوړي، او واجبه ده، چې له خوا يې له اجرت المثل سره وكيل ونيول شي، كه يې حج كولو ته چاته وصيت نه وي كړي، اجرت دې له اصلي تركې وركړي(1)

احنافو او مالكيانو ويلي دي: خپله د ده په شتون كې حج له هغه اوړي؛خو كه يې وصيت كړى وي، لكه ډير نور مالونه چې د خداى پاك د رضا لاسته راوړو ته لګېږي، له درېمې ويستل كېږي، او كه يې وصيت نه وي كړى، وكيل نيول ندي واجب.

وسمن او بې وسه:

پر يوه سړي چې د حج ټول شرطونه پكې موجود وي؛خو د زوړوالي يا داسې ناروغۍ له كبله چې ورڅخه د جوړيدو تمه نلري،او پخپله د حج د مناسكو ادا كولو جوګه نه وي، د حج په مناسكو ادا كولو كې له ګډونه خلاص دى،ځكه خداى پاك د حج د سورت په (78)آيت كې ويلي دي: “و ما جعل عليكم فى الدين من حرج” يعنې خداى پاك په دين كې ستاسې ته سختۍ ندي راوستې، آيا ورباندې واجبه ده،چې بل څوك ځان ته وكيل ونيسي،او كه يې نائب ونه نيو،واجب يې پرېښوول،همدارنګه له غاړى يې ندى اوښتى؟ بې له مالكيه وو، نور ټول پدې اتفاق دي،چې واجب دي،حج ته وكيل ونيسي،مالكيان وايي:څوك چې وس نلري، ورباندې حج نشته. (2)

كه روغ شو او عذر يې لرې شو،او وكيل يې هم ورته حج وكړ، آيا واجبه ده چې په خپله بيا حج وكړي؟

حنبليانو ويلي دي: بيا ورباندې حج واجب ندى.

اماميانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي:حج ورباندې واجب دى،ځكه هغه څه چې پر ځاى كړي يې دي، مالي واجب دى، او دا حج بدني واجب دى. (3)

 

په مستحباتو كې وكيل نيول :

اماميانو او احنافو ويلي دي: چا چې واجب حج ادا كړ، كه ويې غوښتل چې مستحب حج ته وكيل ونيسي، كه څه هم پخپله يې دغه حج ادا كولى شواى، روا دى.

شافعيانو ويلي دي: روا ندى.

له احمد بن حنبل هم دوه روايته راغلي دي 1- منع، 2- جواز. (يوه ناروا، او بل روا بللى.)

مالكيانو ويلي دي: هغه ناروغ چې د روغتيا تمه يې شكيدلې وي، او هغه سړى چې واجب حج كولى شي، كولاى شي چې بل څوك پر خپل مالي لګښت د ځان د حج فريضې ته ولېږي،حج يې كېږي؛خو مكروه دى،او د عوض شوي حج نه كېږي، ځكه عوض شوي ته مستحب دى،او عوض شوي ته چې د حج كولو مرسته يې ورسره كړې دعا او بركت دى. كه مړي ته بې له وصيته يا سره له وصيته حج وكړي، ورته نه په واجبو او نه په مستحباتو كې حسابېږي،او پخپله ورڅخه حج نه ساقطېږي. (4)

د وكيل شرطونه :

وكيل د لاندې شرطونو لرونكى دى:

وكيل بايد بالغ ، هوښيا ر او مسلمان وي،او واجب حج پر خپله غاړه ونلري،او په ادا كولو يې باوري وي،نر ته روا ده چې د ښځې وكيل شي، او همدارنګه ښځه د نر وكالت كولاى شي، كه څه هم وكيل كيدونكى او وكيل نيونكى دمخه حج كولو ته نه وي تللى.

آيا وكيل له خپله ښاره دحج ادا كولو پر خوا وخوځېږي، يا د مړه له ښاره او يا يو له ميقاتونو ؟

احنافو او مالكيانو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي د خوځيدو ځاى ونه ټاكه،وكيل بايد د مړه له ښاره د حج ادا كولو پر خوا حركت وكړي، او كه نه نو د مړه پر وصيت دې عمل وكړي.

شافعيانو ويلي دي: ميقات د اعتبار وړ دى، كه يې يو ټاكلى ميقات وټاكه، پر قول يې عمل واجب دى،او كه نه؛نوعوض يا وكيل واكمن دى، چې له هره ميقاته وغواړي،تلاى شي.

حنبليانو ويلي دي: له هره ځايه چې حج ورباندې واجب شوېدى، له همغه ځايه د حج ادا كولو پيل پرې واجب دى، نه له هغه ځايه چې پكې مړ شوېدى؛نو كه د خپل هجرت پر ځاى يې وس وموند، بيا وروسته خپل ښار ته ورغی او هلته مړ شو، بايد د هجرت له ځايه يې وكيل ونيول شي، نه له اصلي ټاټوبي؛خو په داسې فاصله كې چې د وطن او هجرت ترمنځ يې لمونځ د مسافر وبلل شي.

اماميه وو ويلي دي: يو ډول هغه حج دى،چې د مړي له خپله ټاټ پيلېږي،او بل ډول حج هغه دى،چې له ميقاته پيلېږي،كه مړي هر يو په ژوند ټاكلى و،له همغه ځايه بايد حج پيل شى. (عمل پرې وشي)؛ خو كه مطلق او نامعلوم و، كولاى شي پر يو له دغو دوو عمل وكړي،او كه نه ؛نو د پيليدو ټكى يې هغه ميقات دى چې مكې ته لنډ وي، تر سره كېږي، كه ونه موندل شو؛نو كوم ميقات چې د مړي ښار ته لنډ دى، تر سره كېږي، او د ميقاتي حج مزدوري په واجبي حج كې له اصلي تركې او د ميقاتي حج نور لګښتونه له درېمې وركوي.

 

د حج په اداء كولو كې د وكيل ځنډ:

كه وكيل پر پېسو يا جنس وټاكل شو،ورباندې بيړه كول واجب دي، او روا نده چې حج له لومړي كاله شاته كړي، او د بل چا د وكيل نيولو حق نلري،ځكه حج ورباندې لازم شوى دى، او كه ونه پوهيږو، چې آيا حج ته تللى او د هغه مناسك يې تر سره كړي دي، اصل نه تلل دي،څو تلل يې يقيني شي،اوچې كله پوه شو،چې تللى او پرې شك من شوو چې په مجمله توګه يې د حج مراسم ترسره كړيدي،همغسې لكه څنګه چې ورسره ښايي سم يې ادا كړي دي، او يا يې يو شى له واجباتو سم ندی ادا كړي، بايد عمل يې په ښه توګه ثابت كړو،څو رد يې ثابت شي.

 

كوږوالى :

احنافو او اماميه وو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي وكيل ته ځانګړي حج وټاكه لكه د “تمتع، افراد يا قران” روا نده،چې وكيل يې ونه مني؛خو كه د كوم خاص ښاره حج وټاكي،او وكيل له بل ښاره بې اجرې اخيستلو پيل وكړي، سمه ده ، ځكه د تګ موخه يې د ده خپل ځان ندى، بلكي مقصد يې همغه كړى حج دى.(5)

========================================

يادداښتونه:

(1)_ اماميه وو،مالكيه وو او شافعيه وو، حج ته د عوض نيولو اجازه وركړې ده، او احنافو او حنبليانو هغه منع كړى او ويلي يې دي: هغه څه چې له ماله يې عوض ته وركوي، خرڅ او خوراك ته لاره شته.

(2)_ المغنى والتذكره.

(3)_ المغني والتذكره “و يفق هذا من فتوى السيدالخوئى فى منسكه”

(4)_ الفقه على المذاهب الاربعه.

(5)_ التذكره والفقه على المذاهب الاربعه.

 

د عمرې معنا :

عمره په لغت كې د زيارت كولو په معنا،او شرعا د بيت الله الحرام زيارت دى، چې په ځانګړې توګه تر سره كېږي.

 

د عمرې ډولونه:

عمره دوه ډوله ده،مفرده عمره، او تمتع عمره،مفرده عمره بې له ده او له حج سره تړلې نده،او په اتفاق سره وخت يې د كال ټول وختونه دي؛او د اماميه وو په نزد تر ټولو غوره وخت يې د رجب مياشت ده،او له اماميه وو پرته د نورو په نزد د روژې مياشت ده؛خو له حج سره تړلې عمره د تمتع عمره ده،چې عمره كوونكى يي د حج تر مناسكو دمخه ادا كوي، كټ مټ داسې لكه عام حاجيان چې د مكې ګردچاپيره طواف كوي، په اتفاق سره د هغې وخت د حج مياشتې دي، يعنې شوال،ذوالقعده او ذوالحجه،د فقهاوو د نظر د اختلاف پر بنا د ذوالحجې د مياشتې په ټوله يا درېمه كې دا عمره كېږي، او كه چا عمره له حج سره يوځاى كړه،يعنې تمتع عمره يې ادا كړه،د هغه سړي يا ښځې په آند چې عمره واجبه ګڼي، د مفرده عمري واجب والى ساقطېږي.

 

د دووعمرو ترمنځ توپير :

ښاغلي خوئي له اماميه وو پر څو علتود مفرده او تمتع عمرې ترمنځ توپير ايښى دى:

1_ دا چې د نسا طواف چې معنا به يې وروسته راشي، په مفرده عمره كې واجب دى، او د تمتع په عمره كې واجب ندى، او ځينو ويلي دي،روا ندى.

2_ د تمتع عمرې وخت د شوال له لومړيو د ذيحجې تر نهم پورې دى؛خو د مفرده عمرې وخت د كال په ټولو ورځو كې دى.

3_ كه كوم سړى د تمتع عمره اداكوي، يواځې د تقصير په صورت كې ويښتان پرې كول ورباندې اوړي؛خو چا چې مفرده عمره ادا كړه،د سر خرييلو او تقصير ترمنځ اختيارمن دى، چې وروسته به يې بيان راشي.

4_ تمتع عمره او حج په يوه كال كې وي، خو مفرده عمره داسې نده.

د “الدين والحج على المذاهب الاربعه” په كتاب كې چې د “كرار” تاليف دى راغلي دي، چي مالكيانو او شافعيه وو ويلي دي: څوك چې مفرده عمره ادا كوي، كه سر كل كړي او يا يې لږ كم كړي، كه ذبحه ورسره وي،يا نه وي،هر شى آن ښځو ته تر نژدي كېدو پورې ورته روا كېږي.

خو حنبليانو او احنافو ويلي دي: كه عمره كوونكي قرباني له ځانه سره نه وي وړې،چې كله سر وتراشي يا يې كم كړي،محل كېږي (حلالېږي) ، كه نه نو په احرام كې به وي څو د قربانۍ په ورځ له حج او عمرې محل (حلال) شي.

 

د عمرې شرطونه :

دمخه موږ د حج شرطونه ياد كړل،چې د عمرې شرطونه كټ مټ همغسې دي .

د عمرې حكم :

احنافو او مالكيانو ويلي دي: عمره ټينګه موكده ده، واجبه نده.

شافعيانو،حنبليانو او اكثره اماميانو ويلي دي: عمره پر هغه واجبه ده،چې استطاعت يا وس ولري،ځكه خداى پاك د بقرې سورت په 196 آيت كې ويلي دي: “و اتمو الحج والعمره الله” خو پر بې وسه سړي يا ښځې مستحبه ده. (1)

 

د عمرې خاص عملونه :

د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي: څه چې په حج كې راغلي، په عمره كې هم واجب دى، او همدارنګه څه چې په عمره كې مستحب دي؛خو عمره له حج سره په څو شيانو كې توپير لري، لكه عمره ټاكلې وخت نلري، د عمرې د ادا كولو وخت له لاسه نه وځي،د عرفات دريدل په عمره كې نشته،مزدلفې شريفې ته تلل نه غواړي، او همداسې د جمرو ويشتل پكې نشته.

د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلي دي “د حج په عملونو كې (12) شيان واجب دي: احرام،پر عرفات دريدل، په مشعر كې دريدل، منى ته ننوتل، د جمرو ويشل، ذبح، سر كلول او كمول (تقصير)،طواف، دوه ركعته د طواف لمونځ،د صفا او مروا ترمنځ منډى او تګ، د نسا طواف، دوه ركعته لمونځ يې، او… مفرده عملونه (8)شيان دي: نيت، احرام، طواف، دوه ركعته لمونځ يې، سعى، تقصير،نسا طواف، او دوه ركعته لمونځ يې” (2).

لدې ځايه ښكارېږي،چې “د ټولو د اتفاق لرلو” معنا هغه ده، چې د حج اودرېدلو،او د هغه د نورو ډېرو عملونو ډېروالى له مفرده عمرې ډير دى، بې له اماميه وو، چې يو بل طواف، يعنې د نسا طواف يې واجب بللى،او هغه يې د مفرده عمرې پر اعمالو ورزيات كړېدى،حال دا چې امام مالك له ټولو سره دلته مخالفت ښوولى او ويلي يې دي: سر خرييل او تقصير په مفرده عمره كې واجب ندي.

دوې مسئلې :

لومړۍ مسئله: د مفردې عمرې واجب والى د حج پر استطاعت پورې اړه نلري؛نو كه يواځې عمرې ته يې وس وموند، كولاى شي پرته د حج له ورځو مكې ته ولاړ شي؛خو د حج په ورځو كې نشي كولاى،پرهغو مفرده عمره واجبه ده، نه حج او كه د عمرې تر كولو دمخه مړ شي،هغه دې له تركې وباسي، او همدارنګه، كه د مفرده حج توان ولري، مفرده حج ورباندې واجب دى ،نه عمره، ځكه هر يو يې ځانګړىعبادت دى.

دا حكم پر مفرده عمره پورې تړلى و؛خو په تمتع عمره كې ” د تمتع معنا ښايي راشي” د هغه واجب والى د تمتع حج پر واجب والي پورې اړه لري،ځكه د تمتع عمره په تمتع حج كې شامله ده.

دويمه مسئله : اماميه وو ويلي دي: څوك چې غواړي مكې ته داخل شي، روا نده، څو له ميقاته احرام ونه تړي، له ميقاته تېرېداى نشي،چې بې له احرامه مكې ته ننوځي،كه څه هم څو څوځلې يې حج اوعمرې كړې وي؛خو هغه چې په يوه مياشت كې څو ځلې حرم ته ننوتلى او وتلى وي، يعنې يو ځل په احرام كې حرم ته تللى، او بېرته وتلى وي، او بيا تر ديرشو ورځو تېرېدلو وروسته بيا حرم ته ننوځي،پر هغه د احرام تړل واجب ندي، او بې لدې واجب دي؛ نو احرام هغه چا ته چې مكې ته ننوځي، داسې دي لكه اودس چې د قرآن پر كرښو ګوتو وهلو ته دى.

په دغه درواغو سره د دسيسې په ډول وايي: شيعه بيت الله الحرام پاكه نه ګڼي،او پكې ځان ښكاروي،چې پاك ځايونه ولړي، په ډاګه به شي. “خداى ته پناه وروړم”

ابوحنيفه ويلي دي: څوك چې له ميقاته څنګ ته دى، بې له احرام تړلو حرم ته ننوتل ورته روا ندي؛خو څوك چې له ميقاته د مكې پر خوا دي ورته روا ده چې حرم ته بې له احرم تړلوداخل شي.

امام مالك دغه قول نه مني،او له امام شافعې دوه قوله راغلي دي: موږ د عمرې په اړه پر همدومره بسيا كوو،ځكه اصلي موخه همدا ده،چې پر يو څه برخه يې رڼا واچوو، چې لوستونكى د حج او عمرې تر منيځ توپير وپېژني.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ الفقه السنه، 5ج، والفقه على المذاهب الاربعه والجواهراو هم په مغني كتاب كې راغلي،چې امام احمد بن حنبل په ډاګه كړى پر دې چې د مكې پر اوسيدونكيو عمره نشته، ځكه د عمرې تر ټولو غوره عملونه طواف دى، او هغوى يې پر ځاى كوى؛نو همغه ورته كفايت كوي.

(2)_ د الدين والحج على المذاهپ الاربعه په كتاب كې چې مولف د هغه “كرار” دى، راغلي، هغه توپير چې عمره يې له حج سره لري دا دى، چې مكې خلكو ته د عمرې احرم، د “محل” كيدو له له ځايه دى، نه د حج له ميقاتو؛خو د اماميه وو له نظره د احرام په اړه د عمرې او حج پر ميقاتونو كې توپير نشته.

 

د حج ډولونه:

مذهبونه اتفاق لري،چې حج درى ډوله دى: تمتع (1)، قران او افراد، او همدا ډول سره يوه خوله دي، د تمتع معنا دا ده،چې حاجي بايد د حج په مياشتو كې لومړى د عمرې عملونه ترسره كړي، او بيا وروسته د حج ، همدارنګه سره متفق دي، د افراد حج هغه دي، چې حاجي بايد لومړى د حج عملونه ترسره كړي،او بيا تر حج كولو وروسته د عمرې د عملونو په ترسره كولو لاس پورې كړي؛خو دغه عملونه به په احرام كې پرځاى كېږي او دهغه عملونه به وروسته راشي، څلورګوني مذهبونه سره متفق دي، د قران د حج معنا دا ده، چې حاجي د حج او عمرې واړو ته په احرام كې وي، داسې چې په حج او عمره كې “لبيك اللهم لبيك ووايي:

اماميه وو ويلي دي: د قران او افراد حج يو ډول دى، بې له يوه وخته نور يو له بله بيل نه وي، د قران حج كوونكي چې بايد قرباني ولري، مجبور دي، چې په احرام كې ذبحه وكړي، ولې څوك چې د افراد حج اداكوي، په اصل كې ورباندې قرباني نشته،او لنډه دا چې اماميه د دوو احرامو ترمنځ ننوتل روا نه ګڼي،اوهمدارنګه په يوه نيت د حج اوعمرې ادا كول روا نه بولي،حال دا چې نورو د قران په حج كې روا ګڼلې دي، او ويلي يې دي، هغه ټول د حج او عمرې ترمنځ دي، اماميه وو ويلي دي: بلكي د قربانۍ وړل يې پر احرام ورزيات كړيدي،څلورګونو مذهبونو ويلي دي: هر څوك كه هغه مكي وي، يا غير مكي، كولاى شي،چې له دغه درى واړو حجونو (تمتع، قران او افراد) بې له كوم كراهته وټاكي،بې له ابوحنيفه چې ويلي يې دي: د مكې پر خلكو د قران اوتمتع حج مكروه دى، بيا څلورګونو مذهبونوپه خپلو كې سره اختلاف ښوولى،چې كوم يو له دغه درېو غوره دى، شافعيانو ويلي دي: تر قران، تمتع او افراد غوره دي.

حنيفه وو ويلي دي: قران تر دوو نورو غوره دى.

مالكيه وو ويلي دي: افراد غوره دى.

حنبليانو ويلي دي: تمتع غوره دى. (2)

اماميه وو ويلي دي: تمتع هغه چا ته واجب دى،چې اته څلويښت ميله له مكې لرې دي. (3) او ورته قران او افراد بې له ضرورته روا ندى؛خو قران او افراد بيا مكيانو ته واجب دى،همدا ډول هغه چا ته چې د هغه او مكې ترمنځ له اته څلويښت ميله لږه فاصله يا واټن وي، ورته تر قران او افراد پرته بيا تمتع ندى روا او پردې دليل يې ټينګار كړېدى،چې خداى تعالى د بقرې سورت په (196) آيت كې ويلي:

وَأَتِمُّواْ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلاَ تَحْلِقُواْ رُؤُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

ژباړه: او يواځې د خداى لپاره حج او عمره پوره ترسره كړئ او كه (د خنډونو له امله) منع شوئ (د احرام تر تړلو وروسته د دښمن له وېرې يا د ناروغۍ له امله مكې ته نشئ ننوتى )؛نو څه قرباني چې کولاى شئ ( و يې كړئ او احرام وباسئ ) او خپل سرونه تر هغه مه خريئ څو قرباني د حلالې ځاى ته نه وي رسېدلي؛خوكه څوك ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او لدې امله خپل سر وخريي)؛نو په فديه کې دې روژې ونيسي يا دې صدقه وركړي يا دې قرباني وكړي او چې كله ( له ناروغۍ او دښمن) خوندي او ډاډمن وئ ؛ نو تر عمرې وروسته دې حج پيل كړي؛ نو څه قرباني يې چې له لاسه پوره وي ( و دې يې كړي ) او كه د چا له وسې (قرباني) نه کېده؛ نو درې روژې دې د حج په پير كې او اوه دې كور ته تر ستنېدو وروسته ونيسي دا،پوره لس (ورځې) دي (البته) دا اسانتيا د هغه لپاره ده،چې کورنۍ يې د مسجد الحرام په چاپېريال کې مېشت نه وي او له خدايه ووېرېږئ (او د الله ددې احكامو له سرغړونې ځان وژغورئ) او پوه شئ چې په حقيقت کې الله سخت عذابى دى.(بقره/196)

او هم اماميه وو ويلي دي:هغه چا ته چې پرې واجب دى، قران او افراد ورته روا     ندي؛خو كه وخت ورسره نه و يا حيض ورغی، بيا ورته روا ده چې قران يا افراد حج ته وروګرځي او ادا يېكړي؛خو پدې شرط چې تر حج وروسته به عمره هم ادا كوي او د وخت تنګوالى دا دى،چې نشي كولاى د ماسپښين د زوال پر وخت پر عرفات دريدل درك كړي،پر چا چې د قران يا افراد حج واجب دى، لكه د مكې او د خوا او شا اوسيدونكي يې،ورته روا نده چې تمتع ته راوګرځي؛خو د اضطراري حالاتو پر وخت لكه د حيض د راتلو تر ويرې وروسته لدې چې د “جواهر” مولف رانقل كړيدي، وويل: دلته مې ناروا ونه ليدل.

ټول مذهبونه سره متفق دي، چې كه هر چا د افراد حج وكړ، ذبحه ورباندې نشته، او كه ثواب ته يې قرباني وكړه ښه ده.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ خو عمر بن خطاب د تمتع حج منع او قران او افراد يې وراج كړل او ويې ويل: دوې متعې د رسول الله (ص) په زمانه كې وې او زه هغه حراموم كه هر چا د حج او ښځو متعې وغوښتلې زه به هغه ته سزا وركړم د اهل سنتو يو شمير علماوو هغه معذور كړېده،چې نه يې غوښتل د حج پر مياشتو سربېره له بيت الله الحرامه زيارت كوونكي منع او د خدا ى كور خوشې تش وي.

(2)_ الفقه على المذاهب الاربعه و المغني و ميزان الشعرانى و فقه السنه 5ج.

(3)_ آيت الله حكيم (48) ميله ټاكلې خو آيت الله خو يي ويلي : (16) فرسخه او ځينو له هغوى څخه ويلي : (16) ميله.

 

د احرام تړلو ځاى

 

ميقاتونه :

هر څنګه چې وي ، حج او عمرې ته احرام تړل لازم دي او دغه احرام د اماميه وو په نزد د حج او عمرې له اركانو دى، او د غير اماميه وو په نزد احرام تړل واجب دي، ټول پدې اتفاق دي،چې د مدينې د خلكو ميقات،چې احرام يې له همغه ځايه تړل كېږي، د “شجره” جومات دى، چې ذوالحليفه” يې نوم دى، او د مصر، سوريې، لبنان، فلسطين او اردن ميقات “جحفه” دى، او د عراق خلكو ميقات ” عقيق” او د يمن او نورو هغو خلكو ميقات چې لدې لارې راځي “يلملم” دى.

اماميه وو ويلي دي: د طائف د خلكو او نور هغو وګړيو ميقات،چې لدې لارې مكې ته راځې “قرن” دى.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: “قرن” د نجد د خلكو ميقات دي.

اماميه وو ويلي دي: “عقيق” د نجد او عراق د خلكو ميقات دى.

او سره يوه خوله دي دغه ميقاتونه يادې شوې نړۍ ته ټاكل شويدي، او هم پردې ټكي سره متفق دي،چې هر څوك د حج نيت لري او له دغو ميقاتونو تير شي، كه څه هم د همغو سيمو اهل نه وي،همغه ځاى ورته ميقات دى؛نو كه د شام اوسيدونكى له مدينې د حج كولو په نيت روان شي او د “شجرى” له جومات تير شو،بايد له همغه ځايه احرام وتړي،او كه شامي له يمن د حج په نيت ووت، ميقات،يې “يلملم” دى، او كه له عراق راپاڅېد ميقات يې “عقيق” دى. او په همدې ډول هر چا چې پر دغو ميقاتونو تګ وكړ، ميقات يې همغه برابر ځاى دى، كه د چا كور له ميقات څخه مكې ته نږدې وي،خپل كور يې ميقات دى،له همغه ځايه دې احرام وتړي،او د هر چا چې پخپله مكه معظمه كې كور وي،ميقات يې مكه دى او څوك چې عمره كوي ميقاتونه يې همغه د حج ميقاتونه دي.

تر ميقات د مخه احرام :

احرام بايد له ميقات وتړل شي، څلورګوني مذهبونه پردې اتفاق دي، چې احرام تړل تر ميقات دمخه روا دى.

او پردې سره مخالف دي چې كوم يو غوره دى، مالك او ابن حنبل ويلي دي: احرام تړل له ميقات غوره دى.

ابوحنيفه ويلي دي: د هر سړي احرام تړل له خپل ښاره غوره دى، او له شافعې دواړه قوله نقل شويدي.

اماميه وو ويلي دي: مخ كې له ميقاته احرام تړل روا ندي؛خو هغه ته روا دى،چې د رجب په مياشت كې عمره وكړي، او له دې ويرې چې كه تر ميقاته پورې يې وځنډوي، د رجب مياشت خلاصېږي،همدا ډول هغه ته چې مخ كې له ميقاته احرام تړل پر ځان واجب ګڼي.(1) ښاغليو حكيم اوخو ئي دواړو روا بللى دي،چې تر ميقات دمخه دغه واجب احرام وتړي.

 

ترميقات وروسته احرام :

مذهبونه سره متفق دي، چې بې له احرامه له ميقاته تېرېدل روا ندي،كه څوك بې له احرام تړلو له ميقاته تير شو،ورباندې،واجبه ده چې بېرته راوګرځي، او له ميقاته احرام وتړي.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كه له ميقاته راو نه ګرځي،حج يې شوى دى؛خو قرباني ورباندې واجبه ده، او كه په بيا راګرځيدلو كې څه ستونزې ورته نه وي، ګناه يې كړېده ؛خو كه د وخت د نشتوالي او يا د لارې د ويرې ستونزه ورسره وي، ګناه يې نده كړې، او پدې كې چې پر لارې بل ميقات شته يا نشته څه توپير نشته.

اماميه وو ويلي دي: كوم سړى چې د حج يا عمرې كولو نيت ولري، كه په لوی لاس له ميقاته احرام ونه تړي او بېرته ميقات ته ور ونه ګرځي،او بل ميقات هم هغه ته په مخه كې نه وي،چې ورڅخه محرم شي،كه شرعي عذر ولري او يا يې ونلري،احرام او حج يې ټول باطل دي.

خو كه احرام يې د هېرې يا نه پوهيدو له كبله پرېښى وي د امكان په صورت كې بايد بېرته وروګرځي؛خو كه د ورګرځيدو امكان يې نه درلود، بايد له هغه ميقاته چې په لاره كې يې دى، محرم شي او كه نه؛ نو د امكان تر حده پورې تر حرم د باندې او كه بياهم ورته پيدا نشو دحرم په مينځ كې دې محرم شي. (2)

 

 

 

تر حج د مياشتې مخكى د احرام تړل :

اماميه وو او شافعيه وو ويلي دي: كه د حج تر مياشت دمخه څوك احرام وتړي، نه قبلېږي؛خو عمرې ته د منلو وړ دى،ځكه خداى تعالى ويلي دي: “الحج اشهر معلومات”.

احنافو،مالكيانو او حنبليانو ويلي:د هغه حج او احرام دواړه سم دي، خو كراهت لري. (3)

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ التذكره و فقه السنه.

(2)_ التذكره، والفقه على المذاهب الاربعه.

(3)_ التذكره وفقه السنه.

 

احرام

 

د احرام واجبات او مستحبات:

د احرام مستحبات:

پدې كې څه مخالفت نشته، چې احرام د عمرې،تمتع ، افراد، او قران له اركانو دى او همدارنګه ، تر ټولو لومړى عمل چې حاجي يې مفرده عمرې، يا تمتع، يا افرادو يا قران حج په وخت كې ورباندې پيلوي،د احرام تړل دي،او ورته مستحبات او واجبات دي.

مذهبونه په يوه نظر دي: هغه ته چې وغواړي محرم شي،د ځان پاكوالى،د نوكانو اخيستل او د بريتونو لنډول پرې مستحب دي، آن كه ښځه د حيض يا نفاس په ورځو كې وي هم غسل پرې مستحب دى، ځكه موخه نظافت يا پاكوالى دى او څرنګه چې د تمتع حج نيت ولري، غوره ده چې د ذيقعدې د مياشتې له سره د سر ويښتان كم نكړي؛خو د بدن او تخرګونو ويښتان دې لرې كړي،او همدا ډول مستحب دي،چې د ماسپښين تر لمانځه وروسته، يا كوم بل فرض لمانځه يا وروسته له شپږو،څلورو او لږ تر لږه له دوو ركعتو محرم، محرم شي؛خو له پټ نجاست يا حدسه پاكووالى د احرام په صحت او سموالى كى شرط ندى.

احنافو او مالكيانو ويلي دي كه اوبه نه وې غسل پرې نشته،او د غسل پر ځاى تيمم روا ندی.

حنبليانو او شافعيه وو ويلي دي: بايد د غسل پر ځاى تيمم ووهي.

اماميه په خپل مينځ كې اختلاف لري: ځينو ويلي: چې تيمم دې نه وهي، او ځينو د تيمم وهل روا بللي او په رښتيا چې منع دى، څرنګه چې احنافو او مالكيانو ويلي دي: ځكه دغه تيمم له عباداتو دى، او بې له عذره د تيمم وهل ناروا دي او حال دا چې وهلو ته هيڅ دليل نشته او د ښاغلي حكيم د مستمسك عروه په 7 ټوك كې راغلي: ” د خاورې بدليدنه له اوبو ډېره كارول كېږي، او هغه (د عذر په وخت كى) لسو كالو ته بس ده، او دا چې خاوره يو له دوو پاكيو ده، او د اوبو او خاورې خالق يو دى، د خاورې د بدليدو د ثبوت او په څير يې نورو ته پدې ځاى كې كفايت كوي”

بايد په پام كې وي چې د اوبو پر ځاى پر خاورې د تيمم كولو دليل پرځاى دى، پدې شرط چې يواځې له حدثه پاكوالى مراد وي، نه پر مطلقو اوبو سره، او كه نه د عذر پر وخت د اوبو ټول حكمونه پر خاوره د اوبو قائم مقام دي، آن تردې چې د نجاست پر لرې كولو وايو، خاوره تر هغو پورې د خبث پاكوونكې ده،څو د لرې ولو ثبوت يي نه وي شوى،او حال دا چې پر دې مطلب هيڅ هم ندي ويل شوي آن د مستمسك د كتاب مولف په هغه څه كې چې زه پرې باوري يم،او د حج د مناسك نومي كتاب د څلورم ټوك په 26 مخ كې يې رڼه كړېده،چې د حائضې او نوې لنګې شوې ښځې احرام تړلو ته غسل مستحب دى،او د دغه استحباب معنا دا ده،چې دغه غسل هغه له حدثه نشي پاكولاى او لدې غسله بې له پاكوالي نيت نشي كيدای، لنډه دا چې موږ پوهېږو،چې خاوره له حديثه ،پاكوالي ته د اوبو په بدل كې كارول كېږي، او له خبثه د پاكوالي په بدل كې نه استعماليږي، لكه وينه،غټې او وړې ميتيازې او ګومان كوم چې آيا احرام ته د اوبو پر ځاى پر خاوره تيمم روا دى، او روا نده،چې د دغه ګومان ليرې كولو ته د شرعي بدلې د ثبوت په خاطر پر دغه عمومياتو منګلې ونښلوو،ځكه دغه ټينګار په ټولو ريښتينو شبهاتو كې شته. ما دغه موضوع وليكله او دحضرت آيت الله حكيم حضور ته مې ورولېږله هغه د دغه ليكنې پر څنډه وليكل،چې د مستحب غسل روا والى پاكوالي ته، او پاكوالى يواځې له حدسه دى؛نو متسحب غسل له حدسه د يوې درجى پاكوالي سبب دى، او د اوبو پر ځاى پر خاوره تيمم وهل مستحب؛خو نجاست نه ورباندې پريولل كېږي،ځكه د حدس او خبث ترمنځ بېا پوره توپير شته، او په محل كې يې هم فرق وي، ځكه په لومړۍ برخه كې نفس او په څير يې دى، او په دويمه مرحله كې جسم، سره لدې چې د واجب او مستحب غسل ترمنځ يو بنسټ شته،او د بدليت يا تيمم دليل په دواړو كې موجود دى. لنډه دا چې مستحب غسل د ټول حدس د پاكولو قائم مقام دى، كه څه هم له ځينو مراتبو وي؛نو د تيمم وهل پكې شامل دي،او د پاكې حائضې غسل د حدس يوه درجه ده،لكه څرنګه چې حائضه ښځه جنبه وي كه يې د جنابت غسل وكړ، له جنابته پاكېږي؛خو له خپله حيضه خلاصه نده، “والله هوالعالم والعاصم”

اماميه وو ويلي دي: د ويښتانو پريښوول مستحب دي.

شافعيانو،احنافواو حنبليانو ويلي دي: د سر د ويښتانو خرييل مستحب دي. (1)

احنافو ويلي دي:څوك چې غواړي محرم شي،سنت دي،چې پر بدن او كاليو عطر وشيندى؛خو داسې چې تر احرام وروسته عطر ورسره نه وي كه څه هم بوى يې پر ځاى پاتې وي (يعنې بوى ورسره وي).

شافعيانو ويلي دي: پر ځان خوشبوئي وهل تر غسل وروسته بې له روژه تي سنت دي، او پر كاليو عطر وهل ضرر نلري.

حنبليانو ويلي دي:ځان دې خوشبويه كړي،او پر كاليو عطر وهل مكروه دي. (2)

احنافو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي:محرم ته مستحب دى،چې تر احرام دمخه دوه ركعته لمونځ وكړي. (3)

اماميه وو ويلي دي: احرام د ماسپښين تر لمانځه وروسته يا تر بل فرض لمانځه وروسته غوره دى، كه يې د احرام تړلو پر وخت فرض لمونځ نه درلود،شپږ ركعته،يا څلور ركعته او يا لږ تر لږه دوه ركعته لمونځ بايد وكړي. (4)

 

د احرام شرطونه :

په تذكره كې راغلي دي: پرهغه چې،غواړي محرم شي،مستحبه ده،د احرام تړلو پر وخت له خدای سره داسې تعهد وكړي، “اللهم انى اريد ما امرتنى به فان متعنى مانع عن تمامه و حبسنى عنه حابس، فاجعلني فى حل” يعنې خدايه! پر څه چې دې راته امر كړى،غواړم پرځاى يې كړم، كه د كومو ستونزو له امله مې پرځاى نكړاى شول، ومې

بښه.

شافعي، ابوحنيفه او احمد بن حنبل پر مستحب كيدو يې قائل دي او ويلي يې دي: كه د حج په ادا كولو كې كومې ستونزې وې؛نو دا د حج د فرضيت شرط

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!