تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت ” ابراهيم” عليه السلام په پخوا زمانو كې په “هکلهل” نومي ځاى کې ،چې په اوسني “عراق” كې پروت دى داسې خلكو ژوند كاوه،چې سره له دې چې څښتن ورته يوه بركتي، با امنه او له هر ډول نعمتونو ډكه ځمكه وركړې وه او ډېر هوسا ژوند يې درلود؛خو بيا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت ” ابراهيم” عليه السلام

په پخوا زمانو كې په “هکلهل” نومي ځاى کې ،چې په اوسني “عراق” كې پروت دى داسې خلكو ژوند كاوه،چې سره له دې چې څښتن ورته يوه بركتي، با امنه او له هر ډول نعمتونو ډكه ځمكه وركړې وه او ډېر هوسا ژوند يې درلود؛خو بيا يې هم څښتن ته شا كړې وه او په خپلو لاسونو د جوړ كړو بوتانو عبادت  يې كاوه.

 “نمرود” د “هکلهل” يو ظالم او زورمټى واكمن و او چې كله يې د خلكو دا ناپوهي وليده؛ نو له ځان سره يې وويل:

” دا خلك،چې دومره كم عقل دي؛ نو ددې پر ځاى ،چې د بوتانو عبادت وكړي؛ نو ولې زما عبادت نه کوي .؟”

 “نمرود” تر هغه وروسته پر خپل ځان د څښتن نوم كېښود او خلك يې د ځان عبادت ته رابلل ،چې يوه شپه يې خوب وليد،چې په اسمان كې يو ستورى راخېژي ، چې رڼا يې ټول اسمان نېولى دى او د ستوري رڼا دومره تېزه وي،چې نور ستوري او سپوږمۍ نه ليدل كېږي؛ نو په وېره له خوبه راپاڅېد او حكم يې وكړ،چې خوب يې تعبير شي.

 د خوب تعبيروونكيو ورته وويل :” ډېر ژر به يو ماشوم وزېږېږي،چې واكمني او ماڼۍ به دې ړنګې كړي .”

“نمرود” غوسه وويل :” زه به هېڅكله اجازه ورنه کړم ، چې داسې ماشوم وزېږېږي” او بيا يې حكم وكړ :” هر نر ماشوم ،چې زېږېږي، و دې  وژل شي.”

له دې ټولو سختيو او څارنو سره سره”ساره” بي بي دوه ځانې شوه او څوك پرې پوه نه شول ، د زېږون وخت يې را ورسېد او د “اور” د ښار په څنډه کې په يوه غار كې يې “ابراهيم” وزېږاوه او بيا يې په يوه ټوټه كې تاو كړ او په هماغه غار كې يې كېښود.

 “ابراهيم” د څښتن په ارادې د خلكو له سترګو لرې په هماغه غار كې لوى شو او مور يې په پټه ورته شيدې  وركولې او چې کله حضرت ابراهيم (ع) اوه كلن شو؛ نو مور يې له ځان سره ښار ته راوست .

 څه موده وروسته يې پلار مړ شو او پالنه يې “آذر” (د مور له اړخه نيکه) كوله،چې د بوتانو د جوړولو كاروبار يې درلود.

“ابراهيم” به كله كله له خپل نيکه سره زړه نا زړه مرسته كوله؛خو سره له دې تل يې څښتن يادوه. “ابراهيم” به د شپې له خپل څښتن سره راز و نياز كاوه او ليدل يې،چې خلك د بوتانو عبادت كوي؛نو دې چار خورا خپه کاوه. تر كلونو وروسته څښتن تعالى حضرت “ابراهيم” د خپل ټبر لارښوونې ته پېغمبر  کړ .

 حضرت “ابراهيم” (ع) د بلنې تر پيلولو مخكې، سره له دې ،چې پر څښتن او قيامت يې ټينګ ايمان درلود؛خو له خدايه يې وغوښتل،چې د قيامت پر ورځ د انسانانو د را ژوندي كېدو څرنګوالى وروښيي .

څښتن ورته وويل :” ايا د قيامت پر ورځ ګروهمن نه يې؟”

ابراهيم (ع) :” د قيامت پر ورځ پوره ايمان لرم؛ خو زړه مې غواړي په خپلو سترګو يې ووينم ،چې زړه مې نور هم ډاډه شي .”

څښتن وويل :” ابراهيمه! داچې زړه دې ډاډمن شي، څلور ډوله مرغان غوره كړه. تر وژلو وروسته يې غوښه راواخله او يو له بل سره يې ګډه وډه كړه ،چې معلومه نشي او بيا يې څلور برخې كړه او هره برخه پر يوې غونډۍ كېږده او بيا هر يو ته په خپل نوم غږ وكړه .

“ابراهيم” (ع) د څښتن په حکم عمل وكړ او هر مرغه ته يې په خپل نوم غږ وكړ. د څښتن په ځواک او ارادې، مرغان د حضرت “ابراهيم” خوا ته راغلل او د قيامت پر ورځ را ژوندي كېدل يې وكتل .

“ابراهيم” (ع) خپله بلنه له خپل نيکه  “آذر” پيل كړ ه،چې په خپله بوت جوړونكى،بوت عبادت لمانځى او د بوت لمانځۍ تبليغكوونكى و.

 حضرت”ابراهيم” د خپل دعوت لپاره د بوتانو سپكاوى ونه کړ او په بوتانو پسې يې بدې ردې هم ونه ويلې؛بلكې په ادب يې خپلې خبرې داسې پيل كړې :

” زما نيکه! ولې د بوتانو عبادت كوې،چې نه ويني، نه اوري او نه له ځانه دفاع كولاى شي . نيکه! د بوتانو عبادت د شيطان لاروي ده، هغه شيطان ،چې هېڅكله د انسان نېكمرغي نه غواړي؛ نو ايا غوره به نه وي،چې د بوتانو عبادت پرېږدې او د څښتن عبادت پيل كړې ،چې د نړۍ پنځونكى دى؟ پوهېږې،چې د څښتن له لوري پېغمبر شوى يم او درنه غواړم ،چې نور دا بوتان مه جوړوه او پر هغه څښتن ايمان راوړه ،چې زه يې پېغمبر رالېږلى يم .”

“آذر” غوسه شو،ويې ويل :” ابراهيمه! هسې نه چې د بوتانو له عبادته دې لاس اخستاى وي،خبر نه يم؟ كه بيا دې راته دا بې ځايه خبرې وكړې؛ نو مړ به دې کړم . پوهېږې،چې پر دې خبرو دې زما زړه ودرداوه. ځه ولاړ شه! نور نه غواړم   و دې وينم! له دې ځايه ولاړ شه! ،چې نور زما كور ستا د پاتې كېدو ځاى نه دى .

حضرت”ابراهيم” وويل :” زه به درته له څښتنه بښنه وغواړم؛ ځكه هغه لوراند او  لورين دى . ما نه ستا د بوتانو عبادت كړى او نه يې كوم، زه يوازې د خداى(ج) عبادت كوم .

 حضرت”ابراهيم”راغى او خلكو ته يې وويل :” خلكو! ولې د بوتانو عبادت كوئ؟ ايا دا بوتان ستاسې خبرې اوري؟ ايا تاسې ويني؟ ايا تاسې ته ګټه يا ضرر رسولاى شي؟

 خلكو ورته وويل :” نه! هغوى يو هم نه ليدلاى، نه كتلاى او نه  ګټه او ضرر را رسولاى شي. موږ دا كار يوازې ددې لپاره كوو،چې پلرونو او نيكونو مو كړى و.”

 حضرت”ابراهيم”: “سپينه خو داده ،چې تاسې او پلرونه  مو بې لارې وئ .”

خلكو وويل :” دا څه  چې زموږ په بوتانو پسې وايې،ټوكې كوې كه…؟”    

 حضرت”ابراهيم” وويل :” نه! ټوكې نه کوم . زه د څښتن استازى يم او دنده راكړه شوې ،چې تاسې د ځمكو او اسمانونو د جوړونكي څښتن عبادت ته راوبلم او درنه  غواړم ،چې د بوتانو له عبادته لاس واخلئ او د څښتن عبادت پيل كړئ .”

 حضرت”ابراهيم” عليه السلام ،چې وليدل خبرې يې د بوت لمانځونکيو پر زړه اغېز نه لري؛ نو له ځان سره يې وويل :  “داسې كار به وكړم،چې ورته جوته كړم ،چې د ډبرينو بوتانو له لاسه هېڅ نه کېږي .”

د “هکلهل” خلك په کال كې يو ځل له ښاره بهر وتل او هلته يې مېله کوله،چې ټولو پکې ګډون كاوه. له مخكې يې بوتانو ته ډول ډول خواړه ايښوول ،چې  تر راستنېدو وروسته بركتي شوي خواړه وخوري .

 هغه ورځ ،چې خلك له ښاره وتل؛نو له  حضرت ابراهيمه يې هم وغوښتل،چې په مېله كې ورسره ګډون وكړي؛ خو  حضرت”ابراهيم” ورته وويل :” ناجوړه يم او درسره تلاى نشم .”

“ابراهيم” عليه السلام ناجوړه نه و؛ بلكې ددې ټبر بوت نمانځنې پوزې ته رارسولى و او چې کله خلك له ښاره ووتل او څوك پاتې نه شو؛ نو  حضرت”ابراهيم” ورو ورو بوتخانې ته ورننووت او په تبر يې بې له لوى بوته نور ټول مات كړل او تبر يې د لوى بوت پر غاړه راځوړندکړ.

  حضرت”ابراهيم” خوشحاله كور ته راستون شو او په تمه شو ،چې څه به كېږي .

 خلك له مېلې راستانه شول او غوښتل يې  بركتي شوي خواړه وخوري؛خو ناڅاپه له يوې داسې نندارې سره مخ شول،چې ورته د منلو وړ نه وه. هغوى په حيرانتيا يو بل وپوښتل :” چا زموږ خدايان مات كړي دي؟”

 په دې وخت كې يو بوتنمانځي وويل :” دا د “ابراهيم” كار دى، ما څو ځل په خپلو غوږونو ترې اورېدلي ول،چې زموږ د بوتانو عبادت يې بدګاڼه او خلك يې ترې ژغورل.”

“نمرود” حکم  وكړ او په حکم يې “ابراهيم” ونيول شو او د ښار چوك ته يې راوست .

 قاضي حضرت “ابراهيم” وپوښت :” ولې دې بوتان مات كړي دي؟”

 حضرت”ابراهيم”:لوى بوت ستاسې بوتان مات كړي او كه زما په خبره باور نه کوئ؛ نو ولاړ شئ او په خپله  لوى بوت وپوښتئ.”

خلكو وويل :” ابراهيمه! دا څه وايې! ښه پوهېږې،چې دا بوتان خبرې نشي كولاى؛ نو څنګه يې وپوښتو،چې بوتان چا مات كړي دي؟”

په محكمه كې ناستو قاضيانو وويل :” دا سړى سمه خبره كوي، دا بوتان خو خبرې نشي كولاى . نه څه اوري او نه له ځانه دفاع كړاى شي.”

 په دې وخت كې “ابراهيم” عليه السلام وويل :” سره له دې ټولو خبرو، چې په خپله يې كوئ؛ولې ددې بوتانو عبادت كوئ ؟ ايا وخت يې نه دى رارسېدلى،چې له عبادته يې لاس واخلئ او د ځمكې او اسمانو د پنځوونكي څښتن عبادت پيل كړئ؟”

په دې وخت كې “نمرود” احساس كړل،چې د “ابراهيم” (ع) خبرې د خلكو پر زړونو اغېز كوي؛ نو حکم يې وكړ ، چې “ابراهيم” وسوځوئ او حکم  يې وكړ ،چې له ښاره بهر په يوه لويه ځمكه كې “څلور دېوالي” جوړه كړئ او پکې خس راټول كړئ او اور پکې بل  كړئ .

 خلكو همداسې وكړل او “ابراهيم” (ع) يې پکې پښې او لاس تړلى ور ګوزار كړ؛ خو څښتن اور “ابراهيم” عليه السلام ته پر ګلستان بدل كړ او حضرت”ابراهيم خليل الله” پکې روغ رمټ پاتې شو.

 ځينو ددې په ليدو منډې کړې او پټ شول او لږو خلكو هم ايمان پرې راوړ.

“نمرود” ،چې د خلكو ايمان راوړل او الهي معجزه وليده؛ نو د خطر احساس يې وكړ او “ابراهيم” (ع) يې ځان ته راوغوښت ورته يې وويل : “دا څه بلوا دې جوړه كړې؟ دا خداى،چې خلك ورته رابلې څوك دى؟ مګر پوه نه يې،چې زه څښتن يم او بې له ما بل څښتن نشته؟”

  حضرت”ابراهيم” وويل :” زما څښتن هغه دى ،چې انسانان يې پيدا كړل ، ځمكه او اسمانونه يې پيدا كړل , هغه دى،چې لمر له ختيځه راخېجوي او كه ته ځان ته څښتن وايي؛ نو له لويديځه يې راوخېژوه.”

 د “نمرود”،چې دروغ معلوم شول،چې څښتن نه دى او په خبرو كې يې هم ماتې وخوړه؛ نو په ظاهره يې حضرت ابراهيم (ع) پرېښود،چې ګنې هېڅ كار ورسره نه لري؛ خو په پټه يې ځينو جاسوسانو ته پيسې وركړې،چې و يې ځوروي او د خداى تعالى تبليغ ته يې پرې نه ږدي او جاسوسانو هم تر څارنې لاندې نيولى و او تل يې ځوراوه .  حضرت”ابرهيم”،چې وكتل  نور د پخوا په څېر خلك څښتن ته نشي رابللاى؛نو هوډ يې وکړ،چې “فلسطين” ته ولاړ شي . “فلسطين” ته د تلو پر مهال د “حران” له ښاره (،چې په نننۍ “ترکيه” كې دى) تېرېده ، چې خلكو يې د ستوريو عبادت كاوه او ستوريو ته يې څښتن وايه .

 حضرت”ابراهيم” غوښتل هر څنګه ،چې وي، هغوى له دې بې لارۍ وژغوري؛خو هغوى دومره ځانمني او مغرور ول ،چې بېخي يې د  حضرت”ابراهيم” خبرو ته غوږ و نه نيو. حضرت “ابراهيم” وليدل ،چې د “حران” خلك  يې هم د “هکلهل” د خلكو په څېر خبرو ته غوږ نه ږدي؛ نو پر خپل حال يې پرېښوول او د “فلسطين” پر لور روان شو.

 چې کله”فلسطين” ته ورسېد؛ نو هلته سوکړه او وچكالي وه او خلكو په سخته کې ژوند كاوه.

حضرت “ابراهيم” په دې شرايطو كې پاتې كېدل او خلك څښتن ته رابلل سلا و نه ګڼله او د “مصر” پر لور روان شو. “مصر” ته چې ورسېد؛ نو د “مصر” د “فرعون” يو خپلوان د  حضرت”ابراهيم” مېرمن؛ بي بي”ساره” وليده،چې ډېره ښکلې ده. ولاړ او د  حضرت”ابراهېم” د ښځې د ښکلا خبره يې “فرعون” ته وكړه.

 “فرعون” حکم وكړ ،چې”ساره” ورته راولي .

 “فرعون”،چې”ساره” وليده؛ نو لاس يې ورنږدې كړ. په دې وخت كې حضرت”ابراهيم” دعا وكړه : “خدايه! پرې يې نه ږدې،چې پر  مېرمن مې لاس ووهي!”

 د “فرعون” لاس ،چې د “ساره” پر لور ور وړاندې شو؛ نو وچ كلك او بې حركته شو.

 “فرعون” په حيرانتيا  حضرت”ابراهيم” ته وويل :” ايا څښتن دې زما پر لاس دا بلا راوړه؟”

حضرت”ابراهيم”:” هو!؛ ځكه د څښتن مې بدچاري ښه نه ايسي.”

“فرعون”: له خدايه دې وغواړه ،چې زما لاس روغ كړي، قسم خورم،چې درسره به هېڅ كار ونه لرم.

 “ابراهيم” دعا وكړه او د”فرعون” لاس جوړ شو.

 “فرعون”،  حضرت”ابراهيم” ته وويل :” زه دې  مېرمن ته د “هاجر” په نامه يوه ښکلې وينځه ډالۍكوم،ځئ ولاړ شئ او په دې پراخ هېواد كې ارام او هوسا ژوند وكړئ .”

حضرت”ابراهيم” څه وخت په “مصر” كې و او بيا “فلسطين” ته ولاړ. هلته يې له خپلې وينځې “هاجرې” سره واده وكړ او څښتن ورته له هغې يو زوى وركړ ،چې نوم يې پرې “اسماعيل” كېښود.

 “د اسماعيل” په زېږېدو د “ساره” په زړه كې کينه پيدا شوه؛ځكه په خپله يې اولاد نه درلود او له حضرت ابراهيمه يې وغوښتل ،چې  “هاجره” او “اسماعيل” يو بل ښار ته يوسي .

  حضرت”ابراهيم”چې نه غوښتل خپله  مېرمن او زوى له ځانه بېل كړي؛ نو له څښتنه يې مرسته وغوښته، چې څښتن ورته وويل :” ابراهيمه! “هاجره” او “اسماعيل” له ځان سره “مکې” ته يوسه .”

 حضرت”ابراهيم”، حضرت “اسماعيل” او بي بي “هاجره” د حضرت “جبراييل” په لارښوونه “مکې” ته بوتلل ،چې بې اوبو ځمكه وه .

  حضرت”ابراهيم” هغوى هلته پرېښوول او راستون شو ، چې بي بي “هاجرې” وويل :” ابراهيمه! موږ په دې دښته كې د چا په هيله پرېږدې؟”

حضرت”ابراهيم” وويل :” دلته مې د څښتن پر حکم راوستي ياست .”

 دوه ورځې وروسته هغه خواړه او اوبه خلاصې شوې ،چې “هاجرې” بي بي له ځان سره راوړي ول . لوږې او تندې”اسماعيل” ډېر  وځپه .

“هاجرې” بي بي هم،چې د خپل زوى دا بد حالت نشو زغملاى؛ نو هغه يې هلته پرېښود او په اوبو پسې ووته، هرې خوا ته يې منډې وهلې ، چې د “صفا” غونډۍ ته ورسېده او له لرې يې يو سراب وليد؛ نو فكر يې وكړ ، چې اوبه دي .  د “مروه” د غونډۍ پر لور راستنه شوه، هلته هم اوبه نه وې او بېرته د اوبو په لټه کې د “صفا” غونډۍ پر لور ورغله اوددې دوو غونډيو په منځ كې يې اوه ځل منډې ووهلې .

 په وروستي ځل،چې د”مروه” له غونډۍ راستنېده؛ نو ويې ليدل،چې د “اسماعيل” تر پوندې  لاندې چينه راخوټېږي . د “اسماعيل” خوا ته ورغله او په غېږ كې يې راواخست او شونډې يې  پر اوبو ورلمدى كړې او په خپله يې هم وڅښلې او د اوبو د پيدا كېدو له امله يې د خپل څښتن شكر و ايست .

حضرت”ابراهيم” به كله كله د  بي بي”هاجرې” او “اسماعيل” خبر اخستو ته راته؛يوه شپه يې په خوب كې وليدل ،چې څښتن ورته وايي : “ابراهيمه! خپل زوى دې په خپلو لاسونو بلهار كړه .”

د هماغه شپې پر سبا حضرت”ابراهيم” سفر ته چمتو شو،چې الهي حكم پلى كړي؛ نو  چې کله”مكې” ته را ورسېد؛ نو الهي حكم يې  بي بي”هاجرې” او “اسماعيل” ته ووايه .

 حضرت”اسماعيل” ورته وويل :” پلارجانه!  چمتو يم! هر وخت ،چې دې خوښه وي؛ نو د څښتن حکم  پلى کړه.”

 د هماغې ورځې پر سبا  حضرت”اسماعيل” او حضرت “ابراهيم” د څښتن د حكم  پلي کولو ته روان شول؛ نو چې کله د “منى” د غوندۍ غاړې ته ورسېدل؛ نو  حضرت”ابراهيم” د حضرت “اسماعيل” پښې او لاسونه وتړل او سر يې ورته پر ځمكه كېښود او چاړه يې ورته پر مرۍ را كش كړه؛ خو چاقو د  حضرت”اسماعيل” مرۍ نه غوڅوله . دويم او درېم ځل يې همدا كار وكړ؛ خو بيا هم چاقو د حضرت “اسماعيل” مرۍ غوڅه نه کړه ،چې ناڅاپه يې غږ واورېد:

” ابراهيمه! خپله دنده دې ښه سرته ورسوله او موږ نېكانو ته اجر او ثواب وركوو”،چې بيا حضرت “جبراييل” يو پسه راوړ او حضرت “ابراهيم” د “اسماعيل” پر ځاى قرباني كړ.

 حضرت”ابراهيم” هماغسې له خپل زوى لرې ژوند كاوه او كله كله به ورته راته . دا ځل  حضرت”ابراهيم” هوډ کړى و،چې د زوى ليدو ته ولاړ شي؛ خو دا ځل يوازې كتو ته نه؛ بلكې يو مهم  كار يې هم درلود.  حضرت”ابراهيم” ته څښتن دنده وركړې وه ،چې “كعبه” جوړه كړي؛ نو چې”مكې” ته را ورسېد؛ نو په حضرت “اسماعيل” پسې ولاړ ورته يې وويل :” زويه! څښتن حکم كړى ،چې دلته كور جوړ كړم .”

حضرت”اسماعيل” هم ورسره ومنله او بيا دواړو د حضرت “جبراييل” په لارښوونه د “كعبې” دېوالونه جوړ كړل او بيا يې “حجرالاسود= توره تيږه ”  هم د څښتن په حکم په خپل ځانګړي ځاى كې كېښووه او همدا وو،چې د “توحيد” ماڼۍ د “توحيد” ننګيالي جوړه كړه او  حضرت”ابراهيم” ته څښتن دنده وركړه،چې خلك يې زيارت ته راوبلي .

 ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې د “ساره” بي بي هم خېټه شوه او”اسحاق” يې وزيږېد. حضرت”اسحاق” هم د خپلې مور په غېږ كې د پلار تر سيورې لاندې لوى شو او د رسالت په چارو كې يې له پلار سره مرسته كوله .

 حضرت “ابراهيم”  تر كلونو كلونو وروسته په 195 كلنۍکې ومړ او په “حبرون” كې په خپل پټي كې د “ساره” د قبر تر څنګ ښخ شو ،چې نن ورته د “خليل الرحمن” ښار وايي.

 د “خليل الرحمن” ښار په ننني “فلسطين” كې دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!