بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۲مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر(رض) په ربذه كې پېغمبر اكرم (ص) : ابـــوذر يوازې ژوند كوي يوازې به مري او يوازې به د قيامت پر ورځ راپاڅي. خليفه(رض) مروان ته وويل :ابوذربه ربذې ته ورسوئ او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۲مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)
حضرت ابوذر(رض) په ربذه كې
پېغمبر اكرم (ص) :
ابـــوذر يوازې ژوند كوي يوازې به مري او يوازې به د قيامت پر ورځ راپاڅي.
خليفه(رض) مروان ته وويل :ابوذربه ربذې ته ورسوئ او په لار كې به څوك نه پرېږدئ،چې ورسره خبرې وكړي.
حضرت ابوذر(رض)يې پر شاتورې اوښه سپور كړ او مروان هم ورپسې شو،خلك يې د خليفه د دستور له مخې نه ورپرېښوول ابوذر(رض) شاوخوا ته كتل او هغه بدعتونه او بدلونونه يې ليدل، چې د پېغمبراکرم (ص) تر وفات وروسته منځ ته راغلي ول . ددې ښار په ګوټ ګوټ كې يې خاطرات لرل . له غمه يې سر ښکته نيولى و، په فكر كې ډوب و او په غوږونو كې يې د پېغمبراکرم(ص) د غږ انګازې وې،چې ورته يې ويلي وو:((تر مرګ وروسته به د سختيو او بلاګانو په سمندر كې لاهو شې .))
_ د خداى لپاره به وي ؟
_ هو!
_ د خداى په رضا راضي يم.
حضرت ابوذر(رض) چې سر راپورته كړ،ليدل يې،چې په دښتو كې يې روان كړى دى . دا دښتې نن بيا د پېغمبراکرم(ص) ددې پاك،پتمن او زړه ور صحابي پر شړنې شاهدانې دي .
حضرت ابوذر(رض)يې روان كړى و،لمر هم له خپګان او شرمه وړانګې راټولې كړې او نهيلى په لوېديځ كې ډوب شو.
حضرت علي(ک) چې د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شو، په ژړا شو او په حيرانتيا يې وويل: د پېغمبراکرم(ص) له پتمن يار سره يې څه وكړل؟ له حضرت امام حسن،حضرت امام حسين،حضرت عقيل، حضرت عبدالله بن جعفراوحضرت عمار بن ياسر(رضی الله عنهم) سره په حضرت ابوذر(رض) پسې ووتل او په بيړه ورورسېدل . حضرت علي(ک) د حضرت ابوذر(رض)مخې ته ورغى،چې خبرې ورسره وكړي،مروان رامخې ته شو،ورته ويې ويل : علي! اميرالمؤمنين راته ويلي،چې څوك حق نه لري له ابوذر سره خبرې وكړي،كه خبر نه يې؛نو خبر شه؟
حضرت علي(ک) د مروان د خبرو پروا و نه کړه او ورنږدې شو، مروان بيا راغى او د حضرت علي(ک) مخه يې ونيوه؛خو حضرت علي(ک) دا ځل د مروان اوښه پر سر ووهله ورته ويې ويل : لرې شه!د خداى په قهر ككړ شى .
مروان چې د حضرت علي(ک) غوسه او هوډ وليد،حضرت ابوذر (ک) يې ور پرېښود او پښې يې ښار ته سپكې كړې،حضرت علي(ک) او ياران يې له حضرت ابوذر(رض) سره شول او ربذې ته يې ورساوه.له اوښانو راكوز شول، كېناستل او په خبرو اترو بوخت شول. خبرې ډېرې خوږې وې؛خو بېلتون راغى او حضرت علي(ک) راپاڅېد. د حضرت علي (ک) پر زړه د غم څپه راغله،نږدې ول،چې زړه يې پړک چاودلى واى،په ژړا شو؛حضرت علي(ک) حضرت ابوذر (رض) ته ورغاړې وت،له سترګو يې غټې غټې اوښكې روانې وې، حضرت علي(ک) هم د پېغمبر اکرم(ص) ددې پتمن، د بېوزليو سرپناه او د نبوي كورنۍ د پلوي پر بېلتون ډېر خپه شو او پر ژړا شو. حضرت ابوذر(رض) هم په ژړا حضرت علي، حضرت امام حسن او حضرت امام حسين(رضى الله عنهم) ته كتل او پر غمجن او ژړغوني غږ يې وويل : د رحمت كورنۍ!خداى مو وبښه!علي! چې تا او زامن دې ګورم؛نو پېغمبراکرم(ص) رايادېږي . په مدينه كې ما بې له تاسې څوك نه درلودل او زړه به مې ستاسې په ليدو ډېر خوشحالېده. په شام او مدينه كې زه د خليفه او دهغه د تره د زوى پر سر پېټى وم؛نه يې غوښتل زه هلته پاتې شم؛وېرېدل،چې حكومت يې ړنګ کړم . زه يې دلته راوشړلم،چې بې له خدايه بل يار نه لرم.
حضرت علي(ک) په ژړا ورته وويل : ابوذره! ته د خداى لپاره پاڅېدلى وې او د هماغه خداى په هيله اوسه،دوى د خپلې دنيا لپاره له تا وېرېدل او ته د خپل دين لپاره له دوى وېرېدې او د څه لپاره،چې درنه وېرېدل،ورته يې ورپرېږده او د څه لپاره،چې ته ترې وېرېدې له ځان سره يې وساته،ډېر ژر به پوه شي،چې چا ګټه كړې او چا تاوان؟ كه پر چا د ځمكې او اسمانو ورونه وتړل شي او د بنده په زړه كې د خداى مينه او وېره وي،خداى به يې په خپله مل شي . ابوذره! يوازې د حق دوستي كوه او له باطله ځان لرې ساته، كه تا هم د هغوى په څېر خپل اخرت په دنيا پلورلى و او مالونه دې ځان ته زېرمول؛نو هېڅ كار به يې درسره نه درلود.بيا يې حضرت امام حسن او حضرت امام حسين ته وويل: زامنو! له خپل تره سره خداى په اماني وكړئ (ابوذر(رض) هم د پېغمبراکرم(ص) په څېر د دې دوو جنتي ځوانانو تندي او لاسونه ښكل كړل) . عقيله!له خپل ورور سره دې خداى په اماني وكړه او همداسې نورو خداى په اماني وكړه او د غم او خپګان په بېړۍ كې سپاره شول او حضرت ابوذر(رض) يې يوازې د غم او خپګان د سمندر څپو ته پرېښود. حضرت ابوذر(رض) هم،چې له سترګو يې نه وو پناه شوي، سترګې و نه خوځولې.
مروان له حضرت علي(ک) خليفه ته شكايت وكړ. خليفه(رض) غوسه له خپل ځايه راپاڅېد او ويې ويل:مسلمانانو! زه له علي سره څه وكړم، زما مامور يې د دولتي دندې د سرته رسولو پر مهال رټلى او وهلى دى او زما له فرمانه يې سرغړولى، صبر وكړئ،چې راشي؛ نو خوښ به يې شم .
حضرت علي(ک) چې مدينې ته راستون شو، خلكو يې مخې ته ورمنډه كړه ورته ويې ويل :خليفه درته مچيو چيچلى؛ځکه له حضرت ابوذر (رض) سره دې خبرې كړي دي .
شپه شوه؛حضرت علي(ک) جومات ته ولاړ،خليفه ورته وويل :له مروان سره دې ولې داسې چلن كړى؟ او زما له فرمانه دې سرغړولى دى؟
حضرت علي(ک) : مروان لومړى له ما سر وغړاوه، ما يې يوازې په دې چې ابوذر له ليدو منع كولم،خبره ونه منله او را به شو ستا فرمان ته، ما ستا له فرمانه سرنه دى غړولى .
خليفه : خبر نه وې،چې ما دستور وركړى و، چې څوك حق نه لري له ابوذر سره خبرې يا خداى په اماني وكړي؟
حضرت علي(ک) : ايا ستا هر دستور كه څه هم د خداى او حق پرخلاف وي، ومنم؟ نه پر خداى قسم،چې هېڅكله به داسې ونه کړم.
خليفه : د مروان بدله وركړه.
حضرت علي(ک): د څه بدله؟
خليفه : تا يې اوښه پر سر وهلې ده.
حضرت علي(ک):هغه زما اوښه ده،ولاړ دې شي او هماغسې،چې ما يې اوښه وهلې،زما اوښه دې هم ووهي.پر خداى قسم چې مروان ته مې كنځل نه دي كړي .
خليفه : داسې خو نه كېږي،چې تا به مروان ته كنځل كړې واى او هغه به يې تا ته نه كوي . پر خداى قسم،چې مروان ما ته تر تا ډېر ښه دى .
حضرت علي (ک) غوسه وويل :ته ما ته دا خبره كوې،تر ما مروان ښه دى؟پر خداى قسم،چې تر تا ډېر غوره يم او پلار مې ستا تر پلاره او مور مې ستا تر موره غوره ده .
خليفه غوسه كور ته ولاړ او حضرت علي(ک) هم خپل كور ته ولاړ. په لار كې ترې انصار او مهاجر راټول شول،چې ارام يې كړي . سبا سهار، چې خلك خليفه ته ورغلل؛نو خليفه له حضرت علي(ک) ورته زړه وخوړ او ويې ويل : علي تل پر ما نيوكې كوي او هغه څوك پر شا ټپوي،چې پر ما نيوكې كوي .
خلك د حضرت علي(ک) او خليفه ترمنځ منځګړي شول او دواړه يې پخلا كړل او بيا حضرت علي(ک) په ارامۍ خليفه ته وويل : له حضرت ابوذر(رض) سره له مخه ښې مې موخه يوازې د خداى رضا وه او بل هېڅ مطلب مې نه درلود.