تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت زيدبن حارثه (رض) د سبا باد پر دښته لګېده،د ټبر خلک پر خپلو ورځنيو چارو بو خت  وو. حضرت زيد له خپلې مور “سعدى” سره  د خپلوانو ليدو ته د “طى”  ټبر ته تللى و،چې په لار کې پرې لوټ مارو يرغل وکړ او حضرت زيد يې له ځان سره،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت زيدبن حارثه (رض)

د سبا باد پر دښته لګېده،د ټبر خلک پر خپلو ورځنيو چارو بو خت  وو.

حضرت زيد له خپلې مور “سعدى” سره  د خپلوانو ليدو ته د “طى”  ټبر ته تللى و،چې په لار کې پرې لوټ مارو يرغل وکړ او حضرت زيد يې له ځان سره،چې په هغه وخت کې ماشوم و، يووړ او د “عکاظ” په بازار کې يې وپلوره.

“حکيم بن خرام اسدي”  د ام المؤمنين خديجې بي بي  وراره هغه له څو نورو مريانو سره پر څلور درهمو وپېره او له ځان سره يې مکې ته يووړ او په مکه کې يې له ام المؤمنين خديجې وغوښتل،چې  په  دوى کې  يو مريى ځان ته خوښ کړي.

 حضرت خدېجې بي بي هم حضرت زيد انتخاب کړ.

خديجې بي بي،چې د څښتن له استازي سره واده وکړ؛نو حضرت زيد يې پېغمبر اکرم (ص) ته وروباښه.

“حارثه” د حضرت زيد پلار هم د شام له  شتمنو و او د خپل زوى په لټه کې مکې ته راغى او هغه يې پېدا کړ او د هغه  له  بادار  يې وغوښتل،چې د ډېرو پيسو په مقابل کې مې زوى راکړه.

پېغمبر اکرم (ص) واک حضرت زيد ته ورکړ، ورته يې وويل: خوښه دې خپله ،چې له ماسره پاتې کېږې که له مورو پلار سره دې  ځې.

حضرت زيد هم د پېغمبر اکرم (ص) پر اخلاقو زړه بايللى و او له پېغمبر اکرم (ص) سره پاتې شو.

 پېغمبر اکرم (ص) هم  هغه ازاد کړ او د کعبې په حجر کې يې اعلان کړل :  زېد  زما  زوى  دى  او  هغه  ته  له  ما او ما ته  له  هغه ارث رسي او له تاسې غواړم،چې تردې وروسته ورته “زيد بن محمد” ووايئ.

د “حضرت زيد” موروپلار هم ،چې داسې وليدل؛نو  زړه يې  خوشحاله  شو او ولاړل،چې د احزاب د سورت 4 او 5 آيتونه راغلل،ويې ويل: ((هغوى ته چې مو خپل زامن ويلي دي، د خپل پلار پر نوم يې ياد کړئ))،چې بيا “زيدبن حارثه” شو.

چا ته زوى ويل په عربو کې رواج درلود. هغه مريان به ، چې پر خپلو بادارانو ګران وو،ازادېدل به او له مريېنې يې زوى ويلي ته رتبه  لوړېده؛ خو بيا به  هم پر دوى  په ټولنيز چاپيريال کې د مريېنې ټاپه لګېدلې وه،چې دې د رتبې  لوړېدو سره له دې،چې هغوى ته نوي ټولنيز حقوق  ور په برخه کړي  ول؛خو  ټولنيز حيثيت يې هماغسې ټيټ و او هيچا  ورته د يو ازاد انسان په سترګه نه کتل؛ بلکې  ټولو  ورته  ازاد شوى وايه  اوچې د چا زوى به هم  شو ؛ نو د  اصلي  زوى ځاى يې نه نيوه. مريى نه يوازې له روحي او ټولنيز  اړخه رټل کېده؛بلکې د يو معنوي محروميت احساس يې هم درلود او هم به له ډېرو ټولنيزو حقوقو محروم و او ځينو تبعيضاتو  به    له  نورو بېلاوه،چې يو يې دا وو،چې هغه  ښځه  به  ډېره رټل کېده،چې پخوا يا اوس يې مېړه  ازاد  شوى  مريى  و.

پېغمبر اکرم (ص) تل په دې هڅه کې و،چې دا ټول تبعيضات له منځه يوسي او په ټولنه کې د دوى دواړو حقوق په مطلقه توګه يو شان کړي  او د هغوى  له  ذهنه د مريېنې خاطرات پاک کړي او  د حقارت او سپکاوي هغه احساس ترې لرې کړي،چې دوى يې په ټولنه کې لري او  روحى،معنوي او ټولنيز شخصيت ورکړي،چې هغوى يې وړ دي او پخپله حقوقي ازادي لاس ته راوړي، د هغوى خپل او د ټولنې وجدان يې د ازاد انسان په حيث ومني؛نه  د ازاد شوي انسان په حيث؛ نوځکه  پېغمبر اکرم (ص) هڅه کوله،چې حضرت زيد خلکو ته  د نورو په څېر مهاجر او شريف معرفي کړي؛نو ځکه يې په مدينه کې خپل ځايناستى کوي او د يو ستر لښکر قومانداني ورکوي ، چې د حضرت جعفر بن ابيطالب، عبدالله بن رواحه او خالدبن وليد (رضى الله عنهم) په څېر ستر شخصيتونو پکې وو او همداارز په حساسو مسئلو کې ورسره سلا مشوره هم کوي ان تردې چې د څښتن استازى د خپل ژوند په  وروستيو شېبو کې  د حضرت زيدبن حارثه ځوان 18 کلن زوى د د روم د ځپلو لپاره د يو داسې  لښکر قوماندان ټاکي ،چې د حضرت ابوبکر او حضرت عمر په څېر ستر شخصيتونه يې سرتېري وو او دا ټولې هڅې ددې لپاره وې ،چې  ازاد شوى  هماغسې ،چې په اسلامي ټولنه کې له ازاد انسان سره برابر دى، د مسلمانانو په احساساتو کې هم برابر شي.

دهمدې هڅو په ترڅ کې وو،چې رسول اکرم د يو اشراف عرب پر لور، حضرت زيد ته مرکه وکړه،چې ازاد شويو ته  په ټيټه سترګه کتل له منځه يوسي او هم په ودونو کې کورني تعصبات له منځه يوسي؛خو سره له دې ټولو خبرو، پېغمبر اکرم (ص) له خپلې ټولنې ډېر ښه خبر و ، چې هيڅ څوک به  دې  ته  غاړه  کېنږدي،چې خپله  لور حضرت زيدبن حارثه  ته چې ازاد شوى انسان دى ورکړي؛ نو ځکه يې پر خپلې خپلوانې،چې رسول اکرم پرې کورنې نفوذ درلود او پوهېده،چې کولاى شي هغوى  به د کار ته راضي کړي؛نو د خپلې ترور پر لور “زينب” يې حضرت زيد ته مرکه وکړه؛خو لکه څنګه چې د پېغمبر اکرم (ص) وړاندوينه وه،د نجلۍ ورور سره له دې،چې پاک، فداکاره او له مهاجرينو و، بيا يې هم دا کار د خپلې کورنۍ لپاره ننګ وبوله.

دڅښتن استازي ددې جاهلي ټولنې د له منځه وړو لپاره پر خپله خبره  ټينګار وکړ؛چې البته دا دودنه پردې متمدنې نړۍ هم واکمني کوي.

 دڅښتن استازى په  دې  هڅه کې و،چې عبدالله او خور يې زينب دې خبرې منلو ته اړ کړي،چې آيت راغى : ((چې کله څښتن او استازي يې د يو کار حکم وکړ؛نو هيڅ مؤمن سړى او مؤمنه ښځه پخپل کار کې واک نه لري او څوک چې د څښتن  له  استازي سرغړونه وکړي؛نو په ښکاره بې لارې به وي. ))

پېغمبر اکرم (ص) د زينب مهر په خپله ورکړ او هغه  واده، چې ناوړه دود يې له منځه وړه او انساني دود يې منځ ته راووړ،تر سره شو؛خو دې وصلت  سره له دې،چې ټولنې ته يې نېکمرغي راوړاى شوه؛خو ددې دواړو ځوانانو په کورونو کې ډېر تريخ و.

زينب هېڅکله خپل کورنى غوراوى او د حضرت زيد ټولنيز حقارت نه شو زغملاى او تل يې حضرت زيد ته پېغورونه ورکول او زوراوه  يې  او  حضرت زيد به هم د خپلې ښځې له لاسه  پېغمبر اکرم (ص)ته  ګيله کوله او پېغمبر اکرم (ص)  هم  هغه  صبر  ته  رابله.

که څه زينب  د پېغمبر اکرم (ص) په وينا دې واده ته غاړه کېښووه؛خو هېڅکله يې زړه  دا  کار  نه  غوښته.

هغه وصلت،چې پېغمبر اکرم (ص) ورته خورا زيات کوښښونه کړي وو، ورځ په ورځ سستېده او زينب دا واده يو پېټې ګاڼه،چې رسول اکرم  پرې  د مصلحت  لپاره ور اچولې  و.

هره ورځ  به  د دوى  ترمنځ  فاصله ډېرېده او حضرت زيد هم  له داسې  ښځې سره  له واده ناراضي و،چې ورسره يې ډېره زياته فاصله لري او دا فاصله يې تر منځ ورځ په ورځ ډېرېږي. يوه ورځ حضرت زيد پېغمبر اکرم (ص) ته ورغى او له هغه يې وغوښتل،چې دواړه يو له بله خلاص کړي.

حضرت زيد هم،چې د پېغمبر اکرم پر ښواخلاقو او مهربانيويې زړه بايللى و،نه يې غوښتل يوه داسې ښځه يې کورودانې وي او له ځان سره يې اسيره کړي،چې يوازې بدن يې ورسره وي؛نه زړه  او بې له يوه چته يې بل هيڅ څه هم ګډ نه درلودل؛خو رسول اکرم ته دا پېښه  ډېره ترخه  او سخته وه، د چارې په لټه کې و؛خو نه يې شوه پېدا کوله.

پېغمبر اکرم (ص) ډېر زيات خپه او وارخطا و، په داسې ځاى کې راګېر و،چې د تېښتې لاره يې نه درلوده.

د زينب او او حضرت زيد اوسېدل ناشوني وو او د دواړو خلاصون په بېلتون کې و او بې له دې دې ته هم زيات فکر وړى و،چې په خپله يې  زينب  د مصلحت لپاره دې کار ته راضي کړې وه؛مګر پېغمبر اکرم (ص) کولاى شي د هغه درد پر وړاندې کلار کېني،چې پخپله يې پخپلو لاسونو  پرې  زينب ککړه کړې وه او ددې ستونزې  په  باب  فکر  و  نه کړي اوچې له حضرت زيد نه بېله شي، همداسې بې سرنوشته  او  نهيلې يې  پرېږدي؟

د پېغمبر اکرم (ص) ستونزه څه ده؟ ولې له يو داسې واقعيته،چې قوي او خطرناک يې په مخ کې ولاړ دى داسې وېرېږي؟

ولې زينب له يوه داسې بنده،چې دواړه حضرت زيد او زينب پکې کړېږي، نه خلاصوي.

پېغمبر اکرم له  دوو څيزونو وېرېده؛يو د خلکو خبرې او بل داچې زينب به چېرته  ځي؟

خپلې کورنۍ ته  چې له  پيله  له  دې  واده  سره مخالف وو او طبيعي خبره ده،چې هغوى به يې له ځان سره پرې نه ږدي؛نو دلته پېغمبر اکرم (ص) څه وکړي؟ چې ناڅاپه  يې هوډو کړ،چې  پخپله ورته  پناه  ورکړي.

اوس زينب  له  حضرت زيد سره له مصلحتي واده خلاصه شوې ده ؛خو پېغمبر اکرم (ص)اوس  هم زړه نا زړه دى  ، چې خلک به څه وايي او د هغه  له  دې  کاره به څه برداشت کوي؟ او دا راز يې همداسې پخپل زړه کې ساتلى و،چې وحې راغله: (( هغه څه چې په زړه کې پټوې،يوه ورځ  به  يې څښتن  ښکاره  کړي  او له خلکو و نه  وېرېږې ! ))

خو سره له دې  له يوې داسې ښځې سره واده ډېر سخت کار و،چې پخوا يې د زوى ويلي ښځه وه که څه قانون ورته اجازه ورکړې وه؛ خو څوک به دومره د زمري ځيګر پېدا کړي،چې په داسې ټولنه کې په داسې کار لاس پورې کړي او په  چا  کې دومره جرات دى،چې د لومړي ځل لپاره داسې ګام اوچت کړي او دا پخوانى دود ولتاړي ، چې  څښتن  د داسې  دندې  د سر ته رسولو لپاره خپل استازى وټاکه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!