تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت مصعب بن عمير (رض) د ښار څو ځوانان په يوه  کوڅه  کې  راټول شوي وو او پر خبرو بوخت وو،چې يو له هغوى وويل : تاسې هم د هغه بډاى د زوى خبره اورېدلې ده،چې له محمد(ص)  سره يو ځاى شوى دى؟ _ کوم ځوان؟ _ مصعب بن عمېر درته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت مصعب بن عمير (رض)

د ښار څو ځوانان په يوه  کوڅه  کې  راټول شوي وو او پر خبرو بوخت وو،چې يو له هغوى وويل : تاسې هم د هغه بډاى د زوى خبره اورېدلې ده،چې له محمد(ص)  سره يو ځاى شوى دى؟

_ کوم ځوان؟

_ مصعب بن عمېر درته ښيم.

_ هو ! ما هم له خلکو يو څه اورېدلي دي.

_ د يوې مودې لپاره به د حضرت ارقم کور ته د شپې پټ راتله  او په پټه يې لمونځ کاوه او له خپل مور و پلاره يې ايمان پټ کړى و،چې بالاخره پلار يې له ايمان راوړو خبر شو او “مصعب” (رض) يې په کور کې بندي کړ.

 حضرت مصعب،چې د معرفت او بصيرت  ورونه  د ځان لپاره خلاص موندلي وو،دا ټول کړاوونه او سختۍ يې پر ځان  و زغملې او چا ترې په دې سختو کړختونو کې ان يو آخ  هم  وا  نه  ورېد.

څو ورځې وروسته حضرت”مصعب بن عمير” د خپل مور له بنده  وتښتېد او د حضرت ارقم په کور يې د پېغمبر اکرم له څو يارانو سره شپې ورځې سبا کولې؛خو هغه ځاى  هم  ورته امن  نه و او غوښتل يې د خپلې کورنۍ له سترګو پناه وي؛نو ځکه رسول اکرم “حبشې”  ته د مسلمانانو له لومړۍ ډلې سره ولېږه.

حضرت مصعب (رض)،چې له حبشې راستون شو او خپل موروپلار يې هم  پرېښي وو او بلخوا که خپل مورو پلار ته ورستون شواى واى،بايد له خپل دينه يې لاس  وينځلاى واى؛ نو له پېغمبر اکرم سره پاتې شو او څه موده  وروسته  له  نورو مسلمانانو سره “شعب ابيطالب” ته ولاړ .

په شعب ابي طالب کې د خوړو د نشتوالي له امله يې څېره واوخته؛خو بيا هم د څښتن له استازي سره خوښ  و.

حضرت مصعب  به  د قرآن  آيتونه  هغسې يادول،چې  څنګه ورته  د څښتن  استازي  ورښـوول او د “عقبه” تر تړون  وروسته چې د “يثرب” خلکو د څښتن له استازي  د قرآن او د اسلام د احکامو د ښوونکي غوښتنه وړکړه؛ نو رسول اکرم مصعب (رض) خپل استازي ورولېږه.

حضرت مصعب،چې  يثرب  ته  ننووت؛ نو ځوانانو ته يې لارښوونه  پيل کړه.

يوه ورځ،چې له ځوانانو سره پر خبرواترو او بحث بوخت و؛نو “اسيد بن حصير” د “عبدالاشهل” د ټبر مشر راننووت او چغې يې کړى :

 ته چا دې ښار ته راوړى يې ؟ولې زموږ ځوانان  بې لارې کوې؟ ته ورته څه وايې،چې ښار دې پر سر راخستې دى ؟ څومره ژر،چې  دې  له  لاسه کېږي، له دې ښاره پښې سپکې کړه؛ګنې نو هر څه چې  دې  ليدلي وي، له خپلو سترګو به دې ليدلي وي او ……

 حضرت مصعب په سړه سينه ورته وويل: رازه دلته کېنه ! ګوره وروره  ته خو يو ځل زما خبرې واوره، که  غلطې  وې او خوښې دې نه شوې؛نو هله  به  له دې ښاره ولاړ شم.

“اسيد”،چې پخپله اديب واوچې مصعب (رض) يې  وجدان  ته  د قضاوت  لپاره بلنه ورکړې ده؛نو د هغه وړانديز يې ومانه،غلى شو او په کلاره د حضرت مصعب تر څنګ کېناست.

 حضرت مصعب پر خبرو شو او د قرآن آيتونه يې ورته وويل،چې ناڅاپه د “اسيد” رنګ په غوړېدو شو او له څېرې يې د غوسې نښې نښانې په ورکېدو شوې او په پسته ژبه يې وويل :که څوک وغواړي ستا دين ومني؛نو څه بايد وکړي؟

 حضرت مصعب (رض):”اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله”

بيا “سعدبن معاذ” او “سعد بن عباده” د  نورو ټبرونو مشرانو هم اسلام راووړ.

 حضرت مصعب،چې د خلکو له ګرم هر کلي او ورين تندي سره مخامخ شوى و؛ نو د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو راويښېدل او د مشرانو اسلام راوړل يې په يوه ليک کې رسول اکرم ته وليکل او له پېغمبر اکرم (ص) سره يې  د “يثرب” د خلکو د  کتو پروګرام د “منا” د غره تر غاړې هماهنګ کړ،چې دا کتنه د ذي الحجې پر 13 وشوه ،چې پر دويم عقبه تړون مشهور دى .

په دې کتنه کې د يثرب خلکو د څښتن له استازي او له يارانو نه يې وغوښتل،چې يثرب ته راشي او ورسره هم ژمني شول : لکه څنګه چې له خپلو  زامنو او ناموسونو  دفاع کوو،هماغسې به له پېغمبر اکرمه هم دفاع کوي.

تردې تړون  وروسته پېغمبر اکرم (ص) او مسلمانانو يثرب ته هجرت وکړ.

 حضرت مصعب (رض) د بدر په جګړ ه کې د پېغمبر اکرم د نورو يارانو تر څنګ د زمري په څېر وجنګېد او د احد په جګره کې چې د پېغمبر اکرم اصحاب و تښتېدل او کفارو د  څښتن د استازي د وژلو لپاره هوډ وکړ؛ نو حضرت مصعب او د څښتن داستازي يو څو نور ياران وو،چې د پېغمبر اکرم (ص) ساتلو ته يې ملا وتړله،چې په همدې جګره کې يو مشرک  پر مصعب د پېغمبر اکرم (ص)خيال و کړ او هغه يې شيهد کړ او چغې يې کړې،چې پېغمبر اکرم (ص)مې وواژه .  

دې خبرې د مسلمانانو جنګي مورال خورا کمزورى کړ او رسول اکرم حضرت علي (ک) ته حکم وکړ،چې جنګ ته ادامه ورکړئ.

بيا پېغمبر اکرم (ص)وويل: له دې ځوانه،چې څښتن يې زړه روښانه کړى و عبرت واخلئ، هغه  سره  له  دې،چې په ناز او نعمتونو کې اوسېده او  تر ټولو غوره  امکانات يې درلودل؛خو له څښتن او استازي سره يې مينې دلته راورساوه او بيا رسول اکرم د احزاب د سورت 23 آيت ولوست،و يې  ويل : راشئ ! زيارت يې وکړئ او سلام پرې ووايئ . پر څښتن قسم،چې له نن نه د قيامت  تر ورځې پورې  که چا پرې سلام واچاوه؛ نو د سلام ځواب به ورکړ شي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!