تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۹ مه برخه   ۵۶۱-ورین تندیتوب، ړومبۍ ګټه ده. ۵۶۲-عفوه د ښېګڼو سرتاج دی. ۵۶۳-نېکي، غوره نعمتونه دي. ۵۶۴-عاجزي، فضایل او ارزښتونه پرېمانوي. ۵۶۵-تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. ۵۶۶- پېښې له خطر سره مل دي. ۵۶۷- […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۹ مه برخه

 

۵۶۱-ورین تندیتوب، ړومبۍ ګټه ده.

۵۶۲-عفوه د ښېګڼو سرتاج دی.

۵۶۳-نېکي، غوره نعمتونه دي.

۵۶۴-عاجزي، فضایل او ارزښتونه پرېمانوي.

۵۶۵-تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی.

۵۶۶- پېښې له خطر سره مل دي.

۵۶۷- مخالفت، څرګنده سرغړونه ده.

۵۶۸-ژبه، د عقل ژباړنه ده.

۵۶۹-پاکي، د سپېڅلتیا پیلامه ده.

۵۷۰-مېلمستیا، د مړانې څوکه ده.

۵۷۱-پاکلمني، غوره پتمني ده.

۵۷۲-کینه، غم زېږې ده.

۵۷۳-بدي، د هلاکت نښه ده.

۵۷۴-صبر، کړاوو او مصیبت اسانوي.

۵۷۵-ادب او ښه چلن؛ نوې ګاڼې دي.

۵۷۶-ژوند، شمېرل شوې ساګانې دي.

۵۷۷-پوهه، د عقل مشال دی.

۵۷۸- سمچاري، مزبوت چار دی.

۵۷۹-(د الله تعالی) معرفت، د زړه رڼا ده.

۵۸۰-توفیق، د پالونکي د پېرزوینو یوه جذبه ده.

۵۸۱-توحید او د الله تعالی پر ایکي یو توب منښته، زړه ژوندی کوي.

۵۸۲-د الله تعالی یاد، د مینې کونجي ده.

۵۸۳-معرفت؛ پاکي او سپېڅلتیا ده.

۵۸۴-شریعت، د ځان روزنه او ریاضت دی.

۵۸۵-توکل، د حکمت کلا ده.

۵۸۶-بریا او توفیق، ړومبی نعمت دی.

۵۸۷-چوپتیا، د اند جنت دی.

۵۸۸-کینه، د بدۍ تخم دی.

۵۸۹-حق، تېره توره ده.

۵۹۰-باطل، ټګیجن غرور دی.

۵۹۱-زهد، ګټوره سوداګري ده.

۵۹۲-ښې چارې، اوچته پرهېزګاري ده.

۵۹۳-دروغ، رسوا کوونکې نیمګړتیا ده.

۵۹۴-ایمان، بریمن ملاتړ دی.

۵۹۵-نېکي، سمونپالي ده.

۵۹۶-ځانمني، د ناپوهۍ دلیل دی.

۵۹۷-قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی.

۵۹۸-کینه، د بدیو څوکه ده.

۵۹۹-کبر، خورا ناوړه عیب او نیمګړتیا ده.

۶۰۰-بې پتي، روري له منځه وړي.

۶۰۱-پتمني، د صفا او مینې نښه ده.

۶۰۲-له حق مخ اړوونکی او خاین، یو رنګ دي.

۶۰۳-منځلاري، نیم ژوند دی.

۶۰۴-تدبیر او چاره سنجونه، په ژوند کې نیمه مرسته ده.

۶۰۵-پاکلمني، غوره خوی دی.

۶۰۶-ورکړه، د نعمت کان دی.

۶۰۷-پستي او رذالت، د بدیو بنسټ دی.

۶۰۸-انصاف، د اشرافو خوی دی.

۶۰۹-شرم و حیا، له پاکلمنۍ سره مله ده.

۶۱۰-زړورتوب، نغد عزت دی.

۶۱۱-ډار، ښکاره ذلت دی.

۶۱۲-شتمني، د ګناهکارانو ځواک دی.

۶۱۳-ګناه کول، د کافرانو خوی دی.

۶۱۴-شتمني، د شهوتونو جرړه ده.

۶۱۵-دنیا، د کړاوونو ځای دی.

۶۱۶-شتمني، د هیلو ځواکمني ده.

۶۱۷-مرګ، هیلې تښتوي.

۶۱۸-عقلمن، د کمال په لټه کې دی.

۶۱۹-ناپوه او بې عقله، شتمني غواړي.

۶۲۰-هیله، له ړوندوالي سره ملګرې ده.

۶۲۱-آزار او ځورونه، دښمني راوړي.

۶۲۲- په کړاو پسې سوکالي ده.

۶۲۳-هیلې، د شیطان ښکارځایونه دي.

۶۲۴-عدالت، د واکمن ښوالی دی.

۶۲۵-عفوه، غوره ښېګڼه ده.

۶۲۶-ورکړه، د هرې شونتیا جرړه ده.

۶۲۷-عذر غوښتنه، ګواښنګرې ناصح ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!