بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غزل حمزه بابا څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعیت کا ښکلی چې راشی زلفې غونډې په هیبت کا پټ هنر دی ما ساته هر څو که پرېشان شي تا به لکه ګل د اسویلو سره عادت کا زلفې دې مغولې خوې یې سم نه شو کږې دي شپې مې پښتنې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
غزل
حمزه بابا
څوک چې پرېشانه وي تکل د جمعیت کا
ښکلی چې راشی زلفې غونډې په هیبت کا
پټ هنر دی ما ساته هر څو که پرېشان شي
تا به لکه ګل د اسویلو سره عادت کا
زلفې دې مغولې خوې یې سم نه شو کږې دي
شپې مې پښتنې دي، نه ګیله نه شکایت کا
شمع په ژړا ژړا کیسه د خندنو کړي
خدای زده چې د کومو سویو زړونو حکایت کا
ما که ستا د مخ حقله څه وکړه ښودنه
ترک به ملایان له کتابونو روایت کا
سیل د ګلو څه کړم چې نرګس ته کتی نشم
هغه هیرې شوې سترګې بیا د کتو ست کا
ډېره پېرزوېنه د ساقي نن په حمزه ده
-
ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.