امام صادق (رح) وويل: خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ګومنځې د غاښونو غوندې برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودلو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه، چې ځان ته غواړي او تا ته يې و نه غواړي. (تحف العقول) لنډه شرح : په پورتنۍ وینا کې درې مهم […]
امام صادق (رح) وويل:
خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ګومنځې د غاښونو غوندې برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودلو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه، چې ځان ته غواړي او تا ته يې و نه غواړي. (تحف العقول)
لنډه شرح : په پورتنۍ وینا کې درې مهم ټولنيز ارونه راغلي دي.
لومړې: د هرې ژبې او توکم ټول انسانان په ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي.
دويم: له ټولنې سره د وګړي او له وګړي سره د ټولنې له پیوستون څخه ټولنه جوړېږي .
درېم: د انډيوالۍ او دوستۍ يو بنسټيز آر دا دى،چې د نورو ګټو او مصالحو ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره په درنه سترګه وګوري او پر يوه ټولنه، چې دا درې آرونه واکمن نه وي؛نو دا ټولنه نه اسلامي ده او نه انساني.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com