تبلیغات

دعبادت آفتونه شيطان د انسان پخوانې دښمن دی او تل انسان ته په لار کې ناست وي،څو‏عبادتونه يې بې پايلي اوتباه کړي. شيطان چې له کومو لارو ‏ګټنه کوي،څو انسان پرې بې لاري او عبادتونه يې باطل کړى هغه دا دي: ( ١)   ريا یا ځانښکاري څوک چې د خداى لپاره عبادت نه کوي او […]

دعبادت آفتونه

شيطان د انسان پخوانې دښمن دی او تل انسان ته په لار کې ناست وي،څو‏عبادتونه يې بې پايلي اوتباه کړي. شيطان چې له کومو لارو ‏ګټنه کوي،څو انسان پرې بې لاري او عبادتونه يې باطل کړى هغه دا دي:

( ١)   ريا یا ځانښکاري

څوک چې د خداى لپاره عبادت نه کوي او دې ته ‏يې ‏‏کوې،چې د خلکو پام ځان ته راوړوي او يا هم کوم مقام ته ورسېږي؛نو دا شان انسان به د شيطان په لومه کې راګېرشوې وي او ټول عبادتونه به يې بې توی ‏ولاړ شي.کېدای شي په عبادت کې د شيطان دا لاسوهنه تر عمله مخکې په نيت کې وې او انسان خداى نږدې کېدنې ته نه پريږدي.

( ٢)   عجب اوځانمني

‏شيطان انسان په عبادت کې د ځانمنۍ لوري ته راکاږي او که کوم کار،چې د خدای پر نوم ‏پيل شوی وي؛نو د لارې په نيمه کې يې شيطان له منځه وړي او انسان په ځانمنۍ ‏اخته کوي.

( ٣)   ګناه

ګناهونه د عبادتونو ښې اغېزې له منځه وړي. يو کروندګر،چې ډېر زحمت او زيار يې ايستلې او تر ډيرو مياشتو وروسته د خپل پټي درمند راټولوي؛نو د يوغفلت له کبله کېدای شې ‏ټول درمند یې اور واخلې او هر څه يې خاورې ايرې شي.ګناهونه هم زموږ د عباداتو‏ او عملونو پر درمند ‏يو ډول اور دی او کړای شي،چې پرخاورو او ايرو يې بدل کړي.

لنډه ‏دا چې شيطان پاکې او رڼې اوبه د انسان وجودته نه پرېږدي يا هم کېداى شي تر ننوتو وروسته یې ‏‏ناولې اوچټلې کړي.

امام زين العابدين په دعاګانوکې وايي:((خدايا!ما د ځان بنده کړې ؛خو عبادتونه مې پرعجب ‏ککړ ‏نه کړې،ما عزيزکړه؛خو پرتکبر‏مې اخته نه کړې.)) (صحيفه سجاديه، شلمه دعا)

صدقه يو ډول مالي عبادت دی او د قرآن په تعبير د منت ايښوونې له لارې باطل اوتباه کېږي.د نيلګي کرل آسان دي؛خو ‏پالنه او له آفتونو ‏يې خوندي ساتل ګران دي.کله ‏ګناهونه او يا هم ناوړه اروایز ‏حالتونه ټولې نيکې لاهو کوي.په يوحديث کې راغلي، لکه څرنګه،چې په اور کې خس سوځې؛نو دا شان حسد ‏هم ‏حسنات له منځه وړي.په ‏روايت کې ‏راغلي:‏يو ځانمنی ‏عابد او يو شرمناکه فاسق دواړه جومات ته راننوتل،فاسق کس د توبې له کبله مؤمن اوصالح شو؛خوعابد د ځانمنۍ ‏له کبله فاسق شو.

له ځانمنې ‏او پېسمنۍ ‏ د ژغورنې لارې چارې

پېسمني-غرور اوعجب دعبادت له ستروآفتونو ځنې ‏دی.څرنګه کړای شو د دې حالت درملنه وکړو او يا يې مخنيوي وکړو؟د دې افتونو د درملنې او يا هم مخنيوي لپاره لاندې ټکي بايد په پام کې ونيسو.

( ١) ايا په رښتیا‏ مو عبادت کړی دی:

کله ‏انسان په ((جهل مرکب )) کې وي او داسې ګومان کوي،چې د خداى عبادت کوي،‏حال دا چې ‏پرکږه ‏روان وي او خپل کارونه ‏ورته ډېرغوره ښکاري.‏کله ناوړه کارونه هم انسان ته غوره ښکاري او ‏دا مهال ‏ابليس هم ګړندې وي.قرآن په څو آيتونو کې ورته اشاره کړې ده.

[أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَناً (فاطر/۸) – ايا نو هغه څوك چې خپلې ناوړه كړنې ورته ښکلې شوي او هغه ښې او ښكلې ويني (دهغه چا غوندې دى چې واقعيات څنګه، چې دي همغسې مومي)

[الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً– ( کهف/۱۰۴) = هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوي دي؛ خو پخپله انګېرې چې ښه كارونه كوي.

[زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ]

( ٢)   آيا عبادتونه مو قبول شوي دي؟

دعبادت او لمانځه ترټولو مهم یې ارزښت قبلېدل دي او خداى د خپلوغوره او تقوا لرونکيو بندګانو د عبادت نفقې اوصدقې قبلوي.[ قُلْ أَنفِقُوا طَوْعاً أَوْ كَرْهاً لَن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْماً فَاسِقِينَ(مايده/٥٣) – ووايه: ((كه پخپله خوښه يا ناخوښى نفقه وركړئ؛ نو هېڅكله درځنې نۀ قبلېږي؛ ځكه چې تاسې سرغړانده ډله ياست.)).]

انسان،چې د خپل عبادت له قبلېدو ډاډمن ‏نه وي؛نو ولې غره کېږي؟

( ٣)   ايا عبادتونه مو تباه شوي نه دي؟

ځينې داسې ګناهونه هم شته،چې د انسان د ټول عمر عبادتونه او لمونځونه خاورې ايرې کوې او انسان تش لاس پرېږدي.زموږ لمونځونه او عبادتونه،چې له ځينو ګناهونو سره يو ځاې دي ايا له خاورې ‏ايرې کېدو‏ خوندي تېر شوي،څوموږ پرې ‏زړه خوشحاله کړو؟

[ أُولئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (هود/۱۶) = خو په اخرت کې يواځې اور يې په برخه دى او په دنيا کې يې چې (د غير الله لپاره) څه کړي، توى ولاړل او ټولې کړنې يې باطلې او بې اغېزې کېږي.]

[ وَقَدِمْنَا إِلَى‏ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَّنثُوراً ( فرقان/۲۳) = او په ټولو کړنو يې اخته کېږو او د دوړې په څېر يې خپروو.]

( ٤)   ايا پایله به مو په خير‏ وي؟‏

د ډېرو ‏پایله خرابه وي. نېک پایلي د خداى له خوا ‏سترنعمت وي او دا نعمت ‏تل د خداى اولياوو له خدایه‏ غوښته.حضرت يوسف له خدایه غوښتي،چې ‏مسلمان مې مړ کړه: (تَوَفَّنِي مُسْلِماً – يوسف/ ١٠١)

قرآن وايي: د عقل د خاوندانو يوه غوښتنه دا ده،چې ‏له نيکانو سره دې مړه شي. (وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ – ‏آل عمران/۱۹۳)

د صراط مستقيم غوښتنه پر دې لار د تګ دعا ده ‏او په څو ځايونو ‏کې قرآن نېک پايلي ‏متقیانو ‏ته ذکر کړى ده.[وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ] (‏اعراف /١٢٨،هود /٤٩ ،قصص /٨٣)

شيطان له ډيرعبادت سره سره د خداى له درګاه وشړل شو.ډېر خلک يوعمرعبادت او لمونځ کوي؛خو په بې لارۍ کې له دنيا سترګې پټوي؛نو راته نه ښایي،چې په خپل اوسنې حالت ‏غره شو.

( ٥)   د عبادتونو او نعمتونو پرتلنه‏

موږ چې څه لرو ټول خداى راکړي. د روغتيا نعمت،غړي،امکانات او ‏روزي دا هر څه د خداى له خوا دي،د عبادت توفيق هم هغه راکړی،په نعمتونو کې یې؛ځکه ډوب يو،چې ‏نېکمرغۍ ‏ته مو ورسوي،‏‏بلنه راکوي ،لارښود رالېږي،‏هڅوي مو،وسيله ‏رالېږي،‏په هر ځای ،وخت‏ او عمر کې مو مني،تښتيدلي هم مني له بيا بيا غوښتنو‏ نه ستړی کېږي ،‏ارزانه عبادتونه مو په ګرانه بيا اخلي،‏پردې راباندې اچوي او نورې ډيرې پېرزوینې راباندې کوي.زموږ عبادتونه دهغه د نيکيو پر وړاندې په کوم حساب کې راځي؟

( ٦)   دعبادتونواوغفلتونو پرتلنه‏

عبادت مو ډير دی که غفلت او ګناه؟ قرآن څو ‏ځلې ويلي:[ فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ (تکویر/۲۶) – نو چېرې ځئ؟!]

ايا ‏زموږلمونځونه اوعبادتونه‏ کړای شي‏ د سرغړونو،تېروتنو او بې پروايیو ځاى مو ډک کړي؟امام زين العابدين په يوه دعا کې وايي:(( خدايه! ‏له واجباتو‏په دومره غفلت او ستا له قوانينو په سرغړونه،څرنګه کړای شم د مستحباتو او نفلونو له لارې تا ته درنږدې شم؟)) (صحيفه سجاديه، د شپې تر لمانځه وروسته دعا)

( ٧)   د عبادتونو او اړتياوو پرتلنه‏

عبادتونه ‏مو‏ د اخرت توخه ده ډېره اوږده او لرې لار راته پرته ده . ايا کوم عبادتونه،چې ‏کوو دهغې اوږدې لارې اړتياو‏ې به پوره کړي؟حضرت علي (ک)‏په چغو چغو وايي:(( آهْ مِنْ قِلَّةِ الزّادِ– آه چې لار اوږده او سازومان لږ دی.))

موږ د دنيا په پرتله په قبر،برزخ ، محشر او آخرت کې خداې او ‏ پيرزوینو ته یې ‏نيازمند يو.ايا ‏عبادتونه به مو هغه اړتياوې پوره کړي؟

ابودرداء وايي:((يوه شپه مې علي وليد چې د کجورو باغ ته ننوت، ورپسې ورغلم؛خوله سترګو مې ورک شو.فکر مى وکړ،چې کور ته به تللې وي؛خو دهغه چغې مې واوريدې،چې ويل يې خدايه!اه له هغه ګناه،چې ما ايره کړي؛خو تا راپسې ليکلې.اه له هغه سوځوونکي اور‏ه ….. دومره يې وژړل،چې بيهوشه شو.فکرمى وکړ چې له نړۍ ولاړ. د حضرت زهرا(ع) کور ته ولاړم،چې خبر يې کړم راته يې وويل : پرعلي‏ دا حالت د خداى له ويرې راځي. وروسته مو د علي پرمخ اوبه واچولې اوهغه راويښ شو او ما هم ډېر وژړل،على راته وويل:اى ابودرداء ما ‏ څرنګه وينې،کله چې مې په قيامت کې ‏حساب ته رابولې اوګناه کوونکي ،چې د خداى پرعذاب ‏يقين وکړي.)) (بحارالانوار، ۴۱/ ۱۲)

د خداى رحمتونو‏ ته ‏مو‏ د اړتياوو لمن خورا پراخه ده؛خو موږ پر خپلو کموعبادتونو ‏ډېرغره يو او دا د يوبل غفلت نښه ده.

( ٨) د خداى د اولياوو له عبادت سره د خپل عبادت پرتلنه ‏

زموږعبادتونه د خداى د اولياوو د عبادتونو په پرتله هيڅ هم نه دي.که څه هم،چې هغوی معصومین ول؛خو په عبادت او بندګۍ کې يې په خپل عصر کې خورا نوم درلود. موږ ټول نيمګړي يو او ‏ډېرعبادت باید وکړو. د خداى د اولياووعبادت پېژندل او ورته پاملرنه کول مو‏ پر خپلو لمونځونو او دعاګانو‏له غره کېدو‏ ژغوري،څو بيلګې يې دا دي:

پېغمبراکرم(ص) ‏د خداى دومره عبادت کاوه،چې پرځان يې ډيره سخته تېروله،څو آيت نازل شو.[ طه. مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى‏ (طه/۱،۲) = ‏طاها. موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى نازل كړى .]

امام حسن وايي:((په دنيا کې له ‏فاطمې ‏بله عابده نه و،په عبادت کې ‏ دومره ودرېده،چې پښو ‏يې اوبه پټولې.)) (بحارالانوار، ۴۳/ ۶۱)

د امام حسين لمسې ‏امام محمد باقر وايي:((امام زين العابدين ‏ د ‏علي په شان په شپه او ورځ کې زر رکعته لمونځ کاوه.هغه پینځه سوه د کجورو ونې درلودې ‏او د هرې ونې غاړې ته ‏يې ‏ دوه رکعته لمونځ کاوه.)) (بحارالانوار، ۴۶/ ۶۴)

په ‏بل ځاى کې يې داسى نقل کړ‏ي:((را ننوتم ومې ليدل،چې د پلار‏(امام زين العابدين) پښو مې اوبه پټې کړي،رنګ يې اوخوتې،سترګې سرې شوې او پرتندي يې د سجدې نښې دي؛نو په ژړا شوم،چې ما ته یې پام شو ويې وويل:(هغه پلانکې ليکنې راته راوړه ) له هغې ليکنې يې راته د ‏علي د عبادتونو په هکله لږ څه وويل او بيا يې راته وويل:(څوک دعلى په شان عبادت کړای شى؟) )) (بحارالانوار،۴۶/ ۷۵)

امام کاظم په زندان کې له سهاره تر ماسپښينه ‏په سجده پروت و.

کله چې دا سپین لمني – معصوم امامان په عباد‏تونو کې ‏پر خپلو نيمګړتياوو ‏منښته- اعتراف کوي؛نو موږ ولې بايد خپل عبادت ته غره شو.زموږ او دهغوى د عبادتونو په منځ کې د ځمکې اوآسمان واټن ‏دی ؛نو ‏ولې خپل عبادت ته غره کېږو.

 

[ سرچینه ؛ پرتوی از اسرار نماز، شیخ محسن قرآیتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست