تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د دنیا مذموم حیثیت حضرت علي (ک)، خپل زوی امام حسن (رض) ته لیکي: «له هغه پلاره یو لیک دی، چې د روزګار پر وړاندې یې ډال اچولی د مړیو په کور کې ناست او سبا به له دې کوره وکوچېږي او بل کور ته به ولاړ شي، هغه زوی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د دنیا مذموم حیثیت

حضرت علي (ک)، خپل زوی امام حسن (رض) ته لیکي:

«له هغه پلاره یو لیک دی، چې د روزګار پر وړاندې یې ډال اچولی د مړیو په کور کې ناست او سبا به له دې کوره وکوچېږي او بل کور ته به ولاړ شي، هغه زوی ته چې د یو ناموندونکي څیز په لټه کې دی، د ناروغیو تر بریدونو لاندې دی او د کړاوونو نښځی، د دنیا بنده او د غرور سوداګر دی، د غمونو مل، د مرګ او ناروغی پوروړی، شهواتو له پښو راغورځولی او د مړیو ځایناستی دی…»

دا ځانګړنې حسن (ستاینه) او قبح (غندنه) نه رانغاړي

دا دهغو ځانګړنو ټولګه ده، چې حضرت علي(ک) خپل زوی ته ور په ګوته کړي. دا ځانګړنې ستاینې او غندنې یا مدح و ذم يا تحسين و تقبيح نه رانغاړي؛ بلکې له ستاینو او غندنو نږه ځانګړنې دي، د انسانانو واقعي وصف الحال دی، چې د ژوند په منګولو کې راګېر شوی او په نړۍ کې اوسېږي.

همدغسې دا ګردې ځانګړنې په عین حال کې چې علي (ک) خپل سکه زوی ته ور په ګوته کړي، ټولو ته هم دي. او چاته په دې وینا کې د پړې ګوته نیول شوې نه ده؛ بلکې په دې لیک کې د انسانانو د ژوند هېر شوي او پریښوول شوي اړخونه په حق غټ ښوول شوي او د انسانانو مخې ته یې ورایښي دي. د دنیا او غولونې په اړه یې، ډېرې خبرې کړي دي. علي (ک) په دې لیک کې چې خپل زوی د «غرور سوداګر» یاد کړی، مطلب یې ددې دنیا ژوند او معیشت ته پاملرنه ده.

د دنیا مذموم حیثیت

په لنډو یې وایو، موږ له دوو دنیا سره مخ یو: یوه یې، بهرنۍ نړۍ ده، چې خدای پنځولې او د خدای د ګردو مخلوقاتو په څېر ښکلې او مطلوبه ده. دا دنیا، واقعي دنیا ده چې مهمترینه ځانګړنه یې کښت والی دی. هیچا له راکړای شوي کښت سره دښمني ته نه یو رابللي. دا دنیا زموږ پانګه او سوداګر خونه ده – «متجر اولیاء الله» او د آخرت کرځی دی. او هیڅ بزګر یې له کښته سره دښمنی او هیڅ سوداګر یې له پانګې او مال التجاره سره غلیمتوب ته نه رابولي. څه چې مذموم دي، ددې ځانګړنې هېرونه ده؛ یعنې دا چې څوک کښت وویني؛ خو بل څیز یې وګڼي؛ نو ځکه د کرلو پر ځای یې پلوري او یا پر سر یې تنافس (سیالۍ) او تکاثر (ویاړنې) ته راپاڅي، یا دا چې پکې د کار کولو په برخه کې ناغیړي او لټي کوي او د علي (ک) په تعبیر د توښې اخستو پر ځای، توښه ورته چمتو کوي او دا  ړانده دي.

رحمان بابا وايي:

هم هغه به یې خرمن وي پس له مرګه

هر چه کاندي زراعت په دا دنیا

البصير منها متزود و الاعمى لها يتزود  (ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح؛۸ټ/ ۲۷۵مخ)

« سترګور ترې توښه اخلي او ړانده توښه ورته چمتو کوي»

دا د رټنې ده چې څوک پانګه او مال التجاره ولري او د حلالې سودا پر ځای، حرامه سودا وکړي، که نه په خپله سوداګري، کښت و کار، کرنه او پانګه درلودل د رټلو نه دي؛ نو ځکه دنیا چې خدای پیدا کړې او ورسره یوه مینه یې هم د رټنې نه ده او بلکې کار پکې کول، مطلوب او عین عبادت دی.

مذمومه دنیا، غرور زیږې نړۍ ده

ممسوخ (بدرنګه)، معوج (کږه وږه) او موهومي دنیا مذموم او منفوره ده، چې واقعي ځانګړنه یې ترې سلب او لرې کړای شوې او نا سمه او ناواقعي ځانګړنه پرې لاسوند شوی ده. له دغسې دنیا سره مینه غندل شوې. امام زین العابدین په تعبیر: «الدنيا دنياء ان، دنيا بلاغ و دنيا ملعونه – دنیا دوه دنیاوې دي، د کفاف (بساینې) دنیا او ملعونه دنیا» ( اصول کافي،۲ټ، پنځم کتاب، ۶۱باب، یوولسم حدیث)

واقعي نړۍ ته مو د راتګ او پکې د اوسېدنې لازمه یو ډول غولونه، غفلت او غرور دی. موږ بیخي له خپلو لاسونو او پښو د غولونې پړی پرانستای نشو؛ نو ځکه په دې مانا موږ ګرد انسانان د دنیا بندګان او د غرور سوداګر یو.

رحمان بابا وايي :

دهغه جهان سودا واړه دلې دي

که څوک کاندي تجارت په دا دنیا

د «غرور» مانا او له «دنیا» سره یې تړاو

«غرور» د غولېدنې پر مانا ده او موږ یې چې د «تکبر کولو» په مانا کاروو؛ نو دا سمه نه ده.

هو دا دنیا، د خپل جوړښت له مخې یې غولوونکې ده او موږ هم د خپل جوړښت له مخې په دنیا کې غولېدوونکي یو؛ نو ځکه له دې اړخ څه پړه راباندې نشته، چې د غرور تاجران او د غولونې سوداګران یو: غولونه پېرو او غولونه پلورو او د عمر تر پایه په دې راکړه ورکړه اخته یو. البته پاکان او مخلصین، ورو ورو د غرور او غفلت پردې څیروي او د چارو له حقایقو او بواطنو سره ډېر اشنا کېږي؛ خو د دنیوي ژوند او معیشت له غرور او غفلته پاکېدای نشي، په دې مانا موږ د غرور سوداګر یو.

« د غرور سوداګر» مفهوم له قرآنه اخستل شوی. زموږ عارفانو هم په  دې اړه ډېرې خبرې کړې دي او د دین مخکښانو هم په اړه یې ټینګار کړي دی.

په روایاتو کې د «دارالغرور» تعبیر

په روایاتو کې هم د «دارالغرور» تعبیر راغلی دی. د رمضان د اوه وېشتمې شپې (چې د یو روایت له مخې د قدر له شپو ده) په دعا کې راغلي:

اللهم ارزقنى التجافى عن دار الغرور و الانابه الى دار الخلود. و الاستعداد للموت قبل حلول الفوت

« خدایه! له دار الغرور څنډې کېدل او دار الخلود ته ور مخېدل مې را پر برخه کړې….»

علي(ک) په بل ځای کې وایي:

الا و ان الدنيا دار غداره خداعه

« پوه شئ چې دنیا یو غولوونکی او ټګیجن کور دی» (بحار الانوار: ۷۷ټ،۳۴۷مخ)

او هم:

اتقوا غرور الدنيا فانها تسترجع ابدا ما خدعت به من المحاسن  (غرر الحکم)

«ځانونه د دنیا له غروره وساتئ، چې په پړوق و پړوق (مو) غولوي او روسته یې اخلي»

او هم

عرور ما فيها، فانيه من عليها لا خير فى شى من ازوادها الا التقوى (نهج البلاغه:۱۱۱مه خطبه)

دنیا ډېره غولوونکې ده، اوهر څه پکې ټګي ده او ورباندې هرڅه، فاني او ناپاتې دی. بې له تقوا په یوې توښې کې یې هم خیر نشته»

* په قرآن کې د «غرور» تعبیر

په قرآن کې هم د «دار غرور» تعبیر راغلي او دنیا غرور زیږې ګڼل شوې ده:

وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاء أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ (حدید:۱۴آیت)

په قرآن کې نړی ته ددې ډول غولونو لاسوندونه لږ نه دي. په قرآن کې راغلي چې د دنیا متاع (ګټه) د غرور ګټه ده، دنیا غرور پلورې ده: الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ (حديد/۲۰)

له بیخه په دنیا کې ژوند د غرور له جنسه دی او کار یې عین غولول او زموږ کار پکې عین غولېدل دي.

رحمان بابا وايي :

د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کړي

هر چه کاندې کاروبار د دې دنیا

خدای د دنیا متاع ته د غرور متاع ویلې او په عین حال کې همدا متاع یې «قلیل= ډېره لږه» هم ښوولې ده. همدا لږه متاع، لویې لویې چلونه رادبره کوي. په مقابل کې، خدای حکمت ته «خیر کثیر= ډیر خیر» ویلی (امام فخر رازي په خپل تفسیر کې دې تقابل او مخامخېدنې ته اشاره کړې ده) په واقع کې دا هم د دنیا یو ډول چلوټه ده، چې انسانان ډېر چار لږ او لږ ډېر بولي؛ یعنې په دنیا پسې ورځي چې متاع او ګټه یې ډېره لږه ده؛ خو هغه حکمت ته چې د قرآن په تعبیر «خیر کثیر» دی، دومره ورباندې نه ورځي.

دا دنیا مو د خدای په باب هم مو غولوي. یوه پوښتنه چې قرآن اوڅار کړې او زموږ پام یې وراړولی، همدا ده چې:

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ  (الانفطار/۶) = انسانه ! ته څه شي د خپل لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟!)

 الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ(الانفطار/۷) = هغه خداى،چې ته يې پيدا كړې او ستا (غړي يې) سم كړل او(بيا يې) په انډول كړې،

 فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاء رَكَّبَكَ (الانفطار ۸ ) = چې  په هره بڼه يې خوښه شوه،ته يې جوړ کړې.

څه لامل شو چې ته خدای ښه ونه پېژنې او اپوټه انګېرنه ترې ولرې؟ په ډاګه ده چې خدای دا پوښتنه په دې موخه نه اوڅاروي چې ځواب یې را نه زده کړي؛ بلکې راته وایي چې ولاړ شئ او لټه وکړه، چې کوم څېزونه ستاسې د غولونې لامل شوي او ددې غولونې علتونه ولټوئ؛ نو ځکه مغرورېدل د هغو کسانو شان او حالت دی چې په دنیا کې راګېر شوي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست