تبلیغات

ځينې ديني پوښتنې فرض دي او ځواب ورکول يې هم فرض دي؛خو ځينې پوښتنې حرامې دي سره له دې،چې ديني عنوان لري او ورته ځواب ورکول او وخت پرې ضايع کول هم حرام دي.قرآن کريم په ډاګه وايي: په څه،چې نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ. ((فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ(نحل/٤٣)= که نه پوهېږئ؛نو پوهان […]

ځينې ديني پوښتنې فرض دي او ځواب ورکول يې هم فرض دي؛خو ځينې پوښتنې حرامې دي سره له دې،چې ديني عنوان لري او ورته ځواب ورکول او وخت پرې ضايع کول هم حرام دي.قرآن کريم په ډاګه وايي: په څه،چې نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ.

((فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ(نحل/٤٣)= که نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ.))

سره له دې،چې ځينې پوښتنې په ديني نوم کېږي؛خو په قرآن کې ترې منع شوي يو.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ . قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُواْ بِهَا كَافِرِينَ (مائده/١٠١،١٠٢)=مؤمنانو ! د داسې څيزونو پوښتنې مه كوئ، چې كه (ځواب يې ) درښكاره شي؛ نو تاسې به خپه كړي او كه د قرآن د نازليدو پر وخت د هغوى په باب پوښتنه وكړئ؛ نو تاسې ته به څرګند شي.خداى ستاسې له هغو (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او خداى ډېر بښونكى (او) زغمناک دى . له تاسې مخكې (هم) يوې ډلې همدغسې پوښتنې كړې وې او بيا يې ورسره مخالفت پيل كړ (ممكن تاسې هم پر دغسې برخليك اخته شئ .))

د پوښتولو غريزه

د پوښتولو غريزه په انسان کې لومړنۍ غريزه ده او د انسان د فکر د ودې ښکاروندوى ده.پوښتنه هله د انسان ماغزوه ته راځي،چې په يوه چاره کې شک وکړي،چې دا په خپله يو ډول فکري وده ده.څاروى شک نه کوي؛خو نه ددې لپاره،چې تر شک پورته پوړ؛يعنې ډاډ ته رسېدلى وي؛بلکې تر شک په لاندېني پوړ کې دى. ډېرى انسانان هم تر شک په لاندې پوړ کې دي؛نه تر شک په پورته پوړ کې.

ماشوم له درې کلنۍ او کله هم مخکې تر دې عمره پوښتل پيلوي او د چاپېريال د څيزونو په اړه پوښتي،چې د ماشوم پام يې ځان ته رااړولى دى او تل پوښتي،چې دا څه دي او څه کار کوي؟ ارواپوهان درې کلنۍ ته د پوښتلو عمر وايي.

د ماشوم له پوښتنې سره د موروپلار او ښوونکيو د مخېدو څرنګوالى د روزنې يوه مهمه مسئله ده؛البته بايد ددې غريزې مخنيوى ونشي او بايد ماشوم ته د پوښتنې په ځواب کې دروغ هم و نه ويل شي او د ماشوم د پوهې هومره ځواب ورکړ شي،چې همدا مسئله د زړو انسانانو پوښتنو ته هم نوموتې ده او هغوى هم بايد په ((چوپ شه ! په تا پورې اړه نه لري! ماغزه دې کار نه کوي! ته په دې خبرو نه پوهېږې!)) و نه ځوابوو؛خو په دومره توپير،چې زوړ انسان ته لارښوونه کړاى شو،چې د ځينو پوښتنو له نوموتولو مخنيوى وکړي.

پوښتنه هله پيدا کېږي،چې بشر ته مجهول رامخې ته شي،يو خوا په دې مجهول نه پوهېږي او بلخوا پوهېږي،چې مجهول لري؛يعنې په خپله ناپوهۍ پوه شوى دى؛نو پوښتنه کوي او که مجهول ورته معلوم وي؛نو نه پوښتي او که هغه مجهول ورته واقعاً مجهول وي او په خپله بې خبرۍ او ناپوهۍ خبر نه وي؛نو بيا هم نه پوښتي؛نو ځکه ډېرى پوهان وايي: د ساه کښو په پرتله د انسان ستر امتياز دادى،چې ناپوهي يې بسيطه ده؛يعنې کړاى شي،په خپله ناپوهۍ پوهه ولري او پوه شي،چې نه پوهېږي؛نو په پايله کې پوښتنه،پلټنه او څېړنه کوي؛خو د څارويو ناپوهي مرکبه ده؛يعنې په څه چې نه پوهېږي؛نو نه پوهېږي، چې نه پوهېږي؛نو نه پوښتي؛نه پلټنه کوي او نه څېړنه.

پوښتنه د پوهې کونجي ده

پوښتنه د پوهې کونجي ده. په دې هکله امام محمد باقر (رح) وايي: (( الا ان مفتاح العلم السوال= پوښتنه د پوهې کونجي ده.))

بيا امام دا شعر وليکه:

شفاء العمى طول السوال و انما تما العمى طول السکوت على الجهل

د باطني ړوندوتوب شفا داده،چې څوک په څه نه پوهېږي؛له پوښتلو يې و نه شرمېږي او تر ټولو سخت باطني ړواندوالى هغه دى،چې يو انسان په څه نه پوهېږي او د شرم له امله يې نه پوښتي.

د يو څېړونکي دنده پلټنه او څېړنه ده او د يو زده کوونکي او محصل دنده داده،چې خپلې ستونزې له هغه چا په پوښتلو هوارې کړي،چې څېړنه او پلټنه يې کړې وي او بې له دې بله هېڅ چاره نه لري،چې له ښوونکي مرسته او لارښوونه وغواړي. رنځور له رنځورپوه لارښوونه غواړي.

د څه پوښتنه؟

سره له دې،چې پوښتنه کول ښه دي او د انسان د فکر او ودې ښکاروندى ده،د يو بل څيز سريزه ده : يا د څېړنې سريزه ده او يا د عمل.

ځينې وګړي د يوې علمي،تاريخي يا ديني موضوع د څېړنې په تکل کې دي؛نو ناچاره دي،چې هغوى وپوښتي،چې په دې هکله معلومات لري.د زده کړې لپاره د زده کوونکي پوښتنه هم داسې ده.

کله د پوښتنې علت د عمل زده کړه وي؛لکه له رنځورپوه د رنځور پوښتنه.

که پوښتنه د علمي څېړنې يا عملي لارې سريزه نه وي؛نو يوازې د يو څيز مجهولوالى ورته بسيا او جواز نه دى؛ځکه د بشر مجهولات خورا ډېر دي. له هماغې ورځې،چې بشر وده او تميز پيدا کوي؛ په شاوخوا کې د استفهام يو لړ نښې ويني او ورځ پر ورځ يې شمېر ډېرېږي او که د يو په ځواب بريالى شي؛نو لس نورې ورته پيدا کېږي. واقعي علماء تر هر چا ډېر ځان ناپوهه ګڼي؛ځکه هر څومره،چې د مجهولاتو پر رابرسېرنې بريالي کېږي؛د مجهولاتو شمېر يې ډېرېږي او د واقعي عالم د پوهې وروستى بريد پر خپله ناپوهۍ منښته ده.

که انسان د هر څه وپوښتي؛نو يو ځاى ته به هم و نه رسي.بايد د انسان پوښتنې اړينو او ګټورو چارو ته متوجه وي.يا بايد علم ته متوجه وي يا عمل ته.

په پوښتولو کې افراط و تفريط

کله داسې خلک پيدا کېږي،چې کار يې يوازې په ديني چارو پورې اړوند پوښتنه کول دي او په خپل آند غواړي د هر څه په څومره والي،څرنګوالي او ځانګړنو پوه شي؛خو له دې غافل دى،چې بشر هېڅکله د طبيعت مشهوداتو او محسوساتو په اړه نشي کړاى پوره معلومات لاس ته راوړي،دين خو لا پرېږده،چې له طبيعت هاخوا يې سرچينه ده او ځينې په تفريط کې دي،ناغېړي او لټي کوي او د څېړنې او پلټنې روح ترې اخستل شوى دى، ان د تر ټولو لازمو چارو پوښتنه هم نه کوي.ځينې خلک له پوښتنې داسې تښتي؛لکه هندو،چې له کلمې تښتي؛ځکه پوښتل په خپله ناپوهۍ منښته ده او دا يو ډول خواري او ذلت ګڼي او په همدې ګروهه ټول عمر په تپو تيارو کې تېروي،حال دا چې يو انسان،چې پر څه نه پوهېږي؛نو هغه دې وپوښتي،چې پوهېږي، که څه هم پوه ترې کشر،مشر او کم شانه او عالي شانه وي .

په ديني ښوونو کې هغه ناپوه خورا رټل شوى،چې نه پوهېږي او پوښتنه او زده کړه هم نه کوي او ويل شوي،چې عالم بايد خپله پوهه پکار واچوي او ناپوه هم بايد له پوښتنې،چې يو ډول خاکساري ده،ډډه و نه کړي؛بلکې بايد ووياړي،چې د زده کړې په حال کې دى.

منځنى بريد دادى،چې لومړى انسان تشخيص کړي،چې کومه پوهه ورته پکار او شونې ده او کومه پوهه ورته پکار نه ده او ناشونې ده او د هغه څه پوښتنه او زده کړه وکړي،چې پوهه يې ورته پکار ده.

امام باقر وويل : حديث مې،چې درته راوړ؛نو و مې پوښتئ،چې له قرآنه شاهد درته راوړم؛يعنې څه چې وايم،بايد له قرآن سره اړخ ولګوي.يو وخت يې وويل: پېغمبر اکرم (ص) له درېو څيزونو منع کړي يو : بېځايه خبرې او ويينې،په شتمنۍ کې اسراف او افساد او درېم ډېرې پوښتنې. وپوښتل شو: امامه ! دا درې خبرې د قرآن په کوم ځاى دي؟ امام وويل : ((لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/١١٤)= او د هغوى په ډېرو پټو خبرو(مشورو) كې څه خير او ګټه نه وي؛ خو كه څوك ( له دې لارې) له نورو سره د مرستې لارښوونه وكړي يا د نيك كار او د خلكو د ا صلاح كولو لپاره څه ووايي (؛نو دا ښه خبر ه ده ) او څوك چې د خداى د خوشحالولو لپاره داسې وكړي؛ نو ستر اجر به وركړو .))

په دې آيت کې له “تا ويلي ما ويلي” او چټي خبرو منع شوې ده.

((وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا(نساء/٥) او خپل مالونه، چې خداى درته د (ژوند) د سمبالښت او جوړښت وسيله كړي دي،بې عقلانو ته مه سپارئ؛ خو د مال له (عوايدو) د خوراك او اغوستن لپاره وركړئ او خوږې پستې خبرې ورسره وكړئ .))

په دې آيت کې سره له دې،چې موضوع د بې عقل شخصي مال دى؛خو د ((اموالکم)) په ټکي تعبير شوى دى؛دې خبرې ته اشاره ده،چې د هر چا شخصي شتمني سره له دې،چې شخصي يې ده؛يو ډول په ټولنې پورې هم اړوند ده او ټولنه هم په دې شتمنۍ کې برخه لري او د ټولنې د حق له امله دي،چې څوک په خپله شخصي شتمنۍ کې د اسراف حق نه لري؛نو په دې آيت کې د مال له اسرافه منع شوي يو.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُواْ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللّهُ عَنْهَا وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ (مائده/١٠١)= مؤمنانو ! د داسې څيزونو مه پوښتئ ،چې كه(ځواب يې ) درښكاره شي؛ نو تاسې به خپه كړي او كه د قرآن د نازلېدو پر وخت د هغوى په باب پوښتنه وكړئ؛ نو تاسې ته به څرګند شي. خداى ستاسې له هغو (بې ځايه پوښتنو) تېر شو او خداى ډېر بښونكى (او) زغمناک دى.))

په دې آيت کې له يو لړ پوښتنو منع شوي يو.

نو دا سوليزه-منطقي ده،چې اسلام له ډېرو پوښتنو او داچې وخت مو په پوښتنو تېر کړو،منع کړي يو. بلخوا سپارښتنه کوي،چې د هغه څه له پوښتلو به نه شرمېږئ ،چې درته پکار او ګټور دي او پرې نه پوهېږئ.

دين يو لړ اصول او ګروهې لري،چې هر څوک بايد نېغ په نېغه پکې څېړنه او پلټنه وکړي او که څوک په دې لار کې د څېړنې تږى وي؛نو خداى به يې لاسنيوى او لارښوونه وکړي.

همداراز دين يو لړ اخلاقي او ټولنيزې ښوونې لري،چې هرڅوک يې بايد زده کړي او هم سپارښتنې لري،چې زده کول او پوښتل يې اړين دي.

((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (عنکبوت/٦٩)= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.))

 

سرچینه : بیست ګفتار، استاد مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!