د اديانو ثابتې پوهنې: الهي اديان ډېر ګډ ټکي لري ،چې ځينو ته يې لنډه کتنه لرو: ١_توحيد: ټولو الهي اديانو خلک توحيد ته رابلل : ((اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ)) (٢٣) او ټولو الهي اديانو له شرک،بوت لمانځنې او طاغوت سره مبارزه کړې وه . ((أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ)) (٢٤) . […]
د اديانو ثابتې پوهنې:
الهي اديان ډېر ګډ ټکي لري ،چې ځينو ته يې لنډه کتنه لرو:
١_توحيد:
ټولو الهي اديانو خلک توحيد ته رابلل : ((اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ)) (٢٣) او ټولو الهي اديانو له شرک،بوت لمانځنې او طاغوت سره مبارزه کړې وه . ((أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ)) (٢٤) .
٢_نبوت :
ټولو الهي اديانو انسانان له الهي پېغمبرانو لاروۍ ته رابلل،چې د کړنو سرچينه يې الهي وحې وه .
٣_معاد :
ټولو اسماني اديانو انسانان د قيامت له ورځې او له برنامو يې خبر کړي ول.
٤_عبادت:
په ټولو اديانو کې د لمانځه فريضه د لمر په څېر ځلېدلې ده .
حضرت ابراهيم خليل الله (ع) وايي :(( رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ))؛يعنې خدايه ! ما له لمونځ کوونکيو وګرځوې.
د قوم بې لارو يې حضرت شعيب (ع) ته وويل : ((أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا )) (٢٥)؛يعنې ايا ستا لمونځ تا ته امر كوي،څه چې زموږ پلرونو لمانځل (؛نو) موږ يې پرېږدو.
حضرت عيسى روح الله (ع) په زانګو کې وويل : ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ)) (٢٦).
٤_روژه :
روژه په ټولو الهي اديانو کې وه : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، چې پرهېزګاران شئ.)) (٢٧)
٥_جهاد:
قرآن شريف د انبياوو د جهاد په هکله وايي :((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ)) (28).
٦_حج :
خداى حضرت ابراهيم ته وايي : ((وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ = او خلك حج ته راوبوله،چې هغوى تا ته له هرې لرې لارې پلي او پر ډنګرو اوښانو سپاره راشي .)) (٢٩)
٧_زکات :
زکات يوازې په اسلام پورې ځانګړېى نه دى . حضرت عيسى وايي : ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا)) (٣٠).
لقمان حکيم خپل زوى ته وايي : ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ )) (٣١)؛يعنې يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه .
دا ول د الهي اديانو يو لړ ګډ ټکي او؛لکه څنګه چې په الهي اديانو کې ګډ ټکي او توپيرونه شته ؛نو په هر دين کې هم ثابت او متغيير احکام شته .
ثابت احکام بدلون نه مومي؛خو متغير احکام د مصالحو له مخې د بدلون وړ دي ؛لکه جګړه او سوله .
دلته به د متغييرو احکامو دوو بېلګو ته اشاره وکړو : حضرت علي د خپل حکومت پر مهال پر اسونو هم زکات ټاکلى و او د ځينو نيوکو په ځواب کې يې ويل : سږ کال نشتمن ډېر دي او د بيت المال درامد هم لږ دى؛نو د اسونو خاوندان هم بايد زکات ورکړي .
هغه مهال،چې امام کاظم بندي و؛نو داچې لارويان يې و نه پېژندل شي او له کړېدو خوندي وي؛نو خمس يې وروباښه. د امام تر شهادت وروسته ځينو له امام رضا وغوښتل،چې خمس دې د پخوا په څېر وبښل شي؛خو امام ورته وويل : خمس د بښنې وړ نه دى او که زما پلار بښلى و؛نو هغه ستاسې د ځان ژغورلو لپاره ول.
نړۍ ليد:
نړۍ ليد؛يعنې له نړۍ ټوليز تفسير. ځينې،چې هستۍ ته ګوري؛نو د موخې،شعور،نظم او حساب و کتاب خاونده يې ګڼي ،چې دې نړۍ ليد ته ((الهي نړۍ ليد)) وايي .
خو ځينې ګومان کوي،چې هستي له پخوا طرح او برنامه شعور او موخه نه لري،چې دې ډول نړي ليد ته ((توکيز نړۍ ليد)) وايي . ددې دواړو نړۍ ليدونو توپير روښانه دى. که هستي بې له کومې طرح ،برنامې او موخې وي؛نو ما ته هم د نظم د منلو او د محدوديتونو د زغملو دليل نشته .
يوازې په الهي نړۍ ليد کې کړاى شو مسئوول او متعهد انسان وسو. ګروهه او نړۍ ليد مو پر کړنلارو او ټاکنو اغېز لري .
د پوهې مقام :
لکه څنګه چې د کړنو ريښه مو په نړۍ ليد کې ده؛نو زموږ نړۍ ليد هم زموږ له پوهې او پېژندنې ريښه اخستې ده؛يعنې د نړى ليد ټاکنه په پوهې او پېژندګلو پورې تړاو لري .
د نورو موجوداتو په پرتله د انسان غوراوى،د پوهې له نعمته برخمنېدل دي. همدومره بس،چې لوى خداى په قرآن شريف کې په ډېرو آيتونو کې “پېژندګلو” او “معرفت” ته رابللي يو او قرآن شريف هغوى په سخته غندلي او رټلي،چې اندنه ،تعقل او تدبر نه کوي .
-
ټیګونه:
- د اديانو ثابتې پوهنې