تبلیغات

د ارامش زايران څو ورځې مخکې مى يو ملګرى وکوت،چې بستري و، ډېر يې حيران کړم . هغه د مفصلونو روماتېزم درلود،چې د روغتيا لپاره يې هيله نه وه؛خو اوس روغ رمټ او خوشحاله و،هغه له يوه لرې ښاره پر موټورسايکل دلته راغلى و او دې سفر ورته خورا خوند ورکړى و او غوښتل يې […]

د ارامش زايران

څو ورځې مخکې مى يو ملګرى وکوت،چې بستري و، ډېر يې حيران کړم . هغه د مفصلونو روماتېزم درلود،چې د روغتيا لپاره يې هيله نه وه؛خو اوس روغ رمټ او خوشحاله و،هغه له يوه لرې ښاره پر موټورسايکل دلته راغلى و او دې سفر ورته خورا خوند ورکړى و او غوښتل يې تر شلېدو مخکې شمالي سيمې هم وګوري . هغه وويل : د ناروغۍ د درمل لپاره ډېرو ډاکټرانو ته تللى وم،چې ډېر يې متخصصان هم وو؛خو ناروغي به مې تر پخوا هم بدېده پر دعا کلک ګروهمن و؛نو له خداىه يې وغوښتل،چې روغتيا ورکړي؛دومره ناروغ شو، چې خورا کمزورى شو؛نو يوه ورځ يې احساس وکړ،چې له دې کارونو هېڅ ځاى ته نه رسي. تردې وروسته يو ډاکټر ته هم ولانړ او هېڅ درمل يې و نه خوړل ان د خداى درشل ته يې هم د روغتيا لپاره دعاپرېښووه او هوډ يې وکړ،چې له خداىه هېڅ ماديات و نه غواړي؛بلکې له “هغه” يې يوازې مينه وغواړي . حال داچې اوښکې يې تويولې چغې يې کړې : خدايه ! ددې مات او نهيلي زړه محبوبه ! يوازې “ستا” مينه مې په کار ده . ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې خداى يې دعا قبوله کړه او خپله مينه يې وروښووله . دسترګوپه رپ کې يې وليدل ،چې هغه څه چې ورته راپېښ شوي وو، د خداى په مهربان واک کې وو. د هرې ورځې دردونه او غمونه يې د پروګرام له مخې وو، دا د هغه ذات پروګرام دى،چې له دې سترې هستۍ سره خورا مينه کوي .

دې کشف او شهود دومره له ښادۍ ډک کړ،چې د روغتيا د لاس ته راوړو اوددې نوې تجربې د لاسه ورکولو پر ځاى يې غوښتل،چې په همدې حالت کې په روغتون کې بستري پاتې شي . هغه هره ورځ رغېده او دلاسه ورکړې روغتيا يې ګوتونه راوړه . اوس چې هر چېرته ځي؛نو له ټولو غواړي،چې له خداىه ماديات مه غواړئ؛بلکې يوازې ترې يې مينه وغواړئ .

حضرت عيسى وويل : لومړى د خداى مينه وغواړئ ؛نو هله به هر څه ستاسو وي .

د خواشينۍ خبره خو داده،چې موږ يوازې په ځمکني ګټو پسې يو او څومره هم،چې ورپسې ورځو، راڅخه لرې کېږي او که ګوتو ته مو راوړل؛نو پوه به شو،چې داهغه څه نه دي، چې زما د يوازې زړه ټکور وي . خپل تېر وخت ته يوه کتنه وکړئ،چې څه مو لاس ته راوړي دي ؟ موږ تل په پرله پسې سيورو پسې يو . دا دنيا د سيوري سيورى او موږ ددې دنيا په سيوري پسې ځو . دنيوي ښکلاګانو ډېر زړونه تېرايستلي دي او د تورتم پرده يې پرې اچولې ده . داښکلا ګانې يوازې يو سيورى دى . هغه ځواک،چې ډېر شريف ځانونه يې سر مست کړي دي،يوازې سيورى دى . تجمل او جلال سيورى دى .سره او سپين زر سيوري دي،خوشحالي او نېکمرغي سيوري دي،وياړنې او ستروالى سيورى دى . داهېڅ يو به موږ ته ارامش رانه کړي؛ارامش په هغه څه کې نه دى،چې ځمکه يې راکوي او بېرته يې غواړي،له بدمرغيواو ستونزوسره د جګړې له لارې لاس ته نه راځي. هله به ارامش رانازل شي،چې ځان د خداى په ستر ارامش کې ورننباسو،د خداى په ارامش کې ورننووتل؛يعنې ارامېدل او چوپ درېدل ،په هماغه ځاى کې،چې يو .

يوه ورځ يو لوسه توره پر لاس غل په “بودا” پسې شو،غل په خپل ټول ځواک ورپسې و او “بودا” ترې مخکې و، چې بالاخره غل له لرې ورغږ کړ : راهبه ! ارام شه . بودا بې ځنډه ځواب ورکړ: زه ارام يم ،ته ارام شه او يو بل يې چې وليدل ؛ نو بودا وپوښتل: د ارام درېدو مانا څه ده؟ دې خبرې پر غل دومره اغېز وکړ،چې د بودا له مريدانو ځنې شو،چې خورا ارامش يې لاس ته راووړ .

زموږ پېر د فعاليت پېر دى،زموږ سخت مشغول يو او په خواشينۍ،چې خوښ يو فعال او د لوړ مقام خاوندان شو ؛ خو زموږ دا عمل په واقع کې زموږ د ترورتيا اوکله له منځه تللو لامل ګرځي؛د خپل ګاونډي پوښتنه نه کوو او ان دخپل ځان پوښتنه هم نه کوو؛نو پکار ده،چې غلي او ارام ودرېږو. کلونه مخکې،چې په کراچۍ کې وم،غوښتل مې لامبو زده کړم؛نو د لامبو يو استاد ته ورغلم او د لامبو پر زده کړه مې لاس پورې کړ؛ اوبو ته ورننووتم او پښې او لاسونه مې وهل څومره مې،چې پښې وهلې؛نوهومره په اوپوکې ډوبېدم ، دومره ټوپونه او پښې لاسونه مې ووهل،چې له پښو وغورځېدم،هڅى مې هېڅ ځاى ته و نه رسېدې؛نو مهربان ښوونکي راغى،و يې ويل : “بچيه ! پښې لاسونه مه ووهه ، پرېږده، چې اوبه دې يوسي،خپل ځان اوبو ته وروسپاره” همدا کار مې وکړ او ځان مې اوبو ته وسپاره او څومره خوشحالونکې تجربه وه .

د ژوند په اقيانوس کې تل پښې لاسونه وهو،له پېښو سره جنګېږو،د بدمرغيو پر وړاندې جنګېږو،د خواشينۍ خبره خو داده،چې ځان اقيانوس ته نه ورسپارو،د خداى اراده او غوښتنه نه منو او د خداى اراده او غوښتنه منل؛يعنې داچې موږ هېڅ يو او يوازې “هغه” هر څه کوونکى دى او د ژوندپه ټولو پېښو کې ښېګڼه او خير دى او څومره،چې دا باور ډېر وروزو او پرې تکيه وکړو؛نو هومره به مو ذهن او زړه ارام وي او په تدريج به د خداى په حضور کې په ارامش کې مېشتېدل لاس ته راوړئ .

پخوا يو شتمن سوداګر و،چې له مالوچو ډک يو ګودام يې درلود،يوه ورځ د خپل کار په ځاى کې ناست و،چې ناڅاپه يې يو کارکوونکى راننووت،حال داچې رپ پرې لګېدلى و، و يې ويل :صېبه ! ولاړو غرق شو . همدا اوس خبر را ورسېد،چې ګودام مو اور اخستى دى او ايره شوى دى . سوداګر ددې خبر په اورېدو ديوې شېبې لپاره سترګې پټې کړې او بيا يې وويل : خدايه ! ستا شکر! ټولې چارې له خير،رحمت او ښېګڼې ډکې وي او پر خپلو نورو چارو بوخت شو؛ته وا هېڅ هم نه ول شوي . خبر راوړنکى د سوداګر دې پراخې او سړې سينې ته حيران پاتې شو . په هغه وخت کې د بيمې شرکتونه هم نه وو او دې اور لګېدو د ميليونونو ميليونونو سکو تاوان درلود، يو ساعت وروسته هماغه کارکوونکى په خندا دې سوداګر ته راغى او ورته يې وويل: همدا اوس خبر راورسېد،چې هغه خبر غلط و و او زموږ د ګودام تر څنګ يو بل ګودام اور اخستى و او او زموږ ګودام ته اور نه دى رسېدلى . سوداګر يو ځل بيا خپلې سترګې بندې کړې،و يې ويل : خدايه ستا په ټولو چارو کې خير، رحمت ښېګڼه او بښنه وي .

دا سوداګر د خداى په حضور کې په ارامش کې د اوسېدو پر ماناپوهېده اولکه څنګه چې ښکاري دا چار دومره هم اسان نه دى؛خو انسان،چې څومره مخکې ځى او سر يې خلاصېږي؛نو پوهېږي،چې موږ هېڅ هم نه يو او پر خپله خوښه هېڅ کار هم نه شو کولاى او هر څه د خداى پر اراده دي .

دلاندې وړانديزونو پلي کول ګټور بولم :

١_هرسهار،چې له خوبه راپاڅئ؛نو قرآن ووياست،تدبر پکې وکړئ او څو ځلي يې تکرار کړئ . کله کله د خپل کار په ترڅ کې ځان له کاره راوباسئ او د يو څوشېبو لپاره بيا هم داکار وکړئ او داسې فکر او تجسم وکړئ،چې د قرآن دا برخه مو په وجود او روح کې نفوذ کوي او ذهني،روحي ، جسماني او عقلي ځواک مو زياتوى . ما له خپل ځان سره تل داخبره تکرارله : خدايه ! ستاغوښتنه به پلي کېږي،ته تر موږ څخه ښه پوهېږې او څه چې موږ هر يو ته ښه دي هماغه به کېږي . کړنې دې ټولې رحمت دي . خدايه ! ته مې ملاتړ ، لاس نيوونکى او تکيه يې . زما ارامش ستا د ارادى په پلي کېدو کې دى.

٢_   له ستونزو او خپګانونو سره د مخېدو پر مهال مه ترورېږئ؛بلکې خپل زړه مو خداى ته ورکړئ او د يوې مهربانې مور په څېر يې وګڼئ،چې په مهربانه غېږ کې يې ناست ياست او بيا ووياست : له چاسره،چې ستا ملاتړ وي ؛ نو غم يې د څه دى .

٣_ د شهوت،نفرت او حرص ټول فکرونه له ځانه لرې کړئ؛ ځکه دوى مو پست او پرېوتي نفسيات راپاروي،چې اجازه به در نه کړي،چې د خداى په حضور کې ارامش درک کړئ . دا ارامش به مو په تدريج په زړه کې ورننوځي او تجربه به يې دومره ښادي دروبښي،چې د بيان لپاره يې ټکي نه لرم. خاموشي او ارامش به تر هغې وي،چې په بشپړه توګه په خداى کې جذب شو او له الهي ارادې سره يو شو،چې دا د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره يو بشپړ کمال دى . په واقع کې د سفر موخه ژوند دى او په يو ګام کې ورته نه شو رسېدلاى . په دې لار کې بې شمېره پړاوونه دي،چې بل پړاو ته د رسېدو لپاره مخکنى پړاو پکار ده او چې د يو پړاو مو زده کړ؛نو بل پړاو ته د تګ لپاره به چمتوشو، موږ پړاو په پړاو حرکت کوواو پوهېږو،چې په هر پړاو کې،چې په هر ځاى کې يو؛نو هماغه سم ځاى دى،چې بايد په کې ووسو . موږ هر يو خورا پر خداى ګران يو “هغه” چې هره خوږه او ترخه تجربه رالېږ ي، زموږ د روح ، ذهن او زړه د بډاينې لپاره وي اوبايد پر سر سترګو ومنل شي .

او بايد هغه د خداى له لوري يوه ډالۍ وګڼو،چې ارامش پکې را استول شوى دى؛هغه ارامش،چې تر هر څه غوره دى.

يوه ورځ دوو ملګرو يو بل وليدل . يو وويل : ډېر خوشحاله يم؛ځکه بالاخره له خداى سره سولې او ارامش ته ورسېدم . هغه بل وويل : خو زه به درته يو غوره څه ووايم . ملګري يې وپوښتل : له خداى سره تر سولې او ارامشه غوره هم شته ؟ هغه ورته وويل : زه نه يوازې له خداى سره ارامش ته رسېدلى يم ؛بلکې د خداى ارامش هم لرم او سربېره پردې غواړم نورهم غوره درته ووايم : ملګرى : مطلب دې څه دى ؟ هغه ورته وويل : زه د ارامش خداى لرم .

داسې ښځې او سړي،چې د نړۍ په بېلابېلو سيموکې ژوند کوي،چې په خپل زړه کې د ارامش خداى لري؛ نو شک مه کوئ،چې د ارامش د يو نوي وخت د زوکړې شاهدان به يو ، چې هر بشر دې وخت ته د رسېدو لپاره د زړه له کومې چغې وهلي دي .
 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست