تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه د الله پېغمبر (صلی علیه و آله وسلم) د خدای د پېغمبر (ص)  یو مهم چار، حق او حقیقت ته رابلنه او د دې بلنې په لار کې جهاد و. د خپلې شاوخوا تورتمې نړۍ پر وړاندې، حضرت پېغمبر اکرم (ص) هېڅکله په تشویش […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

د الله پېغمبر (صلی علیه و آله وسلم)

د خدای د پېغمبر (ص)  یو مهم چار، حق او حقیقت ته رابلنه او د دې بلنې په لار کې جهاد و. د خپلې شاوخوا تورتمې نړۍ پر وړاندې، حضرت پېغمبر اکرم (ص) هېڅکله په تشویش کې نه شو، څه هغه مهال، چې په مکه کې یوازې و او د مسلمانانو یوه کوچنۍ ډلګۍ ترې راتاوه وه او پر وړاندې یې بد اخلاقه او زورور عرب متکبر او د قریشو سرغړاندي مشران وو او یا هغه وګړي، چې له معرفته بې برخې وو، و نه ډارېد، خپله حق خبره یې وکړه، تکرار یې کړه، تبیین یې کړه، روښانه یې کړه، سپکاوي یې وزغمل، سختۍ او کړاوونه یې وګالل، تر څو و یې کولای شول، چې یوه ستره ډله مسلمانان کړي او څه هغه مهال، چې اسلامي حکومت یې جوړ کړ او په خپله یې د دې حکومت د رییس په نامه قدرت په لاس کې واخست.

هغه ورځ هم، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) پر وړاندې بېلابېل او ډول ډول دښمنان ول؛ څه وسلوالې عرب ډلې- هغه وحشیان، چې په حجاز، یمامه[1] او نورو ځایونو کې خپاره ول او د اسلام بلنې باید هغوی اصلاح او لارې ته سیخ کړي وای؛ خو هغوی مقاومت کاوه- او څه د هغه مهال د نړۍ ستر پاچایان- د هغه مهال د نړۍ دوه ستر ځواکونه-؛ یعنې ایران او د روم امپراتوري، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) لیکونه ور واستول؛ شخړې يې وکړې، خبرې یې وکړې، جګړې یې وکړې، کړاوونه یې تېر کړل، په وټیزه کلابندۍ کې شو او چار تردې راورسېد، چې د مدینې خلکو به ان په دوو درېیو ورځو کې هم د خوړو لپاره خواړه نه درلودل. د حضرت پېغمبر اکرم (ص) شاوخوا ته ټول ګواښونه ول، ځینې خلک به په تشویش کې کېدل، ځینې څپڅپاندېدل، ځینو نیوکې کولې، ځینو حضرت پېغمبر اکرم (ص) نرمۍ او سارښت ته هڅول؛ خو حضرت پېغمبر اکرم (ص) د بلنې په ډګر کې ناغېړی نه شو او په پوره ځواک یې اسلامي ټولنه پر مخ وړه، چې د عزت لوړو څوکو ته یې ورسوي او هماغه نظام او ټولنه وه، چې د جګړو او د بلنې په ډګر کې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د استقامت له لامله رامنځ ته شوه او په ورپسې کلونو کې یې وکولای شول، چې د نړۍ په لومړي ځواک بدل شي. 

د خاتم بعثت، د ويښتیا پیل

د یوه متواتر او مشهور حدیث له مخې، په خپله آنحضرت وايي: (( بعثت لاتمم مکارم الاخلاق[2])) بعثت په دې موخه په نړۍ کې رامنځ ته شو، چې د بشر اخلاقي مکرمتونه او روحي فضیلتونه عمومیت ومومي او کمال ته ورسي.

تر څو چې په خپله یو تن د غورو اخلاقي مکارمو څښتن نه وي؛ متعال خدای ورته دا ستر او خطیر ماموریت نه ورکوي؛ نو د بعثت په پیل کې، متعال خدای، خپل پېغمبر ته په خطاب کې وویل: (( انک لعلی خلق عظیم[3])) د حضرت پېغمبر اکرم (ص) جوړېدل او پخېدل، چې هغه لوښی شي، چې متعال خدای یې خپلې وحې ته مناسب ومومي، دا چارې تر بعثت مخکې چارې دي؛ نو ویل شوي دي، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) په ځوانۍ کې په سوداګرۍ بوخت و او له دې لارې یې خورا درآمدونه هم درلودل، چې ټول یې د خدای په لار کې صدقه کړل او پر بېوزلیو یې وویشل.

دا پېر چې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د تکامل روستی پېر او تر وحې مخکې وخت دی- هغه پېر چې لا پېغمبر شوی نه و- حضرت پېغمبر اکرم (ص) به د حرا غره ته ورخته او الهي آیتونو ته به په ننداره و؛ آسمان، ستورو، ځمکې او دې پنځېدلیو ته چې له بېلابېلو احساساتو او کړنلارو سره پر ځمکه ژوند کوي. آنحضرت (ص) به په دې ټولو کې الهي آیتونه موندل او ورځ په ورځ یې د حق پر وړاندې خضوع او په زړه کې یې د الهي نهې، امر او ارادې پر وړاندې خضوع ډېرېده او ورځ په ورځ پکې نېک خویونو راټوکېدل.

په روایت کې راغلي دي، چې: (( من اعقل الناس و اشجعهم[4])) حضرت پېغمبر اکرم (ص) تر بعثت مخکې، د الهي آیتونو په لیدو، ورځ په ورځ پخېده، چې څلوېښت کلن شو. (( فلما استکمل اربعین سنة و نظر الله عزوجل الی قلبه فوجده افضل القلوب و اجلها و اطوعها و اخشعها و اخضعها[5])) په څلوېښت کلنۍ کې یې زړه الهي پیغام موندو ته خورا نوراني ترین، خورا خاشع ترین او خورا پر ظرفیت ترین زړه و. (( اذن لابواب السماء ففتحت و محمد ینظر الیها[6])) او هغه مهال، چې د معنویت، روحانیت، نورانیت او کمال دې پړاو ته ور و رسېد؛ نو متعال خدای ورته د آسمان او د غیبو د نړۍ تمبې پرانستې او سترګې یې ورته معنوي او غیبي نړيو ته ورپرانستې.

(( و اذن للملائکة فنزلوا و محمد ینظر الیهم)) هغه به پرښتې لیدې، خبرې به یې ورسره کولې، د هغوی خبرې به یې اورېدې، چې جبرائیل امین پرې رانازل شو او و یې ویل: (( اقرا))؛ د بعثت پیل.

دا بې ساری الهي مخلوق، دا بشپړ انسان، چې د الهي وحې تر راکېووتو مخکې، د کمال دې پړاو ته رسېدلی دی، د بعثت له هماغې ړومبۍ شېبې یې یو هراړخیز ستونزمن جهاد پیل کړ او د درویشت کلونو لپاره یې په خورا ستونزو مخې ته بوتله.

جهاد یې له ځان سره، جهاد یې له هغو خلکو سره، چې له حقیقته بيخي بې خبره ول او جهاد له هغه مطلق تورتم چاپېریال سره، چې حضرت امیرالمؤمنین یې په باب، په نهج البلاغه کې وايي: (( فی فتن داستهم باخفافها و طاتهم باظلافها و قامت علی سنابکها[7] )) خلک له هر لوري د فتنو تر دباو لاندې وو: دنیا غواړي، شهوتپالي، ظلم او تېری، د انسانانو د زړونو په تل کې اخلاقي رذایل او د هغو زورواکو شتمنو تېری، چې پر کمزوریو به یې کاوه، دا تېری نه یوازې په مکه او جزیرة العرب کې و؛ بلکې د هغه ورځ د نړۍ په غوره تمدن؛ یعنې د روم په ستره امپراتورۍ او شاهنشاهي ایران کې هم و. تاریخ ته وکڅئ؛ د بشر پر ټول ژوند تورتمونه راخپاره ول. له دومره ځواک سره مجاهدت او هڅې او نه ستړې کېدونکې او غیر قابل تصور هڅې، د بعثت د پیل له هماغو ړومبیو شېبو او د الهي وحې زغمل، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) لپاره پیل شول او الهي وحې هم په پرله پسې توګه، د هغو رڼو اوبو په څېر، چې مستعدې ځمکې ته ورسي، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) سپېڅلي زړه ته راتله او هغه یې ځواکمناوه او هغه هم خپل ټول ځواک وکاراوه، چې دا نړۍ له یوه ستر بدلون سره مخ کړي او بریالی هم شو.

د اسلامي امت د ماڼۍ لومړۍ ډبره، د مکې په سختو شپو ورځو کې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) په ځواکمن لاس کېښوول شوه؛ یوه پیاوړې بنسټ ډبره، چې د اسلامي امت بنسټ پرې کېښوول شو، ړومبي ایمان راوړونکي، ړومبي کسان، چې دا پوهه، دا مړانه او دا نورانیت یې درلود، چې د پېغمبر اکرم (ص) پیغام درک کړي او زړه پرې وتړي. (( فمن یرد الله ان یهدیه یشرح صدره للاسلام[8])) چمتو زړونه او د دې الهي ښوونو او الهي احکامو پر لوري د زړونود تمبو پرانستونکي، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) په ځواکمنو لاسونو جوړ شول، دا ذهنونه روښانه شول، دا ارادې ورځ تر بلې پیاوړې شوې او د مکې د پېر ستونزې یوازې پر هغو لږو مؤمنانو – چې ورځ په ورځ هم ډېرېدل- راغلې، چې زموږ او ستاسې له تصوره بهر دي. په داسې یوه چاپېریال کې چې ټول ارزښتونه، جاهلي ارزښتونه دي، تعصبونه، بې ځایه او ناسم غیرتونه، ژورې کینې، دښمنۍ، شخړې، تېري او شهوتونه سره ګډ شوي دي او د خلکو ژوند یې تر دباو لاندې نیولی او رانغاړلی دی- او په دې کلکو او نانفوذه ډبرو کې- دا زرغون نیالګي راوټوکېدل. (( و ان الشجرة البریة اصلب عودا و اقوی وقودا[9]))، چې حضرت امیرالمؤمنین وايي، دادی. یو توپان هم نشي کولای، چې دا بوټي، نیالګي او ونې، چې د ډبرو په منځونو کې راټوکېدلي، جرړه یې ځغلولې او وده یې کړې، له ځایه وخوځوي. دیارلس کاله تېر شول او بیا پردې کلکو ډبرو، د اسلامي ټولنې او د نبوي مدني ټولنې بنسټ کېښوول شو. امت جوړونې هم لس کاله وخت واخست.

د اسلامي امت بنسټ ایښوونه

د امت جوړونه یوازې سیاست نه و؛ د سیاست یوه برخه وه او بله ستره برخه یې د بېلابېلو وګړیو روزنه وه: (( هو الذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلوا علیهم آیاته و یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة[10])) یزکیهم، حضرت پېغمبر اکرم (ص) بېل بېل زړونه وروزل، حضرت پېغمبر اکرم (ص) بېلابېلو ذهنونو او عقلونو ته پوهه او علم ورتلقین کړ. و یعلمهم الکتاب والحکمة. حکمت یو پړاو پورته پوړ دی. یوازې دا نه وه، چې یو لړ قوانین، احکام او مقررات یې ورزده کړل؛ بلکې حکمت یې ورزده کړ. د هغوی سترګې یې د نړۍ پر حقایقو وغړولې. لس کاله هم حضرت پېغمبر اکرم (ص) له دې کړلار سره مخې ته ولاړ. بلخوا، سیاست، د حکومت سمبالنه، له اسلامي ټولنې دفاع، د اسلام د لمنې پراخول، له مدینې بهر وګړیو ته لار پرانستې پرېښوول، چې سوکه سوکه او یو یو د اسلام د ښوونو نوراني ډګر ته راننوځي. بلخوا د بېل بېل وګړي روزنه. ورونو او خویندو! دا دوه یو له بله بېلولای نشو.

یو لړ وګړیو، اسلام یوازې وګړیز چار وباله او سیاست یې له اسلامه واخست. دا هغه څه دي، چې نن په ډېری اسلامي ټولنو او په یرغلیزې مستکبرې، مستعمرې او لویدیزې نړۍ کې دودېږي، چې: اسلام له سیاسته بیل دی، سیاست یې له اسلامه واخست؛ حال داچې د اسلام مکرم نبي (ص) د هجرت په پیل کې، په هماغو ړومبیو شېبو کې چې یې ځان د مکې له ستونزې راخلاص کړ، لومړی کار چې یې وکړ، سیاست و.

د اسلامي ټولنې جوړول، د اسلامي حکومت جوړول، د اسلامي نظام جوړول، د اسلامي پوځ جوړول، د نړۍ سترو واکمنانو ته لیکونه وراستول، د هغې ورځې سیاسي ډګر ته وردانګل، سیاست دی. څنګه کولای شو، چې اسلام له سیاسته بیل کړو؟! څنګه کولای شو، چې سیاست د هغه هدایت په لاس، چې د اسلام د هدایت لاس نه دی، معنا او تفسیر او بڼه ورکړو؟! (( الذین جعلوا القرآن عضین[11] )) ځینې قرآن ټوټه کوي. (( نؤمن ببعض و نکفر ببعض[12])) د قرآن په عبادت ایمان راوړي؛ خو د قرآن په سیاست ایمان نه راوړي! (( لقد ارسلنا رسلنا بالبینات و انزلنا معهم الکتاب و المیزان لیقوم الناس بالقسط[13])) قسط څه شی دی؟ قسط؛ یعنې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت پلي کول. څوک کولای شي، چې دا کار وکړي؟ له عدالت او قسط سره د ټولنې جوړول، یو سیاسي چار دی؛ د یوه هېواد د چارواکيو کار دی. دا د انبیاوو موخه ده. نه یوازې زموږ د پېغمبر؛ بلکې حضرت عیسی، حضرت موسی، حضرت ابراهیم ( علیهم السلام) او نور ټول پېغمبران د سیاست او د اسلامي نظام جوړولو لپاره راغلي دي. 

د مدینې پېر، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د درویشت کلن رسالت دویم څپرکی دی. په مکه کې دیارلس کاله، لومړی څپرکی و- چې د دویم څپرکي سریزه ګڼل کېږي او تقریبا لس کاله هم د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د مدینې پېر دی، چې د اسلامي نظام د بنسټ ايښوولو او د ټولو وختونو او د انسان د تاریخ او ټولو ځایونو لپاره د یوې بېلګې جوړولو پېر دی؛ البته دا بېلګه، یوه بشپړه بېلګه ده او په یوه پېر کې یې هم ساری نه لیدل کېږي؛ خو دې بشپړې بېلګې ته په کتو، کولای شو، چې ملاک او کچې وپېژنو. دا ملاکونه د بشر د وګړیو لپاره او مسلمانانو لپاره یو لړ علامتونه دي، چې باید د هغوی په واسطه د نظامونو او انسانانو په اړه قضاوت وکړي. مدینې ته له هجرته د حضرت پېغمبر اکرم (ص) موخه دا وه، چې له ظالمانه، طاغوتي فاسد سیاسي، وټیز او ټولنیز چاپېریال سره مبارزه وکړي، چې هغه مهال پر ټولې نړۍ واکمن و او موخه یوازې د مکې له کفارو سره مبارزه نه وه؛ خبره، نړیواله خبره وه. پېغمبراکرم (ص) په دې موخې پسې و او چې چېرته به زمینه وه، د ګروهې او اندنې تخم به یې شینده، په دې هیله، چې په مساعد وخت کې به دا تخم را زرغون شي. موخه دا وه، چې د انسان د آزادۍ، ویښتیا او نېکمرغۍپیغام د ټولو انسانانو زړونو ته ورسي او دا چار بې له دې شونی نه و، چې یوه بېلګه نظام جوړ شي. داچې څومره به وکولای شي، چې دوام ورکړي او روسته به څومره وکولای شي، چې ځانونه ورنږدې کړي، د هغوی په همت پورې اړه لري. پېغمبر اکرم (ص) بېلګه نظام جوړوي او ټول بشریت او تاریخ ته یې وروړاندې کوي.

 

[1].په عربستان کې یوه ستره سیمه- د نجد او بحرین ترمنځ پرته ده- چې خورا کلي، کلاګانې، چینې او د کجورو بڼونه یې درلودل.

[2]. بحارالانوار، ۶۸ ټوک، ۳۸۲ مخ.

[3].د قلم سورت، څلورم آیت.

[4]. مختصر البصائر، ۶۰ مخ.

[5]. امام حسن عسکري ته ورمنسوب تفسیر، ۱۵۶ مخ.

[6].بحار الانوار، ۱۷ ټوک، ۳۰۹ مخ.

[7].نهج البلاغه، دویمه خطبه.ژباړه: د بیدیانیو ونو لرګي ډېر کلک او اور یې ښې لمبې کوي.

[8]. د انعام سورت، ۱۲۵ آیت.

[9]. نهج البلاغه، ۴۵ خطبه.

[10]. د جمعه سورت، دویم آیت.

[11]. د حجر سورت، ۹۱ آیت.

[12]. د نساء سورت، ۱۵۰ آیت.

[13]. د حدید سورت، ۲۵ آیت.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!