تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( روستۍ ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)  د لوږې پر ضد د مخكښ مبارز د ژوند ويرجنه پاى د حج موسم راورسېد. حاجيان به چې له “ربذې” تېرېدل؛نو د حضرت ابوذر(رض) په جومات كې يې لمونځ كاوه او بيل به يې د پېغمبر اکرم(ص) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( روستۍ ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 د لوږې پر ضد د مخكښ مبارز د ژوند ويرجنه پاى

د حج موسم راورسېد. حاجيان به چې له “ربذې” تېرېدل؛نو د حضرت ابوذر(رض) په جومات كې يې لمونځ كاوه او بيل به يې د پېغمبر اکرم(ص) له دې ستر صحابي سره كېناستل او خبرې يې كولې  يوه ورځ يوه ډله حاجيان جومات ته ننووتل ګوري،چې حضرت ابوذر(رض) پر لمانځه ولاړ دى،ودرېدل چې حضرت ابوذر(رض) خپل لمونځ خلاص كړ.حضرت ابوذر(رض) حاجيانو ته وويل : زه خپلو ارمانو وژلى يم، چې كله  به هم ور و نه رسم .

خلك له  حضرت ابوذر(رض)  راتاو ول او ځينو داچې د حضرت ابوذر(رض) زړه يې خوشحال كړى وي،په خليفه پسې يې خوله پرانسته؛خو حضرت ابوذر(رض) پرې نه ښوول، پاڅېد او له خپل خادم سره ولاړ. حضرت مغرور بن سويد(رض) وليدل،چې د حضرت ابوذر(رض) او مريي جامې يې يو شان دي؛په حيرانتيا يې حضرت ابوذر(رض) وپوښت .

 ابوذر(رض) ورته وويل:د خداى رسول (ص) راته وويل:خدمتګاران ستاسې وروڼه دي،چې خداى  ستاسې تر لاس لاندې كړي دي او د چا تر لاس لاندې چې يې ورور كار كوي؛نو بايد خوراك او څښاك يې يو شان وي او هغه سخت كارونه،چې په خپله يې نشئ كولاى، ور و نه سپارئ او په سختو کارو كې ورسره مرسته وكړئ .

 حضرت ابوذر(رض) ولاړ او د خپلې کېږدۍ مخې ته پر تراټ كېناست . يو سړي د حضرت ابوذر(رض) ښځه وليده،چې مخ يې توراو مړاوى و؛ ابوذر(رض) ته راغى او د زړه سوي له مخې يې ورته وويل : ته داسې سړى يې چې زوى نه لرې .

( يادونه : دا د حضرت ابوذر د ژوند له اختلافي مسئلو ده.)

حضرت ابوذر(رض): د خداى شكر دى،چې له دې  فاني دنيا ولاړ او د اخرت توښه شو.

_ ښه به نه واى چې  بله ښځه دې كړې واى.

_ حضرت ابوذر(رض): هغه ښځه راته غوره ده،چې ما خاكسار كړي نه مغرور.

 _ ښه به نه واى،چې ښه كور دې جوړ كړى واى.

ابوذر(رض) : پر هر څه شكر دى………نه!زه د خداى په رضا راضي يم.

حاجيان ولاړل او حضرت ابوذر(رض) او ښځه يې په ربذه كې پاتې شول .

 شپې ورځې تېرېدې او حضرت ابوذر(رض) به شپې او ورځې د خداى په عبادت تېرولې او ځان يې خداى ته په هغې لويه او وچه دښته كې ډېر نږدې ګاڼه . له خليفه يې د بيت الله د زيارت اجازه واخسته او مكې ته ولاړ. كعبې ته چې ورسېد، ودرېد او غږ يې كړ: خلكو! زه جندب غفاري يم! خلك چې ترې راټول شول،په وينا يې پيل وكړ: خلكو! ايا  ستاسې پر عقيده څوك چې سفر ته ځي، بايد له ځان سره د سفر توښه يوسي كه نه؟

خلك : دا خو معلومه خبره ده.

حضرت ابوذر(رض) : د قيامت سفر له تصوره ډېر اوږد دى؛نو څه مو چې په كار راځي، له ځان سره يوسئ.

_ په سفر كې مو څه په كار راځي؟

حضرت ابوذر(رض): د مهمو چارو د سرته رسولو لپاره؛د خداى د كور زيارت ته راشئ . د قيامت د ورځې د حساب و كتاب د اسانتيا لپاره؛ په تودو ورځو كې روژې نيسئ.د قبر د رڼا لپاره؛د شپې دوه ركعته لمونځ كوئ . د قيامت د ورځې په خاطر د حق خبره كوئ او له باطله ځان لرې ساتئ . له خپلو مالونو خلكو ته ور وبښئ، كېداى شي  د هغې ورځې سختۍ درباندې اسانه شي.دنيا د ځان لپاره دوه برخې كړئ : يوه برخه يې د حلالو ګټلو لپاره او بله يې د اخرت لپاره او بې له دې به مو بل څه په كار رانشي . خپل مالونه دوه برخې كړئ : په يوه برخه د خپل ژوند او كورنۍ اړتياوې پوره كړئ او بله برخه يې اخرت ته وساتئ او بې له دې  به مو مال په كار رانشي .

حضرت ابوذر(رض) حج خلاص كړ؛”منى” ته ولاړ او خبر شو،چې خليفه په سفر كې څلور ركعته لمونځ كړى . حضرت ابوذر(رض) له غوسې سور شو او په خليفه پسې يې خوله وسپړله،و يې ويل : زه د خداى له رسول (ص) سره وم؛هغه په سفر كې دوه ركعته لمونځ كاوه؛حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) به هم همداسې كول؛نو خليفه څوك دى،چې په دين كې بدعتونه راولي؟

بيا حضرت ابوذر(رض) ودرېد او په خپله يې هم څلور ركعته لمونځ وكړ. د شاوخوا خلك د حضرت ابوذر(رض) له دې كاره حيران شول، چې لمونځ  يې خلاص كړ؛نو حضرت ابوذر(رض) ته  يې  وويل : ته خو خليفه ته د همدې كار له امله مچيو چيچلى وې او په خپله دې هم د خليفه كار وكړ.

حضرت ابوذر(رض): دا كار د مسلمانانو تر نفاق غوره دى.

حضرت ابوذر(رض) ربذې ته ستون شو. دلته د حضرت ابوذر(رض) د ژوند د كتاب ډېرې غمجنې او ژړوونكې پاڼې پيلېږي . د ژوند سختۍ او تنګسې پرې ورځ پر ورځ  زياتېدې؛ لور، ښځه او زوى يې لوږې سخت تنګ كړي ول؛خو ددې ټولو سختيو پر وړاندې يې د زړه تسل دا و،چې دا ټولې سختۍ پرې د خداى،د خلكو د ازادۍ او له بېوزليو د خلاصون لپاره راځي . د هرې سختۍ او بلا لپاره يې سينه پراخه كړې وه. څو مېږې يې درلودې،چې ژوند يې پرې تېراوه، چې هغه هم يوه په بلې پسې مړې شوې، د ژوند د ستونزو،فقر او لوږې لېوانو پرې بريد كړى و. هغه د لوږې له لاسه په سترګو د خپلې لور مرګ  وليد؛خو د فقر او لوږې لېوانو يوازې د هغه پر لور صرفه و نه کړه؛بلكې په زوى پسې يې هم ورغلل . حضرت ابوذر(رض) ووېرېد، چې كه زوى يې هم په دښته كې مړ شي؛نو مسئوول به وي . پاڅېد او مدينې ته ولاړ او نېغ خليفه ته ورغى.

د وره څنګ ته د خليفه مخې ته ودرېد او په نيولي او لوړ غږ يې وويل : خليفه ! تا زه داسې سيمې ته لېږلى يم، چې نه پکې خواړه شته او نه پکې څه كښت كېږي . څو ګډې لرم،چې لا تر اوسه نه دي لنګې شوي،له ښځې پرته بل خدمتګار نه لرم، په هغې توده او وچه دښته كې مې سيورى يوازې يوه  ونه  ده.

خليفه!يو خادم او څو ګډې راكړه، چې ژوند مې پرې تېر شي.

ته به وايې؛لكه چې خليفه د ابوذر(رض) خبرې بيخي نه وي اورېدلي، له حضرت ابوذر(رض) يې مخ واړاوه . حضرت ابوذر(رض) هغه بل اړخ ته ورغى او بيا يې خپلې خبرې ورته وكړې .

حضرت حبيب بن سلمه(رض) د خليفه له مامورينو و،پر حضرت ابوذر(رض) يې زړه وسوځېد،ورته ويې ويل : ته  له ما سره زر درهمه، پينځه سوه ګډې او يو خادم لرې .

حضرت ابوذر(رض) : پيسې، ګډې او خادم دې هغه ته وركړه،چې تر ما ورته ډېره اړتيا لري زه خپل حق غواړم،چې قرآن راته  ټاكلى.په دې وخت كې حضرت علي(ک) راننووت .

خليفه (حضرت علي ته په خطاب كې) : دا لېونى دې له ځان سره بوځه.   

حضرت علي(ک) : كوم لېونى؟!

خليفه: ابوذر.

حضرت علي(ک): هغه لېونى نه دى!پر خداى قسم،چې له پېغمبره مې اورېدلي : ابوذر په شرم، زهد او عاجزۍ كې د عيسى بن مريم په څېر دى .

حضرت ابوذر(رض) د خليفه په دې خبره ډېر خپه او غوسه شو او په خپګان او غوسې ترې ووت او څومره چغې ېې چې ورپسې ووهلې،مخ يې ور وا نه ړاوه او نېغ ربذې ته ولاړ. كور ته چې ننووت؛ نو و يې ليدل چې ښځه يې د خپل زوې جنازې ته (چې د حضرت ابوذر تر راتګه څو شېبې مخكې يې له  لوږې ساه وركړې وه) ناسته وه او ژړل يې؛حضرت ابوذر(رض) پوه شو،چې د فقر او لوږې لېوانو يې زوى هم داړلى دى؛د يوې شېبې لپاره يې ويرجنى سترګې پټې كړې او داچې غم وزغمي؛نو ځان يې پر خداى وسپاره؛ سترګې يې پرانستې او اوښكې يې په لاسونو پاكې كړې او په پوره اېمان يې د خپل زوى جنازه واخسته؛خو د زوى د بېلتون اور يې سينه سېځله،خپل زوې يې په كفانه كړ او خاورو ته يې وسپاره.پر حضرت ابوذر(رض) چې څومره سختۍ راتلې،هومره يې ځان خداى ته نږدې ګاڼه . په دې وخت كې يې په زړه كې تېر شول  چې نن تر هر وخت ډېر خداى ته نږدې يې. څو شېبې د زوى قبر ته ناست و او په پلرنۍ مينه يې د زوى د قبر پر تورو خاورو لاسونه وهل او په سختۍ يې ويل : زويه!خداى دې وبښه،ډېر ښه هلك وې،له خپلو زړو موروپلار سره دې ډېره مرسته كوله . ګرانه زويه!زه ستا پر مرګ ځان فقير او خوار نه ګڼم . زه بې له خدايه بل هېچا ته اړتيا نه لرم . زويه ! كه له حساب و كتابه وېره نه واى؛نو خوښ وم،چې ستا پر ځاى مې خداى ساه اخستې واى . زويه!كاشكې په دې پوهېدلى واى،چې د مرګ پر لومړۍ شپه يې څه درنه وپوښتل او تا څه ځواب وركړ؟ خدايه! تا چې پرې څه حقوق فرض كړي ول او څه دې چې پرې زموږ لپاره فرض کړي ول؛ما ورته خپل حق وربښلى، ته يې هم ور وبښې،چې ته تر ما ډېر بښونكى او مهربان يې.

د خپل زوى له قبره راپاڅېد د لوږې بې رحمه منګولې يې لا پر وجود ښخې وې . د پېغمبر اکرم(ص) دې دوو پتمنو يارانو : حضرت ابوذر او حضرت ام ذر؛ دې د تاريخ اتلانو څو ورځې په لوږه تېرې كړې او هره شېبه د مرګ په تمه ول؛په دښته كې چوپه چوپتيا وه،د ربذې ځمكې او اسمان د تاريخ د دوو  بد مرغو اتلانو څارنه كوله او د “زر” او “زور” بې رحمه لاسونو څومره غمجنه ننداره جوړه كړې ده .

 مرګ رانږدې شو؛حضرت ابوذر خپلې ښځې ته وويل : راپاڅه،چې د هغې غونډۍ سرته وخېژو،كېداى شي واښه پرې وي،لږ به وخورو، چې د لوږې اور مو پرې لږ سوړ شي .

له کېږدۍ راووتل : توند باد راغى،چې د ربذې شګې يې را اخستې او پر ځمكه ايشتلې؛ته وا د باد زړه هم پړک چوي او دومره ظلم د خداى پر پاكو بندګانو نشي زغملاى،غوښتل يې ټول طبيعت له دې ظلمه خبر كړي .

د څه وخت لپاره په لټه كې شول؛خو څه يې پېدا نه کړل؛ حضرت ابوذر(رض) کمزورى شو او پر تندي يې د مرګ خولې راماتې شوې او بېرته راوګرځېدل؛خو طوفان هماغسې په توندۍ چلېده او د كجورې په ونې پورې د دوى کېږدۍ تړلې وه، رانړېدلې وه . د حضرت ابوذر(رض) په زنګنو كې زور نه و پاتې،پښې يې سستې شوې او سر يې پر سينه راځوړند شو؛ته وا له يوه باز څخه يې چې وزرونه غوڅ كړي وي .

ښځې يې د ابوذر(رض) په څېره كې د مرګ نښې وليدې . حضرت ابوذر(رض) په خوارو سترګو؛په حسرت خپلې ښځې ته وكتل او و يې ويل : بېلتون رانږدې شو.

ام ذر(رض): دا پر تا څه وشو؟

ابوذر(رض) : پر خداى قسم،چې ډېر ژر به له دې  فاني دنيا ابدي دنيا ته ولاړ شم .

بي هوشه شو او د ښځې يې نور طاقت او صبر تمام شو او سترګې يې وبهېدې .

حضرت ابوذر(رض) چې سترګې پرانستې،ليدل يې،چې ښځه يې ژاړي . ورته يې وويل : ولې ژاړې؟

ام ذر(رض) : ژاړم به نه،په خپلو سترګو دې وينم،چې په دې دښته كې مرې او هيڅ كار مې له لاسه نه كېږي . نه ستا داسې جامې شته او نه زما، چې پکې دې په كفانه كړم.

د حضرت ابوذر(رض)زړه پر خپلې مسكينې ښځې وسوځېد او تسلي يې وركوله : ښځې مه  ژاړه! زېرى مې درباندې! د خداى له رسول  مې اورېدلي : د مسلمان ښځې او مېړه، چې دوه يا درې زامن مړه شوي وي او صبر يې كړى وي او ځانونه يې خداى ته سپارلي وي؛نو هېڅلكه به د دوزخ اور و نه ويني . درې بچې مو مړه شول،صبر مو وكړ او ځانونه مو پر خداى وسپارل . بيا غلي شول؛ښځه يې په ژړا شوه،دا مهال د حضرت ابوذر(رض) پر زړه خپل حبيب (ص) راورېد او خوشحاله شو،چې ژر به يې وګورم . د خپلې ښځې د تسلۍ لپاره يې وويل :پېغمبر اکرم(ص) يوې ډلې ته چې زه هم پکې وم وويل : ” په تاسې كې به يو په دښته كې مري او يوه ډله مسلمانان به يې جنازه وکړي،چې له هغه ځايه تېرېږي ” بې له ما څوك چې په دې ډله كې ول، مړه شوي او يوازې زه يم،چې په دښته كې بايد مړ شم . پر خداى قسم، چې نه درته دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي دي . پاڅه! لار وڅاره چې څوك شته كه نه؟

ام ذر(رض) : چېرته وګورم ؟ حاجيان تللي او څوك نه ښكاري .

حضرت ابوذر(رض): كه څوك دې ونه ليدل؛نو دا څادر راباندې واچاوه او د لارې پر سر مې كېږده؛هره قافله چې له دې ځايه تېرېده، ورته ووايه : دا د پېغمبر اکرم(ص) صحابي ابوذر دى؛مړ شوى، چې په كفن او ښخولو كې درسره مرسته وكړي .

ښځې كله يوې خواته او كله بلې خواته منډې وهلې؛خو څوك يې مخې ته ور نه غلل؛ بېرته راستنه شوه او د حضرت ابوذر(رض) سرته كېناسته .

حضرت ابوذر(رض) بيا ترې وغوښتل : ولاړه شه!وګوره كه څوك راغلي وي .

ښځه يې نوره نهيلې شوې وه؛خو د حضرت ابوذر(رض) د زړه لپاره به كله پر يوې غونډۍ او كله پر بله ختله؛ له ورايه يې سترګې پر څو سړيو ولګېدې . حضرت ام ذر(رض) ورته ټوټه وخوځوله او هغوى هم د دوى خواته روان شول، چې ور ورسېدل؛نو ام ذر(رض) ته يې وويل : د خداى وينځې له موږسره څه كار لرې؟

_ يو مسلمان مري؛راشئ په كفن او ښخولو كې راسره مرسته وكړئ، خداى به درسره ښه وكړي .

_ څوك دى؟

_ابوذر.

 د پېغمبراکرم (ص) صحابي؟

_ هو!

_ خدايه! ما او مور و پلار مې له ابوذره ځار  كړې.

په منډه د حضرت ابوذر(رض) کېږدۍ ته ورغلل؛حضرت ابوذر (رض) لا ژوندى و، سلام يې واچاوه.

حضرت ابوذر(رض) په ارام اوغمجن غږ وويل : كه له ما او ښځې سره مې دومره ټوټه واى،چې زما د كفن لپاره بس وي؛نو په هغې كې به مې ځان كفن كړى واى . ستاسې دې پر خداى قسم وي،په تاسې كې كه څوك د خلافت مامور وي؛ نو ما دې نه كفانه كوي .

ټولو په حيرانتيا يو بل ته وكتل؛ځكه ټول په دولت كې مامورين ول،بې له انصاري ځوانه،چې ويې ويل :كاكا جانه! زه په دولت كې منصب نه لرم،يا به دې په خپلو جامو كې يا په دې ټوټه كې(چې مور مې راته ګنډلې) كفن كړم .

حضرت ابوذر(رض) : ته مې كفن كړه.

حضرت ابوذر(رض) چې له خپل كفن او ښخولو ډاډمن شو،په ارامۍ او ډاډ يې سترګې  پټې كړې او داسې د ابوذر(رض) د ژوند د سر لوړې او غمجنې كيسې كتاب وتړل شو.

غسل يې وركړ، په كفن كې يې تاو كړ او د حضرت ابوذر(رض) د  جنازې لمونځ يې وكړ او د يوه ګټ تر څنګ يې د دښتې په پستو شګو كې ښخ كړ.

ځوان انصاري د حضرت ابوذر(رض) د قبر خواته ودرېد او ويې ويل:

خدايه ! دا ابوذر پر تا مين و او ستا د نازولي استازي پتمن يار و، ستا په لار كې يې له مشركينو سره په مړانه جهاد وكړ؛

 خدايه!ستا د پېغمبر تر وفات وروسته وانه وښت،په ټولنه كې يې منكرات ليدل او په ژبه او زړه يې ورسره مبارزه پيل كړه او ځکه يې وځوراوه؛ معاش يې پرې بند كړاو د ژوند له لومړنيو امكاناتو يې هم بې برخې كړ او بالاخره يې دې وچې دښتې ته  راوشاړه،چې په غربت كې يوازې مړ شو؛

خدايه!چاچې ابوذر(رض) له خپل كوره،ستا له  كوره او د پېغمبر اکرم (ص)د حرم له زيارته بې برخې كړى او شړلى وي، ته ورسره پوه شه .

ټولو لاسونه اسمان ته نيولي ول او ويل يې : آمين يا رب العالمين.

له دوى يو په ژړا وويل :

د خداى رسوله(ص) ! د ابوذر(رض) په باب دې رښتيا ويلي وو :

((ابوذر ؛

                 يوازې ژوند كوي

                                    يوازې به مري

                                او يوازې به د قيامت پر ورځ راپاڅېږي.))

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!