تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    د ځوانانو لپاره د امام جعفر صادق رحمه الله علیه لنډه پېژندنه څېړنه: مهدی رحیمی و عبدالله طاهرخوانی ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال لړلیک د امام جعفر صادق (رح). 4 زوکړه: 4 د امام صادق (رح) اخلاق او کړنې.. 6 د امام جعفر صادق (رح) پوهه. 76 امام صادق (رح) او چارواکي. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

 

د ځوانانو لپاره

د امام جعفر صادق رحمه الله علیه

لنډه پېژندنه

څېړنه: مهدی رحیمی و عبدالله طاهرخوانی

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

لړلیک

د امام جعفر صادق (رح). 4

زوکړه: 4

د امام صادق (رح) اخلاق او کړنې.. 6

د امام جعفر صادق (رح) پوهه. 76

امام صادق (رح) او چارواکي. 90

امام جعفر صادق (رح) او. 101

د مسلمانانو ښوونه او روزنه. 101

د امام جعفر صادق (رح) شهادت… 106

د امام جعفر صادق (رح) ویناوې.. 108

سرچینې. 110

امام جعفر صادق (رح)

زوکړه:

د ربیع الاول اوولسمه نېټه، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه د سپېڅلیو اهلبیتو او کورنۍ لپاره یوه مبارکه ورځ ده؛ ځکه څه نا څه یو سل او څلور کاله مخکې، پر همدې ورځ، الله تعالی پر ټول بشریت ولورېد، منت يې ورکېښود او خپل خورا ګران استازی یې د هغوی د لارښوونې او ښیون لپاره نړۍ ته ورواستاوه.

اوس له پېښو ډکې او برخلیک سازې یوې پېړۍ روسته، یو ځل بیا دا سپېڅلې ورځ رارسېدلې وه.

د حضرت امام محمد باقر (رح) په کور کې ټول خوشحاله ول.

سپېڅلی او بختور ماشوم زیږېدلی و، چې د خپل نیکه دین خور کړي. د مدینې له څنډو یو بل لمر راختلی و. هغه لمر، چې الله تعالی یې اراده کړې وه، چې وړانګې به یې تر تله، د بشریت د ښیون- هدایت د لارې د نږه بندګانو مشال وي.

پر نړۍ ددې ځلنده لمر نوم؛ جعفر، کنیه یې ابوعبدالله او لقب یې د آل محمد صادق دی. بختور پلار یې امام محمد باقر (رح)، د نبوي کورنۍ پينځم مشر او لارښود و.

د ربیع الاول میاشتې پر اوولسمه نېټه، پر درې اتیایم هجري سپوږمیز کال، په مدینه کې وزيږېد(۳). بختوره مېرمن؛ ام فروه یې مور وه. امام صادق (رح) د خپلې مور په باب ویلي دي: مور مې متقي، ایمانواله او نېکه مېرمن وه (۴).

۶۵ کاله يې ژوند کړی او د امامت پېر یې ۳۴ کاله و (له ۱۱۴ هجري نه تر ۱۴۸ پورې).

دا مهال د امویانو له ظالمو او غاصبو چارواکو؛ لکه هشام بن عبدالمالک، ولید بن یزید، ابراهیم بن ولید، مروان بن حمار او د عباسیانو له سفاح او منصور دوانیقي سره همپېری و.(۵)

امام کاظم (رح) یې زوی دی، چې تر امام صادق (رح) روسته، د امامت الهي منصب ور و رسېد او تر خپل پلار روسته یې مشري پر غاړه درلوده.

امام صادق (رح) اووه زامن او درې لوڼې درلودې.

امام صادق (رح) د حضرت امام زین العابدین د امامت په پېر کې کې وزیږېد او د خپلې بختورې مور په غېږ کې وروزل شو، چې شپه او ورځ پکې د قرآن تلاوت او له الله تعالی سره راز او نیاز کېده او د امام صادق (رح) پر مبارکو غوږونو به هم لګېده. حضرت امام صادق (رح) د خپل پلار د پېر په پېښو کې کارنده وڼده درلوده. له خپل پلار سره څو ځل حج ته هم تللی و. همداراز له خپل پلار سره د شام په سفر او د ظالم اموي هشام په دربار کې هم یو ځای و.

د امام صادق (رح) اخلاق او کړنې

پاک او سپېڅلي امامان، د خپل وخت د اسلامي کړنو او اخلاقو بېلګې ول او لکه څنګه یې چې خپلو لارویانو ته ويل: ای خلکو! بې له ژبو – په کړنو او عملونو مو- نور اسلام ته راوبلئ. ټول ژوند یې په هر اړخیزه توګه، د اسلامي وړانګو څرګندوی ول. د هغوی غوندې هېڅوک هم پر اسلام پابند نه ول. کومې نېکې کړنې ته یې، چې خلک رابلل، لومړی يې په خپله عمل پرې کاوه او له کومې ناوړې کړنې یې چې څوک ژغورل، لومړی يې په خپله ځان ترې ساتلی و.

د ښوونځي زدکړیالانو یې، د ژوند له هر ګوټه، د ایمان او صالحو کړنو زده کړې، کړې وې او له امامانو په لاروۍ ترې رښتیني او غیرتي مسلمانان جوړېدل، چې زدکړیالان یې هم د خپل وخت، بېلګې ښووندان ول.

اوس به د امام صادق اخلاقو ته یوه ځغلنده کتنه ولرو:

عبدالاعلی د امام صادق (رح) یو همپېری دی، وايي: د دوبي په یوه ګرمه ورځ کې مې امام صادق (رح) ولید، چې په مدینه کې په خپل یو کار پسې روان و. و مې ویل: کوم مقام او منزلت، چې له الله تعالی او استازي سره یې لرې، څنګه ځان دومره کړوې؟ و یې ویل: د روزۍ ګټلو لپاره بهر راوتی یم، چې ستا په څېر له وګړیو مړه خوا وسم. (۶)

***

 

ابی عمرو شیباني وايي:

امام صادق (رح) مې وليد، چې زړې جامې یې اغوستې وې او په بېلچه یې په بڼ کې کار کاوه، له  سر و مخ یې خولې راروانې وې. و مې ویل: درځار! بېلچه مو راکړئ، چې پر ځای مو کار وکړم.

 و یې ویل: خوښ یم، د ژوند لپاره مې د لمر د تودوخې کړخت په خپله وزغمم. (۷)

***

 حضرت امام صادق (رح) د مصادف په نامه خپل یو ملګری، مصر ته د سوداګرۍ لپاره ولېږه او زر دیناره یې ورکړل. مصادف په دې پیسو توکي واخستل او له نورو سوداګرو سره مصر ته ولاړ. مصر ته نږدې له هغه کاروان سره مخ شول، چې له مصره راستنېدل او له هغوی نه یې د مصر په بازار کې د خپلو توکیو په باب، چې د مصر د خلکو اړتیا ورته وه، د وضعیت پوښتنه وکړه. کاروانیانو وویل: دم ګړۍ ستاسې توکي په مصر کې نه موندل کېږي.

مصادف او نور سوداګر، چې مصر ته ورغلل، داچې د خلکو له اړتیاوو خبر شول، هوډ یې وکړ، خپل توکي په لږ تر لږه سل سلنه ګټه وپلوري او په مصر کې یې دا کار و هم کړ او پایله یې دا شوه، چې خورا ګټه یې وکړه. له مصره، چې راستانه شول، مصادف دوه کڅوړې، چې په هرې یوې کې زر دیناره ول، ورکړل او ورته یې وویل: یوه کڅوړه اصلي پانګه او بله کڅوړه د سوداګرۍ ګټه ده.

امام وویل: دا خو ډېره زیاته ګټه ده، دومره ګټه دې څنګه وکړه ؟

مصادف ورته د توکیو د نشتون او د سوداګرو د هوډ په باب معلومات ورکړل.

امام وویل: سبحان الله!  د مسلمانانو د تاوان لپاره سره همژمن شوي یاست، چې لږ تر لږه سل سلنه ګټه وکړئ! بیا امام د خپلې اصلي پانګې کڅوړه واخسته او د ګټې د پیسو کڅوړه یې وا نه خسته او ویې ویل: زه دې ګټې ته –چې په بې انصافۍ لاس ته راغلې وي – اړمن نه یم. ای مصادفه!  په حلالو د مال ګټل، پر توره تر جګړې خورا سخت وي. (۸)

***

یو سړي له خپل یوه خپلوان سره د میراث (پاتوړي) پر سر اړپېچ او شخړه درلوده او خبره یې جګړې ته رسېدلې وه. مفضل د امام صادق (رح) یو یار، چې له هغه ځایه تېرېده، د هغوی شخړې ته یې ورپام شو. هغه دا دوه له ځان سره کور ته بوتلل او په څلور سوه دیناره یې د هغوی ترمنځ شخړهواری او سوله وکړه او د شخړې پیسې یې هم له خپله جېبه ورکړې او شخړه هواره شوه.

مفضل هغوی ته وویل: کومې پیسې مو چې ستاسې د شخړې هواري ته درکړې، خپلې مې نه وې او د امام صادق (رح) له ماله مې درکړې؛ ځکه راته یې ویلي دي: هر مهال، چې دې ولیدل، چې دوه مسلمانان سره اړپېچ لري؛ نو زما له ماله یې د اختلاف د هواري لپاره یې ولګوه.(۹)

***

هارون بن جهم وايي: په حیره کې وو. هغه ښار، چې ظالم او غاصب عباسي خلیفه؛ منصور دوانیقي د کوفې ښار ته نږدې جوړ کړی و او امام جعفر صادق (رح) یې هلته په زوره استولی او تر څارنې لاندې نیولی و.

د خلیفه د لښکر یو بولندوی، په یوه مناسبت، یوه ډله مشران او امام جعفر صادق (رح) ته مېلمستیا چمتو کړې وه او کور ته یې رابللي ول. خواړه یې راوړل. یوه مېلمه اوبه وغوښتې. د اوبو پر ځای یې ورته په کټوري کې شراب راوړل. امام جعفر صادق (رح) ددې نندارې په لیدو سره له ځایه راپاڅېد او و یې ویل: د الله تعالی رسول صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي: د الله تعالی له رحمته به لرې او معلون وي، چې هغه دسترخوان ته کېني، چې پرې شراب وي. (۱۰)@

***

د منصور په حکم یې د بیت المال صندوق پرانستی و او هر چا ته یې ترې یو څه ورکول. یو کس و، چې له بیت الماله د خپل حق اخستو ته راغلی و؛ خو داچې څوک یې نه پېژنده؛ نو خپل حق یې نشو اخستای.

داچې د شقراني یو نیکه مریی و او د الله تعالی رسول آزاد کړی و او شقراني هم ترې آزادي په ارث وړې وه؛ نو د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم مولی ورته ویل کېده (یعنې د الله تعالی د استازي ازاد شوی) او دا چار شقراني ته یو ویاړ ګڼل کېده او له دې پلوه یې ځان د رسالت په کورنۍ پورې اړوند ګاڼه.

دا مهال، چې شقراني وارخطا په یوې واسطې پسې و، چې د خپلې برخې اخستو لپاره ترې ګټه واخلي؛دا مهال یې امام جعفر صادق (رح) ولید؛ورمخکې شو او خپله اړتیا یې وویله.

ډېر وخت لا تېر نه و، چې د شقراني برخه یې راوړه او همدا چې امام د شقراني برخه په لاس کې ورکړه؛ نو په مهربانۍ یې وویل: ښه چار د هر چا له اړخه ښه وي؛ خو داچې ته په موږ پورې تړاو لرې او تا د رسالت په کورنۍ پورې اړوند ګڼي، خورا ښه ښکلی دی او بد چار، د هر چار له اړخه، چې وي، بد دی؛ خو له تا نه د هغه تړاو په پار، چې له موږ سره یې لرې، خورا ناوړه دی.

حضرت امام جعفرصادق دا جمله وویله او بېرته ستون شو.

شقراني د امام د خبرو په اورېدو پوه شو، چې امام یې د شراب څښلو له خوالې خبر شوی دی او داچې له شرابخوۍ سره سره، امام ورسره مرسته وکړه او د مرستې ترڅنګ يې خپل عیب ته ورمتوجه کړ، خپل وجدان ته خورا ملامته شو. (۱۱)

***

ابراهیم بن بلاد وايي: د یو مریي د ازادۍ سند مې، چې حضرت امام صادق (رح) کښلی و، ولوست. داسې یې کښلی و:

((جعفر بن محمد دا مریی دا الله تعالی د خوښۍ او رضا لپاره ازاد کړی او له هغه هېڅ ډول مننه او ډالۍ نه غواړي؛ خو په دې شرط، چې لمونځ وکړي، زکات ورکړي، حج ته ولاړ شي، د رمضان په میاشت کې روژه ونیسي، د الله تعالی له دوستانو سره دوستي او له دښمنانو یې کرکجن وي.)) (۱۲)

درې تنو شاهدانو (لویو) دا سند لاسلیک کړی و.

***

مسمع بن عبدالملک وايي: په منی کې مو له امام جعفر صادق (رح) سره انګور خوړل. یوه فقیر راغی او له امام جعفر صادق (رح) نه یې مرسته وغوښته. امام ورته یو غوشمه انګور ورکړل. فقیر ترې انګور و نه منل او ورته یې وویل: که نغدې پیسې لرې؛ نو هغه راکړه. امام ورته: الله تعالی دې یې درکړي.

فقیر سړی ولاړ او څو شېبې روسته بېرته راستون شو او د انګورو غوشمه یې وغوښته. امام وویل: الله تعالی دې یې درکړي او څه یې ور نه کړل.

یو بل فقیر سړی راغی او مرسته یې وغوښته. امام ورته درې دانې انګور ورکړل. هغه واخستل او ولاړ او و یې ویل: مننه د هغه الله تعالی ، چې نړۍ پال دی او ماته یې روزي راکړه.

امام دواړه لپې له انګورو ډکې کړې او ورته یې ورکړې.سوالګر ترې واخستل او ویې ویل: د هغه الله تعالی مننه، چې نړۍ پال دی.

امام وویل: ودرېږه! او خپل مریي ته یې وویل: څومره پیسې درسره دي؟ شل درهمه یې درلودل او هغه یې هم سوالګر ته ورکړل.

سوالګر وویل: الله تعالی ه شکر! الله تعالی ه دا نعمت ستا له لوري دی.ته ایکې یو یې او شریکوال نه لرې.

امام وویل: ودرېږه!  خپل کمیس یې راوایست او سوالګر ته یې ورکړ او ورته یې وویل: وا یې غونده.

سوالګر واغوست او ویې ویل: مننه د هغه الله تعالی ، چې جامه یې راکړه او زه یې وپوښلم. امام ته یې مخ کړ او و یې ویل: الله تعالی دې درسره ښه وکړي.

مسمع وايي: داسې ښکارېده که سوالګر دا ځل هم امام ته دعا نه وه کړې او یوازې د الله تعالی شکر یې ادا کړی و؛ نو امام به بیا هم ورته یو څه ورکړي ول او دې ورکړې ته به یې دوام ورکاوه.

***

مالک بن انس وايي: جعفر بن محمد علیه السلام به تل یا روژه و او یا به یې لمونځ کاوه او یا به د الله تعالی په ذکر بوخت و او د عباد او زهاد له مشرانو ځنې شمېرل کېده. ډېر حدیثونه به یې ویل. ناسته پاسته یې ګټوره او تندی یې ورین و. چې کله به یې ویل، چې د الله تعالی استازي صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي…..؛ نو رنګ به یې واوخوت. . ….

یو کال د حج په سفر کې ورسره وم، د محرمېدو پر مهال یې حال واوخوت، دومره، چې لبیک یې هم ویلی نشو، نږدې ول، چې له وارخطایۍ له سپرلۍ راګوزار شي. و مې ویل: ای د رسول الله زویه! لبیک ووایه او مجبور یې، چې و یې وایې.

و یې ویل: څنګه ووایم: لبیک اللهم لبیک، حال داچې وېره لرم، چې الله تعالی مې داسې ځواب راکړي: لا لبیک و لا سعد بک.(۱۴)

***

قتیبه د امام صادق (رح) له یارانو ځنې دی، چې وايي: د امام صادق (رح) د رنځور زوی پوښتنې ته یې کور ته ورغلو.امام مې یې د کور په مخ کې خپه ولید.د رنځور ماشوم پوښتنه مې ترې وکړه.راته یې وویل: پر الله تعالی قسم!  هغه نه پاتې کېږي. بیا کور ته ورننووت او څه موده روسته راووت او خپګان یې له منځه تللی و. زه هیلمن او خوشحاله وم او ګومان مې وکړ، چې ماشوم روغ شوی دی. یو ځل بیا مې د ماشوم پوښتنه وکړه. راته یې وویل: ومړ.

حیران مې وپوښتل: درځار!  ماشوم، چې ژوندی و؛ نو خپه وئ؛اوس، چې ومړ؛ نو خپه نه یاست.

و یې ویل: موږ هغه کورنۍ یو، چې د کړاو تر راتګ مخکې خپه یو؛ خو چې الهي قضا راپېښه شي؛ نو د الله تعالی امر او رضا ته تسلمېږو او پرې خوښ یو. (۱۵)

***

له حفص بن ابي عایشه نه روایت شوی دی، چې وايي: حضرت امام صادق (رح) خپل چوپړیال (خادم) د یوه کار لپاره ولېږه. خادم وځنډېده. امام په خپله ورپسې ووت او په یو ځای کې وموند، چې ډوب ویده دی. امام ورته کېناست او ورو ورو یې ورته پکی او ببوزه واهه. خادم، چې راپاڅېد ورته یې وویل: ښه درته نه ده، چې هم شپه ویده یې او هم ورځ، شپه ستا او ورځ زموږ.(۱۶)

***

معلی بن خنیس وايي: په یوه باراني شپه کې حضرت امام صادق (رح) د ظله بن ساعده پر لور روان و. هلته یو سپرګی و، چې بېوزلیو به یې تر سیوري لاندې دمه او استراحت کاوه.

په امام صادق پسې ورروان وم، په لار کې د امام صادق له ګنډې یو څه راولوېدل.

و یې ویل: بسم الله! الله تعالی ه! هغه څه راوګرځوه، چې پر ځمکه رانه ګوزار شول.

ورمخکې شوم، سلام مې وکړ. راته یې وویل: معلی!  ته یې!

و مې ویل: هو! درځار.

و یې ویل: په لاس یې ولټوه، څه چې دې وموندل، را یې کړه.

و مې لټول، څو ډوډۍ مې وموندې او امام صادق ته مې ورکړې. له ډوډیو یوه ډکه بوجۍ ورسره وه، چې ډېره درنده وه.

و مې ویل: در ځار!  اجازه راکړئ! بوجۍ زه یوسم.

راته یې وویل: نه!  زه دې کار ته وړ یم.راځه راپسې.

له امام سره یوځای شوم او ظله بني ساعده ته ورسېدو.یوه ډله بېوزله ویده وو. امام د هر یوه تر جامو لاندې دوه ډوډۍ کېښوولې او هېڅ څوک ترې پاتې نشول. بیا راستانه شوو.و مې ویل: هغوی مو لارویان ول.

امام وویل: که له لارویانو پرته مې هلته څوک ول، بیا مې هم ورسره تردې ډېره مرسته کوله. (۱۷)

***

له هشام بن سالم څخه رانقل شوي دي، چې و یې ویل: دا د امام جعفر صادق (رح) کړلار وه، چې د شپې به یې کڅوړې له له ډوډۍ، غوښو او پیسې پر اوږه کولې او د مدینې اړمنو ته به یې وړلې او پر هغوی به یې ویشل؛البته دې اړمنو به امام صادق نه پېژانده او چې کله امام صادق ومړ او له هغوی سره مرسته بنده شوه؛ نو پوه شوه، چې مرسته د امام صادق (رح) له اړخه وه.

***

د امام جعفر صادق (رح) یو ملګري او لاروي په جبل عامه کې ژوند کاوه. جبل عامه په اوسني لبنان هېواد کې دی. نوموړی د هغه سیمې بډایه او شتمن وګړی و. یوه ورځ د حج په موخه د کعبې پر لوري روان شو او په لار کې مدینې ته ننووت او امام جعفر صادق (رح) ته ولاړ، چې ورسره وویني. چې کله امام صادق (رح) ته ورغی؛ نو لس زره درهمه یې ورکړل او له امام صادق نه یې وغوښتل، چې په مدینه کې پرې ورته کور وپېري.امام ومنله او پیسې یې ترې واخستې. چې کله هغه سړی کعبې ته ولاړ او امام چې د خپل امامت د علم له مخې پوهېده، چې هغه سړی راضي دی؛ نو ټولې پیسې یې پر ساداتو او بېوزلیو وویشلې. سړي، چې حج وکړ؛ نو مدینې ته راستون شو او امام صادق (رح) ته ورغی او ورته یې وویل: ښاغلیه! آیا کور دې راته پېرلی دی؟ امام وویل: هو پېرلی مې دی.غواړې، چې قباله یې دروښیم؟

سړي وویل: هو! ای د الله تعالی د استازي زویه.

امام صادق ورته یو کاغذ ورکړ، چې پرې لیکلي شوي ول:جعفر بن محمد دې سړي ته په جنت کې یو کور پېرلی دی، چې د کور یوې خواته یې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کور او د کور بلې خواته یې د امیرالمؤمنین علي علیه السلام کور دی او یو خوا ته یې د امام حسن او بلې خواته یې د امام حسین کور دی.

سړي لیک ولوست، ښکل یې کړ او پر سترګو یې کېښود او ویې ویل: منم یې او خوښ یم.

امام هم وویل: ما هم د کور بیه پر ساداتو او بېوزلو وویشله.

سړي په خوشحالۍ قباله واخسته، ښکل یې کړه او ولاړ. د عمر په اخرو شېبو کې وصیت وکړ، چې تر مرګ روسته دا قباله ورسره په کفن کې کېږدئ.

سړی ومړ او خخ یې کړ او قباله یې ورسره په کفن کې کېښووله.

بله ورځ ولیدل شول، چې پر قبر یې لیکل شوي دي: جعفر بن محمد علیه السلام يې ژمنه وفا وکړه.(۱۹)

***

د عباسیانو یو چارواکي د رفید په نامه یو مریی درلود.یوه ورځ بادرار پر خپل مريي غوسه شو او د هغه د وژلو هوډ یې وکړ. رفید له خپل بادااه وتښتېد او امام جعفر صادق (رح) ته یې پناه یووړه او له هغه یې مرسته وغوښته.

امام وویل: خپل بادار ته دې ورستون شه، سلام مې پرې ووایه او ورته ووایه: جفعر بن محمد، د الله تعالی د استازي صلی الله علیه و آله وسلم زوی ما ته پناه راکړې او هغه مه کړوه.

مريي وویل: زما بادار د شام دی او په خپله پوهېږئ، چې د شام ډېری خلک له امامانو سره مخالف دي. وېره مې له دې ده، چې د خبرې په اورېدو مو راباندې غوسه شي.

امام وویل: مه ډارېږه او هغه وکړه، چې درته مې وویل.

مریی د خپل بادار د کور پر لور روان شو، په بیدیا کې له یوه عرب سره مخ شو او و یې پوښتل: چېرته ځې ای سړیه! زه دې په څېره کې مړینه وینم.

دې خبرې د مريي زړه نور هم وغورځاوه او رنګ یې والوت.بیدیاني عرب یې لاس ونیو، ور و یې کتل او ورته یې وویل: دا د هغه چا لاس دی، چې ډېر ژر به ووژل شي. بیا یې د مريي پښو ته وکتل او و یې ویل: دا د هغه سړي پښه ده، چې ډېر ژر به ووژل شي او په همدې توګه یې د مريي ټول بدن له سترګو تېر کړ او ورته یې وویل: دا د هغه چا بدن دی، چې د مرګ پر لور روان دی. بیا د مريي ژبې ته ځیر شو او ورته یې وویل: له مرګ مه ډارېږه! ځکه پر ژبه دې هغه پیغام دی، چې که دنګو غرونو ته دا پیغام ورکړې؛ نو ټول به نرم او مطیع به دې شي.

مریی روان شو او د خپل بادار کور ته ورسېد. د بادار کور ته چې ورننووت؛ نو کلک ونیول شو، لاسونه یې ور وتړل شول او بادار یې د وژلو حکم وکړ. جلاد له لغړې تورې سره ورغی او ترڅنګ یې ودرېد، چې سر ترې پرې کړي. مريي وویل: باداره! زه خو دې په زور نیولی نه یم؛بلکې په خپلو پښو دلته راغلی یم. یو څه خبرې درسره لرم، غواړم ګوښي یې درته ووایم، یو ځل مې خبرې واوره، بیا دې خوښه خپله، چې څه راسره کوې.

شامي سړي خپلو اطرافیانو ته وویل، چې ووځئ! خونه چې تشه شوه؛ نو مریی خپل بادار ته رانږدې او ورته یې وویل: زما او ستا بادار؛ حضرت جعفر بن محمد صادق (رح) درباندې سلام وايي او وايي، چې ما ته یې پناه راکړې ده…..

بادار په حیرانۍ وپوښتل: قسم خورې، چې ما ته یې سلام رالېږلی دی؟

مریي قسم وخوړ، شامي سړي، بیا خپله پوښتنه و نه کړه او مريي پرله پسې قسمونه وخوړل، چې کټ مټ رښتیا وايي. بادار، چې له خوشحالۍ په خپلو جامو کې نه ځايېده، په بيړه یې د مريي لاسونه پرانستل او ویې ويل: تر هغه به مې تسل ونشي تر څو دې زما لاسونه همغسې نه وي تړلي؛ لکه څنګه چې مې ستا تړلي ول.

مريي وویل: ددې کار مړانه نه لرم.

و یې ویل:چې داسې و نه کړې؛ نو له خجالته دې راوتای نشم.

شامي سړي دومره ټینګار وکړ، چې مريي په پړي لاسونه وتړل او بېرته یې پرانستل. سړي خپله ګوتمه مريي ته ورکړه او ورته یې وویل: دا ټاپه ده او تردې روسته د خپلو ټولو چارو واګې تاته درکوم او د خپلې ټولې شتمنۍ واک هم درکوم، چې څه دې خوښه وي، پرې کوه یې.

او همدا وو، چې مريي د امام صادق (رح) په ولایت د منګولو لګولو له لارې، نه یوازې ځان وژغوره؛بلکې د خپل بادار په نزد خورا ستر مقام ته هم ورسېد.(۲۰)

***

نجاشي د امام صادق علیه له لارویانو ځنې و.په یو وخت کې هغه د اهواز چارواکی شو. د هغه یو کارمند، چې د دولس ګونو امامانو له لارویانو ځنې و، امام صادق ته ورغی او ورته یې وویل: زه باید د نجاشي چارواکۍ ته لس زره درهمه مالیات ورکړم؛ خو دومره نغذې نه لرم او داچې نجاشي ستاسې لاروی او خبره دې مني؛ نو که خوښه مو وي، یو لیک ورواستوئ، چې مرسته راسره وکړي.

امام صادق (رح)، نجاشي ته په دې مضمون یو لیکه وکښه: رور دې خوشحاله کړه، چې الله تعالی دې خوشحاله کړي.

سړي لیک له ځان سره واخست او او نجاشي ته ولاړ. د نجاشي د کار ځای، چې تش شو او هغه یې یوازې وموند؛ نو ورنږدې شو او ورته یې وویل: له امام صادق (رح) نه مې درته لیک راوړی دی.

نجاشي په خورا درناوي ترې لیک واخست، ښکل یې کړ، پر سترګو یې کېښود او بیا یې وویل: څه اړتیا لرې؟

سړي وويل: ستاسې د دفتر له خوا راته ویل شوي، چې باید لس زره درهمه مالیات ورکړم.

نجاشي خپل دفتروال او صندوقوال راوغوښت او ورته یې وویل: دده سړي حساب را پیدا کړه او په ماپسې یې پور ولیکه.

او بیا یې وویل: د بل کال مالیات یې هم په ماپسې ولیکه.

بیا یې له هغه سړي وپوښتل: آیا خوشحاله مې کړې؟

و یې ویل: هو!

بیا یې د نجاشي په حکم، یو آس، یومینزه او یو جوړ جامې ورکړې. بیا یې وپوښت:آیا خوشحاله کړی مې یې؟

و یې ویل: هو!

بیا یې هغه سړي ته وویل: زما د خونې فرش هم له ځان سره یوسه.

سړی په خوشحالۍ له نجاشي ووت، مدینې ته ولاړ او څه موده روسته یې له امام صادق سره وکتل او د نجاشي کیسه یې ورته وکړه.امام صادق (رح) د نجاشي له کړنو خورا خوشحاله شو او ویې ویل: پر الله تعالی قسم، چې هغه الله تعالی او د هغه استازی هم خوشحاله کړ. (۲۱)

دولس ګونو امامانو خپلو لارویانو ته ویل، چې په هر منصب او مقام، چې یاست، د خپلو دیني ورونو په چوپړ کې شئ او اړتیاوې یې ورپوره کړئ.

***

یو ځوان په بني امیه حکومت کې کار کاوه. یوه ورځ علي بن حمزه ته ولاړ.نوموړی د امام جعفر صادق (رح) له لارویانو او یارانو ځنې و او له هغه یې وغوښتل، چې له امام صادق نه ورته د کتنې وخت واخلي.

امام دې ځوان ته د کتنې اجازه ورکړه. ځوان امام صادق (رح) ته ورغی او ورته یې وویل: ما د امویانو په دفتر کې کار کاوه او له دې لارې مې خورا شتمني لاس ته راوړې ده؛ خو د شتمنۍ په لاس ته راوړو کې مې حلالو او حرامو ته نه کتل. اوس په خپلو تېرو پښېمانه یم، غواړم توبه وکړم، تاسې راته ووایئ، چې څه وکړم؟

امام وویل: که تا او ستا په څېر نور د امویانو په چوپړ کې نه وای، د هغوی لپاره مو مالیات نه راټولول، کتابت مو ورته نه کاوه، ولجې او غنیمت مو ورته نه راټولول، د هغوی په پلوۍ جګړو ته نه تللئ او د هغوی په غونډو کې مو ګډون نه کاوه؛ نو هغوی به هېڅکله نشو کولای، چې زموږ د اهلبیتو حق ولتاړي او ګېډه پرې واچوي، که خلکو ورته شا کړې وای؛ نو هغوی به د دنیا مال ته نه رسېدل.

ځوان، چې خورا پښېامه شوی و، و یې ویل: درځار! د خلاصون کومه لار شته؟

امام: که درته یې ووایم؛ نو عمل به پرې وکړې؟

و یې ویل: هو! ای د الله تعالی د استازي زویه!

امام صادق وویل: کومه شتمني، چې دې له دې لارې لاس ته راوړې، ترې تېر شه.د چا حق، چې دې خوړلی او پېژنې یې، حق یې بېرته ورکړه او هغه چې نه پېژنې، شتمني یې د هغوی په نامه د الله تعالی په لار کې صدقه ورکړه، چې پردې کار دې ګواهي ووایم، چې الله تعالی دې جنتي کړي.

ځوان د څه وخت لپاره سر په ګرېوان کې ښکته نیولی و، فکر یې وکړ او بیا یې وویل: څه مو چې وویل: عملي کوم یې.

ځوان له علي بن حمزه سره کوفې ته ولاړ. خپل ټول سامان یې وپلوره او خلکو ته یې بېرته ورکړ او خپله نوره شتمني یې د الله تعالی په لار کې صدقه کړه او دومره بې پیسو شو، چې د امام نورو لارویانو ورته پیسې راټولې کړې، چې ځان ته پرې جامې وپېري.

څه موده تېره شوه او دا ځوان رنځور شو.یوه ورځ یې علي بن حمزه پوښتنې ته ورغی، و یې لیدل، چې ځوان د ژوند په روستیو شېبو کې دی او ځلکدن یې دی. ځوان سترګې پرانستې اوعلي بن حمزه ته یې وویل: پر الله تعالی قسم، چې امام صادق (رح) پر خپله ژمنه وفا وکړه.

څو شېبې روسته ځوان ومړ او داچې دې ځوان پیسې نه درلودې؛ نو علي بن حمزه او یارانو یې غسل او کفن ورکړ او خاورو ته یې وسپاره.څه موده روسته علي مدینې ته ولاړ او له امام صادق سره یې وکتل. امام د علي په لیدو، وویل: پر الله تعالی قسم! موږ پر هغه ژمنه وفا وکړه، چې ځوان ته مو ورکړې وه.

علي وویل: درځار! په خپله ځوان هم د ځلکدن پر مهال همداسې وویل.(۲۲)

***

امام صادق (رح) وویل: الله تعالی مقدر کړي ول، چې بني اسراییل، د هغوی د ناوړه کړنو او ګناهونو له امله، څلور سوه کاله د فرعونیانو پر کړخت ککړ وي.د فرعونیانو د حکومت، دوه سوه او دېرش کاله، چې تېر شول؛ نو خلک د فرعونیانو له ظلمونو او تېریو پوزې ته راغلل او د څلوېښت شپو لپاره يې د الله تعالی درشل ته ژړاګانې، زارۍ او دعاګانې وکړې؛ نو الله تعالی حضرت موسی او هارون علیهم السلام ته داسې وحې وکړه: بني اسراييل مې د فرعونیانو له عذابه خلاص کړل. په دې توګه حضرت موسی علیه السلام پېغمبر شو او د بني اسراییلو پاتې یوسل او اویا کاله عذاب او کړخت وبښل شو.

ددې خبرو تر کولو روسته امام جعفر صادق (رح) وویل: چې کله تاسې هم د بني اسراييلو په څېر د الله تعالی درشل ته زارۍ او دعاګانې وکړئ او له الله تعالی ه د حضرت امام مهدي علیه السلام راښکاره کېدل وغواړئ؛ نو الله تعالی به یې راښکاره کېدل رامخکې کړي او که داسې و نه کړئ؛ نو دا کړخت به تر هغه دوام ومومي، چې الله تعالی ټاکلې ده. (۲۳)

***

امام جعفر صادق (رح) یو مریی درلود، امام به چې کله جومات ته تله؛ نو هغه به یې له ځان سره بوتله، خپل اس به یې ورکاوه او په خپله به جومات ته ننووت، مریی به له اس سره له جوماته بهر تر هغه په تمه کېده، چې امام صادق راووځي.

یوه ورځ مریی د جومات ترڅنګ امام صادق (رح) ته، د اس واګې په لاس، په تمه ناست و، د امام صادق د خراسان پلویان راغلل.یو له هغوی مریي ته مخه کړه او ورته یې وویل: زه شتمن انسان یم او خورا ډېره شتمني لرم، غواړې ټوله تاته درکړم.

مريي وویل: هو!

شتمن وویل: له امام صادق (رح) نه وغواړه، چې ما ستا پر ځای خپل مريي کړي، تا ازاد کړي او زه خپله ټوله شتمني تاته درکړم.

مريي په خوشحالۍ وویل: ورځم، چې خپل بادار ته مې دا وړاندیز ورکړم.

مریی امام صادق (رح) ته ورغی او ورته یې وویل: باداره! درځار! څومره مې ستاسې خدمتونه کړي دي، که الله تعالی ما ته یو نعمت راکول غواړي؛ نو آیا تاسې یې په مخ کې خنډېږئ.

امام صادق: نه!

مريي ورته د خراساني کیسه او دا وړاندیز ووایه. د مريي تر خبرو اورېدو روسته ورته امام وویل: که ته مې په چوپړ کې خوشحاله نه یې او هغه سړی خوشحاله وي؛ نو هغه منم او ته آزاد یې.

مریی د وتو په حال کې و، چې امام پرې غږ وکړ:د هغه خدمت په پار، چې زما دې کړی دی، غواړم یو نصیحت درته وکړم، وا یې وره، عمل پرې وکړه او بیا چې دې څه خوښه وي، هغه وکړه.

د قیامت ورځ، چې شي؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم به په الهي نور پورې متصل شي او امیرالمؤمنین علیه السلام به د الله تعالی په استازي پورې او دولس ګوني امام به د حضرت علي علیه السلام په لمن پورې او لارویان یې د دولس ګونو امامانو په لمن پورې؛ نو د الله تعالی رسول، چې هر مقام ته ورننوځي، موږ هم ورننوځو او په موږ پسې مو لارویان راننوځي.

مریي د امام تر خبرو اورېدو روسته وویل: زه مو په چوپړ کې پاتېږم او پر اخروي ژوند، دنیا ته غوراوی ورکوم.

بیا مریی، خراساني سړي ته ورغی، خراساني سړي د مريي په لیدو وویل: د څېرې رنګ دې اوختی دی، له دې ځایه، چې تللې، بل شان وې.

مریي ورته د امام صادق خبرې وکړې او بیا یې هغه امام صادق ته بوت. امام صادق د خراساني سړي له دوستۍ خوښ شو او هغه ته یې زر دیناره ورکړل.(۲۴)

***

امام جعفر صادق (رح) له یوه کاروان سره حج ته روان و، په لار کې یو داړونکی زمری د کاروان مخې ته ورغی، کارون ودرېد او هېڅ چا هم مړانه نه کوله، چې ورمخکې شي.

دا مهال امام صادق زمري ته ورمخکې شو، مخې ته یې ودرېد، اشاره یې ورته وکړه، زمري سر ښکته او د کاروان له لارې ولاړ.

بیا امام وویل: که تاسې هم ګناه نه وه کړې؛ نو داسې به وئ(؛یعنې داړونکيو ځناورو به درسره کار نه درلود) (۲۵)

***

محمد بن عبدالله اسکندري، د عباسیانو خلیفه، منصور ته ولاړ او ورته یې وویل: زه په مدینه کې وم او جعفر بن محمد له خوالو خبر شوی یم؛ هغه خپل مريي معلی بن خنیس ته دنده ورکړې، چې وسله راغونډه کړي، چې ستاسې پرخلاف پاڅون وکړي او حکومت مو راوپرځوي.

منصور بې ځنډه د مدینې والي (داود) ته چې خپل تره یې و، لیک وکښه او ورته یې وویل، چې بې ځنډه د جعفر بن محمد پر کور یرغل وکړه، و یې نیسه او لاس تړلی یې بغداد ته راولېږه.

چې کله یې امام د منصور ماڼۍ ته راوست؛ نو منصور پرې نیوکه وکړه: ولې مې پر خلاف راپاڅېدلی یې؟

امام صادق وویل: که خبر یې درکړی وي؛ نو دروغ دي ؟

منصور وویل: قسم خورې!

امام صادق وویل: قسم خورم.

منصور وویل: په طلاق او عناق قسم وخوره.

امام وویل: زه شرعي قسم خورم، ته یې نه منې؛ نو څرنګه غیر شرعي قسم وخورم؟

منصور غوسه شو او و یې ویل: زما په مخ کې د پوهې څرګندونه کوې؟

امام صادق وویل: موږ د پوهې کان او قرآنوال یو. قرآن زموږ په کور کې رانازل شوی دی او د علم حقیقت له موږ سره دی.

منصور وویل: اوس چې داسې ده؛ نو هغه کس چې دا خبر راوړی، را غواړم، چې هر څه دې راڅرګند کړي.

محمد راغی او یو ځل بیا یې خپل تورونه پر امام ولګول. امام صادق وویل: آیا قسم خورې، چې ما وسله راټوله کړې او د پاڅون نیت لرم؟

و یې ویل: هو! قسم پر هغه الله تعالی ، چې بې له هغه بل نمانځوړ نشته، ژوندی او ویښ الله تعالی ……

و یې ویل: نه!  داسې قسم د منلو وړ نه دی.

منصور وپوښتل: ولې؟

و یې ویل: الله تعالی کریم او رحیم دی. که څوک یې د جمال په نومونو راوبلي؛ نو شونې ده، چې د الله تعالی په رحمت کې راونغاړل شي او په دې قسم حق څرګند نشي. هغه باید داسې قسم وخوري: که درواغ وایم؛ نو د الله تعالی له واکه دې بهر او په خپل کې دې شم.

محمد هم هماغسې قسم وخوړ؛ لکه څنګه چې امام صادق ورته ویلي ول؛ خو همداچې قسم خوړل یې پای ته ورسېد، سړی په ځمکه راغورځېد او ومړ. منصور، چې وېرېدلی و، د امام په درناوي یې ترې بښنه وغوښته. (۲۶)

***

د حضرت امام صادق (رح) په پېر کې یو دوکه باز او چلي سړی راڅرګند شو او د خدايي ادعا یې وکړه. هغه به ویل: تاسې چې ویاست، چې الله تعالی خالق او پنځګر دی، زه هم خالق یم. بیا یې په یوه لوخي کې یو څه خاوره، جر او اوبه واچولې. څو ورځې روسته، په لوخي کې چینجي راپیدا شول. هغه به ویل: ما دا ژوي پنځولي دي. الله تعالی تر نهو میاشتو روسته د مور په نس کې ژوي پنځوي او زه یې په درېیو ورځو کې ژوي پنځوم.

ځینې ساده خلک یې هم پر خبرو تېروتي ول او د هغه خبره یې منلې وه او پر الله تعالی پر ګروهه  کې یې شک رامنځ شوی و.

د آل محمد صادق ته یې خبر ورکړ، چې یو چلي انسان راپیدا شوی دی او خلک بې لارې کوي او په یوه خالي لوخي کې ژوي پنځوي.

امام صادق وویل: د لوخي د ژویو په باب دې دوه کاره وکړي، که هغه یې وکړل؛ نو بیا یې خبره منو.

لومړی ترې دا وپوښتئ، چې تر اوسه پورې دې موجودات پنځولي دي؟ او دویم داچې ورته ووایئ، چې که ته خالق یې؛ نو باید پر خپلو مخلوقاتو دې تسلط ولرې او هغوی دې د احکامو منونکي او پلي کوونکي وي؛ نو چینجو ته دې ووایه، چې له خپلې لارې پرته پر یوې بلې لارې او بل لور ته دې ولاړ شي.

دا خبره یې هغه چلي سړي ته وکړه. هغه چې لا تراوسه چینجي نه ول، شمېرلي او فکر یې هم نه کاوه، چې څوک به یې یوه ورځ داسې وپوښتي؛ نو و یې ویل: تاسې څه کار لرئ، چې څو چینجي مې پنځولي.

خلکو وویل: هېښنده خالق یې، چې نه پوهېږې، چې څومره مخلوقات دې پنځولي دي.

بیا یې وویل: خپلو موجوداتو ته حکم وکړه، چې خپله لار بدله کړي او بل لوري ته ولاړ شي.

چلي سړی، چې پوزې ته راغلی و، و یې ویل: د هغوی حرکت زما په واک کې نه دی او زما خبرې ته پام نه کوي.

خلک، چې د چلي سړي په ماتېدو پوه شوي ول، ترې خپاره واره شول او هغه یې له هغه ځایه وشړه او په دې توګه یو ځل بیا امام صادق خلک له بې لارۍ وساتل.(۲۷)

***

د دولس ګونو امامانو یو لړ دوستان او لارویان امام صادق (رح) ته راغلل او ورته یې وویل: ای د الله تعالی د استازي زویه!  د پلار په پېر کې دې، که موږ کومه ستونزه یا پوښتنه درلوده؛ نو هغه به یې سم بشپړ ځواب راکاوه، اوس یې له تاسې پوښتو او سم بشپړ ځواب اورو؛ خو خبره داده، چې ته پوه یې که پلار دې؟

امام صادق وویل: پلار مې خورا پوه و؛ خو اوس د هغه ټوله پوهه له ما سره ده.(۲۸)

او همداراز روایت شوی دی، چې یو ملګري یې له امام صادق (رح) نه یوه هېښنده خبره واورېده؛ نو په حیرانۍ یې وویل: ای د الله تعالی د استازي زویه!  دا خبره مو ګرانبیه ملغره ده.

امام صادق وویل: خبره تر ملغلرې غوره ده؛ ځکه ملغلره یوازې یو ډبره ده؛ خو خبره ګټوره ده. (۲۹)

***

عمروبن نعمان روایتوي، چې د امام صادق (رح) په دوستانو کې یو شتمن سوداګر و. هغه به چې هر مهال مدینې ته راتله؛ نو هرومرو به د امام صادق (رح) کتو ته راتله او خورا درناوی به یې کاوه او په هر ځای کې به ورسره و او هېڅکله به ترې نه بېلېده.

یوه ورځ د موچیانو په بازار کې روان وو او د امام صادق یو مریی، چې د هندوستان له خلکو و، هم ورسره و. سړي ناڅاپه شاته وکتل او مریی یې و نه کوت، درې ځل یې ورته غږ وکړ او ورته یې وویل: حرامي!  چېرته یې؟

حضرت امام صادق (رح) ددې خبرې په اورېدو خپل تندي ته ټک ورکړ او و یې ویل: سبحان الله!  هغه ته کنځلې کوې او پر مور یې د زنا تور هم لګوې؟ ګومان مې کاوه، چې ته متقي انسان یې؛ خو اوس دې ګورم، چې تور لګوې او کنځا هم کوې؟

سوداګر وویل: ځار دې شم!  د هغه مور خو څه مسلمانه نه ده، د سند مشرکه ښځه ده.

امام صادق وویل: مګر خبر نه یې چې هر ولس له زنا د مخنیوي په موخه یو ځانګړی ډول واده لري؛ نو زامنو ته یې حرامیان نه شو ویلی. له ما نه لرې شه، چې لارویان مې داسې کنځل مار او بدزبانه نه دي.

راوي وايي: بیا مې و نه لیدل، چې هغه سړی له امام صادق سره یوځای وګرځي.

***

د آل محمد صادق به په خلکو کې ښکلې جامې اغوستې او په وګړیز ژوند کې به یې خړې او کله پیوندي جامې هم اغوستې. یوه ورځ یې یو ملګری کتو ته ورغی او و یې لیدل، چې امام صادق داسې کمیس اغوستی، چې ګرېوان یې پیوندي دی.سړي څو ځل د امام صادق د جامو ګرېوان ته وکتل.

امام صادق وویل: ولې دې سترګې په ما کې راټومبلي دي؟

ورته یې وویل: ای د الله تعالی د استازي زویه!  هغه پیوند ته ګورم، چې د کمیس په ګرېوان کې مو لګېدلی دی.

د امام صادق مخې ته یو پرانستل شوی کتاب و ، امام هغه سړي ته وویل: د کتاب دې مخ ته وګوره، چې څه یې پکې کښلي دي؟

سړي د کتاب مخ ته وکتل، دا یې پکې کښلي ول:هغه چې حیا نه لري، ایمان نه لري او څوک چې حساب و کتاب نه لري؛ نو مال نه لري، نوي نه لري، هغه چې زاړه نه لري.

امام صادق سړي ته وویل: نوې جامې په زړو جامو وساته. (۳۱)

***

حضرت امام صادق (رح) له خپل یو لاروي او ملګري سره وکتل او د هغه د کار پوښتنه یې ترې وکړه.

سړي وویل: څه کار مې له لاسه نه کېږي، داسې خلک وینم، چې ستونزې لري او شتمني هم نه لرم، چې هغوی ته یې وروبښم یا یې ستونزې هوارې کړم او یوازې دومره مې له لاسه کېږي، چې خبرې او نصیحت ورته وکړم او خلک هغو ته هیلمن کړم، چې الله تعالی له ښو خلکو سره ژمنه کړې ده، د الهي اولیاوو له ساده ژونده ورته بېلګې راوړم او تسل ورکوم. د مشرانو ګاللې سختې او کړاوونه ورته بیانوم او له دې لارې یې د زړه پر ټپونو ټکور ږدم. ستاسې په ویناوو یې خیر ښېګڼې ته رابلم، څه وکړم، بې له خبرو بل کار نشم کولای.

حضرت امام صادق وویل: ډېر ښه! الله تعالی له هر چا د هغه د وس هومره تمه لري.آیا ښه وینا او حق خبره سپکه ګڼې، حال داچې د الله تعالی د دوستانو، حکیمانو او پېغمبرانو آریزه پانګه ده. الله تعالی خپل یو استازی هم د سرو او سپینو زرو له کڅوړو سره د خلکو هدایت او ښیون او مشرۍ ته نه دی وراستولی، د هغوی ټول اوزار هماغه ښه خبره او وینا وه او تردې اوچت خو داچې الله تعالی په خپله هم ځان بشر ته په وینا او خبره معرفي کړی دی. حق خبره او رښتیا وینا ستره پانګه ده، په قدر یې پوه شه او په پار یې د الله تعالی شکر کوه.نه داچې د ځینو نعمتونو د نشتون په پار ناشکره شې.(۳۲)

***

یو سراج سړی، چې د امام صادق (رح) خادم و، وایي: هغه مهال، چې امام صادق (رح) په حیره کې و.زه یې له خپلو څو تنو یارانو سره په یوه کار پسې ولېږلم. ولاړو او د شپې ستړي ستومانه راستانه شو. زه ستړی په بستره کې پروت وم، چې ناڅاپه امام صادق (رح) راننووت او و یې ویل: تاسې ته راغلی یم.

زه نېغ کېناستم او امام هم د بسترې په یوه څنډه کېناست او د هغه کار په باب یې وپوښتلو، چې ورپسې یې لېږلي وو.ما هم ګزارش ورکړ او امام صادق د الله تعالی شکر وکړ.

بیا د یوې ډلې خبرې رامنځ ته شوې.ما وویل: قربان دې شم!  موږ ترې کرکجن یو؛ ځکه هغوی مو له عقیدې سره مخالف دي.

امام صادق (رح) وویل: هغوی له موږ سره مینه لري، آیا داچې له تاسې سره ګروهه  مخالفه ده، ترې کرکجن یاست.

ځواب مې ورکړ:هو!

و یې ویل: موږ هم یو لړ عقاید لرو، چې تاسې یې نلرئ؛ نو آیا وړ ده، چې موږ هم له تاسې کرکجن شو.

و مې ویل: نه! قربان دې شم.

و یې ویل: له الله تعالی سره هم یو لړ حقایق دي، چې له موږ سره نه دي؛ نو آیا ګومان کوئ، چې الله تعالی به مو له پامه غورځوي.

و مې ویل: نه پر الله تعالی! درځار!  تردې روسته ترې کرکه نه کوم.

و یې ویل: له مسلمانانو سره مینه کوئ او کرکه ترې مه کوئ.ایمان خپلې مرتبې لري. ځینې د یوې برخې، ځینې د دوو برخو او ځینې یې د اوو برخو خاوندان دي. هغه چې پوهه یې د څلورمې مرتبې هومره وي، نشي کولای، چې د اوومې مرتبې د خاوند په څېر عمل وکړي او الله تعالی هم پر هر چا د خپلې وسې هومره پېټی ایښی دی.

اوس به درته یو مثال ووایم: یو مسلمان یو مسیحي ګاونډی درلود. هغه یې اسلام ته راوباله او هغه مسلمان شو، بیا سهار وختي ورپسې ورغی او ورته یې وویل: اودس وکړه، پاکې جامې واغونده او له ماسره لمانځه ته راشه. هغه یې له ځان سره جومات بوت.لمونځ یې وکړ او تر لمانځه روسته یې مستحبات هم پر ځای کړل، چې لمر راوخوت.تازه مسلمان شوي غوښتل، چې کور ته ولاړ شي، بل سړي وویل: چېرته ځې؟ ورځې لنډې شوې دي او ماسپښین ته دومره وخت نه دی پاتې، له هغه سړي سره کېناست او د ماسپښین د لمانځه وخت راورسېد او د ماسپښین لمونځ یې هم وکړ.بیا ورته مسلمان وویل:د مازیګر او ماسپښین د لمانځه د وخت تر منځ دومره واټن نه وي. هغه یې له ځان سره کېناوه او د مازیګر لمونځ یې هم پرې وکړ.تازه مسلمان شوي سړي غوښتل حرکت وکړي، چې ملګري یې وویل: د ماښام د لمانځه وخت هم رانږدې دی، هغه یې د ماښام لمانځه ته هم ایسار کړ او د ماښام لمونځ یې پرې وکړ.بیا یې وویل: یو بل لمونځ هم دی، هغه به هم وکړو او بیا د ماسخوتن تر لمانځه روسته یو له بله بېل شول.

بله ورځ بیا دا سړی د تازه مسلمان شوي سړي د کور مخې ته ورغی او ورته یې وویل:راځه چې لمانځه ته ولاړ شو.

تازه مسلمان شوي وویل: زه فقیر او بال بچه دار یم، خپل دین ته یو داسې کس پیدا کړه، چې تر ما ډېر بېکاره ده.

امام جعفر صادق وویل: د خیر په نیت یې مسلمان کړ او د خیر په نیت – خو له زیاده روۍ- سره یې له مسلمانۍ کرکجن کړ. هر څه خپله اندازه لري.(۳۳)

***

حضرت امام جعفر بن محمد صادق ته وویل شول، چې یو سړی وايي: په خپل کور کې ناست یم او ټول وخت مې لمونځ، روژه او د الله تعالی په عبادتونو تېروم او دعا کوم، چې الله تعالی ه! روزي مې راورسوې.

امام وویل: دعا یې نه منل کېږي.

او همداراز روایت شوي دي، چې یو سړی امام صادق ته ورغی او ورته یې وویل: د دنیا لاس ته راوړو ته هڅې کوم او خوښ یم، چې تر ګوتو یې کړم.

امام صادق (رح) وویل: چې څه پرې وکړې؟

و یې ویل: چې ځان او کورنۍ مې پرې هوسا کړم. کورنۍ او خپلوانو ته مې ګټه ورسوم او نورو ته هم انفاق وکړم او د الله تعالی د کور د حج کولو توفیق هم ومومم.

امام صادق وویل: دا د دنیا غوښتنه نه؛بلکې د آخرت غوښتنه ده.(۳۴)

***

عبدالله بن سنان د عباسي درېیو خلفاوو (منصور، مهدي او هارون الرشید) خزانه دار؛ خو د امام صادق اعتمادي او له ارادتمندانو ځنې و، هغه وايي: په جومات کې امام صادق ته ورغلم. هغه د مازیګر تر لمانځه روسته مخ په قبله ناست و. و مې ویل: ای د الله تعالی د استازي زویه! ځینې چارواکي خپلې شتمنۍ د امانت په توګه له موږ سره ږدي، چې کېدای شي، چې شرعي سهم یې نه وي ورکړی. آیا موږ یې باید امانتونه بېرته ورکړو؟

امام صادق وویل: د حق ورکول یې د هغوی پر غاړه دي؛ خو امانت بېل حساب لري. پر الله تعالی قسم که ابن ملجم – د حضرت علي کرم الله وجهه قاتل- هم یو امانت راوسپاري، امانت یې منم او هر وخت یې چې وغواړي، بېرته یې ورکوم.(۳۵)

***

د حضرت امام صادق (رح) یو یار روایت کړی دی: یوه ورځ امام صادق یوه کڅوړه پیسې راکړې، چې پلاني سړي ته یې ورکړم، چې یو هاشمي و؛ خو چې پوه نشي، چې دا کڅوړه امام صادق راکړې ده.

ما کڅوړه واخسته او هغه هاشمي سړي ته مې ورکړه، هغه خوشحاله شو او راته یې وویل: الله تعالی دې له هغه ناپېژانده سړي سره ښه وکړي، چې دا پیسې یې رالېږلې دي، هغه تل پیسې رالېږي او زه پرې د ژوند ګوزاره کوم؛ خو جعفر بن محمد، سره له دې، چې خپلوان مې دی، یو درهم مرسته هم راسره نه کوي، حال داچې خورا شتمن دی.

***

حضرت امام ابوحنیفه (ره) د دوو کالو لپاره د حضرت امام صادق (رح) زدکړیال و.یوه ورځ، امام صادق ترې پوښتنه وکړه: ستا په نظر، عاقل څوک دی؟

حضرت امام ابوحنیفه (ره) وویل: زما په نظر عاقل هغه دی، چې ښه له بدو وپېژني.

امام وویل: څاروي هم ښه او بد پېژندلای شي، که یوه څاروي ته خواړه ورکړو او ښه سلوک ورسره وکړې؛ نو هغه به هم درسره مهربانه وي؛ خو که څاروی وکړوې او و یې وهې، هغه هم درباندې حمله کوي؛ نو څاروي هم ښه او بد پېژني؛ خو څاروي عقل نه لري.

حضرت امام ابوحنیفه (ره) وویل: ددې پوښتنې ځواب په خپله راکړه.

و یې ویل: عاقل هغه دی، چې په دوو ښېګڼو او دوو بدیو کې هغه وټاکي، چې ګټه یې ډېره او تاوان یې لږ وي. د دوو ښېګڼو ترمنځ غوره یې وټاکي او د دوو بدیو ترمنځ هغه چې خورا بد دی، شاته یې کړي او په دوو ګټو او تاوانونو کې هغه چې ستر دی، و یې پېژني او دا کار یوازې عاقل کولای شي نه څاروی.(۳۷)

***

یو مسلمان خورا په خپګان او غوسه د آل محمد صلی الله علیه و آله وسلم صادق ته ورغی او ورته یې وویل: دعا راته وکړئ، چې الله تعالی روزي راکړي؛ ځکه خورا بېوزله او نشتمن یم.

امام صادق وویل: هېڅکله به درته دعا و نه کړم.

نشتمن سړي وویل: ولې راته دعا نه کوئ؟

و یې ویل: ځکه چې متعال الله تعالی حکم کړی، چې د رزق او روزۍ لاس ته راوړو لپاره هڅې وکړئ؛ خو ته غواړې چې په کور کې کېنې او یوه پښه په بله پښه واړوې او په دعا کولو روزي خپل کور ته راکاږې.(۳۸)

***

د امام صادق (رح) یو مینوال له حج نه مدینې ته راستون شو او امام صادق (رح) ته ورغی. امام ترې د هغه د مسافرت په باب پوښتنه وکړه. سړي وویل: په کاروان کې مو یو عابد او متقي انسان و، چې شتون یې موږ ته ویاړ و.

تل یې د الله تعالی عبادت او ذکر کاوه.په کوم ځای کې به چې دمه شو؛ نو بې ځنډه به یې اودس کاوه، لمونځ به یې کاوه، دعا یې کوله او د قرآن قرآیت به یې کاوه.

امام صادق وویل: چا یې کارونه کول؟

و یې ویل: هغه یوازې عبادت کاوه او نور کارونه یې موږ کول.

امام صادق وویل: نوځکه ترې تاسې غوره وئ او ثواب مو هم ډېر شوی دی.

***

د دویمې هجري پېړۍ په پیل کې په مسلمانانو کې یوه ډله رامنځ ته شوه، چې ځانونه یې صوفیان ګڼل.دې ډلې یو ځانګړی ژوند دود درلود او نور یې هم دې ژوند دود ته رابلل او داسې یې څرګندوله، چې نږه او سوچه دین یوازې د همدوی کړنلار ده.هغوی ادعا درلوده، چې باید د دنیا له نعمتونو ګوښي شو او ویل یې:مؤمن دې ښه جامه نه اغوندي، ښه خواړه دې نه خوري یا په ښه کور کې دې ژوند نه کوي، هغوی به هغه وګړي سخت رټل، چې د دنیا له نعمتونو ګټنه کوي او دنیاوال یې له الله تعالی ه لرې ګڼل.

دې کړنلار او ژونددود تردې مخکې هم په نړۍ کې مخینه درلوده. په یونان، هند؛ بلکې په ټوله نړۍ کې یې څه نا څه پلویان درلودل او لږ لږ دین ته هم راننووته او د دین رنګ یې ورکړ.داګروهه  نورو ځوځاتونو ته هم راغله او هېښنده نفوذ یې وکړ. ویلای شو، چې یو ځانګړی ښوونځی په اسلام کې رامنځ ته شو، د ژوند د آرونو محترم نه ګڼل او په کارونو کې پر بې قیدۍ یې نېغ په نېغ اغېز درلود او پایله یې د اسلامي هېوادونو روسته پاتېدل شول.

ددې ښوونځي اغېز یوازې په صوفیانو باندې نه و.شک نشته چې دا ډول تفکر باید یوازې او یوازې د اسلامي ټولنې لپاره یو ټولنیز رنځ وګڼو.یو ډول خطرناک رنځ، چې د ټولنې د اروايي شلولي لاملېږي او باید له دې رنځ سره مبارزه وشي او دا ډول تفکر باید له منځه ولاړ شي.له تصوف مبارزه باید له یوه رنځ سره د مبارزې په څېر هغسې ترسره شي؛ لکه په لاندې حدیث کې چې راغلې ده:

سفیان ثوري، چې په مدینه کې مېشت و او د همدې صوفیانو مشر و، یوه ورځ امام صادق (رح) ته ورغی.امام یې ولید، چې سپینې جامې یې اغوستې دي، نیوکه یې وکړه: دا جامې ستاسې وړ نه دي. ته نباید ځان د دنیا په ګاڼه سینګار کړې، له تا تمه ده، چې زهد جامه او تقوا ولرې او ځان له دنیا لرې وساتې.

امام صادق (رح) وویل: یوه خبره مې واوره او ښه ورته غوږ شه، چې دنیا او اخرت ته دې ګټوره ده.که په رښتیا تېروتی یې او په دې باب د اسلام د نظر په باب نه پوهېږې؛ نو زما خبره به درته ډېره ګټوره وي؛ خو که مطلب دې دا وي، چې په اسلام کې یو نوی بدعت کېږدې او حقایق اپوټه کړې؛ نو هغه بېله خبره ده او دا خبرې درته هېڅ ګټه نه لري.

کېدای شي، چې د هغه مهال د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه د عزتمنو اصحابو کرامو فقیرانه ژوند په خپل ذهن کې منسجم کړې او فکر وکړې، چې د هغوی هغسې ژونددود د مسلمانانو لپاره یوه دنده ده، چې تر قیامته به پرې عمل کوي او تل به فقیرانه ژوند کوي؛ خو زه تاته وایم، چې حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په یوه داسې وخت او چاپېریال کې ژوند کاوه، چې فقر او سختي پکې خورا ډېره وه، عموم خلک د ژوند له وزلیو بې برخې ول او د حضرت رسول الله او صحابه کرامو هغه ژوند دود د هماغه وخت لپاره و؛ خو که په یو وخت کې ژوند وزلي او امکانات چمتو شول او له الهي نعمتونو د ګټنې شرایط چمتو شول؛ نو له دې نعمتونو ګټنې ته تر ټولو وړ انسانان هماغه صالحان او نېکان دي؛نه فاسقان، مسلمانان دي، نه کافران.

تا په ما کې څه عیب وشمېره؟پر الله تعالی قسم زه په عین وخت کې چې له الهي نعمتونو ګټنه کوم او له هغه وخته چې بالغ شوی یم؛ نو داسې شپه او ورځ به نه وي، چې دې ته مې پام نه وي، چې د چا مال یا حق خو به راسره نه وي، چې ژر تر ژره یې خپل څښتن ته ورواستوم.

بیا امام وویل: ای ثوري!  ما دا جامې د جسم د خوند لپاره نه دي اغوستې؛بلکې د خلکو لپاره دي، چې سپک ښکاره نشي.

بیا امام صادق (رح) سفیان له لاسه راونیوه اوځان ته یې راکش کړ او پاسنۍ جامه یې هاخوا او لانداغوستې جامې یې وروښوولې، چې زيږې وې او ورته یې وویل: دا زيږې او فقیرانه جامې مې د ځان لپاره اغوستې دي او د پاسه سپینې ښکلې جامې مې د هغو خلکو لپاره اغوستي، چې له ما سره مینه کوي او زموږ په سینګار خوشحالېږي.

بیا امام صادق وویل: خو دا ستا ورېښمینې پشمي جامې دې د شهرت لپاره دي او ترې لاندې دې نرمې او لطیفې جامې اغوستي او په دې کار ځانښوونه او ریاکاري کوې.

سفیان و نه شو کولای، چې د امام د منطق او سول ځواب ورکړي، سرکوزی او خېجله بهر ووت او له خپلو یارانو او پلویانو سره یوځای شو او له امام صادق سر د تېرو شویو خبرو کیسه یې ورته وکړه.هغوی ډله ایز هوډ وکړ، چې ولاړ شي او له امام صادق (رح) سره مباحثه وکړي.

یوه ډله ورغله او و یې ویل: زموږ ملګري و نه شو کولای، چې په خپلو مطالبو ستا سر خلاص کړي، موږ راغلي یو، چې په خپلو رڼو دلایلو تا محکوم کړو.

امام وویل: دلایل مو څه دي؟ و یې ویاست.

و یې ویل: دلایل مو له قرآنه دي.

امام وویل: تر قرآنه بل کوم غوره دلیل خو نشته، ووایئ، چې وا یې ورم.

و یې ویل: موږ د خپلې عقیدې او مسلک د سموالي لپاره له قرآنه دوه آیتونه د شاهد او لووي په توګه لرو او همدا راته بسیا دي.الله تعالی په قرآن کې په یو ځای کې یوه ډله اصحاب داسې ستايي: (( په عین حال کې چې په خپله په تنګلاسۍ او کړاو کې دي، نورو ته پر ځان غوراوی ورکوي، څوک چې د کنجوسۍ له ځانګړنې لرې پاتې شي، هماغه رستګار دی.))

او په بل ځای کې قرآن وايي: (( په عین حال کې چې خوړو ته اړتیا او لېوالتیا لري، هغه فقیر، پلارمړي او بندي ته ورکوي.))

خبره یې چې دلته راورسېده؛ نو یو تن، چې د غونډې په ګوټ کې ناست و او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی و، و یې ویل: پر هغه څه چې زه تر اوسه پوه شوی یم، هغه دادي، چې تاسې په خپله هم په خپله خبره ګروهه  او ګروهه نه لرئ.تاسې له دې خبرې یوه داسې وسیله جوړه کړې، چې وګړي یې خپلو شتمنیو ته نالېواله کړئ، چې تاسې ته یې درکړي او تاسې ترې ګټنه وکړئ. عملا خو کله هم داسې و نه لیدل شول، چې تاسې له ښو خوړو ډډه شوي او ځان مو ترې پرهېز کړی وي.

امام صادق وویل: اوس دا خبرې پرېږدئ، چې هېڅ ګټه نه لري.

بیا یې خلکو ته مخ کړ او ورته یې وویل: لومړی راته دا ووایئ، چې تاسې، چې په قرآن استدلال کوئ، د قرآن محکم او متشابه او ناسخ او منسوخ یو له بله بېلولای شئ که نه؟ ددې امت هر څوک چې بې لارې شوی، له همدې لارې بې لارې شوی دی، پر قرآن به سم نه پوهېږي او استدلال به پرې کوي.

و یې ویل: البته موږ په دې ټولیز اطلاعات لرو؛ خو بشپړ اطلاعات نه لرو.

امام صادق (رح) وویل: بدمرغي مو په همدې کې ده.د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم احادیث هم همداسې دي.بشپړه پوهه او پېژندنه غواړي.

او هغه آیتونه مو چې له قرآنه ولوستل، دا آیتونه له الهي نعمتونو د ګټنې پر حرمت دلالت نه کوي.دا آیتونه په سرښندنې، بښنې او فداکارۍ پورې اړوند دي. هغه ټبر ستايي، چې په یوه ځانګړي وخت کې یې نور پر ځان غوره ګڼلي دي او خپل هغه مال یې نورو ته ورکړ، چې ورته حلال و او که ورکړی یې هم نه وای؛ نو کوم خلاف چار او ګناه به یې نه وه کړې.الله تعالی ورته امر نه وکړی، چې تاسې داسې وکړئ او منع کړي یې هم نه ول، چې داسې مه کوئ. هغوی د احسان او عاطفې له مخې، ځان په تنګه کې کړ او نورو ته یې ورکړ او الله تعالی به یې اجر ورکړي.

نو دا آیتونه ستاسې له مدعا سره سمون نه خوري او همغږي ورسره نه لري؛ ځکه تاسې خلک له دې منع کوئ او رټئ، چې د الله تعالی له نعمتونو ګټنه کوي.

هغوی تر هغه ورځې پورې تر هغه بریده بښنه وکړه؛ خو تر هغه روسته ددې کار لپاره د الله تعالی له لوري بریدونه وټاکل شول؛البته دا کوم حکم، چې تردې روسته راغی، د هغوی ددې عمل ناسخ دی. موږ باید ددې حکم تابع ووسو؛نه د هغو خلکو د کړنو.

الله تعالی په خپل ځانګړي نعمت د مؤمنانو د حال د سمونې لپاره، خلک له دې منع کړل، چې خپله کورنۍ په تنګه کې کړي او څه چې یې په لاس کې دي، نورو ته یې وروبښي؛ ځکه په کورنۍ کې به یې زاړه، واړه او داسې ماشومان وي، چې د تنګلاسۍ او تنګې زغم و نه لري او که داسې وي، چې کوم اوړه، چې له ما کره دي او هغه انفاق کړم او کورنۍ مې چې زه يې پالندوی یم، هغه تلف کړم؛ نو دا سم چار نه دی.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: څوک چې په کور کې څو دانې کجورې یا څو ډوډۍ یا څو دیناره لري او انفاق کول غواړي؛ نو په لومړۍ درجه کې دې یې خپل موروپلار او په دویمه درجه کې دې یې ځان او مېرمن او بچي دي او په درېیمه درجه خپلوان او بیا لرې خپلوان او بیا مؤمنان او په څلورمه درجه کې خیرات او نېکۍ.

او دا څلورميان یې تر ټولو روستو دي.رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم چې کله واورېدل، چې یو انصاري مړ شوی دی او واړه واړه بچي ترې پاتې دي او کومه لږه شتمني یې چې درلوده، هغه یې د الله تعالی په لارکې انفاق کړې ده، و یې ویل: که مخکې مو خبر کړی وم؛ نو نه مې پرېښود، چې د مسلمانانو په هدیره کې مو خخ کړی وای.هغه تر ځان روسته داسې کوچنیان پرېښوول، چې لاس یې خلکو ته اوږد دی.

پلار مې امام محمد باقر (رح) راته رانقل کړي، چې د الله تعالی استازي وویل: تل مو انفاقونه له خپلو کورنیو پیل کړئ، څوک چې درنږدې وي، هومره مستحق دی.

پردې سربېره، د قرآن آیتونه هم ستاسې له عقیدې منع کوي.قرآن په دې باب د منځلارۍ سپارښتنه کوي، نه داچې انسان چې هر څه لري، انفاق یې کړي او په خپله تشپاڼی پاتې شي او بیا الله تعالی ته زارۍ کوي، چې روزي راکړه. الله تعالی دا ډول دعا کول بیخي نه مني؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل: الله تعالی د څو ډلو دعا هېڅکله نه قبلوي:

الف)هغه چې په خپلو دعاوو کې د خپل موروپلار لپاره بدي وغواړي.

ب)څوک چې پور ورکړي او له پوروړي کوم سند یا شاهد نه وي اخستی او پوروړی یې مال وخوري او بیا دا وګړی دعا ته لاس پورته کړي او له الله تعالی ه وغواړي، چې له پوروړي مې پور راته بېرته واخله.البته ددې وګړي دعا نه منل کېږي؛ ځکه هغه په خپله د حل لاره چاره له منځه وړې ده او خپله شتمني بې له سند او شاهده بل ته ورکړې ده.

ج)څوک چې له الله تعالی ه د خپلې مېرمن د شر د لرې کولو دعا کوي؛ ځکه ددې چار چاره په خپله د همدې سړي په لاس کې ده.که داسړی واقعا له خپلې مېرمنې تنګ وي؛ نو کولای شي، چې طلاق ورکړي.

د)هغه سړی، چې په کور کې یې یوه پښه پر بلې اړولې وي او له الله تعالی ه روزي وغواړي. الله تعالی ددې طمعکار جاهل بنده په ځواب کې وايي: ای زما بنده!  مګر داسې نه ده، چې ما درته د حرکت او خوځښت لار پرانستې ده؟مګر داسې نه ده، چې روغ بدن او غړي مې درکړي دي؟تا ته مې لاس، پښه، غوږ، سترګه اوعقل درکړ، چې واورې، وګورې، فکر وکړې او حرکت وکړې. ددې ټولو پنځون یو حکمت لري.ددې نعمتونو شکر په دې کې دی، چې سمه ګټنه ترې وکړې؛ نو غاړه مې درباندې خلاصه کړې، چې د لاس ته راوړنې لپاره وخوځېږې او زما حکم په غورځو پورځو او هڅو باندې تطبیق کړې او د نورو د اوږو پېټی نشې او البته که زما له مشیت سره یې سمون خوړ؛ نو خورا روزي به درکړم؛ خو که د ځینو مصلحتونو له مخې دې په ژوند کې پراخي رانغله؛ نو تا خو خپله هڅه کړې ده او خپله دنده دې ترسره کړې ده او پړه به درباندې نه وي.

ه)چاته چې الله تعالی ډېره شتمني ورکړې وي او هغه هم په ډېرو شتمنیو له لاسه ورکړې وي او بیا دعاګانې کوي، چې الله تعالی ه روزي راکړې!

الله تعالی یې په ځواب کې وايي:مګر ډېره شتمني مې درکړې نه وه، ولې دې منځلاري نه کوله.

مګر د منځلارۍ حکم مې درکړی نه و؟

مګر له بېحسابه بښونو مې منع کړي نه وئ؟

(و) هغه چې د صله رحم د پرېکولو په باب دعا وکړي او له الله تعالی ه داسې څه وغواړي، چې غوښتنه یې د صله رحم پرېکول وي.

الله تعالی تعالی په قرآن کریم کې خپل استازي ته د انفاق کولو لاره چاره وروښووله؛ ځکه یوه کیسه رامخې ته شوه، چې له رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم سره یو څه سره زر ول او غوښتل ټول بېوزلیو ته ورکړي ‎او نه یې غوښتل، چې ان یو مثقال یې هم په کور کې پاتې شي. نو په یوه ورځ یې ټول سره زر پر بېوزلیو وګړیو وویشل. بله ورځ سهار وختي یوه فقیر د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د کور مخې ته ودرېد او له رسول الله يې د مرستې په غوښتو ټینګار وکړ؛رسول الله هم څه په لاس کې نه درلودل، چې دې فقیر ته یې ورکړي؛ نوځکه خورا خپه شو؛ نو آیت رانازل شو او د انفاق او بښنې بریدونه یې ورته وټاکل او و یې ویل: ((مه دې لاسونه په ګرېوان کې اچوه او مه دومره لاس خلاصی وسه، چې تش لاسی شې او فقرا او بېوزله دې ملامته کړي.))

دا هغه احادیث دي، چې له رسول الله موږ ته رارسېدلي دي.د قرآن آیتونه هم ددې حدیث مضمون تاییدوي؛ خو البته هغوی چې قرآنوال او پر قرآن مؤمنان دي، د قرآن پر آیتونو ایمان لري.

حضرت ابوبکر ته یې په ځلکدن کې وویل: د شتمنۍ په باب دې وصیت وکړه.

و یې ویل: د شتمنۍ پینځمه مې دې انفاق او نوره شتمني مې دې خپلوانو ته ورسي او پینځمه لږه شتمني نه ده.حضرت ابوبکر د خپلې شتمنۍ د پینځمې وصیت وکړ او حال داچې رنځور حق لري، چې په مرګوني رنځ کې د شتمنې تر درېیمې هم وصیت وکړي، که پوهېده، چې غوره داسې ده؛ نو له خپل ټول حقه به یې ګټنه کړې وای او د درېیمې برخې وصیت به یې کړی وای.

او حضرت سلمان او حضرت ابوذر، چې تاسې يې متقي وګړي ګڼئ، هم همداسې ول، چې درته مې وویل.

حضرت سلمان فارسي (رض) به چې کله له بیت الماله خپله برخه اخسته؛ نو د خپل د یوه کال لګښت به یې ترې ساته. وویل شول: ته له دې دومره زهد او تقوا سره سره، بیا هم د کال تر پایه د لګښت په فکر کې یې؟کېدای شي نن یا سبا ومرې او د کال تر پایه و نه رسې؟

حضرت سلمان فارسي (رض) ورته په ځواب کې وویل: کېدای شي، و نه مرم، تاسې ولې یوازې د مړینې فرض او احتمال سم ګڼئ او یو بل فرض او احتمال هم شته او هغه داچې، کېدای شي ژوندی پاتې شم او که ژوندی پاتې شم؛ نو اړتیاوې لرم. ای ناپوهانو! تاسې له دې خبرې خبر نه یاست، چې که د انسان نفس په کافي اندازه د ژوند توکي و نه لري؛ نو د الله تعالی په عبادت کې ناغېړي او لنډون کوي او خپل ځواک او تازه توب له لاسه ورکوي او چې د اړتیا هومره وزلې ولري؛ نو آرام وي.

حضرت ابوذر غفاري (رض) هم څو مېږې او پسان درلودل او د هغوی له شیدو به یې ګټنه کوله او که غوښې یا شیدو ته به یې زړه وشو او یا به مېلمه ورغی یا به یې ولیدل، چې ورته اړمن دی؛ نو له خپلو څارویو به یې ګټنه کول او که نورو ته به یې ورکول؛ نو د نورو هومره به یې ځان ته هم برخه ساتله.

تر هغوی چا ډېر زهد درلود؟رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د هغوی په باب څه ویلي، تاسې ترې خبر یاست؟دوی هېڅکله د زهد او تقوا په نامه خپله ټوله شتمني له لاسه ور نه کړه او د کومې لارې وړاندیز، چې نن تاسې کوئ، چې خلک، چې هر څه لري، شا ته دې واچوي او ځان او کورنۍ دې تنګلاسې کړي، پر هغه لار ولانړل.

زه مو په رسمي توګه په دې حدیث، چې پلار مې پلاره او له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم رانقل کړی، ګواښم، چې رسول الله وویل: تر ټولو هېښنده څیزونو ځنې دادی، چې انسان یو حال ومومي، چې که بدن یې په توره ټوټه ټوټه کړي، ورته به یې ښېګڼه او نېکمرغي وي او که د ختیځ او لویدیځ پادشاهي هم ورکړل شي، بیا هم ورته ښېګڼه او نېکمرغي ده.

د مؤمن خیر ښېګڼه یوازې په دې که نه ده، چې بېوزله او نشتمن وي، د مؤمن خیر ښېګڼه یې د ایمان او ګروهې په اروا کې ده؛ ځکه که بېوزله او نشتمن وي او که شتمن او بډایه، پوهېږي په هر حال کې یوه دنده ورسپارل شوې، چې په ښه توګه یې باید ترسره کړي.

نوځکه خورا هېښنده حالت هغه دی، چې په ټولو پېښو او ستونزو کې نېکمرغي و ننګېري.

نه پوهېږم همدومره درته بس دی، چې نن مې درته وویل، که نور هم درته ووایم؟

پوهېږئ، چې په صدر اسلام کې، چې د مسلمانانو شمېر لږ و، د جهاد قانون داسې و، چې یو تن مسلمان دې د لسو تنو کفارو پر وړاندې جهاد وکړي او که نه به درېده؛ نو ګناه او جرم ګڼل کېده؛ خو روسته، چې شونتیاوې راغلې؛ نو الله تعالی ورته په خپله لورنه یو ستر تخفیف ورکړ او قانون یې داسې کړ، چې هر مسلمان مو د دوو کفارو پر وړاندې جهاد وکړئ؛نه د ډېرو پر وړاندې.

له تاسې د اسلام د قضا او قضايي محکمو په باب یوه پوښتنه لرم.فرض کړئ که تاسې په یوه محکمه کې شئ او خبره د نفقې (د مېرمن د ژوند د لګښتونو) په باب وي او قاضي حکم کوي، چې باید د مېرمن نفقه دې باید ورکړې.دلته به څه کوئ؟نو عذر به راوړئ، چې زه زاهد یم او د دنیا مال ته مې شا کړې ده؛ نو آیا دا عذر مو د منلو دی؟ آیا د قاضي دا حکم، چې باید د مېرمن نفقه دې ورکړې، د حق او عدالت پر بنسټ دی، که د تېري او ظلم پر بنسټ؟

که ووایئ، چې دا حکم تېری او ظلم دی؛ نو ښکاره دروغ مو ویلي دي او په دې دروغو مو پر ټولو مسلمانانو ظلم او تېری کړی دی؛که ووایئ، چې دقاضي حکم سم دی؛ نو ستاسې عذر باطل دی او باید ومنئ، چې ستاسې لاره چاره ناسمه ده.

بله خبره داچې:داسې ځایونه شته، چې په هغوی کې مسلمانان یو واجب او ناواجب انفاقونه کوي، د بېلګې په توګه: زکات او کفاره ورکوي.اوس که فرض کړو، چې د زهد مانا له ژوند او د ژوند له اړتیاوو مخ اړونه ده او که فرض کړو، چې ټول خلک ستاسې په خوښه زاهدان شي او له ژوند او اړتیاوو یې مخ واړوي؛ نو د واجبو کفاراتو او صدقاتو چاره به څه وي؟ د واجبونو زکاتونو چاره به څه وي؟دا ټول ددې څرګندوی دي، چې له دې احکامو د اسلام مطلب د ژوند نعمتونو ته رسېدل او ترې ګټنه ده.که ددین موخه نشتمن پاتېدل ول او د دین د روزنې لوړه څوکه دا وه، چې بشر له دنیوي نعمتونو مخ واړوي او په تنګلاسۍ او نشتمنۍکې ژوند وکړي؛ نو نشتمن هغه لوړې موخې ته رسېدلي دي او نباید هغوی ته څه ورکړو، چې ددې لوړې موخې او نېک مرغۍ له څوکې یې راکوز کړو او هغوی یې باید درسره و نه مني؛ ځکه د نېک مرغۍ په لوړه څوکه کې دي.

نو جوته شوه، چې تاسې خورا ناوړه او خطرناکه لار ټاکلې ده او یو ناوړه مسلک ته خلک رابلئ. پر کومه لار، چې روان یاست او خلک ورته رابلئ، له قرآن او د رسول الله د احادیثو نه د ناپوهۍ له امله دی.

تاسې د قرآن له آیتونو او هغو ټکیو نه خبر یاست نه یاست او پکې تدبر او اندنه نه کوئ، چې پکې نغښتي دي.د ناسخ او منسوخ او محکم او متشابه او امر او نهې په توپیر نه پوهېږئ.

د حضرت سلیمان بن داود علیه السلام په باب څه ویاست، چې له الله تعالی ه یې داسې پادشاهي وغوښته، چې بل هېڅ څوک یې هم نه لري او الله تعالی هم هغسې پادشاهي ورکړه، چې بل هیچا ته یې هم نه ده ورکړې؛ البته سلیمان علیه السلام بې له حقه بل څه نه غوښتل او حضرت سلیمان نه الله تعالی په قرآن کې او نه کوم بل مؤمن ددې غوښتنې له امله رټلی نه دی.

همداراز د حضرت یوسف علیه السلام کیسه ده، چې په رسمي توګه د مصر له پادشاه غواړي او وايي: خزانه داري ما ته راکړه، چې زه هم امین یم او هم پوه. او بیا یې کار تردې ځایه راورسېد، چې تر یمنه یې د چارو واک وغځېد…..البته نه یوسف ناحق چار ته لېوالتیا درلوده او نه پرې الله تعالی د واکمنۍ له امله نیوکه وکړه.

همداسې د ذوالقرنین کیسه ده، چې د الله تعالی یو داسې بنده وه، چې له الله تعالی سره یې خورا مینه درلوده او الله تعالی هم ورسره مینه درلوده.د نړۍ وزلې یې په واک کې شوې او نړۍ د لویدیځ او ختیځ څښتن شو.

ای ډلې! له دې ناسمې لارې لاس واخلئ….او له ځانه حکمونه مه جوړوئ.په هغو چارو کې ګوتې مه وهئ، چې پرې نه پوهېږئ….په دې لټه کې شئ، چې ناسخ له منسوخ، محکم له متشابه او له حرام له حلالو بېل کړای شئ. دا چار درته غوره، اسان او له ناپوهۍ لرې دی. ناپوهي پرېږدئ، چې د پوهې پر خلاف د ناپوهۍ پلویان ډېر دي او د پوهې پلویان لږ دي. الله تعالی تعالی ويلي دي: د پوهې تر څښتنه یې پوهېدل لوړ مقام لري.

***

یو سړی امام صادق ته ورغی او ورته یې وویل: څو شېبې مخکې مې یو وېرونکی خوب ولید او تر هغې شپې را پدېخوا خورا وارخطا او په تشویش کې یم.هره ګړۍ مې یو وحشتناک تعبیر ذهن ته راځي او له وېرې مې بیا ټول بدن لړزېږي.

امام وویل، چې خوب دې راته ووایه. هغه وویل: د لرګي یو سړی مې ولید، چې د لرګي پر یوه اس سپور دی او یوه تېزه توره یې په لاس کې ده؛ توره په خطرناکه توګه چورلوي او زما په لوري را روان وي او زما د وژلو هوډ یې کړی وي. مهرباني وکړئ، زما خوب تعبیر کړئ.

امام وویل: د خوب تعبیر دې دادی، چې ته له یوه شتمن سړي سره ملګری یې او نقشه دې ورته کښلې، چې په شتمنۍ یې ګېډه واچوې او د هغه له منګولو یې راوباسې. له هغه الله تعالی ه وډار شه ، چې پنځولی یې او له دې هوډه دې لاس پر سر شه.

سړي په خېجلتیا وویل: په حقه چې رښتین عالم یې او پوهې دې د هغه له اصلي کانه لاس ته راوړې.خبره مو سمه ده او زه پرې منښته او اعتراف کوم.زه یو ګاونډی لرم، چې خورا ستر او ښېرازه پټی لري او پیسو ته د اړتیا له امله یې پلورل غواړي او بې له ما کوم بل ګهاک هم نه لري او زه په دې فکر کې یم، چې څنګه ترې په خورا ټيټه بیه دا بڼ وپېرم او د بڼ څښتن شم او هغه مجبور دی، چې په خورا ټیټه بیه بڼ پر ما راوپلوري. (۴۱)

***

حضرت امام صادق (رح) د کارګرۍ جامې پر تن، بېلچه پر لاس په خپل بڼ کې پر کار بوخت و.دومره کار یې وکړ، چې ټول بدن یې په خولو کې ډوب و.

دا مهال ابوعمرو شیباني ورغی او امام یې په هغه کړخت کې ولید او له ځان سره یې وویل: څوک به یې د مرستې نه و، چې په خپله کار کوي؛ نو رامخکې شو او و یې ویل: درځار! بېلچه راکړئ، چې زه درسره کار وکړم.

امام یې په ځواب کې وویل: له بیخه خوښ یم، چې سړی د خپلې روزۍ لاس ته راوړو ته زحمت او کړخت وګالي. (۴۲)

***

څه وخت و، چې د یوه سړي نوم په خلکو کې ډېر اخستل شوی و او نوم یې په سپېڅلتیا، تقوا او دیانت سره یوځای اخستل کېده. هر چا به یې نوم له دبدبې او برمیالۍ سره اخسته او څو څو ځل یې د امام صادق په مخ کې خبره رایاده شوه، چې خلک ورته خورا احترام لري.

امام په دې فکر کې شو، چې د خلکو له سترګو پټ ورسره وویني؛ نو د یوه ناپېژاندي په توګه ورغی او ویې لیدل، چې ددې سړي مېنوال ټول عوام خلک ول او شاوخوا ته یې په خورا لېوالتیا راټول شوي ول.

امام صادق (رح) بې له دې چې ځان معرفي او وښيي، له نږدې یې ننداره کوله، لومړی څیز، چې د امام صادق (رح) پام یې ځان ته راواړاوه، ددې سړي عوام تېرایستونکي حرکتونه ول.دا سړی، چې کله له خلکو رابېل او پر لار روان شو، امام صادق (رح) هم رو رو ورپسې شو، چې وګوري، چې دا سړی چېرته ځي، څه کوي او په د خلکو لپاره په زړه پورې کړنې یې څه دي؟

لږ روسته دا سړی د یوه نانوايي مخې ته ودرېد.امام ولیدل، چې همداچې د نانوايي سترګې بل خوا شوې، دې سړي له نانوايي دوه ډوډۍ راپټې او تر خپل څادر لاندې یې کړې او چې چا به د ددې سړي دا کړنه لیده؛ نو فکر یې کاوه، چې شونې ده، چې ددې سړي مطلب د ډوډۍ پېرل وي او مخکې به یې د ډوډیو پیسې ورکړې وي او یا به یې روسته ورکوي؛ خو که داسې وای؛ نو ولې داسې وه، چې دې سړي به یوازې هغه مهال ډوډۍ راخستې، چې د نانوايي سترګې به بلخوا شوې.

امام دا سړی بیا تعقیب کړ، تر اوسه امام د نانوايي د کیسې په چورت کې و، چې دا سړی د یوه مېوه پلوري د مېوو بار ته ودرېد، لږ ودرېد، شاوخوا ته یې ولیدل، د مېوه پلوري سترګې چې بلخواشوې، دوه دانې انار یې راغلا کړل.

امام لا نور هم حیران او هېښنده شو او امام هغه مهال لا نور هم هېښنده شو، چې دا سړی د یو رنځور پوښتنې ته ولاړ او هغه راپټې کړې ډوډۍ او انار یې دې رنځور ته ورکړې او ولاړ. دا مهال امام ورمخې ته شو او ورته یې وویل: له تا مې نن خورا عجېبه چارې وليدې او د ټولو هغو کیسه یې ورته وکړه، چې نن یې ترې لیدلي ول او ورته یې وویل، چې دا کارونه ولې کوې؟

سړي امام صادق ته وکتل او ورته یې وویل: ته جعفر بن محمد یې؟

امام وویل: هو همداسې ده! زه جعفر بن محمد یم.

سړي وویل: ته د الله تعالی د استازي زوی یې او د ستر نسب او شرافت خاوند یې؛ خو افسوس، چې دومره ناپوهه یې.

امام وویل: څه ناپوهي دې له ما ولیده؟

سړي وویل: همدا پوښتنې دې د ناپوهۍ له مخې دي. داسې برېښي، چې په دین کې د یوه ساده چار حکم درک کولای نشې.نه پوهېږې، چې الله تعالی ویلي دي، چې هره نېکي لس ګرایه ثواب لري.

او بیا یې په قرآن کې ویلي دي، چې هره بدي یوازې یوه سزا لري.

نو پردې بنسټ ما دوه ډوډۍ راغلا کړې او دوه ګناهه مې وکړل او دوه انارونه مې هم راغلا کړل او دوه نورې ګناهګانې مې وکړې، چې ټولې څلور ګناهګانې شوې؛ خو بلخوا دوه ډوډۍ او دوه اناره، چې هره یوه یې لس ثوابونه درلودل، چې ټول څلوېښت ثوابونه شول؛ نو حساب ډېر ساده دی، څلور ګناهګانې، چې هر یوه یې یوه سزا لري که له څلوېښتو ثوابونو تفریق کړو؛ نو شپږ دېرش پاتېږي؛ نو زه نږه شپږدېرش ثوابونه لرم او دا دی هغه ساده حساب چې ته ترې خبر نه یې.

امام صادق (رح) وویل: الله تعالی دې مړ کړه!ناپوهه ته یې، چې له ځانه دې حسابونه پرانستي دي. د قرآن هغه آیت دې نه دی لوستی، چې وايي: الله تعالی یوازې د متقیانو کړنې مني.

اوس به په یوه ساده حساب پوه شې، چې په ناسمه لار روان یې. ته په خپله منښته کوې، چې څلور ګناوې دې کړې دي او داچې د خلکو مال دې د صدقې په نامه نورو ته ورکړی دی، کوم ثواب نه لرې؛بلکې د هر یوه د شمېر هومره دې ورسره بله ګناه هم کړې ده؛ نو پر لومړیو ګناهونو دې څلور نورې ګناوې هم وراضافه شوې او ټولې یې اته ګناوې شوې او یو ثواب هم نه لرې.

امام چې ورته دا خبرې وکړې، هغه ورته ټېغ ټېغ کتل، هغه ځای یې پرېښود او ولاړ.

امام صادق (رح)، چې کله دا کیسه خپلو دوستانو ته کوله، و یې ویل: له دینه داسې ناپوهه تفسیرونه او اخستنې ددې لاملېږي، چې په خپله هم بې لارې شئ او نور هم له ځان سره بې لارې کړئ. (۴۳)

***

د حقیقت تنده او د یقین سرچینې ته رسېدل، هغه څه ول، چې عنوان بصري یې ارام ته نه پرېښود.اوږدې لارې یې ووهلې او مدینې ته ورغی، چې هغه مهال د اسلام د خپراوي، فقهاوو او محدثینو مرکز و. ځان یې د مدینې ستر محدث او فقیه مالک بن انس ته وروساوه. د مالک بن انس په مخ کې د پخوا په شان احادیث ویل کېدل او ضبطېدل. عنوان بصري د مالک د نورو زدکړیالان په څېر احادیث او د هغوی سندونو حفظول، چې خپله دنننۍ تنده پرې ماته کړي.

دا مهال امام صادق (رح) په مدینه کې نه و او څه موده روسته، چې آنحضرت مدینې ته راغی، عنوان بصري هم ورغی، چې د مالک بن انس په څېر د امام صادق (رح) زدکړیالي هم وکړي؛ خو داچې امام غوښتل، چې د حقیقت پلټنې تنده یې نوره هم ډېره کړي، د هغه له منلو یې ډډه وکړه.یوه ورځ یې وویل: زه وخت نه لرم او په شوارزوز کې باید ذکرونه او عبادتونه وکړم؛ نو وخت مې مه نیسه او زحمت راته مه جوړوه؛ لکه څنګه چې دې د مالک په ټولګیو کې ګډون کاوه، اوس یې هم کوه.

د امام دې خبرې، چې نېغ انکار او نمښته وه، پر عنوان بصري لکه تندر راپرېوتل ول، ځان یې بدې راغی او له ځان سره یې وویل: که په ما کې یې وړتیا او رڼا ليدلای وای؛ نو هرومرو یې منلم. له ډېر خپګانه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم جوما ته ننووت، سلام یې واچاوه او د غمونو اوخپګانونو له درون پېټي سره کور ته ولاړ.

د هغې ورځې پر سبا، چې له کوره راووت، نېغ د رسول الله مبارکې روضې ته ولاړ، دوه رکعته لمونځ وکړ او د زړه خواله یې الله تعالی ته وویله: الله تعالی ه!  ته خو د ټولو زړونو څښتن یې، له تا غواړم، چې د جعفر بن محمد زړه راباندې مهربانه کړې، چې زدکړیال مې کړي او څه پوهه ترې زده کړم، چې ستا نېغه لار پیدا کړم.

تر لمانځه او دعا کولو روسته نېغ خپل کور ته ولاړ. لږه شېبه روسته یې احساس کړل، چې په زړه کې یې جعفر بن محمد علیه السلام ته مینه په زیاتېدو ده؛ نوځکه له امام صادق (رح) نه بېلتون ورته ګران پرېوته او د بېلتون کړخت د خپل کور په کونج کې بندیوان کړ او بې له لمانځه به بل یوه کار ته هم بهر نه راوته او بې له دې کاره یې بله چاره هم نه درلوده؛ ځکه امام صادق (رح) رسما رخصت کړی و او بلخوا امام صادق (رح) او حقیقت رسېدو ته لېوالتیا او مینه یې ورځ په ورځ په زیاتېدو او خوټېدو وه. د بېلتون کړخت یې ډېر شو، د صبر کاسه یې ډکه شوه؛ نور یې تردې ډېر صبر نشو کولای، بوټان او جامې یې واغوستې او د امام صادق کور ته ولاړ.خادم راغی او ورته یې وویل: څه کار لرې؟

-هېڅ هم نه!  یوازې د امام صادق (رح) سلام او پوښتنې ته راغلی یم.

-امام لمونځ کوي.

-ډېر وخت لا تېر نه و، چې هماغه خادم راغی او و یې ویل: بسم الله!  مهرباني وکړئ!

عنوان ورننووت، سترګې یې پر امام ولګېدې.امام یې د سلام ځواب په دعا ورکړ او بیا یې وپوښتل: کنیه دې څه ده؟

-ابوعبدالله

-الله تعالی دې دا کنیه درته وساتي او توفیقونه دې درکړي.

ددې دعا اورېدو خوشحاله کړ او له ځان سره یې وویل: که په دې کتنې کې همدا دعا پې هم نصیب شي؛ نو ډېره به وي.

بیا ورته امام وویل: ښه څه کار لرې او څه غواړې.

عنوان وویل: له الله تعالی ه مې غوښتي، چې زړه دې رباندې مهربانه شي او ما دې الله تعالی ستا له پوهې برخمن کړي.هیلمن یم، الله تعالی دې زما دعا قبوله کړي.

امام وویل: ای اباعبدالله! د الله تعالی معرفت په تګ راتګ او ده او هغه ته په ورتګ لاس ته نه راځي او بل هېڅوک نشي کولای، چې دا رڼا درکړي او دا هغه رڼا ده، چې الله تعالی چې هر څوک وغواړي، هدایت ورته وکړي، دا رڼا یې زړه ته ورننباسي.که داسې معرفت او رڼا غواړې، دا بندګي او عبودیت د خپل روح په باطن کې وپلټه او په ځان کې یې پیدا کړه.علم په عمل وغواړه، له الله تعالی ه وغواړه، هغه به دې په خپله زړه ته رڼا درننباسي…..(۴۴)

***

څه موده وه، چې په مدینه کې سوکړه وه او غنم او جوار په مدینه کې لږ موندل کېدل.هره ورځ د غنمو او جوارو بیه لوړېده، ټول خلک خپه او وارخطا ول. شتمنو، چې له پخوا یې د یوه کال اذوقه چمتو کړې وه، ډېر پام یې کاوه، چې آذوقه یې خلاصه نشي او هغوی چې له پخوا اذوقه چمتو کړې نه وه، کوښښ یې کاوه، چې هر ډول، چې وي، چې خواړه ځان ته چمتو کړي او دلته یوازې نشتمن او بېوزله ول؛ ځکه مجبوره ول، چې خپل خواړه پر هماغه ورځ چمتو کړي او د غنمو او خوړو د ذخیر کولو لپاره یې پیسې نه درلودې.

یوه ورځ امام صادق (رح) خپل خزانه دار، معتب وپوښت: آیا سږ کال په کور غنم لرو؟

ورته یې وویل: هو ای د الله تعالی د استازي زویه!  د څو میاشتو لپاره ذخیره غنم لرو. امام معتب ته حکم وکړ، چې غنم بازار ته یوسي او و یې پېري، چې بېوزله او نشتمن ترې برخمن شي.

معتب وویل: ای د الله تعالی د استازي زویه!  خبر یاست، چې سږ کال په مدینه کې غنم او جوار نشته، که موږ یې وپلورو؛ نو بیا به و نشو کړای، چې غنم چمتو کړو.

امام ټینګار وکړ، چې حکم یې پلي شي او حکم یې پلي هم شو او د کار پایله یې وویله. او امام وویل، چې تردې روسته به هره ورځ د کورنۍ خواړه او ډوډۍ چمتو کوئ او حکم یې وکړ، چې د امام صادق (رح) د کورنۍ خواړه باید د نورو خلکو له خوړو سره هېڅ توپیر و نه لري او همداراز حکم یې وکړ، چې تر هغه چې د غنمو او جوارو د بازار حالات ښه شوي نه وي؛ نو یوه ورځ د غنمو ډوډۍ او بله سوکړک چمتو کړئ او په پای کې امام صادق (رح) خپل خزانه دار ته وویل: الحمد الله زه ددې وسه لرم، چې د کال تر پایه مې کورنۍ ته د غنمو ډوډۍ ورکړم؛ خو غواړم، چې له نورو سره د خوړو انډول وساتم او الله تعالی ته پړ رانشم. . ..(۴۵)

***

هغه مهال داسې دود و، چې کله به خلفا، شتمن او مخور حمام ته تلل؛ نو حمام به یې کلابنداوه او حمام به یې ورته له خلکو تشاوه او عادي وګړیو ته به یې تر هغه حمام ته د ورننووتو اجازه نه ورکوله، څو خلفا، شتمن او یا مخور به له حمامه راوتلي نه ول.دا کار امويانو او عباسیانو دود کړی و او داچې دا کار د رسول الله او راشده خلفاوو د سیرت پر خلاف و؛ نو په لومړیو ورځو کې یې خلک کړول او دا کار ورته ناوړه ښکارېده؛ خو د وخت په تېرېدو سره خلک ورسره روږدي شول او ناوړتیا یې په ذهن کې له منځه ولاړه او رو رو دا کار په ټولو شتمنو کې دود شو.

یوه ورځ امام صادق (رح) حمام ته ولاړ، د حمام څښتن هم د هغه مهال د دود له مخې امام صادق ته وویل، چې حمام ورته له خلکو خالي کړي.

امام یې په ځواب کې وویل: نه ضروري نه ده، چې دا کار وکړې.

و یې ویل: ولې؟

امام: دا خبرې ما ته ارزښت نه لري. (۴۶)

***

مفضل بن قیس د امام صادق (رح) له زدکړیالانو ځنې و.یوه ورځ امام ته ورغی او د روزګار له سختۍ او تنګلاسۍ یې ورته ګیله وکړه او ورته یې وویل، چې خورا پوروړی یم او نشم کولای، چې پور مې ورکړم.د ژوند لګښت مې ډېر او درآمد مې لږ دی او ویې ویل، چې د ژوند په ستونزو کې دومره راګېر یم، بېخي نه پوهېږم، چې څه وکړم.په پای کې یې له امام صادق (رح) نه وغوښتل، چې دعا ورته وکړي، چې الله تعالی یې په ژوند کې پراخي راولي.

دا مهال عباسي خلیفه منصور امام صادق (رح) ته څلورسوه دیناره سره زر رالېږلي وو.امام صادق (رح) خپل خادم ته وویل، چې ولاړ شي او د پیسو کڅوړه راوړي، کڅوړه یې چې راوړه؛ نو هغه یې مفضل ته ورکړه او ورته یې وویل: په دې کڅوړه کې څلورسوه دینار دي او ستا د ژوند د پراخۍ لپاره دي.

آنحضرت وویل: ډېر ښه! زه هم دعا کوم؛ خو یوه خبره مې واوره او هغه داچې هېڅکله د ژوند د سختیو او تنګلاسیو په باب خلکو ته خوله مه راسپاړه؛ ځکه لومړۍ پایله یې داده، چې په خپله خلکو ته ښيې، چې د ژوند په ډګر کې مات شوی او د ژوند ستونزو ته په ګونډو شوی یې او له همدې امله به د خلکو په سترګو کې خوار او سپک شې او په ټولنه کې به خپل درناوی له لاسه ورکړې.(۴۷)

***

عبدالمالک بن اعین د امام صادق (رح) یو پوه ملګری و، هغه سره له دې چې د امام صادق (رح) په ښوونځي کې زده کړه کړې وه؛ خو بیا یې هم په ستورپوهنه او د انسان په ژوند کې د ستورو پر اغېزو خورا ګروهن او ټینګه ګروهه  درلوده او په دې باب یې خورا کتابونه راټول کړي او مطالعه کړي ول، هغه په سپېره توب او سپېڅلتوب او پر ګړیو او ورځو ټینګ ګروهن و او هر کار به یې چې کاوه، لومړی به یې ستورو ته مراجعه کوله او د وخت سپېره توب به یې څېړه؛ نو که چېرې هغه وخت به سپېره و؛ نو پر هغه مهال به یې د هغه کار له ترسره کولو ډډه کوله.

یوه ورځ یې وننګېرل، چې دې کږنو او انګېرنو او خرافاتو یې د ژوند ولکه ورتنګه کړې او له پښو او لاسونو یې تړلی دی؛یعنې په اروا کې یې یو ډول وسواسي رنځ وراچولی و.ډېری هڅې یې وکړې، چې ځان له دې حالته رابهر کړي؛ خو و یې نشو کړای؛ نو له ځان سره یې وویل: ښه به وي، چې حضرت امام صادق (رح) ته ولاړ شم او په دې باب له هغه سره سلامشوره او مرسته ترې وغواړم او چې کله امام ته ورغی او خپله حال یې ورته ووایه؛ نو امام صادق (رح) ورته په حیرانتیا سره وویل: آیا ته پر دې چارو ګروهن یې او عمل پرې کوې؟ او بیا یې وویل: زه حکم درکوم، چې ولاړ شې او په دې باب درسره ټول کتابونه وسېځې.

عبدالمالک ورسره ومنله.د امام حکم یې زړه پیاوړی او اراده غښتلې کړه؛ نو بې ځنډه ولاړ او په دې باب ټول کتابونه یې وسېځل او د تل لپاره له غم او تشویشونو خلاص شو.(۴۸)

***

یو مکي سړی، چې په مدینه کې ژوند کاوه، یوه ورځ امام صادق (رح) ته ورغی او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه.هغه یو مال یو بل چا ته په اجاره ورکړی و اوس یې د کرایه پر سر اختلاف او اړپېچ و.دا مهال صفوان د امام صادق (رح) په غونډه کې ناست و.نوموړی په اسلامي فقه خورا پوه و. امام صادق (رح) صفوان ته وویل، چې ولاړ شه او له ایماني رور سره دې د هغه په ستونزهواري کې مرسته وکړه.

صفوان له هغه سړي سره ووت او کرایه دار(مستاجر) ته ورغی، د هغوی اختلاف ته یې غوږ ونیوه او شخړه یې ورته داسې هواره کړه، چې دواړه لوري خوښ ول. بیا امام ته راستون شو؛ نو امام وویل: څنګه شو؟

ورته یې وویل: الله تعالی سمونه وکړه.

امام صادق (رح) وویل: دا کوچنی چار چې دې ترسره کړ او د یو مؤمن اړتیا دې پوره کړه، د کعبې تر اوه ځله طواف کولو غوره او ثواب او د الله تعالی په نزد یې ارزښت خورا ډېر دی.

بیا امام صادق (رح)، صفوان ته یوه کیسه وکړه: یوه سړي ستونزه درلوده، حضرت امام حسن علیه السلام ته ورغی او مرسته یې ترې وغوښته. امام حسن بې ځنډه پڼې پر پښو کړې او د سړي په ستونزهواري پسې ووت. په لار کې یې امام حسین علیه السلام ولید، چې لمونځ یې کاوه.امام حسن علیه السلام سړي ته وویل: ستونزهواري ته دې ولې امام حسین علیه السلام ته نه وې ورغلی؟

سړي وویل: لومړی مې غوښتل، چې ستونزهواري لپاره امام حسین ته ورشم؛ خو خلکو راته وویل، چې امام حسین په اعتکاف کې دی؛ نوځکه ورنغلم.

امام حسن وویل: که امام حسین دې د ستونزهواري توفیق تر ګوتو کړی و؛ نو تر یوې میاشتې د اعتکاف تر ثواب ورته غوره و.(۴۹)

***

حضرت امام صادق (رح) علیه له خپل مريي، مصادف سره له مکې نه مدینې ته ستنېده.لاره له بيدیا تېرېده.هوا توده او کړونکې وه. په لار کې یې یو سړی ولید، چې د ونې په ډډ پروت دی. داچې حالات يې غیرعادي ول؛ نو امام صادق (رح) وویل:راځه چې هغه سړي ته ورشو.کېدای شي تږی وي او تندې راغورځولی وي.

ورنږدې شول.سړي د امام صادق (رح) په لیدو، سر راپورته کړ، شونډې یې وچې او چوېدلې وې.امام ترې پوښتنه وکړه: ایا تږی یې؟

و یې ویل: هو!

امام مصادف ته وویل، چې اسه ورکوز او سړي ته اوبه ورکړه.مریی ورکوز او سړي ته یې اوبه ورکړې او د اوبو ورکولو پرمهال د سړي څېرې ته ځیر شو.له جامو یې پوه شو، چې دا سړی مسلمان نه؛بلکې مسیحي دی.سړی خړوب شو او مننه یې وکړه.امام صادق (رح) او مصادق له هغه ځایه ولاړل او رو رو لرې شول.په لار کې مريي له امام نه وپوښتل:آیا مسیحي ته صدقه ورکول جایز دي؟

امام صادق (رح) وویل: د اړتيا په صورت کې-لکه په دې حالت کې- هو! دا کار جایز دی.(۵۰)

***

سیابه کوفي یو ایمانوال او د رسول الله(ص) د اهلبیتو مینوال و.هغه یو نشتمن سړی او په پای کې له همدې نشتمنۍ ومړ.له هغه د عبدالرحمن په نامه یو پلارمړی او یوه کونډه پاتې شوه وه.عبدالرحمن تنکی ځوان و او په دې فکر کې و، چې یو کار پیدا کړي، چې خپل او د مور ژوند پرې سمبال کړي؛ خو څومره، چې وګرځېد، کار یې و نه موند او په پای کې ستړی، ستومانه، نهیلی او غمجن کور ته راستون شو. د پلار مرګ، نشتمني او بېکاري او د کور ناستې خورا کړاوه.

یوه ورځ په کور کې ناست و، چې د کور ور ووهل شو. ور یې، چې پرانست، و یې لیدل، چې د پلار یو ملګری يې پوښتنې ته راغلی دی او د پلار پر مړینې یې ورته خواشیني وښووله او له الله تعالی ه یې ورته د زړه تسل وغوښت او له عبدالرحمن نه یې پوښتنه وکړه: آیا پلار مو کوم ارث (پاتوړی) پرېښی دی که نه؟

و یې ویل: نه!

سړي د پیسو یوه کڅوړه راوویسته او عبدالرحمن ته یې ورکړه او ورته یې وویل:دا زر درهم واخله؛پانګونه پرې وکړه او پام چې ورکه یې نه کړې.

د سړي تر تګ روسته، عبدالرحمن خپلې مور ته خوشحاله ورغی او د سړي کیسه یې ورته وکړه. مور یې هم وویل: د پلار ملګري دې ښه خبره درته کړې، په دې پیسو پانګونه وکړه او کوم کار او کسب (ورهڼه) پرې پیل کړه. عبدالرحمن ومنله او بې ځنډه بازار ته ولاړ، یوه هټۍ یې اجاره کړه، څه توکي یې وپېرل او کار او کسب یې پیل کړ.

ډېر وخت لا تېر شوی نه و، چې کار یې ښه شو او ګهاکان او مشتریان یې ډېر شول او و یې کولای شول، چې خپل او د مور ژوند ته هوساینه راولي.

یوه ورځ فکر ورغی، چې د الله تعالی د کور زیارت ته ولاړ شي.حساب یې وکړ او و یې لیدل، چې په دې لنډ وخت کې یې خورا ګټه کړې او شتمني یې لاس ته راوړې ده.هغه شپه یې په دې باب له مور سره سلامشوره وکړه. مور یې وویل:اوس چې شتمن شوی یې؛ نو لومړی دې د هغه پلار د ملګري پور ورکړه؛ ځکه د هغه په پیسو دې دومره ګټه وکړه او دومره خیر او برکت دې ژوند ته راغی او چې پور دې ورکړ؛ نو مکې ته ولاړ شه.

عبدالرحمن ولیدل، چې د مور خبره یې د کاڼي کرښه او پښه ده او د پلار ملګري ته ورغی او د زر درهمو یوه کڅوړه یې مخې ته ورکېښووله او ورته یې وویل: مهرباني وکړئ، پیسې مو واخلئ.

سړي فکر وکړ، چې کېدای شي، پیسې لږې وې او هلک ونشو کولای، چې کوم کار پرې مخې ته بوځي؛ نوځکه یې بېرته راګرځوي؛ نو ورته یې وویل: که دا پیسې لږې وي؛ نو نورې به هم درکړم؟

عبدالرحمن وویل: نه! لږې نه دي، دا خورا برکتي پیسې وې، ما پرې کار پیل کړ او اوس زه په خپله د خورا شتمنۍخاوند یم او نور دې پیسو ته اړمن نه یم. راغلی یم، چې تر مننې روسته یې بېرته درکړم.حج ته روان یم او نه غواړم، چې حج ته تر تلو مخکې د چا حق مې پر غاړه وي او ستاسې پوروړی ووسم.

سړی خوشحاله شو او خپلې پیسې یې بېرته واخستې. هلک د سفر کډه وتړله او د مکې پر لور روان شو.د حج تر مراسمو روسته له نورو خلکو سره یو ځای د رسول الله(ص) د قبر زیارت او د اهلبیتو لیدو ته مدینې ولاړ.امام صادق (رح) ته ورغی. پر هغه ورځ د امام صادق په کور خورا شور زوږ و او ډېر خلک د امام صادق کتو ته راغلي ول. عبدالرحمن ولاړ او د ټولو شاته کېناست.خلک راتلل او له امام صادق (رح) سره یې روغبړ کاوه، یو څه به یې ویل، له امام نه به یې احادیث واورېدل او وتل به.خونه چې خالي شوه، امام صادق (رح) په اشارې سره عبدالرحمن راوغوښت.هلک، چې رانږدې شو، امام ترې پوښتنه وکړه: کوم کار لرې؟

و یې ویل: زه عبدالرحمن د سبابه کوفي زوی یم.

امام: پلار دې څنګه دی؟

هلک:پلار مړی شوی دی؟

امام په خپګان وویل: الله تعالی دې ستا پلار وبښي او له هغه کوم میراث درته پاتې دی که نه؟

هلک: نه!  څه ترې پاتې نه دي.

امام: نو څنګه دې وکړای شول، چې حج ته راشې؟

هلک ورته خپله ټوله تېره شوې کیسه وکړه، چې څنګه یې وکولای شول، چې حج ته راشي.دا مهال یې امام خبره پرې کړه او ورته یې وویل: د پلار د ملګري زر درهمه دې څه کړل؟

هلک:د مور په سلامشوره، حج ته تر راتګ د مخه مې بېرته ورکړل.

امام: آفرین!  خوښ یې چې نصیحت درته وکړم؟

هلک:درځار!  ولې نه!

امام: رښتین او سم وسه، رښتین او سم سړی د خلکو په شتمنۍ کې برخوال دی.(۵۱)

***

عبدالاعلی د زراره بن اعین رور، چې له کوفې نه مدینې ته د امام جعفر صادق (رح) لیدو ته تله؛ نو پلویانو یې دا کار غنیمت وګاڼه او یو لړ پوښتنې یې ورت وکښلې، چې ځواب يې ورته له امام صادق (رح) نه راوړي او همداراز یوه نالیکلې پوښتنه یې درلوده او هغه داچې له امام صادق نه پوښتنه وکړي، یو مسلمان پر بل مسلمان کوم حقونه لري.

عبدالاعلی مدینې ته ولاړ او امام صادق (رح) ته ورغی، لیکلې پوښتنې یې امام صادق ته ورکړې او بله پوښتنه یې ترې په خوله وکړه.امام یې ټولې لیکلې پوښتنې ځواب کړې؛ خو نالیکلې پوښتنه یې ځواب نه کړه.عبدالاعلی له ځان سره وویل، چې شونې ده، چې امام ددې پوښتنې ځواب په راتلونکې کې ورکړي؛ نوځکه هره ورځ امام ته ورتله او په تمه کېده، چې شونې ده نن یې ځواب ورکړي؛ خو ځواب یې وا نه خست.

په مدینه کې د پاتېدو وخت پای ته ورسېد، عبدالاعلی اوس باید کوفې ته ستون شي او الله تعالی په امانۍ ته امام صادق (رح) ته ورغی اوداچې دا ځل کتل یې ورسره روستي کتل ول؛ نو یو ځل بیا پوښتنه وکړه: ای د الله تعالی د استازي زویه! یوه پوښتنه مې بې ځوابه پاتې شوه.

امام:په لوی لاس مې د هغې پوښتنې ځواب درنکړ.

-ولې؟

امام:ډارېږم، چې حقیقت درته ووایم او بیا پرې عمل و نه کړئ او د الله تعالی له دینه بهر ووځئ.

بیا امام وویل: د الله تعالی د بندګانو پر وړاندې یوه ستره او ستونزمنه دنده دا درې څیزونه دي:

لومړی:د ځان او نورو ترمنځ عدل او انصاف رعایتول او هغه داسې، چې له خپل مسلمان رور سره دې داسې چلن وکړې، چې خوښ یې نور یې هم له تا سره وکړي.

دویم: خپل مال له مسلمانانو رونو مضایقه نه کړې او ورسره مرسته او روروي وکړي.

درېیم: په هر حال کې الله تعالی یاد کړي او د الله تعالی له یادولو مراد دا دی، چې تل سبحان الله او الحمدالله ووايي.مراد داچې انسان تل له حرامو چارو سره د مخېدو پر مهال، چې الله تعالی یې په یاد کې وي؛ نو حرامو به یې وژغوري.(۵۲)

***

زکریا بن ابراهیم یو مسیحي ځوان و، چې په کوفه کې یې ژوند کاوه. موروپلار او ټوله کورنۍ یې مسیحیان ول؛هغه چې یو ځیرک او پلټونکی انسان و او د اسلام د دین په باب يې څېړنه وکړه او داچې پاک او ویښ وجدان یې درلود؛ نو و یې مونده، چې اسلام ته يې لېوالتیا ډېره شوې ده او د اسلام قوانین یې له فطرت او وجدان سره خورا سمون خوري؛ نو د موروپلار د خوښې پر خلاف مسلمان شو.

د حج موسم راورسېدل. د حج مراسمو د ترسره کولو په موخه له کوفې روان شو او مکې ته تر تګ مخکې، مدینې ته د امام جعفر صادق (رح) لیدو ته ورغی او د خپل مسلمانېدو کیسه یې ورته وکړه.

امام صادق (رح) ترې پوښتنه وکړه: په اسلام کې دې څه پام راواړاوه؟

و یې ویل: الله تعالی په قرآن کې خپل استازي ته وايي: ((ای پېغمبره! ته مخکې نه پوهېدې، چې کتاب څه دی او ایمان څه دی؛ خو موږ دا قرآن، چې تاته مو در وحې کړ، یوه رڼا کړله، چې په هغه هر څوک چې وغواړو، لارښوونه ورته وکړو)) دا آیت زما په باب صدق کوي.

امام صادق وویل: تصدیق کوم، چې ته رښتیا وایې او واقعا الله تعالی درته ښیون او هدایت کړی دی.

بیا آنحضرت وویل: الله تعالی ه!  ته پخپله یې ښیون کړه.

او بیا یې دې ځوان ته وویل: زویه!  که کومه پوښتنه لرې؛ نو و یې کړه.

ځوان وویل: موروپلار او ټوله کورنۍ مې عیسویان دي.مور مې ړنده ده، زه له هغوی سره ژوند کوم او یو ځای ورسره خواړه خورم؛ نو زما دنده څه ده؟

امام:آیا هغوی د خنځیر غوښه خوري.

ځوان:نه ای د الله تعالی استازیه!  هغوی ان د خنځیر غوښې ته ورنږدې کېږي هم نه.

امام: نو په دې صورت کې معاشرت ورسره پروا نه لري.

بیا امام وویل: پر مور دې پام کوه او تر هغې چې ژوندۍ وي، نېکي ورسره کوه.

او چې مړه شوه، په خپله یې غسل او کفن کړه او همداراز چا ته مه وایه، چې له ما سره دې ليدلي دي او زه هم مکې درځم او هلته به سره په منی کې ووینو.

ځوان مکې ته ولاړ او په منی کې یې له امام صادق (رح) سره وکتل. ډېر خلک له آنحضرت نه راتاو شوي وو او ټولو پوښتنې درلودې او اوس یې چې خپل ورک شوی موندلای و، غوښتل یې د ټولو پوښتنو په ځوابونو ځان پوه کړي.

د حج مراسم پای ته ورسېدل.ځوان کوفې ته راستون شو او د امام بېله بېله سپارښتنه یې پلي کړه او د مور خدمت ته يې لېچې راونغاړلې، هغه به پخپلو لاسونو خپلې مور ته خواړه ورکول او ان وینځله به یې هم. له مور سره ډېرې مهربانۍ، مور یې په شک کې کړه؛ نو یوه ورځ یې وپوښت: زویه!  ته تر مسلمانېدو او حج ته تر تلو مخکې بل شان وې، سره له دې چې له ما سره همدینه وې، پر ما دومره مهربانه نه وې؛ خو اوس، چې دې دین راسره توپیر لرې، تر هر وخت دمخه راسره مینه کوې، ددې کار علت څه دی؟

زوی: مورجانې!  د پېغمبر اکرم ځایناستي مې دا حکم راکړی دی.

مور:آیا هغه سړی په خپله هم د الله تعالی استازی دی؟

زوی:نه!  هغه د الله تعالی استازی نه دی، د الله تعالی د استازي زوی دی.

مور:زه فکر کوم، چې هغه به پخپله هم د الله تعالی استازی وي؛ ځکه دا ډول اخلاقي احکام یوازې یو پېغمبر ورکولای شي.

زوی: نه!  هغه د الله تعالی استازی نه دی؛ ځکه حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د الله تعالی روستی استازی دی او تر هغه روسته بل پېغمبر نه راځي.

مور: زویه! دین دې تر ټولو غوره دین دی، وایه، چې د مسلمانېدو لپاره کوم څیزونه په کار دي، چې زه هم مسلمانه شم.

ځوان په خوشحالۍ خپلې مور ته شهادتین ورزده او ړندې مور شهادتین تکرار او مسلمانه شوه. پر هغه ورځ زوی او مور یو ځای لمونځونه وکړل. د شپې په پای کې مور رنځوره او د رنځ په بستره کې سملاسته.طبیب، چې راغی؛ نو و یې ویل، چې بوډۍ د ژوند په روستیو شېبو کې ده.

د ژوند په روستیو کې شېبو کې مور خپل زوی ته وویل، چې شهادتین او ددین اصول بیا ورته تکرار کړي.زوی به ورته ویل او مور یې ورپسې تکرارول او تردې روسته بوډۍ وفات شوه.

پر سبا یې ځوان په خپله د مور غسل او کفن چارې ترسره کړې، ځوان یې په خپله د جنازې لمونځ له نورو مسلمانانو سره وکړ.

او همدا وو، چې د امام اخلاقي سپارښتنو د یوې بوډۍ د ښیون لامل شو.(۵۳)

 

 

د امام جعفر صادق (رح) پوهه

امام جعفر صادق (رح) د امویانو د حکومت په روستیو او د عباسیانو د حکومت په پیل کې، د امویانو او عباسیانو دنښتو له امله، چې د چاپېریال زندیتوب لږ شوی و، ګټنه وکړه او خپل علمي-ديني خوځښت ته یې پراختیا ورکړه او مدینه یې په یوه علمي او زدکړیالایز مرکز اړولای وه، چې په زرونو د پوهې مینوالو پکې د امام صادق علیه د علم له چینې ګټنه کوله.

د امام صادق (رح) د پوهې خبره په ټوله اسلامي نړۍ کې خپره شوې وه او د نړۍ له بېلابېلو ځایونو ورته د علم د زده کړې په پار خلک راتلل او ان غیر اسلامي اندیالان او متفکران به هم له امام صادق (رح) سره بحث او مباحثې لپاره مدینې ته راتلل او امام صادق به ددوی پوښتنو او شبهو ته ځوابونه ورکول.

داسې ښکارېده، چې د حضرت امام صادق (رح) ډېری ځوابونه د وخت او ځای سره سمون خوړ او د پوښتونکي د اند او فکر او درک او اخستنې له مخې ول؛ نوځکه ځینې پوښتنې یوازې د شخړه کوونکي برهان باطلوي او د وینا کمزوري یې رابربنډوي او ځینې په پوښتونکي کې د تفکر او اندنې د راخټولو لپاره وي او البته په ځینو ځایونو کې ځوابونه په بشپړه توګه منطقي او سولیز او علمي دي.

د حضرت امام صادق (رح) ټولې مناظرې، بحثونه او ځوابونه راټولول، یو بېل کتاب ته اړتیا لري. موږ دلته د بېلګې لپاره یو څو لنډ لنډ ځوابونه راوړي دي او په بله برخه کې مو هغه رساله معرفي کړې، چې امام جعفر صادق (رح) د توحيد په باب خپل زدکړیال مفضل ته ویلې ده.

***

ابومنصور وايي: یو ملګري مې راته وویل، چې له ابن ابی العوجا او عبدالله بن مقفع سره، چې دواړه بې دینه او کافر پوهان ول، په مکه کې په مسجدالحرم کې ناست وو.ابن مقفع وویل: دا خلک ګورئ (او په لاس یې هغو حاجیانو ته اشاره وکړه، چې طواف یې کاوه)دې یوه ته هم انسان نشو ویلای؛ خو بې له هغه ستر انسانه، چې ناست دی (مراد یې امام صادق (رح) و) او نور ټول یې څاروي دي.

ابن ابي العوجا وپوښتل: ولې په دې ټولو خلکو کې درته یوازې دا سړی انسان ښکاري.

-ځکه په هغه کې مې د پوهې، فضل او ستریا هغه نښې نښانې ولیدې، چې په بل چا کې نشته.

-زه باید په خپله ورسره بحث او خبرې وکړم، چې په خبرو دې باور کړم.

-له دې کاره ډډه وکړه؛ ځکه وېرېږم که بحث دې ورسره وکړ، چې څه درسره دي، چې له لاسه یې ورکړې.(؛یعنې تا له خپلې هغې عقیدې واړوې، چې له الله تعالی ه منکر یې)

-ستا نظر دا نه دی.ته غواړې، چې زه هغه نه وینم، چې د هغه څه ناسموالی رابربنډ نشي، چې د هغه په باب دې ویلي او خبره دې دروغجنه جوته نشي.

-اوس چې زما په باب داسې فکر کوې؛ نو ورشه او ډېر پام کوه، چې کومه تېروتنه و نه کړې او د چارو واګې دې له لاسه و نه وځي، ګنې نو لاس تړلی به ورتسلیم شې، هره خبره چې دې له خولې راباسې، له حساب و کتاب سره یې راباسه او پام دې وسه، چې کومه خبره دې په ګټه او کومه دې په تاوان ده.

ابن ابي العوجا د امام جعفر صادق (رح) لیدو ته ورغی او زه او ابن مقنع پر خپل ځای پاتې شوو او چې راستون شو، و یې ویل: ای د مقنع زویه! مور دې سر ته کېنه! تا خو ویل، چې هغه انسان دی؛ خو ما ولیدل، چې هغه د بشر له نوغي نه دی.که په نړۍ کې یو تن وي، چې هر کله وغواړي، چې محض روح وي او هر کله چې وغواړي په جسماني بدن کې ولیدل شي؛ نو هغه یوازې همدی دی.

-مګر څه شوي دي؟

-ورغلم او و رته کېناستم او چې نور ولاړل او زه او هغه یوازې پاتې شوو، خبرې یې پیل کړې او و یې ویل: که –د دین او ایمان – مطلب داسې وي؛ لکه څنګه چې دا خلک د کعبې د طواف په حال کې دي او څرګنده ده، چې هماغسې ده، چې دوی یې وايي (؛یعنې الله تعالی ، دین او آخرت په حقه دی)؛ نو په دې صورت کې هغوی په سمه لار تللي دي او تاسې له نېکمرغۍ لرې شوي یاست او په هلاکت کې به یاست. او که خبره داسې وي، چې تاسې یې وایاست (؛یعنې نه الله تعالی وي او نه آخرت) او کټ مټ داسې نه ده، چې تاسې یې ویاست؛ نو په دې بڼه کې تاسې له مسلمانانو سره مساوي یاست.(؛یعنې مسلمانان، چې په دین ګروهن دي، کندې ته ورګوزار شوي نه دي؛ ځکه که فرض مهال، که الله تعالی او آخرت نه هم وي؛ لکه څنګه چې بې دینه وګړي داسې فکر کوي او له مرګ سره هر څه پای ته ورسي او کوم حساب او کتاب نه وي؛ نو بیا هم مسلمانانو کومه ګټه نه ده کړې او پایله به یې د بې دینه وګړیو په څېر وي.)

ابن ابي العوجا د خبرو په دوام کې وویل: و مې ویل: الله تعالی دې وبښه، مګر موږ څه وایو او هغوی څه وايي. زموږ او د هغوی ګروهه سره کوم توپیر نه لري او یو شان ده.

و یې ویل: ستا او د هغه خبره څنګه یو شان ده؟ حال داچې هغوی په معاد او د آخرت په سزا او ثواب او د آسمان پر الله تعالی ګروهن دي او د آسمان ابادوالی د الله تعالی د شتون له امله ګڼي، حال داچې تاسې آسمان یوه کنډواله ګڼئ، چې هېڅوک هم پکې نشته.

امام صادق (رح)، چې د الله تعالی په باب دا خبره وکړه؛ نو فرصت یې غنیمت وګاڼه او خپلې ګروهې مې داسې وربیان کړې.

که داسې وي، چې هغوی یې وايي؛ نو الله تعالی ولې خپلو بندګانو ته ځان نه ښکاره کوي او نېغ په نېغه یې خپل عبادت ته نه رابلي، چې خلک یې نور په هکله اختلاف او اړپېچ ونلري؟ الله تعالی ځان پټ کړی او خپل استازي یې رالېږي؟ او که په خپله راغلی و؛ نو د خلکو په ایمان راوړو کې دا چار ګټور و.

-و یې ویل: مور دې سر ته کېنه! څنګه هغه پټ دی، چې خپل قدرت او ځواک یې ستا په بدن کې تاته درښوولی دی؟له نشته دې پنځون او کوچنیتوبه دې سترېدل، تر کمزورۍ روسته دې پیاوړتیا او تر ناځواکه کېدو روسته دې بیاځواکي، تر روغتیا روسته دې ناروغتیا او تر رنځ روسته دې روغتیا، تر خوښۍ روسته دې غم او تر غم روسته دې خوشحالي، تر دوستۍ روسته دې دښمني او تر دښمنۍ روسته دې دوستي، تر ماتې روسته بریا او تر بریا روسته ماتې، تر هیلمنۍ روسته دې هیلمني او تر هیلمنۍ روسته دې هیله او ذهن ته دې هغه څه راتلل، چې مخکې راغلي نه ول او د هغه څه هېرول، چې مخکې دې په یاد ول…….

او همداراز د الله تعالی د خلقت او پنځون او ځواک نښې نښانې، چې په وجود کې مې دي او انکار او نټه ترې کولای نشم، ټول یې راوشمېرل؛ نو هغه مهال مې داسې وننګېرل، چې اوس به الله تعالی زما او د هغه ترمنځ راڅرګند شي.(۵۴)

***

عبدالله دیصاني، چې پر الله تعالی ګروهن نه و، د امام جعفر صادق (رح) کور ته ورغی.اجازه یې وغوښته، ورننووت، کېناست او ورته یې وویل: ما ته مې د خپل معبود په باب دلایل راوړندې کړه.

امام صادق (رح) وویل: نوم دې څه دی؟

دیصاني هېڅ و نه ویل، پاڅېد او بهر ولاړ! ملګري یې، چې خبر شول، ورته یې وویل:ولې دې خپل نوم ورته و نه وایه؟

و یې ویل: که ورته ویلي مې ول، چې نوم مې عبدالله دی؛ نو بې ځنډه یې راته ویل، چې دا الله څوک دی، چې ته یې عبد او بنده یې؟

ورته یې وویل: ورستون شه او ترې وغواړه، چې پر الله تعالی درته دلالت وکړي او د نامه پوښتنه دې و نه کړي؟

دیصاني ورستون شو او امام صادق (رح) ته یې وویل: ما ته مې د خپل معبود دلایل راوړه او د نوم پوښتنه مې هم مه کوه.

امام وویل: کېنه!

د امام صادق (رح) کوچني زوی یوه هګۍ په لاس کې درلوده او لوبې یې ورسره کولې. امام ترې هګۍ راواخسته او ورته یې وویل: ای دیصاني! دا یو سرتړلی دېوال دی، چې کلک پوټکی لري او تر کلک پوټکي لاندې بیا یوه نرۍ پرده ده او په هغه نرۍ پرده کې یوه محلول طلا او مذابه نقره ده، چې یو یې هم له بل سره نه ګډېږي او پر همدې حالت پاتې دي.نه هغه څه چې روغتیا بښاندې ده، ترې بهر راوځي، چې د روغتیا خبر یې راکړي او نه هغه څه چې خرابوونکې یې ده، ترې بهر راځي، چې موږ یې له ورستېدو خبر کړي.بېخي معلومه نه ده، چې د نارینه یا ښځينه پنځون لپاره ده او په همدې حالت کې طاووسي رنګ ترې راووځي، آیا هغې ته (له دې ټولو هېښنو سره سره) کوم مدبر او خالق او پنځګر نشته؟

دیصاني سر په ګرېوان کې ښکته کړ، د څه مودې لپاره چوپ شو او بیا یې وویل: ګواهي ورکوم، چې بې له الله تعالی ه بل الله تعالی نشته، چې ایکي یو دی او شریک نه لري او همداراز ګواهي ورکوم، چې محمد صلی الله علیه و آله وسلم یې بنده او استازی دی او ګواهي ورکوم، چې تاسې پر خلکو حجت او امام یاست او زه مې پر خپلو تېرو کړنو پښېمانه یم او توبه کوم.(۵۵)

***

هشام وايي: یو کافر او زندیق سړي د خپلو پوښتنو په ترڅ کې امام صادق (رح) وپوښت:الله تعالی څه دی؟

امام جعفر صادق (رح) وویل: هغه د ټولو څیزونو پرخلاف یو څیز دی او له دې وینا مې مراد ددې خبرې د مانا جوتول دي او هغه داچې هغه یو شی دی، چې د شي والي په حقیقت(حقیقتا هغه څیز دی، چې شته دی)خو نه جسم لري او نه بڼه لري او نه لاس ته راوړل کېږي او نه درک کېږي او نه لمس کېږي او نه په پینځګونو حواسو درک کېږي او نه یې خیال او اوهام درک کولای شي او نه هلاکېږي او نه ورکاوی لري، چې کومه نیمګړتیا پکې رامنځ ته کړي او نه د وخت تېرېدل پکې کوم بدلون راوړای شي.

و یې پوښتل: آیا هغه اورېدلای او لیدلای شي؟

و یې ویل: هغه اورېدلای او لیدلای شي، اورېدای شي؛ خو د اورېدو غړی نه لري، لیدای شي؛ خو بې له کوم غړي؛بلکې په خپل نفس، خپل ټول وجود یې اورېدونکی دی او بیا نه په دې مانا، چې کله وایم ((ټول یې))؛یعنې چې وجود یې غړي ولري؛بلکې یوازې غواړم سر دې خلاص کړم او بې له دې بله یوه مانا هم نه لرم، چې هغه اورېدونکی، لیدونکی، پوه او باخبره دی، بې له کوم اړپېچه په ذات او بې له کوم اړپېچه په مانا کې.

-نو هغه څه دی؟

امام جعفر صادق (رح) وویل: هغه رب، معبود او الله دی او بیا مې هم له له رب او الله نه مراد د ا ل ل ه او ر ب توري نه دي؛بلکې مراد مې هغه مانا او هغه وجود دی، چې د هر څه پنځګر او خالق دی او ددې ټکي له کارونې مې مراد هماغه مانا ده، الله، رحمان، رحیم او عزیز نومېږي او هغه معبود څښتن دی، چې عزیز او جلیل دی.(۵۶)

***

بېشکه پاکلمني امامان د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د هغه پر حقه د الهي علم وارثان دي او له هغو ځانګړنو برخمن ول، چې الله تعالی ترې خپل استازي برخمن کړي ول، چې یو له دې ځانګړنو ځنې، د نړۍ له الله تعالی سره اړیکه او له ځانګړیو الهي غیبي علمونو برخمني ده، چې خیال او اوهام ورته لار موندای نشي او د الهي وحې په څېر دروغ، شبهې او ناسمي پکې نشته؛ خو په دومره توپیر، چې پاکلمني امامان د الله تعالی استازي نه ول او نوی دین یې نه و راوړی او یوازې د دین ساتونکي او مبلغان او د خپل پېغمبر د امت مشران ول؛ لکه څنګه چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم یوه ورځ حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام ته وویل: ته راته داسې یې؛ لکه هارون چې موسی ته و؛ خو په دومره توپیر، چې ته پېغمبر نه یې))

په اسلامي روایتونو کې د امامانو د غیبي علم په باب ډېر څه راغلي دي، چې هېڅ څوک ترې سترګې پټولای نشي او دې پاکلمنو امامانو پر الهي علم اډانه درلوده او چې کله به یې د انسانانو د هدایت او ښيون لپاره لازم ګڼله؛ نو ددې غیبي پوهې یوه برخه به یې خلکو ته راښکاره کوله.

نو اوس د کتاب په دې برخه کې د امام جعفر صادق (رح) پټو او غیبي علمونو ته اشاره کوو:

د امام سجاد علیه السلام د زوی د زید تر شهادت روسته، د زید مشر زوی یحیی ایران ته پټ ولاړ او تر څه مودې روسته یې د ایران په ختیځ کې یوه ډله راټوله کړه او د اموي خليفه پر خلاف یې پاڅون وکړ او ښه په مړانه وجنګېد او شهید شو.د هغه مړی یې د خپل پلار په څېر راځوړند کړ او تر کلونو کلونو راځوړند و، تردې چې ابومسلم پاڅون وکړ او دیحیی مړی یې راکوز کړ او په درناوي یې خاورو ته وسپاره.

هغه مهال، چې یحیی د خراسان پر لور تله، د متوکل بن هارون په نامه یو شیعه، چې له حجه راستنېده او په مدینه کې یې له امام صادق (رح) سره کتلي هم وو، له یحیی سره مخ شو.

متوکل وايي:سلام مې وکړ.و یې پوښتل: له کومه راځې؟ و مې ویل: له حج نه!  د خپلې کورنۍ او خپلوانو او تربورانو پوښتنه یې وکړه. پر څه چې پوهېدم و مې ویل او و مې ویل، چې اهلبیت څومره د زید پر شهادت خپه دي.

راته یې وویل: تره مې محمد بن علي-امام باقر (رح) مې پلار ته ویلي ول، چې په پای کې به څه کېږي او بیا یې وپوښتل:آیا زما د تره له زوی جعفر بن محمد سره دې هم لیدلي؟

و مې ویل: هو!

و یې ویل: آیا زما په باب یې څه وويل ؟

و مې ویل: خوښ نه یم، چې هغه څه مې له آنحضرت نه اورېدلي، ستاسې په مخ کې یې ووایم.

راته یې وویل: ما له مرګه ډاروې، څه چې دې اورېدلي راته یې ووایه.

و مې ویل: آنحضرت وویل، چې تاسې به هم ووژل شئ او د خپل پلار په څېر به راوځړول شئ.

تر خبرو اترو روسته یحیی د صحیفه سجادیه یوه نسخه، چې ورسره وه، متوکل ته وروسپارله، چې مدینې ته یوسي او د هغه خپلوانو ته یې ورسوي او و یې ویل: پر الله تعالی قسم که چېرته د تره زوی؛ جعفر صادق دا نه ول ویلي، چې شهیدېږم او را ځوړول کېږم؛ نو دا نسخه به مې کله هم درکړې نه وه……خو خبر یم، چې هره خبره یې حق او د کاڼي کرښه ده او دا ټول یې له خپلو پلرونو علیهم السلام زده کړي دي.(۵۷)

او څه موده روسته هماغسې وشول، چې امام جعفر صادق (رح) ویلي ول.

***

صفوان بن یحیی وایي: جعفر بن محمد بن اشعث راته وویل: پوهېږې، چې ولې شیعه شوو، سره له دې ددې مذهب په باب د نورو په شان، مخکې بیخي نه پوهېدو؟

و مې ویل: څنګه؟

و یې ویل: یوه ورځ منصور دوانیقي-عباسي خلیفه- مې له پلار نه وغوښتل، چې د یوه ځانګړي ماموریت او دندې لپاره یو تکړه او پوه سړی وروپېژنم. پلار مې خپل ماما وروپېژنده. منصور هغه راوغوښت او څه پیسې یې ورکړې او ورته یې وویل: مدینې ته ولاړ شه او د حضرت امام حسن علیه السلام له لمسي او د هغه له یو لړ خپلوانو؛ لکه جعفر بن محمد سره ملاقات وکړه او هغوی ته ووایه، چې مسافر یم او له خراسان نه راغلی یم او ورته ووایه، چې تاسې هلته لارویان لرئ او څه پیسې یې درته رالېږلې دي او هر یوه ته څه پیسې ورکړه او ورته ووایه، چې ستاسې د خراسان د لارویانو استازی یم او ورته ووایه، چې درته مې د درکړیو پیسو رسید راکړئ.

د پلار ماما مې مدینې ته ولاړ او تر څه مودې روسته راستون شو او منصور ته ورغی. پلار مې هم د منصور په غونډه کې و. منصور وپوښتل:څه دې وکړل؟

و مې ویل: له ټولو سره مې وکتل، پیسې مې ورکړې او رسید مې ترې واخست.بې له جعفر بن محمد صادق نه، چې نبوي جومات ته ورپسې ورغلم، لمونځ یې کاوه، شا ته یې کېناستم، چې لمونځ یې پای ته ورسېد، تر لمانځه روسته یې رامخ کړ او راته یې وویل: له الله تعالی ه وډارېږه او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم اهلبیت مه تېرباسه او منصور ته ووایه، چې له الله تعالی ه ووېرېږه او د الله تعالی د استازي اهلبیت مه غولوه.

و مې پوښتل: مطلب مو څه دی؟

و یې ویل: رانږدې شه!  او بیا ټول هغه څه یې راته وویل، چې زما او ستا ترمنځ وو، زما له ماموریته هم خبر و؛ته وا بیخي له موږ سره و.(۵۸)

***

ابوبصیر وایي: له امام جعفر صادق (رح) سره وو، چې د معلی بن خنیس نوم رامنځ ته شو. امام وویل: ای ابوبصیر! د معلی په باب، چې څه درته ووایم، له ځان سره پټ وساته.

و مې ویل: په سر سترګو او پټ به یې وساتم.

و یې ویل: معلی به تر هغه خپل لوړ مقام ته و نه رسي، تر څو داود بن علي ورته یوه ستره ستونزه راولاړه کړې نه وي.

و مې ویل: داود به له هغه سره څه کوي؟

و یې ویل: را به یې غواړي او سر به ترې پرې کړي او بدن به یې راځوړند کړي او دا کار په راتلونکي کال کې کېدونکی دی.

بل کال، داود د مدینې والي شو او معلی یې راوغوښت او ترې و یې غوښتل، چې د امام جعفر صادق (رح) لارویان وروښيي؛ خو معلی ورسره و نه منله او والي وګواښه، چې که و یې نه مني؛ نو و به وژني.

معلی ځواب ورکړ: ما په مرګ ګواښوې؟ پر الله تعالی قسم که د امام جعفر صادق (رح) لارویان زما تر پښو لاندې پټ وي؛ نو پښه به ترې پورته نه کړم او که ما ووژنې؛ نو زه نېکمرغه او ځان دې بدمرغه کړی دی.

او داود یې شهید کړ.(۵۹)

***

له سدیر صیرفي نه روایت شوی دی، چې: د امام جعفر صادق (رح) څه شتمني له ما سره وه، د بېرته ورکولو پر مهال مې یو دینار له ځان سره وساته او ور مې نه کړ، تر څو د امام صادق (رح) په باب یې د لارویانو د خبرو رښتیا او دروغ معلوم کړم.

امام راته وویل: ای سدیره! له موږ سره دې خیانت کړی دی؛ خو له دې کاره، مراد دې له موږ نه څه شلول نه ول.

و مې ویل: در ځار!  خبره څه ده.

راته یې وویل: زموږ څه برخه دې اخستې، چې و مې ازمیېې.

و مې ویل: درځار! رښتیا مو وویل. غوښتل مې په اړه مو ستاسې د لارویانو د خبرو پر سموالي ځان پوه کړم.

امام صادق (رح) وویل: آیا نه پوهېږې، چې موږ پر ټولو هغو څیزونو پوهېږو، چې ورته اړتیا وي. د پېغمبرانو علم له موږ سره محفوظ او په موږ کې راټول شوی دی او زموږ د علم سرچینه د پېغمبرانو علم دی.(۶۰)

 

 

 

 

امام صادق (رح) او چارواکي

حضرت امام صادق (رح) پر ۸۳ هجري کال د پينځم اموي خلیفه؛ عبدالمالک بن مروان په پېر کې وزيږېد او ۱۱۴هجري کال د هشام بن مالک د حکومت په پېر کې، د خپل پلار حضرت امام باقر (رح) تر شهادت روسته په ۳۱ کلنۍ کې امامت ته ورسېد.

د حضرت امام صادق له بختورې زوکړې نه تر ۱۳۲ هجري کال، چې بیا اموي حکومت ړنګ شو، د اموي خلفاوو نومونه او د حکومت موده یې په لاندې ډول ده:

۱-عبدالمالک بن مروان له ۶۵ نه تر ۸۶ کال پورې.د حکومت درې روستي کلونه یې د امام صادق (رح) له کوچنیتوب سره همپېري دي.

۲-ولید بن عبدالمالک –نهه کاله او اته میاشتې واکمني وکړه.

۳-سلیمان بن عبدالمالک –درې کاله او درې میاشتې واکمني وکړه.

۴-عمر بن عبدالعزیز-دوه کاله او پینځه میاشتې واکمني وکړه.

۵-یزید بن عبدالمالک –څلور کاله او یوه میاشت واکمني وکړه.

۶- هشام بن عبدالمالک –شل کاله واکمني کړې، چې شاوخوا دولس کاله یې د امام صادق له امامت سره همپېري ول.

۷-ولید بن یزید-یو کال واکمني کړې ده.

۸-یزید بن ولید-شپږ کاله واکمني کړې ده.

۹-ابراهیم بن ولید-دوه که څلور میاشتې واکمني کړې ده.

۱۰-مروان حمار- پینځه کاله او څو میاشتې واکمني کړې ده، چې له عباسیانو یې ماتې وخوړه او د امویانو تر ۱۳۲ کاله واکمنۍ روسته، واکمني عباسیانو ته ګوتو ته ورغله.

د امویانو واکمنۍ یوه پېړۍ وه. دا پېر د اسلامي تاریخ تر ټولو ناوړه پېر و، چې پکې اسلام او اسلامي نړۍ د امویانو لوبڅي ول. هغوی خلکو ته پر هېڅ ارزښت قایل نه ول. ټول مسلمانان او په تېره بیا د نبوي کورنۍ لارویانو په خورا سخته او زندۍ چاپېریال کې ژوند کاوه.عبدالمالک په خپله یوه خطبه کې خلکو ته وویل: هر چاچې تقوا او پرهېزکارۍ ته راوبللم؛ نو سر به ترې غوڅ کړم.(۶۱)

امویان یوه زیدیقه او له الله تعالی ه بې خبره ډله وه، چې د اسلام د پیدایښت له هماغه پیله، د الله تعالی له دین او استازي سره یې ورانه وه او د اسلام تر راښکاره کېدو روسته، د بدر او احد جګړې ددې لامل شوې، چې امویان له اسلام، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم او حضرت علي کرم الله وجهه سره سخته کینه واخلي او بیا روسته چې هر فرصت په ګوتو ورتلو؛ نو د خپلو کینو له امله دښمنۍ ته به یې دوام ورکاوه او له نوموړیو به یې غچ اخسته. او له اسلام، رسول الله او نبوي کورنۍ نه د غچ اخستو په پار یې هر کار ته لاس وراچوه.

تر ۴۰ هجري کال روسته او د امیرالمؤمنین علي علیه السلام تر شهادت روسته، چې معاویه بن ابوسفیان واکمن شو؛ نو عملا اسلامي نړۍ د امویانو په موټي کې شوه او د نبوي کورنۍ پر لارویانو خورا سخت دباوونه پیل شول. پر ممبرونو او نورو ځایونو کې حضرت علي کرم الله وجهه ته کنځل، د اموي حکومت یو رسمي سیاست و (حال داچې د رسول الله یو معتبر حدیث دی، چې علي ته کنځل ما ته کنځل دي او ما ته کنځل الله تعالی ته کنځل دي) د کربلا قتل عام او د جنت د ښاغلیو د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم د ګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام شهیدول د امویانو یو خورا ستر جنایت بلل کېږي. تردې ناورین مخکې او روسته هم امویانو خورا ستر مسلمانان له نبوي کورنۍ د لاروۍ په جرم ووژل او ډېری یې د کلونو کلونو لپاره په خورا سختو شرایطو کې بندیان کړل. د څلورم امام حضرت امام سجاد علیه السلام زوی، زید د هشام د واکمنۍ پر مهال شهید کړای شو. د هشام په حکم یې د زید مړی د کلونو کلونو لپاره راځړولی و او تر څو کلونو روسته یې راکوز او اور ورواچول شو.

د کربلا پېښې او تردې ناورین روسته د امویانو پر خلاف د نبوي کورنۍ امامانو منفي مبارزې د خلکو په زړه کې د امویانو پر خلاف په کینې راپارولو کې اغېزمنه ونډه درلوده او د زید شهادت خلک د امویانو له ظلمونو او تېریو پوزې ته راوستل او په پای د امویانو د ظالم حکومت ټغر یې ورټول کړ او عباسیانو له دې موقعیت نه یې په ګټنې، د چارو واګې په لاس کې ونیوې.

حضرت امام صادق (رح) هم د نورو نبوي کورنۍ امامانو په څېر، په خپل ټول ژوند کې په پټه او ښکاره له ظالمانو سره په مبارزه بوخت و او تر هغه به چې د امویانو زندۍ او محدودیتونو اجازه ورکوله؛ نو د خلکو ذهنونه به یې روښانول او خلک به یې هدایتول او له رښتین دین سره به یې اشنا کول.

د هشام د حکومت پر مهال، چې حضرت امام صادق (رح) له خپل پلار سره په حج کې ګډون کړی و او د حاجیانو په ستره غونډه کې یې وینا وکړه او د نبوي کورنۍ د مشرۍ او امامت په باب یې وویل: ((نېکمرغه هغه دی، چې زموږ لاروی وي او بدمرغه هغه دی، چې زموږ دښمن وي)) (۶۲)

د امام له دې وینا یې هشام خبر کړ او هشام هم د مدینې والي ته حکم وکړ، چې حضرت امام صادق (رح) او حضرت امام باقر (رح) دمشق ته راوستاوه او دا دواړه یې دمشق ته ورواستول او په دمشق کې ورسره حکومت خورا ناوړه چلن وکړ.

د حضرت امام صادق (رح) او حضرت امام باقر (رح) له سترو خدمتونو ځنې دا و، چې په هغو شرایطو کې یې د اسلامي معارفو د بیاژواکۍ، احیا او ساتنې لپاره او د متعهدو او مسوولو فقهاوو د روزنې لپاره علمي خوځښت پیل کړ، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلافت له لاسوهنې پاک نږه دین او قرآن خور کړي، اسلامي احکام عملي کړي او د ګروهیزو کږلاریو مخنیوی وکړي او د دین ساتندویان شي.دې مبارزه له ځینو اړخونو، له نورو مبارزاتو سره خورا توپیر درلود، په دې چار کې ددې دوو امامانو توفیق او بریا له هغو عواملو ځنې ده، چې د امویانو له یوې پېړۍ واکمنۍ سره سره د دیانت اصلي او آریزې ستنې ړنګې نشوې او دین له منځه ولانړ؛ ځکه امویانوخورا کوښښونه وکړل، چې مسلمانان بېرته جاهلیت ته ورستانه کړي او په ظاهره يې په دې چار کې یو لړ لاس ته راوړنې هم درلودې؛ خو د امامانو پوهه او زیرکي او په دې لار کې د تکړه زدکړیالانو روزنه، د امویان ددې چار پر لار یو ستر خنډ شو، چې پایله یې دا شوه، چې د اسلام دښمنان خپلو موخو په رسېدو کې، چې د اسلام له منځه وړل ول، ناکام پاتې راغلل.

په پای د امویانو ناولی حکومت راوپرځېد او عباسیان واکمن شول. عباسیان د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د تره عباس ځوځات و، په پیل کې یې د کربلا د وینې د غچ او د امویانو له ظلمونو سره د مبارزې په نامه یې خلک پر ځان راټول کړل، په تېره بیا له آل علي علیه السلام سره د ایرانیانو له مینې یې ګټنه وکړه او په دې نامه یې هغوی هم له امویانو سره مبارزې ته راوبلل، چې له امویانو حکومت اخلي او خپل وړ او اهل ته یې ورسپاري او په پایله کې د ابومسلم خراساني او د هغو وګړیو په مرسته، چې شاوخوا یې راټول شوي ول، امویان له منځه یووړل؛ خو ددې پر ځای چې د هغه مهال مشر؛یعنې حضرت امام صادق (رح) ته حکومت وسپاري، په خپله د حکومت پر ګدۍ کېناستل.

عباسیانو خورا پر اسلام تظاهر کاوه او په دې نامه، چې د رسول الله له کورنۍ دي، کوښښ یې کاوه، چې ځانونه د رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم حقیقي وراثان اوپاتوړي او د اسلامي خلافت وړ وګړي وښيي؛ خو له هغه ځایه، چې تر هر چا ډېر په دې خبره پوهېدل، چې ددې مقام وړ نه دي؛ نو د خپلې له واکمنۍ هماغه پیله یې د نورو طاغوتیانو په څېر د خپلې واکمنۍ ساتلو لپاره پر حضرت امام صادق (رح) او لارویاونو یې دباوونه پیل کړل او او کوښښونه یې پیل کړل، چې نبوي کورنۍ له ټولنې او ټولنه له نبوي کورنۍ سره له تماسه وژغوري، چې هسې نه هغه واکمني له لاسه ورکړي، چې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د کورنۍ په نامه یې لاس ته راوړې ده.

له ۱۳۲ هجري کال نه، چې امویان له منځه ولاړل، تر ۱۴۸ هجري کاله، چې امام صادق شهید شو، دوو عباسي خلفاوو واکمني وکړه.سفاح لومړي عباسي خلیفه څلور کاله حکومت وکړ او منصور دویم عباسي خلیفه ۲۲ کاله؛یعنې د امام صادق تر شهادت لس کاله روسته یې قدرت په لاس کې و.

حضرت امام صادق (رح) په دې موده کې په تېره بیا د منصور په واکمنۍ ډېر سخت تر څارنې او دباو لاندې و او ان کله خو به یې له خلکو سره له تماسه هم مخه نیول کېده.

روایت شوی دی، چې د حضرت امام صادق (رح) یو لاروي غوښتل، له امام نه د یوې شرعي مسلې په باب پوښتنه وکړي؛ نو په همدې موخه هغه ځای ته ورغی، چې امام صادق (رح) پکې هستوګن و؛ خو عباسي خلیفه له حضرت امام صادق (رح) سره لیدنه کتنه منع کړې وه.په دې فکر کې و، چې څنګه ځان حضرت امام صادق (رح) ته ور و رسوي؛ نو دا مهال یې یو بادرنګ پلوری ولید، چې زړې جامې یې پر تن وې، ورغی او ټول بادرنګ یې ترې وپېرل او جامې یې هم ترې پور کړې او د بادرنګ پلوري په نامه حضرت امام صادق (رح) ته ورغی.د امام له کوره یوه خادم پرې غږ وکړ، چې بادرنګ درځنې پېرم او د بادرنګ پلورلو په پلمه د امام کور ته ورننووت. امام وویل: ښه چل دې وواهه، پوښتنه دې څه ده؟ خپله پوښتنه یې وکړه او حضرت امام صادق (رح) یې د پوښتنې ځواب ورکړ.(۶۳)

منصور د حضرت امام صادق (رح) او د هغه د لارویانو د کړلو لپاره، هر کارته لاس ور اچاوه او کټ مټ هماغه چلن یې د نبوي کورنۍ له امامانو او لارویانو سره یې کاوه، چې امویانو کاوه. سدیر او عبدالسلام او عبدالرحمن او د امام یو لړ نور یاران یې بندیان کړل او معلی بن خنیس، چې د حضرت امام صادق (رح) له پتمنو او سترو یارانو ځنې و، شهید یې کړ.عبدالله د حضرت امام حسن مجتبی له لمسیو ځنې او ستر علوي شخصیت و، هغه یې عراق ته تبعید او وشاړه، هلته یې بندي او شهید کړ.

بلخوا منصور کوښښ کاوه، چې په هر طریقه، چې وي، خلک پر ځان راټول کړي، چې خلکو ته په واقعي مانا وښيي، چې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خلیفه او ځایناستی دی. هغه ټینګار درلود، چې ځان د نبوي کورنۍ او اهلبیتو غړی وښيي او د نبوي کورنۍ او د رسول الله د حقیقي وارثینو ځای ونیسي؛ ځکه ښه پوهېده، چې مسلمانان سخت په نبوي کورنۍ او اهلبیتو ګروهن دي او له بیخه عباسیانو په همدې نامه، خلک په امویانو پسې راپاڅولي ول، چې حکومت به له امویانو اخلي او اهلبیتو ته چې له هر پلوه دې مقام ته وړ دي، ورسپاري.

منصور په خپله یوه خطبه کې وویل: ای خلکو!  یوازې زه په ځانګړي توګه د الله تعالی له لوري پادشاه یم او د الله تعالی په توفیق ستاسې چارې سمبالوم. زه د الله تعالی خزانه وال یم او بیت المال زما په واک کې دی. د الله تعالی په خوښه عمل کوم او د هغه په اراده یې ویشم او د الله تعالی په اجازه ترې بښنه کوم. الله تعالی زه د خپلې خزانې قلف ټاکلی یم او چې کله وغواړي، ما پرانځي، چې تاسې ته یې درکړم.(۶۴)

په خپله یوه وینا کې یې د خراسان خلکو ته وویل: ای د خراسان خلکو! الله تعالی مو حق راڅرګند کړ او د رسول الله میراث –یعنې خلافت- یې موږ ته راستون کړ، حق پر خپل ځای کې شو او الله تعالی خپله رڼا څرګنده او خپل یاران یې بریالي او دښمنان یې مات کړل. (۶۵)

منصور په دې عوام غولونو غوښتل ځان سپېڅلی کړي او خپله واقعي څېره، چې په کفر، نفاق او ناولتیاوو کې یې له امویانو سره هېڅ توپیر نه درلود، ددې نومونو او عنوانونو تر شا پټه کړي او همداراز کوښښ یې کاوه، چې ان په ګواښولو هم چې شي، د حضرت امام صادق (رح) ملاتړ له ځان سره ولري؛ خو امام نه یوازې داچې هغه یې تایید نه کړ؛بلکې په خپل هدایت او رڼا اچونو یې د عباسیانو اصلي څېره خلکو ته وربربنډوله.

د حضرت امام صادق (رح) یو یار پوښتنه وکړه: ځینې شیعیان له معیشتي پلوه په تنګه او سخته کې دي او هغوی ته وړاندیز کېږي، چې دوی (عباسیانو) ته کورونه جوړ کړي.نهرونه جوړ کړي او مزدوري او لاسباړه دې واخلي.ستاسې له نظره دا کار څنګه دی؟

حضرت امام صادق (رح) وویل: زه خوښ نه یم، چې هغوی (عباسیانو) لپاره غوټه ووهم او یا کومه کرخه راکاږم، که څه په مقابل کې یې خورا پیسې راکړي؛ ځکه هغه چې له ظالم سره مرسته کوي، په قیامت کې به اورینه پرده کې تر هغه رانغاړل کېږي، تر څو یې الله تعالی د خلاصون حکم نه وي کړی.(۶۶)

حضرت امام صادق (رح) ان په خپلو لیکنو او مکاتباتو او غونډه کې منصور راټه.منصور په یوه لیک کې امام ته وکښل: ولې د نورو په څېر موږ ته نه راځې؟

امام یې په ځواب کې ولیکل: موږ په دنیا کې څه نه لرو، چې په پار یې ووېرېږو او ته هم د اخرت او معنویاتو په باب څه نه لرې، چې په پار یې تا ته هیلمن شو. نه ته کوم داسې نعمت لرې، چې درشو او مبارکي یې درته ووایو او نه ته ځان په کړاو او بلا کې وینې، چې درشو او تسلیت یې درکړو؛ نو ولې درشو؟

منصور ورته بیا په لیک کې وکښل: راشه او نصیحت راته وکړ.

حضرت امام صادق (رح) ورته په ځواب کې وکښل: څوک چې اهل دنیا وي، تا ته نصیحت نه کوي او څوک چې اهل اخرت وي، تاته نه درځي.(۶۷)

یوه ورځ امام صادق (رح) د منصور په غونډه کې و.یو مچ منصور وکړاوه او منصور، چې څومره کوښښ وکړ، مچ یې لرې کړای نشو او بیا به یې پر مخ کېناسته.منصور په خپګان امام ته وویل: الله تعالی ولې مچان پنځولي دي؟

امام بې ځنډه ځواب ورکړ: ځکه غواړي، چې ظالمان پرې خوار کړي.

منصور هک پک او چوپ شو. (۶۸)

عبدالله بن سلیمان تمیمي وايي: هغه مهال، چې محمد او ابراهیم د عبدالله زامن –د حضرت امام حسن لمسی-عباسي حکومت شهیدان کړل؛ نو منصور خپل یو کس شیبه بن غفال د مدینې والي کړ.

شیبه مدینې ته ورغی او د جمعې پر ورځ یې په خطبه کې پر ممبر وویل: علي بن ابیطالب په مسلمانانو کې درز واچاوه او له ایمانوالو سره وجنګېد او حکومت یې د ځان لپاره غوښته او تر هغه روسته یې زامنو هم په فساد کې د هغه لارویان ول او حکومت یې د ځان لپاره غوښته؛ خو د حکومت کولو لیاقت او وړتیا یې نه درلوده؛ نوځکه یې د ځمکې په بېلابېلو ځایونو کې وینې تویېږي او په وینو کې لیت پیت دي.

د شیبه خبرې پر خلکو بدې ولګېدې؛ خو په چا کې هم دومره مړانه نه وه، چې غږ راپورته او څه ووايي.دا مهال یو سړی، چې پشمي جامې یې پر تن وې، راپاڅېد او و یې ویل: ((موږ د الله تعالی ستاینه کوو او د پېغمبرانو د لړۍ پر خاتم او همداراز پر ټولو پېغمرانو درود وایو؛ خو کومې ښېګڼې، چې دې وویلې، موږ یې وړ یو او کومې ناوړه خبرې، چې دې وکړې، ته او منصور یې وړ یاست))

بیا یې خلکو ته مخ کړ او و یې ویل: ((آیا خبر مو نه کړم، چې د قیامت پر ورځ د چا کړنلیک تش او خورا تاواني دی؟ هغه دی، چې خپل آخرت د نورو پر دنیا وپلوري او دا فاسق والي همداسې دی (چې خپل آخرت یې د منصور په دنیا پلورلی دی)))

خلک غلي شول او والي غلی له جوماته ووت.بیا مې وپوښتل: دا سړی څوک دی، چې والي یې دومره وټکاوه؟

و یې ویل:دا سړی امام جعفر بن محمد الصادق دی. (۶۹)

 

 

امام جعفر صادق (رح) او د مسلمانانو ښوونه او روزنه

لکه څنګه مو چې وویل، امویانو او عباسیانو زموږ امامان تر سخت دباو، کړاو او څارنې لاندې نیولي ول.ان کله به یې له خلکو سره د امامانو د لیدکاتومخه هم نیوه او د امویانو د حکومت په پای او د عباسیانو د حکومت په پیل کې، چې دا ظالم واکمنان پر ځان بوخت ول او امامانو ته یې دومره پام نه و؛ نو امامانو له دې فرصته او د خلکو د لېوالتیا په ګتنې، خلکو ته خورا ښوونې وکړې او ویې روزل.

د امامانو له الهي علمه ګټنې ته د څېړونکیو او علماوو لېوالتیا دومره ډېره وه، چې نه یوازې په دې شرایطو کې؛بلکې په هغو شرایطو کې، چې چاپېریال خورا زندۍ هم و، علماوو او څېړونکيو به له هرې لارې، چې شوني ول، امام صادق (رح) ته ځان ور رساوه او د علم زده کونې تنده به یې ماتوله.

د حضرت امام صادق (رح) په ښوونځي کې خورا زدکړیالان وروزل شول، چې په بېلابېلو برخو کې يې زده کړې کولې او نورو ته به یې هم ورلېږدول.

شیخ طوسي په خپل رجال کتاب د شاوخوا څلورو زرو تنونومونه راوړي، چې یا د امام صادق (رح) زدکړیالان یا یې ترې روایتونه کړي دي.

موږ هم دلته د هغوی د قدردانۍ په پار، چې اسلامي علوم او معارف یې نورو او راتلونکي ته ورلېږدولي دي.د هغوی د یو لړ کسانو نومونه راوړي دي:

حمران بن اعین، زراره بن اعین، عبدالله بن ابي یعفور، مفضل بن عمر، هشام بن حکم، ابوبصیر، مؤمن الطاق او. . ..

یو له هغو علمي او ارزښتمنو آثارو ځنې، چې له امام صادق (رح) نه خپلو لارویانو ته یادګار پاتې دی، د ((توحید مفضل)) مشهوره رساله ده.په توحید مفضل کې د انسان او نړۍ د خلقت او پنځون، د متعال الله تعالی و جود جوتولو او د الله تعالی د علم او حکمت په باب خورا ارزښتمن مسایل راغلي دي.

دا ارزښتمنه رساله، چې علامه مجلسي او نورو علماوو ژباړلې ده، د ټولو لپاره ګټوره ده او د توحید او الهي عظمت مینوالو ته یې لوستنه خورا اړینه برېښي.

سید بن طاووس د شیعه وو ستر عالم په خپل کتاب کشف المحجه کې خپل زوی ته سپارښتنه کوي، چې دا رساله هرومرو ولولي.(۷۰) په بل ځای کې وايي: څوک چې سفر ته ځي، یو له هغو کتابونو ځنې، چې باید ورسره وي، توحید مفضل دی. (۷۱)

مفضل په خپله د رسالې په سریزه کې وایي: یوه ورځ ماښام د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په جومات کې ناست وم او د رسول الله د عظمت او برم په باب او هغو فضلیتونو، چې الله تعالی ورکړي ول، فکر مې کاوه.ناڅاپه ابن ابی العوجا د هغه مهال یو بې دینه انسان و، راغی او په داسې ځای کې کېناست، چې ما یې غږ اورېده.یو نږدې ملګری یې هم راغی او ترڅنګ یې کېناست. ابن ابی العوجا او ملګري یې د الله تعالی د استازي په باب خبرې کولې او بیا يې د الله تعالی تعالی په باب خبرې راواچولې او ویل یې، چې نړۍ پنځګر او سمبالوونکی نه لري او هر څه بې پنځګره او سمبالوونکي، په طبیعي بڼه په خپله رامنځ ته شوي دي، داسې وه او داسې به وي.

او ما چې دا خبرې د هغوی له خولې واورېدې، چې د الله تعالی له رحمته لرې پاتې شوي ول، له غوسې مې ځان کابو نه کړای شو او و مې ویل: ای د الله تعالی دښمنه! زندیق او بې دینه شوې.هغه پالونکی، چې ته یې په خورا غوره ترکیب او بڼه پنځولی یې او ته یې له بېلابېلو حالاتو راتېر کړی یې او دې عمر ته یې رارسولی یې.که سر په ګرېوان کې ښکته کړې او خپل حس او اخستنو ته مراجعه وکړې؛ نو بېشکه د پالونکي دلایل او د متعال الله تعالی د پنځون آثار په تاکې شته او د الله تعالی د وجود او ځواک او برهان او حکمت او علم به یې در روښانه شي.

ابن ابی العوجا وویل: ای سړیه!  که ته له پوهانو ځنې یې؛ نو له تا سره به د هغوی پر لار ولاړ شم؛ نو که زه دې قانع کړم؛ نو له تا به لاروي وکړم او که له هغوی ځنې نه یې؛ نو خبره کول درسره ګټه نه لري. که د جعفر بن محمد له یارانو ځنې یې؛ نو هغه په خپله هم له موږ سره داسې خبرې نه کوي او په داسې توګه راسره شخړه نه کوي. هغه زموږ وینا، ستا تر اورېدو د مخه څو څو څو ځل اورېدلې ده؛ خو کنځل یې راته نه دي کړي او موږ ته په ځواب راکولو کې له بریده نه دی وتلی. هغه آرام، د لوی سینې خاوند، هوښیار دی او هېڅکله تاوتریخوالی او غوسه پرې نه لاسبرېږي.

خبرې او دلایل مو اوري، څه مو چې په ذهن کې وي، په خوله یې راولو او ګومان کوو، چې مات کړی مو دی او بیا هغه په لنډو زموږ دلایل باطلوي او په لنډو پر موږ غاړه خلاصوي او په خپل استدلال مو کلک تړي او بیخي ترې ځان خوځولای نشو؛ نو که ته یې هم له ملګرو ځنې یې؛ نو د هغه په څېر راسره خبرې کوه.

زه خپه له جوماته راووتم او ددې وګړیو د کفر او د هغوی د شبهو او اسلام او مسلمانانو په باب مې فکر کاوه.خپل بادار امام جعفر صادق (رح) ته ورغلم او امام مې خپه او غمجن وموند.و یې پوښتل: په تا څه کېږي؟

ما د هغو بې دینو وګړیو خبرې ورته وکړې. امام جعفر صادق (رح) راته وویل: تا ته به د نړۍ په پنځون، څارویو، داړونکیو، حشراتو، مرغانو او هر ساه کښو؛ له انسانه نیولي تر بوټیو او ژویو پورې او مېوه لرونکي بوټيو نه تر بې مېوو او له خوړل کېدونکي بوټیو نه تر نه خوړل کېدونکیو کې د پالونکي د حکمت په باب خبرې وکړم؛چې عبرت اخستونکي ترې عبرت واخلي او د مؤمنانو معرفت پرې ډېر شي او ملحدان او کافران پرې هک پک شي؛ نو سبا سهار وختي ما ته راشه.

دې نایابه توفیق خورا خوشحاله کړم، خوشحاله کور ته راغلم او ددې وعدې د رارسېدو تمې راباندې شپه خورا اوږده کړه. سبا سهار وختي، امام جعفر صادق (رح) ته ورغلم، اجازه مې وغوښته، ورننووتم او ودرېدم، امام راغی او له ځان سره یې یو ګوښې خونې ته له ځان سره بوتلم، چې کېناستم؛ نو امام صادق (رح) راته وویل: ای مفضله!  لکه چې زموږ د ژمنې تمې درباندې شپه خورا اوږده کړې وه؟

و مې ویل: هو همداسې ده ای زما باداره!

بیا یې په څلورو غونډو کې د توحید، الهي حکمت، د موجوداتو د پنځون او الهي عدل په باب مطالب راته وویل او د امام جعفر صادق علیه په اجازه مې ټول وکښل.

 

 

د امام جعفر صادق (رح) شهادت

منصور، چې د عباسیانو له خورا سخت دریځو، ظالمو او پرېوتیو خلفاوو ځنې و، تل یې پر امام جعفر صادق (رح) سخته څارنه درلوده او ځري یې ورپسې لګولي ول او تل به یې امام صادق دکړولو او ان نابودۍ لپاره راغوښته؛ خو داچې تقدیر نه و؛ نو په خپلو چټلو او شومو نقشو کې نه بریالی کېده.

اووم امام؛حضرت امام موسی کاظم علیه السلام وایي:یو ځل منصور، زما پلار امام جعفر صادق راوغوښت، چې و یې وژني او ددې کار لپاره یې توره هم تېره کړې وه او ربیع، چې د دربار حاجب و، ته ويلي وو: جعفر بن محمد چې راغی او خبرې مې ورسره کولې او د خبرو په ترڅ کې مې چې لاسونه ووهل؛ نو په توره ترې سر پرې کړه.

امام راننووت او د منصور سترګې، چې په امام ولګېدې، بې واکه له خپل ځایه ورپاڅېده او روغ بړ یې ورسره وکړ او ورته یې وویل: ځکه مې راوغوښتی یې، چې پورونه مو درکړم.

بیا یې په ورین تندي او خوشحالۍ د امام، کورنۍ او خپلوانو پوښتنه وکړه او ربیع ته یې وویل، چې درې ورځې روسته امام خپلې کورنۍ ته روغ رمټ ورورسوه.(۷۲)

خو په پای کې منصور و نه شو کولای، چې د امام جعفر صادق (رح) وجود، چې د امامت، مشرۍ او پوهې اوازه یې په ټولو اسلامي هېوادونو کې خپره شوې وه، وزغمي او ۱۴۸ هجري کال په شوال میاشت کې یې زهر ورکړل. امام جعفر صادق (رح) د شوال میاشتې په ۲۵ تاریخ شهید او د خپل پلار ترڅنګ په مدینه کې به بقیع هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. (۷۳)

شیعه شاعر ابوهریه عجلي یې په ویر کې داسې اوښکې تویوي:

د امام جعفر صادق مړی یې چې پر اوږو هدیرې ته ووړ، و مې ویل: پوهېږئ، چې کوم برمیال سړی هدیرې ته وړئ؟

هېښنده ده! د برم او ستریا له لوړو څوکو راکېوتې او په هدیره کې ښخېږې.سبا به پرې خاورې ډېری شي. وړ خو داده، چې په ویر کې یې موږ پر سر خاورې وشیندو.

هو!  په رښتیا چې د امام جعفر صادق په شهادت سره د انسان تاریخ او اسلام یوه ارزښتمنه مرغلره له لاسه ورکړه او که د شپږم امام په څېر د کس امامت او مشري نه وه؛ نو نړۍ به تر پایه د سترو علماوو له روزولو عقیم پاتې شو وی….(۷۴)

د الله تعالی ، پرښتو، صالحانو او مؤمنانو درود دې پرې تل وي.

 

 

سریزه

تر اوسه د اسلام له راښکاره کېدو لا دو پېړۍ تېرې نه دي،چې شرک او ظلمونو رامخه کړه.ښا چوپ او ګونګ دی .هر پردی،چې له ښاره له بهره راځي؛نو فکر کوي،چې ټول د مرګ په خوب ویده  دي؛خو داسې نه ده. د ښار په منځ کې په یوه نمناک او تیاره زندان کې، هلته چې دعباسیانو وسله وال ځواکونه د شپې پېره کوي،هلته یو یو ځلنده رڼا د ژوند هیله ورکونکې رڼا ده. په زندان کې یو سړي په خپل پوزکي په سجده پروت دی او له خپل معبود سره راز و نیاز کوي او دا له غمه ډک راز و نیاز د حضرت داوود علیه السلام تر غږه خورا په زړه پورې دی او په پټه د ټولنې د وجود په رګونو کې حیاتي وینه بهوي.

دا سړی پر سجده پروت او په یوازې ځان د ظلم او شرک د لښکر پر وړاندې ولاړ دی او د اسلام له نیالګي ساتنه کوي .دا سړی حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دی . د اسلام ساتنه په هغه وخت کې په یوه افسانه بدله شوې وه؛ هغه د عباسي خلفاوو پر مهال د خدای د نږه او مخلصو بندګانو د لارې مشال و. هغه له امنه ډک یو ساحل او کڅ دی،چې د اسلامي امت طوفان ځپلې او ماته بېړۍ پکې لنګر اچوي،چې له وژونکيو طوفانونو ځنې ځان وژغوري او عباسي خلفاوو هم ،چې د رسول الله خلافت غصب کړی؛نود خپلو شومو نقشو د پلي کولو پر لار یې یوازېنی خنډ حضرت امام موسی کاظم علیه السلام و؛ ن شپه او ورځ یې تر څارنې لاندې نیولی و او ځړی یې ورپسې کړي ول او دسیسې یې ورته جوړولې او په پای کې یې زانداني کړ،چې مسلمانان ورته لاسرسی و نه لري؛ خو حضرت امام موسی کاظم علیه السلام؛لکه تر وریځو شاته لمر یې بیا هم ژوند بښاندې وړانګې درلودې او د خدای او د انسانیت د دښمنانو دسیسې یې شنډولې؛خو بالاخر داچې عباسیانو  هغه خپلو موخو ته د رسېدو پر لار خنډ لیده؛نو خپل چټل لاسونه یې د هغه په پاکو وینو ولړل او ډېر مینوال یې د هغه په ویر کې وژړول؛خو له دې بې خبره ول،چې خدای به رڼا بشپړوي ان که مشرکان ناخوښ هم وي .

 

 

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام زوکړه

دلته ابو ده . د مکې او مدینې ترمنځ یو کلی دی . د رڼو اوبو چینې د او د کجورو د ونو دنګې دنګې ونې لري،چې ګرمۍ وهلي ستړي مسافر ځان ته رابلي. د کاروانیانو په دې تمځي کې تر خاورو لاندې یوه ستره او بختوره مېرمن ویده ده . دا مېرمن آمنه د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم مور ده. کله کله ځینې مؤمن مسلمانان د لار له کړاو سره سره ددې قبر زیارت ته ورځي،چې پر هغه پاکې او بختورې مېرمن سلام واچوي،چې په خپله پاکه غېږ کې یې تر ټول پنځون ستر شخصیت روزلی دی .

پر هغه سهار بي بي آمنې یو ګران مېلمه درلود،د خپل پاک زوی له ځوځاته یې ځینې له خپلې کورنۍ سره،لیدو او سلام ته یې راغلي ول او دا کورنۍ د حضرت امام جعفر صادق کورنۍ او په خپله دا بختور انسان و او په دې ورځو ډېر سخت د زوی زوکړې ته په تمه و،چې خدای یې ژمنه کړې وه،چې تر هغه روسته به یې ځایناستی او  د رسول الله خلیفه او د مسلمانانو مشر شي . د زوکړې وختې رانږدې شوی و او امام صادق د ابوا ښکلي او ارام کلي ته راغلی و،چې په خپل ذهن کې د حضرت رسول الله د زوکړې خوږه خاطره راتازه کړي. د ابوا کلی په دا ورځ بیخي بل شان و، د لمر وړانګو د کجور ونې تر نیمايي پورې طلايي رنګ کړې وې  او د کجورو ونو هم خپل سیوري پر خاورینو کورنو اچولي ول. د اوښانو او ګډانو غږونو هم کلي ته به رنګ ورکړی و،چې له شپاڼه سره بیدیا ته د تګ لپاره چمتو شوي ول. له کلي بهر د اویو چینې وې،چې د کلي مېرمنو به ترې اوبو راوړې،له چینو نه راخوټېدونکیو اوبو هم څپې وهلې او په زړه پورې غږ یې راویسته .د مرغیو چڼار و او له خوشحالۍ کله پر یوه ښاخ او کله پر بل ښاخ کېناستې.هاخوا تر یوې ونې لاندې یوه قبر ته سهار وختي یوه ښځه ناست او د قبر د څښتن په درناوي یې د قبر خاورې په سترګو موږلې او ورو یې ژړل او تر شونډو لاندې یې ویل: د خدای درود دې پر تا وي ای آمنې! ای د خدای د استازي مورې!خدای دې دې تا وبښي .

اوس زه حمیده زه اینګور یم،ستا د ځوځات ماشوم په ګېډه دی او له بېګا نه راباندې د لنګوال دردونه راغلي دي او ګومان کوم،چې په دې مبارک ورځ به دا بختور ماشوم په دې کلي کې ستا د قبر ترڅنګ وزیږوم.

ای بختورې مېرمنې ! مېړه مې راته ته ویلي،چې دا زوی به ستا د زوی –حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم- اووم ځایناستی وي.

ای بختورې مېرمنې ! له خدایه وغواړه،چې ماشوم مې روغ رمټ وزیږوم.

د لمر وړانګې د بي بي آمنې د قبر تر څنګ د یوازېنۍ راټوکېدلې ونې له څانګو راتېرېدې او پر ځمکه لګېدې.

حمیده درنه او له درودونو سره راپاڅېده او خپل څادر یې چې په خارو شوی وی،له خاورو وټکاوه،یو لاس یې پر خپله ګېډه کېښود او ورو ورو روانه شوه.

یو ګړۍ روسته حال داچې لمر د اسمان منځ ته راغلی و او کوترې د ابوا په هوا کې غورېدلی،د ابوا په چاپېریال کې د خوشحالۍ غږونو راپورته شول …..او په هوا کې مرغیو لیدل،چې د کلي ښځې په خوشحالۍ د یو کور پر لور ورځغلي .

په همدې وخت کې دوه مېرمنې له خپلو منګو سره د اوبو چینې ته په ځغاسته ځي،چې اوبه راوړوي .

په آسمان کې مرغیو هم په خپلو غږونوزیري کول .

وايي،چې حضرت امام صادق علیه السلام د خپل زوی تر زوکړې روسته وویل : تر ما روسته مشر او د غوره بنده وزیږېد. (۱)

-پوه نه شوې،چې څه نامه یې پرې ایښې ده؟

-فکر کوم،چې تر زوکړې دمخه یې پې د موسی نامه ایښې وه.

او دا ورځ ۱۲۸ هجري کال د صفر د میاشتې اوومه ورځ وه،چې د موسی په نامه یو بختور ماشوم پکې وږیږېد . پلار یې د خپل وخت پر ځمکه تر ټولو غوره او پوه وګړی؛حضرت امام جعفر صادق علیه السلام و او مور یې  یوه پوه او پاکلمنې مېرمن؛حمیده وه . د اووم امام مشهور لقبونه کاظم؛ یعنې د غوسې کابو کوونکی او باب الحوایج؛ یعنې د حاجتونو د پورو کولو ور دی او کنیه یې ابوالحسن ده . مشهوز زامن یې؛اتم امام؛ حضرت امام علي بن موسی الرضا(چې په مشهد ښار کې خخ دی) او احمد بن موسی (چې په شیراز ښار کې خخ دی) په شاهچراغ مشهور او حضرت معصومه (چې په شیراز ښار کې ښخه ده) ده .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام پر ۱۴۸ هجري کال د خپل پلار تر مړینې روسته ،په ۲۰ کلنۍ کې امامت ته ورسېد،تر ۳۵ کالو امامت روسته په ۵۵ کلنۍ کې،عباسي خلیفه،هارون الرشید شهید کړ.

 

 

 

د امام جعفر صادق (رح) ویناوې

ابوبصیر د حضرت امام حعفر صادق (رح) له یارانو ځنې دی، چې وايي: د امام تر شهادت روسته یې د هغې د مېرمن؛ام حمیده کور ته ولاړم. د امام په ویر کې موږ دواړو ښه وژړل، بیا یې راته وویل:

ابوبصیره!  د امام د وفات پر مهال که وې؛ نو خورا حیران شوی به وې؛ ځکه امام خپلې سترګې پرانستې او و یې ویل: ټول خپلوان مې راوغواړئ.

خپلوان، چې راغلل، امام ټولو ته وکتل او ورته یې وویل:زموږ د اهلبیتو شفاعت د هغوی لپاره نه دی، چې لمونځ ته په سپکه ګوري.(۷۵)

اوس د مقالې په دې برخه کې د امام صادق (رح) ویناوو ته مو پام رااړوم. په دې هیله، چې د ژوند تیاره اړخونه مو رڼا او د لارې مشال مو شي او د دنیا او آخرت نېکمرغي را پربرخه کړي:

* چا ته چې کوم مسلمان رور مراجعه وکړي او هغه يې اړتیا په پوره کولو کې مرسته وکړي؛د هغه چا په څېر به وي، چې جهاد یې کړی وي.(۷۶)

*د خلکو ټولې پوهې او –ګټور- علمونه مې په څلورو څیزونو کې وموندل: لومړی داچې پالونکی دې وپېژنې.دویم داچې پوه شې، چې الله تعالی څه درسره کړي دي او کوم نعمتونه یې درکړي دي.درېیم داچې پوه شې، چې الله تعالی څه درځنې غواړي او دنده دې څه ده.څلورم داچې پوه شې چې څه دې له دینه بهر کوي. (۷۷)

*څلور ځانګړنې د پېغمبرانو ځانګړنې دي: نېکي کول، سخاوت، صبر او په کړاوونو کې زغم او د مؤمنانو د حقوقو ساتل. (۷۸)

*مؤمنان د دوو وېرو په منځ کې دي: تېره ګناه، چې نه پوهېږي، چې الله تعالی به یې په باب ورسره څه کوي او پاتې عمر، چې نه پوهېږي، چې څه ګناه به پکې کوي او په کومو هلاکوونکیو چارو کې به راښکېلېږي؛ نوځکه شپه او ورځ دواړه یې له الله تعالی ه په ډار کې تېرېږي او یوازې له الله تعالی ه همدا وېره ده، چې اصلاح او سمونه یې په ژوند او چارو کې راوړي. (۷۹)

* درې تنه په درېیو ځایونو کې پېژندل کېږي؛د پراخې سینې خاوند په غوسه کې، مېړنی په جګړه کې او ورور په اړتیا کې.

*د هرې نېکۍ او ښېګڼې جرړه موږ یو او ټولې نېکۍ زموږ له څانګو او پاڼو دي [توحید، روژه، غوسه کابو کول، له هغه چا تېرېدل، چې تېری یې پرې کړی وي، پر نشتمن رحم کول، د ګاونډی خیال ساتل او د فضلیت د خاوند پر فضیلت منښته، دا ټولې نېکۍ دي]

زموږ دښمنان د هرې بدۍ او شر جرړې دي او ټولې بدۍ او شرونه د هغوی څانګې او پاڼې دي. او له هغې جملې ځنې: دروغ، کنجوسي، خبرلوڅي، صله رحم پرې کول، ربا خوري، د پلارمړي د مال خوړل، د الله تعالی له حدودو اوختل، په پټه او ښکاره جنایت کول، زنا، غلا او دې ته ورته. دروغ وایي هغه چې ځان له موږ او زموږ لاروی ګڼي، حال داچې زموږ د دښمنانو په څانګو پورې نښتي دي.(۸۱)

والسلام

سرچینې

۲-تحفه اثنی عشریه -۸ مخ.

۳-شیخ طبرسي- اعلام الوری-۲۶۶ مخ.

۴-شیخ کلیني-اصول کافي-لومړی ټوک، ۴۷۲ مخ.

۵-شیخ طبرسي، اعلام الوری، ۲۶۶ مخ.

۶- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک، ۷۴ مخ.

۷- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک ، ۷۶ مخ.

۸- شیخ کلیني-اصول کافي- پینځم ټوک، ۱۶۱ مخ.

۹- شیخ کلیني-اصول کافي- دویم ټوک، ۲۰۹ مخ.

۱۰- شیخ کلیني-اصول کافي- شپږم ټوک، ۲۶۸ مخ.

۱۱-شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۱۷۴ مخ.

۱۲- شیخ کلیني-اصول کافي- شپږم ټوک، ۱۸۱ مخ.

۱۳- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک، ۴۹ مخ.

۱۴-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۶ مخ.

۱۵- شیخ کلیني-اصول کافي- درېیم ټوک، ۲۲۵ مخ.

۱۶-ابن شهر آشوب، مناقب، څلورم ټوک، ۲۷۴ مخ.

۱۷- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک، ۸ مخ.

۱۸- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک، ۸ مخ.

۱۹-شهید دستغیب، صدیقه کبری، فاطمه الزهرا، ۹۹ مخ.

۲۰-شهید دستغیب، ګناهان کبیره، دویم ټوک، ۱۱۴ مخ.

۲۱-شهید دستغیب، ګناهان کبیره، دویم ټوک، ۸۸ مخ.

۲۲- شهید دستغیب، ګناهان کبیره، دویم ټوک، ۶۴مخ.

۲۳-شهید دستغیب، قرآن و قیامت، ۱۳۲ مخ.

۲۴-شهید دستغیب، قلب سلیم، لومړی ټوک، ۳۳۳ مخ.

۲۵-شهید دستغیب، استغاذه، ۲۱۱ مخ.

۲۶-شهید دستغیب، ولایت، ۹۱ مخ.

۲۷-شهید دستغیب، آدابي از قرآن، ۲۹۵ مخ.

۲۸-شیخ طبرسي، اعلام الوری، ۳۹۷ مخ.

۲۹-انوار البهیه، ۱۶۲ مخ.

۳۰- شیخ کلیني-اصول کافي- څلورم ټوک، ۱۵مخ.

۳۱-انوار البهیه، ۱۶۲ مخ.

۳۲-روضه کافی، لومړی ټوک، ۲۷۶ مخ.

۳۳- شیخ کلیني-اصول کافي- درېیم ټوک، ۷۱ مخ.

۳۴-محمود منشي، صادق آل محمد صلی الله علیه و آله وسلم، ۳۵ مخ.

۳۵-پند تاریخ، لومړی ټوک، ۲۰۹ مخ.

۳۶-شیخ عباس قمي، منتهی الامال، دویم ټوک، ۱۳۱ مخ.

۳۷-مهدي آذر یزدي، قصه های خوب برای بچه های خوب، اتم ټوک، ۱۵۰ مخ.

۳۸-شیخ حر عاملی، وسایل الشیعه، دویم ټوک، ۵۲۹ مخ.

۳۹-شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۱۰ مخ.

۴۰- شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۱۰ مخ. له یو څه توپیر سره.

۴۱-شیخ حر عاملی، وسایل الشیعه، دویم ټوک، ۵۸۲مخ.

۴۲-علامه مجلسي، بحارالانوار، یوولسم ټوک، ۱۲۰ مخ.

۴۳- شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۲۱۰ مخ.

۴۴- شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۲۳۹مخ.

۴۵-علامه مجلسي، بحارالانوار، یوولسم ټوک، ۱۲۱ مخ.

۴۶- شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۳۴مخ.

۴۷- شهید مطهري، داستان راستان، لومړی ټوک، ۴۴ مخ.

۴۸-شیخ حر عاملي، وسایل الشیعه، دویم ټوک، ۱۸۱ مخ.

۴۹-شیخ کلیني، اصول کافي، دویم ټوک، ۱۹۸ مخ.

۵۰-شیخ حر عاملي، وسایل الشیعه، دویم ټوک، ۵۰ مخ.

۵۱-شیخ عباس قمي، سفینه البحار، دویم ټوک، د عبد ماده.

۵۲-شیخ کلیني، اصول کافي، دویم ټوک، ۱۷۰ مخ.

۵۳- شیخ کلیني، اصول کافي، دویم ټوک، ۱۶۰ مخ.

۵۴-شیخ کلیني، اصول کافي، لومړی ټوک، ۷۴ مخ.

۵۵- شیخ کلیني، اصول کافي، دویم ټوک، ۷۹ مخ.

۵۶- شیخ کلیني، اصول کافي، دویم ټوک، ۸۳ مخ.

۵۷-شیخ عباس قمي، منتهی الامال، د حضرت امام سجاد علیه السلام ژوند.

۵۸- شیخ کلیني، اصول کافي، لومړی ټوک، ۴۷۵ مخ.

۵۹-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۲۹ مخ.

۶۰- علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۳۰ مخ.

۶۱-ابن اثیر، الکامل، څلورم ټوک، ۵۲۱ مخ.

۶۲-طبري، دلایل الامامه، ۱۰۴ مخ.

۶۳-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۷۱ مخ.

۶۴-سیوطي، تاریخ الخلفا، ۲۶۳ مخ.

۶۵-مسعودي، مروج الذهب، درېیم ټوک، ۳۰۱ مخ.

۶۶-شیخ حر عاملي، وسایل الشیعه، ۱۲ ټوک، ۱۲۹ مخ.

۶۷-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ مخ، ۱۸۴.

۶۸-فصول المهمه، ۲۳۶ مخ.

۶۹-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۶۵ مخ.

۷۰-سید بن طاووس، کشف المحجه، ۹ مخ.

 ۷۱- سید بن طاووس، امان الاخطار، ۷۸ مخ.

۷۲-علامه مجلسي، بحارالانوار، ۴۷ ټوک، ۱۶۲ مخ.

۷۳-شیخ کلیني، اصول کافي، لومړی ټوک، ۴۷۲ مخ.

۷۴-شیخ عباس قمي، منتهی الامال، زندګاني امام جعفر صادق.

۷۵-شیخ حر عاملي، وسایل الشیعه، درېیم ټوک، ۱۷ مخ.

۷۶-محدث نوري، مستدرک الوسایل، دویم ټوک، ۴۰۷ مخ.

۷۷-شیخ مفید، الارشاد، ۲۶۵ مخ.

۷۸-ابن شیبه حراني، تحف العقول، ۳۷۵ مخ.

۷۹- ابن شیبه حراني، تحف العقول۳۷۷ مخ.

۸۰- ابن شیبه حراني، تحف العقول، ۳۱۶ مخ.

۸۱-الامام الصادق، درېیم ټوک، ۱۳۸ مخ.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست