بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام حسن عسکري (رح) لنډې ویناوې شخړه مه کوه چې احترام دې له منځه وړي او شوخي مه کوه چې سترګې درباندې برنډوي. څوک چې په غونډه کې په کوز ناستې خوښېږي، د پاڅېدو تر وخته خدای او پرښتې پرې رحمتونه استوي. یو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د امام حسن عسکري (رح) لنډې ویناوې
شخړه مه کوه چې احترام دې له منځه وړي او شوخي مه کوه چې سترګې درباندې برنډوي.
څوک چې په غونډه کې په کوز ناستې خوښېږي، د پاڅېدو تر وخته خدای او پرښتې پرې رحمتونه استوي.
یو له هغو ګناهونو چې نه بښل کېږي، دا ده چې ګناهګار ووایي: کاشکې بې له دې ګناه مې، و نه نیسی ( یعنې ګناه سپکه مه ګڼئ) بیا یې وویل: په توره شپه کې پر تور ټغر د میږي تر حرکته په خلکو کې شرک نامحسوس دی.
د نېکانو خپلمنځي مینه ورته ثواب دی، له نېکچاریو سره د بدچارو مینه نېکچاریو ته فضیلیت او غوراوی دی، له نېکچاریو سره د بدچارو دښمني، نېکانو ته ښکلا (او ویاړ) دی.
پر ګردو سلام اچول، او په غونډه کې کوز کېناستل د تواضع او عاجزۍ نښه ده.
بې دلیله خندا، د ناپوهۍ نښه ده.
د ګاونډي یو ملاماتی کړاو دا دی که نیکي وویني پټوي یې او چې بدي وویني رابرسېروي یې.
امام حسن عسکري (رح) خپلو لارویانو ته وویل: سپارښتنه درته کوم: الهي تقوا خپله کړئ، په خپل دین کې تقوا وکړئ، د خدای په لار کې ډېره هڅه وکړئ رښتینتوب ولرئ، نیک و بدو ته یې امانت ورکړئ، اوږدې سجدې کوئ او ښه ګاونډیتوب کوئ، چې دا د نبي کریم (ص) کړلار ده، [بیا هم سپارښتنه کوم:] له خپل ټبر سره مو مینه او احسان وکړئ په جنازو کې یې ګډون وکړئ، د ناروغانو یې پوښتنه وکړئ، حقوق یې ورکړئ؛ ځکه که څوک په دین کې متقي، په خبرو کې رښتونی، امانتوال او د ښه خوی خاوند وي.
خدای ډېر یادوئ او د مرګ په فکر کې وسئ، قرآن ولولئ، پر پېغمبر (ص) صلوات واستوئ چې لس حسنې لري سپارښتنې مې دریادې کړئ، پر خدای مو سپارم، او سلام درباندې.
عبادت په ډېرو روژو او لمونځونو نه دی، سکه عبادت د الله تعالب په چار کې اندنه ده.
دوه مخی او دوه ژبی یو بد بنده دی، مخامخ د خپل رور صفت کوي او پسي شا یې ( په غیبت) غوښې خوري که نعمت یې ورپر برخه شي کینه ورسره کوي او که په کړاو کې راګېر شي خوشې کوي یې.
غوسه د هر شر او بدۍ کونجي ده.
کینه کښ ډېر ناقراره وي.
خورا متقي هغه دی چې د شبهې پر وخت تم شي (او په کوم ځای کې چې حق په ډاګه نه وي، لاس پر کار نشي). خورا عابد هغه دی چې فرایض پرېنږدي، خورا زاهد هغه چې له حرامو تېر شي. خورا زیارکښ هغه دی چې ګناهونه پرېږدي.
په رښتیا عمر مو رژېدونکی او ورځې مو په شمېر دي او مرګ ناڅاپي رارسي، څوک چې خیر وکري نیکي به ورېبي او څوک چې بدي وکري پښېماني به ورېبي، هر بزګر چې څه وکري هماغه یې پر برخه کېږي، نه لټ له خپلې برخې پاتېږي او نه حریص له خپلې برخې ډېر وړي ، د چا چې خیر پر برخه شي، خدای ور پر برخه کړی او څوک چې له کومه شره بچ شي ؛ نو خدای بچ کړی دی.
مؤمن، مؤمن ته برکت او پر کافر حجت دی.
هسې نه چې تضمین شوې روزي دې د فرضي چارو خنډ شي.
څوک چې په اودس کې له شرعي بریده واوړي؛ نو اودس یې ماتېږي.
هر عزتمن چې حق پرېږدي، خوارېږي او هر ذلیل چې حق ته غاړه کېدي عزتمنېږي.
ناپوه دوست د رنځ او کړاو لامل دی.
له دوو ځانګړنو اوچتې نشته: پر خدای ایمان او روڼو ته ګټه رسونه.
په وړوکتوب کې پر پلار د اولاد سترګې برنډول، په غټوالي کې یې د عاقېدو، ناشکرۍ او ځورنې لاملېږي.
د غمجن په مخ کې خوشحالي کول، له ادب سره اړخ نه لګوي.
تر ژوند غوره هغه څیز دی، که له لاسه یې ورکړې؛ نو له ژونده کرکجن او دښمن یې شې او تر مرګ بدتر هغه څیز دی، چې درباندې راشي؛ نو د مرګ هیلمن شې.
د ناپوه روزل او روږدی له روږده اړول، د معجزې په څېر یو کار دی.
تواضع او عاجزي یوه نعمت دی، چې څوک رخه پرې نه کوي.
د چا دومره درناوی مه کوه چې پرې تنګېږي.
هغه چې خپل رور ته په پټه نصیحت وکړي؛ نو په واقع کې پسوللی یې دی او چې د خلکو پر وړاندې نصیحت ورته وکړي؛ نو په حقیقت کې یې بدرنګ کړی دی.
څومره ناوړه ده، چې مؤمن په یوه څه زړه وتړي، چې پرې خوارېږي.
سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني روایتي ټولګه