تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ابوجعفر محمد بن نعمان اَحوَل ته د امام صادق (رح) سپارښتنې د نعمان زویه! له لانجو ډډه کوه چې کړه وړه دې لتاړوي  له شخړو ځان ساته چې هلاکوي دې  ځان له ډېرو دښمنیو بچوه چې له خدایه دې لرې کوي  ړومبنیو چوپتیا زده کوله لکه چې تاسې خبرې زده کوئ؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ابوجعفر محمد بن نعمان اَحوَل ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

د نعمان زویه! له لانجو ډډه کوه چې کړه وړه دې لتاړوي

 له شخړو ځان ساته چې هلاکوي دې

 ځان له ډېرو دښمنیو بچوه چې له خدایه دې لرې کوي

 ړومبنیو چوپتیا زده کوله لکه چې تاسې خبرې زده کوئ؛ نو چې چا غوښتل پر عبادت لګیا (او عابد) شي؛ نو ړومبی یې لس کاله سکوت او چوپتیا تمرینوله، که له اوږو یې وتای او صبر یې کړای شو د عبادت لار یې نیوه (یعنې عابدېده) که نه ویل یې، د دې چار لپاره وړ نه یم

 هغه ژغورلېږي چې په مودو مودو له بې ځایه خبرو کولو ډډه وکړي او په باطله واکمنۍ کې ځورونې وزغمي (او دین ونه بایلي‎) دوی په رښتیا اصیل خلک دي، غوره او (د خدای) دوستان او ایمانوال دي.

په رښتیا، په تاسې کې مې هغه ډېر بد ایسي چې ریاست (چوکۍ) غواړي او خبرې وړي راوړي (چغلګر وي) او له خپلو ورونو سره کینه کوي او دوی نه له ما ځنې دي او نه له دوی ځنې یم.

پر خدای قسم که هر یو د خدای په لار کې د ځمکې هومره سره ولګوئ، خو له مومن سره کینه کوئ؛ نو په همدې سرو به یې په دوزخ کې وداغوي!

د نعمان زویه! څوک چې د علمي پوښتتنې په ځواب کې (چې پرې نه پوهېږي) ووایي: نه پوهېږم؛ نو نیم علم یې ترلاسه کړی او مومن هغه دی چې څو په غونډه کې ناست وي؛ نو شونې ده کینه یې ورسره (او خپه) وي؛ خو چې پاڅېد کینه او خپګان یې له زړه وځي.

د نعمان زویه! که غواړې چې ورور دې نږه دوستي درسره وکړي؛ نو ټوکې ورسره مه کوه، لانجه ورسره مه کوه، ویاړنه پرې مه کوه، کینه ورسره مه کوه، او یوازې هغه رازونه ورسره شریک کړه، که دښمن هم ترې خبر شي زیان در ونه رسوي، ځکه شونې ده چې دوست هم یوه ورځ دښمن شي.

د نعمان زویه! علم د درېیو څېزونو لپاره مه زده کوه:

ځانښوونه، ویاړنه، او له دې او هاغې سره د ویینې لپاره. او درېیو څېزونو لپاره لاس ترې مه اخله:

 ناپوهۍ ته غاړه ایښوول، پوهې ته ناڅوبتیا، او له خلکو خجالت.

هغه علم چې خپور نشي؛ نو یوه ډيوه ده چې سرپوښ ورباندې ایښوول شوی وي، چې رڼا یې خپره نشي.

 سرچینه : تحف العقول

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!