تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     د انسان او خدای خبرې اترې  د حکیمانو له نظره، د خدای شتون او ازباد لپاره، موجوداتو ته باید یا له دې نظره چې خوځنده دي یا ممکن دي یا واقعیت دي یا منظوم دي یا حادث دي… نظر وکړو او لکه چې ومو ویل په دې راسپړنه او […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

 

د انسان او خدای خبرې اترې

 د حکیمانو له نظره، د خدای شتون او ازباد لپاره، موجوداتو ته باید یا له دې نظره چې خوځنده دي یا ممکن دي یا واقعیت دي یا منظوم دي یا حادث دي… نظر وکړو او لکه چې ومو ویل په دې راسپړنه او ازباد کې، له خدای سره د انسان ځانګړې اړیکه نه اوڅارېږي؛ نو ځکه د نبوت له لستوڼي د پېغمبرانو لاسونه راوځي او نوې لار راښیي؛ هغه لار چې مشايي حکیمان یې په پوهېدواو منولو کې ډېرې ستونزې لري؛ دا لار، له خدای سره د دعا او دیالوګ لار ده.

د علیت مزاقو  فیلسوفانو (لکه بوعلي سینا بلخي، صدرالدین شیرازي، محمد باقر استرآبادي او حکیم سبزواري) لیکنو ته مراجعه راښیي چې دې مشرانو څه کړاوونه زغمل او څه ناکامې هڅې یې کولې، چې دعا په خپله فلسفي منظومه او غونډال کې ځای کړي او په پای کې یې ونشو کړای.

 «کانت» او «سپینوزا» او په څېر یې، په اسانۍ دعا ردوله او د خدای د ارادې اړول یې ناشوني او بې مانا ګنل؛ یعنې دوی هم دعا نه منله او د خپل فلسفي غونډال انګړ ته یې د ورننوتو اجازه نه ورکوله. زموږ فیلسوفان هم په نهایت کې همدې ځای ته وررسېدل؛ خو دغسې ډاګیزه خبره یې نه کوله او په هر دلیل د دعا او فلسفې یو ځای کېدنه یا له خدای سره د فلسفي دیالوګ پوهېدنه یو ستونزمن چار؛ بلکې ناشونی دی او له آره د ارسطویي علیت په تنګ چوکاټ کې د انسان او خدای د اړیکې ورځای کول، داسې یو لار ده چې نهایتاً له ژونده د خدای په حذف پای ته ورسي او پایله یې یوازې «سکولارېزم» دی؛ ځکه پر منځپانګو، ذاتي اقتضائاتو او علّي تړاوونو ډډه وهل، هم د ثواب او عذاب استحقاق بې مانا کوي او د عمل او جزا ترمنځ جبري اړیکه اړوي او هم د ژوندنیو چارو دیني کول بې دلیله کوي او نه پرېږدي کوم څیز چې له مخکې کومه منځپانګه لري (لکه حقوق، اخلاق او سیاست) د بلې منځپانګې درلودونکی شي او دیني رنګ خپل کړي.

دا ټکی ډېره شرح غواړي او دلته همدومره وایم چې ارسطویي فلسفه (چې راروسته د مسلمانو فیلسوفانو لاس ته ورولوېده، که څه هم څړبنه شوه؛ خو بیخي یې منځپانګې تغییر ونکړ) له بېخه سکولار او لادینه فلسفه ده او عارف مسلمانان ډېر کړېدل، چې وښیي له دې لادینه فلسفې د دین تایید غوښتای نشي. ( په دې باب په مدارا و مدیریت کتاب کې وګورئ: د سکولارېزم معنا و مبنا).

هو، ادیان رازده کوي چې انسانان د خدای پېژندلو لپاره او ان د شتون ازباد او تصدیق ته یې له نورو لارو او اړیکو ګټنه کړای شي چې د فلاسفه وو د علّي او ملعول له اړیکو ورهخوا دي.

خبره ددې اړیکې د نټې – انکار پر سر نه؛ بلکې پر ورڅړبولو یې ده او د بلې لارې ښودل دي، چې په ځانګړي ډول د انبیاوو په ښوونځي کې زده کول کېږي او تر کومه ځایه چې پوهېږو، یو فیلسوف هم، په دې پار چې فیلسوف و، خبره یې پرې نه ده کړې او یا لږ تر لږه فلسفي ښوونځي یې ددې لارې ابداع، پېژندنې، راسپړنې او جوړونې ته مخه پرانستې نه ده او دې مانا ته یې ورځیر کړی نه دی.

په دې اړه مې یو معاصر فیلسوف وپوښت، راته یې وویل: «په دې اړیکه نه پوهېږم» یعنې دا یې په خپل فلسفي غونډال کې ورځای کولای نشو، چې تر یوې مقولې لاندې یې راوړي.

مهمه خبره او پوښتنه داده چې آیا امکان، وجوب، علیت، نظم، خوځښت، حدوث او… د خالق او مخلوق ترمنځ ممکن اړیکې غواړي او څه دباندې نه پرېږدي؟ ایا د انسان او خدای ترمنځ ټولې اړیکې د علت او معلول اړیکې ته ورسپارل کېږي او آیا د دعا او دعا قبلېدو اړیکه، یوازې د علت او معلول اړیکه ده؟ پوښتنه داده ایا د دعا قبلېدل،د دعا اغېز دی؟ او په دې حال کې ایا باید د اوبو او اغېز یې (چې د اور مړه کول دي) ډېر بیاځلي توب ته څارو اوسو؟ آیا د دعا او قبلېدو ترمنځ تړاو یې؛ یوه بله خبره نه ده؟ او آیا د علیت په تنګ چوکاټ کې یې، منځپانګه نه ممسوخوي؟ ایا نباید بې د علت او معلول له تړاوه، د بل تړاو په لټه کې نه اوسو؟ که چا دعا وکړه او قبوله شوه، ولې یې قبلېدل په دعا پورې اړوند بولو او یا اړوند نه ګڼل یې فوق العاده ستونزمن بولو؟ حال دا چې فلسفي عقل د دغسې حکم او پرېکړې له ورکولو سرغاړي کوي، ته وا عقل مو دلته یو بل ډول اړیکه مومي، چې موندنه او راسپړنه یې کثرت او تکرار ته اړتیا نه لري. د هغه په څېر ده چې یوه پېښه د بلې پېښې ځواب وي. تل په خولو کې د ځواب کلمه اوڅارېږي، له همدې امله وایو، دا اړیکه په انساني نړۍ پورې ځانګړې ده.

په خبرو اترو کې یو له بل سره ماناییزه اړیکه جوړوو، چې له علَي اړیکې ورهاخوا یو څیز دی. نه وایو ځواب د پوښتنې معلول دی او پوښتنه د ځواب علت دی؛ بلکې د پوښتنې او ځواب ترمنځ په ماناییز تړاو قایلېږو او دا تړاو د ځان او طبیعت په اړه یا یو له بل سره د طبیعت د اجزاوو په اړه نه مومو.

له بل سره په خبرو اترو کې، د مقابل لوري یو لړ خبرې زما په خبرو پورې اړوندېږي او یو لړ نا اړونده دي. دا اړوند توب او نا اړوند توب یو ډول مانایي – ژبنۍ اړیکه ده او یوازې د ژبې په ډګر کې پیدا کېږي؛ کټ مټ د دې په څېر چې یو څوک د یو شعر نیم بیت ووايي او بل تن یې هغه بل نیم بیت ووایي. دا سازګارېدل، د علت او معلول د څرګندنې په چوکاټ کې نه ځاییږي؛ یعنې داسې نه ده چې اړوند او اړوند ځوابونه پر معلول او نا معلول منطبق وي. ګرد سره ځوابونه که اړوند وي یا نا اړوند، له پوښتنې راولاړ شوي او توپیر یې په مانا کې دی، نه د معلولیت په طریقه او ډول کې.

دا ډول ارتباط یوازې په انساني نړۍ کې د ژبې له امله شونې دی. که ژبه مو نه درلودای او له لارې یې مو خبرې اترې، مفاهمه، پوهای راپوهاوی نه  کاوه؛ نو زموږ خپلمنځي اړیکه هم د جماداتو په څېر د علت او معلول وچه کلکه اړیکه وه؛ خو پردې سربیره موږ یو له بل سره مانایي او دیالوګي اړیکه هم لرو. کله چې خبرې کوو، بې مانا غږونه د یو بل غوږونو ته نه ورلېږو. که یوازې غږونه، انځورونه، بانګ او رنګ وای؛ نو ژبه نه رامنځ ته کېده او کومه ژبنی اړیکه چې دادی د دوو انسانانو ترمنځ شته، شتون یې نه درلود.

اورښت چې د ګټ د درونوالي لاملېږي او په کنډو کپر کې یې ځای نیسي، دلته پوښتنه ګروېکنه، دیالوګ او خبرې اترې نه کېږي؛ بلکې د ګټ او اورښت اړیکه یوازې د علت او معلول اړیکه ده؛ خو د دوو انسانانو ترمنځ خبرې اترې بل ډول خبرې اترې دی. د پيغام او مانا راکړه ورکړه او مبادله ده، د دوو اذهانو تماس دی؛ نه د دوو بې سا څېزونو. کله چې یو مطلب مطرحوو او مناسب ځواب اورو؛ نو دا مناسبت په یو ځل هم د کشف وړ دی (حال دا چې د علیت په تړاو کې، دا کشف په لږو ځلو کې میسر نه دی)؛ یعنې لازم نه دی چې پوښتنه او ځواب بیاځلي او تکرار کړو، چې له تکراره یوه اړیکه ومومو. د ژبې په نړۍ او د خبرو اترو کې یو همغږي او تړاو تر لاسه کوو، چې له مخې یې پوهېږو چې ړومبی یو مخاطب شته او دویم دا مخاطب، خبره مو اوري او ځواب راکوي یا یې اوري او ملنډې راباندې وهي یا یې اوري او بې اعتنایي راته کوي، یا یې اوري او ځواب نه راکوي. دا ډول اړیکې او ارتباطات د انسانانو ترمنځ پېژندای شو؛ خو د بې سا جماداتو په نړۍ کې دغسې اړیکې انګېرېدوني نه دي.

اوس وایو چې دا اړیکه یوازې د انسانانو ترمنځ نه جوړېږي؛ بلکې د انسان او خدای ترمنځ هم جوړه ده او همدلته د دعا کولو د مانا ټوله پېرزوینه ده. په واقع کې مهمترین ټکی چې په دعا کولو کې شته – او د انبیاوو علیهم السلام له ښوونځي مو زده کړی – له خدای سره د انسان د اړیکې پراختیا او د علَي اړیکې له تنګ چوکاټه دباندې وتل دي. دا د اړیکې یو بل ډول دی، چې هیڅ فیلسوف یې تفسیرولای نشي. او موږ دومره خدای ته ورنژدې کوي او خدای دومره راته د لاسرسي وړ کوي او دومره یې راته مجرب او محسوسوي چې غېږ ته یې د هیڅ فلسفي څرګندنې لاس نه وررسي او د فلسفې ستونزمنې او ګومان راولاړوونکې طریقې څنډې ته کوي او انسانانو ته خورا نیغې او تاییدوني لارې چارې ورکوي. په همدې دلیل هیڅ دیني پلویان، مسلمان او نا مسلمان، استغنا ترې خپلولای نشي یا تردې غوره یې ځایناستی کړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!