تبلیغات

د اووم  هجري کال پېښې پېغمبر اکرم (ص) نړيوال رسالت اعلانوي د حديبې تړون پېغمبر اکرم د جنوب  له لوري (مکه) له يرغلونو ډاډمن کړ او د  همدې تړون برکت و،چې د عربو ډېرو مشرانو د خداى دين  ومانه ؛نو ځکه پېغمبر اکرم  وخت غنيمت وګاڼه او د خپل وخت د شاوخوا واکمنانو او سياسي […]

د اووم  هجري کال پېښې

پېغمبر اکرم (ص) نړيوال رسالت اعلانوي

د حديبې تړون پېغمبر اکرم د جنوب  له لوري (مکه) له يرغلونو ډاډمن کړ او د  همدې تړون برکت و،چې د عربو ډېرو مشرانو د خداى دين  ومانه ؛نو ځکه پېغمبر اکرم  وخت غنيمت وګاڼه او د خپل وخت د شاوخوا واکمنانو او سياسي او مذهبي مشرانو ته يې ليکونه ولېږل او دين ته يې راوبلل او تر نولس کالو کورنيو جګړو وروسته، دا بهر ته د اسلام خپرولو لپاره د پېغمبر اکرم لومړى ګام و او که داخلي دښمنانو د پېغمبر اکرم  وخت په جګړو نه واى ضايع کړى؛نو دا کار به يې ډېر پخوا کړى واى.

پېغمبر اکرم،چې کوم ليکونه واکمنانو او يا د ټبرونو مشرانو ته لېږلي وو،موږ ته د هغه د بلنې طريقه راښيي او له دې يوازې 185 ليکونه راپاتې دي،چې تاريخپوهانو ثبت کړي دي.

 د پېغمبر اکرم (ص) استازى د ايران په دربار کې

د “ايران” واکمن “خسرو پرويز” و او د اووم هجري کال په پېل کې حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم خپل لوړ پوړى افسر؛ “عبدالله خذاه سهمي قريشي”مامور کړ،چې ليک يې دربار ته يوسي او “خسرو پرويز” ته يې ورکړي او په دې ليک يې د خداى دين ته راوبلي.

په دې باب دوه لاندې کتابونه ولولئ:

١_((الوثائق السياسية)) د “پاريس” د پوهنتون استاد،د پروفسور محمد حميدالله حيدر آبادي ليکنه.

٢_((مکاتب الرسول)) د علي احمدي ليکنه.

ابن سعد په طبقات ( 1/ 285) کې ددې استازي د تګ نېټه د اووم هجري کال د محرم مياشت ليکلې ده.

 موږ دلته د پېغمبر اکرم د ليک پښتو ژباړه راوړې ده.

 د لوراند او لورين څښتن په نامه

د ((محمدرسول الله)) له لوري،د “ايران” لوى کسرى ته!

درود دې پر هغه وي، چې د حقيقت پلټنه کوي او پر خداى او پېغمبر يې ايمان راوړي او ګواهي ورکړي،چې بې له هغه بل خداى نه شته. زه د خداى په حکم تا هغه ته رابولم.زه خدای د خلکو لارښوونې ته رالېږلى يم،چې ټول خلک يې له قهره ووېروم او پر کافرانو خپله غاړه خلاصه کړم. اسلام راوړه،چې په امان کې شې او که له ايمان او اسلامه  دې سرغړونه وکړه؛نو د مجوس ملت ګناه به ستا پر غاړى وي. (299)

د پېغمبر اکرم سفير دربار ته ننووت.”خسرو پروېز” حکم وکړ ليک ترې واخلئ؛خو سفير وويل:(( زه بايد په خپله ليک ورکړم))؛ نو ليک يې په خپله ورکړ.

 “خسرو پرويز” ژباړن راوغوښت. ژباړن ليک پرانيست او داسې يې  و ژباړه:يو ليک دى د ((محمدرسول الله)) له لوري د “ايرن” لوى کسرى ته. تر اوسه لا ژباړن ليک نه و خلاص کړى،چې د “ايران” واکمن سخت غوسه شو او ليک يي له ژباړنه راواخيست او څيرې يې کړ او چغې يي کړې:

 ((دې سړي ته وګورئ،چې خپل نوم يې زما تر نامه مخکې ليکلى)) او حکم يې ورکړ،چې “عبدالله” له درباره وباسئ.

 “عبدالله” له ماڼۍ راووت او پر اس سپور مدينې ته راغى او پېغمبر اکرم ته يې د ورسپارل شوى دندې ګزارش ووايه.پېغمبر اکرم د”خسرو پروېز” له بې احترامۍ سخت غوسه شو او ښېرا يې ورته وکړه. (300)

 د يعقوبي نظريه:

“ابن واضع” د “يعقوبي” خبر د نورو تاريخپوهانو پر خلاف ليکي او وايي:((خسرو پرويز د پېغمبر اکرم ليک ولوست او د پېغمبر اکرم درناوي ته يې مشک او ورېښم ولېږل.پېغمبر اکرم عطر ووېشل او ويې ويل: “ورېښم سړيو ته ښه نه دي او ويې ويل:هغې سيمې ته به د اسلام قدرت ورشي.”)) (301)

خو يو تاريخپوه هم د”يعقوبي” له نظر سره موافق نه دى. يوازې “ابن حنبل” ليکلي،چې: (( خسرو پروېز پېغمبراکرم ته ډالۍ راولېږلې.))  (302)

 د يمن واکمن ته د خسرو پروېز حکم

د “يمن”  ښېرازه سيمه د مکې جنوب ته پرته ده او واکمنان يې تل د “ساساني” حکومت لاسپوڅي وو.په هغو ورځو کې د “يمن” حکمران “باذان” و. ساساني واکمن د غرور له مخه د “يمن”  پاچا ته وليکل:((خبر شوى يم په مکه کې يو قريشي د “نبوت” دعوا کړې. دوه افسران ورپسې ولېږه او لاس نيولى يې راولېږه.)) (303)

“ابن حجر” په “الاصابه” کى ليکلي:(( “باذان” دوو افسرانو ته حکم وکړ، چې “محمد” د خپلو نيکونو دين ته راوګرځوي او که و يې نه منله؛نو سر يې له تنه بيل کړئ او ماته يې راوړئ.))

 د واکمن دا ليک د هغې پر بې خبرۍ ګواهي کوي،چې نه پوهېده دا سړى،چې د نبوت ادعا کوي،شپږ کاله مخکې له مکې څخه مدينې ته مهاجر شوى دى.

د “يمن”  واکمن،چې له مرکزه حکم واخست؛نو دوه تکړه افسران “فيروز” او “خرخسره” يې د “حجاز” پر لور ولېږل. دوى لومړى په “طايف” کې له يوه سړي سره وکتل،چې ورته يې لارښوونه وکړه او ويې ويل:(( په کوم سړي پسې،چې ګرځئ،اوس په مدينه کې دى))؛نو لار يې مدينې ته ورکږه کړه او پېغمبر اکرم ته ورغلل.د باذن ليک يې پېغمبر اکرم ته ورکړ او ورته يې وويل:

 ((موږ حکم لرو “يمن”  ته مو جلب کړو او انګېرو زموږ واکمن ستاسې په باب له “خسرو پروېز” سره خبرې کړي او که داسې و نه کړئ؛نو د “ساسان” حکومت به پر تاسې بريد وکړي او سړي  به  مو ووژني.))

پېغمبر اکرم يې په سړه سينه خبرې واورېدې او مخکې له دې،چې ورته ځواب ورکړي،اسلام ته يې راوبلل او څېرې يې؛ځکه خوښې نه شوې،چې اوږده اوږده برېت يې درلودل او ورته يې وويل:((خداى مې راته حکم کړى،چې اوږدې ږيرې او برېتونه کمې کړم.))(کامل:٢/١٠٦)

 د پېغمبر اکرم پراخې سينې او عظمت پرې هېبت راوست او چې هغوى يې اسلام ته رابلل؛نو دواړه رپېدل او بيا يې ورته وويل: (( نن ولاړ شئ ! زه به خپل نظر درته څرګند کړم.))

 پردې  مهال وحې راغله او پېغمبر اکرم يې د “خسرو پرويز” له وژنې خبر کړ. د هغې ورځې په سبا دا دوه افسران د پېغمبر اکرم ځواب اورېدو ته راغلل. پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى مې راته خبر راکړ،چې بېګا شپه “خسرو پرويز”،زوى يې “شيرويه”  وژلى دى او په خپله پر تخت کېناست.))

 هغه شپه،چې پېغمبر اکرم وټاکله،د اووم هجري کال د جمادي الاول د مياشتې لسمه او د سه شنبې شپه وه.(304)

د “باذان” ماموران ددې خبرې پر اورېد ووېرېدل او ويې ويل:(( ستاسې ددې خبرې مسئووليت ستاسې د نبوت تر ادعا هم زيات شو،ناچاره يو دا خبره “باذان” ته يوسو او هغه  هم دا خبره “خسرو پروېز” ته ورسوي.))

پېغمبر اکرم وويل: (( زه به ډېر خوشحاله شم،که هغه دې خبر کړ او ورته زما له لوري ووياست:زما دين او قدرت به تر هغه ځايه درورسي او که اسلام دې ومانه؛ نو پر همدې منصب به دې پرېږدم.))

 بيا پېغمبر اکرم ددې دوو افسرانو هڅولو ته دوه ګران بيه ملاوستني ورکړل،چې پکې سره زر کارول شوي وو او په درناوي يې رخصت کړل. دا ملاوستني د شاوخوا د ټبر مشرانو،پېغمبر اکرم ته ډالۍ کړي وو. هغوى ولاړل او د پېغمبر اکرم له خبرې يې “باذان” خبر کړ.

 “باذن” وويل:((که دا خبره يې رښتيا وي؛نو پر حقه پېغمبر دى او بايد پليون يې وشي.))

 ډېر وخت لا نه و وتلى،چې له “شيرويه” څخه”باذان” ته ليک راورسېد: ((پوه شه! “خسروپروېز” مې وواژه او د ملت قهر ددې لامل شو،چې زه يې ووژنم؛ځکه د قوم سپين ږيري يې ووژل او ډېر يې خپاره کړل او چې زما ليک در ورسېد؛نو له خپلو خلکو راته بيعت واخله او هغه،چې د نبوت ادعا کوي او زما د پلار پر ضد يې تا ته حکم درکړى و، ورسره بد چلن و نه کړې، تر څو مې حکم درشي.))

د شيرويه دا ليک د دې لامل شو،چې “باذن” او د حکومت وګړي يې ټول اسلام راوړي او بيا “باذان”،پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه او له خپلو مسلمانېدو يې خبر کړ.


299_ طبقات کبرى 1/ 260   او  تاريخ طبى 2/ 295

کامل 2/ 81     او بحار 20/ 389

300_  طبقات کبرى 1/ 260

301_  تاريخ يعقوبى 2/ 62

302_  مسند احمد 1/ 96

303_  سيره حلبى 3/ 278

304_ طبقات کبرى 1/ 260   او بحار 20/382

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!