د بشر ادارک د څيزونو پېژندل د هغوى د اضدادو لارې دا جمله په پوهانو کې خپره ده،چې (( تعرف الاشياء باضدادها))؛يعنې څيزونه له مخالف او مقابل ټکي پېژندل کېږي؛ البته له پېژندو نه مراد اصطلاحي منطقي تعريف نه دى؛ځکه په منطق کې جوت شوي، چې د څيزونو تعريف له مقابل او مخالف ټکي […]
د بشر ادارک
د څيزونو پېژندل د هغوى د اضدادو لارې
دا جمله په پوهانو کې خپره ده،چې (( تعرف الاشياء باضدادها))؛يعنې څيزونه له مخالف او مقابل ټکي پېژندل کېږي؛ البته له پېژندو نه مراد اصطلاحي منطقي تعريف نه دى؛ځکه په منطق کې جوت شوي، چې د څيزونو تعريف له مقابل او مخالف ټکي يې نه کېږي؛لکه څنګه چې دلته له ((ضد)) نه مراد “اصطلاحي ضد” نه دى،چې په فلسفه کې له “نقيض” سره توپير لري. دلته له “ضد” نه مراد “مطلق مقابل ټکى” دى او له “پېژندو نه مراد مطلق پوهېدل دي.که څه هم په دې جمله کې حصري ټکى؛لکه ((الا)) او ((انما)) نه دى کارول شوى؛خو مراد ترې يو ډول حصر دى.
که يو څيز مقابل ټکى و نه لري؛نو بشر به و نشي کړاى،چې د وجود پر شتون يې ځان پوه کړي که څه هم هغه څيز پټ نه وي او څرګند ښکاره وي . په حقيقت کې د خبرې مراد د بشر په ادارکي غونډال-دستګاه کې د يو ډول نيمګړتيا ښوول دي،چې داسې جوړ شوى،چې په دې صورت کې څيزونه درک کولاى شي،چې مقابل ټکى هم ولري.
د بېلګې په توګه:رڼا او تياره. بشر دا دواړه له يو بل سره له پرتله کونې پېژني.که تل نړۍ او د نړۍ هر ټکى روښانه و او هېڅکله نه تياره کېده او يکامانه رڼا وه او هېڅکله تياره نه وه؛نو انسان به په خپله رڼا هم نه پېژنده؛يعنې انګېرلي يې نه شو،چې په نړۍ کې رڼا هم شته او نه به پوهېده،دا اوس،چې هر څه ويني، په رڼا يې ويني؛رڼا تر هر څه ښکاره او روښانه ده،چې دا زموږ نيمګړتيا ده؛نه د رڼا.
اوس،چې رڼا درک کوو دا ځکه چې رڼا زوال او افول لري او تياره رامنځ ته کېږي؛د رڼا د کېناستو او د تيارو له راولاړېدو پوهېږو،چې مخکې يو څيز و،چې موږ يې په مرسته څيزونه ليدل؛نو رڼا د خپل ضد په مرسته،چې تياره ده،مشهوره او پېژندل شوې ده او که سراسري تياره وه او رڼا نه وه؛نو تياره به نه پېژندل کېده.
همداراز که يو انسان په ټول عمر کې يو غږ واوري_د بېلګې په توګه د يو موټر د هارن غږ او کوم ماشوم،چې ددې غږ تر څنګ غټېږي_ هېڅکله هغه غږ نه اوري،چې تل يې په غوږ لګېږي او د هغه غږ پر وړاندې خپل حساسيت له لاسه ورکوي،چې تل يې اوري .
“فيثاغورس” ګروهمن و،چې د افلاکو تر حرکته يو لوړه موسيقي شته؛خو داچې تل يې خلک اوري؛نو هېڅکله يې نه اوري. همداراز که انسان تل په بدبويه او يا خوږبويه چاپېريال کې وي؛نو هغه بوى نه احساسوي.
او د همدې دليل له مخې شتمن د خوندونو او خوشحاليو پر وړاندې حساسيت له لاسه ورکوي او بېوزله د سختيو پر وړاندې حساسيت له لاسه ورکوي؛يعنې هغوى چې ډېر د خوند موجباتو ته رسي لږ احساس کوي او هغوى چې لږ رسي ډېر احساس کوي او همداراز هغوى چې ډېر له ستونزو سره مخ دي،لږ يې سختي احساسوي او هغوى چې لږ ورسره مخېږي؛ډېر يې احساسوي .
همداسې دى ځواک او بېوسي.که فرضاً بشر پر هر څه ځواکمن واى او د هېڅ څيز پر وړاندې بېوسه نه و؛نه يې په ځان کې بېوسي ليده او نه په بل څيز کې،نه به پوهېده،چې ځواک هم ددې عالم له موجوداتو يو موجود دى او سره له دې،چې ټول کارونه يې په ځواک کول؛خو ځواک به يې نه ليده؛سره له دې،چې په ځواک کې ډوب دى؛خو ځواک يې نشو درک کولاى او که مطلقه بېوسي وه او ځواک نه و؛نو بېوسي هم نه پېژندل کېده.
همداسې پوهه او ناپوهي ده.که فرض کړو،چې په نړۍ کې ناپوهي نه وه او بشر د يو حقيقت پر وړاندې هم د ناپوهۍ احساس نه کاوه او د پوهې په رڼا کې هر څه ورته روښانه او څرګند ول؛نو سره له دې،چې په پوهه کې ډوب دى او هر څه يې د پوهې په رڼا ليدل؛خو په خپله به له پوهې غافله و؛خو چې کله ناپوهي د پوهې پر وړاندې راښکاره شوه او د انسان له فکري غونډال سره يې مرسته وکړه؛نو پوهې ته پاملرنه هم پيدا شوه او پوه شول،چې پوهه هم ددې نړۍ له موجوداتو يو موجود دى؛نو څاروى خپلې پوهې ته توجه نه لري؛ځکه خپلې ناپوهۍ ته توجه نه لري.
همداسې سيورى او وګړى دى.که بشر تل د يو لړ څيزونو سيوري ليدل او پخپله هغه څيز يې نه ليده؛نو هېڅکله يې سيورى له سترګو نه لرې کېده او هماغه سيوري به يې واقعي وګړي انګېرل؛خو داچې هم وګړى ويني او هم سيورى؛نو پوهېږي،چې دا وګړى دى او هغه سيورى.
“افلاطون” مشهوره فلسفي ګروهه لري،چې په ((مُثُل افلاطون)) مشهوره ده، وايي: ((څه چې په دې نړۍ کې دي،دا د هغې بلې نړۍ د اصل او حقيقت يو ډول فرع او سيورى دى؛هغه حقيقت دى او دا وړانګې؛هغه وګړى دى او دا سيورى او خلک انګېري،چې دا سيورى حقيقت دى)) او بيا يو مثال راوړي،وايي: ((فرض کړئ ځينې خلک د ژوند له پيله په يوه غار کې بند دي او داسې يې په غار کې بند کړي وي، چې مخ يې د غار دنننه ته او شا يې د غار شا ته وي.لمر له بهر پر غار دننه ولګي او ځينې خلک د غار له مخې تېر شي او د خلکو سيوري د غار پر دېوال ولګي او دا بنديان،چې له بهره بې خبره دي او نه پوهېږي،چې بهر هم شته؛نو هغه سيوري به واقعي وګړي ګڼي،چې د غار پر دېوال لګېدل او نه پوهېږي،چې دا هېڅ هم نه دي،يوازې د هغو وګړيو سيوري دي،چې بهر دي.))
بشر هم،چې د طبيعت په غار کې بند دى؛ددې نړۍ وګړي حقيقت ګڼي او نه پوهېږي،چې دا د حقيقت ظل او سيوري دي؛نه په خپله حقيقت او چې په خپله وګړي وويني؛نو هله به پوه شي.
د “افلاطون” د ګروهې له ويلو مې مراد دادى،چې د انسان طبيعي او عادي ساختمان داسې دى،چې څيزونه له مقابل ټکي او په پرتلنې پېژني او که مقابل ټکى نه وي؛نو پېژندلاى يې نشي که څه هم څرګند ښکاره وي او د تياره او رڼا،پوهې او ناپوهۍ،وس او بېوسۍ او وګړي او سيوري مثال مې هم د همدې موخې لپاره راوړ. همداسې خير و شر،حرکت او سکون،حدوث او قدم او فنا او ابديت دى.
لکه چې و مې ويل دا مطلب زموږ په درک او پوهې پورې اړوند دى (موږ داسې يو،څو مو د څيز مقابل ټکى نه وي ليدلى؛له شتونه يې نه خبرېږو) نه په هغه څيز پورې، چې موږ يې پېژنو.
کب او اوبه
کب،چې هېڅکله له اوبو نه و راوتلى او بې له اوبو يې څه نه ول ليدلي،په فکر کې شو،و يې ويل:دا اوبه څه او چېرته دي،چې دومره تعريفونه يې کېږي او وايي،چې بې اوبو ژوند ناشونى دى؟ ما ته ولې نه ښکاري؟ په يو چا پسې روان و،چې اوبه وروښيي،تردې چې يوه ورځ له اوبو بهر راولوېد او په پړتکو شو؛نو هله پوه شو،چې اوبه څه دي،څه اغېز يې پرې درلود او ژوند يې په اوبو پورې تړلى و.
خداى مطلقه رڼا او مطلق څرګند دى
د احديت سپېڅلى ذات مطلقه رڼا ده؛هغه رڼا ده،چې مقابله تياره نه لري؛هغه د ټولې نړۍ،ځمکې او اسمانو رڼا ده ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/٣٥)= الله د اسمانو او ځمكې نور دى)) تر هر ښکاره څرګند او تر ټولو راته نږدې دى.هر څه د هغه په ذات ښکاره کېږي، “مطلق بالذات څرګند”،د هر څه رڼا د هغه د ذات د رڼا وړانګه ده؛خو هغه رڼا ده،چې ثابته ده او کېووتل او پرېوتل نه لري؛هغه رڼا ده،چې هر ځاى يې روڼ کړى؛حجاب او مانع نه لري،پر هر څه محيط دى، مقابل ټکى نه لري او ضد نه لري.
داچې کېووتل او پرېوتل،زوال او فنا نه لري او مقابله تياره نه لري؛نو ضعيف الادراکه بشر،چې هر څه په پرتلنه او له مقابل او مخالف ټکي يې پېژني او د پوهېدو او ادراک غونډال يې داسې جوړ شوى،چې هر څه په پرتلنه پېژني او ورته پاملرنه کوي؛نو د حق ذات له پېژندو او پاملرنې غافل دى.
هېښنده ده. دا چې د حق ذات کله هم پټ نه دى؛نو له سترګو پټ دى؛خو که کله پټ او کله ښکاره و؛نو له سترګو به پټ نه و.
دا ده د حکماوو د خبرې مانا،چې وايي: د حق ذات د ظهور له کثرته او د ظهور له شدته په خفا کې دى :
يا من هو اختفى لفرط نوره الظاهر الباطن فى ظهوره
وګ : د ملا هادي سبزواري منظومه
له هغه امله،چې ظاهر او ښکاره دى؛باطن او پټ (هم) دى؛د ښکاره توب لامل يې عين د باطنتوب لامل دى .
امام علي (نهج البلاغه/٦٤ خطبه) وايي: بې له خدايه هر ظاهر نور باطن نه دى او بې له خدايه هر باطن نور ظاهر نه دى؛خو خداى له دې دومره وحدت او بساطت سره هم باطن دى او هم ظاهر. نه دا چې يوه برخه يې باطنه او بله يې ظاهره ده؛بلکې له هماغه حيثيه،چې ظاهر دى،عيناً باطن دى او له هماغه حيثيه،چې باطن دى،ظاهر دى.
ددې حقيقت سرچينه قرآن کريم دى،چې د حديد د سورت په درېم آيت کې وايي:
((هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ = هماغه لومړنى او وروستى او ښكاره او پټ دى او هماغه پر هر څه ښه پوه دى. ))
په بل ځاى کې وايي:
((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/١١٥) = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى.بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.))
رسول اکرم (علم اليقين١/٥٤) وايي:
((که په پړي د ځمکې اووم پوړ ته هم ښکته شئ؛بيا هم د خداى پر لور تللي ياست.))
په روايت (صدوق؛توحيد:١٨٢ مخ) کې راغلي،چې “جاثليقي” (مسيحي عالم) حضرت علي وپوښت: دا څه مانا لري،چې قرآن وايي: هر لوري ته،چې مخ کړئ؛د خداى پر لور ياست؟ د خداى مخ کوم لوري ته دى؟ امام حکم وکړ،چې خس راوړئ او اور بل کړئ او چاپېريال روښانه شو؛نو امام وپوښت: ددې اور مخ کوم خوا ده؟ و يې ويل: هر لوري ته او هر ځاى يې مخ دى.امام وويل:دا اور،چې دې په دې څرنګوالي وينې،چې د خداى له مخلوقاتو يو مخلوق دى او هر لوري ته مخ لري او ته غواړې،چې خداى ټاکلي لوري ته مخ ولري او البته خداى خپلو مخلوقاتو ته ورته نه دى او له ورته والي سپېڅلى او پاک دى ((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى .بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.)) او څه هم له خدايه پټ نه دي.
د نړۍ ختيځ او لوېديځ د خداى ملک دى،د هغه د فعل راښکاره کېدنه ده،پر هر څه راچاپېر دى،يو څيز ترې تش نه دى،هر لوري ته چې مخه کړئ؛نو خداى ته مو مخه کړې ….
ځان پېژنده
وايي: ځان پېژنده پر خداى پېژندنې لومړيت لري.انسان،چې ځان نه وي پېژندلى،خداى هم نشي پېژندلاى . دا خبره له ډېرو اړخونو سمه ده؛يو اړخ يې دادى،چې انسان بايد د خپل فکري غونډال حالت وپېژني او ځان پر خپلو نيمګړتياوو او کمزوريو پوه کړي،چې خداى په کمال،ځواک او ناپايه توب وپېژني. بايد د خپلې پوهېدنې او ادراک نيمګړتيا وپېژني،چې نيمګړى موجود نه وي او څو هغه ته ضد او مقابل ټکى نه وي؛نشي کړاى و يې پېژني؛نو په تمه دې نه وي،چې زه په خپلو حواسو خداى وپېژنم. بايد پوه شي که محسوسات يې هم ټول يو شان ول او که تل يې رنګ ليده،هغه يې نه پېژانده،که تل يې پرله پسې يو غږ اورېده بيا يې هم نه پېژانده او له وجوده يې نه خبرېده. بشر دې نه انګېري،چې خداى يې له سترګو پټ شوى دى؛بلکې بايد پوه شي،چې يوازې د څيز ښکارېدل بسيا نه دي او د بشر له درک او پوهې سره مقابل او ضد ټکى مرسته کوي.
د خداى د ذات نور راچاپېر،ازلي او ابدي دى؛لوېدل او پرېوتل نه لري نو ځکه د بشر کمزوري ادراکات د هغه له درک کولو بېوسي دي.
محدود بشر خداى په محدودو آثارو پېژني
زموږ فکري غونډال خداى په هغو چارو پېژني،چې د ځان په څېر يې نيمګړي او محدود دى؛خداى په هغه رڼاګانو پېژني،چې په يو ټکي کې شته او په بل ټکي کې نشته؛لکه د بوټي او څاروي ژوند او هغه شعور،چې د مادې په يو ټکي کې پيدا کېږي؛خداى په هغو چارو پېژني،چې په يو وخت کې وي او په بل وخت کې نه وي؛يعنې راختل او پرېوتل لري .
خداى کړنې،مخلوقات او رڼاوې لري،چې پنځولي يې دي.هغه رڼاوې راخېژي او پرېوځي. خداى خپل ځان په خپلو فعلي رڼاوو راپېژني؛ ژوند الهي رڼاوې دي؛هغه رڼا ده،چې پر تياره توکي يې خپروي او بيا يې اخلي :
((وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ (حجر/٢٣)= او بېشكه همدا موږ يو، چې ژوندي کول كوو او مړه کول كوو او همدا موږ د( ټولې نړۍ ) وارث يو.))
((يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ(فاطر/١٣)=(خداى) شپه په ورځ كې ننباسې او ورځ په شپه كې او(تاسې ته يې) (د) لمر او سپوږمۍ(ګټې) اېل كړي دي، هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي . دا خداى ستاسې پالونكى دى. (په ټوله نړۍ كې) واکمني يوازې د هغه ده،له هغه پرته چې تاسې نور بلئ (او لمانځئ) هغوى د کجورې د زړې د نرۍ پردې خاوندان (هم) نه دي.))
((يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ (روم/١٩)= هغه له مړي ژوندى راباسي او له ژوندي مړى راباسي او ځمكه د هغې تر مرګ وروسته ژوندۍ كوي او په همدې توګه (تاسې) د قيامت پر ورځ (هم له قبرونو) را ايستل كېږئ.))
((وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا (فرقان/٥٨)=
((لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (مائده/١٢٠)= د اسمانو او ځمكې او څه چې د دوى ترمنځ دي، واكمني يوازې د خداى ده او هغه پر هر څه قادر دى.))
کوم ژوند،چې پر ځمکه پيدا کېږي محدود دى،هم د وخت له نظره او هم د ځاى له نظره؛په يوه شېبه او ټکي کې پيدا کېږي او بوټى،څاروى او انسان ترې برخمنېږي.د ژوند ټولې څېرې ( وده،ښکلا،تاندتوب،ښه جوړښت،ادراک،عقل،مينه،عاطفه او لارښوونکې غريزې) د احديت ذات ښکاروندى نښې او هندارې دي.
قرآن ډېرى پر ژوند او د ژوند پر آثارو استدلال کوي؛په ښکلا، ښه جوړښت، انتظام،الهام او غريزه،مينه او عاطفه،دا چې هر ساه کښ له خپل اولاد او جوړې سره مينه کوي.د حضرت ابراهيم (ع) له خولې وايي،چې نمرود ته يې وويل:
((إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِـي وَيُمِيتُ (بقره/٢٥٨)= ابراهيم چې وويل:((زما پالونكى هغه دى، چې ژوندي كوي او مړه كوي ))
د حضرت موسى (ع) له خولې راخلي،چې فرعون ته يې وويل:((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى،چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))
((وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ . ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (نحل/٦٨،٦٩)= او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته وحې [ اوغرېزي الهام ] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه؛بياهر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې،چې پالونكي دې درته ټا كلي دي، په اسانۍ ووهه.)) دهغوى له ګېډو په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي،چې خلكو ته شفا ده،په رښتيا چې پدې كې د فكر خاوندانو ته روښانه نښه ده!))
هغه هر بوټي ته ځواک ورکړ،چې د ځيرک او ماهر مهندس په څېر،د ځان نقشه په خپله وباسي،ځان سينګاروي؛هغه هر څاروى له کوچنۍ حشرې نيولې تر غټو څارويو پورې غريزې او الهامونه يې ورکړي،چې عقل د هغوى له درکه بېوسې دى؛هغه د شاتو مچۍ ته الهام وکړ،چې ځان ته په ځانګړې مهندسۍ په غرونو کې کور جوړ کړي.
-
ټیګونه: