تبلیغات

د بوډۍ ايمان انجلي له خپلو ملګرو سره تر اسمان لاندې ناست وه او د الهي مينې او د هغه د پراخه نعمتونو په باب يې يو له بل سره خبرې کولې،هغې ويل : په هر څه کې د خداى اراده وګورئ،چې هغه ډېر خورا لوراند او لورين دى؛د غم، خوشحالۍ،بري او ماتې پر مهال […]

د بوډۍ ايمان

انجلي له خپلو ملګرو سره تر اسمان لاندې ناست وه او د الهي مينې او د هغه د پراخه نعمتونو په باب يې يو له بل سره خبرې کولې،هغې ويل : په هر څه کې د خداى اراده وګورئ،چې هغه ډېر خورا لوراند او لورين دى؛د غم، خوشحالۍ،بري او ماتې پر مهال د هغه پر رڼا، بښته او مينه درود ووياست؛نو هله به وي، چې غم به مو نه چيچي او نه به مو کبر وي،په همدې وخت کې وو،چې يوه ښځه له هغه ځاىه تېرېده،چې غمونو يې پر زړه دروندوالى کاوه، هغې د انجلي خبرى واورېدې،ورته يې وويل : د دې خبرو ويل له تا لپاره اسان دي، د غم له ټپ سره يوازې زما په څېر خلک اشنا دي،چې هره ورځ يې غم چيچي،ته د خداى د نور او رڼا خبرې کوې؛خو په خواشينۍ يې درته ووايم،چې په کومه دينا کې چې موږ ژوند کوو تپه تياره ده؛هغه دنيا،چې پليدي پکې وده کوي او رښتيني يې دوزخي دردونه زغمي.

ددې ښځې په غېږ کې يو ماشوم درلود،چې انجلي ورته وکتل او ښځې ته يې وويل: همدا اوس دې ماشوم پر ځمکه راګوزار کړه.

ښځه ، چې حيرانه شوې وه،و يې ويل: عجيبه خبره کړې؟ څنګه کولاى شم خپل ماشوم پر ځمکه راګوزار کړم ،و به مري ؟

انجلي : ايا که زر سکc درکړم؛نو دا کار به وکړې؟

ښځې ورته وويل: که د اسمان د ستورو هومره د سرو سکې هم راکړې؛نو دا کار به و نه کړم .

انجلي: که د يوې سيمې واکمني درکړل شي؛نو بيا به هم دا کار ونه کړې؟

ښځې ورته وويل: ډېره روښانه ده،چې پر ما ىخپل ماشوم د دنيا تر هرې شتمنۍ ګران دى او بيا يې خپل ماشوم خپلې سينې ته رانږدې کړ.

انجلي : مورجانى! ايا تصور کوې،چې ته له خپل ماشوم سره تر خداىه له خپلو بندګانو سره، چې ډېر پرې ګارن دي، ډېره مينه کوي؟

ښځه پر خبره ورسېده،و يې ويل : نو که خداى راسره مينه کوي؛نو دا دومره غم او سختۍ د څه لپاره دي؟

انجلي وويل: غم او خپګان په الهي کړلار کې خپل ځاى لري. ماشوم،چې ذې ناروغېږي؛نو مجبوروې يې چې ترخه درمل وخوري او هېڅکله يې چغو او اوښکو ته پام نه کوې، زموږ روح هم ناروغه دى . خداى هم د يوې مهربانې مور په څېر د غم په نامه ترخه درملونه رالېږلي . له غمه تېښته پکار نه ده؛ بلکې کوښښ پکار دى،چې له غم سره په سمه روحيه وچلېږو.غم د زړه هندار صيقلوي،چې هر کاله ورته وګورئ، چې سپېڅلى خداى پکې ووينئ؛نو هله به وي،چې پوه شئ،چې د ژوند په ټولو ترخو پېښو کې پېرزوګانې او رحمتونه پټ دي. هر څه خير او ښېګڼه ده؛که نن دى که زر کاله وروسته له خداىه مه غواړئ،چې غمونه مو لرې کړي؛ بلکې له هغه وغواړئ،چې خپل حقيقي بنده مو کړي .

دلته يوه وپوښتل : څوک دى،ليدلي،چې په واقعي ژوند کې يې دا لار وهلې وي،چې پرې ښايسته نوم ږدي؟

انجلي د څه مودې لپاره غلې شوه او بيا يې وويل: کلونه مخکې له يو کلي څخه تېرېدم،يو وړوکي کور ته ورننووتم، هلته مې يو زړه ړنده ښځه وليده،چې ناسته ده، هغې هېڅ څه نه درلودل او په بېوزلۍ کې يې ژوند کاوه،د هغې دا بېوزلي او يوازېتوب مې چې وليد،ورته مې وويل : مورې! ډېر د يوازېتوب احساس به کوئ؟ راته يې وويل : نه ! بيخي داسې نه ده ! ګاونډيان راسره مينه لري او هر څه مې، چې په کار وي راته يې راکوي .

په حيرانتيا مې وپوښتله: خو مورجانې کله چې باد، واورې او په باران کې دې کور راڅڅي؛نو څنګه دلته يوازې ژوند کوي؟

راته يې وويل: زه د يوازيتوب احساس نه کوم؛ په لمر او وريځ دواړو کېې مې زړه خوشحاله وي، ښه ګاونډيان لرم او څه مې، چې په کار وي،راکوي يې او زما غوښتنې هم خورا لږې دي .

د هغې زړې ښځې په خبرو کې د ښادۍ راز پټ و، تر څنګ يې کېناستم،د هغې نورانې او بېګناه څېرې ته ځير شوم. ډېرې پوښتنې مې ترې وکړې،چې کېداى شي،راز يې رابرسېره کړم،چې بالاخره راته يې وويل : زه د يوازېتوب احساس نه کوم؛ځکه معشوق مې تل په څنګ کې وي؟
په رڼا او تياره کې چې ټول ويده شي؛نو زه ورته غږ کوم او هغ هم غلى راځي او ورسره خبرې کوم او زه له هغه سره او چې هغه لرم؛نو هېڅ چا ته اړتيا نه لرم،هغه په هر څه کې هر څه دى، بېشکه هغه په کل کې واحد دى .

همداسې پر خپلو ګټورو او له ماناوو څخه پر ډکو خبرو بوخته وه،ورکږه شوم، چې پښې يې ښکل کړم،سترګې مې له اوښکو ډکې وې،غږ مې د احساساتو له امله لړزېده، پوه شوم، چې هلته يو داسې څوک ژوند کوي،چې يوازې خداى يې د ژوند واقعيت دى .

راته يې وويل: هر څه چې خير وي،خداى به يې راپېښوي او هغه څه چې د خداى له لوري راپېښېږي،خير دى . بې له خداىه هېڅ ډول حقيقي خوشحالي نه وي، زموږ ښادي د هغه په اراده او غوښتنه کې پټه ده، ان څومره مو چې ځان د هغه له غوښتنې سره ډېر همغږى کړ؛نو هومره به مو معنوي ښادي، روح ښاد کړي .

دا زړه ،بېوزله او ړنده ښځه پر خداى حقيقي مينه ده،هغې به د خپل معشوق؛يعنې خداى په حضور کې حرکت کاوه او ژوندۍ وه،ويل يې : خداى مې هېڅکله يوزاې نه پرېږدي، هېڅکله راڅخه سترګې نه پټوي؛لکه څنګه چې يو ماشوم پر خپل مور تکيه وهي. زه هم پر هغه ډاډ او توکل لرم .

او حال داچې له وېرې،شهوت،غوسې او له ټولو خودپرسته احساساتو څخه پاکه او ازاده وه،د ژوند هېڅ درد،کړخت او خپګان يې نه احساساوه او خپل مقصد يې په خداى کې موندلى و.

سرچینه :

د کتاب نوم : د زړه ټکور

ليکوال : جي پي واسواني

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست