بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د بښنې غوښتو او ابادۍ ترمنځ اړيكه فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ﴿نوح/۱۰﴾ = نو ورته مې وويل: ((له خپل پالونكي بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې هغه ډېر بښونكى دى. يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا ﴿ نوح/۱۱﴾ = چې له بره بركتي اورښتونه درباندې ووروي، وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د بښنې غوښتو او ابادۍ ترمنځ اړيكه
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ﴿نوح/۱۰﴾ = نو ورته مې وويل: ((له خپل پالونكي بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې هغه ډېر بښونكى دى.
يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا ﴿ نوح/۱۱﴾ = چې له بره بركتي اورښتونه درباندې ووروي،
وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا ﴿ نوح/۱۲﴾ = په شتمنيو او زامنو به مو ملاتړ وكړي او باغونه به دركړي او ويالې به دروبهوي.
له دې او نورو آيتونو ښه پوهېدل كېږي، چې د بښنې غوښتو او د نعمت د پرېمانۍ، ابادۍ او د كړاوونو د منځه تلو ترمنځ ځانګړې اړيكه شته؛ همداراز د ظلم، فساد او د نعمتونو د منځه تلو او د كړاوونو د راولاړېدو ترمنځ هم نېغ اړيكه شته؛ البته دا يوازې يوه مانيزه (معنوي) اړيكه نه؛ بلكې په باب يې توکیزه (مادي) اړيكه هم شته.
كفر او بې ايماني، د پازوالۍ – مسووليت نه احساسولو، قانون ماتونې او اخلاقي ارزښتونو د هېرولو سرچينه ده او دا چارې لاملېږي، چې د ټولنو يووالى له منځه ولاړ شي، د خپلمنځي ډاډ ستنې مخ پر لړزېدو شي، انساني او وټیز ځواكونه تویې او ټوليز انډول له منځه ولاړ شي.
پر كومه ټولنه، چې دا چار لاسبرى شي، په بېړه د ځوړ لار خپلوي او كه وينو، چې ځينې ټولنې د ايمان او تقوا له نه درلودو سره سره له توکیز (مادي) نسبي پرمختګه برخمن دي؛ نو بايد وګڼو، چې په نسبي ډول يې ځينې اخلاقي آرونو ته پاملرنه كړې ده. په رواياتو كې پردې مانا هم ټينګار شوى دى.
علي (ک) ويلي: ((زياته بښنه وغواړه، چې ځان ته روزي راجلب کړې)). (نمونه، 25: 71 مخ او الميزان، 20: 33 مخ.)