تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د جاوید نامې نچوړ جاویدنامه له مناجاته شروع کیږي،مناجات پنځه بنده دی پهٔ لومړي بند کې د خپل همراز او همنفس نشتون ژاړي ، شاعر داسې څوک غواړي چې د اقبال پهٔ څير دا درد ورسره وي چې موږ د جهان لپاره یو او که جهان زموږ لپاره دی. په دویم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د جاوید نامې نچوړ

جاویدنامه له مناجاته شروع کیږي،مناجات پنځه بنده دی پهٔ لومړي بند کې د خپل همراز او همنفس نشتون ژاړي ، شاعر داسې څوک غواړي چې د اقبال پهٔ څير دا درد ورسره وي چې موږ د جهان لپاره یو او که جهان زموږ لپاره دی. په دویم بند کې وايي چې دغه وررځ چې دسیارې د رم له امله ځي او راځي نه غواړم ، ربه داسې ورځ راباندې پيروز کړه چې سهار او ماښام نلري، دغه ورځ د هغه عاشق ورځ چې د علامه فرد کامل د، ي ، په دریم بند کې بیا خپل مقام ته اشاره کوي وايي چې زه من حیڅ مسلمان دهمدې ورځې لیاقت لرم که داسې نه ده نو بیا هغه آیتونه چې دچا په اړه نازل شوي ، په څلورم بند کې عشق او عقل سره موازنه کوي، او دخپل عصر شکایت کوي وايي چې د دوي په پښو کې د عقل ځنځيرونه دي، پهٔ څلورم بند کې له خدایه مستي او جنون غواړي،په شپږم بند کې دا فریاد کوي چې زه آنی یم ما جاوداني کړه، خپل حالت بیانوي چې نه غیب خوند راکوي او نه حضور، یو آفاق ګیر بنده یم مناجات په دې پای ته رسیږي چې زه څه وایم دا دبلې دنیاخبرې دي، زړو خلکو ناهیلی دی وايي چې ربه زما خبرې ځوانانوته آسانې کړه

په جاوید نامه کې له مناجاته وروسته د لومړي سپرکي سرلیک درۍ خبرې دي: تمهید آسماني، د پيدایش لومړی ورځ ، اسمان ځمکې ته پیغور ورکوي.

پهٔ دې سپرکي کې ځمکه آسمان ته پیغور ورکوي. یو وخت دی چې پهٔ ځمکه کې پرته لهٔ خاورو هيڅ هم نشته. نه ونه شته نه اوبه شته ، نه دبلبلې سندرې اونه … آسمان ځمکې ته خپل ښکلا وریادوي ور ته وايي چې ته توره تیارهٔ یې څهٔ رڼا چې لرې هغه هم زما دقندیل برکت دی. ته چې هرڅه غرور وکړي بیاهم خاوره یې

یابزی باسازوبرګ دلبري ـ یابمیر ازننګ وعار دلبری.

کله چې ځمکه د آسمان خبرې واورې رب ته د بې نورۍ له درده فریاد وکړي، د آسمان لهٔ لوري غږ ورباندې وشي، چې رڼا پهٔ اصل کې د ژوند رڼا نه ده نه هغه رڼا چې په څلور کونجه کې لیدل کیږي. په تاکې به ژوند پیداشي، ستا له خاورې به د ژوند نور پیداشي،  بني آدم چې هم عقل لري هم عشق؛ عقل به یې دنیا لاندې کړي او عشق به یې لامکان ته ورسیږي ترپایه پورې د انسان ستاینه کوي . تر دې سپرکي وروسته د تمهید زمیني پهٔ نامه سپرکي شروع کیږي، دلته علامه وايي چې عشق لهٔ ښاره بې پروادی یا پهٔ غرو او رغو کې خلوت غوره کوي اویا دسیند غاړې ته ځي داچې ما پهٔ ملګرو کې همنوا څوک نه درلودل د سیند غاړې ته راغلم د لمر دغروب شیبې وي او پهٔ دې فکر کې وم چې زهٔ ژوندی یم خو له ژوند کولو بې برخې آني یم او لهٔ تل پاتې ژونده محروم یم لهٔ ځان سره مې دمولانا داغزل زمزمه کاوو چې: دی شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر ـ کز دیو دد ملولم و انسانم آرزوست

ازیاران سست عناصر دلم ګرفت ـ شیر خدا ورستم و دستانم آرزوست

کله چې غزل پای ته ورسیږي دلته د مولنا رومي روح حاضریږي، اقبال له رومي څخه درۍ لاندې پوښتنې کوي

لومړی

موجود څهٔ ته وايي

دویم ناموجود څهٔ ته وايي

دریم : محمود او نامحمود څهٔ ته وايي

مولینا پهٔ جواب کې وايي: ګفت موجود آنکه می خواهد نمود ـ آشکارایی تقاضایی وجود

یعنې ژوند دېته وايي چې سړی ځان ښکاره کول وغواړي، ځان ښکاره کول د وجود غوښتنه ده، کهٔ ژوندی یې نو پکارده چې درۍ شاهدان راو غواړي لومړی شاهد خپل شعور دویم د بله شعور یعنې چې بل څوک ستا دوجود شهادت ورکړي اودریم شاهد د حق شعور د دې شعور مطلب دادی چې ځان دحق پهٔ نورباندې وګورې. دا وروستۍ خبره هغه نکته ده چې داقبال جاوید نامه ورباندې راڅرخي. دا د اقبال دانسان کامل مقام دی؛ د زمان او مکان لهٔ قیده وتل، پهٔ عناصرو باندې حکمران کېدل. داکار هله شونی دی چې انسان دمولا پهٔ صفاتوباندې ځان ورنګوي چې حی او قیوم  شي  او جهانګیر شي همدغه جهانګیري هغه فقر دی چې اقبال دعوت ورته کوي دزمان او مکان لهٔ قیده د عشق پهٔ سلطان باندې کیږي. پس لهٔ دې د زروان پهٔ نوم یوه ملایکه راځي زروان د زمان اومکان روح دی دغه ملایکه اقبال آسمان ته بیایي

فلک قمر

پهٔ آسماني سفرکې د اقبال او مولینا لومړی پړاو فلک قمر دی، کله چې اقبال دلته را رسیږي د یوو تیارهٔ غارخولې ته رارسیږي، داغار دومره تیارهٔ دی چې لمر هم چراغ ضرورت پکې لري، پهٔ دې غارکې د جهان دوست پهٔ نوم یو عارف ناست دی، د فلک قمر د غار پهٔ خلوت کې ناست عارف له مولینا څخه پوښتنه کوي چې ملګری دې څوک دی چې په سترګو کې یې د ژوند آرزو لهٔ لرې ښکاري

رومي ورته وايي چې داسړی د پلټنې لیونی دی که سپوږمۍ او میاشت ښکارکړي آسمانونو ته دام ږدي، نه پهٔ وصال کې خوښ دی نه په هجران کې. همدلته جهان دوست لهٔ رومي څخه پوښتنه کوي چې آدم څهٔ ته وايي، عالم څه دی او حق څهٔ دی؟

د رومي جواب

آدم توره ده ، عالم هغه تیږه ده چې تیغ ورباندې تیرهٔ کیږي، او حق توره وهونکی ، خو لهٔ بده مرغه چې شرق حق ولید عالم یې ونه لید او غرب عالم ولید لهٔ حق نه یې سترګې پټې کړې

ورپسې جهان دوست اقبال ته ډاډ ورکوي چې موږ د شرق لهٔ برخلیک څخه نا هیلي نه یو، پرون هم یوه ملایکې راغله ویل چې پهٔ خاور کې لمر پهٔ راختو دی ډير ژربه دهغه لهٔ څا څخه یوسفان را ووځي او لهٔ تیږو څخه به یې لعلونه پیداشي. د نه ۹تا سخن عارف هندی ترعنوان لاندې جهان دوست نه  د حکمت خبرې کوي بیا سروش راښکته کیږي، د اسې ښکاري چې جبرائیل ده او هغه یو شعر وايي. کله چې وادي قمر پای ومومي د یرغمید وادي ته سفر کوي دې وادي ته ملایکې وادی طواسین وايي،د لته د څلورو مخکښانو یادونه کیږي، د بودا، زردشت، عیسي او زموږ نبي کریم علیهما صلوة والسلام د دوی تر یادونې مخکې دشاعري او پیغمبري حقیقت بیانوي

اقبال دلته د شعر حقیقت بیانوي پهٔ اسرار خودي کې د اسلامي ادبیاتو داصلاح ترعنوان لاندې یونظم لري داځکه چې پهٔ شرق کې هغه تصوف چې دافلاطوني نظریاتو ځپلی هغه فنا ته دعوت ورکوي او فنا د خودي سره ټکرده پهٔ جاوید نامه کې دحلاج لهٔ خولې هم پهٔ فناباندې ردکړی، دغه تصوف پهٔ شاعري باندې هم سیوری غوړولای ؤ، اقبال دشاعرلوری بدلوي او هدف ورته پهٔ ګوته کوي چې دشاعر کار دادی چې هیله او امید وټوکوي تل پهٔ پلټنه کې وي.

پهٔ فلک عطارد کې له سیدجمال الدین افغاني او سعیدحلیم پاشا سره ګوري، پهٔ شرق کې چې د اسلامیزم پهٔ وړاندې کومې ستونزې دي دحل لاره یې د دوی پهٔ خوله بیانوي، چې یوه وطن پرستي ده او بل یې اشتراکیت، اقبال د وطن لهٔ مینې منکر نه دی خو دی وايي چې دملت بنسټ د دوطن دوستي پهٔ تیږه نه دی پکار، دغه راز دشرق او غرب ترعنوان لاندې پهٔ غرب ګرایانوباندې رد کوي، اقبال دغرب لهٔ پوهې او علم څخه منکر نه دی دی وايی چې دغه پوهه او پرمختګ پکارده چې د ختيځ لهٔ مینې او انسانیت سره یوځای شي پهٔ بیلګه کې کمال اتاترک را اخلي ترکیانوته وايي چې تجدد په دې باندې نه را ځي چې د کعبې غلاف نوی کړې او بتان پکې ودروې که تجدد غواړې پهٔ قران کې هم ډېر نوی جهانونه شته خوتاسو ترې خبر نه یئ بیا د محکمات عالم قراني ترعنوان لاندې دقران عالمونه بیانوي دلته پهٔ جمهورت او فیوډالیزم باندې ردکوي، خو پهٔ دوو ځایونو کې سخت تیروتلای یوداچې دی د غیر الله قانون ته مطلقا کفروايي او داخبره مطلقا ناسمه ده ځکه چې پهٔ مباحاتو کې اسلام بنده ته دقانون سازۍ اختیار ورکړی، د ارض ملک خداست ترعنوان لاندې وايي چې د ځمکي ملکیت یواځې د رب دی بنده نشي کولای چې دځمکې ملیکت ولري، مروجه زمین داري هم ناروا ګڼي ، چې پهٔ دواړو ځایونو کې ما د اسلام اصلي لید لوری روښانه کړی، ورپسې د افغاني له لوري روسیې ته دقران پهٔ لور بلنه ورکوي هغه ته دغرب پهٔ وړاندې د کامیابۍ زیری اوروي پهٔ پای کې رومي لهٔ اقبال څخه د غزل غوښتنه کوي او د دې وادي سفرهم پای مومي.

فلک زهره

پهٔ دې فلک کې د پخوانيو قومونو پهٔ خدای ګوټو باندې تیریږي، او دهغوی د زړه خبرې کوي، مردوخ د زمانې له مسلمانانو ډير خوښ ښکاریږي، وايي چې بني آدم له یزدان څخه د تېښتې پهٔ حال کې دی، له کلیسا او حرم نه یې زړهٔ توردی،  بعل  د عربو خدای ګوټي دی د نغمه یې بعل ترعنوان لاندې د بعل د زړه خبرې دي ، بعل هم خوښ ښکاري، وايي چې لااله یواځې پهٔ ژبه پاتې دی له زړونو راوتی ، د غرب ساحری اهرمن را ژوند کړی، لهٔ دین څخه زیاتی ډار نه دی پکار.

فلک مریخ

پهٔ دې فلک کې د یوو مریخي حکیم پهٔ ژبه د تقدیر حقیقت بیانوي، پهٔ همدې فلک یوهٔ ښځه ده د پیغمبري دعوه یې کړې، د ښځو مقام بیانوي، څهٔ چې وايي هغه د فیمینزم نظریه ده، پهٔ پای کې د رومي لهٔ خولې د میریخ د متنبیې خبرې ردوي

فلک مشتري

اقبال پهٔ یاد فلک کې د حلاج، اسدالله خان غالب او حلاج سره ګوري، د یادوکسانو له ارواحو څخه شعرونه اوري. ورپسې اقبال له دوی سره خپلې ستونزې شریکوي حلاج ته وايي ته ولې د مؤمنانو له مقامه لرې یې یعنې ولې نه غواړې جنت ته لاړشې؟ حلاج ورته وايي چې زموږ جنت پهٔ دائمي سیرکې دی، پهٔ یومقام کې پاتې کیدل نه غواړو که هغه جنت هم وي، بله پوښتنه دا ځنې کوي چې ته ولې خلکو پهٔ دارکړې؟ حلاج د اقبال پهٔ جواب د انالحق سیاسي تفسیر کوي وايي خلک مړه ؤ غوښتل یې قبر ته لاړشي، زما پهٔ سینه کې د اسرافیل شپلۍ وه دغو بې روحه ته مې د ژوند اسرارو نغمې زمزمه کړې. لهٔ غالب څخه د محمدي حقیقت تپوس کوي غالب چې اقبال ته کوم جوابونه ورکوي د اقبال زړهٔ اوبهٔ نه ورباندې څښي، ورځي حلاج ته حلاج د اقبال پوښتنې د وحدة الوجود پهٔ پرده کې جوابوي. کله چې حلاج داپوښتنې جواب کړي، اقبال څو مهمې نورې پوښتنې هم ترې کوي او حلاج دهغه جواب وايي، یوه مهمه پوښتنه داځنې کوي چې د رب دیدن څنګه کیږي؟ حلاج ورته وايي چې د رب دیدن داسې کیږي چې لومړی دهغه احکام پهٔ ځان جاري کړه او بیا یې پهٔ دنیا کې پلی کړه همدا د الله جل جلاله دیدن دی. پهٔ پای کې د ابلیس پهٔ اړه پوښتنه ترې کوې ورته وايي چې ها چې لهٔ موږ څخه یې ځان غوره ګاڼه هغه اوس چیرته دی؟ زموږ خاوره خو له آسمان سره اشنا سوه دهغه بې سر او بې سامانه اور چیرته دی؟

حلاج د شیطان په اړه ورته وايي چې هغه لهٔ ازله د پلټنې تږی دی او موږ ته یې ډېر څهٔ رازده کړي دي، دهغه کفر موږ ته له لویدلو څخه د پورته کیدلو لذت او د کمیدلو څخه دډیریدلو لذت رازده کړی. رومي له حلاجه غواړي چې څو شیبې نورې هم ورسره تیرې کړې خو حلاج ورته وايي چې موږ له مقام سره سازش نه کوو زموږ کار پرواز او پلټنه ده، پهٔ همدې خبرو کې یو اور پیداکیږي د اور لهٔ منځه یو سپین ږیری سړی را ووځي رومي اقبال ته وايي چې دا خواجه یې اهل فراق ابلیس دی. پاتې د نه وي چې د اقبال موخه د شیطان صفت نه دی بلکې غواړې چې لهٔ دې لارې مسلمانانو ته د همت او زړور توب درس ورکړي.

رومي اقبال ته وايي چې ته د ابلیس استقامت ته وګوره چې د خدای سل پیغمبران یې لیدلي بیاهم کافردی، په مشکلاتوکې د دهٔ پهٔ څیر ثبات او پهٔ ضد باندې همداسې ټینګیدل پکاردي.

اقبال وايي؛ شیطان ماته وکتل بیایې وویل موږ دومره پخپلو کارونو کې بوخت یو چې دجمعې رخصتي هم نلرو، زه نه ملایکه لرم، نه کتاب زما وحیه پیغمبرته هم اړتیا نلري، بیامې هم لهٔ فقهاوو څخه زړهٔ وړی دی. بیا وايي زموږ مذهب د فقهاوو د دین پهٔ څیر نه دی د ابلیس مذهب ټلې او ټپلې نلري. پهٔ پای کې ابلیس رب ته د انسان لهٔ لاسه داسې فریاد کوي چې یاالله: د بني آدم صحبت خو زهٔ سخت  خراب کړم دهٔ خو یوه ورځ هم زما نا فرماني ونکړه، داڅنګه صید دی چې خپله د خپل صیا پسې آواز کوي، یا الله کهٔ نورڅهٔ نه وي زما پخواني عمل ته وګوره له دغو نه مې خلاص کړه، زهٔ نور له فتوحاتو پهٔ تنګ شوی یم داسې یو بنده رامخکې کړه چې زما نا فرماني وکړي او غاړه مې تاو کړي ګوندې له شکسته خوند واخلم

فلک زحل

پهٔ یاد فلک کې له لړمانو  مارانو او وحشي نهنګانو ډک یو د وینو دریاب دی، په دې دریاب کې یوه کشتۍ ده پهٔ کشتۍ کې صادق او جعفر سپارهٔ دي نوموړي هغه کسان دي چې له هندوستان سره یې خیانت کړی دی، د ټيپو سلطان پهٔ لښکرکې و، له انګریزانو سره یې سازش وکړ، او سلطان  شهید ته یې ماته ورکړه، دلته دهندوستان روح د یوې ډېرې ښکلې پیغلې پهٔ صورت کې حاضريږي خو سره لهٔ ښکلایې پهٔ غاړه کې د غلامۍ طوق پروت دی، او له جعفرو اوصادق نه فریادکوي،

فریاد یکې از زورق نشینان قلزم خونین

د پورته عنوان لاندې نظم کې د صادق او جعفر ارواګانې ژاړي وايي چې موږ ته مرګ هم نه راځي، دوزخ مو هم نه قبلوي وايي چې زما شعله له د غو خبیثو ارواو څخه پاکه ښه ده.

آن سوي افلاک

د ځمکې او آسمان پهٔ پوله د نیچه اروا اوسیږي، نیچه که څه هم د خدای له وجوده منکر دی، خو اقبال یوڅه مشترکات ورسره لري ځکه یې ستایي، او دا ارمان کوي چې کاشکې نیچه د سید احمد سرهندي په وخت کې موجود وای چې سرمدي سرور سره یې مخ کړی وای، اقبال نیچه ته د عیسویت منصور وايي، نوموړی حکیم په مسخه شوی عیسویت باندې سختې نیوکې کړي دي.

حرکت به جنت الفردوس

اقبال او رومي وړاندي روان دي، یوو ځای ته رسیږي چې هلته دشرف النساء مقام دی، شرف النساء دلاهور اوسېدونکې او پهٔ قران مینه نجلۍ وه، کله چې مړه کیدله مورته یې وصیت کړی ؤ چې توره او قران به ورسره ښخوي،

د دې نظم پهٔ پای شاعر وايي

خالصه شمشیر قران را ببرد

آندران کشور مسلماني بمرد

دلته د فارسي لوی شاعر غنی کشمیري او شاه  همدان زیارت هم کوي، شاه همدان لوی پیر تیر شوی چې د کشمیر خلکوته یې ډير مادي او روحاني خدمتونه کړي دي.

اقبال له همدان څخه یوڅو پوښتنې هم کوي، یوه پوښتنه داکوي چې الله جل جلاله چې له موږ څخه خپل عبادت غواړي نو بیايې شیطان ولې پیداکاوو، دهمدان جواب دادی چې رب غواړي په دې سره ستا خودي مظبوطه کړي داسې چې ته د هغه له امره سر غړونه وکړې، ته به دتورې او تیغ پهٔ څير د شیطان پهٔ تیږه تیز او تیرهٔ شې.

بله پوښتنه دا ځنې کوي چې موږ فقیران یو او حکمران لهٔ موږ څخه خراج غواړي؟ شاه  همدان ورته وايي چې پاچا پهٔ زور راځي او یا د امت پهٔ رضا نو خراج به اولی الامر ته ورکوې او یا مجاهد ځوان ته. دلته دهندوستان لهٔ مشهور شاعر برتري هري سره هم ګوري لهٔ هري نه پوښتنه کوي چې پهٔ شعرکې سوز څنګه پیداکیږي؟ زنده رود ورته وايي چې پهٔ شعرکې سوز لهٔ آرزو نه پیداکیږي

جان مارالذت اندر جستجوست ـ شعر را سوز ازمقام آرزوست

بادوبیتی درجهان سنګ وخشت ـ می توان دل بردن از حوربهشت

حرکت به کاخ سلاطین مشرق

نادر، ابدالی، سلطان شهید

د پورته عنوان لاندې لولو چې رومی او اقبال یادو نخبه ګانو سره ګوري، هلته چې رسیږي نادر له  اقباله د ایران پهٔ اړه پوښتنه کوي اقبال ورته وايي، چې ایران دعربو حق تلفی وکړه د اسلام پهٔ دین هغوی مشرف کړل خو اوس هغوی عرب هیر کړي، د حیدر دمینې پهٔ ځای د رستم او شاپور یادونه کوي، لنډه داچې د وطني عصبیت پهٔ لومه کې ښکیل شوي دي.

ابدالي دافغانانو د حال پوښتنه ترې کوي، اقبال ورته وايي چې دلته وروڼه د یوبل د وینو تږي دي، داهغه وخت دی چې امان الله خان د سقاو زوی پسې اخلي نادر خان هم وژل کیږي، او … سلطان شهید یعنې ټیپو د هندوستان دحالاتو تپوس ترې کوي او اقبال جواب ورکوي ورپسې سلطان شهید د ژوند اومرګ حقیقت بیانوي.

زنده رود رخصت می شود از فردوس برین

و تقاضای حوران بهشتی

کله چې زنده رود یعنې اقبال له جنته رخصتيږي، حورې زارۍ ورته کوي چې پاتې شي خو د زنده رود بیړه ده ، حوروته وايي چې څوک د سفر پهٔ اسرارو پوه شي هغه له شوکمارو دومره نه ډاریږي څومره چې له منزله ویره لري، حورې د یوو غزل فرمایش ورکوي او زنده رود یو غزل وايي زیاتي رخصتیږي

حضور

د حضور تر عنوان لاندې شاعر وايي؛ جنت کهٔ څهٔ هم د رب لهٔ تجلیاتو څخه یوه تجلي ده، خو عاشق لهٔ دیدار پرته طاقت نه کوي، لهٔ حورو او همداراز دجنت لهٔ قصرونو تیریږي، او دنور پهٔ سیند کې لاهو کیږي، دلته اقبال رب ته وايي وايي چې ستا دنیا د آزادانو لپاره د اوسیدو ځای نه دی، زوره ور پهٔ عیش او عشرت کې دي اومغلوبان هسې شپې ورځې حسابوي، وايي چې د ملوکیت له لاسه ستا جهان خراب دی، او دافرنګیانو پوهه غارت ګري ده،

ندای جمال

اقبال ته ویل کیږي چې ته باید درب له جماله برخمن شې، او دژوند له رازه یې خبروي، ورته وايي چې که ژوندی یې نو پکارده چې مشتاق او خلاق شې، او زما پهٔ څیر پهٔ آفاقو حاکیت تر لاسه کړې له چاسره چې د تخلیق وس نشته هغه زموږ پهٔ وړاندې زندیق او کافر دی

زنده رود پوښتنه کوي چې کوم قوم چې یو ځل له پښو ولوید بیا راپورته نشو ژوند تکراریدونکی نه دی، اقبال ته ویل کیږي چې ژوند د نفس د تکرار نوم نه دی، د ژوند اصل حي او قیوم ذات دی که ژوند غواړي نو هغه چاته نزدې شه چې د انی قریب نارې وهي

د زنده رود بله پوښتنه داده چې زما او ستا ترمنځ فاصله ولې ده ، زه ولې مړکیږم او ته نه مړکیږې؟

جمال ورته وايي چې ته پهٔ جهان کې ځاییږې او زه نه ځاییږم، که زندګي غواړي نو دنیا پهٔ ځان کې ډوبه کړه یعنې دنیا په خپل رنګ ورنګوه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست