تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲ او ۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار ) نور به كله هم يو بل و نه ګورو                                                                                                (( د ابوذر شرم، حيا او زهد يې د عيسى بن مريم په څېر دى )) د اسلام پېغمبر (ص) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲ او ۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحار )

نور به كله هم يو بل و نه ګورو

                                                                                             

 (( د ابوذر شرم، حيا او زهد يې د عيسى بن مريم په څېر دى ))

د اسلام پېغمبر (ص)

حضرت ابوذر(رض) او انيس له خپلې مور سره د ماما كور ته روان شول . حضرت ابوذر(رض) خپل چاپېريال ته كتل،څه  چې يې ليدل، هومره يې د هغوى خالق لوى ليده او يقين يې نور هم پخېده ، ناڅاپه يې له لرې د مكې دېوالونه وليدل.اوښان يې چټک كړل،چې ژر له دې بدمرغۍ او وچكالۍ بېغمه او د هوسا ژوند خاوندان شي.

حضرت ابوذر(رض)،انيس او مور يې د ماما كره ولاړل،ژوند يې ښه تېرېده؛ ځكه ماما يې  پرې مهربانه و.

د ټبر خلكو دا حالات پخپله ګټه نه ليدل او په زړونو كې يې كينې راوپارېدې او د حضرت ابوذر(رض)،انيس او د مور دښمنان يې شول، چې كېداى شي د خور، ورور، ماما او خورينو د خپلوۍ له امله دوى هېر كړي،راټول شول او جرګه يې وكړه او يو سړى يې وټاكه او دنده يې وركړه .

سړى د حضرت ابوذر(رض) او انيس د ماما كور ته راغى،په ګوټ كې كرار كېناست،سر يې ټيټ کړ او سوړ اوسېلى يې وكړ،چې د هر چا زړه ته يې شل شكونه اچول .

د حضرت ابوذر ماما: خېر خو به وي، څه چل شوى دى؟

سړى : (په مكر) د مهمې خبرې لپاره راغلى يم،كه مې مينه او اخلاص درسره نه واى؛نو كله به مې هم دا خبره نه واى كړې،چې ستا په نه شتون كې په كور كې مو څه تېرېږي . تاسف دى،چې ستا د نېكۍ او احسان بدله بدي ده.

د حضرت ابوذر ماما پوه شو،چې څه خبره خو شته .غوسه يې وويل : سمه خبره كوه، څه چل شوى دى؟

سړى : انيس……..

 ماما: څه چل يې كړى دى؟

 سړى : چې له كوره وځې،انيس د كور له ښځو سره ناسته پاسته لري. ماما: دا خبره دروغ ده! تور دى .

 سړى : موږ هم غوښتل،چې دا خبره دروغ وي؛خو دا خبره د كاڼي كرښه ده .

ماما: اخر ته څه دلیل لرې؟

سړی : ټول پردې خبر دي،بل څوک وپوښته .

ماما: نه بس دی.

د حضرت ابوذر ماما ډېر زيات خړ او خپه شو او سر يې ښکته کړ او له كوره ووت، څومره چې يې وغوښتل خپله غوسه سړه كړي؛خو و يې نه کړاى شول؛شپې او ورځې يې په غم او غوسه كې تېرېدې،چې بالاخره حضرت ابوذر(رض) يې پر تندي پوه شو او ویې پوښتل:څو ورځې كېږي،چې خپه يې،په فكر كې يې، له موږ نه خو به  خپه نه يې؟

ماما: نه هېڅ خبره نشته.

 حضرت ابوذر(رض): نه!څه خبره خو ده، ماته ووايه، كېداى شي، چې د زړه بوج دې سپك شي.

ماما: قوم مې راته ډېره غټه خبره رارسولې،چې ويل يې غټه خوله غواړي.

حضرت ابوذر(رض): څه يې درته ويلي.

ماما: ويلي يې دي،چې انيس يو ناوړه عمل كړى دى.

خلك وايي : چې کله په كور کې نه يم؛نو انيس زما له ښځو سره ناسته پاسته لري .

د دې خبرې په اورېدو د حضرت ابوذر(رض) رنګ واووښت او سترګې يې له غوسې سرې شوې،ويې ويل : څومره نېكۍ،چې دې كړې وې،پر سيند لاهو شوې،نور زموږ او ستاسې ترمنځ اړيكې وشلېدې او كله به هم  و نه ګورو.

 

*****

 

حضرت ابوذر(رض) او انيس په غفار كې د خپل كور په مخ كې ناست ول،چې يو سړى راغى او سلام يې واچاوه او په څنګ كې يې كېناست

حضرت ابوذر(رض) وپوښت : د كوم ځاى يې؟

سړى : د مكې.

حضرت ابوذر(رض) : په مكه كې څه حال دى؟ څه خبرې دي؟

سړى: يو تن راپېدا شوى، چې وايي: زه پېغمبر يم او له اسمانه راته وحې راځي.

حضرت ابوذر(رض): د خلكو چلن ورسره څنګه دى؟

سړى : څوك يې خبرو ته غوږ نه  ږدي.

حضرت ابوذر(رض) : ولې ؟

سړى :ځكه چې وايي : نيکونه او پلرونه مو بې لارې ول او ګروهې مو باطلې دي او په هر څه كې خبرې راوباسي.

حضرت ابوذر(رض) : هغه دا كار كړى دى؟

سړى : د حيرانتيا خبره خو داده،چې زموږ خدايان نه مني او وايي،چې خداى يو دى.

حضرت ابوذر(رض) سر په ګرېوان كې ښكته كړ او دې خبرې ته فكر يووړ؛خو ورته دا خبره دومره عجيبه نه وه؛ځكه په هستۍ كې د تفكر له لارې دې خبرې ته رسېدلى و.سر يې په ګرېوان كې هماغسې ښكته كړى و او په سوچ او اندېښنو كې ډوب و.له مكې راغلي سړي،چې حضرت ابوذر(رض) په دې حالت كې وليد؛نو اجازه يې وغوښته او ولاړ.

حضرت ابوذر(رض)،انيس ته مخ كړ او ويې ويل :انيسه!ولاړ شه او د هغه سړي له كړو وړو مې خبر كړه،چې وايي زه پېغمبر يم او وحې راته راځي.

انيس پاڅېد او پر اوښ سپور شو او د مكې پر لور روان شو.

مكې ته چې ورسېد؛ نو لومړى يې د كعبې طواف وكړ،چې يوې ډلې د طواف په ترڅ كې د انيس پام ځان ته راواړاوه،هلته ولاړ او يو سړى يې وپوښت : دلته څه خبره ده؟

سړى : يو (العياذبالله) مرتد راغلى او خلك نوي دين ته رابولي.

د سړي خبره لا خلاصه نه وه،چې د انيس پر غوږونو يو غږ ولګېد،چې يو سړى خلكو ته وايي:د خداى شكر ادا كوم،عبادت يې كوم،ترې مرسته غواړم،ايمان پرې لرم،هغه مې مرستندوى دى او ګواهي ورکوم چې بېشكه الله يو دى او شريك نه لري .

په خلكو كې يوه غږ وكړ : ته دروغ وايې!

مشر كله هم خپل ټبر ته دروغ نه وايي!قسم پر هغه،چې له هغه پرته بل ذات نشته،زه هغه تاسې ته رالېږلى يم.خداى مو هماغسې مړه كوي؛لکه چې تاسې ويده كېږئ او بېرته مو ژوندي كوي؛لکه له خوبه،چې راپاڅېږئ .له تاسې سره به د ټولو كړو وړو حساب و كتاب كوي او هغه د دوزخونو او جنتونو خاوند دى .

دلته يو سړي وويل : د هډوكو تر رژېدو وروسته څنګه ژوندي كېږو؟

[ او ويې ويل :  ((ايا چې كله  موږ وراسته  هډوكي او مېده خاورې شو؛ نو بيا به له نوي سره  راژوندي کېږو؟! ))

ووايه : كه تيږه يا او سپنه ياست،يا ستاسې له نظره تردې هم كوم سخت شى (چې د ژوندي كېدو هېڅ وړتيا پكې نه وي؛ خو بيا هم خداى پردې ځواکمن دى، چې تاسې دويم ځل  را ژوندي كړي)؛ نو بې له درنګه به ووايي : ((څوك به موږ  بېرته د ژوندپر لور وراړوي؟!)) ووايه :(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. )) بيا به (په ملنډو) تا ته د هو سر وخوځوي او و به پوښتي : (( دا به كله وي؟! )) ووايه : ((ښايي چې نژدې وي ! (اسرا/۴۹-۵۱ آیتونه) ]

انيس په ځير سره د خلكو خبرو ته غوږ نيولى و او خپلو مغزو ته يې سپارلې .

خلك،چې خپاره شول،يوه وويل : پالي دى! يو بل وويل : شاعر هم دى! او يو بل زياته كړه : چې  پاړوګر هم دى.

انيس د پېغمبراکرم(ص) او قوم خبرې يې واورېدې . زړه يې ګواهي وركوله،چې په خبرو كې يې دروغ نشته،هغه رښتيا وايي؛خو قوم يې دروغجن دى .

انيس پر خپل اوښ سپور شو او پر ټوله لار د حضرت محمد (ص)  خبرو ته سوچ وړى و،چې غفار ته ورسېد. حضرت ابوذر(رض) د انيس په ليدو ورمنډه كړه او له واره يې انيس وپوښت؟ څه خبر دې راوړى؟

انيس : يو سړى مې وليد،چې فكر يې كاوه،چې خداى رالېږلى او خلك يې نېكۍ ته رابلل او له بدۍ يې منع کول

حضرت ابوذر(رض) : خلكو د هغه په باب څه ويل ؟

انيس : خلك وايي،چې هغه شاعر، پالي  او کوډګر دى.

ابوذره! ته په خپله په دې خبره ښه پوهېږې،چې زه ډېر شاعران او د شعر ډولونه پېژنم،د هغه ټولې خبرې مې له بېلابېلو شعرونو سره په پرتله كړې؛خو د شعر په څېر نه وې؛ پاليان مې هم ليدلي؛خو خبرې يې  د هغوى په څېر هم نه وې .

حضرت ابوذر(رض): هغه څه وايي؟

انيس: څه عجيبه خبرې يي كولې.

حضرت ابوذر(رض): خبرې ېې درته يادې دي؟

انيس : پر خداى قسم خبرو يې ځانګړې خوږوالني درلوده؛خو يادې مې نه دي .

حضرت ابوذر(رض): قانع دې نه کړم؛لار دې چورتي كړم، مجبور يم، چې په خپله ولاړ شم او له نږدې وګورم، چې څه خبره ده.

انيس :څنګه،چې دې خوښه وي؛ خو له قومه يې ځان ساته؛ ځكه هغه خپل دښمن ګڼي او ډېره كينه ورسره لري.

د حضرت ابوذر(رض) د صبر كاسه ډكه شوه،نور يې ځان ټينګ نه کړاى شو او يو زوړ خيګ يې له اوبو ډك كړ او په مينه د ارمانښار (مدينه فاضله)پر لور روان  شو.په مغزو كې يې ډول ډول فكرونه تېرېږي . د نوي دين د سمندر په څپو كې حضرت ابوذر(رض) په مخه اخستى دى .له ځان سره يې وويل: چېرته روان يې؟ څنګه به هغه دين ته رسېږې،چې خلك اخلاقو ته رابولي؟څوك به يې له حضرت پېغمبر(ص) سره مخامخ کړي؟ كه د پېغمبراکرم (ص)  دښمنان يې ونيسي؛ نو ګنې ژوندى به يې پرېږدي؟!

خو بالاخره و يې پتيېله،چې نېغ جومات ته ولاړ شي او له هغه ځايه د پېغمبر اکرم (ص) پلټنه پيل كړي .

ابوذر مكې ته ورسېد او سيده جومات ته ولاړ او د پېغمبراکرم(ص) پلټنه يې پيل كړه؛خو پېدا يې نه کړ او نه يې په اړه څه واورېدل؛نو له ناچارې په جومات كې پاتې شو. لمر پرېووت؛ شاوخوا تپه تياره او چوپه چوپتيا خپره شوه،ټول خلك ويده ول؛خو څو تنو د كعبې طواف كاوه، په دې وخت كې حضرت علي (ک) طواف ته راغى؛ ګوري،يو لوړ او ډنګر سړى،چې توره پګړۍ يې پر سر وه او په زوړ او شلېدلي څادر كې يې ځان نغښتى،د جومات په ګوټ كې ناست دى . ورنږدې شو،ورته يې وويل : ګومان كوم ،چې مسافر يې؟

حضرت ابوذر(رض) : هو!

حضرت علي(ک) : راځه راسره .

په لار كې نه حضرت ابوذر(رض) څه وويل او نه حضرت علي وپوښت،كور ته ورسېدل،حضرت ابوذر(رض) شپه تېره كړه،چې سهار شو؛نو حضرت ابوذر(رض) د پېغمبراکرم(ص) پلټنه پيل كړه، بازار او كوڅې يې تر پښو لاندې كړې؛خو و يې نه  موند، ستړى، وږى او تږى جومات ته راستون شو، نه يې د خوړو له ځان سره څه راوړي او نه پيسې لري،چې څه پرې واخلي؛لوږې سخت تنګ كړ،مسكين د جومات ګوټ ته ولاړ او څادر يې پر ځان راخپوركړ او خوب يووړ،چې بيا هم حضرت علي (ک) پرې را برابر شو،ودرېد او ويې ويل: تر اوسه دې لا خپل كور نه دى پېدا كړى؟ راځه راسره!

حضرت علي(ک)، حضرت ابوذر(رض) له ځان سره راجګ كړ او كور ته يې راووست . حضرت علي او حضرت ابوذر(رض) هماغسې چوپ ول،چې حضرت علي(ک) ترې وپوښتل: ما ته  نه وايې، چې دلته څه كوې او د څه لپاره راغلى يې؟

حضرت ابوذر(رض) : لومړى لوز وكړه،چې چاته به  نه وايې او مرسته به راسره كوې.

حضرت علي(ک): سمه ده.

حضرت ابوذر(رض): اورېدلي مې دي،دلته يو سړى دى،چې د پېغمبرۍ دعوى يې كړې،خپل ورور مې د احوال لپاره راواستاوه؛خو د كار خبر يې را نه ووړ،پرېکړه مې وکړه،چې په خپله يې ووينم،اوس غم دادى،چې نه يې پېژنم او نه يې له چا د پوښتنې زړه کولاى شم .

حضرت علي(ک) ددې خبرو په اورېدو؛ لكه د پسرلي د ګل وغوړېد، حضرت ابوذر ته په ننداره شو، ورته يې وويل:څوك يې او له كوم ځایه راغلى يې؟

حضرت ابوذر (رض) : نوم مې “جندب جناده” او كنيه مې “ابوذر” دى او د غفار له ټبره يم .

حضرت علي(ک) : سم ځاى ته راغلى يې، پر خداى قسم هغه پېغمبر دى او څه چې پرې نازل شوي،حق دي . زه همدا اوس ورځم، ته هم راپسې راځه . زه چې چېرته ننووتم،ته هم راننوځه، كه په لار كې خطر و؛نو زه به دېوال ته مخ كړم؛ګنې پڼې ټينګوم او ته به مې له خوا تېر شې.

حضرت علي او حضرت ابوذر د شپې په تياره كې روان شول، حضرت ابوذر(رض) له خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېده.

حضرت علي(ک) د كور وره ته ودرېد او په ځانګړي ډول يې ور وټكاوه،د وره له شا يو سړي  راوليدل او حضرت علي(ک) يې وپېژانده،ور يې ورته پرانست؛دواړه يوځاى كور ته ننووتل .

د حضرت ابوذر(رض)زړه له خوشحالۍ دومره درزېده،چې درزا يې په خپله هم اورېده؛ځكه له خپل محبوبه يوازې څو ګامه لرې دى .

ځان د خپل محبوب ليدو ته تياروي،پر ځان يې ګوتې ووهلې او حيران دى ،چې په كومو ټكيو به له خپل محبوب سره خبرې كوي.

لومړى حضرت علي(ک) كوټې ته ننووت او ورپسې حضرت ابوذر(رض)؛د پېغمبر اکرم(ص) په ليدو يې من من غوښه واخسته او ويې ويل : السلام عليكم.

پېغمبر اکرم(ص):عليك السلام و رحمة الله و بركاته……. د كوم ځاى يې؟

حضرت ابوذر(رض) په حيا او ټيټ غږ  : د غفار يم .

د پېغمبر اکرم(ص) او بوذر ترمنځ پر بېلابېلو موضوع ګانو خبرې اترې وشوې . حضرت ابوذر(رض) په ډاډه زړه ورته وويل : ما ته اسلام راوښيه .

پېغمبراکرم(ص):اسلام دادى،چې ګواهي وركړې،چې بېشكه خداى يو دى او شريك نه لري او محمد يې پېغمبر دى او لمونځ هم وكړې.

حضرت ابوذر(رض):زه ګواهي وركوم :چې خداى يو دى، شريك نه لري او محمد يې استازى دى.

پېغمبراکرم(ص):ابوذره! پام دې اوسه،چې په دې خبره درنه څوك خبر نشي،غلى خپل كلي ته ولاړ شه او تبليغ پيل كړه؛دا خبره مې ځكه درته وكړه،چې ددې ځاى خلك دې ونه ځوروي او زما د راښکاره کېدو خبر، چې دې واورېد؛نو هله راشه .

دا خبره پېغمبراکرم (ص)ځكه حضرت ابوذر(رض) ته وكړه،چې خلك يې  و نه ځوروي؛خو دلته دا پوښتنه را پېدا كېږي،چې ايا  د حضرت ابوذر(رض) زړه به دا ومني،چې خپل ايمان پټ كړي او په څه چې پوهېږي، نورو ته يې و نه رسوي؟ هېڅكله نه!

 حضرت ابوذر(رض) په ډاډه زړه (چې ايمان قوي كړى و) وويل: پر هغه خداى قسم، چې ته يې په حق را استولى يې؛ په چغو چغو به خپل ايمان ښكاره كړم .

حضرت ابوذر(رض) دې سړي ته فکر وړى،چې ځان ته پېغمبر وايي او هغه يې له تيارو را ايستى او د حقيقت  پلټنې تنده يې ورته د ايمان په چينو ماته كړې،چې له لمره جوړ شوى؛جسم دى كه له اسمانه راكېوتې؛پرښته ده كه عادي بشر دى؟ په ارام يې لاس د پېغمبر اکرم(ص) پر اوږو كېښود،د لاس اېښوول نه وو؛د حضرت ابوذر (رض) د زړه پر ټپونو مرهم اېښوول ول،زړه يې هوا وكړه؛اوږده ساه يې واخسته او له ځايه راپاڅېد او په پياوړې اراده جومات ته روان شو.دومره يې پر خپل ايمان يقين درلود،چې په لار كې يې نه زړه ته وېره راتله او نه شك. په جومات كې يې يوه ډله قريش وليدل،ناڅاپه يې چغه كړه :قريشو! قريشو! زه ګواهي وركوم، چې  بېشكه “الله” يو دى او شريك نه لري او محمد يې رسول دى .

حضرت ابوذر(رض) پينځم تن و، چې په ايمان راووړو يې د اسلام نيالګى خړوب كړ. د اسلام نيالګي لا دومره ريښې نه وې كړې او نه لا چا پېغمبر اکرم(ص) ته د مرستې او دوستۍ لاس اوږد كړى و.

پر قريشو د حضرت ابوذر(رض) غږ ښه اغېز ونه کړ،حيران او غوسه يې كړل،پرې راټول شول او په مرګ يې وواهه، ټولو په لغتو واهه،چې عباس ځان راورساوه،و يې ويل: دا څه كوئ ؟ وژنئ يې؟ نه پوهېږئ،چې د غفار د ټبر دى؛شام ته چې ستاسې د سوداګرۍ مالونه  ځي؛نو له غفاره تېرېږي .

له دې  خبرې سره سم قريش خپاره شول؛خو حضرت ابوذر(رض) د وچ لرګي په څېر پړ مخې په وينو ككړ پروت و،په خورا سختۍ يې ملا نېغه كړه، ورو ورو روان شو،چې د زمزم چينې ته ورسېد؛مخ او لاس يې پرېمينځل او له بدنه يې وينې پاكې كړې،لږې اوبه يې وڅښلې او د كعبې پر لور روان شو.د پېغمبر اکرم(ص) كور ته ورننووت؛ګوري چې حضرت ابوبكر (رض) هم ورسره ناست دى.

حضرت ابوبكر(رض) : څومره موده كېږي،چې دلته راغلى يې؟

حضرت ابوذر(رض) : درې ورځې .

حضرت ابوبكر(رض) : چا درته خواړه دركول؟

حضرت ابوذر(رض) : د زمزم په اوبو مې ګوزاره کوله.

حضرت ابوبكر(رض) : اجازه راكوې،چې له ځان سره يې ډوډۍ خوړو ته بوځم .

درې واړه يو ځاى د حضرت ابوبكر(رض) كور ته ولاړل؛ هلته يې ورته د طايف مميز (وڅکې) كېښوول،چې دا مميز په مكه كې د حضرت ابوذر(رض) لومړي خواړه وو.

بله ورځ د حضرت ابوذر(رض) زړه را اوچت شو،چې خپل ايمان ښكاره كړي.د حضرت ابوذر(رض) خوارې سينې او وړوكي زړه د ايمان د اور لمبه نه شوه پټولاى؛څومره چې خلكو ځوراوه،هماغومره يې اراده قوي كېده،له جوماته روان شو او په لوړ غږ يې وويل: قريشو! قريشو!

خلك ترې راټول شو،حضرت ابوذر(رض) په لوړ غږ وويل : (( ګواهې وركوم چې “الله” يو دى،شريك نه  لري او محمد(ص) يې رسول دى .))

په خلكو كې شور زوږ شو؛راټول شول،سم يې په وهلو او ډبولو ستړى كړ او دومره يې وواهه،چې بېسده شو.دا ځل هم عباس راورسېد او خلك يې وشړل .

حضرت ابوذر(رض) له ډېره درده اخ اخ  او  وۍ  وۍ كول؛خو روح يې خوشحاله او ارام و،چې دې خوشحالۍ ترې د قريشو د وهلو درد هېر كړ او د خپلې يوازېنۍ هيلې (پېغمبر) لور ته روان شو.

حضرت ابوذر(رض) آنحضرت (ص) ته کيسه وكړه،پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : داسې سيمې ته روان يم،چې د کجورو ونې لري،ايا  ته په خپل ټبر كې تبليغ كولاى شې؟ كېداى شي خېر ورته ورسوې او سمې لارې ته يې سيخ كړې .

حضرت ابوذر(رض): ولې نه ! په دواړو سترګو.

حضرت ابوذر(رض) پر خداى او رسول پر قوي ايمان د غفار لور ته روان شو؛ پر لار خپلې ورکې راتلونكې ته سوچ وړې و،چې څه به پرې كېږي؛هغو سختيو او ځورونو ته چې په مكه كې پرې تېرې شوې سوچ وړى و او داچې د منطق او عقل دين يې منلى و،له خدايه راضي او خوښ دى او داچې د موروپلار دين ورته پوچ او باطل څرګند شوى، پوره ډاډ او ازادي احساسوي .

 له لرې ورته غفار ښكاره شو او هيلمن و، چې ژر تر ژره ورورسي، چې مور او ورور له خپل اسلام راووړو خبر كړي . غفار ته راورسېد،له اوښه راكوز شو،اوښ يې له واښكي نيولى او روان دى،چې انيس يې مخې ته راغى.

 چغه يې كړه : تسليم شوم ! او ومې  مانه!

انيس: تسليم شوې او و دې  مانه؟!

حضرت ابوذر(رض) :هو انيسه! د هغه دين پر حق دى او زه تا د هماغه دين ته رابولم .

 انيس ته يې ټولې هغه کيسې وكړې،چې په مكه كې پرې تېرې شوې وې .

انيس سر څو شېبې ټيټ كړ او د پېغمبراکرم(ص) هغه خوږې خبرې يې،چې په مكه كې اورېدلې وې،را پرياد شوې؛زړه يې هوا وكړه او په ډاډه  زړه يې وويل :زه ستا له دين سره مخالف نه يم،زه هم تسليم شوم او ومې مانه! راځه،چې مور مو هم خبره كړو.

حضرت ابوذر(رض)او انيس دواړه مور ته ورغلل . مور يې حضرت ابوذر(رض) وپوښت : څه دې وليدل؟

حضرت ابوذر(رض) : يو سړى مې وليد،چې په ځوانۍ، خوى، خصلت ، ناسته پاسته،خبرو، صبر او ښو چارو كې تر ټولو مخكې دى، هېڅكله ترې چا بده خبره نه ده اورېدلې او په يوه باطله جګړه كې يې هم برخه نه ده اخستې؛نو ځکه خلك ورته “امين” وايي؛خلك نېكۍ ته رابلي او له بديو يې ژغوري . ما ګواهي وركړه،چې “الله” يو دى او شريك نه لري او محمد(ص)  د خداى بنده او استازى دى؛ اسلام مې راووړ؛ ورور مې هم اسلام راووړ او مسلمان شو .

مور يې وويل: زه هم ستاسې له دين سره مخالفه نه يم . زه هم ايمان راووړم او تسليمېږم .

حضرت ابوذر(رض) د خپلې كورنۍ له مسلمانېدو ډېر خوښ شو؛ خو ايا هغه به يوازې په دې كار قانع وي،چې د كور په ګوټ كې په عبادت بوخت وي او نور مسئووليت و نه لري؟ نه هېڅكله ! هغه به داسې و نه کړي او بايد ولاړ شي او خپل ټبر د خداى دين ته راوبولي.

حضرت ابوذر(رض) له كوره راووت؛ ګوري،چې يوه ډله د ټبر له مشر (خفاف بن ايما بن رفصه غفاري) راټوله ده او په خبرو بوخت دي .

ډلې ته ورنږدې شو،سلام يې واچاوه او په ګوټ كې كېناست؛خو نه د ټوكو ټكالو لپاره،چې وخاندي او سات تېر كړي؛بلكې ددې لپاره، چې خپل قوم له بېوزلۍ،ناپوهۍ او بې اتفاقۍ وژغوري . هر يو خپله کيسه كوله،چې د حضرت ابوذر(رض) وار راورسېد؛ نو خپله کيسه يې وكړه او شور زوږ شو؛خو څه موده وروسته د حق رڼا د ناپوهۍ پر تيارو اغېزه وكړه،خلك ارام شول او حضرت ابوذر(رض) بيا خپلې خبرې پيل كړې :يو سړى په مكه كې پر پېغمبرۍ مبعوث شوى،چې خلك د دې ځمكې،اسمانونو او ځلانده ستورو د څښتن عبادت ته رابولي .

له دوى يو تن د حضرت ابوذر(رض) په خبرو كې راټوپ كړ، و يې ويل: ايا ته لات،منات،عزى او نهم د ځمكو، اسمانو او ستوريو څښتن نه بولې؟

حضرت ابوذر(رض) : هغه (پېغمبر) خلك ددې بې ساه او له ډبرينو خدايانو له عبادته ازاد ګڼي او خلك مطلقې ازادۍ ته رابولي.

دامهال يو بل سړي وويل:بې ساه او كلكې تيږې؟!ته هم د هغه خبرې كوې؟

حضرت ابوذر(رض) : هو! دا كلكې او بې ساه تيږې دي،چې نه چا ته خېر رسولاى شي او نه شر تمبولاى شي.

يو بل سړي حضرت ابوذر(رض) ته وويل:ته هم په دې خبرو باور لرې؟

حضرت ابوذر(رض):هغه (پېغمبر) تاسې د عقل دين ته رابولي؛هغه دين،چې وجدان اراموي او خلك برابرۍ او ورورولۍ ته رابلي،د مريي  او مالك ترمنځ بې له تقوا بل هېڅ توپير نه پېژني؛هغه د خداى او بنده ترمنځ لار پرانستې او هر ډول واسطې يې له منځه وړي،چې ستاسې په ګومان خداى ته مو رسوي،بندګان بې له كومې واسطې او شفيع خداى ته رسېداى شي؛ هغه وايي:((خداى بندګانو ته نږدې دى، د خپلو بندګانو غوښتنې او شكايتونه اوري او څه چې په ضميرونو او زړونو كې پټ دي،خداى پرې خبر دى . )) حضرت محمد (ص) خلك د حق دين ته رابلي؛نو څنګه يې زه ونه منم؟!

يو سړي غږ  وكړ: ابوذر بې لارې شوى دى .

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى قسم،چې ابوذر نه دى بې لارې شوى؛ بلكې تاسې بې لارې ياست .

يو بل سړي غوسه وويل : ابوذر د هغه مرتد (العياذبالله) تر ليدو وروسته مرتد شوى،د خپل موروپلار عقيدې باطلې بولي.

حضرت ابوذر(رض):لږ صبر وكړه!هسې ټوپونه مه وهه، د محمد (ص) تر ليدو مخكې مې هم پر لات، منات، عزى او نهم عقيده نه درلوده؛په خپله دې خبرې ته رسېدلى يم،چې دا يوازې تيږې دي،چې نه چا ته خېر رسولاى شي او نه شر تمبولاى شي.

دا چې خدايان يې سپك شول، شور او زوږ  راپورته شو.

حضرت ابوذر(رض) په نرم او ملايم غږ وويل : بايد په سړه سينه د دې خبرې څېړنه وكړو، دليل به يوازې په دليل ردوو، زما هيله يوازې ستاسې لارښوونه او نېكمرغي ده، اجازه راكړئ،چې درته ووايم، چې څنګه د دې بوتانو پر بېوسۍ پوه شوم.

يو سړي د خبروپه منځ كې راودانګل او ويې ويل: نه ! دا كار ډېر وخت نيسي.

بيا شور شو،چې “خفاف” پاڅېد او ويې ويل: پرېږدئ،چې خپله خبره وكړي؛حق د لمر په څېر په ګوته نه پټېږي، اخر تاسې هم عقل لرئ، څه بې عقله خو نه ياست، كه خبرې يې په عقل سمې وي؛نو ويې منئ كه نه؛نو مه يې منئ.

حضرت ابوذر(رض) خبرې پيل كړې او ويې ويل:يوه ورځ مې د نهم لپاره شيدې يووړې،د شيدو كنډول مې په ډېره عاجزۍ او تواضع ورته كېښود،چې رانه راضي شي او غوسه يې سړه كړم،شيدې مې چې ورته كېښووې؛نو په راستنېدو كې مې عجيبه پېښه وليده،چې كله مې هم نه وه  ليدلې او هغه داچې  يو سپى راغى او زما د خداى مخ ته اېښوول شوې شيدې يې وڅښلي او خداى هم  بې ساه او ارام ناست و او شيده يې ونه ژغورل؛خداى نه څه ليدل او نه څه اورېدل؛لږ صبر مې وكړ،چې ووينم،چې نور به څه كېږي؛بيا مې تر دې هم عجيبه او وحشتناكه پېښه وليده او هغه داچې دې سپي يوازې د شيدو په څښلو قناعت ونه کړ؛بلكې پښه يې جګه كړه او متيازې يې هم پرې وكړي . ايا دا د نهم قدرت، دبدبه،جلال، ځواكمني او وسمني ده؟

ټول خلك د مړيو په څېر غلي شول او سرونه يې ښکته كړل .

حضرت ابوذر(رض) وويل : اوس مو د دې خدايانو قدرت وليد.

يوه وويل دهغه چا په باب،چې خبرې يې كوې،څنګه پوه شوې،چې رښتيا وايي  كه دروغ؟

حضرت ابوذر(رض): مخكې تردې چې پېغمبراکرم(ص)ووينم،ستا پوښتنه زما ذهن ته هم راغله،ورغلم او له نږدې مې وليد،چې په خبرو كې يې يوه هم دروغ  نه وه.

يو بل وويل :چې پخپله راغى؛نو د بلنې په باب به يې هماغه وخت سوچ وكړو.

حضرت ابوذر(رض) :هغه تاسې نېكۍ،تقوا،ښو اخلاقو او ورورۍ ته رابولي.هغه وايي : ((پر يو بل لورېږئ .))هغه تاسې د وړو نجونو له ښخولو منع كوي،د يوې وړې او معصومې نجلۍ ګناه څه ده،چې خاورې پرې ډېرۍ شي،هغه ستاسې د دنيا او اخرت خېر غواړي او د همدې لپاره راغلى دى .

حضرت ابوذر(رض) له خپل دعوت او تبليغه لاس وانه خست،چې د ټبر مشر يې مسلمان شو او ډېر خلك هم د مشر  پر پله مسلمانان شول.

حضرت ابوذر(رض)غوښتل،چې يو دم د كفر ټغر راټول كړي او په تمه و، چې نور خلك به هم مسلمانان شي او ويې ويل : تاسې ولې د خداى له دين او پېغمبره سرغړوئ ؟

دا ځل څوك ورته نه غوسه شو او نه چا دروغجن وباله؛اخر څنګه به يې دروغجن بللى واى،چې باطل،حق ته پر ګونډو شو او حق خپل اصلي ځاى ونيو.

دا ځل خلكو ورته په ارامۍ وويل:چې پېغمبر راغى؛نو ايمان به پرې راوړو.

“خفاف بن ايما” له خپل ټبر سره پر لمانځه ولاړ و؛ لمونځ يې،چې خلاص شو،خلك ترې خپاره شول؛ حضرت ابوذر(رض)او خفاف ځان ته پاتې شول او يو له بل سره يې خبرې كولې .

 حضرت ابوذر(رض)ورته وويل : ډېر وخت كېږي،چې له حضرت محمد (ص) او ملګرو يې خبر نه يو،ستا څه خيال دى،چې څه به پرې تېرېږي .

خفاف : پرون يو كاروان شام ته تله،چې راته يي وويل:پر حضرت محمد (ص)،چې هر چا ايمان راووړى،كفارو ډېر ځورولي او په زندان كې يې اچولي دي،چې له خپلو عقيدو يې پښېمانه كړي او ځينې ترې حبشې ته هم مهاجر شوي دي.

_ :تردې وروسته به څه شوي وي؟په دې خبرو پسې خو مې سترګې سپېنې شوې او زه وايم،چې چېرته كفار يې نور ونه ځوروي .

_ : ايا  كفار خيال كوي،چې مسلمانان به په وهلو ټكولو له خپلو عقيدو لاس واخلي او بېرته به د بوتانو عبادت پيل كړي؟

_ : په زور كلي نه كېږي او په وهلو او ټكولو هم څوك ځاى ته نه دي رسېدلي،هغوى د زړه له كومي ايمان راووړى او خداى هغوى نه بې لارې كوي،چې لار يې موندلې وي .

– : له هر چم و چل يې كار واخست،د مسلمانانو په لارو كې يې خورا کندې وايستې، ډېر زورونه يې ووهل؛خو ماته يې وخوړه او اخر هم په خپله په هماغه كنده كې ولوېدل .

_ : له دې  ټولو سختيو سره به دين پر مخ ځي.

خداى تعالى هيڅ كله هغوى نه خواروي،چې ” لا اله الا الله” يې ويلي وي او پر نېكيو امر او له بديو منع كوي .

ډېر ژر به خداى خپل دين وځلوي او په ټولو ځايو كې به يې اوازه خپره شي.

په دې وخت كې يو سړى راورسېد او سلام يې واچاوه.

حضرت ابوذر(رض) وپوښت : له كوم ځايه راغلې؟

سړى : له مكې .

حضرت ابوذر(رض): حضرت محمد (ص)  او ملګري يې څنګه ول؟

سړى : ډېرې سختې پرې تېرېږي او بله خبره داچې مسلمانان حبشې ته كډن شوي او هلته په ازادۍ او امنيت كې د خپل خداى عبادت كوي،نه يې څوك تنګوي او نه بدې خبرې اوري . قريشو “عمرو بن العاص” له ډېرو ډاليو سره د نجاشي پاچا دربار ته ولېږه او له هغه يې وغوښتل : هغوى چې له دينه سرغړولى،دوى ته وسپاري؛خو چې نجاشي د “جعفر” او د هغه د ملګرو خبرې واورېدې؛نو قريشو ته يې د مسلمانانو له سپارلو نټه (انکار) وکړ.

خفاف :له دې ښکاري،چې نجاشي ډېر ښه سړى دى.

سړى : د نجاشي ښه سړيتوب راته هله معلوم شو،چې خبر شوم له مهاجرو سره ډېر ښه سلوك او چلن كوي او ډېر پرې مهربان دى .

حضرت ابوذر(رض) : قريشو څه چل وكړ؟

سړى : چې قريش د نجاشي پاچا له دې كاره خبر شول؛نو دغه ماته ورته ډېره ګرانه پرېووته؛نو ملا يې د پېغمبراکرم(ص) او د هغه د يارانو وژنې او ځورونې ته وتړله او تړون يې وليكه،چې څوك به له “بني هاشمو” سره راكړه وركړه او ناسته پاسته نه كوي او دا تړون يې په “كعبه” كې راځوړند كړ. بيا يې بني هاشم د “ابوطالب” په دره (شعب ابوطالب) كې كلابند كړل،چې د عبدالمطلب بن عبد مناف زامن هم ورسره يو ځای شول . ابولهب، قريش د بني هاشمو پر خلاف راوپارول،تردې چې د څښلو اوبه يې هم پرې بندې كړې او درې كاله په دره كې كلابند وو  او يوازې په كال كې يوځل به د حج لپاره راوتل؛ ظلم او تېرى يې تردې کچې رسېدلى و،چې د ماشومانو چغې به يې له لرې اورېدل كېدې؛ځينې قريش د ماشومانو د چغو په اورېدو خوښېدل او ځينې خپه کېدل .پردغه مهال خداى،پېغمبراکرم (ص) ته وحې وكړه : مېږو د تړون هغه كرښې خوړلې،چې ستاسې پر خلاف پکې ظلم او تېرى ليكل شوى دى او يوازې هغه كرښه پاتې ده، چې د خداى نوم پکې ليكل شوى دى .پېغمبراکرم(ص)دا خبره خپل تره ابوطالب ته وكړه،چې ابوطالب په حيرانتيا وويل : وراره  دا خبره رښتيا ده؟ پېغمبراکرم(ص) : هو! پر خداى قسم،چې رښتيا ده . ابوطالب دا خبره خپلو وړونو ته وړاندې كړه،چې هغوى ورته وويل : ستا څه خيال دى؟

 ابوطالب : پر خداى قسم،چې محمد(ص) هېڅكله دروغ نه وايي؛ښاېسته جامې به واغوندو او سر لوړي به د قريشو لوري ته روان شو او مخكې تردې چې خبر شي،موږ به يې خبر كړو.

 ټول جومات ته روان شول او و يې لېدل، چې په ګوټ كې د قريشو مخور او مشران ناست دي . د قريشو مشرانو هغوى راوبلل او غوږ يې نيولى و،چې څه به  وايي؟

 ابوطالب : وراره مې خبر كړم (البته هغه هېڅكله ماته دروغ نه دي ويلي) چې د تړون هغه كرښې د خداى په امر مېږو خوړلي،چې پکې زموږ پر خلاف بنديز،پرېكون او ظلمونه ليكل شوي ول او يوازې د خداى نوم پکې پاتې دى . كه هغه رښتيا وايي؛نو له دښمنۍ او كينې لاس واخلئ او كه دروغ يې ويلي وي؛نو په خپلو لاسو به يې در وسپارم،چې څه مو خوښه وي،هغه پرې وكړئ.

 د قريشو مشرانو وويل:اوس دې د سړيتوب خبره وكړه. بيا يې درې تنه ولېږل،چې تړون وګوري، چې څه پرې شوي دي.

حضرت ابوذر(رض): ښه! نو بيا څه وشول؟

سړى : داچې هغوى رسوا شوي ول، سرونه يې ښکته نيولي ول او هېڅ يې هم ونه ويل او ابوطالب ورته مخ كړ او ويې ويل : ((اوس خو درته خبره په ډاګه شوه؛نو د څه لپاره مو كلابند كړي يو))

 ابوطالب او ملګري يې د كعبې په څنګ كې ودرېدل او ويې ويل: لويه او پاكه خدايه!موږ پر هغوى بريالي كړه،چې ظلم او تېرى يې راباندې كړى!.

 ټول بېرته درې ته ولاړل او ځينو قريشو،چې له بني هاشمو سره ناوړه چلند كړى و،پښېمانه ول . بنى هاشم درې كاله په دره كې ايسار او كلابند ول .

خفاف وويل : نورو قريشو څه وكړل؟

سړى : خپله  ماته يې  د زهرو د ګوټ په څېر تېره كړه او چوپ كېناستل

خفاف : دا خبره مې ډېر حيرانوي،چې پېغمبراکرم(ص) ولې دومره له خپل قوم او ټبره كړېږي؟

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!