تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ د (دې) كتاب (سوکه سوکه) لېږنه د ناماتي حكيم الله له لوري ده.  (۱) إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ ﴿۲﴾ په حقيقت كې موږ (دا) كتاب په حق تا ته لېږلی؛ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ د (دې) كتاب (سوکه سوکه) لېږنه د ناماتي حكيم الله له لوري ده.  (۱)
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ ﴿۲﴾ په حقيقت كې موږ (دا) كتاب په حق تا ته لېږلی؛ نو الله په داسې حال كې ولمانځه، چې [خپل] دين دې يوازې ده ته نږه كړى وي. (۲)
أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ ﴿۳﴾ پوه شئ! نږه دين او په اخلاص بنده ګي يوازې د الله حق دى او هغوى چې د الله پر ځاى نور پالندويان نيولي (او وايي:) موږ ځکه دوی لمانځو، چې الله ته مو ورنژدې كړي؛ البته الله د قيامت پر ورځ په څه ( توحید او شرک) كې چې دوی (مشرکانو او مسلمانانو) اختلاف درلود، ترمنځ به يې پرېكړه وكړي. په رښتینه كې الله دروغجن (او له حقه) منکر ته سمه لار نه ورښيي. (۳)
لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۴﴾ كه الله غوښتي واى، چې (څوک) زوی ونیسي؛ نو له خپل مخلوق نه يې، چې چا ته خوښه وه، غوره كړى به يې و، هغه له دې پاك دى (چې اولاد ولري)! هغه ايكي يو لاسبر الله دى؛ (۴)
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿۵﴾ هغه اسمانونه او ځمكه په حقه (سم) پيدا كړي، شپه پر ورځ او ورځ پر شپه رانغاړي او لمر و سپوږمۍ يې اېل كړي، [چې] هر يو تر يوه ټاكلي وخته چلېږي، خبر وسئ، چې هغه ځواکمن ‏ډېر بښونكى دى. (۵)
خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۶﴾ هغه تاسې له يوه ژوي پيدا كړئ، بيا يې له هغه د ده جوړه پيدا كړه او (د خپل قدرت له زېرمو) یې تاسې ته له څارويو [د اوښ، غوايي، مېږې او وزې] اته جوړې درولېږلې (او پیدا کړې). هغه ستاسې د میندو په ګېډو كې تاسې ته په درې ګونو تيارو (د جنين کڅوړه، زيلانځ، ګېډه) كې يو په بل پسې (څاڅکى، علقه، مضغه) يوه بڼه دركوي. همدا الله ستاسې پالونكى دى، چې (د هستۍ) واكمني يوازې د هغه ده، بې له ده لمانځوړ نشته؛ نو څنګه (له حقه) اوړ‏ئ؟! (۶)
إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۷﴾ كه کافر شوئ (ناشكري وكړئ)؛ نو په رښتینه كې الله له تاسې بيخي مړه خوا دى او هغه خپلو بندګانو ته ناشكري نه خوښوي او كه شكر وباسئ؛ نو دا درته خوښوي او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه اخلي، بيا ستنېدل مو يوازې د خپل پالونكي لوري ته دي، چې د خپلو كړنو له (حقيقت او پايلو) به مو خبر كړي؛ (ځكه) چې هغه د سينو په پټو خوالو پوه دى. (۷)
وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ﴿۸﴾   او چې کله انسان ته كوم كړاو ورسي (؛ نو) خپل پالونكى په ښو زاریو بلي، بيا چې خپله پېرزوينه پرې وكړي نو هغه څه هېر کړي چې تردې مخکې یې په اړه دعا کوله او الله ته معبود ګوټي سیالان جوړ کړي، چې (خلك) د الله له لارې پرې تېر باسي. ووايه: ((په خپل كفر دې لږ برخمن شه، چې [په پايله كې] له دوزخيانو ځنې يې. ))
(۸)
أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ ﴿۹﴾ (؛نو دغسې څوك غوره دی) يا هغه چې د شپې له لوري په سجده او ولاړه پر عبادت بوخت وي (او) د آخرت له عذابه وېرېږي او د خپل پالونكي رحمت ته هيلمن وي؟! ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))
(۹)
قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۱۰﴾ ووايه : (( (زما) مؤمنو بندګانو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځانونه وساتئ؛ هغوى چې په دې دنيا كې نېكي وكړي، ورته ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده، (كه د كفر د مشرانو تر زورزياتي لاندې وئ؛ نو مهاجرت وكړئ) چې زغمناک اجر بې حسابه پوره پوره تر لاسه كوي. )) (۱۰)
قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ ﴿۱۱﴾ ووايه : (( په رښتینه كې امر راته شوى،چې الله په نږه ګروهې سره ولمانځم . (۱۱)
وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۲﴾ او[بل دا] امر راته شوى،چې [ ددې امت] لومړنى مسلمان وسم .)) (۱۲)
قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۳﴾ ووايه :  ((په حقيقت كې كه له خپل پالونكي سرغړونه وکړم ( نو د قيامت) د سترې ورځې له عذابه وېرېږم! )) (۱۳)
قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي ﴿۱۴﴾ ووايه : ((زه خو الله په خپلې نږه ګروهې سره لمانځم. (۱۴)
فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۵﴾ نو بې له ده، څه چې ستاسې خوښه وي، و يې لمانځئ.)) ووايه: ((واقعي زيانمن هغوی دي، چې د قيامت پر ورځ يې ځانونه او خپله کورنۍ زيانمن كړل، خبر وسئ چې همدا ښكاره تاوان دى. )) (۱۵)
لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ ﴿۱۶﴾ دوی ته به له پاسه هم د اور چترۍ وي او تر لاندې یې هم. دا هغه (سزا) ده، چې الله پرې خپل بندګان وېروي. (زما) بندګانو! نو (له سرغړونې) مې ځان وژغورئ. (۱۶)
وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿۱۷﴾ او هغو كسانو ته زېرى دى، چې د طاغوت له نمانځنې يې ډډه او الله ته يې ورمخه كړې وي؛ نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ (۱۷)
الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دوی هغه خلك دي، چې الله سمه لار ورښوولې او همدا دوى عقلمن دي . (۱۸)
أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِي النَّارِ ﴿۱۹﴾ پر چا چې د عذاب خبره (او ژمنه) پخه شوې وي (ايا د ژغورنې وړ دى)؛ نو ايا ته هغه ژغورلاى شې، چې په اور كې دى؟! (۱۹)
لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ ﴿۲۰﴾ خو هغوى چې (ځانونه یې) د خپل پالونكي له (عذابه) ساتلي وي، ورته (هسکې جنتي) ماڼۍ دي، چې له پاسه پرې نورې جوړې شوې ماڼۍ دي، لاندې ترې ويالې بهېږي. (دا) د الله ژمنه ده، چې الله له (خپلې) ژمنې نه اوړي (۲۰)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ ﴿۲۱﴾ ايا نه وينې، چې الله له اسمانه اوبه وورولې؛ نو د چينو په بڼه یې د ځمکې [په لاندېنیو پوړیو] کې نناېستې بيا په دې اوبو رنگارنگ کروندې راټوکوي، بيا (دا زرغون كښتونه ټول) وچېږي؛ نو ژيړبخن یې وینې، بيا يې مات مات او بوس کړي؟! په رښتيا په دې (ادلون بدلون) كې عقلمنو ته (د دنيا د نه پايښت) يو عبرت دى. (۲۱)
أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۲﴾ نو ایا هغه چې الله یې سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې ده؛ نو (په پايله كې) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا برخمن دى (د مړ زړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې‏ له سخت زړۍ الله نه یادوي! همدوى په ښكاره بېلارۍ کې دي. (۲۲)
اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۲۳﴾ الله  غوره وینا (قرآن) د ورته او بیاځلي کتاب په بڼه نازل کړی چې په اورېدو یې له خپل پالونکي د وېرېدونکیو غوني زېږيږي، بیا د الله په یاد د دوی غوني او زړونه نرمېږي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته یې چې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې الله بېلارې كړي؛ هېڅ لارښود ورته نشته . (۲۳)
أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۲۴﴾ ايا څوك چې د قيامت پر ورځ له سخت عذابه په خپل مخ [ډالولو] ځان ساتي (د هغه په څېر دى، چې له عذابه خوندي دى) ؟! او [مشرکو] ظالمانو ته ويل كېږي: ((د خپلو کړنو سزا وڅكئ! )) (۲۴)
كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمْ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۵﴾ تر دوى مخكېنيو خلکو هم (زموږ آيتونه) دروغ ګڼلي وو؛ نو له یوه داسې لوري (الهي) عذاب ورغى، چې په (حسي درک) ورته نه ځېرېدل. (۲۵)
فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ نو الله په دنيوي ژوند كې (هم) خواري وروڅكله او كه پوهېداى؛ نو د اخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر لوى دى! (۲۶)
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ او په يقين موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول بېلګې راوړي دي، ښايي پند واخلي؛ (۲۷)
قُرآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۲۸﴾ (دا) یو عربي (لوستونی) قرآن دى [چې] هېڅ كوږوالى او ناسمي پكې نشته، ښايي ځانونه وساتي. (۲۸)
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۹﴾ الله يوه بېلګه راوړي: يو سړى دى، چې يو له بل سره څو تنه ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يو كار ته ګوماري) او (بل) سړى دى، چې يوازې د (يوه) تن په واك كې دى؛ ايا دا دواړه برابر دي؟! ستاېنه يوازې الله ته ده؛ بلكې ډېر يې نه پوهېږي. (۲۹)
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ ﴿۳۰﴾ بېشكه ته مرې او هرومرو دوى [هم] مري . (۳۰)
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ ﴿۳۱﴾ بيا په حقيقت كې تاسې د قيامت پر ورځ د خپل پالونكي په نزد خپلمنځي ‏شخړې كوئ.(۳۱)
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ ﴿۳۲﴾ نو تر هغه ستر ظالم څوك دى، چې پر الله یې دروغ وتړل او چې رښتيا (خبره) ورغله، دروغ يې وګڼله؟!ايا كافرانو ته په دوزخ كې هستوګنځى نشته؟! (۳۲)
وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿۳۳﴾ او چا چې رښتيا (خبره) راوړه او (هغه) چې باور يې پرې وكړ (؛ نو) همدا دوى متقیان دي. (۳۳)
لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ جَزَاء الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۴﴾ چې څه وغواړي، دوی ته له خپل پالونكي سره چمتو دي؛ دا د نېكانو بدله ده. (۳۴)
لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۳۵﴾ الله ( د دوی د ایمان او صداقت په سیوري کې دومره پرې لورېږي) چې بدترینې چارې یې وربښي (ناڅیزه ښویېدنې خو لا څه کوې) او دوی ته د خپلو ښو چارو بدله ورکوي. (۳۵)
أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۶﴾ او [کافران] تا په غیر الله ډاروي، ايا الله د خپل بنده (ژغورنې او ملاتړ ته) کافي نه دی؟! او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو هېڅ لارښود ورته نشته. (۳۶)
وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انتِقَامٍ ﴿۳۷﴾ او چا ته چې الله سمه لار وروښيي؛نو هېڅوك يې نشي بېلارولاى،ايا الله بريمن څارنوال (مدعي العموم) نه دى؟ (۳۷)
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۳۸﴾ او كه دوی وپوښتې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي؟)) هرومرو وايي: ((الله)). ووايه: ((ايا دا معبودان، چې د الله پر ځاى بلئ (او لمانځئ) ستاسې پرې څه ګومان دی، چې كه الله ما ته څه زيان رسول غواړي؛ نو دوى یې لرې كولاى شي؟! يا كه ما ته څه لورنه وغواړي ایا دوي يې مخه نيولاى شي؟!)) ووايه: ((الله راته بسنه کوي او (ټول) بروسګر يوازې پر هغه بروسه كوي. ))  (۳۸)
قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ ووايه : (( (زما) قومه! تاسې په خپله کفري کړنلار وسئ، زه هم خپله دنده عملي كوم؛ نو ژر به پوه شئ، چې (۳۹)
مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۴۰﴾ (په دنيا كې پر) چا رسوا كوونكى عذاب راځي او (بيا په آخرت كې) همېشنی عذاب پرې پرېوځي!)) (۴۰)
إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿۴۱﴾ په حقیقت کې موږ دا (اسماني) كتاب، په حقه پر تا د خلكو (د لارښوونې) لپاره نازل كړى؛ نو چاچې سمه لار غوره كړه؛ نو د ځان په ګټه يې ده او څوك چې بېلارې شي؛ نو يوازې پر خپل زيان بېلار‏ېږي او ته پرې په زور د لارښوونې پازوال نه يې. (۴۱)
اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ الله د مړينې پر وخت له ساکښو ساه اخلي او له هغوی (هم) چې مړه شوي نه دي، د خوب پر وخت (ساه ترې اخلي)؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يوه ټاكلي وخته بېرته ورلېږي، بېشكه په دې كې انديالو ته (د الله د قدرت) څرګندې نښې دي. (۴۲)
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاء قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۴۳﴾ ايا [کافرانو] د الله پر ځاى نور سپارښتګر نيولي؟! ورته ووايه: ((ايا (هغوى به شفاعت وكړي) كه هېڅ يې په واك كې نه وي او نه درك او پوهه لري؟!)) (۴۳)
قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۴۴﴾ ووايه : ((شفاعت بشپړ د الله ‏(په واک کې) دی؛ (ځكه) د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده، بيا یې لوري ته ورستنول كېږئ.)) (۴۴)
وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۵﴾ او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي او چې نور معبودان ياد شي (؛نو) یو دم پر خوشحالۍ شي.  (۴۵)
قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۴۶﴾ ووايه : ((یا الله! (اى) د اسمانونو او ځمكې څيرونكيه (او پنځوونکیه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! ته به د خپلو بندګانو ترمنځ په هغه څه كې پرېکړه کوې، چې دوی پکې اړپیچ کاوه. )) (۴۶)
وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ ﴿۴۷﴾ او كه ظالمان په ځمكه كې د ټولو څيزونو خاوندان وي او په څېر يې نور (هم) ورسره وي؛ نو هرومرو یې دا (ټول) د قيامت د سختې ورځې له عذابه د ژغورنې لپاره په تاوان کې ورکول! او د الله له لوري به دوی ته هغه ‏څه ورښكاره شي، چې (هېڅ) يې ګومان نه كاوه. (۴۷)
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۴۸﴾ او (پرهغه ورځ به) دوی ته د خپلو ناوړه كړنو (پايلې) ورڅرګندې شي او هماغه څه به ترې ورچاپېره شي، چې ملنډې یې پرې وهلې. (۴۸)
فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۹﴾ نو چې کله انسان ته څه زيان ورسي؛ نو موږ (ستونزاوارۍ ته) بلي (دعا راته کوي)، بيا چې له خپل لوري کوم نعمت ورکړو، وايي: ((دا (نعمت) خو ما ته يوازې د خپلې كارپوهۍ له مخې راكړاى شوى دى.)) (نه داسې نه ده)؛ بلكې دا (نعمت) يو ازمېښت دى؛ خو ډېر يې نه پوهېږي. (۴۹)
قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۵۰﴾ په رښتيا دا (خبره) تر دوى مخكې خلكو (هم) كوله؛ خو لاس ته راوړونو يې د دوی (له الهي عذابه) ونه ژغورل . (۵۰)
فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاء سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ ﴿۵۱﴾ نو دوى (پخوانيو) ته د خپلو كړنو ناوړه (سزا) ورسېده او ددې ډلې (= د مكې وسېدونكي) ظالمان به هم ژر د خپلو كړنو پر بدۍ (سزا) اخته شي او دوى (د الله) بېوسوونكي نه دي (او د الهي عذاب له منګولو تښتېداى نشي). (۵۱)
أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ ايا نه دي پوه شوي، ‏ چې د الله چا ته خوښه شي، روزي يې پراخوي او یا (یې) تنګوي؟! البته په دې (پراخۍ او تنګۍ) کې ایمانوالو ته (د حكمت او قدرت) نښې دي. (۵۲)
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵۳﴾ ووايه : (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست! د الله له رحمته مه نهيلېږئ؛ (ځكه) چې الله [د توبې په شرط] د ټولو (ګناهونو) آثار (اغېزې) بښي، يوازې هغه لورین بښونكى دى. (۵۳)
وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ﴿۵۴﴾ او مخكې تردې،چې تاسې ته عذاب درشي (؛نو) د خپل پالونكي لوري ته ورستانه شئ او غاړه ورته كېږدئ (؛كه نه) بيا به مرسته درسره ونشي. (۵۴)
وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۵۵﴾   او مخكې تردې، چې تاسې ته ناڅاپي (الهي) عذاب درشي او خبر هم نه وسئ (؛ نو) په هغو غوره لارښوونو پسې ولاړ شئ، چې د خپل پالونكي له لوري درلېږل شوي دي! )) (۵۵)
أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَى علَى مَا فَرَّطتُ فِي جَنبِ اللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ ﴿۵۶﴾ (دا لارښوونې ددې لپاره دي،چې) هسې نه څوك (د قيامت پر ورځ) ووايي:((افسوس زما پر ناغېړۍ، چې د الله (د لارښوونو) په باب مې كړې وه او په رښتینه كې زه ( یې د آيتونو) له ملنډو وهوونكيو ځنې وم!)) (۵۶)
أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿۵۷﴾ يا ووايي : (( كه الله سمه لار راښوولې واى؛نو هرومرو به له متقیانو ځنې وم.)) (۵۷)
أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۸﴾ يا چې عذاب وويني، ووايي: (( كاش بل وار (دنيا ته) ورستون شوى واى؛ نو له نېكانو ځنې کېدم!) ) (۵۸)
بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۵۹﴾ (ورته ويل کېږي) هو! په يقين چې زما آیتونه تا ته درغلل؛ نو تا هغه دروغ وګڼل ‏او لويي دې وکړه او كافرانو ځنې وې.  (۵۹)
وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۶۰﴾ او د قيامت پر ورځ به هغه كسان تور مخي ووينې، چې پر الله يې دروغ تړلي دي، ايا د سرغړاندو (وړ) هستوګنځى په دوزخ کې نه دی؟! (۶۰)
وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۱﴾ او الله پرهېزګاران [په تقوا کې] د خپلې بريا له لامله ژغوري، نه سختي وررسي او نه غمجنېږي. (۶۱)
اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۶۲﴾ الله د ټولو څيزونو پنځوونکی او پر هر څه څارن دی. (۶۲)
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۳﴾ د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې له ده سره دي او هغوى چې د الله په آيتونو کافران شوي (؛ نو) همدا دوى زيانمن دي. (۶۳)
قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ ﴿۶۴﴾ ووايه :  ((ناپوهانو!؛ ما ته امر کوئ، چې بې له الله ( =غیرالله ) ولمانځم؟ )) (۶۴)
وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۶۵﴾ او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛ نو (ټولې) كړنې دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو ځنې شې.  (۶۵)
بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ ﴿۶۶﴾ بلكې يوازې الله ولمانځه او له منندویانو ځنې وسه . (۶۶)
وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۷﴾ او دوی الله؛ څنګه چې ښايي، و نه پېژانده او د قيامت پر ورځ یې ټوله ځمكه (د قدرت) په ګورت كې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه پاك دى او تر هغه ډېر لوړ دی، چې دوى يې ورشريكوي.  (۶۷)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ ﴿۶۸﴾ او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي. (۶۸)
وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۹﴾ او پر (هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي او كړنليكونه به كېښوول شي او پېغمبران او شاهدان به راوستل شي او د دوی ترمنځ به په حق پرېكړه وشي او تېرى به پرې ونشي. (۶۹)
وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۷۰﴾ او هر چا ته به د خپلو كړنو پوره بدله وركړه شي او پر كړنو يې (الله) ښه خبر دى. (۷۰)
وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۷۱﴾ او كافران ډله ډله دوزخ ته ورشړي، چې ور ورسي؛ نو ورونه يې پرانستل شي او د دوزخ ساتونكي ورته وايي: ((ايا ستاسې له خپلو څوک استازي درغلي نه وو، چې ستاسې د پالونكي آيتونه یې درلوستى او ددې ورځې له مخامخېدو یې خبر کړي واست؟! )) (كافران) وايي: ((هو (راغلي وو؛ خو موږ يې مخالفت وكړ.) او پر كافرانو د عذاب خبره (او ژمنه) جوته شوې ده.)) (۷۱)
قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۷۲﴾ (کافرانو ته) ويل کېږي: ((د دوزخ پر ورونو ننوځئ، تل به دلته وسئ؛ نو د سرغړاندو هستوګنځى څومره بد دى! )) (۷۲)
وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ ﴿۷۳﴾ او هغوى چې د خپل پالونكي له سرغړونې ډډه كوله؛ نو ډله ډله د جنت خوا ته بېول كېږي، چې ور ورسي؛ نو ورونه يې ورته پرانستل شوې وي او ساتونكي يې ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! ښه راغلاست؛ جنت ته ورننوځئ او همېشه همدلته وسئ! )) (۷۳)
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاء فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۷۴﴾   او وايي: ((ستاېنه يوازې د هغه الله ده، چې خپله ژمنه یې راسره رښتینی کړه او (د جنت) ځمكه يې په ميراث راکړه، چې په جنت كې، چېرې مو چې خوښه وي، مېشتېداى شو؛ نو د نېکانو بدله څومره ښه ده!)) (۷۴)
وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۵﴾ او (پر هغه ورځ) پرښتې وينې، چې له عرشه ګرچاپېره كړۍ شوې او د خپل پالونكي له ستاينې سره تسبيح وايي او د دوی (بندګانو) ترمنځ په حق پرېكړه کېږي ‏او (په پاى كې) ويل کېږ‏ي: ((ستاېنه يوازې ((د نړۍ پالونکي)) الله ته ده.)) (۷۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!