تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحیفه سجادیه د امام زین العابدن (د حضرت امام حسین رضی الله عنه زوی ) د دعاوو ټولګه اته څلوېښتمه دعا د لویې اختر (عید الاضحی) او د جمعې د ورځې دعا   (وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ يَوْمَ الْأَضْحَى وَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ) اللَّهُمَّ هَذَا يَوْمٌ مُبَارَكٌ مَيْمُونٌ، وَ الْمُسْلِمُونَ فِيهِ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صحیفه سجادیه

د امام زین العابدن (د حضرت امام حسین رضی الله عنه زوی ) د دعاوو ټولګه

اته څلوېښتمه دعا

د لویې اختر (عید الاضحی) او د جمعې د ورځې دعا

 

(وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ يَوْمَ الْأَضْحَى وَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ)

اللَّهُمَّ هَذَا يَوْمٌ مُبَارَكٌ مَيْمُونٌ، وَ الْمُسْلِمُونَ فِيهِ مُجْتَمِعُونَ فِي أَقْطَارِ أَرْضِكَ، يَشْهَدُ السَّائِلُ مِنْهُمْ وَ الطَّالِبُ وَ الرَّاغِبُ وَ الرَّاهِبُ وَ أَنْتَ النَّاظِرُ فِي حَوَائِجِهِمْ، فَأَسْأَلُكَ بِجُودِكَ وَ كَرَمِكَ وَ هَوَانِ مَا سَأَلْتُكَ عَلَيْكَ أَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ. وَ أَسْأَلُكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا بِأَنَّ لَكَ الْمُلْكَ، وَ لَكَ الْحَمْدَ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، الْحَلِيمُ الْكَرِيمُ الْحَنَّانُ الْمَنَّانُ ذُو الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ، بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ، مَهْمَا قَسَمْتَ بَيْنَ عِبَادِكَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْ خَيْرٍ أَوْ عَافِيَةٍ أَوْ بَرَكَةٍ أَوْ هُدًى أَوْ عَمَلٍ بِطَاعَتِكَ، أَوْ خَيْرٍ تَمُنُّ بِهِ عَلَيْهِمْ تَهْدِيهِمْ بِهِ إِلَيْكَ، أَوْ تَرْفَعُ لَهُمْ عِنْدَكَ دَرَجَةً، أَوْ تُعْطِيهِمْ بِهِ خَيْراً مِنْ خَيْرِ الدُّنْيَا وَ الْآخِرَةِ أَنْ تُوَفِّرَ حَظِّي وَ نَصِيبِي مِنْهُ. وَ أَسْأَلُكَ اللَّهُمَّ بِأَنَّ لَكَ الْمُلْكَ وَ الْحَمْدَ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مُحَمَّدٍ عَبْدِكَ وَ رَسُولِكَ وَ حَبِيبِكَ وَ صِفْوَتِكَ وَ خِيَرَتِكَ مِنْ خَلْقِكَ، وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ الْأَبْرَارِ الطَّاهِرِينَ الْأَخْيَارِ صَلَاةً لَا يَقْوَى عَلَى إِحْصَائِهَا إِلَّا أَنْتَ، وَ أَنْ تُشْرِكَنَا فِي صَالِحِ مَنْ دَعَاكَ فِي هَذَا الْيَوْمِ مِنْ عِبَادِكَ الْمُؤْمِنِينَ، يَا رَبَّ الْعَالَمِينَ، وَ أَنْ تَغْفِرَ لَنَا وَ لَهُمْ، إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ. اللَّهُمَّ إِلَيْكَ تَعَمَّدْتُ بِحَاجَتِي، وَ بِكَ أَنْزَلْتُ الْيَوْمَ فَقْرِي وَ فَاقَتِي وَ مَسْكَنَتِي، وَ إِنِّي بِمَغْفِرَتِكَ وَ رَحْمَتِكَ أَوْثَقُ مِنِّي بِعَمَلِي، وَ لَمَغْفِرَتُكَ وَ رَحْمَتُكَ أَوْسَعُ مِنْ ذُنُوبِي، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ تَوَلَّ قَضَاءَ كُلِّ حَاجَةٍ هِيَ لِي بِقُدْرَتِكَ عَلَيْهَا، وَ تَيْسِيرِ ذَلِكَ عَلَيْكَ، وَ بِفَقْرِي إِلَيْكَ، وَ غِنَاكَ عَنِّي، فَإِنِّي لَمْ أُصِبْ خَيْراً قَطُّ إِلَّا مِنْكَ، وَ لَمْ يَصْرِفْ عَنِّي سُوءاً قَطُّ أَحَدٌ غَيْرُكَ، وَ لَا أَرْجُو لِأَمْرِ آخِرَتِي وَ دُنْيَايَ سِوَاكَ. اللَّهُمَّ مَنْ تَهَيَّأَ وَ تَعَبَّأَ وَ أَعَدَّ وَ اسْتَعَدَّ لِوِفَادَةٍ إِلَى مَخْلُوقٍ رَجَاءَ رِفْدِهِ وَ نَوَافِلِهِ وَ طَلَبَ نَيْلِهِ وَ جَائِزَتِهِ، فَإِلَيْكَ يَا مَوْلَايَ كَانَتِ الْيَوْمَ تَهْيِئَتِي وَ تَعْبِئَتِي وَ إِعْدَادِي وَ اسْتِعْدَادِي رَجَاءَ عَفْوِكَ وَ رِفْدِكَ وَ طَلَبَ نَيْلِكَ وَ جَائِزَتِكَ. اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ لَا تُخَيِّبِ الْيَوْمَ ذَلِكَ مِنْ رَجَائِي، يَا مَنْ لَا يُحْفِيهِ سَائِلٌ وَ لَا يَنْقُصُهُ نَائِلٌ، فَإِنِّي لَمْ آتِكَ ثِقَةً مِنِّي بِعَمَلٍ صَالِحٍ قَدَّمْتُهُ، وَ لَا شَفَاعَةِ مَخْلُوقٍ رَجَوْتُهُ إِلَّا شَفَاعَةَ مُحَمَّدٍ وَ أَهْلِ بَيْتِهِ عَلَيْهِ وَ عَلَيْهِمْ سَلَامُكَ. أَتَيْتُكَ مُقِرّاً بِالْجُرْمِ وَ الْإِسَاءَةِ إِلَى نَفْسِي، أَتَيْتُكَ أَرْجُو عَظِيمَ عَفْوِكَ الَّذِي عَفَوْتَ بِهِ عَنِ الْخَاطِئِينَ، ثُمَّ لَمْ يَمْنَعْكَ طُولُ عُكُوفِهِمْ عَلَى عَظِيمِ الْجُرْمِ أَنْ عُدْتَ عَلَيْهِمْ بِالرَّحْمَةِ وَ الْمَغْفِرَةِ. فَيَا مَنْ رَحْمَتُهُ وَاسِعَةٌ، وَ عَفْوُهُ عَظِيمٌ، يَا عَظِيمُ يَا عَظِيمُ، يَا كَرِيمُ يَا كَرِيمُ، صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ وَ عُدْ عَلَيَّ بِرَحْمَتِكَ وَ تَعَطَّفْ عَلَيَّ بِفَضْلِكَ وَ تَوَسَّعْ عَلَيَّ بِمَغْفِرَتِكَ. اللَّهُمَّ إِنَّ هَذَا الْمَقَامَ لِخُلَفَائِكَ وَ أَصْفِيَائِكَ وَ مَوَاضِعَ أُمَنَائِكَ فِي الدَّرَجَةِ الرَّفِيعَةِ الَّتِي اخْتَصَصْتَهُمْ بِهَا قَدِ ابْتَزُّوهَا، وَ أَنْتَ الْمُقَدِّرُ لِذَلِكَ، لَا يُغَالَبُ أَمْرُكَ، وَ لَا يُجَاوَزُ الْمَحْتُومُ مِنْ تَدْبِيرِكَ كَيْفَ شِئْتَ وَ أَنَّى شِئْتَ، وَ لِمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ غَيْرُ مُتَّهَمٍ عَلَى خَلْقِكَ وَ لَا لِإِرَادَتِكَ حَتَّى عَادَ صِفْوَتُكَ وَ خُلَفَاؤُكَ مَغْلُوبِينَ مَقْهُورِينَ مُبْتَزِّينَ، يَرَوْنَ حُكْمَكَ مُبَدَّلًا، وَ كِتَابَكَ مَنْبُوذاً، وَ فَرَائِضَكَ مُحَرَّفَةً عَنْ جِهَاتِ أَشْرَاعِكَ، وَ سُنَنَ نَبِيِّكَ مَتْرُوكَةً. اللَّهُمَّ الْعَنْ أَعْدَاءَهُمْ مِنَ الْأَوَّلِينَ وَ الْآخِرِينَ، وَ مَنْ رَضِيَ بِفِعَالِهِمْ وَ أَشْيَاعَهُمْ وَ أَتْبَاعَهُمْ. اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، كَصَلَوَاتِكَ وَ بَرَكَاتِكَ وَ تَحِيَّاتِكَ عَلَى أَصْفِيَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَ آلِ إِبْرَاهِيمَ، وَ عَجِّلِ الْفَرَجَ وَ الرَّوْحَ وَ النُّصْرَةَ وَ التَّمْكِينَ وَ التَّأْيِيدَ لَهُمْ. اللَّهُمَّ وَ اجْعَلْنِي مِنْ أَهْلِ التَّوْحِيدِ وَ الْإِيمَانِ بِكَ، وَ التَّصْدِيقِ بِرَسُولِكَ، وَ الْأَئِمَّةِ الَّذِينَ حَتَمْتَ طَاعَتَهُمْ مِمَّنْ يَجْرِي ذَلِكَ بِهِ وَ عَلَى يَدَيْهِ، آمِينَ رَبَّ الْعَالَمِينَ. اللَّهُمَّ لَيْسَ يَرُدُّ غَضَبَكَ إِلَّا حِلْمُكَ، وَ لَا يَرُدُّ سَخَطَكَ إِلَّا عَفْوُكَ، وَ لا يُجِيرُ مِنْ عِقَابِكَ إِلَّا رَحْمَتُكَ، وَ لَا يُنْجِينِي مِنْكَ إِلَّا التَّضَرُّعُ إِلَيْكَ وَ بَيْنَ يَدَيْكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ هَبْ لَنَا يَا إِلَهِي مِنْ لَدُنْكَ فَرَجاً بِالْقُدْرَةِ الَّتِي بِهَا تُحْيِي أَمْوَاتَ الْعِبَادِ، وَ بِهَا تَنْشُرُ مَيْتَ الْبِلَادِ. وَ لَا تُهْلِكْنِي يَا إِلَهِي غَمّاً حَتَّى تَسْتَجِيبَ لِي، وَ تُعَرِّفَنِي الْإِجَابَةَ فِي دُعَائِي، وَ أَذِقْنِي طَعْمَ الْعَافِيَةِ إِلَى مُنْتَهَى أَجَلِي، وَ لَا تُشْمِتْ بِي عَدُوِّي، وَ لَا تُمَكِّنْهُ مِنْ عُنُقِي، وَ لَا تُسَلِّطْهُ عَلَيَّ إِلَهِي إِنْ رَفَعْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَضَعُنِي، وَ إِنْ وَضَعْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَرْفَعُنِي، وَ إِنْ أَكْرَمْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يُهِينُنِي، وَ إِنْ أَهَنْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يُكْرِمُنِي، وَ إِنْ عَذَّبْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَرْحَمُنِي، وَ إِنْ أَهْلَكْتَنِي فَمَنْ ذَا الَّذِي يَعْرِضُ لَكَ فِي عَبْدِكَ، أَوْ يَسْأَلُكَ عَنْ أَمْرِهِ، وَ قَدْ عَلِمْتُ أَنَّهُ لَيْسَ فِي حُكْمِكَ ظُلْمٌ، وَ لَا فِي نَقِمَتِكَ عَجَلَةٌ، وَ إِنَّمَا يَعْجَلُ مَنْ يَخَافُ الْفَوْتَ، وَ إِنَّمَا يَحْتَاجُ إِلَى الظُّلْمِ الضَّعِيفُ، وَ قَدْ تَعَالَيْتَ يَا إِلَهِي عَنْ ذَلِكَ عُلُوّاً كَبِيراً. اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ لَا تَجْعَلْنِي لِلْبَلَاءِ غَرَضاً، وَ لَا لِنَقِمَتِكَ نَصَباً، وَ مَهِّلْنِي، وَ نَفِّسْنِي، وَ أَقِلْنِي عَثْرَتِي، وَ لَا تَبْتَلِيَنِّي بِبَلَاءٍ عَلَى أَثَرِ بَلَاءٍ، فَقَدْ تَرَى ضَعْفِي وَ قِلَّةَ حِيلَتِي وَ تَضَرُّعِي إِلَيْكَ. أَعُوذُ بِكَ اللَّهُمَّ الْيَوْمَ مِنْ غَضَبِكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَعِذْنِي. وَ أَسْتَجِيرُ بِكَ الْيَوْمَ مِنْ سَخَطِكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَجِرْنِي وَ أَسْأَلُكَ أَمْناً مِنْ عَذَابِكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ آمِنِّي. وَ أَسْتَهْدِيكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اهْدِنِي وَ أَسْتَنْصِرُكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ انْصُرْنِي. وَ أَسْتَرْحِمُكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ارْحَمْنِي وَ أَسْتَكْفِيكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اكْفِنِي وَ أَسْتَرْزِقُكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ ارْزُقْنِي وَ أَسْتَعِينُكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَعِنِّي. وَ أَسْتَغْفِرُكَ لِمَا سَلَفَ مِنْ ذُنُوبِي، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اغْفِرْ لِي. وَ أَسْتَعْصِمُكَ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اعْصِمْنِي، فَإِنِّي لَنْ أَعُودَ لِشَيْ‏ءٍ كَرِهْتَهُ مِنِّي إِنْ شِئْتَ ذَلِكَ. يَا رَبِّ يَا رَبِّ، يَا حَنَّانُ يَا مَنَّانُ، يَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ، صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اسْتَجِبْ لِي جَمِيعَ مَا سَأَلْتُكَ وَ طَلَبْتُ إِلَيْكَ وَ رَغِبْتُ فِيهِ إِلَيْكَ، وَ أَرِدْهُ وَ قَدِّرْهُ وَ اقْضِهِ وَ أَمْضِهِ، وَ خِرْ لِي فِيمَا تَقْضِي مِنْهُ، وَ بَارِكْ لِي فِي ذَلِكَ، وَ تَفَضَّلْ عَلَيَّ بِهِ، وَ أَسْعِدْنِي بِمَا تُعْطِينِي مِنْهُ، وَ زِدْنِي مِنْ فَضْلِكَ وَ سَعَةِ مَا عِنْدَكَ، فَإِنَّكَ وَاسِعٌ كَرِيمٌ، وَ صِلْ ذَلِكَ بِخَيْرِ الْآخِرَةِ وَ نَعِيمِهَا، يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ. ثُمَّ تَدْعُو بِمَا بَدَا لَكَ، وَ تُصَلِّي عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ أَلْفَ مَرَّةٍ هَكَذَا كَانَ يَفْعَلُ عَلَيْهِ السَّلَامُ.

خدایه! دا یوه بختوره او ښه ورځ ده او د ځمکې له هر ګوټه دې بندګان راټول شوي. سوالګر، غوښتونکی، څوبمن او ډارېدلی؛ ټول راټول شوي او ته يې پر غوښتنو څارن یې؛ نو له جود او کرمه دې یې غواړم؛ ځکه څه چې غواړم، درته اسان دي او غوښتنه مې داده، چې پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه.

او ای زما خدایه! سلطنت او پاچاهي ستا ده او ستاینه درځانګړې ده، بې له تا بل حق معبود نشته، چې حلیم، زغمناک، کریم، لوراند، خورا نعمت ورکوونکی او د جلال او کرامت څښتن یې.

ای د اسمانونو او ځمکې پنځګره! له تا غواړم، چې کله دې پر بندګانو خیر، عافیت، برکت، هدایت او یا پر احکامو دې عمل ویشې او یا هغه خیرښېګڼه، چې له لامله یې احسان پرې کوې او پر لوري دې یې هدایت کوې او درجه یې لوړوې او د دنیا او آخرت له خیرونو ځنې ورکوې؛ نو زما برخه هم پکې په پام کې ونیسه.

خدایه! سلطنت او ستاینه ستا ده، بې له تا بل حق معبود نشته، له تا غواړم، چې پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) بنده، استازي، حبیب، ټاکل شوي او غوره مخلوق دې او د حضرت محمد (ص) پر آل، چې نېکچاري، پاک او خیر رسونکي دي، درود ووایه؛ هغه درود، چې بې له تا یې څوک شمېرلی نشي او له تا غواړم، چې موږ دې مؤمنو بندګانو ته د خیر په هغو دعاګانو کې ورشریک کړې، چې نن یې درته کوي. ای نړۍ پاله او موږ او دوی په خپله بښنه کې راونغاړه؛ ځکه ته پر هر څه وسمن یې.

خدایه! اړتیا مې له تا غواړم او نن له بېوزلۍ، تنګلاسۍ او خورا ناڅیزۍ سره، ستا درشل ته مې درمخه کړې او زه دې لورنې او بښنې ته تر خپلو کړنو خورا هیلمن یم، چې کړي مې دي او په رښتینه کې، چې بښنه او لورنه دې زما تر ګناهونو ډېره او پراخه ده؛ نو پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او د خپل ځواک په لاس مې ټولې اړتیاوې راپوره کړه او دا چار درته خورا اسان دی، کومه بېوزلي مې، چې تا ته راوړې او ته راځنې مړه خوا یې. خدایه! بېشکه چې هېڅ خیر ښېګڼې ته به و نه رسم؛ خو ستا په مرسته او هېڅ بدي به راځنې لرې نشي؛ خو ستا په ورکړه او د دنیا او اخرت چارو ته مې هیلمن نه یم؛ خو داچې ته مې مل شې.

ای زما باداره! هر چا دې مخلوقاتو ته د ورکړې په تمه ورمخه کړه؛ خو زه یوازې ستا پر لوري درځم او یوازې له تا د بښنې هیله لرم.

خدایه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او نن مې هیله، نهیلې نه کړې. ای هغه خدایه! چې سوالګر نه کړوې او بښنه ورته کوې؛ ځکه پر هغو کړنو مې هېڅ ډاډ نشته، چې درلېږلي مې دي او ستا په مخلوقاتو کې مې یوازې بې د حضرت محمد (ص) او آل یې، چې ستا سلام دې پرې وي، بل شفاعت نه دی راوړی.

خدایه! درشل ته دې راغلی یم، حال دا،  پر کړیو ګناهونو او هغه بدۍ، چې له ځان سره مې کړي، معترف یم. درشل ته دې راغلی یم، حال دا هغه بښنې او ستریا ته دې هیلمن یم، چې ګناهګارانو ته دې په پام کې نیولي او بیا یې پر سترو ګناهونو ټینګار، لامل شوی نه دی، چې ته بښنه او لورنه ورته و نه کړې؛ نو ای هغه خدایه، چې لورنه یې پراخه او بښنه یې ستره ده، ای ستره! ای ستره! ای کریمه! ای کریمه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او په خپله لورنه کې مې راونغاړه او په خپل فضل او کرم دې پېرزوینه راباندې وکړه او په مغفرت دې د نعمت او روزۍ پراخي راکړه.

پالونکیه! دا مقام دې ځایناستیو او ټاکل شویو ته دی او دا دې د امناوو ځای دی، چې ستر مقام دې په پام کې ورته نیولی دی او هغوی داسې یو ستر مقام لاس ته راووړ.

او ته یې ددې درجاتو تقدیر کوونکی او څه به دې پر فرمان ورلاسبری نشي او پر هرومرو تدبیر به دې په هر ځای کې چې وغواړې، څه لاسبری نشي او ته یې د هغه څه لپاره تقدیروونکی، چې ښه پرې پوهېږې او په پنځونه او غوښتنه کې دې تورن نه یې، تر دې چې ځایناستیو دې ماتې وکړه او حق یې له لاسه ووت، و یې لیدل، چې ستا احکام یې بدل کړل، ستا کتاب یې شاته کړ او واجبات یې له خپل بهیره بهر کړل او ستا د پېغمبر سنت یې پرېښوول.

خدایه! د حق خلفاوو دښمنان دې له ړومبي تر روستي او هغوی چې په چارو او بدعتونو یې خوښ دي او لارویان او پلویان یې له خپل رحمته لرې کړه.

پالونکیه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه؛ ځکه ته ستایل شوی او ستر یې؛ هماغسې درود، برکتونه او لورنې دې؛ لکه څنګه چې پر حضرت ابراهیم (علیه السلام) او آل ابراهیم دې په پراخۍ، بریا او ورلاسبرولو او تاییدولو کې دې کړی و.

خدایه! له خدای نمانځو، پر تا له ایمان راوړونکیو، ستا د استازي او د امامانو له تاییدونکیو ځنې مې کړې، چې لاروي دې ترې واجب کړې؛ هماغوی چې توحید، ایمان او تصدیق په هغوی پلی شو. دعا مې ومنه ای نړۍ پاله! خدایه! غوسه دې بې له حلمه او قهر دې بې له بښنې لرې کولای نشي او بې له لورنې دې بل څه ستا له عذابه پناه راکولای نشي او درشل ته دې بې له زاریو او ژړاګانو مې بل څه ستا له سزا خلاصولای نشي.

نو پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او ای زما خدایه! د خپل هغه فضل او ځواک له لوري دې یې روابښه، چې مړي راژوندي کولای شي او بې اوبو ښارونه او بوټو ته نوی ژوند ورکوې. ای زما خدایه! څو چې دې زما دعا منلې نه وي؛ نو په غم او خپګان کې مې مړ نه کړې او چې زما دعا دې ومنله؛ نو خبر مې کړه او د عافیت او روغتیا خوند د ژوند تر پایه راوڅښه او د دښمنانو په ځېل کې مې راښکېل نه کړې او رالاسبري یې نه کړې.

ای زما خدایه! که ته مې هسک کړې؛ نو څوک به وي، چې راکښته مې کړي او که ته مې راکښته کړې؛ نو څوک به وي، چې هسک به مې کړي او که ته مې ستر کړې؛ نو څوک به وي، چې سپک مې کړي او که ته مې خوار کړې؛ نو څوک به وي، چې ګران مې کړي او که ته مې په عذاب کړې؛ نو څوک به وي، چې راولورېږي او که ته مې پوپناه کړې؛ نو څوک به وي، چې مخه دې ونیسي او یا به د هغه د اکر او حالت د پوښتنې مړانه درځنې وکړي او په رښتینه کې، چې پوه شوم، چې په حکم کې دې تېری نشته او په کړاو ور رسونه کې دې بیړه نشته او که څوک بیړه وکړي، چې د چار وخت یې له لاسه ووځي؛   نو بېشکه یوې کمزورې اړیکې ته اړمن وي؛ خو ته ای زما خدایه! تر دې ټولو خبرو غوره یې؛ هغه هم ستر غوره.

پالونکیه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او ما دې د خپلو بلاګانو د غشیو موخه او د غچ نښه کوه مه. خدایه! مهلت راکړه، خپګان مې لرې کړه، له ګناهونو مې تېر شه او په پرله پسې کړاوونو مې ککړ نه کړې؛ ته خو مې کمزوري، کم تدبیري او پر لوري دې تضرع ښه وینې.

خدایه! نن دې له غوسې پناه دروړم؛ نو پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه، پناه راکړه، نن دې له غوسې پناه دروړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه، پناه راکړه، له عذابه دې په امان کې پاتېدل غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه، پناه راکړه او هدایت درځنې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او هدایت مې کړه ، بریا او ملتیا دې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او مل مې شه. لورنه دې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او راولورېږه، بسیاینه دې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او ته راته بسیا شه او روزي درځنې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او روزي راکړه، مرسته درځنې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او مرسته راسره وکړه، د تېرو ګناهونو بښنه درځنې غواړم؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او و مې بښه.

او له تا غواړم، چې و مې ساتې؛ نو پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او و مې ساته؛ ځکه هغه څه نه ټاکم، چې ته یې نه غواړې. ای زما خدایه! ای زما خدایه! ای خورا لورانده! ای خورا نعمت ورکوونکیه! ای د کرامت او جلالت څښتنه! پر حضرت محمد (ص) او آل یې درود ووایه او هغه څه راکړه، چې درځنې مې وغوښتل او درلېواله شوم او د هغه اراده وکړه او رامقدر یې کړه، حکم یې وکړه او لاسلیک (تایید) یې کړه او په غوښتنو کې مې چې، د څه حکم کوې، خیر او برکت پکې راته واچوه او پر هغه څه مې نېکمرغه کړه، چې راکوې یې او په خپل فضل او پراخه لورنه دې، هغه څه چې دې په واک کې دي، راډېر یې کړه؛ ځکه ته پراخي ورکوونکی او کریم يې او هغه راته د آخرت له خیر ښېګڼې او خورا نعمتونو سره یې ونښلوه، ای د لوراندانو لورانده!

یادونه : ((بیا چې څه غواړې، و یې غواړه او زر ځل درود شریف ووایه، چې امام سجاد زین العابدین به هم تر دې دعا روسته داسې کول. ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!