تبلیغات

د حضرت علي عدالت، پاکلمنتوب او تقوى ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو […]

د حضرت علي عدالت، پاکلمنتوب او تقوى

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو د کور د وره مخې ته يې ساتندويان نه وو او و مې ليدل،چې په کور کې ناست او ورسره د اوبو کاسه او کوزه ده او غږ يې کړ : هغه زما ظبيه ( هغه انبانه چې د اوسۍ له پوټکي جوړېږي او ويښتان ترې نه وي غوڅ شوي ) راوړئ . ما له ځان سره وويل: زه ورته امين ښکارم او غواړي ګران بيه مرغلله راسره امانت کېږدي؛خو کله يې چې مهر او موم هخوا کړل؛نو و مې ليدل،چې زږه وړه پکې دي؛يو څه يې ترې راواخستل او په کاسه کې يې واچول او پر اوبو يې خيشته کړل او بيا يې وخوړل؛نو ما خوله بنده و نشوه ساتلاى او ورته مې وويل : په عراق کې د نعمت له دې دومره پراخۍ سره دا څه دي،چې تاسې يې خورئ . و يې ويل : پر خداى چې د کنجوسۍ له مخې دا انبانه نه موموم؛خو د خپلو خوړو حساب له ځان سره لرم؛وېرېږم،چې له مودې مخکې خلاص شي او بيا د کورنۍ عذر د نور خلکو د خوړو په خوړولو کې موجه شي او ما و نه غوښتل پر حلال او پاک رزق سربېره نور خواړه په ګېډه کې واچوم .

دا روايت ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٣٥ مخ ) کې راوړى او د الصفوة او ملا سيرة ته يې نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له هارون بن عنتره له پلاره روايتوي،چې وايي : په خورنق _ د عراق يوه سړه سيمه ده _ کې حضرت علي بن ابيطالب ته ورغلم او و مې ليدل،چې يوازې يو څادر لري او له سړو ړچېږي ؛نو ورته مې وويل : اميرالمؤمنينه ! خداى تا او کورنۍ ته دې دومره مال درکړى او تاسې پر خپل نفس داسې کوئ . و يې ويل : پر خداى چې ستاسې له مال مې هېڅ هم نه دي اخستي او دا څادر هم چې ګورې له کوره _ او يا يې وويل : _ له مدينې مې له ځان سره راوړى دى . په هماغه کې يو بل روايت دى چې وايي: خواړه به يې هم له مدينې راتلل .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨١ مخ ) په خپل سند له ابي عمرو بن علاء له پلاره روايتوي،چې يوه ورځ علي په خطبه کې وويل : قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته،چې ستاسې له بيت الماله مې هېڅ هم نه دي اخستي او نه مې ځان ته زېرمه کړي؛پرته له دې _ خپل لاس يې په لستوڼي کې کړ او يوه خالي هنداره يې راوايسته _ چې ازاد شوي مې راته په ډالۍ کې راوړې ده .

دا روايت ابونعيم هم د نهم ټوک په ٥٣ مخ کې او همداراز متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٦ مخ کې نقل کړى دى .

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٤ مخ ) په خپل سند له عبدالملک بن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده ورکړه او راته يې وويل : څوک د مالياتو اخستو لپاره پر کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د اوړي او ژمي له جامو او له سپرلو هم ماليات مه اخله، چې پرې سپرېږي او څوک د پېسو اخستو په موخه ولاړ مه ساته. ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه ! داسې چې تاسې وياست؛نو څنګه تش لاس چې ځم؛نو همداسې تش لاس به راستون شم . راته يې وويل : که راستون شوې؛نو څه به وشي ؟ پر ځان ووېرېږه ! موږ دنده لرو، چې په اضافه مال کې ترې زکات واخلو .

( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر روايتوي،چې وايي: چې کله عقيل ( د علي ورور ) له علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې . عقيل ټينګار وکړ . علي يو سړي ته وويل : له لاسه يې ونيسه   (؛ځکه عقيل ړوند و ) او بازار ته يې يوسه او ورته ووايه،چې د دوکانونه قلفونه مات کړي او څه يې چې خوښه وي، را اوچت دې کړي . عقيل وويل : غواړې سبا مې د غلا پر جرم بندي کړې . علي وويل : لکه څنګه چې ته غواړې سبا ما د غلا پر جرم مواخذه کړې؛ ځکه غواړې د مسلمانانو مال راواخلم او تا ته يې درکړم . عقيل وويل : اوس چې داسې شوه؛نو زه هم معاويه ته ورځم. علي وويل : دا ته او معاويه . عقيل معاويه ته ورغى او هغه هم سل زره درهمه ورکړل او بيا يې وويل : بايد پر منبر کېني او هغه څه خلکو ته ووايې چې ما او علي درسره څه کړي دي . عقيل د شام پر منبر کېناست او و يې ويل : ايهاالناس! غوښتل مې د علي دين په لاس کې ونيسم؛خو هغه خپل دين واخست او زه يې له لاسه ورکړم . شام ته راغلم او له معاويه مې د هغه دين وغوښت او هغه خپل دين راکړ او زه يې لاس ته راوړم .

د صواعق محرقه خاوند وايي : معاويه له خالد بن معمر پوښتنه وکړه : ولې علي پر موږ وړ ګڼې ؟ ورته يې وويل : پر درې دليلونو :١_ حلم يې چې کله غوسه شي .٢_رښتيا يې چې کله وينا کوي.٣_عدالت يې چې کله حکم کوي .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٣٦ مخ ) له عمر بن يحيى له پلار روايتوي،چې د شاتو او غوړيو څو لوښي يې حضرت علي ته ډالۍ راوړې؛نو چې کله حضرت علي پوه شو، چې د يو لوښي سر خلاص شوى؛نو څېړنه يې وکړه،چې ورته يې وويل :ام کلثوم ترې اخستي دي . علي يو هټيوال راوغوښت،چې کم شوى مال بيه کړي او هټيوال هم پينځه درهمه بيه کړل . حضرت علي په ام کلثوم پسې يو کس ولېږ، چې پينځه درهمه راولېږه .

دا روايت د صفوة د کتاب خاوند هم نقل کړى او همداراز عاصم بن کليب نقل کړي،چې کله له اصفهان څخه حضرت علي ته مال ولېږل شو؛ نو علي پر اوو برخو وويشل او په هغه مال کې يې يوه ډوډۍ وليده، چې بيا يې هم پر اوو برخو وويشله او بيايې په اوو کسانو کې پچه واچوله چې هر يو ته کومه برخه ورسي .

او همداراز ابي صالح روايتوي،چې وايي : له ام کلثوم د علي له لور کره ولاړم،چې د پردې تر شا ږومنځه وهي،چې ورونه يې حسن او حسين راغلل چې ام کلثوم خپلو ورورنو ته وويل : ابا صالح ته خواړه نه ورکوئ؟ حسن او حسين راته د يو لوښې ښورا راوړه،چې په کې حبوبات هم وو . پوښتنه مې وکړه : آيا ددې په خاطر مېلمنو ته مو ښورا ورکوئ، چې د خلکو واکمنان ياست ؟ ام کلثوم وويل : که امير المؤمنين علي دې ليدلاى و؛نو څه به دې کړي ول،چې کله ورته ترنج راوړل شول؛نو کله يې چې يو زوى مخکې له ويشه يو دانه واخسته؛نو علي يې له لاسه واخسته او بيا يې پر ټولو وويشه .

( هيثمي؛مجمع : ١٥٨،١٦٥ مخونه ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) او ( د بغداد تاريخ : لومړى ‌ټوک،٤٩ مخ ) د علي د عدالت، قضاوت او پر خلکو د پام په اړه روايتونه نقل کړي دي .

 د حضرن علي تواضع، سخاوت او بښنه

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٣٤ مخ ) له زادان روايتوي،چې وايي : علي مې په بازار کې وليد،چې د بوټانو تسمه يې په لاس کې ده او چې ليدل به يې چې د چا د بوټ تسمه شلېدلې؛نو هغه ته به يې ورکوله او که چا به ترې پته غوښته؛نو لارښوونه به يې ورته کوله او که چا به د بار وړونکى په کار و؛نو علي به ورسره بار تر مزله وړه او تل به يې ويل : (تلک الدار الاخرة نجعلها للذين لا يريدون علوا فى الارض و لا فساد والعاقبة للمتقين ) او بيا به يې ويل : دا آيت د قدرت د خاوندانو په اړه راغلى دى .

( بخاري؛ ادب المفرد : باب تکبر ) په خپل سند روايتوي،چې وايي : حضرت علي مې په بازار کې وليد،چې پر درهم يې کجورې واخستې او په هماغه پوزي کې يې کور ته يووړې . ما ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! اجازه راکړئ،درسره يې يوسم . علي وويل : د وړو پلار يې وړوو ته وړ دى .

دا روايت علي بن سلطان هم د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٠٧ مخ کې راوړى او د بغوي معجم کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

( بيهقي؛سنن : لسم ټوک،١٣٦ مخ ) په خپل سند له شعبي روايتوي، چې وايي : يو ورځ حضرت علي بن ابيطالب ته ولاړو، چې يو نصراني يې وليد،چې يوه زره پلوري . حضرت علي هغه زره ته وکتل او هغه يې خپله ومونده او و يې ويل :دا زره زما ده او زما او ستا په منځ کې به حکم د مسلمانانو قاضي کوي او پر هغه ورځ قاضي شريح و،چې حضرت علي ورته د ورمندون دنده ورکړې وه؛نو چې کله شريح علي وليد؛نو له خپل ځايه راپاڅېد او علي يې پر خپل ځاى کېناوه او په خپله د نصراني تر څنګه کېناست . علي شريح ته وويل : که مقابل لورى مې مسلمان و؛نو زه به ورسره په څنګ کې ناست وم؛ خو ددې لپاره چې نصراني دى،چې د خداى له استازي مې اورېدلي : (( پر دوى ړومبى سلام مه کوئ،ستړي مه شي هم ورسره مه کوئ، د ناروغانو پوښتنې ته يې مه ځئ، تنګسه پرې راوړئ،سپکاوى يې وکړئ؛لکه چې خداى يې سپکاوى کړى دى ))؛ نو د همدې لپاره مې له هغه سره ځان برابر نه کړ؛نو اوس زما او د هغه تر منځ قضاوت وکړه . شريح وويل : اميرالمؤمنينه ! څه دعوى لرئ ؟ علي وويل: خپله زره مې چې ورکه کړې وه، له ده سره مې ومونده . شريح نصراني ته مخ کړ او ورته يې وويل : ته په کې څه وايې ؟ نصراني وويل : زه اميرالمؤمنين نه تکذيبوم؛خو يوازې دومره وايم،چې دا زره زما ده . شريح علي ته وويل : د شاهدانو له راوړو پرته نشې کړاى زره ترې لاس ته راوړئ .د اميرالمؤمنين دا خبره خوښه شوه او د قاضي خبره يې تصديق کړه .نضراني وويل: خو زه دا خبره تصديقوم چې دا قانون د انبياو قانون دى،چې د واکمنانو او ولس تر منځ توپير نه قايلېږي او امير په محکمه کې حاضريږي او قاضي يې پر خلاف حکم هم ورکوي او بيا يې اميرالمؤمنين ته مخ کړه او ورته يې وويل :دا زره ستاسې ده؛زه ستا په اوښ پسې وم،چې زره دې پرې اچولې وه او ترې راګوزاره شوه او ما را اوچته کړه او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد يې بنده او استازى دى . حضرت علي وويلل : اوس چې مسلمان شوې؛نو زه مې زره دربښم او يو ګرانبيه اس يې هم ورکړ.

دا روايت متقي د کنزالعمال د څلورم ټوک په ٦ مخ کې هم راوړى دى

( کنزالعمال : درېم ټوک،٣٢٤ مخ ) له اصبغ بن نباته روايتوي، چې وايي : يو سړى حضرت علي ته راغى او ورته يې وويل : اميرالمؤمنينه ! يوه اړتيا لرم او تر تا مخکې مې خداى ته هم ويلي؛نو که تا مې اړتيا پوره کړه؛نو د خداى شکر به وکړم او که پوره يې هم نه کړې؛نو بيا به هم د خداى شکر کوم او تا به معذور وګڼم . حضرت علي وويل : اړتيا دې پر ځمکه وليکه؛ځکه خوښ نه يم د سوال ذلت دې په څېره کې ووينم او سړي هم پر ځمکه وليکل : اړين يم . علي ورته ټوټه ورکړه،چې هغه سړي داسې شعرونه وويل،چې د هغه سړي د کمال او معرفت څرګندونه يې کوله؛نو چې کله حضرت علي يې کمال او معرفت وليد؛نو غږ يې کړ : دينار راوړئ . دينار يې ورته راوړل . اصبغ وايي : ورته مې وويل : اميرالمؤمنينه ! يوه ټوټه او سل ديناره يوه سړي ته ورکوئ . حضرت علي وويل : هو ! د خداى له استازي مې اورېدلي ول، چې ويل يې :

(( له خلکو سره د هغوى د مقام او منزلت له مخې احسان او درناوى يې کوئ)) او ددې سړي مقام او منزلت له ماسره همدومره و .

متقي په اخر کې وايي :دا روايت ابن عساکر او ابوموسى مدني هم نقل کړى دى .

( رياض النضره: دويم ټوک،٢٢٨ مخ ) له جعفر بن محمد له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت عمر د ينبع په نامه يوه ځمکه حضرت علي ته ورکړه او حضرت علي يې په څنګ کې نوره ځمکه هم واخسته او په کې يې کارېز وايست؛نو په همدې ترڅ کې،چې کارګرانو پکې کار کاوه؛نو د اوښ د اورمېږ هومره چينه پکې راوخوټېده،چې پر حضرت علي يې زېرى وکړ . حضرت علي وويل : پر وارث يې زيرى وکړئ او بيا چينه بېوزليو،مسکينانو،ابن السبيل او في السبيل الله يې خپلوانو، پرديو، نږدېو، لريو،د جګړې په حال، د سولې په حال او … ته وقف کړه او په پاى کې يې وليکل : حضرت علي ځکه دا کار وکړ،چې پر هغه ورځ،چې ځينې څېرې سپينې او ځينې تورې شي،چې خپله څېره له اوره وساتي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،٣١٠ مخ ) له عبيدالله بن محمد بن عايشه يو روايت نقل کړى،چې خلاصه يې داده : يوه ورځ يو سوالګر له حضرت علي يو څه وغوښتل . حضرت علي ورته هغه شپږ درهم ورکړل،چې د اوړو اخستو لپاره يې ساتلي ول او د ورکولو پر مهال يې وويل : (( د يوه بنده ايمان هله نږه کېږي،چې پر هغه څه ډاډ ولري،چې له خداى سره يې لري؛نه پر هغه څه چې له خلکو سره يې لري . ))

راوي وايي : تر اوسه لا علي نه و ناست و،چې يو سړى له اوښ سره تېر شو حال داچې ويل يې : څوک دا اوښ پېري ؟ حضرت علي ورته وويل : بيه يې څو ده ؟ و يې ويل : يو سل او څلوېښت درهمه . حضرت علي وويل : که په نسيه يې ورکوې؛نو اخلم يې . سړى له خپل اوښه راکوز شو،چې خپل درهم واخلي،چې يو بل سړى راورسېد او پوښتنه يې وکړه : دا اوښ پېرې ؟ حضرت علي ورته و يې ويل : هو ! سړي وويل: په څو ؟ و يې ويل : په دوه سوه درهمه . و يې ويل : اخلم يې . اوښ يې واخست او دوه سوه درهمه يې ورکړل . حضرت علي ولاړ او يو سل او څلويښت درهمه يې د اوښ پلوري ته ورکړل او شپېته درهمه يې بي بي فاطمې ته ورکړل او د پېښې کيسه يې ورته وکړه،چې دا هغه ژمنه ده،چې خداى له نېکچارو سره کړې ده او و يې ويل :(من جاء بالحسنه فله عشر امثالها )

( ذخاير العقبى :٧٩ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٣،٣٩٢ مخ) او ( بيهقي؛ سنن : اتم ټوک،١٨١ مخ ) هم د حضرت علي د سخاوت، بښنې او تواضع په اړه روايتونه نقل کړي دي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست