بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ موضوع : کبر کبر او ځانمني، سرټيټی راوړي. کبر، خورا بده کړنه ده. کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي. ځانمني او کبر، ښویېدنه ده. ځانمني (کبر)، د شرف آفت دی. تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. کبر، د دښمنۍ او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ
موضوع : کبر
کبر او ځانمني، سرټيټی راوړي.
کبر، خورا بده کړنه ده.
کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي.
ځانمني او کبر، ښویېدنه ده.
ځانمني (کبر)، د شرف آفت دی.
تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی.
کبر، د دښمنۍ او سپېره توب لامل دی.
کبر، خورا ناوړه عیب او نیمګړتیا ده.
تکبر، د ناپوهۍ سرچینه ده.
کبرجن نشتمن، ډېر احمق دی.
کبرجن پوهه نه زده کوي.
کبرجن ملګری نه لري.
له کبر سره، ستاینه نه وي.
په کبر عزت، ذلت دی.
ناپوهۍ ته، کبر بسیا دی.
پوپناه کېدنه، په ډېر کبر کې ده.
دنیاپال کبرجن، کوشنی دی.
تکبر، د ابلیس ستره لومه ده.
د کبر پایله؛ کنځل دي.
یوازې پست او ټيټ انسان، کبر کوي.
د کبر په څېر، هېڅ څيز دښمني زیږولی نشي.
رښتیا، که کبر وکړې، الله تعالی دې ذلیلوي.
تکبر، انسان سرکوزوي.
څوک چې په خپلې واکمنۍ کې کبر وکړي؛ نو خوارېږي.
څوک چې پر خلکو کبر وکړي، خوارېږي.
په پوره حماقت، په نشتمنۍ کې کبر راولاړېږي.
چاچې د کبر او اسراف جامې واغوستې؛ نو فضایل، ښېګڼې او شرافت یې رېبلی دی.
بې اندازې ستاینه، کبر پیدا کوي او ټګۍ ته ورنژدې ده.
په شتمنۍ کې کبر، په نشتمني کې د ذلت تخم دی.
کبر، انسان په ګناهونو کې ورپرېوتو ته کاږي.
څوک چې کبرجن شو، دښمنوالېږي.
کبر یو پرېوتی طبیعت او مزاج دی، څوک چې ډېر پرې لګیا شي، ځان تری تموي.
کبر، زړونه د وژوونکیو زهرو په څېر نیسي.
یوازې ټول ورکنومي، پرېوتي کبرجن دي.
د کبر، سرغړاندۍ او ځانوینۍ په خوی کې خیر نشته.
د ویاړنې نوي راټوکېدلي بوټي له بیخه راونړوئ او د کبر څرکونه تت، وځپئ او تالا ترغۍ کړئ.
له هغو ځانګړنو، خویو او صفاتو الله تعالی ته پناه وروړئ، چې د کبر تخمونه پکې وي؛ لکه څنګه چې د زمانې له پېښو پناه وروړئ او د خپلې وسې هومره یې مبارزې ته چمتو وسئ.
له کبر او ځانمنۍ ډډه وکړه، چې د سرغړونې سر او د لوراند سرغړونه ده.
د کبر له جرړو، د ننګ وعار له لاسبرۍ او جاهلي تعصبونو ډډه وکړئ.
له ځانخوښونې او کبر ډډه وکړه، چې دښمنان دې ډېر وي.
له کبره ډډه وکړه، چې ستره ګناه، خورا ذلیله او پرېوتې نیمګړتیا او د ابلیس ګاڼه ده.
د الله تعالی پر بندګانو کبر مه کوئ، کبرجن چې هر څوک وي، الله تعالی به یې وځپي.
له دې ډډه وکړه، چې له الله پاک سره په ستریا او عظمت کې برابري وکړې، چې الله تعالی هر ځانمنی ذلیلوی او هر کبرجن خواروي.
که خپل کار دې وموند یا دې ځان وپېژنده؛ نو له دنیا مخ واړوه او پرهېزګار وسه؛ ځکه دنیا د بدمرغو کور دی، نه نېکمرغو، خوشحالي یې غولونه او ګاڼه یې غرور او کبر دی، وریځې یې خورې ورې او ډالۍ او ورکړې یې بېرته اخستوني دي.
په هغه څه دې کبر، چې نه ته هغه ته او نه هغه تا ته پاتېږي، له سترې ناپوهۍ دی.
د پینځو تنو پينځه بد څیزونه: د پوهانو کبر، د حکیمانو حرص، د شتمنو کنجوسي، د ښځو بې شرمي او د بوډاګانو زنا.
والله والله، ای د الله تعالی بندګانو! هسې نه د ځانمنۍ جامې واغوندئ، چې کبر د ستر شیطان ښارګوټی دی، چې په دې د وژوونکیو زهرو په څېر پر زړونو وردانګي.
ډېره ستاینه، غوړه مالي ده، چې تکبر راولاړوي او غولونې ته ورنژدې ده.
که الله پاک د کبر په باب چاته اجازه ورکولای؛ نو خپلو پېغمبرانو ته یې ورکوله؛ خو الله پاک کبر خپلو بندګانو ته خوښ کړی نه دی او عاجزي یې ورغوره کړې ده.
پر خپلوانو او همنوغو کبر کول، د انسان له خورا سترو بدیو ده.
د څلورو دلایلو له مخې، دولتونه له منځه ځي: اصول نالیدي ګڼل، کبر ، د پرېوتو خلکو مخکې کېدل او د فاضلو او پوهانو شاته کېدنه.
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
-
ټیګونه: