بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : ژبه ژبه، د زړه د خوالو ژباړنه ده ژبه، پر خپل خاوند سرغړانده ده. عقلمن، خپله ژبه کابو کوي. ژبه، د عقل ژباړنه ده. لیکل، د لاس ژبه ده. ژبه هغه داړنه ده، چې ایله شي؛ نو ټونګې وهي. انسان یې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې
موضوع : ژبه
ژبه، د زړه د خوالو ژباړنه ده
ژبه، پر خپل خاوند سرغړانده ده.
عقلمن، خپله ژبه کابو کوي.
ژبه، د عقل ژباړنه ده.
لیکل، د لاس ژبه ده.
ژبه هغه داړنه ده، چې ایله شي؛ نو ټونګې وهي.
انسان یې په ژبه تلل کېږي.
منندوینه، د نیت غږ او د زړه ژبه ده.
ژبه کابو کول او نېکي کول، د ستریا نښې دي.
رښتیا، د امانت ژبه ده.
پر کړاو صبر، د غندنې تېره ژبه پڅوي.
عقلمن او پوه زړه او خولوره ژبه، د بلاغت نښه ده.
د منافق ژبه (دې) خوشحالوي او زړه یې زیان دررسوي.
عقلمن هغه دی، چې خپله ژبه کابو کړي.
عقلمن هغه دی، چې ژبه یې یوازې د الله تعالی د یاد لپاره خوځي.
په اورېدو کې د ځان لپاره د انسان ګټه ده؛ خو په ژبه کې نورو ته ده.
ایمان، په ژبه تصدیق او په غړیو عمل دی.
د الله تعالی د احکامو عملي کول، خورا ګټور او د رښتیاوو ژبه، سینګاروونکې او ژغورندوی ده.
حکمت، هغه ونه ده، چې په زړه کې راټوکېږي او مېوه یې پر ژبه پیدا کېږي.
بنیادم په دوو کوشنیو څیزونو پورې تړاو لري: زړه او ژبه؛ که وجنګېږي؛ نو له زړه سره دې وجنګېږي او که ووایي؛ نو و دې وایي.
(له خلکو) غوښتنه؛ ژبه تړتړۍ، مړانه ځپي، عزتمن سرلوړی انسان، د خوار او ذلیل مريي مقام ته راکوزوي، پت لتاړي او روزي له منځه وړي.
سرغړونه، د بې لارېتوب او ناپوهۍ ژبه ده.
پر ژبه دې تر سرو او سپینو زرو ډېر پام کوه.
-له خپلو رونو سره ګوزاره کوه، په تونده ژبه ورسره مه چله، بد یې مه وایه او پېرزو پرې کوه.
له الله تعالی سره په زړه، لاس او ژبه مرسته وکړه، چې الله تعالی د خپل مرستندوی ضامن دی.
غیرت، ځیرکي، لاس کارونه او تونده ژبه دې کابو کړه او تر هغې چې غوسه دې سړېږي او عقل دې سر ته راځي؛ نو په دوی ټولو کې له بېړني هوډ او ځواک ښودنې ډډه وکړه.
-پر نېکیو امر کوه، چې نېک وسې او په لاس، ژبه او هره هڅه، د بدیو مخنیوی کوه.
دروغجن سره مه ملګری کېږه؛ خو ناچار وې؛ نو خبرې یې رښتیا مه ګڼه او مه یې خبروه، چې خبرې یې نه باوروې؛ ځکه دوستي دې پرېږدي؛ خپل خوی نه.
خپله ژبه کابو کړه، مخکې تردې چې بند دې اوږد او هلاک دې کړي؛ ځکه هغه ژبه چې له رښتیاوو لرې او ژرځوابې وي، د اوږده بند وړ ده.
اړمن ته ژر او په ښه توګه څه ورکړه او که یې نه ورکوې؛ نو په پسته ژبه او بښنه ترې تېر شه.
ژبه کابو کړئ، یو غشی دی، چې خطا لګي.
له دې ډډه وکړه، چې ژبه دې د خپل رور د غیبت لپاره وزله کړې یا دې په خپلې یو دلیل وي او لامل شي، چې بدي درسره وشي.
په هغه څیز کې له خبرو کولو ډډه وکړه، چې لار، طریقه او دود یې نه پېژنې او نه یې پر حقیقت پوهېږې، چې خبره دې، د عقل دلیل او عبادت دې، د معرفت څرګندوی وي؛ نوځکه د خوندیتوب تر بریده دې، ژبه کابو او ښې خبرې دې لنډې کړه، چې دا (دریځ) درته ښکلی او ستا پر فضیلت یو دلیل دی.
باخبر، ژبه د انسان د بدن یوه ټوټه ده، چې خبرې پرې کېږي او خبرې پرې هله کېږي، چې خبرو ته چمتو وي. موږ د خبرو د ملک امیران یو، چې ددې منګولو یو ښاخ، په موږ کې راننوتی او د ونې څانګې یې راباندې پرتې دي.
باخبر، نشتمني یو له کړاوونو دی او تر نشتمني سخته، رنځ ده او تر رنځ سخته، د زړه رنځورتیا ده.
باخبر، د الله تعالی له سترو نعمتونو، د شتو پرېماني ده او تردې اوچته، روغتیا ده او تردې غورهه، د زړه پرهېزګاري ده.
باخبر، څوک چې په چارو لاس پورې کړي؛ خو پای او پای یې ورته سنجولی نه وي؛ نو ځان یې پر درنو اندېښمنیو اخته کړی دی.
باخبر، عقلمن هغه دی، چې په سم اند، د افکارو خوا ته ولاړ شي او د چارو پای وسنجوي.
چې خپلوان مو اړمن ول؛ نو لاسنیوی یې وکړئ، چې په دې انفاق به مو له شتمنۍ څه کم نشي.
باخبر، که الله تعالی چاته په خلکو کې رښتونې ژبه ورکړه؛ نو تر هغه شتو غوره ده، چې په میراث یې پرېږدي او شکر یې هم و نه ایستل شي.
باخبر، له دنیا رامخه کړیو څيزونو، مخ واړو او مخه اړولو، (بېرته) مخ کړ او د الله تعالی ښو بندګانو، د لېږد نیت وکړ او ډېره لږه ناپایښته دنیا يې پر ډېر او پایښتي اخرت وپلوره.
پوه شئ، چې (له دنیا) د لېږد حکم درته شوی او د توښې پیدا کولو لار درښودل شوې؛ نوځکه، له دنیا دومره توښه واخلئ، چې سبا درته بسیا وي
رښتیانۍ خبره هغه ده، چې د حال ژبه یې څرګندوی وي.
رښتیا، ژبه دې چې په څه روږده کړې وي، هماغسې غواړي.
رښتیا، ژبه د مینې او دوستۍ څرګندویه او سترګې د دنننۍ مینې څرګندوونکې دي.
رښتیا، هغه نصیحت (پند) چې هېڅ غوږ یې دباندې و نه غورځوي او یوه ګټه هم برابري، ورسره و نه کړي، هغه پند دی، چې وینا پرې چوپ او د عمل ژبه یې څرګندویه ده.
چې لاس دې له سزا لنډ شو؛ نو په ژبه پرېمانه شکرونه وباسه
انسان، په ژبه (او خوله) نیول کېږي.
حضرت علي (ک) د ځينو امویانو او بې له دوی، په غندنه کې وویل: شیطان یې خپل چارواکی کړی او هغه هم دوی خپل شریکباڼي کړي او د دوی په سینو کې یې بچي اچولي او د زړونو ګوټونو ته یې ورننوتي، د دوی په سترګو ویني او په ژبو یې خبرې کوي او دوی یې پر ښویېدنو سواره کړي او ګناهونه یې ورښکلي کړي او هغه هم د شیطان په ژبه، باطلې او ناسمې خبرې وکړې.
ډېر ځل یوه ژبه، انسان ته زیانمنه وي.
و مې پوښتئ، مخکې تردې چې ما و نه مومئ؛ پر الله تعالی قسم، د قرآن کریم په هر آیت پوهېږم، چې د چا په باب او چېرې؛ په غره یا هواره ځمکه نازل شوی؛ پالونکي مې راته عقلمن او پوه زړه او ځغرده ژبه راکړې ده.
حضرت علي (ک) د رسول اکرم (ص) په باب ویلي: رسول الله (ص) منځلاری و، کړنې یې سم، وینا یې حق، فرمان یې عدل، خبره یې څرګنده، وینا او چوپتیا یې ځغرده ژبه وه.
خورا ناوړه خلک، هغه دي چې د مظلوم په ژبه مرسته کوي.
د نفس او ځان روژه، له ټولو ګناهونو (چې په لاس، ژبه، سترګو، غوږونو او پزې کېږي)، د پينځګونو حواسو ډډه کول دي او د بدیو له ټولو وزلیو، د زړه پاکي ده.
د الله تعالی بندګانو! له الله تعالی وډار شئ، د هغه چا د ډار په څېر چې خپل زړه یې (په ایتونو او الهي اثارو کې) پر اندنې بوخت کړی او د الله تعالی په یاد یې ژبه ارزښتمنه کړې او له (الله تعالی) ډار یې د ژغورنې ورځې ته پرېښی دی.
حضرت علي (ک) پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په هکله ویلي: ځینې یې بدچاري، په خپل زړه، لاس او ژبې بد بولي، دا هغه دی، چې نېک خویونه یې پوره کړي او یو شمېر یې په زړه او ژبه بد بولي؛ خو په لاس ورسره غرض نه لري (او د دین د ملاتړ په لار کې مبارزه نه کوي) دا هغه دی، چې له ښو چارو، یو خوی لري او یو یې تباه کړی او ځينې یې، بدچاري، یوازې په خپل زړه کې بدې ګڼي او په لاس او ژبه مبارزه ورسره نه کوي او نوموړی له درېیو ښو خویونو، یو وکړی او دوه نور یې لتاړلي او ځينې خو یې یو مخې په زړه، لاس او ژبې، له منکراتو نهې ته ورشا کړې او ترې نټه کوي (او کله هم د الله تعالی لپاره نه غوسه کېږي)؛ نو دا په ژوند کې مړي دي.
الله تعالی فرض کړي دي: ایمان؛ له شرکه د بندګانو د پاکۍ لپاره، لمونځ له کبر او سرغړونې د پاکۍ لپاره، روژه د خلکو د نیتونو د اخلاص ازمېیلو لپاره، زکات د روزۍ پرېمانۍ لپاره، حج د (مسلمانانو) د ځواکمنۍ لیدو لپاره، جهاد د اسلام عزتمنېدو لپاره، پر نېکیو امر، د خلکو سمونې لپاره او له بدیو منع، د بې عقلو د مخنیوي لپاره او پر خپلوانو لورنه، د پرېمانۍ لپاره او سزا د وینو خوندي کولو لپاره، د الهي حدودو پلي کول، د حرامو درنو ګڼلو لپاره، د شرابو نه څښل (له تباهۍ او زیانه) د عقلونو د ساتنې لپاره، غلا نه کول، د پاکلمنۍ د لازمېدو لپاره، زنا پرېښودل یې نسب ساتنې ته، لواط پرېښودل یې (د واده او) اولاد زېږونې لپاره، ګواهي او شاهدي یې، د منکر شویو څیزونو مرستې اخستو لپاره، د دروغو نه ویل یې د رښتیاوو د عزت او سرلوړۍ لپاره، اسلام یې د (دنیا و اخرت) له ډارونو، د خوندیتوب لپاره، امانتوالي یې، د ولس د چارو اوډون ته او اطاعت او ځانخبرې لاروي یې د مشرۍ او امامت د مقام عظمت لپاره فرض کړې ده.
ژبه سمه خوځوه، چې روغ پاتې شې. [خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا]
د ناپوه زړه، په خوله او د پوه ژبه په زړه کې ده.
د ناپوه زړه د ژبې تر شا او د پوه ژبه د زړه تر شا وي.
انسان ته ستره شتنمني، ژبه ساتل او نېکي کول دي.
څوک چې وکړاوونه، په ترخه ژبه ووایي، هوښیار او حکیم نه دی.
د عقلمن ژبه یې د زړه تر شا ده.
-د ناپوه ژبه یې د مرګ کونجي ده.
-پوهه، د رښتیاوو ژبه ده.
-ناپوهي، د حماقت ژبه ده.
-چې ژبه دې پر هر څه روږدې کړې، هماغه به درته وي.
-رښتونې ژبه تر شتمنۍ غوره ده، چې غوړه مال ته نه میراثېږي.
-د مقصر ژبه، لنډه ده.
-ښه ژبه، تل د الله تعالی پر یاد بوخته وي.
-امام علي (ک) د هغه په باب چې دا یې غنده وویل: ژبه یې د شاتو په څېر خوږه او زړه یې د کینې زندان دی.
که ژبه کابو کړې؛ نو ژغوري دې او که ایله یې کړې؛ نو هلاکوي دې.
د ځانښودي، ژبه پسته او خوږه ده؛ خو زړه یې رنځور دی.
ژبه دې هغه څه ته اړ باسي، چې تا پرې روږدې کړې او نفس دې هغه څه دی، چې تا ورمینوال کړی دی.
د حال ژبه د وینا تر ژبې ډېره رښتونې ده.
د نېکۍ ژبه، د ناپوهانو د سپکاوۍ مخه نیسي.
څوک چې خپله ژبه کابو کړي؛ نو د ځان عزت یې کړی دی.
څوک چې خپله ژبه کابو کړي؛ نو له پښېمانۍ به خوندي وي.
څوک چې خپله ژبه مزبوته او کابو کړي؛ نو عقل یې سنجولی دی.
پر چاچې ژبه واکمنه وي؛ نو دده د هلاکت حکم ورکوي.
څوک چې خپله ژبه کابو کړي، له پښېمانۍ بچېږي.
څوک چې خپله ژبه ایله کړي؛ نو خپله چټي شتمني یې ښکاره کړې ده.
څوک چې د پوهې او حکمت خاوند وي، دا ځانګړنې لري: له خپل اوچت (او مافوق) سره مخالفت نه کول، تر لاس لاندې ته سپک نه کتل، چې څه دې په واک او وس کې نه وي، ذمه واري یې نه اخستل، ژبه له خولې او وینا له کړنو سره همغږي کول، پر څه چې نه پوهېږي، په باب یې خبرې نه کول او چې کار ته دې ورمخه کړه؛ نو نه ورشا کول او په کمزورۍ کې یې نه غوښتل.
-څوک چې خپله ژبه کابو نه کړي، ایمان یې ټينګ نه دی.
که ژبه نه وي، انسان خو مازې تنه، انځور یا څاروی دی. (انسان ګړېدونګی څاروی دی)
د قرآن کریم پر هر آیت پوهېږم، چې چېرې او پر چا نازل شوی دی، نزول یې پر شپه و یا ورځې، په غره یا بېدیا کې و، په رښتیا پالونکي مې، ډېر عقلمن او پوه زړه او خولوره ژبه راکړې ده.
د اسلام کچه، ژبه په رښتیاوو چلول دي.
د انسان مړانه یې رښتونې ژبه کارول دي.
زړه، د خبرې د راټوکېدو ځای، اند یې د ورسپارلو، عقل یې سم راایستونی، ژبه یې ډاګېزونې، توري یې تنه، مانا یې روح، ګاڼه یې اِعراب او تنظیم یې سموالی دی.
دا ژبه له خاونده یې سرغړوونکې ده او د مؤمن د آخرت لپاره د خپګان لامل او ټوله هڅه یې دا ده، چې کابو یې کړي.
ښایي، انسان له ځانه خبر، پر زړه څارن او خپله ژبه کابو کړي.
څه چې د انسان په ژبه ویل کېږي، د انسان د عقل نښه ده.
څوک چې په هره ژبه خبرې کوي، ژبه یې د عقل څرګندوونکې ده.
باید د هر قوم مشر دا ځانګړنې ولري: عقلمن او پوه زړه، ځغرده ژبه، د حق پلي کولو ته ځان او همداراز وسمن وي.
د هر چا ژبه یې د عقلا او وینا یې د فضیلت ښودونکې ده.
له هغه خوشحال یم، چې عقل یې پر ژبې لاسبر دی او ولیدل نشي، چې ژبه یې پر عقل ور واوړي.
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي