تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ چې کله (د قيامت ستره) پېښه،پېښه شي . (۱) لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿۲﴾ (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته . (۲) خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ﴿۳﴾ (دا پېښه د کافرانو) ټيټوونکې او [د مومنانو] لوړوونكې ده . (۳) إِذَا […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ چې کله (د قيامت ستره) پېښه،پېښه شي . (۱)
لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿۲﴾ (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته . (۲)
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ﴿۳﴾ (دا پېښه د کافرانو) ټيټوونکې او [د مومنانو] لوړوونكې ده . (۳)
إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا ﴿۴﴾ چې کله ځمكه پوره ولړزول شي . (۴)
وَبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ﴿۵﴾ او غرونه وړه وړه کړای شي . (۵)
فَكَانَتْ هَبَاء مُّنبَثًّا ﴿۶﴾ نو خوره وره دوړه شي . (۶)
وَكُنتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿۷﴾ او (پر هغې ورځ) تاسې درې ګونې ډلې شئ . (۷)
فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۸﴾ نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛(د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي! (۸)
وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۹﴾ او(د كيڼ لاس) بدمرغه ياران؛(د كيڼ لاس) بدمرغه ياران څوك دي! (۹)
وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿۱۰﴾ او (درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، (۱۰)
أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۱۱﴾ همدوى (الله ته) ورنژدې دي . (۱۱)
فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۱۲﴾ (چې) له نعمتونو په ډكو(جنتي) باغونو كې دي . (۱۲)
ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ زياته برخه (يې) له مخكېنيو (امتونو) ده، (۱۳)
وَقَلِيلٌ مِّنَ الْآخِرِينَ ﴿۱۴﴾ او لږ يې له روستنيو (امتونو) ده (۱۴)
عَلَى سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ ﴿۱۵﴾ دوى (= مقربان) پر  پسولل شويو تختونو،(۱۵)
مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ ﴿۱۶﴾ يو بل ته مخامخ، ډډه پرې وهلي. (۱۶)
يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ ﴿۱۷﴾ پر دوی به (چوپړ ته) تلپاتي ژڼي ګرچاپېره ګرځي؛ (۱۷)
بِأَكْوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ ﴿۱۸﴾ د روان څښاک له ډكو پيالو، کوزو او جامونو سره ، (۱۸)
لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ ﴿۱۹﴾ چې په څښلو به يې سرخوږ او مستي پرې رانشي . (۱۹)
وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ﴿۲۰﴾ او راز راز مېوې،چې دوی یې خوښوي. (۲۰)
وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۱﴾ او د مرغانو غوښې، چې زړه یې ورته کېږي. (۲۱)
وَحُورٌ عِينٌ ﴿۲۲﴾ او غټ سترګې حورې؛ (۲۲)
كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ ﴿۲۳﴾ لكه په سيپۍ کې مرغلرې . (۲۳)
جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ دا یې د كړنو بدله ده. (۲۴)
لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا ﴿۲۵﴾ هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري . (۲۵)
إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا ﴿۲۶﴾ يوازېنۍ خبره، چې اوري،هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)). (۲۶)
وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ ﴿۲۷﴾ او د ښي لاس ياران؛د ښي لاس ياران څوك دي! (۲۷)
فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ ﴿۲۸﴾ (هغوى) د نا اغزنو بېرو( تر سيوري) لاندې دي، (۲۸)
وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ ﴿۲۹﴾ او د كيلو تر وږیزو ونو لاندې، (۲۹)
وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ ﴿۳۰﴾ او په خورو سيورو كې دي، (۳۰)
وَمَاء مَّسْكُوبٍ ﴿۳۱﴾ او د ځړوبیو ترڅنګ دي . (۳۱)
وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ ﴿۳۲﴾ او (ورته) پرېمانه مېوى (دي)، (۳۲)
لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ ﴿۳۳﴾ چې نه پاى ته رسي او نه يې جنتيان له خوړو منع کېږي، (۳۳)
وَفُرُشٍ مَّرْفُوعَةٍ ﴿۳۴﴾ او تر څنګ به يې (په اخلاقو او ښکلا کې) عزتمنې مېرمنې وي . (۳۴)
إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء ﴿۳۵﴾ [چې] په حقيقت كې موږ دوى په (نوي) پنځون سره رامنځته كړي . (۳۵)
فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا ﴿۳۶﴾ او پېغلې کړې مو دي،(۳۶)
عُرُبًا أَتْرَابًا ﴿۳۷﴾ خپلو همزولو مړونو ته ګرانې دي .(۳۷)
لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۳۸﴾ (دا هر څه) د ښي لاس د يارانو دي . (۳۸)
ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۳۹﴾ چې يو شمېر یې له ړومبنيو (امتونو) دي . (۳۹)
وَثُلَّةٌ مِّنَ الْآخِرِينَ ﴿۴۰﴾ او يو شمېر يې له روستنيو (امتونو) دي . (۴۰)
وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ ﴿۴۱﴾ او د كيڼ لاس ياران؛ څوك د كيڼ لاس ياران دي (چې كړنليكونه يې د دوى د ناوړو كړنو په نښه د دوى كيڼ لاس ته وركول كېږى)! (۴۱)
فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ ﴿۴۲﴾ دوى د تود باد په تپونو او خوټېدلو اوبو كې دي . (۴۲)
وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ ﴿۴۳﴾ او د تور لوګي تر سيوري لاندې! (۴۳)
لَّا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ ﴿۴۴﴾ [چې] نه به سوړ وي او نه ګټور . (۴۴)
إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ ﴿۴۵﴾ (ځكه) چې دوى تردې مخكې (په دنيا كې) شتمن مشران ول (چې آخرت ته يې شا کړې وه)
. (۴۵)
وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنثِ الْعَظِيمِ ﴿۴۶﴾ او پر ستره ګناه ټينګار كاوه،(۴۶)
وَكَانُوا يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَئِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۴۷﴾ او تل يې ويل:(( چې ومرو او خاورې او (وراسته) هډوكي شوو؛ نو ايا راپاڅول کېږو؟!  (۴۷)
أَوَ آبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿۴۸﴾ او ايا زموږ تېر پلرونه (هم را پاڅول كېږي)؟!)) (۴۸)
قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ ﴿۴۹﴾ ووايه : (( بېشكه مخكېني او روستني (ټول)،(۴۹)
لَمَجْمُوعُونَ إِلَى مِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۵۰﴾ هرومرو د ټاکلې ورځې په ژمنځای کې راغونډېږي، (۵۰)
ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ ﴿۵۱﴾ بيا به اى تاسې بېلاريو دروغجنو! (۵۱)
لَآكِلُونَ مِن شَجَرٍ مِّن زَقُّومٍ ﴿۵۲﴾ بېشکه ‏د زقوم له ونې به وخورئ (۵۲)
فَمَالِؤُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿۵۳﴾ چې خېټې ترې ډکوئ . (۵۳)
فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ ﴿۵۴﴾ او له پاسه به خوټېدلى اوبه پرې ورڅښئ؛(۵۴)
فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿۵۵﴾ او داسې به يې څښئ؛لكه جل وهلى اوښ يې،چې څښي . (۵۵)
هَذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ ﴿۵۶﴾ دا يې د جزا پر ورځ (لومړۍ) مېلمستيا ده !)) (۵۶)
نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ﴿۵۷﴾ تاسې خو موږ پيدا كړئ؛ نو ولې (په قيامت كې له سره پر نوي پنځون) باور نه كوئ؟! (۵۷)
أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُونَ ﴿۵۸﴾ آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟! (۵۸)
أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿۵۹﴾ ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځوونکي یو؟! (۵۹)
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۶۰﴾ موږ ستاسې ترمنځ مرګ اېشلى او تر موږ څوک وړاندې کېدوني نشته (او بېوسې نه يو)، (۶۰)
عَلَى أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۱﴾ (او كولای شو) چې ستاسې پر ځاى نور راولو او تاسې په داسې يوه نړۍ كې له سره نوي پيدا كړو، چې پرې نه پوهېږئ.  (۶۱)
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذكَّرُونَ ﴿۶۲﴾ او په ييقين، تاسې خو په لومړني پنځون (دنيا) پوهېدلي ياست؛ نو ولې پند نه اخلئ (چې ورپسې بله نړۍ هم شته)؟! (۶۲)
أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ ﴿۶۳﴾ ایا څه چې كرئ، په باب يې تاسې غور ‏كړى دى؟! (۶۳)
أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ ﴿۶۴﴾ ايا تاسې يې رازرغونوئ يا يې موږ رازرغونوونکي يو؟! (۶۴)
لَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ﴿۶۵﴾ كه وغواړو دا (کښتونه) به مات مات ډکي كړو؛ نو هېښنده به شئ! (۶۵)
إِنَّا لَمُغْرَمُونَ ﴿۶۶﴾ (داسې چې ووايئ: ) په رښتيا تاواني شوي یو؛(۶۶)
بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۶۷﴾ بلكې بیخي بې برخې کړای شوي یو! (۶۷)
أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاء الَّذِي تَشْرَبُونَ ﴿۶۸﴾ ايا هغه اوبه چې څښئ،تاسې وركتلي دي؟! (۶۸)
أَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنزِلُونَ ﴿۶۹﴾ ايا دا تاسې له ورېځو راورولي، که موږ يې راوروونكي يو؟! (۶۹)
لَوْ نَشَاء جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ﴿۷۰﴾ كه وغواړو؛ تروې ترخې به یې كړو؛نو ولې شكر نه باسئ؟ (۷۰)
أَفَرَأَيْتُمُ النَّارَ الَّتِي تُورُونَ ﴿۷۱﴾ ايا هغه اور،چې بلوئ،تاسې وركتلي دي؟! (۷۱)
أَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنشِؤُونَ ﴿۷۲﴾ ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟! (۷۲)
نَحْنُ جَعَلْنَاهَا تَذْكِرَةً وَمَتَاعًا لِّلْمُقْوِينَ ﴿۷۳﴾ موږ اور د (دوزخ) دریادولو وزله او اړمنو ته د ژوند سامان ګرځولی دی. (۷۳)
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۷۴﴾ (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)، (۷۴)
فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ ﴿۷۵﴾ نو د ستوريو پر ځايونو قسم (او د راختو او پرېوتو پرځايونو یې)!(۷۵)
وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ﴿۷۶﴾ او كه پوه شئ البته دا ډېر ستر سوګند دى! (۷۶)
إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ ﴿۷۷﴾ بېشکه چې دا (قرآن) عزتمن لوستونى دى، (۷۷)
فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ ﴿۷۸﴾ (د الهي علم) په پټ کتاب کې ، (۷۸)
لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ ﴿۷۹﴾ چې يوازې پاکان لاس وروړاى (او پرې پوهېداى) شي . (۷۹)
تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ (او) د نړۍ د پالونکي له لوري رالېږل شوى دى .(۸۰)
أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنتُم مُّدْهِنُونَ ﴿۸۱﴾ او ايا تاسې دا خبره (قرآن) سپکه [او سسته] ګڼئ،(۸۱)
وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ﴿۸۲﴾ او په دې نعمت کې تاسې خپله برخه دا ټاکلې چې دروغ یې ګڼئ ؟! (۸۲)
فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ ﴿۸۳﴾ نو ولې چې (ساه) ستوني ته ورسي (بېرته يې ستنولاى نشئ)؟! (۸۳)
وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ ﴿۸۴﴾ او تاسې دا حال په سترګو وينئ (او څه كار مو له وسې پوره نه دى)؛ (۸۴)
وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَكِن لَّا تُبْصِرُونَ ﴿۸۵﴾ او موږ هغه ته ‏تر تاسې ډېر ورنژدې یو؛ خو د لیدانې په سترګو یې نه وینئ. (۸۵)
فَلَوْلَا إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ ﴿۸۶﴾ نو كه (په قيامت كې مو د كړنو) سزا نه دركول كېږي [او څه حساب او كتاب نه وي] ، (۸۶)
تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۸۷﴾ كه رښتيني ياست؛ نو ولې هغه (وتلې ساه) نه راګرځوئ! ! (۸۷)
فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۸۸﴾ نو كه دا (ساه وتلى) الله ته له نژدې کړای شویو کسانو ځنې وي، (۸۸)
فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ ﴿۸۹﴾ نو (ورته) هوسايي، خوږ وږمه (ګلان) او له نعمتونو ډك (جنتي) باغونه دي . (۸۹)
وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۰﴾ او كه د ښي لاس له يارانو ځنې و، (۹۰)
فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۹۱﴾ نو (ورته ويل كېږي : ) پر تا دې د ښي لاسو لخوا سلام وي! (۹۱)
وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ ﴿۹۲﴾ او كه دا (ساه وتلى) له دروغجنو بېلاريو ځنې و،(۹۲)
فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ ﴿۹۳﴾ نو  د دوزخ د خوټېدلو اوبو مېلمستيا ورچمتو ده، (۹۳)
وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ﴿۹۴﴾ او برخليك يې د جهنم اور ته ورننووتل (او سوځېدل) دي؛ (۹۴)
إِنَّ هَذَا لَهُوَ حَقُّ الْيَقِينِ ﴿۹۵﴾ بېشكه دا (مطالب) یو یقیني حقیقت (حق الیقین) دى ! (۹۵)
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۹۶﴾ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح وايه (او پاک يې وګڼه) .(۹۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!