تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې  موضوع :چوپتیا   چوپتیا، هیبت او وقار دی چوپتیا، ژغورنه ده چوپتیا، د زغم نښه ده. چوپتیا، د اند جنت دی. چوپتیا، وقار او روغتیا ده. غوره چوپتیا، له ګناه چوپتیا ده. چوپتیا، د بدرنګیو پرده ده. چوپتیا، زغم ته ښه ملګرې ده. ډېره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې 

موضوع :چوپتیا

 

چوپتیا، هیبت او وقار دی

چوپتیا، ژغورنه ده

چوپتیا، د زغم نښه ده.

چوپتیا، د اند جنت دی.

چوپتیا، وقار او روغتیا ده.

غوره چوپتیا، له ګناه چوپتیا ده.

چوپتیا، د بدرنګیو پرده ده.

چوپتیا، زغم ته ښه ملګرې ده.

ډېره چوپتیا، مړانه زیاتوي.

د چوپتیا په څېر، زغم نشته.

د چوپتیا په څېر، عبادت نشته.

د چوپتیا په څېر، وقار او ښکلا نشته.

تر چوپتیا، ستر پاسوال نشته.

تر چوپتیا، غوره زېرمتون نشته.

د احمق غوره ځواب، چوپتیا ده.

په چوپتیا، وقار زیاتېږي.

چوپتیا کوه، چې روغ رمټ به وې.

چوپتیا، د ژغورنې لامل دی.

چوپتیا کوه، چې اند دې روښانه شي.

بې اندنې چوپتیا، بې خولې توب دی.

چوپتیا، د پوهې ښکلا او د زغم نښه ده.

چوپتیا کوه، چې ډېره لږه ګټه یې روغتیا ده.

چوپتیا کوه، چې روغتیا درکوي او له پښېمانۍ دې خوندي کوي.

د عقلمن خبره ځواک او د ناپوه ځواب چوپتیا ده.

بې ستړیا چوپ وسه، چې چوپتیا د عالم ګاڼه او د ناپوه (د بدیو) پوښوونکې ده.

د احمق لرېوالی، تر نژدېکت یې ښه او چوپتیا یې تر خبرو غوره ده.

د حکمت او پوهې په باب چوپتیا ارزښت نه لري؛ لکه چې په باطلو خبرو کې خیر نه وي

څوک چې د چوپتیا پابند وي؛ نو له غندنې بې غمه دی.

تر څرګندې وینا خو په نااړتیا کې چوپتیا ښه ده.

عقلمن هغه دی، چې د ناپوهانو په سزا کې چوپتیا غوره کړي.

ډېرې خبرې شته، چې چوپتیا یې ځواب دی.

ډېرې خبرې دي، چې چوپتیا ترې غوره ده.

ډېرې چوپتیاوې شته، چې تر خبرو کولو څرګندې دي.

د ناپوه چوپتیا یې د خوالو ساتونکې ده.

چاچې چوپتیا خپله کړه، له دښمنۍ څنډې ته کېږي.

هغه چوپتیا چې روغتیا دروړي، تر هغې وینا غوره ده، چې پایله یې ستا غندنه وي.

هغه چوپتیا چې عزت درکوي، تر هغې خبرې غوره ده، چې پایله یې پښېماني وي.

هغه چوپتیا چې وقار دربښي، تر هغې خبرې غوره ده، چې د ننګ جامې دراغوندي.

چاچې چوپتیا غوره کړه؛ نو روغ رمټ پاتېږي او د هغه په څېر دی، چې خبره وکړي او غنیمت یوسي.

که په خبرو کې بلاغت/ څرګند ویل وي؛ نو په چوپتیا کې له ښویېدنې روغتیا ده.

د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې کړنې، پوهه، دوستي، دښمني، اخستنه، ورکړه، خبرې او چوپتیا یې، نږه د الله تعالی لپاره وي.

هغه چوپتیا چې پای یې ښه وي، تر هغې خبرې ډېره غوره ده، چې ویل یې غندنه وي.

هغه چوپتیا چې روغتیا دروړي، تر هغې وینا غوره ده، چې پایله یې ستا غندنه وي.

هغه چوپتیا چې عزت درکوي، تر هغې خبرې غوره ده، چې پایله یې پښېماني وي.

هغه چوپتیا چې وقار دربښي، تر هغې خبرې غوره ده، چې د ننګ جامې دراغوندي.

هغه چوپتیا چې روغتیا دروړي، تر هغې وینا غوره ده، چې پایله یې ستا غندنه وي.

هغه چوپتیا چې عزت درکوي، تر هغې خبرې غوره ده، چې پایله یې پښېماني وي.

هغه چوپتیا چې وقار دربښي، تر هغې خبرې غوره ده، چې د ننګ جامې دراغوندي.

عقلمن په چوپتیا کې غور او سوچ کوي، په خبرو کې یې الله تعالی یاد وي او چې ویني؛ نو عبرت اخلي.

چوپتیا، د مړانې او وقار جامې دراغوندي او د عذر غوښتنې له ستونزې دې بچوي.

د مؤمن چار (الله تعالی ته) ورنژدې، همت یې لوړ، چوپتیا یې ډېره او کړنې یې نږه دي.

څه چې ځان ته خوښوې، خلکو ته یې هم خوښ کړه او وکړنې، پوهه، دوستي، دښمني، اخستنه، ورکونه، خبرې او چوپتیا دې یوازې الله تعالی ته نږه کړه.

که د ځان روغتیا او د خپلو بدیو پټول غواړې؛ نو خبرې دې لږې او چوپتیا دې ډېره کړه، چې اند دې پراخ او زړه دې روښانه شي او خلک دې له لاسه خوندي وي.

که پر وینا لاسبر شوې؛ نو له دې ډډه وکړه، چې پر چوپتیا لاسبری شې.

وه وه له هغه پوه او عالم چې پوهېږي او له ډېر ویلو خوله نیسي او له جګړې او وینې تویولو ډارېږي او مرګ ته چمتو وي، که وپوښتل شي، څرګند ځواب ورکوي او که و نه پوښتل شي، چوپ کېني، خبره یې سمه او چوپتیا یې په دې پار نه ده، چې ګنې له ځواب ورکونې بېوسې دی.

مؤمن ورین تندی، غم یې په زړه کې، سینه یې تر هر څه پراخه، نفس یې تر هر څه خوار، مقام بد بولي، ریا (ځانښودنه) نیمګړتیا ګڼي، خپګان یې اوږد، غم یې ژور، چوپتیا یې ډېره، وخت یې بوخت، زغمناک او منندوی، په خپل اند او سوچ کې ډوب، پر خپل چلن ناوړګومانه، کړنې یې نرمې او پستې، نفس یې د ګرانیټ له سختې ډبرې خورا سخت او تر مریي ذلیل او خوار دی

امام علي (ک) د رسول اکرم (ص) په باب ویلي: رسول الله (ص) منځلاری و، کړنې یې سم، وینا یې حق، فرمان یې عدل، خبره یې څرګنده، وینا او چوپتیا یې ځغرده ژبه وه.

آل محمد (علیهم السلام) د زغم راژوندي کوونکي او د ناپوهۍ له منځه وړوونکي دي، زغم یې له کړنو او چوپتیا یې له ویناوو درڅرګندېږي، له حق سره مخالفت نه کوي او اړپېچ (هم) پکې نه لري؛ نوځکه حق تل پکې څرګند (ناطق) چوپ او رښتونی ګواه دی.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست