تبلیغات

  لیکنه : اجرالدین اقبال سریزه : پالونکي هستۍ په عدالت درولې ده، خپله هم عادل دی او د بشري ټولنو پایینه هم په عدالت ده. عدالت د اسلام یو آر دی، چې بې عدالته ټولنې ته په هر اړخیزه توګه اسلامي ټولنه ویلای نشو. په ټولنه کې د عدالت پلي کولو ته پوهه اړینه […]

 

لیکنه : اجرالدین اقبال

سریزه : پالونکي هستۍ په عدالت درولې ده، خپله هم عادل دی او د بشري ټولنو پایینه هم په عدالت ده. عدالت د اسلام یو آر دی، چې بې عدالته ټولنې ته په هر اړخیزه توګه اسلامي ټولنه ویلای نشو. په ټولنه کې د عدالت پلي کولو ته پوهه اړینه ده او بې پوهې عدالت ناشونی دی او بېلګه به یې د هغې بوډۍ وي، چې یو مارغه یې نیولی و او د پښو نوکان یې ورایستل چې ګنې د مور یې ورپام نه و او یا که څوک د افغانستان په ټولنه کې چارواکی وي، د دیني او ملي ارزښتونو په نه پامنیوي، د قوم، ژبې، لوري او ګوند ملحوظات په پام کې نیسي او پایله یې پر ظلم ککړې ټولنه رادبره کول دي. د عدالت راوستو لپاره، سیاسي، ټولنیزه، اروایي، ټولنپوهنېزه او دیني پوهه خورا اړینه ده او له دې سره جوخت سیاسي اخلاقي او وټیزه تقوا.

بلخوا رسنی د ټولنې د فرهنګي کچې لوړولو لپاره خورا اغېزمنې دي، په تېره اوسني حال کې ټولنېزې رسنۍ. باید له دې وزلیو په پوهه د عدالت دودولو لپاره سم کار واخلو، که نه د خیر پرځای به شر راولاړ کړي، چې دا زموږ له ملي او دیني کچو سره اړخ نه لګوي. دلته پر مسالې د هر اړخیزې پوهاوۍ لپاره د یو دیني اندیال د شننې پښتو ژباړه را اخلو هیله ده چې درته ګټوره وي.

د پوهې او عدالت تړاو

انسانان د عدالت او آزادۍ په څېر مقولاتو ته ارزښت ورکوي او هیڅ ژوندۍ ټولنه ځان ددې ډول مسایلو له مطرحولو بې پروا نه ګڼي او په رښتیا هم بې پروا ترې نه ده. ددې مقولاتو اوڅارول د ټولنو د سیاسي او عقلاني ژوند نښه ده. کومه ټولنه چې دا مقولات نه اوڅاروي، خپله بې نیازي نه څرګندوي؛ بلکې خپل غفلت، بې دردي او ځوړتیا په ډاګه کوي. په ټولنه کې تل ددې ویناوو اوڅارول، هم د دیندارۍ شرط دی او هم د انسانیت.

د عدالت په اړه ویینه، ډېر اړخونه او پېچلتیاوې لري؛ خو موږ دلته د پوهې او عدالت د تړاو په هکله یوه شننه لرو، ښه ده چې په سریزه کې د «عدالت» تاریخي ویینې ته په لنډو څه اشاره وکړو:

د اندیالانو «عدالت» ته د بشر د اندنې د تاریخ له سباوونه ورپام و

۱- د بشري اندنې د تاریخ له سباوونه؛ یعنې د اپلاتون له پېر راهیسې، د اندیالانو د «عدالت» موضوع ته ورپام و. انسانان تل ددې زړه راکښوني موجود څوبمن ول، کوم ظلم چې پر مخلوقاتو کېده، کافي وه چې د عدالت څوبمن یې په اړه حساس او هوښیار وي. اپلاتون او لارویانو یې د عدالت په باب فلسفي ویینې کړي او هڅه یې کوله، چې حقیقت یې تعریف کړي؛ خو که د عدالت یو مشخص تعریف هم ونه کړای شو، لږ تر لږه ویلای شو چې د «توکم پالنې نشتون» او «د مساوات رعایتول» د عدالت یو له آریزه لوازمو څخه دي؛ خو مساوات د ګردو ترمنځ نه؛ بلکې د هغوی ترمنځ چې له یو رنګ او مساوي استحقاقه برخمن وي. نو ځکه د عدالت د منځپانګې یوه برخه په شونتیاوو او تمتعاتو کې د «تبعیض او توکم نشتون» دی (د قانون پر وړاندې مساوات او د عامه مصلحت رعایتول د عدالت دوه نور ارکان دي، چې ډېرې ویینې پرې شوې دي).

شتمني او ځواک په عدالت پورې اړوند مهمې مقولې دي

انسانانو ته په نعمتونو کې «شتمني» او «ځواک» خورا مطلوب او زړه راښکوني وو او د اندیالانو او عادلینو ورته پام و.

عدالت غواړي په دې لټه کې ول، چې مستحقین دې له «شتمنۍ» او «ځواکه» یو رنګ برخمن وي. هیچا ددې دواړو مقولو په اړه څه اړنګ – شک نه درلود (یوازې یو شمېر صوفیانو او شیخانو (راهبانو) چې شتمني او ځواک یې مازې شر باله) ټولو ستونزو له انحصاري ځواک، شتمنۍ او ترې له راولاړ شوي فساد او ظلمه سرچینه نېولې ده.

۲- په یوې لنډې او ټولیزې ډلبندۍ کې په لویدیځ کې د انسانانو د عدالت غوښتنې تاریخ په دوو مهمو سرباندې – فوق العاده انساني خوځښتونو کې ځلېدلی وینو.

په دیموکراسۍ کې ډېره پاملرنه د ځواک عادلانه وېش ته ده

د ړومبي خوځښت یعنې دموکراسۍ او ولسواکۍ ټول پام په ټولنه کې د ځواک عادلانه ویش ته و. دا خوځښت له ځانګړو اندنو، سیاسي فلسفو او انسان پیژندنې پیل شو،چې د مطلقه قدرت په مشروطولو پای ته ورسېد او مشروطه حکومتي غونډالونه او په ټولیز ډول ولسواک نظامونه یې معرفي کړل. دموکراسۍ، «ځواک» په نښه کړی و او له نظره یې د «قدرت عادلانه ویش» د عدالت مهمه شاخصه او څرګند ټکی و؛ یعنې د دې خوځښت موخه دا وه، چې د قدرت په هکله د وګړیو لومړنی حق واخستل شي او واک د یو قوم یا ځانګړې لړۍ په لاس کې پاتې نشي او په عادلانه توګه د هغو کسانو ترمنځ وویشل شي، چې د واکمنۍ او واک چلولو وړتیا لري او واک اخستو ته سمه سیالي په رسمیت وپېژندل او بهیر یې تعریف او وټاکل شي (ګوندونه، پارلمان او…)

سوسیالیزم عدالت د «شتمنۍ» په ویشنه کې لټاوه

دویم د «سوسیالیزم» خوځښت و، چې په نولسمه پېړۍ کې پیل او د شلمې پېړۍ په سر کې یې مېوه ونیوه. د سوسیالیزم عدالت غوښتنه ډېره «شتمنۍ»، له شتمني، اشرافیت، مالکیت او پوړیزې توکمپالنې راولاړ شوي قدرت ته وراړوېدلې وه او له نظره یې د عدالت مهمه ځانګړنه د «شتمنۍ ویش» شمېرل کېده. په بله وینا د سوسیالیزم د بنستګړو او مخکښانو موخه دا وه چې تردې روسته دې د امکاناتو، توکیزو – مادي برخمنیو او په ټولیز ډول د مالکیت د حق ویش یوازې د یوې ټاکلې طبقې په واک کې پاتې نشي، چې همدوی ترې برخمن او نور ترې بې برخې شي. د مارکسي سوسیالیزم خوځښت، که څه «عدالت» یې یو مخ بنايي چار ګڼه او د اخلاقیونو په سترګه سپېڅلتیا او تقدس ورته قایل نه و او ان له تخیلیی سوسیالیزمه – په دې دلیل چې سوسیالیزم اخلاقي ارزښتونو ته ایلوي – تښتېدو؛ خو سره له دې په لویی لاس د عدالت په چوپړ کې و. داسې چې راروسته ددې ښوونځي څوبمنو او پلویانو ورڅخه په دفاع کې، سوسیالیزم د عدالت چوپړیال معرفي کړ. لنډه دا، دواړو خوځښتونه د انسانانو د عدل غوښتنې پر غرېزې او انګېزې ولاړ ول او خلکو ته یې د عدالت ژمنه ورکوله؛ خو د یوه «قدرت» ته ډېر ورپام و او د بل «شتمنۍ» ته.

د سوسیالېزم او دموکراسۍ قوي او کمزوري ټکي

په تاریخ کې سوکه سوکه «دموکراسۍ» او «سوسیالیزم» د خپل قوت او کمزورۍ ټکي ښکاره کړل. «دموکراسي» یو زړه راکښونی ښوونځی و او خلکو ته یې د سیاسي آزادیو، دین ټاکنې، بوختیا ټاکنې، امنیت او د بشرې حقوقو د پلي کولو زېری ورکاوه. دا ټول جذاب زېري وو خو افسوس چې په دموکراسۍ کې د شونتیاوو او توکیزو – مادي برخمنیو په اړه لازمې ننګېرنې نه لیدل کېږي. له همدې لامله راروسته د مارکسېزم د ښوونځي مشرانو، دموکراتیکې ازادۍ بورژواییزې ټګۍ برګۍ وبللې او د پانګې د آزادۍ یوه فرع یې وګڼله او داسې وښووه چې دا آزادۍ یوازې د یو ځانګړي قوم د ګټو خوندي کولو او د یوې ټاکلې پاړکۍ – طبقې د حالاتو سمسمکي ته په پام کې وې او په دموکراتیکو سنبالولو او تدابېرو کې بشریت لکه څنګه چې بشریت دی د پام وړ نه دی او یوازې د ځانګړې طبقې چارې په پام کې دي او د خلکو واکمني پر خلکو نه، چې بیا هم پر نورو د یوې پاړکۍ – طبقې واکمني په پام کې نیول شوې ده. له همدې لامله مارکسېزم په بورژوا دموکراسۍ پسې په نیوکو پیل وکړ او هڅه یې وکړه چې د ټولنو بېوزلیو ته وروښیي، چې د دموکراسۍ ادعا یي عدالت مازې شګي ګل او سراب دی او باید د عدالت حقیقت په بل ځای کې ولټوو.

سوسیالېزم او مارکسېزم تر هرڅه ډېر د پانګوالۍ او پکې د پراته ظلم په کره کولو پسې راواخېسته، هغه ظلم چې په چل ول یې ځان د عدالت په جامو کې ښووه. سوسیالېزم خلکو ته د داسې ټولنې ژمنه ورکوله، چې انسانان پکې د خپلو اړتیاوو او استحقاق هومره له طبیعي نعمتونو او توکیزو شوونتیاوو – مادي امکاناتو برخمنېږي؛ هغه ټولنه چې یوه پاړکۍ – طبقه پر بلې زور نه چلوي؛ بې طبقې ټولنه چې مدیریت او قدرت پکې شته؛ خو د بېوزلیو پر ضد نه کارېږي، مفکوره او ایدیالوژي شته؛ خو نه د واکمن نظام مخونې ته. دا ژمنې چې ظاهراً پر قوي علمي اړمونو ولاړې وې د ډېری انسانانو پر زړونو ښه ولګېدې – بیوزلي او اندیالان- د ډېری بېوزلیو او اندیالو انسانانو زړونه یې واړول او له مخې یې حکومت او ټولنه جوړه کړه او په همدې پېړۍ کې وزیږېد او پر پښو ودرېد او که ونه وایو چې ومړ؛ نو په همدې پېړۍ کې راوپرځېد هم.

په هر حال معلومه شوه دا ژمنې او شننې که څه هم له ښه نیته او څېړنې وې؛ خو په عمل کې له هومره ټینګښته برخمنې نه وې او که په رښتیا هم ددې اندنو بلونکي د عدالت پر تمه وو؛ خو کومې وزلې او افکار چې ددې نیت پر چاپېر رادبره شوي ول، له دې ژمنو او هیلو سره یې اړخ نه لګاوه. دا یوه بشري تجربه وه او باید د عبرت په سترګه ورته ووینو. باید د مارکسېزم له راښکاره کېدو او لوېدو پند واخلو؛ هغه علمي مارکسیزم (!) چې دا دی لوڅ لغړ د تاریخ په معبر کې درېدلی او له خجالته لړزېږي.

د عدالت په هکله د حضرت علي(ک) خبرې

۳- حضرت علي(ک) د وګړیو د حقوقو د رعایت، له ولس سره د والیانو د چلن او د شتمنۍ او واک په هکله (چې کله د «دنیا غندنې= ذم دنیا» په بڼه ښکاره شوي) ډېرې خبرې کړي، چې د اندیال سایت په نورو برخو کې یې پرېمانه لیدای شئ.

حضرت علي(ک) د خلافت منلو لپاره خپل دلایل داسې وویل:

«پر هغه الله قسم چې انسانان یې پیدا کړي او دانه په خاورو کې چوي که د خلکو راټولېدل نه وای، که ددې ملاتړو د ملاتړ غاړه پرانستل راباندې نه وای او که د هغه ژمنې په پار نه وای چې خدای له عالمانو اخستې چې د ظالمانو د مړښت او ظلم او د مظلومانو د لوږې پر وخت به صبر نه کوي او نه به کېني، خپل پخوانۍ چلن مې غځاوه، هماغه غړپ مې چې په پیل کې ددې خلافت پر سپرلۍ غړپ کړی و، اوس هم مې غړپاوه [ یعنې همدغسې مې ګوښه ګيري خپلوله] او لیده مو چې ستاسې دنیا [دا ریاست، شهوت، خوند، لذت، قدرت، واک او شتمني چې د لیونو په څېر یې په خپلولو او تملک پسې یاست] د وزې د پرنجي هومره را ته بې ارزښته ده».

نو ځکه خلافت او واکمني د حق پلي کولو، د ظالمانو د لاسونو لنډولو او مظلومان خپلو حقوقو ته د ورسولو لپاره یوه وزله ده. ددې لپاره نه ده چې یوه ډله له ډېر مړښته وچوي او بله له ډېرې لوږې ومري.

په دیني معارفو کې د «ذم دینا» مانا دا ده، چې شتمني او قدرت دومره خوار شي چې څوک د نورو مشروع حقوق و نه لتاړي

د «دنیا غندنه» په دیني معارفو، د دین د مشرانو، عالمانو او عارفانو په خبرو کې، یو سرباندې – فوق العاده مهم پیغام لري او دا د انسانانو په سترګو کې د شتمنۍ او قدرت خوارونه ده، چې د ډېر غوښتنې له وجهې د نورو حق لتاړ نه کړي څومره چې انسان ته شتمني او قدرت – خوندور او ګران وي؛ نو ډېر غوښتنې او د نورو د حقوقو لتاړولو ته یې راپاڅوي. د تمې او غوښتنې د لمبو کېنول، انسان د نورو د حقوقو له ضایعولو منع کوي.

دنیا د قرآن په تفسیر البته عین تفاخر (ویاړنه) تکاثر او لهو و لعب دی؛ خو په اندازه او چوکاټ کې. مطلق نفې یې هم همغومره ناروا او ناشونې ده، لکه پکې افراط او بې قیضې کېدل.

«دنیا غندنه» ددې لپاره نه ده، چې د صوفیانو په څېر له شتمنۍ او قدرته څنډې ته شو. له قدرته څنډې ته کېدل، قدرت نه بې خاونده کوي او د شتمنی ردول، شتمنې نه بې پالندویه کوي. د دنیا غندنې مانا داده چې انسانانو ته دنیوي مقولات دومره خواروي، چې دوی پر خپل حق او برید قانع وي او تردې ورهاخوا، داسې عملي لار ولټوي، چې له دې نعمتونو ناوړه ګټنه حداقل ته ورسوي.

حضرت علي(ک) په همدې باب، یوه بله مشهوره خبره هم لري، چې لید لوری یې ښه راڅرګندوي: ما متع غنی الا بما جاع به فقیر «موړ د نېستمن د لوږې په بیه موړ شوی دی».

یعنې کله چې یو جیب ډک شو، نښه یې داده چې بل جیب تش شوی دی. عین همدا پېښه په واک او قدرت کې هم ده. نوموړی د قدرت په اړه سرباندې – فوق العاده څرګندې خبرې لري او باید ټول مسلمانان د واک په هکله د علي(ک) له منطق او کچو سره اشنا وي.

د واک په هکله د حضرت علي(ک) خبرې

په یوه ځای کې خپل یو والي ته کاږي:

« دې ترلاسه کړي قدرت او منصب ته د یوې مړۍ په توګه مه وینه، دا کوم ښکاره نه دی، چې ډېره او لا ډېره ګټه دې در پر برخه شوې وي؛ بلکې دا مقام او منصب یو امانت درکړای شوی دی. د امانتوالۍ آداب د ښکارچي له ادابو سره توپیر لري».

مالک اشتر(رض) ته یې په یوه لیک کې تردې هم ډاګیزه کړي. مالک یې په عدالت واک چلولو ته بللی او ورته یې ویلی، چې پام دې اوسه «هیڅ څیز د خدای غوسه نه راپاروي او د خدای نعمت نه اړوي لکه پر ولس د واکمنو ظلم.»

په همدې لیک کې حضرت علي (ک) له نبي اکرم (ص) روایتوي: « یو امت او ملت هله پاکي ویني او مانیزه – معنوي او انساني سمسکی ور پر برخه کېږي، چې کمزوری پکې بې ډاره او بې تړتړيتوبه له غښتلي او قوی خپل حق واخلي».

په بله وینا، ضعیف کشي (مظلوم) او ضعیف پروري (ظالم) دواړه ناپاکه دي او باید دیني ټولنه له دواړو پاکه وي. د چار ظاهر خو دادی چې مساله یوازې په قضايي نظام پورې تړاو لري؛ خو که پام مو وي د دښمنۍ برید، د عدالت او حق پالنې روستۍ او خورا ټیټه مرتبه ده او باید د ځواکونو سمسکی، سنبالنه، د امکاناتو ویشنه او د حکومت دود او طریقه دومره عادلانه وي چې پر محرومیت، بې برخېتوب او حق لتاړنې پای ته ونه رسي، و به یې منو،چې دا سپارښتنه ټولو حکومتي نظامونو ته ده.

همدغسې یې مالک(رض) ته بله خبره ده «له اولسه ځان ډېر مه پټوه؛ ځکه اړیکې به خړې پړې کړي او د خلکو له حالاتو به دې خبرونه راټیټه شي…. والي هم یو انسان دی کوم څېزونه چې خلک ترې پټوي، خبرېدای ترې نشي او حق خو څه نښه نه لري چې خود په خوده په ډاګه وي». دا وینا په عدالت کې د خبرتیا ونډې ته اشاره لري، چې راروسته بحث پرې کوو.

«حق او تکلیف» د حضرت علي(ک) په سیاسي فلسفه کې

د حضرت علي(ک) د سیاسي فلسفې بل رکن په دې کلام کې دی:

لایجری لاحد الا جری علیه « څوک چې کوم حق لري، پر وړاندې به یې یو مکفیت هم ولري»

هیڅوک بې له خدایه نشته چې یوازې د یو اړخیز حق درلودونکی وي؛ یعنې حق لري خو مکلفیت ونه لري. حضرت علي(ک) دا خبره یوازې د حکومتونو په باب کړې؛ یعنې له نظره یې کوم واکمن چې د ولس په اړه حقوق او اختیارات لري، هومره مسوول هم دی. داسې نه ده، څوک چې واکمن شي؛ نو رورو به یې مکلفیتونه له منځه ځي. حقیقتاً د یو سیاسي غونډال د سلامتۍ یو له نښو ځنې دا ده، له دې سره جوخت چې خپلو وګړیو ته حقوق او واک ورکوي، ډېر مکلفیتونه یې هم ورته وضع او فرض کړي.

النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُوْلُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا (الاحزاب/۶) = پېغمبر خو مؤمنانو ته تر خپلو ځانونو گران دى او مېرمنې يې د دوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو(خو) خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛خو داچې )وغواړئ( له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وكړئ (او د خپلو مالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب [لوح محفوظ] كې ليكل شوى دى .

مفسرانو (ملا محمد محسن فیض کاشاني، تفسیر صافي) تر پورتني آیت لاندې لیکلي، چې د عامو یهودو اسلام راوړل په دې پار و، چې ویل یې، تردې روسته پر ځان او خپلې کورنۍ خوندي شول ځکه پوه شول چې پېغمبر(ص) تر ځانه د دوی په اړه خورا پازوال – مسوول دی.

یعنې ده مبارک(رض) دقیقاً او په حق، همدا مانا استنباط کړې وه، چې لومړیتوب یوازې په حقوقو کې نه؛ بلکې په مکلفیتونو کې هم دی.

حضرت علي(ک) د «عدل» په اړه بله ښه خبره هم لري چې اورېدونې ده: «عدل یوه پراخي لري؛ خو که څوک یې تنګ بولي؛ نو پوه دې شي، بې عدالتي ترې خورا تنګه ده».

ځکه «عدل» یعنې «په ضوابطو مضبوطېدل»؛ نو ځکه هر چا ته د هر کار اجازه نه ورکوي؛ خو له عدله تېښته او له کړۍ یې وتل ډېره تنګي رادبره کوي.

دا یو لړ اندنې دي، چې حضرت علي(ک) د عدالت په هکله اوڅار کړي او هغه کسان چې له دې ارزښتناکې مقولې سره مینه لري او ددې ښوونځي لارویان دي؛ نو دې ښوونو ته به ارزښت ورکړي.

۴- تردې سریزو روسته د مقالې پر آریزې موضوع یعنې د «پوهې» او «عدالت» په تړاو لګیا کېږو.

زموږ په پېر کې د «شتمنۍ» او «قدرت» تر څنګ د «معرفت» او «پوهې» په نامې یو بل موجود هم ډګر ته راوتلی دی. نن پوهه او معرفت هم له هغو مقولاتو ځنې دي چې باید د عدالت په پوزبند کابو کړای شي؛ بلکې زموږ په پېر کې دا درېمنی مقوله تر مخکېنیو دواړو مقولو ورمخکې شوې او خورا اهمیت او مرکزیت یې پیدا کړی دی. موږ لکه څنګه چې د شتمنۍ او قدرت په تعدیلولو غور کوو او د عدالت غوښتنه یې بولو، باید د پوهې په تعدیلولو هم سوچ وکړو او د پوهې په عادلانه ویش او د معرفت په عادلانه کابو کونې کې هم هڅه وکړو. څومره ډېر پوهېدل د ډېرو درلود په څېر، تر جدي او ټینګ شک لاندې دي. خواله یې هم دا ده چې زموږ په وخت کې اطلاعات او خبرونه د تغییر او تصرف له ډوله دي او د تحولاتو سبب سازه لړۍ ګرځېدلې چې په بې عدالتی پای مومي. په دې اړه په لنډو څو ټکي یادوم:

ګټوره پوهه

(الف) د نبی اکرم(ص) په یوې دعا کې راغلي دي:

اعوذبک من علم لاینفع

«خدای ته له بې ګټې پوهې پناه ور وړم».

حضرت علي(ک) په متقیانو خطبه کې د پرهیزګارانو په ځانګړنه کې وايي: ووقفوا سماعهم علی العلم النافع لهم.

«پرهیزګاران هغوی دي، چې خپل غوږونه ګټور علم ته ږدي».

یعنې تر «ګټورې پوهې» نور ډېر څه نه غواړي او نه د خپل وجود هېواد ته د ورننوتو لار ورکوي.

تېرو ګټوره پوهه څنګه مانا کوله؟

په تېرو کې زموږ د اخلاقو عالمانو د ګټورې پوهې او ناګټورې پوهې په اړه تردې ډېر څه نه ویل چې بې ګټې پوهه هغه ده، چې انسان ته یې پوهېدل لازم نه دي او که پرې پوه شي؛ نو ډېر ځل به د ده او د نورو پر زیان وي. دوی په حق ګروهن ول چې اصولاً علم هم د نورو نعمتونو په څېر یو خوند لري؛ خو باید ددې خوند په هکله ډډه کوونکي اوسو، هوس او حرص ونه کړو؛ یعنې په دې مقوله کې هم برید باید وپېژنو. خبره دا نه ده که څوک د خپل ذهن ګوډۍ له ډول ډول معلوماتو او اطلاعاتو ډک کړي؛ نو حرام کار به یې کړی وي. مساله دا ده که څوک د ځان په سوچ کې وي او د خپل ژوند لپاره کړلار لري او د خپل وجود هېواد یې تر عادلانه ضبط او کنترول لاندې راوړی وي، د علم په زده کړې کې هم برید ساتي او هم ځان پر ګټور علم بوختوي او د معلوماتو او پوهاویو له ډېري ځنې د ګټې د میچ او ملاک پر بنسټ په غورچاڼ لاس پورې کوي. البته په هره زمانه کې د ګټورتوب تعریف او مصداق توپیر لري. خو د دین د مشرانو په پیغام کې غټ ټکی دادی چې نباید پر هر پوهېدونی څیز وپوهېږو او نباید هر زده کېدونی څیز زده کړو.

ډېره پوهه نه یوازې تل ډېر فضیلیت نه راوړي؛ بلکې کله د بې اختیاره آفتونو لاملېږي. ډېر ځل عالم په عین بې عملۍ کې، پر ښاڅمنۍ – کبر هم اخته کېږي او پر ویاړنی او لانجمن انسان اوړي یا دا چې علم یې له زغم او خشیت سره اخږل شوی نه وي. ددې ډول آفت راولاړوونکیو علمونو له شتون ځنې نشتون ښه دی. د حکیم سنايي غزنوي(رح) په تعبیر:

ده بود ان نه دل که اندر وی

گاو و خر گنجد و ضیاع و عقار

علکم کز تو، تو را بنستاند

جهل از ان علم به بود صد بار

د علم پانګه د هرې پانګې په څېر څارنې او ساتنې ته اړینه ده او که څوک یې د ساتنې په دود پوه نشي، ددې پرځای چې ارباب او خاوند یې شي، مریی به یې شي. د مولانا بلخي(رح) په وینا د اهل تنو علم، د دوی احمال دی او د اهل دل علم، د دوی حمال دی. دا و د ګټورې او بې ګټې پوهې په اړه د تېرو موخه. خو که «ګټه» او «پوهه» یو له بل سره غوټه کړو؛ نو ښايي له دې خبرې نور ټکي هم زده کړو.

انسان د خپلې پوهې په شعاع کې عمل کوي

(ب) دویم ټکی دا، موږ انسانان «ټول فکر یو» او د حکیمانو په تعبیر «علمي فاعلان» یو؛ یعنې د خپلې پوهې په شعاع کې عمل کوو. بېشکه څومره چې پوهېږو،همغومره د عملي اقدام فرصت او مخ لرو او پر څه چې نه پوهېږو په اړه یې قضاوت، هوډ نیونه او اقدام راته ناشونې دی. کړنې مو آګاهانه او ځانخبرې دي، ان په کومو ځایونو کې چې په تقلید، پټو سترګو، القاء، تلقین، هڅونې او ټګۍ برګۍ په کوم کار لاس پورې کوو، عمل مو په تقلیدي او تلقیني پوهاویو او آګاهیو پورې اړوند دی؛ یعنې د نښلون کړۍ چې په عمل پورې مو نښلوي؛ آګاهي او پوهه ده، که دا پوهه څېړنیزه ژوره او مشروح وي او که تقلیدي او په لنډو.

د پوهې ډول او کچه مو د کړنو ډول او کچه ټاکي

(ج) درېیم ټکی دا، د پوهې ډول او کچه مو د کړو وړو ډول او کچه ټاکي. لکه څوک چې په کرنه کې لازمه پوهه لري، د هغه په پرتله چې طبي پوهه لري، د کرنې په چار کې اغېزمن او بریالي کړه وړه ترسره کوي. همدغسې د بزګر په پرتله د طبیب چارې هم دي. البته په همدې دلیل زموږ د کړنو ډول او کچه، زموږ د «ناپوهیو» او «جهل» په ولکه کې هم ده، زموږ د ژوند دباندېنۍ جامه زموږ د پوهې او ناپوهۍ په قامت، دواړه، پرې شوي او ګنډل شوي دي.

یو خوا په خپلو پوهو پورې محدود یو او بلخوا په خپلو ناپوهیو پورې. لکه که پوه شو سبا راباندې څه کېږي، یا د یو بل له «مافی الضمیره» خبر اوسو؛ نو ژوند او د اړیکو بڼه به مو پوره توپیر ومومي او انساني اړیکې به یو مخې واوړي. د ژوند د اوسني وضعیت علت مو دادی، چې له ډېری چارو ناخبره یو. دا چار زموږ په شخصي او جزيي پوهو او آګاهۍ پورې اړوند نه دی. په فلسفه، علم، اخلاقو او… کې چې کومې ټولیزې پوهې ترلاسه کېږي، په ژونددود کې ټاکونکې ونډه لري.

تاریخي پېرونه د انسان د پوهې د پېرونو له مخې څېړلای شو

له آره تاریخي پېرونه په هر پېر کې د انسانانو د شتو معلوماتو له مخې څېړلای شو. د کرنې یا فیوډالي اړیکو پېر ددې لپاره شتون درلود، چې د انسانانو د معلوماتو ډول او کچې له ژونده بل ډول غوښتنه نه درلوده او پلې کولو ته یې لار نه ورهواروله. داسې نه وه چې خلک په هغې زمانې کې نړۍ ښه وپېژني او د عالم له احکامو او قوانینو باخبره وي. داسې چې له نظري پلوه د میکانیزه کرنې اړوند ټول معلومات ولري؛ خو په عین حال کې د طبیعت ډېر تصرف ته لاس ور ونه غځوي او همدغسې یوه سسپار او غوايي کاروي. که فرضاً د فیوډالي زمانې خلکو، زموږ په څېر له طبیعت، خاورې، اوبو او صنعته علمي خبرتیاوې پیدا کړې وای، بېشکه د ژوند حالات یې اوړېدل او رورو همدې ځای ته وررسېدل چې موږ وررسېدلي یو ښایي را نه لا ډېر ګړندي هم ول.

د بشري تاریخ په باب دا ساده ټکی، د هر ډول تدقیق او ځیرنې وړ دی. نباید پرله پسې تاریخي پېرونو د پوهېدنې لپاره لرې ځایونو ته ورشو. که د علم او پوهې ډول، د ژوند ډول وټاکي نو هله پوهېدای شو چې تاریخ ولې دغسې بهېدلی، چې بهیدلی دی.

ان د علم ډول، د حکومتونو ډول هم ټاکي.علم چورلیځ حکومت باید لږو ډېر دموکراتیک او ولسواک وي او د اپلاتوني حکیم حکومت باید استبدادي او سرزوری وي. پرونۍ پرېکنده فلسفه چېرې او نننی ګوماني او ظني علم چېرې؟ علم او په تېره ظني تجربي انساني علوم (ټولنېزو بدلېدونکیو اړیکو ته)، انسانان د ټولنې په سنبالولو کې ګډون او مشارکت ته راکاږي؛ خو اپلاتوني پوهه تش دکتاتوري رادبره کوي.

په ژوند کې د خبرتیا د ونډې د پوهېدو لپاره، ښه ده پام وکړو، کوم انسان چې پر هر څه پوهیږي؛ نو نه به خاندي، نه به ژاړي، نه هېښېږي، نه به له کتاب لوستو، نه به له دوستانو سره له خبرو اترو، نه به د فیلم له لیدو او نه به د ټوکو له اورېدو خوند وړي. او کوم انسانان چې دغسې وی، پردې سربېره چې ژوند به یې له ډولاډولۍ او لوړو ژورو تش وي یو مخې به یې خپلمنځي اړیکې ادلون بدلون ومومي. نور به د طبیب او ناروغ، متخصص او نا متخصص، ښوونکي او زده کړیال، قاضي او تورن، شاکي او شاهد، پوښتونکي او پوښتودوني ترمنځ اړیکه له منځه ولاړه شي او ورباندې بنستګړ بنسټونه به له ټولنې خپل ټغر راټول کړي. په دې ټولنه کې به، دروغ، چل ول، نفاق، ځانښوونه، خبرلوڅي، احتکار، ګران پلورنه، عالمانه ویاړنې، کتاب، پوهنتون، ورځپاڼه، رادیوتلوېزون، ښوونځی، قاضي، ښوونکی،اینجنر، خطیب، او شاعر بېکاره شي او ان ژبه او خبرې کول به هم خوشې او خپګان راولاړوونکې وي او په څنګ کې به ټول د نورو د ژوند تخریب او ویجاړولو ته یو ستر قدرت وي، چې یوازېنی خنډ به یې د نورو له ناوړه نیته د دوی اګاهي او خبرونه وي. نو اوسنی ژوند مو او رنګارنګي یې او ټولنیز بنسټونه مو او د خپلمنځي اړیکو ډول مو، نیغ پر نیغ په ټولنه کې د شتو پوهو او ناپوهیو په کچې پورې تړاو لري او د پوهو او آګاهیو په ادلون بدلون اړیکې مو نیغ په نیغ بدلېږي، اخلاق مو هم اوړي، عواطف مو هم بدلېږي او همدغسې… نو په اسانۍ انګېرلی او منلای شو چې د آګاهیو تازه زېرمو ته د لارموندنې لپاره کلیدي راسپړنې، د ډول او کچې له مخې یې، د ژوند په ټولو چارو کې کوم ستر تغییر راوړای شي او جاهله ټولنه به له عالمې ټولنې سره څه جوهري توپیر ولرلای شي او د علم راننوتل به د ظلم یا عدل پرمخ څه ورونه پرانستای شي.

له همدې لامله د علم الاجتماع فیلسوف «وینچ» وايي: « اړیکې مو زموږ له نظریاتو مړې یا اشباع شوې دي»؛ خو مړېدل؛ یو څرګند تعبیر نه دی، باید وویل شي اړیکې مو، زموږ معلومات دي، چې له ذهن ځنې عین ته راغلي او هم بې دلیله نه ده چې «هایک» (اوسنی ستر اقتصاد پوه) سوسیالېزم او سانترالیزه اقتصاد ناشونی بولي؛ ځکه دا د داسې معلوماتو درلودو ته اړمن بولي، چې کله هم په یو مرکزي غونډال کې د راټولېدو وړ نه دي.

تل قدرت او شتمني د معرفت په ولکه کې ول؛ خو نن دا لاسبري ښه بربنډه شوې ده

قدرت او ثروت تل د معرفت په ولکه کې ول او د عربي شاعر دا خبره؛ «رای پر مړانې ورمخکې ده» رښتیا وختله:

الرای قبل شجاعة الشجعان

هو اول و هی المحل الثانی

و لربما طعن الفتی اقرانه

بالرای قبل تطاعن الاقران

خو نن دا لاسبري ښه په ډاګه شوې ده او د کار ویشنه، د کارپوهیو او تخصص ډولاډولي، د رسنیو خارق العاده قدرت، د انسانانو د ژوند پر کونجونو د حکومتونو شیطاني منګولې او د جګړېزو وسلو ستر ویجاړوونکی قوت (چې ټول د معلوماتو زیږنده ده) دا یې تر نانټي – نه انکارېدونکي بریده وررسولی دی. که د علم له ټولېزې مانا چې ګرد ژوند او معیشت ته بڼه ورکوي، راکوز شو او «خبر» ته پام وکړو، همدا حکم به همدلته هم روان ووینو. په اوسني وخت کې د رسنیو نظام له هېښنده قوت او پراختیا برخمن دی، چې بیخي د تېر وخت له رسنیز نظام سره د پرتلې وړ نه دی. نن ولسي ستر حرکتونه، د انسانانو د خپلمنځي معلوماتو له خپرولو راولاړ شوي دي، ډېرې حرکتونه چې نن پېښېږي او په تېرو کې یې د پېښېدو شونتیا نه وه، یوازېنی دلیل یې دا و، چې په تېرو کې خبر له یوه ځایه بل ځای ته په ځنډ رسېده. که چاپي صنعت رادبره شوی نه وای؛ نو د فرانسې انقلاب نه رامنځ ته کېده. په دې انقلاب کې شپپاڼو او ورځپاڼو ستره ونډه درلوده او د امریکا میشتي مسلمان اندیال «حامد الګار» په وینا د ایران «اسلامي انقلاب» د «فیتو یا کسټو انقلاب» و او په تونس او مصر کې پاڅونونه؛«فیسبوکي پاڅونونه» ول. زموږ په پېر کې د «پیغام» د ستر قدرت په علت، هغوی چې د پیغام رسونې مراکز ورسره دي او د خبرتیاوو او معرفت خپروونو د چارو واګې یې په ولکه کې دي، په نوې نړۍ کې د سترو قدرتونو خاوندان دي. مولانا بلخي(رح) ویل:

عالمی را یک سخن ویران کند

روبهان مرده را شیران کند

دې خبرې په اوسني وخت کې حقیقي مصداق موندلی دی، حقیقتاً په نوې نړۍ کې «یوه خبره» نړۍ ویجاړولی یا ودانولای شي؛ نو ځکه له یوه وګړي یا یو مرکز سره د معلوماتو درلودل، زېرمه او تراکم یې د سترو ظلمونو لاملېدای شي. که په تېرو کې د قدرت او ثروت راټولېدنې او تمرکز او په ټولنې کې یې د انډول نشتون، د زر او زور خاوندان تېري او ظلم ته وسوسه کول او د ستر ظلمونو لاملېدل؛ خو نن په یوه ځای کې د معلوماتو تراکم او په یوې ټولنې یا د نړۍ په کچه یې ناانډولي په ډېرو او بلا سختو تېریو پای ته رسېدای شي. زموږ پېر، د معلوماتو د چاودنې او پوهاویو د ناانډولۍ زمانه ده. نن په ټولنه کې د کار د ویش او د علم د څانګو د تخصصي کېدو له لامله، هره ډله د ځانګړو معلوماتو او اطلاعاتو د درلودو په پار پر نور تېری کړای شي او خوشې او نامشروع ګټو ته لاس ورغځوای شي (اقتصادي رانت).

نو ځکه په نوې نړۍ کې، عادلانه واکمني کول، یوازې په دې پورې اړوند نه ده چې په ټولنه کې ثروت او قدرت په عادلانه توګه ووېشل شي. د معرفت او معلوماتو عادلانه ویشنه هم شرط دی، نه یوازې خبرونه؛ بلکې علوم هم. تل له تخصصه یې د متخصیصینو ارتزاق شکمن و او نن خو لا شکمن او بلابد دی.

د زر او زور دوو مقولو ته ځانګړې پاملرنې حداکثر د شلمې پېړۍ تر ړومبیو پورې موضوعیت درلود. د دموکراسۍ او سوسیالېزم نارې له هغې زمانې سره وړ وې چې د «پیغام د قدرت» او «د معلوماتو د قدرت» په نامې نوي قدرت ډګر ته راوتي نه و او یا ناپېژندل شوي و. نن هم عادلانه واکمني کول د معلوماتو په عادلانه ویشنې او د لازمو معلوماتو په ورښوونې پورې اړوند ده او هم د هغو کړلارو نه درلودل چې ډېرو (او نه ترلاسه کېدونو) معلوماتو ته اړمن وي. نن یو لړ هوښیاران او تیز ویني د دموکراتیکو حکومتونو په نقد او کره کولو کې په رښتیا اشاره کوي، چې په نویو ټولنو کې، یو تازه ځواکمن موجود رادبره شوی، چې هېوادونو یې په اړه وړ شانته سوچ نه دی کړی. دموکراتیک هېوادونه او حکومتونه مدعیان دي، چې د شتمنۍ په تعدیلولو کې د «آدم سمیت» په دود چلېږي او پرېږدي چې ازاد بازار په طبیعي توګه قیمتونه تعدیل کړي او په چارو کې د دولت لاسوهنه دې حداقلي وي. د قدرت د تعدیل په باب هم ګروهن دي چې د «جان ستیورات میل» پر دود چلېږي او پر خپلو چارو یې «لیبرال دموکراسي» واکمنه کړې ده؛ یعنې که څوک د ډېری خلکو د رایو له مخې د یو حق درلودونکی شو؛ نو قدرت ته وررسي او هیڅوک په واکمنۍ کې د مخکېني حق درلودونکی نه دی. خلک اختیارمن دي، که کله یې خپل واکمن سرغاړی ولید، د قدرت له ګدۍ یې راکوز او عزل یې کړي. دا ټول پر خپل ځای سم دي.

د معرفتي ظلم ډولونه

؛خو درېیم ټکی لا پر خپل ځای پاتې دی او دا د معلوماتو د ویشنې مساله ده.

د معلوماتو قدرت د نن په څېر د شلمې پېړۍ تر لومړۍ نیمایي هومره راپاروونکې او حادثه پنځوونکی نه وه. په نوې نړۍ کې، ظلم په دې پورې اړوند او منحصر نه دی چې شتمني په یوې خوا کې راټوله شوې یا ښکیلاکګر دولتونه نورو ته ښکاره زور وايي؛ خبره پردې ده، چې نن یوه خوا تر بلې آګاهتره او بامعلوماته ده، په یوې خوا کې د معرفت او معلوماتو برخلیک ساز تراکم شتون لري او په بلې خوا کې نشته. دا چار نه یوازې د هېوادونو د اړیکو ترمنځ روان دی، چې د دولتونو او اړوند ملتونو په خپلمنځي اړیکو کې هم. دا کافي نه ده چې یو دولت – که اسلامي یا غیر اسلامي وي – د ثروت او قدرت په تعدیلولو کې هڅې کوي دا یوازې د عدالت یوه برخه ده. په هغه دولت کې چې د رازونو کچه پر نارازونو، پټ تر ناپټو او رابرسېرېدونیو ډېر وي او د معلوماتو د خپرولو انحصار د یوې ځانګړې ډلې په ولکه کې وي او د علم یو ډول پر بل یې بلا مرجح ترجیح ومومي او تخصص، متخصص ته د توکیزو – مادي برکاتو ورونه پرانځي، فلسفه، علم، شعر او خطابه معتدل توازن ونه مومي او یو پر بل ناسمه غلبه ومومي او سرې لیکې یو پر بل پسې ورلیکې شي او یا په ټولیز ډول دولت د علم په اړه بې اعتنا وي؛ نو دا چارې به یو مخې د بې شمېره ظلمونو د راښکاره کېدو لامل شي. فلسفه ځپلې یا شعر ځپلې یا علم ځپلې ټولنه، یوه اپوټه، نا انډوله، کږه وږه او په پای کې مظلومه ټولنه ده. په معارف او پوهنه کې اعتدال هم د عدل له جنسه دی.

حکومت که تر خلکو ډېرو وپوهېږي؛ نو د ظلم امکان یې ډېر دی

همدغسې، حکومت که تر خلکو ډېر وپوهېږي، د ظلم کولو شونتیا به یې هم ډېره شي او هله یې مخه نیول کېږي چې تر حکومته د خلکو پوهه ورزیاته شي. نباید فرهنګي او معرفت سازي غونډالونه حکومتي وي او څومره چې په فرهنګي چارو کې حکومتي لاسوهنه لږه وي (خو د خادم په بڼه نه د حاکم) عادلتره به وي. باید علم، سیاست وچورلوي، نه سیاست علم .

په نوې سیاسي فلسفه کې د «بیان آزادي» د معرفت د تعدیل او د معلوماتو د عادلانه ویشنې پر مانا ده

اوس څرګندېږي چې ولې د «بیان آزادي» د «عدالت» له مقولو ځنې ګڼل کېږي. نن د بیان آزادي د معرفت د تعدیل په لار کې د هڅې او د معلوماتو د عادلانه ویشنې پر مانا ده. په نوې سیاسي فلسفې او نوې عدالت غوښتنې کې د بیان آزادۍ مانا دا نه ده، چې انسان دې د خپل خپګان لرې کولو په پار د خپلو خوالو ویلو لپاره ازاد وي، که مخاطبان یې واوري که نه. د «بیان آزادی» تر نوولسمې پېړۍ مازې یو حق ګنلای شو؛ خو نن یې مانا دا ده، چې د معرفت د قدرت په نامې یې د یو قدرت په رادبره کېدو نابرابري رامنځ ته کړې ده. همدا نابرابرۍ به په ډېری نورو نابرابریو پای ومومي. نو ځکه د بیان آزادي؛ یعنې د خلکو او حکومت ترمنځ د معلوماتو هم کچېدل، له خلکو څخه د رازونو نه پټول. مانا یې یوازې دا نه ده، چې موږ د خپلو نظریاتو – که څه هم مخالفې وې- په ویلو کې اخلاقي مړانه ولرو؛ بلکې مانا یې له ناپوهانو د ظلم لرې کولو پر مفهوم دي. کوم علم چې له یوې ځانګړې ډلې سره راغونډ او متراکم شي د ډېری آفاتو سرچینه کېږي؛ نو ځکه د بې ګټې علم له څرګندو مصادیقو ځنې دی او باید له دې ظلم پنځي بې ګټې علمه خدا ته پناه یوسوو. یو پیاوړی نظام، یوازې دا نه دی چې معلومات ښوی تېر کړي او راونه پرځي؛ بلکې هغه نظام دی چې معلومات ښوی تېر او رنځور نشي او د فیثاغورث د غویانو په څېر، له نویو راسپړنو، ونه لړزېږي[1] .

اوس څرګندېږي که د دوکتور علي شریعتي په تعبیر [ یعنې زر، زور او تزویر یا مالک، ملک او ملأ یا تیغ، طلا او تسبیح] کې، چې د ټول عمر محصول یې وه، لږ شانتې لاسوهنه وکړو؛ نو پر ځای باید ووایو: ملک، مالک او معلم یا تیغ، طلا او تعلیم یا قدرت، ثروت او معرفت. ملأ او تسبیح په تېرو کې د معرفت د سرچینو غټې نښې وې. نن د معرفت انحصار د ملایانو له لاسه وتلی؛ خو نباید پرېښوول شي، چې په بل هیڅ لاس کې متمرکز او راغونډ کړای شي.

په نوې نړۍ کې پوهه او عدالت ټینګ غوټه شوي او معرفتي ظلم، ډاګیزه مانا پیدا کړې ده؛ نو ځکه هغه کسان چې د عدالت او معرفت مینوال دي، دنده یې باید د حقایقو خپرونه او د حقیقت د تحریف کوونکیو اشواګري وي او د معلوماتي نظام په سمونې پسې بډې راووهي.

د اندیال سایت غوښتنه:

له ټولو لوستو هېوادوالو تمه کېږي، چې له خدای درکړي نعمت فیسبوکه ښه ګټنه وکړئ، یو بل په ادب نقد کړئ، د یو بل مثبت ټکي پیاوړي او پر منفي ټکیو یې پرده واچوئ، د خدای د ستاریت ځانګړنه خپله کړئ. په ټولنه کې د کادرونو روزلو او مشرتابه زېږولو لپاره سوچ وکړئ. په سایتونو کې ښه مواد چې د ټولنې د ودې لپاره یې تشخیصوئ یو بل ته ورولېږئ. نن چې ټولنه مو له کوم کړښته کړېږي د یو ټولیزې وتلارې لپاره یو له بل سره مفاهمه وکړئ. د دولتي غونډال، مثبتې کړنې تایید او پر منفي یې داسې نیوکې وکړئ چې لاراواری هم ورسره وي. اندیال سایت هڅه کوي چې د هېواد د فرهنګي ويښتا لپاره له خپلې وسې سره اندیز پیداوار دروړاندې او تمه ده چې درته ګټور وي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

[1] تارخپوهانو لیکلي، چې د فیثاغورث تر مشهورې هندسي رابرسېرونې او کشف روسته، د ښار والي یې په اړه یو غويي قرباني کړ، تردې روسته، په هر نوې کشف پسې غویان لړزېدل هسې نه چې قرباني کېږو به

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!