تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه طسم ﴿۱﴾ طا، سين، ميم . (۱) تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ دا د څرګندوى كتاب آيتونه دي . (۲) لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ ښايي ته له دې لامله ځان (له ډېره غمه) بايلې، چې (مشركان) ايمان نه راوړي! (۳) […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
طسم ﴿۱﴾ طا، سين، ميم . (۱)
تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ دا د څرګندوى كتاب آيتونه دي . (۲)
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ ښايي ته له دې لامله ځان (له ډېره غمه) بايلې، چې (مشركان) ايمان نه راوړي! (۳)
إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ﴿۴﴾ كه وغواړو له اسمانه داسې معجزه ورکوزولاى شو، چې په عاجزۍ به غاړې ورته كېږدي(په زور مؤمنان شي؛ خو الهي سنت دغسې نه دی) (۴)
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ ﴿۵﴾ او دوى ته چې د لوراند الله له لوري هر نوى پند ورځي (؛ نو) مخ ترې اړوي. (۵)
فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنبَاء مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۶﴾ په رښتيا مشرکانو [الهي آیتونه] دروغ وګڼل؛ نو ژر به د هغه (سزا) خبر ورشي، چې ملنډې يې پرې وهلې! (۶)
أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ أَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ﴿۷﴾ او ايا ځمكې ته یې کتلي نه دي، چې موږ پكې څومره د ارزښتمنو بوټو ډولونه راټوكولي دي؟! (۷)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ بېشكه په دې (غوره پنځون) كې (د الله پر شتون) یوه څرګنده نښه ده؛ خو ډېر يې نه مني. (۸)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۹﴾ او بېشکه ‏ستا پالونكى ناماتى (ځواکمن) لورين دى (۹)
وَإِذْ نَادَى رَبُّكَ مُوسَى أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي موسى ته ورغږ كړ، چې ظالم قوم ته ورشه؛ (۱۰)
قَوْمَ فِرْعَوْنَ أَلَا يَتَّقُونَ ﴿۱۱﴾ د فرعون قوم ته، دوى ولې (د پالونكي د حکم له مخالفته) ډډه نه کوي؟! (۱۱)
قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿۱۲﴾ (موسى) وويل: ((پالونكيه! وېرېږم، چې ما به دروغجن وګڼي! (۱۲)
وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ ﴿۱۳﴾ او سينه مې تنګېږي او ژبه مې (هم) ښه روانه نه ده؛ نو (زما رور) هارون ته هم (د همکارۍ) پېغام ولېږه. (۱۳)
وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ ﴿۱۴﴾ او (بلخوا) دوى (د خپلې ګروهې له مخې) پر ما د يوې ګناه ادعا لري؛ نو وېرېږم، چې و به مې وژني (او دا رسالت به تر پايه ونه رسي)! )) (۱۴)
قَالَ كَلَّا فَاذْهَبَا بِآيَاتِنَا إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ ﴿۱۵﴾ (الله) وويل: ((داسې نه ده (هېڅ نشي كړاى)؛ دواړه (یې لارښوونې ته) زموږ له نښو سره ورشئ، چې موږ درسره يو (او خبرې مو) اورو.(۱۵)
فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ نو دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووايئ: ((چې په حقيقت کې موږ د نړۍ پال استازي يو؛ (۱۶)
أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۷﴾ (او پيغام يې دادى) چې بني اسراييل (= د يعقوب اولاده) راسره ولېږه (دواړه فرعون ته ورغلل). )) (۱۷)
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ ﴿۱۸﴾ (فرعون)  وويل: ((ايا ته مو په وړوکتوب کې نه وې پاللى؟ او د خپل ژوند څو کلونه دې راسره تېر(نه) کړل؟(۱۸)
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۹﴾ او (په پاى كې) هغه کار دې وكړ (چې نه ښايي كړى دې واى او زموږ يو تن دې وواژه) او ته له ناشكرانو یې (او ښېګڼې هېروې)!))
(۱۹)
قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۲۰﴾ (موسى) وويل: ((هغه وخت مې چې هغه (کار) كړى و، زه له ناخبرو ځنې وم (نه پوهېدم، چې په سوک به هم څوک وژل کېږي). (۲۰)
فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۱﴾ خو چې درنه وډار شوم؛ نو وتښتېدم؛ خو پالونكي مې راته حكمت (او پوهه) راكړه او له استازيو یې وګرځولم. (۲۱)
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۲﴾ او دا هغه (څه) نعمت دی، چې پر ما یې زبادوې، چې بني اسرائیل دې مریان کړي دي؟ (ولې نباید زه د خپل پلار په کور کې. غټ او وپالل شم) (۲۲)
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۲۳﴾ فرعون وويل: ((او (دا) نړۍ پال لا څه او څوک دى؟!))  (۲۳)
قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿۲۴﴾ (موسى) وويل: ((كه يقين لرئ (؛ نو) د اسمانونو او ځمكې پالونكى او څه یې چې ترمنځ دي.))  (۲۴)
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ ﴿۲۵﴾ (فرعون) خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: ((ايا نه اورئ (دا سړى څه وايي)؟!)) (۲۵)
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۲۶﴾ (موسى بيا) وويل: ((هغه ستاسې پالونكى او ستاسې د نيكونو پالونكى دى.)) (۲۶)
قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ ﴿۲۷﴾ (فرعون) وويل: ((په رښتيا، درلېږل شوى استازى مو چورلټ لېونى دى.))  (۲۷)
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾ (موسى) وويل: ((كه عقلمن یاست (؛ نو هغه) د ختيځ او لويديځ او څه یې چې ترمنځ دي، (د ټولو) پالونكى دى.))  (۲۸)
قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ ﴿۲۹﴾ (فرعون په غوسه شو)  ويې ويل: ((قسم دى كه ته بې له ما معبود ونيسې (؛ نو) هرومر به دې له (ځانګړو) زندانيانو سره یوځای کړم (چې په زندانونو كې پراته ورستېږي)! )) (۲۹)
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَيْءٍ مُّبِينٍ ﴿۳۰﴾ (موسى) وويل: ((ان كه يو څرګند څیز (نښه) درته راوړم (چې رسالت مې زباد کړي بيا هم ايمان نه راوړې او زنداني کوې مې)؟)) (۳۰)
قَالَ فَأْتِ بِهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۳۱﴾ (فرعون) وويل: ((كه له رښتينو يې؛ نو را يې وړه!)) (۳۱)
فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ ﴿۳۲﴾ نو (په دې وخت كې) موسى خپله کونټۍ وغورځوله؛ نو یو دم يو ښكاره ښامارشو! (۳۲)
وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاء لِلنَّاظِرِينَ ﴿۳۳﴾ او [چې] خپل لاس يې (په ګرېوان كې ننايست او بيا يې) راوايست؛ نو ناڅاپه كتونكيو ته تك سپين و! (۳۳)
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ﴿۳۴﴾ (فرعون) خپلو خواوشا قومي مشرانو ته وويل: ((په رښتيا چې دا ډېر پوه كوډګر دى؛ (۳۴)
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿۳۵﴾ غواړي پخپلو كوډو مو له خپل هېواده وباسي؛ نو (مشوره او) نظر مو څه دى؟)) (۳۵)
قَالُوا أَرْجِهِ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۳۶﴾ ویې وويل : ((د ده او رور (کار) يې وځنډوه او ښارونو ته (د کوډګرو) راټولوونكي (جارچيان) ولېږه، (۳۶)
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ ﴿۳۷﴾ چې ټول پوه کوډګر درته راولي.)) (۳۷)
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۳۸﴾ نو كوډګر د ټاكلې ورځې ژمنې ته راټول كړاى شول . (۳۸)
وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ ﴿۳۹﴾ او خلكو ته وويل شول :(( ايا تاسې به (هم) راغونډېږئ؟ (۳۹)
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ إِن كَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۰﴾ په دې هيله كه كوډګران بريالي شي؛نو چې ټول يې لاروي شول .)). (۴۰)
فَلَمَّا جَاء السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ﴿۴۱﴾ نو چې كله كوډګران راغلل،فرعون ته يې وويل :((كه لاسبري شو (؛نو) انعام خو به راکوې ؟)) (۴۱)
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۴۲﴾ فرعون  وويل: ((هو، او (پر انعام سربېره) بېشكه تاسې به پر هغه وخت زما له نژدې كسانو ياست.))  (۴۲)
قَالَ لَهُم مُّوسَى أَلْقُوا مَا أَنتُم مُّلْقُونَ ﴿۴۳﴾ (ټاكلې ورځ راورسېده او ټول راغونډ شوي وو) موسى كوډګرو ته وويل: (((د کوډو له وزلو) چې څه غورځولاى شئ (؛ نو) ويې غورځوئ!))  (۴۳)
فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾ نو (له واره یې) خپل پړي او کونټۍ وغورځولې، و يې ويل: ((د فرعون پر عزت قسم، چې همدا موږ لاسبري يو.))  (۴۴)
فَأَلْقَى مُوسَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿۴۵﴾ خو چې موسى خپله کونټۍ وغورځوله؛ نو یو دم (ښامار شو او) څه يې چې په دروغو جوړ کړي ول، و یې نغړل. (۴۵)
فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ﴿۴۶﴾ نو سملاسي ټول كوډګر (الله ته) پر سجده پرېوتل . (۴۶)
قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ (او) ويې ويل : ((پر نړۍ پال مو ايمان راووړ، (۴۷)
رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۴۸﴾ د موسى او هارون پر پالونكي .)) (۴۸)
قَالَ آمَنتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۹﴾ (فرعون) وويل: ((ايا زما له اجازې تر مخه مو ایمان پرې راووړ؟! په رښتيا دی خو ستاسې هغه مشر دى، چې كوډې یې درښوولي (او دا يوه دسيسه ده)؛ خو ژر به پوه شئ! زه مو هرومرو لاسونه و پښې ادل بدل پرې كوم او ټول به پر دار وځړوم!))  (۴۹)
قَالُوا لَا ضَيْرَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿۵۰﴾ دوى ځواب وركړ: ((مهمه نه ده (څه چې دې له لاسه كېږه، و يې كړه؛ ځكه) موږ د خپل پالونكي لوري ته ورتلونكي يو.  (۵۰)
إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَايَانَا أَن كُنَّا أَوَّلَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۱﴾ په حقيقت کې هيلمن يو، چې پالونكى مو ګناهونه مو راوبښي؛ ځكه (په دې حاضرينو كې) تر ټولو ړومبى مو ايمان راوړى دى.)) (۵۱)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿۵۲﴾ او موسى ته مو وحې وكړه: ((بندګان مې د شپې شپې (له مصره) وباسه[؛ ځکه] چې څارل کېږئ.)) (۵۲)
فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۵۳﴾ نو فرعون (له دې پېښې خبر شو) ښارونو ته یې اربکي واستول؛ (۵۳)
إِنَّ هَؤُلَاء لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ ﴿۵۴﴾ (او فرعون د موسى د يارانو په اړه وويل: ) دا يو لږګی ټولګى دى؛ (۵۴)
وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ ﴿۵۵﴾ او رښتيا موږ یې  غوسه كړي يو؛ (۵۵)
وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ ﴿۵۶﴾ او بېشكه موږ ټول (جګړې ته) چمتو او تيارسئ يو. (۵۶)
فَأَخْرَجْنَاهُم مِّن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۷﴾ نو (په پاى كې فرعونيانو ماتې وکړه) له باغونو او چينو مو وشړل؛ (۵۷)
وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۵۸﴾ او هم له خزانو او ښكليو ماڼيو. (۵۸)
كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ (هو!) داسې مو وكړل او بني اسراييل مو د دې [څیزونو] پاتوړي كړل . (۵۹)
فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ ﴿۶۰﴾ نو دوى د بني اسراييلو په څارلو پسې شول او لمرخاته مهال ور و رسېدل. (۶۰)
فَلَمَّا تَرَاءى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَى إِنَّا لَمُدْرَكُونَ ﴿۶۱﴾ نو چې دواړه ډلې سره مخ شوې، د موسى يارانو وويل: ((موږ خو د فرعون په منګولو كې ورپرېوتو!)) (۶۱)
قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۶۲﴾ (موسى) وويل: ((داسې نه ده! (؛ ځکه) چې پالونكى مې مل دى، ژر به (د ژغورنې) لار را و ښيي.))   (۶۲)
فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ﴿۶۳﴾ نو موسى ته مو وحې وكړه: ((په خپلې کونټۍ دې سیند ووهه.)) (دا كار یې وكړ)؛ نو سیند څېرې (او دولس ټوټې) شو او هر ټوټه يې لکه لوى غر! (۶۳)
وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ ﴿۶۴﴾ او هغه نور [= د فرعون لښكر] مو هم دغلته (سیند ته) رانژدې كړل؛ ؛ (۶۴)
وَأَنجَيْنَا مُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۶۵﴾ او موسى او ورسره ټول ملګري مو وژغورل؛ (۶۵)
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ ﴿۶۶﴾ بيا موږ هغه نور (ټول) ورډوب كړل .   (۶۶)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۶۷﴾ په رښتيا په دې پېښه كې هرومرو د عبرت څرګنده نښه ده؛ خو ډېر يې ايمان راوړونكي نه ول (؛ ځكه حق يې نه غوښت).  (۶۷)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶۸﴾ او په رښتيا ستا پالونكى لورین لاسبری دی. (۶۸)
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ او د ابراهيم قيصه ورولوله، (۶۹)
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ ﴿۷۰﴾ چې كله یې خپل (مورني) پلار (يا تره) او قوم ته وويل :(( (دا) څه لمانځئ؟)) (۷۰)
قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ ﴿۷۱﴾ ځواب يې وركړ: (( بوتان لمانځو او په چوپړ كې یې بوخت يو)) (۷۱)
قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ ﴿۷۲﴾ (ابراهيم) وويل : ((ايا چې كله (بوتان) بلئ (؛نو) غږ مو اوري؟! (۷۲)
أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ ﴿۷۳﴾ يا څه ګټه دررسوي او يا څه زيان درځنې تمبوي ؟)) (۷۳)
قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءنَا كَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۷۴﴾ (هغو) وويل : ((؛بلکې همدا را پاتې ده،چې پلرونو مو همداسې کول .)) (۷۴)
قَالَ أَفَرَأَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۷۵﴾ (ابراهيم) وويل: (( پوهېږئ،چې څه لمانځئ ؟ (۷۵)
أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمُ الْأَقْدَمُونَ ﴿۷۶﴾ تاسې او نېکونه مو؛ (۷۶)
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّي إِلَّا رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۷﴾ نو په رښتینه کې دوى (ټول) مې دښمنان دي (او زه یې دښمن يم)؛خو نړۍ پال (مې ملاتړ دى) ، (۷۷)
الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ ﴿۷۸﴾ هماغه چې پيدا كړې یې یم او هماغه چې لارښوونه کوي ؛ (۷۸)
وَالَّذِي هُوَ يُطْعِمُنِي وَيَسْقِينِ ﴿۷۹﴾ او هغه چې خوراك څښاك راكوي؛ (۷۹)
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿۸۰﴾ او چې رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي؛ (۸۰)
وَالَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحْيِينِ ﴿۸۱﴾ او هغه چې مړ كوي مې، بيا مې را ژوندى كوي؛ (۸۱)
وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ ﴿۸۲﴾ او هغه چې هيلمن يم،چې د جزا پر ورځ به مې ګناهونه راوبښي . (۸۲)
رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۸۳﴾ پالونكيه! څه حکمت راوبښه او له صالحينو سره مې يو ځاى كړه؛ (۸۳)
وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ ﴿۸۴﴾ او په راتلونكيو (امتونو) كې رښتونى نومياليتوب را پر برخه کړه؛ (۸۴)
وَاجْعَلْنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ ﴿۸۵﴾ او له نعمتونو د ډك جنت له پاتوړیو مې وګڼه؛ (۸۵)
وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ ﴿۸۶﴾ او (د مور) پلار يا [ تره مې] وبښه،چې هغه له بېلاريو ځنې و. (۸۶)
وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ ﴿۸۷﴾ او پر هغه ورځ مې مه شرموه،چې (خلك له قبرونو ژوندي) راپاڅول شي . (۸۷)
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ ﴿۸۸﴾ پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى . (۸۸)
إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۹﴾ خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه الله ته ورشي .)) (۸۹)
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۹۰﴾ او (پر هغه ورځ به) جنت متقیانو ته ورنژدې كېږي؛ (۹۰)
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ ﴿۹۱﴾ او دوزخ به بېلاريو ته ورښكاره كېږي؛ (۹۱)
وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ ﴿۹۲﴾ او ورته وويل شي : ((هغه معبودان مو چېرې دي،چې تاسې لمانځل ؟ (۹۲)
مِن دُونِ اللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ ﴿۹۳﴾ د الله پرځای، آیا مرسته درسره کوي خپله مرسته غواړي؟!)) (۹۳)
فَكُبْكِبُوا فِيهَا هُمْ وَالْغَاوُونَ ﴿۹۴﴾ نو دوى (بوتان) او ټول بېلاري [خلك] پړمخ په (دوزخ) کې ورغورځول كېږي.   (۹۴)
وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ ﴿۹۵﴾ او (همداراز) د ابليس ټول لښكر؛ (۹۵)
قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ ﴿۹۶﴾ دوی په دوزخ کې يو له بل سره شخړه كوي او وايي:  (۹۶)
تَاللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۹۷﴾ ((پر الله قسم! بېشكه چې موږ په ښكاره بېلارۍ کې وو. (۹۷)
إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۹۸﴾ چې تاسې [باطل معبودان] مو له نړۍ پال سره برابرولئ. (۹۸)
وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ ﴿۹۹﴾ او موږ يوازې (دغو) مجرمانو (مشرانو) بېلاري كړي يو. . (۹۹)
فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ ﴿۱۰۰﴾ نو (افسوس چې نن هېڅوك) زموږ سپارښتګر نشته (۱۰۰)
وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ او نه کوم خواخوږی ملګرى (چې زموږ په غم غمجن شي). (۱۰۱)
فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۲﴾ نو (كاش) يو ځل (دنيا ته) تللي واى؛ نو له مومنانو به شوي وو!)) (۱۰۲)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ بېشكه (د ابراهيم) په دې (قيصه) كې یوه نښه (او عبرت) دى؛ خو ډېر يې ایمان راوړوونکي نه وو. (۱۰۳)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ او په رښتيا يوازې ستا پالونكى لورین لاسبری دی. (۱۰۴)
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۰۵﴾ د نوح قوم (د الله) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۰۵)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۰۶﴾ چې کله یې رور نوح ورته وويل: ((ايا (له شرکه) ډډه نه کوئ؟ (۱۰۶)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۰۷﴾ په حقيقت کې زه درته يو امين استازى يم؛ (۱۰۷)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۰۸﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ؛   (۱۰۸)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰۹﴾ او زه د دې بلنې بدله درځنې نه غواړم،زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى .   (۱۰۹)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۱۰﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ))؛ (۱۱۰)
قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ ﴿۱۱۱﴾ وويل: ((ايا پر تا ايمان راوړو او حال داچې خوار او پرېوتو خلکو دې لار منلې ده ؟!)) (۱۱۱)
قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۲﴾ (نوح) وويل :(( له (تېرو) كړنو يې خبر نه يم . (۱۱۲)
إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ ﴿۱۱۳﴾ كه پوهېږئ،د حالاتو ګروېګنه يوازې زما د پالونكي کار دى . (۱۱۳)
وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۴﴾ او زه د مؤمنانو شړونکى نه يم . (۱۱۴)
إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۱۵﴾ زه يوازې يو څرګند گواښگرندى يم .)) (۱۱۵)
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ ﴿۱۱۶﴾ (دوی) وويل : ((نوحه! قسم دى كه (له دې خبرو) لاس وانخلې؛نو هرومرو به په ډبرو  وويشتل شې.)) (۱۱۶)
قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِي كَذَّبُونِ ﴿۱۱۷﴾ (نوح) وويل: ((پالونكيه! خپل قوم مې دروغجن وګڼلم . (۱۱۷)
فَافْتَحْ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِي مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۸﴾ نو زما او ترمنځ یې غوڅه پرېكړه وكړه او ما او مؤمن ملګري مې وژغوره .)) (۱۱۸)
فَأَنجَيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۱۹﴾ نو (موږ) دی او څه چې له ده سره (له وزلو، انسانانو او څارويو) په ډکې او درنې بېړۍ کې ول وژغورل.   (۱۱۹)
ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ ﴿۱۲۰﴾ بيا مو پاتې [خلك] ډوب كړل . (۱۲۰)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۲۱﴾ بېشكه په دې پېښه كې یوه ستره نښه ده؛ خو ډېر یې ايمان راوړونكي نه ول. (۱۲۱)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۲﴾ او بېشكه چې ستا پالونكى بريمن لورين دى . (۱۲۲)
كَذَّبَتْ عَادٌ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۲۳﴾ د عاد قوم (هم د الله) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۲۳)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۲۴﴾ چې یې ورور هود ورته وويل : ((ايا (له شرکه) ځان نه ساتئ؟(۱۲۴)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۲۵﴾ په حقيت کې زه درته یو ډاډمن (امين) استازى يم؛ (۱۲۵)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۲۶﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ؛ (۱۲۶)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۷﴾ او زه له تاسې ددې بلنې له امله څه بدله نه غواړم؛زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۲۷)
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ ﴿۱۲۸﴾ ايا پر هره لوړه او هسکه د ځاني غوښتنو او ځانښودنې په پار څلي جوړوئ؟!  (۱۲۸)
وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ ﴿۱۲۹﴾ او ټينګې ماڼۍ جوړوئ،په دې هيله چې په دنيا کې به تلپاتې شئ . (۱۲۹)
وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿۱۳۰﴾ او چې څوک مو په لاس درغى؛نو د ظالمانو چلن ورسره كوئ؛ (۱۳۰)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۳۱﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۳۱)
وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۳۲﴾ او د هغه الله (له سرغړونې) ډډه وكړئ، چې په داسې څه یې ستاسې مرسته کړې، چې پرې پوهېږئ.  (۱۳۲)
أَمَدَّكُم بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ ﴿۱۳۳﴾ الله د څارويو او (تكړه) زامنو په (دركړې) مرسته درسره وكړه . (۱۳۳)
وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۳۴﴾ او (همداراز) د باغونو او چينو (لورنه یې درباندې وكړه). (۱۳۴)
إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۳۵﴾ (كه ناشكري وكړئ)؛نو پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذابه ويرېږم!)) (۱۳۵)
قَالُوا سَوَاء عَلَيْنَا أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ الْوَاعِظِينَ ﴿۱۳۶﴾ ورته یې وويل: (((ځان خوشې مه ستړى كوه) پر موږ بې توپيره ده، چې نصيحت راته وكړې كه و نه كړې (ایمان نه راوړو)؛ (۱۳۶)
إِنْ هَذَا إِلَّا خُلُقُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳۷﴾ دا خو د پخوانيو (زوړ) خوى او دود دى؛ (۱۳۷)
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۱۳۸﴾ او موږ به (هېڅكله) پر عذاب اخته نشو.))   (۱۳۸)
فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۳۹﴾ نو دروغجن یې وګاڼه؛ نو هلاك مو كړل. بېشكه په دې كې هرومرو (پوهانو ته) یوه نښه (او عبرت) دى او ډېرى يې ايمان راوړوونكي نه ول. (۱۳۹)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۴۰﴾ او په رښتيا چې ستا پالونكى لورین بريمن دى . (۱۴۰)
كَذَّبَتْ ثَمُودُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۴۱﴾ د ثمود قوم (د الله) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۴۱)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۴۲﴾ هغه مهال، چې رور يې صالح ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟!  (۱۴۲)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۴۳﴾ زه درته امين استازى يم؛   (۱۴۳)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۴۴﴾ نو (ځانونه مو) د الله ( له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۴۴)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۴۵﴾ او زه له تاسې ددې بلنې څه بدله نه غواړم؛ زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۴۵)
أَتُتْرَكُونَ فِي مَا هَاهُنَا آمِنِينَ ﴿۱۴۶﴾ ايا څه چې دلته دي (؛نو) تاسې به پكې ډاډمن (اوسېدو ته) پرېښوول شئ؛ (۱۴۶)
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۱۴۷﴾ په (دې) باغونو او چينو كې، (۱۴۷)
وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ ﴿۱۴۸﴾ په (دې) كښتونو او خرماوو كې،چې مېوه يې خوږه او رسېدلى ده؟! (۱۴۸)
وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ ﴿۱۴۹﴾ او په غرونو کې په مهارت (او وياړ) ځان ته کورونه توږئ، (۱۴۹)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۵۰﴾ نو(ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۵۰)
وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۱۵۱﴾ او له بریده اوښتو [خلكو] امر مه منئ؛ (۱۵۱)
الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۱۵۲﴾ دوى خو په ځمكه كې د سمونې پرځای فساد خپروي .))   (۱۵۲)
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۵۳﴾ ویې ویل: (((صالحه!) پر تا كوډې شوي (او خپل عقل دې له لا سه وركړى دى.) (۱۵۳)
مَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۵۴﴾ ته خو يوازې زموږ په څېر يو بشر يې،كه ته له رښتينو ځنې؛ نو كومه نښه (او معجزه) راوړه!)) (۱۵۴)
قَالَ هَذِهِ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ ﴿۱۵۵﴾ (صالح) وويل: ((دا اوښه (يوه الهي نښه) ده. (د كلي له اوبو) یې ځانګړې اوبه خور دی او د يوې ټاكلې ورځ اوبه خور ستاسې دی؛ ۱۵۵)
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵۶﴾ او دې (اوښې) ته څه زيان مه وررسوئ (؛ كه نه) نو د یوی لوى ورځې عذاب به مو ونيسي!)) (۱۵۶)
فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا نَادِمِينَ ﴿۱۵۷﴾ نو اوښه يې ټپي (مړه) كړه؛ نو (بيا له خپلو كړنو) پښېمانه شول. (۱۵۷)
فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۵۸﴾ نو دوی (الهي) عذاب را و نيول؛ بېشكه په دې (پېښه) كې یو عبرت دى؛ خو ډېر يې مؤمنان نه ول. (۱۵۸)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۵۹﴾ او په رښتيا ستا پالونكى ناماتى لورين دى . (۱۵۹)
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۶۰﴾ د لوط قوم ( هم د الله) استازي دروغجن وګڼل؛ (۱۶۰)
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۶۱﴾ هغه مهال، چې رور يې لوط ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟ (۱۶۱)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۶۲﴾ بېشکه زه درته امين استازى يم؛ (۱۶۲)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۶۳﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۶۳)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۴﴾ او په دې (رسالت) زه له تاسې څه اجر نه غواړم؛ زما اجر يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۶۴)
أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۵﴾ ايا په انسانانو كې يوازې له نارينه وو سره جنسي اړيكې ساتئ (ايا دا ناوړه او له شرمه ډك كار نه دى؟!) (۱۶۵)
وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿۱۶۶﴾ او خپلې هغه مېرمنې پرېږدئ، چې پالونكي مو درپيدا كړي؟!؛ بلكې تاسې سرغړاند ياست!))  (۱۶۶)
قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ ﴿۱۶۷﴾ و یې ويل: ((لوطه! كه (له دې خبرو) لاس وانخلې؛ هډو [له ښاره] به وشړل شې. (۱۶۷)
قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ ﴿۱۶۸﴾ (لوط) وويل: ((په حقيقت كې زه ستاسې د عمل (لواطت) له سختو دښمنانو يم؛ (۱۶۸)
رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶۹﴾ پالونكيه! ما او زما كورنۍ له هغه څه وژغوره، چې دوى يې كوي.)) (۱۶۹)
فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿۱۷۰﴾ نو موږ هغه او ټوله كورنۍ يې وژغورله؛ (۱۷۰)
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿۱۷۱﴾ خو بې له يوې بوډۍ،چې [په عذاب كې] په پاتې شونیو كې وه . (۱۷۱)
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ ﴿۱۷۲﴾ بيا موږ هغه نور هلاك كړل . (۱۷۲)
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَسَاء مَطَرُ الْمُنذَرِينَ ﴿۱۷۳﴾ او موږ (د كاڼو) یو باران پرې ووراوه؛ نو د گواښل شويو څه بد باران و؛ (۱۷۳)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۷۴﴾ بېشكه په دې (سزا) كې يو عبرت دى؛ خو ډېر يې ايمان راوړونكي نه ول.  (۱۷۴)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۷۵﴾ او په رښتيا ستا پالونكى ناماتى لورين دى . (۱۷۵)
كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۶﴾ د ايكه [= مدين ته نژدې يو ښار و] خلكو (د الله) استازي دروغجن وګڼل. (۱۷۶)
إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿۱۷۷﴾ هغه مهال، چې شعيب ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟ (۱۷۷)
إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۷۸﴾ بېشكه زه درته امين استازى يم؛ (۱۷۸)
فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۱۷۹﴾ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او زما اطاعت وكړئ؛ (۱۷۹)
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۸۰﴾ (په دې رسالت) له تاسې بدله نه غواړم،زما اجر خو يوازې پر نړۍ پال دى؛ (۱۸۰)
أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ﴿۱۸۱﴾ پيمانې پوره وركوئ او (په ډنډۍ وهلوكې نورو ته) له زيان وررسوونكيو مه ياست؛ (۱۸۱)
وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ﴿۱۸۲﴾ او په سمه تله تول كوئ؛ (۱۸۲)
وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۱۸۳﴾ او د خلكو څيزونه مه وركموئ او په ځمكه كې د فساد هڅه مه کوئ؛   (۱۸۳)
وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۸۴﴾ او د هغه (له سرغړونې) ډډه وكړئ،چې تاسې او مخكېني نسلونه يې پيدا كړي دي!)) (۱۸۴)
قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ ﴿۱۸۵﴾ و یې ويل: ((پر تا خو په رښتيا كوډې شوې دي؛ (۱۸۵)
وَمَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۱۸۶﴾ او ته خو يوازې زموږ په څېر يو بشر يې او په رښتینه کې ګومان مو دادى، چې له دروغجنو يې؛ (۱۸۶)
فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۸۷﴾ كه له رښتينو يې؛ نو پر موږ له اسمانه يوه ټوټه راوغورځوه.)) (۱۸۷)
قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸۸﴾ (شعيب) وويل: ((تاسې چې څه كوئ، پالونكى مې پرې ښه پوهېږي.)) (۱۸۸)
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۸۹﴾ نو په پاى كې يې دروغجن وګاڼه؛ نو د سيورې ورځې [اورغورځې ورېځ] عذاب ونیول، په رښتيا دا د یوې لويې (درنې) ورځې عذاب و. (۱۸۹)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۹۰﴾ بېشكه په دې پېښه كې يو عبرت دى؛ خو ډېرى يې مؤمنان نه ول. (۱۹۰)
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۱۹۱﴾ او په حقيقت كې یوازې ستا پالونكى لورین بريمن دى . (۱۹۱)
وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۹۲﴾ او په رښتيا دا (قرآن) د نړۍ پال (له لوري) نازل شوى دى . (۱۹۲)
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ ﴿۱۹۳﴾  روح الامين (جبرئيل) ستا پر (پاك) زړه نازل كړى دى؛ (۱۹۳)
عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ ﴿۱۹۴﴾ چې له گواښگرندو ځنې شې؛ (۱۹۴)
بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ ﴿۱۹۵﴾ په رڼه او څرگنده عربي ژبه یې (نازل كړى دى)؛ (۱۹۵)
وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۹۶﴾ او بېشکه (یاد، خبر او زېری) يې په مخکېنيو كتابونو كې (هم) راغلی دی. (۱۹۶)
أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ آيَةً أَن يَعْلَمَهُ عُلَمَاء بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۹۷﴾ ايا همدا یوه نښه ورته بس نه ده، چې د بني اسراييلو عالمان يې (له پخوا) پېژني؟!  (۱۹۷)
وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ ﴿۱۹۸﴾ او كه دا مو پر ځينو عجمو [= ناعربو] نازل كړى واى، (۱۹۸)
فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۹۹﴾ او دا يې ورلوستى واى؛ ايمان يې پرې نه راووړ. (۱۹۹)
كَذَلِكَ سَلَكْنَاهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۰۰﴾ (هو!) په دې توګه موږ قرآن د ګناهګارانو په زړونو كې ورنناېستی [ چې غاړه پرې خلاصه شي](۲۰۰)
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۲۰۱﴾ [ خو دوی] د دردناك عذاب تر ليدو ايمان پرې نه راوړي. (۲۰۱)
فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۰۲﴾ چې (عذاب) به ناڅاپه او په ناخبرۍ كې ورشي؛ (۲۰۲)
فَيَقُولُوا هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ نو وايي: ((ايا مهلت به راكړ شي؟!)) (۲۰۳)
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿۲۰۴﴾ ايا په بيړه زموږ عذاب غواړي ؟! (۲۰۴)
أَفَرَأَيْتَ إِن مَّتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ ﴿۲۰۵﴾ خو نه پوهېږې، كه بيا یې هم په كلونو كلونو (له دنيوي ژونده) برخمن كړو. (۲۰۵)
ثُمَّ جَاءهُم مَّا كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۲۰۶﴾ بيا به وعده کړاى شوى عذاب ورشي، (۲۰۶)
مَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يُمَتَّعُونَ ﴿۲۰۷﴾ (نو) دا ګټه او له دنيوي ژونده برخمنېدل به ورګټور نه وي (او عذاب نشي تمبولای)؟  (۲۰۷)
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ ﴿۲۰۸﴾  او موږ هېڅ ښار او كلى هسې هلاک کړی نه دی؛ خو داچې گواښگرندي یې درلودل؛ (۲۰۸)
ذِكْرَى وَمَا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۰۹﴾ چې نصحيت ورته وكړي؛ ځكه موږ ظالمان نه يو! (چې بې دليله چا ته سزا وركړو)  (۲۰۹)
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۱۰﴾ او (هېڅكله) دا آيتونه، شيطانانو راوړي نه دي؛ (۲۱۰)
وَمَا يَنبَغِي لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۲۱۱﴾ او دوى ددې وړ نه دي او نه يې وس لري (چې وحې وكړي). (۲۱۱)
إِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ ﴿۲۱۲﴾ (ځکه ) دوى د (وحې) له اورېدو منع شوي دي. (۲۱۲)
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ ﴿۲۱۳﴾ نو (پېغمبره!) له الله سره كوم بل معبود مه دربله؛ (كه نه)؛ نو ته به هم له سزا ګالونکيو شې. (۲۱۳)
وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴿۲۱۴﴾ او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه . (۲۱۴)
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۱۵﴾ او هغو مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه). (۲۱۵)
فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۱۶﴾ نو كه سرغړونه یې درنه وکړه؛ نو ووايه: ((په حقيقت کې څه چې کوئ، ترې کرکجن يم)) (۲۱۶)
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿۲۱۷﴾ او پر بريمن (او) لورين (الله) بروسه وكړه؛ (۲۱۷)
الَّذِي يَرَاكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۲۱۸﴾ هغه چې (عبادت ته) د پاڅېدو پر وخت دې ګوري؛ (۲۱۸)
وَتَقَلُّبَكَ فِي السَّاجِدِينَ ﴿۲۱۹﴾ او (هم) په سجده كوونكيو كې ستا (د حالاتو) بدلون (ويني)؛ (۲۱۹)
إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۲۲۰﴾ (ځکه) چې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى . (۲۲۰)
هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَى مَن تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۲۱﴾ ايا خبر مو كړم،چې شيطانان پر چا وركوزېږي؟! (۲۲۱)
تَنَزَّلُ عَلَى كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۲۲۲﴾  پر هر ډېر دروغجن ګناهګار ورکوزېږي؛ (۲۲۲)
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ ﴿۲۲۳﴾ (ځکه دا وګړي د شیاطینو خبرو ته) غوږ ږدي او ډېرى يې دروغجن دي. (۲۲۳)
وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿۲۲۴﴾ (د اسلام پېغمبر شاعر نه دى؛ځکه) شاعران هغه دي،چې لار ورکي ورپسي روان وي . (۲۲۴)
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿۲۲۵﴾ ايا نه وينې، چې دوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي. . (۲۲۵)
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾ او دا چې دوى هغه څه وايي، چې پخپله يې نه كوي؛ (۲۲۶)
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ﴿۲۲۷﴾ خو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې چارې يې كړي او “الله” ډېر يادوي او چې كله تېری پرې وشي؛ نو د ځان (او مؤمنانو) دفاع ته راپاڅي (او په دې لار كې، له شعره هم كار اخلي)؛ او ظالمان به ژر پوه شي، چې كوم ځاى ته ورستنېږي. (۲۲۷)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!