تبلیغات

په واقع کې په قرآن حکیم کې د خدای یو پرېکنده حکم، چې پر ځای کول یې خدای خوشحالوي او پرېښوول یې خدای غوسه کوي او د ثواب او عذاب کچه ده، دا دی چې: بنده که څه په خوله او ظاهر کې ښه وي او خلک یې پر فضیلت منښته هم کوي؛ خو په […]

په واقع کې په قرآن حکیم کې د خدای یو پرېکنده حکم، چې پر ځای کول یې خدای خوشحالوي او پرېښوول یې خدای غوسه کوي او د ثواب او عذاب کچه ده، دا دی چې: بنده که څه په خوله او ظاهر کې ښه وي او خلک یې پر فضیلت منښته هم کوي؛ خو په لاندې ګناهونو کې یوه پکې وي او توبه یې ترې کاږلي نه وي او ومري؛ نو مؤمن به نه وي :

الف – چې څوک یې په فرضي عباداتو کې له ((الله)) سره شریک کړی وي [؛ یعنې په فرایضو کې ریا او څانښوونه کوي.]

ب- له ډېرې غوسې ځان هلاکوي.

ج- د هغه عمل پرېښوول، چې په خپله یې د ده پر ښه والي منښته کړې ده. یا د یو کار ژمنه کوي؛ خو خلاف یې ترسره کوي . (نفاق ،ویل او نه کول )

د- د دنیا تر لاسه کولو لپاره په دین کې نوښتونه کوي .(دین یې دنیا ته لومه کړی وي )

ډ- ښه یې ایسي، چې خلک یې د هغه ښه کار لپاره وستایي، چې یې کړی نه دی .(غوړه مالي یې ښه ایسي )

ز- له خلکو سره په دوه مخۍ، دوه ژبۍ او په کبر چلېدل .

پردې خبره ځان سم پوه کړه، چې هر څیز یې په بېلګه پېژندای شو ( مشت نمونه خروار).

په رښتیا، څاروي یوازې د ګېډې په غم کې دي، داړن په تېري او ظلم پسې ګرځي او ښځې د دنیوي ژوند په ښکلا او پکې د تباهۍ په لټه کې دي؛ خو په حقیقت کې مؤمن تل زړه سواند ، خاورین، عاجز او له خدایه ډارن دی .

 

 

د حضرت علي (ک) نصیحت او د مقصرانو ناغېړو د حالاتو څرګندول

له هغوی ځنې مه وسه، چې څه کار یې کړی نه وي؛ خو آخرت ته یې سترګې نیولې وي او په اوږدو هیلو توبې ته هیلمن وي . د دنیا په اړه د زاهدانو په څېر خبرې کوي؛ خو په عمل کې د دنیا پالو په څېر چلي. که څومره ورکړي،نه مړېږي او که لاس ترې وسپمول شي؛ نو قناعت نه خپلوي،څه چې لري، شکر یې نه کاږي؛ خو بیا هم ډېر غواړي . خلک له بدوچارو منع کوي؛ خو په خپله لاس ترې نه اخلي . له نورو د هغو کړنو کول غواړي، چې په خپله یې نه کوي. نېکان یې خوښېږي؛ خو لار یې نه خپلوي . ګناهکاران یې بد ایسي؛ خو په خپله یو یې دی . د ډېرو ګناهونو له امله یې مرګ ښه نه ایسي؛ خو تر وروستۍ سلګۍ له ګناه لاس نه اخلي. له ځان سره وایي: تر څو به کار کوم اوکړېږم؟ ولې راحت کېننم او تش هیلمن وسم؟ بښنې ته هیلمن وي؛ خو تل پر ګناه اخته وي ! هومره عمر یې کړی، چې راویښېدونکي له درانه خوبه راویښ شي. د خپل تېر عمر په باب وایي: څومره به ښه ول، چې عمل مې کړی او ربړ مې ګاللی وای؛ خو همدغسې خپل عمر په بېباکۍ تېروي . چې ناروغ شي، په چارو کې د ناغېړۍ له امله پښېمانېږي او د روغتیا پر مهال کبرجن او بې غمه وي او د [آخرت] چار ځنډوي، چې روغ رمټ وي، پر ځان ویاړي او چې پر کړاو اخته شي، نهیلېږي .

[ د دنیوی چارو] په انګېرنو کې ځاني غوښتنې ورباندې لاسبرېږي او چې [ د اخروي چارو] د یقین خبره شي؛نو پر خپل اماره نفس هېڅ لاسبري نه لري ،په روزۍ کې په
خپله برخه قناعت نه کوي او کومه برخه چې ورته تضمین شوې،ډاډمن پرې نه دی، فرضي چارې پرېږدي، د ځان په هکله شکمن دی. که شتمن شي، نېشه او مغرورېږي او که بېوزلی شو، نهیلی او سستېږي ؛ نو په ګناه او [دنیوي] نعمت کې ورډوب دی، چې څومره غواړي، نه مړېږي او ناشکره وي. د نورو پر کوچنیو نیمګړنو نیوکې کوي؛ خو خپلې سترې تېروتنې نالیدې ګڼي!

که له ځاني غوښتنې سره مخ شي؛ نو د توبې په هیله خوند ترې اخلي او حال داچې نه پوهېږي،څه به رامخې ته شي ( د توبې توفیق به ومومي که نه) نه (د ثواب) شوق یې پر کار ګوماري او نه ( د عذاب) ډار یې منع کوي، بیا د غوښتنې پر مهال مبالغه او ټینګار کوي، په عمل کې لنډون، خبرې یې غټې ؛ خو عمل یې ډېر لږ وي، د ناکړي چار ګټې ته هیلمن وي او د خپلې کړې ګناه د سزا څه باک نه لري . په دنیوي ناپایښتو چارو کې ځغلېږي ؛خو د اخرت پایښتې چارې پرېږدي .

له مرګه ډارېږي؛ خو له دې نه ډارېږي، چې [ د ښه کار کولو] فرصت له لاسه ورکوي، د نورو ګناه ستره بولي، خو په خپله یې چې تر نورو ستره ګناه کړې، کوچنۍ بولي ‎. د نورو طاعت او عبادت ناڅیزه ګڼي او د ځان ستر . خلکو ته پېغور ورکوي؛ خو ځان ستایي . د سلامتۍ او خوشحالۍ پر مهال د خلکو امانات ورسپاري؛ خو د خپګان او کړاو پر مهال پکې خیانت کوي. که عافیت او سلامتي ومومي؛ نو انګېري، چې توبه یې قبوله شوې او بښل شوی او چې پر کړاو اخته شي، ګومان کوي سزا یې ورکړې ده. روژه ځنډوي؛ خو خوب ړومبی بولي. نه د شپې پاڅي او نه د ورځې روژه وي، بې خوبي یې تېره کړې نه ده؛خو ګهیځ ته سترګې پر لار دی، روژه یې نیولې نه ده؛خو ماښام ته یې سترګې نیولې دي . تر لاس لاندې خدای ته پناه وړي؛ خوله زبرلاسه نه ډارېږي. تل غواړي خلک یې درناوي ته ودرېږي؛ خو په خپله خدای ته [ پر عبادت] نه درېږي .

له پانګوالو سره ویدېدل تر بېوزلیو سره له نمونځ کولو یې ښه ایسي. له لږ [نعمته] خپه کېږي او له ډېر [نعمته] سرغړاندېږي. نورو ته یې څه ګټه نه ور رسي؛خو پر ځان یې د نورو ګټه لورېږي. ښه یې ایسي امر یې ومنل شي او ناباندي ورسره ونشي . خپل حق پوره غواړي؛ خو د بل حق نه ورکوي، د خلکو لارښود؛ خو په خپله بې لارې وي . له خلکو ډارېږي، نه د خدای په پار؛ خو له پالونکي د خپلو مخلوقاتو په باب نه ډارېږي. بد ښه بولي او ښه بد. د خپل پالونکي د نعمتونو شکر نه کاږي او د نعمتونو پر ور ډېروالي د خدای منندوی نه دی، پر نېکیو امر او له بدیو منع کوونکی نه دی. ټول عمر په اشتباه کې تېروي، چې ناروغ شي، اخلاص ته ورمخه کړي او توبه کاږي او چې روغ شي، سخت زړی شي او بیا د ګناه لار نیسي . تل خپلو [مانیزو چارو] ته زیان ور رسوي او ځان ته څه ګټه نه وررسوي. نه پوهېږي کړنې یې چېرې پای مومي، تر کومه او تر کوم ځایه؟

خدایه !له خپلې سرغړونې مو وساته[ای نصیحت غواړیه!] ته هم دا نصایح زده کړه، یاد یې کړه او هر وخت چې غواړې، ورستون شه.

 

 

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست