بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى ((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [1]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور(د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې ( له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى
((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [1]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور(د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې ( له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!) ))
پېغمبر اكرم (ص) د داسې ناسمو افكارو پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ او خداى غوښتل، چې د فاطمې بي بي له لارې نړۍ ته د ښځې د عظمت او لوړوالي عملي بېلګه وروښيي؛ځكه پېغمبر اكرم (ص) وايي:
((هر اولاد پلار لري، چې نسب يې ورته رسي؛خو بې د فاطمې له زامنو چې زه يې پلار يم او ما ته منسوب دي[2])) .
فاطمې بي بې د وحې په کور کې د خپل پلار تر سيوري لاندې د توحيد زده کړې وکړې،چې کله يې پر پېغمبر اکرم (ص) سترګې پرانستې؛ نو پلار يې په ټولنه کې پر سترې دندې بوخت و او ليدل يې،چې خپل پردي ورسره د اسلام د تبليغ له امله کينه لري او له بېلابېلو لارو يې ځوروي.
ډېر داسې شوي،چې پېغمبر اکرم (ص) به په “مسجدالحرام” کې ناست و او قرآن کريم به يې لوسته او مشرکينو به ځوراوه؛خو فاطمې به په بيړه ځان پېغمبراکرم ته رساوه او د پلار ملاتړ يې کاوه.
د حکمت او مصلحت له مخې، د فاطمې بي بي ټول ژوند له کړاوونو او سختيو سره اغږل شوى و.
حضرت فاطمه د “شعب ابوطالب” پر تودو شګو خاپوړې کړي او دغه وخت پېغمبر اكرم (ص) په ډاګه خلك اسلام ته رابلل. کفارو د پېغمبر اكرم (ص) ياران يو په بل پسې په تودو شګو كې ځورول، يو شمېر مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ. كفارو په ګډه وپتېيله،چې پېغمبر اكرم (ص) ووژني[3] .
“ابوطالب” له دې دسيسې خبر شو او پېغمبر اكرم (ص) يې له نورو بني هاشمو سره د ابوطالب درې (شعب) ته بوت . “خديجه” او كوچنۍ فاطمه هم ورسره ول.
“ابوجهل” له نورو كفارو سره تړون لاسليك كړ،چې پر بنسټ يې له بني هاشمو او “بني عبدالمطلب” سره په تګ راتګ ، پېر و پلور او د خوراك څښاك پر وركړه بنديز وي .
دوى په دره كې درې كاله ايسار ول. حضرت “حمزه”،”عباس” او نورو بني هاشمو به د شپې او ورځې څوکۍ كوله او په سختۍ او پټه يې بني هاشمو ته خواړه راوړل.
فاطمې په همدې سختو شرايطو كې د مور شيدې خوړې،چې له تي غوڅه شوه. دلته يې په تودو شګو كې خاپوړې او ګرځېدل زده كړل او په خبرو راغله .
بنديز درې كاله ټينګ و. يو كال وروسته حضرت “خديجه” وفات شوه،خاورو ته تر سپارل كېدو وروسته،چې پېغمبر (ص) كور ته راغى؛نو فاطمې په ژړغوني غږ پلار وپوښت :
((مور مې چېرته ده ؟)) دغه مهال حضرت جبراييل نازل شو او ويې ويل: ((پېغمبره! فاطمې ته ووايه:مور دې د جنت د “زبرجدو” په ښكلې ماڼۍ كې ارام کوي .))
فاطمة الزهرا د پېغمبراكرم (ص) ملاتړې وه
څه موده وروسته “ابوطالب” هم له دنيا سترګې پټې كړې. پېغمبراكرم (ص) او فاطمه يې پر مړينه ودردېدل او هغه كال يې پر “عام الحزن” يا “د وير او ماتم” پر کال ونوماوه. د ابوطالب تر مړينې وروسته كفارو خپل زور زياتى لا پسې زيات كړ. يوه ورځ پېغمبر اكرم (ص) په كوڅه كې روان و،چې چا پرې خاوره او خځلې واچولې؛خو پېغمبر اکرم (ص) ورته هيڅ ونه ويل او همداسې كورته راغى او فاطمې په ژړا د پلار سر ووينځه. پلار يې ورته وويل:
(( لورې! مه ژاړه، يقين وکړه، چې لوى خداى به دې پلار د دښمنانو له شره خوندي وساتي.[4]))
مسلم په صحيح کې راوړي ،چې پېغمبر اكرم په مسجد الحرام كې لمونځ كاوه،چې “ابوجهل” له خپلې ډلې سره راغى، چې د اوښ پچې هم ورسره وې . پېغمبر اکرم (ص)،چې سجدې ته ولاړ؛ نو پچې يې پر شا ورواچولې . “ابوجهل” او ډله يې په خندا شوه. حضرت فاطمه خبره شوه،چټك يې ځان پلار ته ورساوه او له چټليو يې پاك كړ؛خو دوى بيا هم خندل . پېغمبر اكرم پر “ابوجهل”،”عتبه” ، “شيبه”، “وليد” ، “اميه” او “عقبه” لعنت ووايه او دا ټول د “بدر” په جګړه كې هلاك شول .[5]
[1] . (نحل/58)
[2] . وګورﺉ:(١)بغداد تاريخ : 11/285 .(٢) كنزالعمال : 6/226 ، 220 .(٣)محب طبري؛ ذخايرالعقبى: 121 .(٤)هيثمي؛مجمع الزوايد: 9/179 .(٥)فرايد السمطين: ٢\٧٠.(٦) ترمذي؛ سنن: ٥\٤٥٦.(٧)خصايص: ٣٦ مخ ١٣٤ ګڼه حديث.(٨) د دمشق تاريخ : ٩٤ مخ.(٩)ابن مغازلي؛مناقب :٤٧٣ مخ ٤٢١ ګڼه حديث.(١٠) معجم صغير ١\١٩٩.
[3] . (ابن هشام سيرة 12/34 ، الكامل في التاريخ 2/51 )
[4] . (ابن شهراشوب مناقب 1 / 71 )
[5] . ( صحيح بخاري 5/8 او صحيح مسلم )