درې تنه پر لار روان وو،چې باران پرې راکېوت او په غره کې يو غارته ننووتل،ناڅاپه له غره ډبره راولوېده او د غار خوله يې ټپه کړه او دوى پکې بند پاتې شول. يو بل ته يې وويل:هر يو دې فکر وکړي،چې د خداى لپاره يې کوم کار کړی دى او د هماغه له مخې […]
درې تنه پر لار روان وو،چې باران پرې راکېوت او په غره کې يو غارته ننووتل،ناڅاپه له غره ډبره راولوېده او د غار خوله يې ټپه کړه او دوى پکې بند پاتې شول. يو بل ته يې وويل:هر يو دې فکر وکړي،چې د خداى لپاره يې کوم کار کړی دى او د هماغه له مخې دې خداى ته دعا وکړي، ښايي دا ډبره لرې شي او ووځو.
يو وويل : خدايه!ما خو بوډاګان مور وپلار او يو شمېر واړه درلودل،چې پالنه يې راپرغاړه وه ،د شپې چې راتلم؛نو شيدې مې لوشلې او لومړى به مې مور و پلار ته ورکولې،چې و يې خوري او بيا خپلو کوچنيو اولادونو ته. يو ځل راباندې ناوخته شو او کور ته چې راغلم؛نو مور و پلار مې ويده وواو شيدې مې، چې ولوشلې او مور و پلار ته راغلم؛ نو زړه مې ونه شو،چې راويښ يې کړم او دا مې هم زړه نه منل،چې تر هغوى وړاندې يې پر خپلو کوچنيانو وڅښم.اولادونو مې راته زارۍ کولې،چې ګهيځ شو؛نو که ما دا کار يوازې ستا د رضا لپاره کړى و؛ نو يوه دريمڅه راته پرانځه،چې اسمان خو وګورو.خداى ورته دا کار وکړ او اسمان يې وکوت .
بل وويل: خدايه! د خپل تره پر لور مين وم او د کوروالي هيله مې ترې وکړه؛خو راسره يې ونه منله.ما ورته سل ديناره ورکړل او په ډېرو زاريو مې راضي کړه،چې کېناستم، چې خوند ترې واخلم، ويې وويل: د خداى بنده! له خدايه وډار شه او مهر مې يوازې په حلالو پرانځه.زه راولاړشوم. اوس نو خدايه که داکار مې يوازې ستا د رضا لپاره کړى وي؛نو دا ډبره خو لږه نوره هم څنګ ته کړه او ډبره څنګ ته شوه .
درېم وويل: خدايه ! يو کارګر مې د يوې پيمانه وريجو په بدل کې نيولى و، چې کار يې پاى ته ورساوه،ويې ويل: مزدوري مې راکړه.ما يې مزدوري ورکړه ؛خو هغه وويل : دا لږه ده او و يې نه منله،ما هماغه يوه پيمانه وريجې وکرلې،چې د حاصلاتو په پلورلو يې ما له شپنو سره دغواګانو رمه وپېرله. هغه کارګر راته دويم ځل راغى ويې ويل: له خدايه وډار شه(او مزدوري مې راکړه) ورته مې وويل: ولاړ شه دا غواګانې له شپونو سره بوځه.کارګر وويل: له خدايه وډار شه اوملنډې راباندې مه وهه .ورته مې وويل:ملنډې درباندې نه وهم. ځه ولاړ شه او بوځه يې اوهغه ولاړ او له ځان سره يې بوتلې. اوس نو خدايه! که دا کار مې يوازې ستا د رضا لپاره کړى وي؛نو د غار خوله راته بيخي پرانځه،چې همداسې وشول او دباندې راوتل او ولاړل. (ناصف : ١\ ٥٢- ٥٤مخونه )
-
ټیګونه:
- www.andyal.com