بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (بقره/۱۷۳) ژباړه : پوه شئ،چې خداى] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي حرام كړي دي (؛خو) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (بقره/۱۷۳)
ژباړه : پوه شئ،چې خداى] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي حرام كړي دي (؛خو) كه څوك اړ شي، څه باک نشته؛خو چې سرغړاند او بريد ماتى نه وي؛ځكه خداى لورین بښوونکى دى .
د خداى حلال او حرام
د انسان له ګټو سره اړخ لګوي: حرام يعنې ممنوع او چې كله وايي يو كار حرام دى، مانا يې داده چې كول يې منع دي، حلال د حرامو پر وړاندې دي او مانا يې په عمل كې ازادي ده )يعنې كول يې منع نه دي( بايد پوه شو چې ديو كار،خوړو يا … حلال يا حراموالى د انسانانو په ګټو پورې تړ او لري او خداى ته يې څه ګټه نه رسي، لكه چې د بقرې سورت په 168 آيت كې وايي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا
ژباړه : خلكو! له هغو (څيزونو) وخورئ،چې په ځمکه کې حلال او پاک دي
او دا ټكى يې راپوهولى چې د يو څيز له حلالوالي سره پاکوالی یې هم مل دی او پاک یعنې څه چې د انسان له طبع سره ساز وي.( المیزان ۱/ ۴۱۶۱) د مائدې سورت په 4 آيت كې هم وايي: « تا پوښتي، كوم څيزونه ورته حلال شوي. ووايه: څه چې پاك وي، درته حلال شوي….» خداى په دې آيت كې په عمومي توګه وايي: حلال هغه څه دي، چې پاك او د انسان له طبع سره جوړ وي.( المیزان ۵/ ۲۰۵)
له امام صادق (رح) روايت شوى: « چې څوك مرداره غوښه خوري، بدن يې كمزورى او رنځورېږي، زور يې كموي نسل يې پرې كوي او ناڅاپي مري» ښايي دا مفاسد د دې له امله وي،چې د هاضمې غونډال به له مردارې غوښې، سالمه او ژوندى وينه جوړولاى نشي، پردې سربېره مرداره غوښه د ډول ډول ميكروبونو د راټولېدو ځاى دى، نو ځكه اسلام نه يوازې دا چې مرداره غوښه يې حرامه كړې، بلكې نجسه يې هم ګڼلې ده، چې مسلمانان ترې ځان وساتي.(نمونه ۱/ ۵۸۵)
البته موږ ته د ډېرې احكامو فلسفه پټه ده، خو دا چې موږ يې د حكيم خداى له لوري ګڼو، عملي كوو يې او د خپل خداى منو.
سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com