تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (بقره/۱۷۳) ژباړه : پوه شئ،چې خداى] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي حرام كړي دي (؛خو) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (بقره/۱۷۳)

ژباړه : پوه شئ،چې خداى] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي حرام كړي دي (؛خو) كه څوك اړ شي، څه باک نشته؛خو چې سرغړاند او بريد ماتى نه وي؛ځكه خداى لورین بښوونکى دى .

د خداى حلال او حرام

د انسان له ګټو سره اړخ لګوي: حرام يعنې ممنوع او چې كله وايي يو كار حرام دى، مانا يې داده چې كول يې منع دي، حلال د حرامو پر وړاندې دي او مانا يې په عمل كې ازادي ده )يعنې كول يې منع نه دي( بايد پوه شو چې ديو كار،خوړو يا … حلال يا حراموالى د انسانانو په ګټو پورې تړ او لري او خداى ته يې څه ګټه نه رسي، لكه چې د بقرې سورت په 168 آيت كې وايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا

ژباړه : خلكو! له هغو (څيزونو) وخورئ،چې په ځمکه کې حلال او پاک دي

او دا ټكى يې راپوهولى چې د يو څيز له حلالوالي سره پاکوالی یې هم مل دی او پاک یعنې څه چې د انسان له طبع سره ساز وي.( المیزان ۱/ ۴۱۶۱) د مائدې سورت په 4 آيت كې هم وايي: « تا پوښتي، كوم څيزونه ورته حلال شوي. ووايه: څه چې پاك وي، درته حلال شوي….» خداى په دې آيت كې په عمومي توګه وايي: حلال هغه څه دي، چې پاك او د انسان له طبع سره جوړ وي.( المیزان ۵/ ۲۰۵)

له امام صادق (رح) روايت شوى: « چې څوك مرداره غوښه خوري، بدن يې كمزورى او رنځورېږي، زور يې كموي نسل يې پرې كوي او ناڅاپي مري» ښايي دا مفاسد د دې له امله وي،چې د هاضمې غونډال به له مردارې غوښې، سالمه او ژوندى وينه جوړولاى نشي، پردې سربېره مرداره غوښه د ډول ډول ميكروبونو د راټولېدو ځاى دى، نو ځكه اسلام نه يوازې دا چې مرداره غوښه يې حرامه كړې، بلكې نجسه يې هم ګڼلې ده، چې مسلمانان ترې ځان وساتي.(نمونه ۱/ ۵۸۵)

البته موږ ته د ډېرې احكامو فلسفه پټه ده، خو دا چې موږ يې د حكيم خداى له لوري ګڼو، عملي كوو يې او د خپل خداى منو.

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!