بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خوشحال خان خټک د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد پاک دې محمد پاک دې سبحان د محمد راشه نظر وکړه په طه په یس باندې خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد ډېر خلق پیدا دي انبیاء که اولیا دي نشته په خلقت کې بل په […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خوشحال خان خټک
د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دې محمد پاک دې سبحان د محمد
راشه نظر وکړه په طه په یس باندې
خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد
ډېر خلق پیدا دي انبیاء که اولیا دي
نشته په خلقت کې بل په شان د محمد
ډېر خلق که یو کړي انس و جنس دواړه جهانه
لا تر واړو به دې ګوښی ځان د محمد
شط د رود نیل که د موسی په حکم وشو
شق د قمر وشو په فرمان د محمد
خوان خوړ د موسی من و سلوی یو لک وګړي
انس و جن مړېږي تل په خوان د محمد
درود ناقوس که یو څو وخته وو فاني شو
تل به تر قیامته وي آذان د محمد
نه دی قسیس رهبان قایم په خپل دین و مذهب کې
نه زرقسیس رهبان نه یو سلمان د محمد
یو لک څلیرشت زره زیات و کم پېغمبران دي
کل واړه مدام دي ثناخوان د محمد
پیک یې جبرییل د رفرف جلب نیولی
پاس یې چې معراج وو په اسمان د محمد
څه دی دا آسمان ولاړ بې ستنو بې شهتیره
دی یو مختصر هلک ایوان د محمد
دا جهان هغه جهان که دواړه سره یو کړې
لا تر دا نه لوی دی بل جهان د محمد
واړه جنتونه پکې څو رنګ نعمتونه
څه دې درته وایم یو بوستان د محمد
څه دي دوزخونه پکې هومره عذابونه
جوړ دی و دښنو ته یو زندان د محمد
ورځ چې د قیامت وي مرسلان به په هیبت وي
هور ته به جولان په میدان د محمد
خواست به نور څوک نه کا د خسته و عاصیانو
خواست به محمد کا خاندان د محمد
سل صلوة تل له ما په آل تقی نقی شه
سل دروده تل په چاریاران د محمد
لاس دې لګولی ما خوشحال په دواړه کونه
غم او اندوه مې نشته په دامان د محمد