تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د خوب لیدل إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ = (دريادكړه)  چې كله يوسف (ع) خپل پلار ته وويل :(( پلاره ! ما(په خوب كې) يوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ وليدل؛ګورم چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د خوب لیدل

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ = (دريادكړه)  چې كله يوسف (ع) خپل پلار ته وويل :(( پلاره ! ما(په خوب كې) يوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ وليدل؛ګورم چې سجده راته كوي .))

ټکي :

١-د حضرت يوسف (ع) کيسه په خوب پيلېږي،چې ورته د روښانه راتلونکې زېرى ورکوي او هيلمنوي يې،چې د الهي روزنې په لار کې يې زغمناک کړي .

٢- حضرت يعقوب (ع) د حضرت اسحاق (ع) او هغه هم د حضرت ابراهيم (ع) زوى و. حضرت يوسف (ع) او “بنيامين” له يوې مور او نور وروڼه يي له بلې موره وو. وګ : (  تفسير مجمع البيان )

٣-د الهي اولياوو خوب له  نورو سره توپير لري.کله تعبير ته اړتيا لري؛ لکه د حضرت يوسف (ع) خوب او کله هم تعبير ته اړتيا نه لري؛بلکې کټ مټ واقعيت وي؛لکه د حضرت ابراهيم (ع) خوب، چې دنده ورکړل شوه،چې بايد حضرت اسماعيل (ع) قرباني کړي .

پيغامونه:

١-اولاد بايد د خپل پلار پر درايت او زړه سوي ډاډ وکړي او د ژوند په چارو کې ورسره سلام مشوره وکړي. (إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ)

٢-مور و پلار معمولاً د ستونزو هوارۍ ته تر ټولو غوره مرجع ده.( يَا أَبتِ)

٣-اولاد او مور و پلار، چې يو بل ته خطاب کوي؛نو بايد له داسې ټکيو کار واخلي،چې پکې مينه، لورنه،صميميت او شفقت وي. (يَا أَبتِ)

٤- مورو پلار دې د خپل اولاد  ليدليو خوبونو ته پر ارزښت قايل شي .

٥- کله خوب ليدل د حقايقو د پيدا کولو يوه لار ده . (إِنِّي رَأَيْتُ)

٦- په خوب کې ليدلي څيزونه د حقيقي څيزونو ښوونکي دي. د بېلګې په توګه: لمر د پلار نښه، سپوږمۍ د مور نښه او ستوري د وروڼو نښه ده. ) (رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا…)

٧- د الهى اولياو خوبونو پر واقعيت اوړي. (رَأَيْتُ)

په دې آيت کې (رايت) تکرار شوى، چې ووايي: ما ځکه خوب ليدلى، چې ګومان و نشي،چې خيالي خبرې دي.

٨- حضرت يوسف (ع) په خوب کې داسې وليدل، چې لمر،سپوږمۍ او ستوري ورته د عقل  لرونکيو موجوداتو په څېر سجده وکړه. (ايهم ، ضمير  په رايتهم کې عقل  لرونکيو موجوداتو ته کارېږي.)

٩- غوره شوي انسانان داسې مقام ته رسېږي، چې نورو انسانانو ته قبله ګاه شي. (رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ)

١٠- کله په ځوانانو کې هم داسې استعدادونه وي، چې لويان هم ځان ته په ګونډو کوي. (سا جدين )

١١- د يوې قيصې او سناريو د ليکلوغوره لار دا ده، چې په خوب ليدلو پيل او د خوب پر تعبير پاى ته ورسي. (أَحْسَنَ الْقَصَصِ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ)

 د خوب ليدو په باب څو خبرې

 رسول اکرم (ص) وويل:

((خوب ليدل درې ډوله دي : يا د خداى له اړخه زېرى دى،يا د شيطان له لوري غم او خپګان دى يا د انسان ورځنۍ ستونزې دي،چې په خوب کې يې ويني.)) (بحار ١٤/٤٤١)

د خوب ليدل به دې يوازې هغه مؤمن ته وايې،چې له كينې او تېري لرې وي . ( الكافي ۸ \ ۳۳۶)

په اخره زمانه كې د مؤمن خوبونه ليدل ټول رښتيا كېږي او د چاچې خوب ډېر رښتيا وي؛نو خبره يې هم رښتيا وي او خوب ليدل درې ډوله دی : ( ۱) د خداى له لوري زېرى (۲) انسان،چې د ورځې په كوم فكر كې وي ( ۳) او د شيطان خپه كول؛نو خراب خوب مو،چې وليد؛چا ته يې مه وايئ،راولاړ شئ او لمونځ وكړئ .(بحارالانوار ۵۸\  ۱۸۱)

د رښتياوو ښه خوب د خداى  له لوري يو زېرى او د نبوت يوه برخه ده. ( بحار ۵۸\۱۹۲)

علي! څوك چې ويده شي؛نو روح يې خپل “نړۍ پال” ته ځي؛نو چا چې د خپل “نړۍ پال” پر وړاندې څه وكتل؛نو هغه حق دى،بيا ځواكمن او بريمن خداى يې روح بدن ته د ورستنېد و امر كوي او روح د ځمكې او اسمان ترمنځ ګرځي او څه چې دلته ګوري؛نو هغه د پرېشانۍ خوبونه دي . ( روضة الواعظين ۲\۴۹۲)

خوب هېچاته مه وايه ؛خو هغه مؤمن چې کينه کښ او ظالم نه وي . (الکافي ٨\٣٣٦)

كه خوب ليدل درنه  واخستل شول؛نو مه وارخطا كېږه ؛ځكه په علم كې له راسخانو د خوب ليدل اخستل كېږي . (تحف العقول)

يو ستر دروغ دادي،انسان چې په خوب کې څه نه وي ليدلي؛خو ووايي چې ليدلي مې دي .[ بخاري : ٧٠٤٣ ح]

څوک چې ما په خوب کې وويني؛نو سم خوب يې ليدلى دى،په حقيقت کې شيطان په خوب او وېښه کې زما او زما د وصيانو په بڼه کېداى نشي.( بحار ٣٠/ ١٣٢)

خوب د مړينې ورور دى . ( بحارالانوار  ٧٣\١٨٩)

غوره مو “اولى النهى” دي . وپوښتل شو:څوک دي؟ و يې وويل : هغوى چې د رښتياوو خوبونه ويني،ښه خوى لري،خواړه ورکوي،په  لوړ غږ سلام اچوي، خلک د شپې ويده وي؛خو دى عبادت کوي . (مستدرک الوسايل ٦\٣٣٤)

تر ما وروسته بې له زېري ورکوونکيو کوم نبوت نشته . رسول الله ! زېري ورکوونکي څوک دي ؟ورته يې وويل : رښتيني خوبونه! (بحارالانوار  ٥٨\١٩٢)

 ځينې پوهان او اروا پوهان خوب د ناکاميو پايله بولي او استناد يې پر پخوانيو متلونو دى، چې وايي : اوښ په خوب کى پندانه وليده او ځينې وايې،چې خوب د وېرې او تلقين پايله ده او بيا يي هم استناد هغه پخوانۍ خبره ده، چې ويل شوي: له اوښه لرې ويده شه، چې خراب خوب ونه وينې او ځينې وايې چې: خوب د پر شا تمبل شويو غرايزو پايله ده؛ البته بايد ووايو، چې ټول خوبونه د څېړنې او ارزونې وړ نه دي .

 هغوى چې خوب ويني څو ‌ډلې دي

لومړى ډله هغوى دي، چې بشپړ او مجرد روح لري او تر ويدېدو وروسته له بل عالم سره په اړيکه کې شي،چې حقايق ورته له بلې دنيا پاک او روښانه رارسي؛ لکه د روغو “تلويزونونو” او “ډش آنتنونو” په څېر،چې پخپلو ځانګړيو زاويو سره له لرې هېوادونو څپې راخستى شي.

٢- دويمه ډله هغوى دي، چې د منځني روح خاوندان دي او په خوب کې حقايق له تشبيه او تمثيل سره ويني، چې دا خوب بايد تعبير شي.

٣- درېمه ډله هغوى دي، چې روح يې دومره کوږ وږ وي، چې خوب يې مفهوم نه لري. د تلويزيون په پرده، چې خپرې ورې صحنې او خال خال ټاپونه راځي، چې دا ډول خوبونه د تعبيرولو وړ نه دي،چې په قر‌آن شريف کې د ( اضغاث احلام) په نوم ياد شوي دي .

 په قرآن شريف کې هم هغه خوبونه راغلي، چې پر حقيقت بدل شوي دي؛لکه :

الف_د حضرت يوسف (ع) خوب، چې يوولس ستورو،لمر او سپوږمۍ ورته سجده وکړه او ځواک ته  تر رسېدو وروسته يې پر وړاندې د مور و پلار او وروڼو پر تواضع تعبير شو.

ب_ په زندان کې د حضرت يوسف (ع) د انډيوالانو خوب، چې يو يې آزاد او بل يې غرغره شو،چې د همدې سورت په ٤١ آيت کې يې کيسه راغلې ده .

ج :د “مصر” د پاچا خوب، چې يوه ډنګره او يوه چاغه غوا يي وليده، چې پر وچ کالۍ او  سوکړه تعبير شوه.

د: د بدر په جګړه کې د پېغمبر اکرم د مشرکانو د لږ شمېر خوب ليدل، چې تعبير يې د مشرکانو ماتې وه. ( انفال ، ٤٣ )

ځ: پېغمبر اکرم خوب وليد،چې مسلمانان پر خريلوسرونو “مسجد الحرام” ته ورننوتل،چې تعبير يې د مکې سوبه او د خداى د کور زيارت و. (فتح ، ٢٧)

و: د حضرت موسى (عليه السلام) مور په خوب کې وليدل، چې خپل زوى په صندوق کې ږدي او په اوبو کې يې خوشې کوي ( اذاوحينا الى امک ما يوحى ان اقذ فيه التا بوت ) چې په روايتونو کې راغلي، چې په دې آيت کې له وحې مراد خوب ليدل دي. ( طه ، ٣٩ ، ٣٨ )

ز: د حضرت اسماعيل(عليه السلام) د بلهارولو په باب د حضرت ابراهيم (ع) خوب ( صافات ، ).

بې له قرآن هم که ووينو؛نو داسې کسان شته،چې په خوب کې له داسې څيزونو خبرېږي، چې عادي انسانان ترې نه خبرېږي .

“حاج شيخ عباس قمي” د “مفاتيح الجنان” د کتاب ليکونکى،يو عالم خپل زوى ته په خوب کې راغى، و يې ويل : راسره يو کتاب امانت و، هغه خپل خاوند ته ورکړه، چې په “برزخي نړۍ” کې هوسا شم ؛نو له خوبه چې راپاڅېد؛هماغه کتا ب يې راواخست، له کوره چې وته؛نو کتاب يې له  لاسه وغورځېد او لږ څه وشلېد، کتاب يې د کتاب خاوند ته ورکړ، بې له دې،چې څه ورته ووايي. بيا يې پلار په خوب کې ورغى،ورته يې وويل :” ولې دې د کتاب خاوند ته و نه ويل، چې کتاب دې شليدلى دى او که تاوان يې غوښته، چې ورکړى دې واى اويا دا، چې رضايت دې ترې اخستى واى !”

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!