تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې د دنیا په ناپايښتو نعمتونو زړه نه تړل   حضرت علي (ک) وايي : قره عينه فيما لايزول. و زهادته فيما لايبقى. يمزج الحلم بالعلم. و القول بالعمل. تراه قريبا امله. قليلا زلله. خاشعا قلبه. قانعه نفسه « د سترګو روښنایي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

د دنیا په ناپايښتو نعمتونو زړه نه تړل

 

حضرت علي (ک) وايي :

قره عينه فيما لايزول. و زهادته فيما لايبقى. يمزج الحلم بالعلم. و القول بالعمل. تراه قريبا امله. قليلا زلله. خاشعا قلبه. قانعه نفسه

« د سترګو روښنایي یې په هغو چارو کې ده، چې پاتېږي او نالېوالتیا یې په هغو چارو کې ده چې نه پاتېږي. حلم له پوهې سره او وینا له کړو وړو سره وراغږي. هیلې یې لنډې، ښوییدنې یې ډېرې لږې، زړه یې خاشع ( یو ډول ډار دی) او نفس یې قانع وینې.»

په دې څرګندونو کې څو مهم ټکي شته، چې هم له وګړیز پلوه او هم له ټولنیز پلوه د طرحې او څېړنې وړ دي. له دې ځنې یو غټ ټکي یې په دنیا پورې زړه نه تړنه ده؛ ځکه تلونکې او ناپایښته ده او بل یې قناعت کول، د هیلو لنډون او له آخرت سوزه اوږدو هېلو ځنې ډډه کول دي.

 د نړۍ پر ناپایښتو نعمتونو له زړه نه تړلو (زهد) یې پیلوو.

غني خان وايي:

پروا یې غني نه کړي که یې سپک تلې که دروند

توف څه به دا جهان وي او څه تول ددې جهان

دنیا یې د ناپایښتی په پار غندو

تردې وړاندې مو د رټلې دنیا په اړه اوږدې خبرې وکړې او څرګنده مو کړه چې ولې دنیا رټل کېږي او له متقیانو غوښتل کېږي چې زړه ورپورې ونه تړي. متقیان، پاکان او د خدای ولیان تل له خدایه غواړي، چې زړونه یې د دنیا په هکله ساړه او له زړونو یې د دنیا مینه وکاږي. د ابوحمزه ثمالي په دعا کې، امام زین العابدین له خدایه غواړي چې:

 « سيدى اخرج حب الدنيا من قلبى: پالونکیه! له زړه مې د دنیا مینه وباسه».

او د رمضان میاشتې د اوه وېشتمې شپې (چې ځینو د لیلة القدر شپه ورته ویلې) په راغلیو دعا ګانو کې یوه دعا داده چې:

اللهم ارزقنى التجافى عن دار الغرور و الانابه الى دار الخلود و الاستعداد للموت قبل حلول الفوت

خدایه! له دار غروره (دنیا) د څنډې کېدو، همېشه میشت ځای (آخرت) ته د ورمخې کېدو او تر مړینې وړاندې مرګ ته د چمتو کېدنې توفیق راکړه.»

« دار غرور» یعنې هغه کور چې انسان غولوي او حقیقت اپوټه ښیي او پاتې نه ده او (ځان) پاتې ښیي. « دار خلود» یعنې همېشه میشتی او نه فنا کېدونکی کور؛ نو دا چې انسان نباید په یوه یې زړه وتړي او باید په بل يې وتړي، راز یې دادی، چې یو یې چلي او تلونکی او بل یې پاتېدونکی دی.

قره عينه فيما لايزول

متقی په خپل ګرېوان کې سرښکته کړی، له ځانه سره یې سوچ او حساب کړی او د خپلو کړو وړو او لېوالتیاوو تنظیمونې ته یې یو بنسټ ترلاسه کړی. دا بنسټ دادی چې کوم څېزونه پاتېدوني دی او کوم ناپاتېدوني او پر پاتېدونو زړه تړي او پر ناپاتېدونو یې نه تړي، چې د سعدي په وینا: «څه چې نه پاییږي، زړه تړنه ورسره نه ښايي.» باید هر څوک له ځان سره دا حساب وکړي. معمولا په دنیا کې د عمر زیاتوالی او پاتېدنه غواړو او ډېر لږ سوچ مو کړی چې څه ته ډېر پاتې شو. دا فکر مو له ځان سره کړی، که اوږد عمر غواړو او له مرګه تښتو او بلکې ابدي اوسو، که راته وویل شي، چې ابدي او اوږد عمر درکړل شوی او تل به ژوندي یاست؛ نو په پاتې عمر کې به څه کوئ؟ او له آره اوږد عمر د څه لپاره غواړو؟ موږ دومره د ژوند په زخمه کې ورلوېدلي یو، چې ددغسې سوچ کولو مجال نه مومو؛ خو متقي هغه دی چې کټ مټ یې دا حساب کړی او څرګند ځواب یې هم ترلاسه کړی دی. مولوی په دې هکله ښه وینا لري. وايي کله چې خدای شیطان وشړه او لعنت یې ورباندې ووایه؛ نو ددې پر ځای چې له خدایه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړي او مخکېنیو رتبوته یې ور وګرځوي، ویې ویل:

فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (حجر/۳۶) = پالونكيه! [د ټولو] د راپاڅېدو تر ورځې مهلت راكړه (او ژوندى مې پرېږده ).

خو دا مهلت غوښتنه یې، د لعنت له نښو ځنې وه؛ ځکه د ګناه پېټی یې وردرناوه، غوره دا وه چې له خدایه داسې یو څیز وغواړي چې حال یې ورښه کړي، نه دا چې په خپلې بدمرغۍ کې یې ښه ورډوب کړي.

همچو ابليس از خداى پاك فرد        تا قيامت عمر تن درخواست كرد

گفت انظرنى الى اليوم الجزاء        كاشكى گفتى كه تبنا ربنا

عمر بى‏توبه همه جان كندن است        مرگ حاضر غايب از حق بودن است‏

عمر و مرگ اين هر دو با حق خوش بود        بى‏خدا آب حيات آتش بود

آن هم از تاثير لعنت بود كو        در چنان حضرت همى شد عمر جو

عمر بيشم ده كه تا پستر روم        مهلم افزون كن كه تا كمتر شوم‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 775 – 768 -772 بیتونه)

یو کارغه له خدایه اوږد عمر وغوښت، که ترې وپوښتل شي چې څه ته یې غواړې، و به وايي، سوټو او خرشنو خوړو ته! ایا په رښتیا دغسې عمر غوښتنه مطلوب او ښه ده؟

عمر خوش در قرب جان پروردن است        عمر زاغ از بهر سرگين خوردن است‏

عمر بيشم ده كه تا گه مى‏خورم        دايم اينم ده كه بس بد گوهرم‏

گرنه گه خوار است آن گنده دهان        گويدى كز خوى زاغم وارهان‏

(مثنوى، پنځم دفتر ، 777 -779 بیتونه)

لومړی باید د خپلو چارو او غوښتنو حسابي وکړو او بیا ډېر عمر وغواړو. کریم او عزتمن انسان که ډېر عمر وکړي؛ نو د کرم او عزت عمر یې ډېر شوی او که خبیث انسان اوږد عمری شي، خبث و خباثت یې ډېر مهلت موندلی دی.  خپله د عمر غځېدا او اوږدېدنه مطلوبه نه ده، چې له خدایه یې په دعا وغواړي؛ باید له خدایه د پاک ژوند غځېدا وغواړو نه د چټل ژوند غځېدا.

دا مانا د امام سجاد(رح) د اخلاقي مکارمو په دعا کې هم ملاحظه کولای شو. په دې دعا کې وایي: « تر هغه مهلت را چې عمر مې ستا په اطاعت کې لګېږي، که عمر مې د شیطان څړځی شي؛ نو مخکې تردې چې راباندې غوسه شې، مړ مې کړه[1]

سمه ده چې نه هره پایښتي – پایداري ښه ده (لکه د ګناهونو سزا)؛ خو په غوڅه توګه هره ناپایښتي ښه نه ده او دا هماغه ټکی دی چې د متقي ورپام دی؛ یعنې د پاتېدونو او ناپاتېدونو ترمنځ توپیر کول. اوس چې د انسان له زړه تړنې چاره نشته؛ نو غوره ده، چې پر یوه داسې څیز زړه وتړي، چې تلپاتی دی، چې په سر کې یې الله پاک او تلپاتې نعمت دی؛ نو په قرآن او احادیثو کې چې د دنیا په اړه غندل شوې ځانګړنې راغلي، ټول یې ناپایښتي اړخ ته پاملرنه لري. دنیا په دې فرهنګ کې هغه څه ته ویل کېږي، چې تلونکی وي لکه: شهوت، مال، ویاړنه، تفاخر، تکاثر(  )، دبدبه، مقام او…. او څه چې پاتېدونې دي ( لکه ښې چارې) د دنیا له جنسه نه دي. قرآن هم ددې ټکي ښوونه راته کوي:

 اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا = (حدید/۲۰) «پوه شئ، چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده . [بېلګه يې] د هغه باران په څېر ده،(چې پر خپل وخت وورېږي او له امله يې راټوكېدلى) كښت بزګرانو ته ښه ښكاري،دا (كښت پوخ او) بيا وچېږي او وينې،چې هغه ژېړ شو بيا پر بوسو بدلېږي. »

 دنیا او ښکلا یې دغسې وضعیت لري؛ خو څه چې له دنیا ځنې په پاتېدونو کې په کارېږي او د بقا په لوري  یو پل دی[2] او د آخرت مرستندویه کېږي[3] او خدای ته یې ورمخ وي[4]؛ نو دا دنیا نه؛ بلکې آخرت دی، فاني نه؛ بلکې باقي ده[5] . د مولوي په وینا د دنیا بڼې د سمندر ځګ دی[6]. او ځیرک ګوهرپېژاندي کله هم سمندر په دې پار نه پرېږدي، چې پر ځګ یې خوشحاله او ورباندې بوخت شي. سړی چې تېر تاریخ لولي او د ناپایښته څېزونو (یعني مقام، شهوت، زېرمو او خوند) پر سر د پاچایانو او دنیا پالو شخړې وینې؛ نو افسوس ورباندې کوي، چې ولې یې اوبه پرېښي او ځګ یې راخستی دی او په هغو چارو یې زړه وتړه، چې د تړلو وړ نه و، او چې د چلي دنیا حقیقي منځپانګه وپېژني؛ نو هله پر پاتېدونو خپل عمر لګوي نه په ناپاتېدونو.

زهد ناپایښته څېزونو ته د شاکولو پر مانا دی

په رښتینه کې زهد خپلول ددې علم الیقین معلول دی. زهد خپلول یعنې عمر پر نه پاتېدونو نه لګول. ډېری کسان چې په دنیا کې زهد نه خپلوي او په زړونو کې یې د دنیا د فساد راولاړونکي نعمت ټینګه مینه ده، دلیل یې دادی، چې د دنیا تلل یې ښه نه دي څکلي او نه پرې پوهېدلي دي. دنیا اپوټه ویني او اپوټه لیدونکی سترګې لري او «نشت» «شته» بولي.

په همدې علت دنیا «دارالغرور» ده؛ یعنې انسان پکې ناپایښته چارې پایښتې انګېري او ډېرې اوږدې کړلارې جوړوي او په اوږدو هیلو – چې راروسته یې په اړه خبرې کوو – اخته کېږي. دا مطلب په بل ډول هم ویلای شو او په ناپاتېدونو کې د زهد خپلولو راز په بلې لارې هم څرګندولای شو او هغه دا چې دا موږ یو، چې د نړۍ مطلوباتو ته مطلوبیت وربښوو او ورپسې په ناګارۍ کې دا مطلوبات له خپل ځانه مستقل او خپلواک ګڼو او بیا زړه پرې تړو.

 په دنیا کې د انسان د کار غټه ستونزه همدا ده. په حقیقت کې دا دنیا موږ «دا دنیا» کړې ده او که موږ په دې دنیا کې نه وو؛ نو ډېری هغه ځانګړنې چې دنیا یې زموږ په تړاو لري ( او همدا دي چې موږ ورجذبوي او موخه واقع کېږي) نه به یې درلودې. خبره د ژوند د موخې پر سر ده. د امیرالمؤمنین علي (ک) په وینا، ژوند باید یو مهم شرط ولري او هغه دا چې پاتېدونی وي، نه له منځه تلونی؛ خو نه پاتېدونی څه دی او د ناپایښتی علت یې څه دی؟ مولوی دا چار ډانګ پېیلی ویلی دی:

لطف شير و انگبين عكس دل است        هر خوشى را آن خوش از دل حاصل است‏

پس بود دل جوهر و عالم عرض        سايه‏ى دل چون بود دل را غرض‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 2265 او 2266 بیتونه)

دا دوه بیتونه اوچتې ماناوې لري او د ډېری ژورتیا وړ دي او دا راز راسپړي چې ولې نباید دنیا د انسان موخه شي او (هم) د ناپایښتی رمز یې څرګندوي.

وایي که موږ د شیدو، شاتو او د نړۍ له نورو خوندونو خوند اخلو، دا خوندونه په شیدو او شاتو کې نه؛ بلکې په موږ او تاسې کې ده. ایا که موږ بل بدني او فیزیولوژیکی جوړښت درلودای له شیدو او شاتو مو خوند اخسته؟ ایا د نړۍ ګردو څاریو له شیدو خوند اخسته او شات ورته ښه خواړه وو؟ یا دا موږ یو، چې په واقع کې شیدې مو شیدې او شات مو شات کړي دي:

باده از ما مست شدنى ما از او        قالب از ما هست شدنى ما از او

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1812 بیت)

دا چې موږ دغسې جوړښت لرو، دا مواد تلائم یا سازگاري راسره لري شراب په هر ځای کې  مستي نه راولي، دا موږ یو چې شرابو ته نشه راوړنه ورکوو؛ یعنې دا چې دغسې یو، شراب د نشې اغېز را باندې کوي. که بنیادم بل ځناور وای، که بل فیزیولوژیکی جوړښت یې درلودای، که وینه، اعصاب، معده او کولمو یې بل ډول کار کولای او بل ډول قوانین پکې چلېدای، بیا هم نړۍ خپلې اوسنۍ جلوې، جلا او برېښېندنې ساتلې؟ کوم مواد چې اوس مو په نظر کې خواږه واږه دي، ایا بیا هم خواږه پاتېدل؟

نو دا نړۍ، زموږ نړۍ ده. دا نړۍ مو دغسې مطلوب کړې، چې ده. ( بد رنګوالی او کرکجنتوب یې هم همدا حکم لري) دا یوه اشتباه ده چې انسان د نړۍ ښکلاوې او خوندونه (او بدرنګي او تراخه) یې مستقل او خپلواک وبولي او ددې استقلال په پار زړه ورپورې وتړي. پېښه په هیڅ توګه دغسې نه ده؛ بلکې اپوټه، دا موږ یو چې نړۍ ته مو د نړی ښکلاوې ورکړي دي. که لیدل مو په بل ډول و، سکه څه چې اوس ښکلي وینو، ښکلي به مو نه لیدل.

فرضا، که سترګو مو د میکروسکوپ په څېر کار کاوه؛ نو ډیرې ښکلاوې چې نن یې وینو او درک کوو، دومره کوچنی او ماتېدې چې بدرنګې څېرې یې پیدا کولې؛ نو که لږ فکر وکړو، وینو څه چې حاضر حال مطلوب او راته ګران دی او سخت تړاو ورسره لرو، په واقع کې هغه څېزونه وو، چې ړومبی موږ دوی مطلوب کړي وو او بیا زړه مو ورباندې تړلی دی. یعنې موږ په یو انسان جوړه کړی نړۍ کې اوسېږو، که موږ نه وو، نړۍ دغسې یوه څېره نه درلوده. له نړۍ چې ځینې ځانګړنې راباندې جلوې کوي او راځلېږي، هماغه دي، چې موږ ورکړي او هغې راباندې منعکسې کړې دي. که خدای انسان ته بل پیدایښت ورکړی وای، نړۍ هم بله څېره درلوده.

 اوس پوښتنه داده، دا نړۍ چې له ګردو نعمتونو او خوندونو سره زموږ مخلوق او زموږ د وجود سیوری دی ایا په زړه تړنې ارزي؟

پس بود دل جوهر و عالم عرض        سايه‏ى دل چون بود دل را غرض‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 2266 بیت)

به هغو چارو زړه ورتړنه، چې پر انسان یې ډډه وهلې وي، له ځانه د پردیتوب (Alienation ) بدترین ډول دی.

انسان څنګه د خپل جوړ کړای شوي څیز بنده کېدای شي؟ دا له ځانه د پرديتوب یو بدترین ډول دی،چې انسان له خپل ځانه پېیلې چارې ناپېیلې وګڼي او خپل پنځول شوي څیز ته سجده وکړي.

بوتپالنه په دقیقه مانا همدا ده. موږ بوتپالي ملامتوو او د کړنو تفسیر یې ستونزمن ګڼو. ځان وپوښتو، څنګه کېږي چې یو انسان یوه ډبره وتوږي او په خپل لاس یې په یوه ځای کې کېدي او ګروهن – معتقد شي چې دا یې خدای دی او سجده ورته کوي او درشل ته یې دعاګانې کوي او د هستۍ د چارو تدبیر ترې غواړي.

له قضا، فخر رازي او نورو مفسرانو، په قرآن کې په بوتپالنې پورې اړوند آیتونو په شاوخوا کې همدا نیوکه مطرح کړې ده. ویلي یې دي چې ولې په نړۍ کې یو شمېر بوتپالي شول؟ دا کار خو ډېر حماقت غواړي. ایا کېږي څوک چې یو څه خپله جوړ کړی او پخپله ښه پوهېږي چې خپل پیدایښت یې دی مستقل وبولي او ګروهن شي چې تر ده اوچت او غوره دی او وړتیا لري چې ځان، مال او اولاد ترې ځار و بلهار – قربان کړي، غوره هنرې اثار یې په پښو کې وراچوي او اوچت معابد او عبادت ځایونه ورته جوړ کړي، خپله له لوږې ومري، خو خپله ټوله شتمني د معبد په سینګارولو ولګوي، خپلې لوړې غوښتنې ترې وغواړي او وانګېري چې اراده یې په ګرده هستی کې چلېږي؟ ایا دغسې یو څیز شونی دی؟

ځواب دادی چې هو! موږ همدا کار کوو. نباید وانګېرو، که چا یوه ډبره وتوږله او پر نمانځنه یې لګیا شو، یو هېښنده – عجیب و غریب کار به یې کړی وي. موږ داسې څېزونه نمانځنې ته غوره کړي چې د ډبرې په عینیت[7]هم نه دي (یعنې خوندپالي، مقام پالي او… شوي یو) ایا نمانځنه بې له دې څه ده چې انسان خپل ټول هوش، حواس او وجود یو ټکي ته ورواړوي او د یوه درشل عاکف شي؟

 دا چې یو انسان خپل ټول ژوند په یوه چار ولګوي؛ نو بنده شوی یې دی. بندګي بې له دې بله مانا نه لري. تاسې چې د تن او روح ټوله پانګه، عمر او خپل ځواک، د زړه له کومې په یوه لار کې ولګوئ او له دې نږه وړاندې کونې خوښ هم ياست او د خوښی او رضايت ننګېرنه  یا احساس هم کوئ، نو تاسې بې له بنده ګۍ بل څه کوئ؟

کله يو څوک بوتپالی دی،خو نه پوهېږي! دا هغه دی چې ټول عمر په هغو خوندونو پسې وه، چې پخپله يې توږلي او يو عکس او انځور دی، چې له ده نه پر بهرنۍ نړۍ ورلوېدلی او بيا يې د خوندونو عکس والی او انځورنه هېره کړې او استقلاليت يې ورکړی او ددې اوهامو پر وړاندې يې خپل هر څه بايللي دي.

پر نه پاتېدونکيو چارو له زړه ورتړنې سره د مبارزې لاره چاره

له دې ناروغۍ سره مقابله دوه مهمو خبرتياوو ته اړتیا لري:

 لومړی:  دا چې انسان وپوهېږي، چې همدا دی، چې دا چارې يې «دا چارې» کړې دي او دا (چارې) کله هم تر ده خورا حقيقي او غوره نه دي؛ بلکې د ده تر لاسلاندې او اېل يې دي.

 دويم: دا چې راياد کړي، چې خپله (هم) تلونکی دی، جوړ کړای شوي يې خو لا څه کوې ( او دا دی د خوندونو د ناپايښتی راز، خوندونه زموږ فرع دي، چې موږ خپله هم نه پاتېدوني يو!)؛ نو ځکه دا چارې په دوو دلايلو زړه تړنې ته وړ نه دي. که زړه تړنه او نمانځنه روا ده؛ نو بايد په يوه داسې څيز زړه وتړو، چې هم پاتېدونی وي او هم تر نمانځوونکي کس مستقل او غوره وي او دا د خدای نمانځنې بنسټ او مبنا ده.

دا موږ نه يو چې خدای ته جمال و کمال ورکوو؛ بلکې پر کومو ذاتي اوصافو چې ورته قايل يو، د انسانيت او انسانانو له درکه مستقل پکې شتون لري. الله پاک هغه خدای دی چې ړومبی خو پاتېدونی دی او دويم تر موږ غوره او مستقل دی، او د جمال او جلال صفتونه يې داسې نه دي چې زموږ په تړاو پکې رادبره شوي وي؛ نو ځکه په تمام او کمال زموږ د خضوع او سجود وړ دی:

مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ(نحل/۹۶) = څه چې درسره دي،له منځه ځي؛خو څه چې له خداى سره دي،تلپاتې دي .

دا چې په قرآن او رواياتو – من جمله په دې خطبه ـ کې د «باقي» = پاتېدوني «ناباقي»= ناپاتېدوني ترمنځ پر توپير هومره ټينګار شوی، راز يې همدا دی او چورلټ دا ټينګار سم دی. پورته آيت وايي: څه چې درسره دي، همدا ستاسې دي؛ نا پاتېدوني، تلونکي، او ورکېدوني دي، ماعندکم ینفد. او څه چې له خدای سره دي، خدايي دي؛ یعنې پایښتي او پاتېدوني، ما عندالله باق.

*  دنیا ته د متقیانو د نه لېوالتیا راز

اوس که څوک واقعا له دنیا په دې دقیقې څېړنې وپوهېږي او دا دوه سترې ځانګړنې ( یو دا چې دنیا زموږ سیوری دی او نه له موږه مستقله او بل دا چې نه دنیا پاتېدونې ده او نه موږ) د مانا په پوره حقیقت درک کړي؛ نو آیا بیا به هم زړه په طفیلي او تلونکې دنیا وتړي او نو عمر به چټي تړې ورځار کړي؟

و زهادته فيما لايبقى

« متقي ناپایښتو چارو ته لېوالتیا نه لري»

ددې نالېوالتیا شرط دادی، چې انسان د دنیا دا دوه صفتونه وپيژني، بیا به یې دنیا خود په خوده به زړه کې یخه شي. فکر وکړئ چې په یو مسافرتون کې اوسئ او ښه پرهېږئ چې ستاسې نه دی او هوډ نه لرئ چې د اوږدې مودې لپاره پکې تم شئ، ایا دلته مو ژونددود، په همېشني کور کې د اوسېدانې له ژونددود سره یو رنګ دی؟ مسافرتون کله هم د انسان په زړه کې ځای نه نیسي؛ ځکه له پیله د مسافرتون مانا د مسافر نه پاتېدل او بل ځای ته تلل دي. نه موږ پکې پاتېدوني یو او نه دا راته پاتېدوني ده، موږ مسافر یو او دا مسافرتون دی. نه موږ د هغه یو او نه هغه زموږ دی. متقي هم په نړۍ کې دغسې یو حساب (او سنجونه) کوي[8].

ايا ددې ځای نه دی چې انسان وويني، چې په خپل ژوند او کوم چلن چې له نورو سره لري، پاتېدو او ناپاتېدو ته پکې څومره شورو ځوږ دی، څومره بدن ته ناپاتېدونکی دی او څومره روح ته پاتېدونی دی. څومره سپاره ته دي او څومره سپرلۍ ته؟

همى ميردت عيسى از لاغرى        تو در فكر آنى كه خر پرورى‏

د متقي يوه بله ځانګړنه داده چې اوږدې هيلې نه لري:

تراه قريبا امله

« وینې یې چې هیلې یې لنډې دي»

علي (ک) په بل ځای کې د اوږدو هیلو په هکله وایي: ان اخوف ما اخاف عليكم اثنتان: اتباع الهوى و طول الامل، فاما اتباع الهوى فيصد عن الحق. و اما طول الامل فينسى الاخره (نهج‏البلاغه، ۴۲ مه خطبه‏)

« تاسې ته له دوه څېزونو ډېر ډارېږم: له ځاني غوښتنو لاروي او اوږدې هیلې، ځاني غوښتنې د حق خنډېږي او اوږدې هیلې د آخرت د هېرونې لاملېږي.»

شک نشته څه چې آخرت هېروي، په دین کې – چې له آره آخرت یا دولوته راغلی – یو ستایل شوی او ممدوح چار کېدای نشي؛ خو د اوږدو هیلو رټنه د خپلې مخې لیدنه او لراندنه – دور اندیشي نه کول دي؟ او په دې مانا د آخرت له یاد سره څه لزوم لري؟

ځینو اذهانو ته به د اوږدو هیلو نه درلودل – په تېره په اوسني پېر کې هغو اذهانو ته چې د اوږدې مودې له کړلارو سره آشنا دي- انکار کېدونکې، نا عملي او ان زیانمنې وبرېښي، او د ژوند، تدبیر او نظم ضد صوفي ډولې اندنې به ورته وبرېښي.

غزالي په احیاء علوم الدین کې راوړي، یو بې جونګړې او بې کوره صوفي ته وویل شول: ولې دې تر اوسه ځان ته کور جوړ کړی نه دی؟ ویې وویل:  « الامر اسهل من ذلك – باید د دنیا چار تر دې (هم) خورا اسان کړو.»

ښایي همدا سبا ولوېږو او مړه شوو، په دغسې یوې نړۍ کې خو د کور جوړول د عقلمنو کار نه دی؟ د تمیز خاوندان پر پله کور نه جوړوي او بیا غزالي په هماغه کتاب کې یو داستان راوړی چې سعدي هم له بایزید بسطامي روایت کړی دی:

شنيدم كه وقتى سحرگاه عيد        ز گرمابه آمد برون بايزيد

يكى طشت خاكسترش بى‏خبر        فروريختند از سرايى به سر

همى گفت شوليده دستار و موى        كف دست شكرانه مالان به روى‏

كه اى نفس من در خور آتشم        به خاكسترى روى درهم كشم؟

بزرگان نكردند در خود نگاه        خدابينى از خويشتن بين مخواه‏

(بوستان، 2001 -2005 بیتونه)

دا داستان د ډېر تامل او سوچ وړ دی. یو بزرګ د اختر پر ورځ  له حمامه راووت او په تېرو کې چا یې پر سر ایرې او چټلي ورواچولې؛ خو ده څه غبرګون ونښود او ددې پر ځای چې پر عامل نیوکه وکړي، ویل یې، ایرې خو لاڅه، د اور اچول هم را باندې روا دي، زه د اور وړ یم او دومره ګناهونه مې کړي چې باید ومې سوزوي، اوس یې چې د اور پر ځای ایرې راباندې اچولي، د شکر ځای دی:

كه اى نفس من در خور آتشم        به خاكسترى روى درهم كشم؟

(بوستان سعدى، 2004 بیت)

د صوفیانو په کړنو کې دا ډول چلنونه ډېر روایت شوي، او د یو لیکوال په وینا، که پر هماغه موقع د بایزید بسطامي په څېر، ددې پر ځای چې شکایت ونه کړي؛ نو د کور خاوند ته یې یوه یادونه کوله، (چې په پایله کې به) نن کوڅې دومره چټلې نه وې!!! هو

زله العالم، زله العالم – که یو عالم (پوه) وښويېږي، عالم (او نړۍ) به وښویېږي.

د عالم ښویېدنه، د عالم (او نړۍ) ښویېدنه ده.

په وګړیزو او ټولنیزو چارو کې دا ډول تېرېدنې سم کار نه دی او په دې مانا د هیلو لنډول او ورپسې د اوږدو هیلو لنډول څنګه دي؟

د اوږدو هیلو دقیقه مانا

د علي (ک) دا خبره « اوږدې هیلې د آخرت د هېرتیا لاملېږي» به مو د مطلب دقیقې مانا ته ورنژدې کړي. دې کار ته باید ووینو چې د آخرت څه مانا ده او پر آخرت ګروهه کې کوم څیزونه پراته دي.

 په غوڅ ډول د اخروي اندنې له مهمو ارکانو ځنې یو یې مرګ ته پاملرنه او بل پر حساب او نېونې ګروهه او ترې ډارېدنه ده. لومړنی وایي انسان راغلی چې ولاړ شي، نه دا چې پاتې شي[9]. او دویمي وايي: له دې ځایه چې ولاړ هم شي، پرې به یې نږدي، خدای عادل او ژر حسابی دی[10] له ګراېوانه یې نیسي د بڅري خیر او بڅري شر حساب ورسره کوي[11] او سزا ورکوي. اوس نو، اوږدې هیلې هم له انسان مرګ هېروی او هم حساب او سزا؛ نو ځکه باید حساب وکړو او ووینو چې کوم څېزونه او څرنګه لاملېږي، چې دغسې یوه هېرېدنه پېښه شي؟

ادیان د مرګ پر یادولو ټینګار کوي

مخکې مو وویل چې د مرګ یادول د ادیانو له مهمو غوښتنو ځنې دي او دا به ډېره عقلي کمزوري وي، چې څوک له دې سترې پېښې او د خپل ژوند له دې ځپونکي ځنې غافل وي او دا غفلت زړه ورتوب وبولي. حال دا چې زړه د ژوند په ډېرو ناڅېزو پيښو بوخت دی. پېغمبراکرم (ص) وپوښتل شو:  اى المومنين اكيس – څوک خورا ځیرک مؤمن دی؟ ویې ویل: اكثرهم ذكرا للموت و اشدهم استعدادا له : څوک چې تر نورو ډېر مرګ یادوي او تر ټولو ډېر مرګ ته چمتو وي[12]»

په رښتینه کې له مرګ غافلان بې عقله دي، که څه په ظاهره عقلمن ښکاري، د مرګ یادول د انسان وګړه دومره اړوي او ارتقا ورکوي چې د خورا غوره خلکو په کتار کې یې راولي. له رسول اکرم (ص) روایت دی، چې ویلي یې دي:

قيل يا رسول‏الله (ص) هل يحشر مع الشهداء احد؟ قال نعم من يذكر الموت فى اليوم و اليله عشرين مره[13]

« که څوک په شواروز کې شل ځل مرګ یاد کړی، له شهیدانو سره به راپاڅي»

د مرګ یادول سرغړاند نفس کابو کوي او انسان چې کله د ځاني غوښتنو په لومه کې نښلي او د پاینې، تلپاتېینې او تلپاتې عزت ګومان کوي؛ نو چې مرګ وریاد شي؛ نو پوه به شي چې هرڅه ورته ایل نه دي او باید په ځینو ځایونو کې تندی پر خاوره کېدي او ذلت ومني. دغسې یو ذلت انسان متعادل او انډولوي. خدای نمانځنه (عبودیت) او مرګ اندنه د یوې سکې دوه مخونه دي او دواړه محمود او ستایل شوی ذلت راوړي او البته څوک چې ددغسې واقعي ذلت په باب اندنه کوي، پردې سربېره چې اخلاقي کمزوري نه لري؛ بلکې ډېر زړور او ځیرک هم دی؛ نو ځکه علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي: ذلله بذكر الموت  – د مرګ په یادولو د زړه سرغړونې کابو کړه.» ( نهج البلاغه، رسائل۲)

د مرګ ذاکرینو ته دا پرېمانه اهمیت او لوړ مقام ددې لپاره دی، که انسان د آخرت له یاده غافل وي؛ نو په دنیا کې به حلال و حرامو او حق و مکلفیت ته څه پاملرنه ونلري.

د مرګ او آخرت هېرونه اوږدې هیلې راولاړوي

او ښایې له دې ځایه دې ته په پامنیوي، چې دا چار پخپله د هیلو له اوږدوالي راولاړ شوی، د رټل شویو اوږدو هیلو سمه مانا وښوولای شو.

هغه کړلارې چې له انسانه د حلالو او حرامو پروا واخلي، الهي امر و نهې سستې کړي او انسان اړ باسي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د پاملرنې اړخ ته شا کړي او د خپلو هیلو پوره کولو لپاره پر هر څه منګولې ورښخې کړي؛ نو په غوڅ ډول داسې کس د اوږدو هیلو په کتار کې دی، چې دا چار په دین کې رټل شوی دی. څوک چې په دغسې اوږدې هیلې اخته شي؛ نو دې ته یې پام نه وي چې د چا حق ضایعوي، چا ته زیان وررسوي او څه ته ړومبیتوب ورکوي. تفاخر (ویاړنه) ، تکاثر او چټیات خپلوي او له قناعته (چې عین سپېڅلی ژوند دی) دباندې کېږي.

د اوږدو هیلو رټنه له اوږد مهاله کړلارو سره ټکر نلري

د هیلو لنډول په هیڅ ډول په ژوند کې له سمې کړلارې – که څه اوږد مهاله کړلارې وي- او د ژوند د اړتیا له پوره کولو سره په ټکر کې نه دي. د کړلارې د مودې اوږدوالی او لنډوالی، د هیلې په اوږدېدو او لنډېدو کې ښکېل نه دی. شونې ده د چا کړلاره لنډه وي؛ خو وررسېدو ته یې بې پروایي وکړي او د الهي حلال او حرامو پاملرنې ته ورشا کړي او د اخروي نېونې څه باک او پروا ونکړي. دا په رښتینه کې د هیلې اوږدونه ده.

البته، معمولا دا ډېرې اوږدې کړلارې او بلندپروازانه هیلې دي، چې انسان دې لارې ته راکاږي، هغه لار چې انسان پکې پوره غفلت کوي، چې ولې یې دنیا ته راوړی دی. دغسې غوښتنې یې په مغزو کې ګرځي راګرځي، که پوره کېدوني هم وي، خپله به یې لیدو ته پاتې نشي.

د انسان واهمه قوه، داسې له انسانه مخکې کېږي چې نوموړی په دنیا کې موهومي ژوند ته راکاږي او دا ټول د اوږدو هیلو اغېزې دي؛ نو ځکه څه چې د آخرت له یاد سره ټکر پیدا کوي او انسان د حساب، نېونې او د مرګ له یاده شا ته کوي او د پایینې او موهوم عزت انګېرنه پکې پړسوي او حقه حقیقته ذلت یې له یاده وباسي او د سرغاړۍ پر اور یې تیل ورشیندي؛ نو دا د هیلو اوږدول دي او باید د ژوند له کړلارې یې وباسو.

څرګنده ده چې اوږدې هیلې، پردې سربیره چې انسان اړ باسي چې حلال او حرام سره ګډ کړي او د هیڅ اخلاقي فضلیت او رذیلت پروا ونه لري، ورو ورو مرګ او د آخرت محاسبه هم ترې هېروي او په سترګو کې یې ورکمزوری کوي.

د نوي ژوند یو له آفاتو ځنې دا دي چې له انسانه د مرګ یاد اخلي. نن په تېره په لویدیځ کې ډېر لږ کسان د چا له مرګه خبرېږي او یا یې قبر ته حاضرېږي. مړی د خلکو له سترګو لرې وړي او ښخوي یې یا یې سوځوي. نه یې څه مراسم عملي کوي او نه یې څه یادونه کوي. حال دا چې په شریعت کې مستحب دي، چې د مړی جنازه په خلکو کې تېره کړي او خلک یې تشییع کړي.

په دې باب یو بل مطلب هم شته چې د قناعت تر ویینې روسته به پرې لګیا شو.

قناعت، د زهد او د هیلو له اوږدوالي سره پوره اړیکه لري.

«تراه قريبا امله. قليلا زلله. خاشعا قلبه. قانعه نفسه – هیلې یې نژدې، ښویېدنه یې ډېره لږه، زړه یې ډارن او نفس یې قانع ویني.»

په قرآن او سنتو کې قناعت او تمه

په قرآن کې «قناعت» او تمه راغلې ده؛ خو قناعت د انساني غندل شوې یا ستایل شوې ځانګړنې پر مانا کارول شوی نه دی او تمه هم د یو ستایل شوي او هم غندل شوي چار په توګه کارول شوی دی. خدای په اعراف سورت کې مؤمنینو ته وايي:

وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا (اعراف/۵۶) = او خداى د وېرې او هيلې له مخې راوبلئ.

چې د ستاینې انګازې ترې اورېدل کېږي او د خوف و رجا مانا ورکوي ؛ خو په احزاب سورت کې د رسول اکرم (ص) ښځو ته امر کېږي.

تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ (احزاب/۳۲) = نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ،چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي.

چې دا رټل شوې تمه ده. د قانع په اړه په حج سورت کې راغلي:

وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ (حج/۳۶) = پر قانعو نشتمنو او فقيرانو يې هم وخورئ

چې دلته قانع یعنې هغه سوالګر، چې د ډېر لږ څیز په ورکړه خوښېږي. خو نور تعبیرونه، لکه د حیات طیبه (پاک ژوند) تعبیر،چې په قرآن  کې راغلی، په روایاتو کې په قناعت مانا شوی دی. په نحل سورت کې راغلی:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً (نحل/۹۷) = هر نارينه او يا ښځمنه،چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي) ژوندون وركړو.

په نهج البلاغه  کې له علي (ک) روایت  دی چې:  هی القناعه ( نهج البلاغه، کلمات قصار،۲۲۹)

امام سجاد (رح) هم د ابوحمزه ثمالي به دعا کې خدای ته وایي: « و اجعلنى ممن اطلت عمره و حسنت عمله و اتممت عليه نعمتك و رضيت عنه و احييته حياه طيبه فى ادوم السرور و اسبغ الكرامه و اتم العيش انك تفعل ما تشاء و لا يفعل ما يشاء غيرك – د هغو کسانو په لیکه کې مې کړه، چې اوږد او ښه عمر دې ور پر برخه کړی او خپل نعمت دې ور تمام کړی او ترې خوښ وې او پاک ژوند دې ورکړی و[14]

بیا په قرآن کې له تمې څخه نهې تر بل عنوان لاندې راغلې، لکه په طه سورت کې لولو:

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى (طه/۱۳۱) = او موږ، چې ځينو ډلو ته یې توکیز نعمتونه وركړي (؛نو) سترګې مه وراړوه، دا (يوازې) د دنيوي ژوند ګاڼې او ځل بل دى،چې هغوى پكې ازمېيوو او (پوه شه) چې د پالونكي روزي دې غوره او پايښتې ده .

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (کهف/۲۸) = او له هغوى سره وسه،چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره ترې سترګې مه اړوه او د هغه مه منه،چې زړه يې مو له خپل ياده غافل كړى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى دى او چارې يې له پولې وراووښتې دي .

الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/۴۶) = شته او زامن د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخ او (هم) د هيلو له اړخه ((همېشنۍ ښې چارې)) غوره دي .

 په دې آیتونو کې پر دوو ټکیو ټینګار شوی:

 لومړی دا چې تلونکیو ته سترګې مه نیسه او یوازې پر پاتېدونکیو او باقیات صالحاتو زړه تړه؛ حساب وکړه چې څه ښه او پاتېدوني دي، له همدوی سره مینه لره او دویم دا چې له تمې ډډه کوه.

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنيَا (طه/۱۳۱)

له تمې د نهې لپاره نور تعبیرونه دي.

په نساء سورت کې هم همدې مانا ته ورنژدې تعبیرونه راغلي دي. په دې سورت کې لومړی پر ښځو د نارینه د قیمومت خبره کوي، په دې دلیل چې خدای دوی پر ښځو غوره کړي او په دې پار نارینه د ښځو د نفقې ذمه واري کوي[15]. بیا خدای وایي:

وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ مَا فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ (نساء/۳۲) = او د هغه څيز ارمان مه کوئ،چې (له امله يې) خداى له تاسې ځينې پر ځينو نورو غوره كړي دي.

دا آیت له مانا ډېر ډک او ټکی درلودونکی دی او په واقع کې وایي: دا غوراوی، داسې غوراوی نه دی چې هیله یې وکړای شئ. ددې غوراوي هیله د خامو او محالو تمو ځنې ده.

 د تمې یو له څرګندو مصداقونو ځنې داده چې سړي د پیدایښتي غوراویو لرې کونه وغواړي؛ یعنې ښځه وغواړي نارینه شي. چرچڼه وغواړي آس شي نو انسان وغواړي پرښته شي او څاڅکی د سمندر کېدو هوس وکړي.

خيال حوصله‏ى بحر مى‏پزد هيهات        چه‏هاست در سر اين قطره‏ى محال‏انديش‏

(ديوان حافظ، 290 غزل)

دا یو محال فکر دی. د جهان ټینګښت او قوام په همدې توپیرونو کې دی. نباید له دنیا ددې چارو د جوړو را ایستو په فکر کې شو. باید په همدې ډنډ کې لامبو ووهو.

په قدر رضا یعنې د خدای پر مدیریت راضي کېدل او د خدای د تقدیر په سیوري او د اختیار په کړۍ کې او بې له تمې او ګستاخۍ ژوند کول:

كم فضولى كن تو در كار قدر        در خور آمد شخص خر با گوش خر

دا تمې عین د بل په کار کې لاسوهنه ده. پاتې دې نشي چې دا غوراوی کرامت نه دی، يوازې پيدايښتي فضل او غوراوی دی. کرامت په تقوا دی او بس. او البته متقي ښځه تر بې تقوا نارينه عزتمنه ده.

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ

په اوسني پېر کې په ځينو مواردو کې د نارينه او ښځو د حقوقو د تشابه او ورته والي غږ، په قدر کې د محالې هيلې رنګ اخلي، چې بايد پر وړاندې يې د الهي انداز او نهې زرې واغوندو.

بې له قرآنه په رواياتو کې هم د قناعت او تمې په باب ډېرې خبرې شوې دي. اميرالمؤمنين علي (ک) وايي: قناعت يوه نه تمامېدونکي پانګه ده[16]. هغوی چې قناعت نه کوي ذليل[17] او بې وګړې[18] دي او قانع بېنوا نه؛ بلکې خورا شتمن دی[19].

تمه انسان ته تلپاتې مريتوب راولي[20] او قناعت داسې يو ملک ورکوي، چې د ده د مړخواتوب لامل دی[21] تمه کاران بدترين انسانان دي او قناعتګران غوره خلک دي[22]. بيا په دې اړه له علي (ک) ښي ويناوې رارسېدلي چې:

« تر اسلام خورا اوچت شرافت نشته، تر تقوا ورهاخوا عزت نشته، تر ورع ښه پناه ځی نشته، تر توبې خورا منلې شفاعتګره نشته، تر قیامت ښه مړوونکې زېرمه نشته، پر روزۍ تر رضا نېستۍ ځپوونکی مال نشته، څوک چې د اړتیا هومره بساینه وکړي راحت او آرامي یې موندلې ده. تمه د سختیو کونجي او د تریخېدو سپرلی ده[23]»

که قناعت همدا یو هنر ولري چې انسان ته ارامي وربښي او که په تمه کې همدا یو زیان ولري، چې سړی اندېښنوي؛ نو پر تمې د قناعت په غوره والي کې څه شک نه پاتېږي.

* د الهي اولیاوو یوه آریزه دعا په قسمت راضي کېدل دي.

په روزۍ راضي کېدل په اسلامي فرهنګ کې یو له دودېزو تعبیرونو ځنې دی چې قناعت او بې تمي یې مانا ده. په یوې مشهورې دعا کې چې د رمضان میاشتې په ګهیځ کې لوستل کېږي، دا عبارت دی:

«و رضنى من العيش بما قسمت لى – خدایه! هغه روزي او ژوند دې چې را پر برخه کړی،ورباندې مې راضي کړه».

او د کمیل په دعا کې هم لولو چې:

« اللهم و اسئلك سوال من اشتدت فاقته و انزل بك عند الشدائد حاجته و عظم فيما عندك رغبته ان تسامحنى و ترحمنى و تجعلنى بقسمك راضيا قانعا و فى جميع الاحوال متواضعا –  خدایه سخت درته اړین یم او نعمت ته دې لېوال یم، اساني را سره وکړه او راباندې ولورېږه او څه چې دې را پر برخه کړي، ورباندې مې خوشحاله کړه.»

 او هم په همدې دعا کې دي:

«و حبسنى عن نفعى بعد املى و خدعتنى الدنيا بغرورها – اوږدې هیلې مې خپلو ګټو ته د ور رسېدو په مخ کې خنډ شوي او دنیا په خپل چل ول غولوی یم».

په نوي اقتصاد کې د قناعت او پراختیا مفهوم

لکه چې له دې فقرو ښکاري او د دین د مشرانو په نورو کلماتو کې هم ټینګار پرې شوې، د خدای د ولیانو په غوښتنو کې یوه یې دا وه چې پر ورکړې برخه یې راضي وي. ښه نو په قسمت راضي کېدل څه مانا لري؟ په تېره چې د ننني بشر عقل له دې مانا سره دومره نه لګي، ځکه ننګیري – احساسوي چې پرمختګ اوږدمهاله وي او نباید په اوسنۍ برخه راضي او د قناعت په تنګه کړۍ کې ایسار پاتې شو. دا څنګه کېږي، چې څوک په اوسنۍ وضع قانع وي؛ خو بیا هم د پراختیا خبرې کوي؟

 د «پراختیا» مفهوم چې په نوې وټه – اقتصاد، سنبالښت – مدیریت او په نویو ټولنېزو علومو کې زیاته پراختیا پیدا کړې ده، ته وا په ډاګه د قناعت، مفهوم او د اوږدو هیلو نه درلودو پر وړاندې درېږدي. ته وا چې پراختیا، د اوږدو هیلو انځورنه او مجسمه ده. همدا شبهه وه، چې ځینې یې راپاڅولي چې قناعت د پریوتو او پستو کارونو په لیکه کې وشمېري او ووایي هسې نه چې د تمې له ډاره، خپل لوړ همت وځپې:

از دنائت شمر قناعت را – همتت را که نام کرده است آن.

چا ویلي چې همت تمه ده؟ او ولې باید ځان په دې پلمه د سترو چارو له اهتمام او پاملرنې ګوښه کړو؟ او د متنبنی عرب شاعر په وینا:

اذا غامرت فى شرف مروم        فلا تقنع بما دون النجوم‏

فطعم الموت فى امر صغير        كطعم الموت فى امر عظيم [24]

چې په یوې موخې پسې ورځې، تر ستوریو په لږ څیز مه راضي کېږه؛ ځکه د سترو چارو په لار کې او د کوچنیو چارو په لار کې د مرګ خوند یو رنګ وي.

اوس باید لوړ همت څنګه مانا کړو، چې له اوږدې هيلې سره يو نشي او پر قناعت څرنګه پوه، چې له ټيټ همتی سره مساوي ونه انګېرل شي. د علي (ک) دا خبره څه مانا لري چې وایي: « متقي لنډ هیلی او کم خوراکه دی[25]». په دې څه وکړو؟ او تر دې خورا مهمه په قسمت راضي کېدل؟!

د روزۍ تقدیر انسانانو ته د اخلاقي دستور تضمینونکی نه دی.

موږ پر قسمت د رضایت په هکله، د دې خطبې په پیل کې، د دې عبارت « خدای مخلوقات پیدا کړي او ترمنځ یې خپل رزق ورویشلی او هر څوک یې په یو مقام کې کېناوه[26] » په شرح کې څرګندنې وکړې. خو دې څرګندنو فلسفي اړخ درلود او پایله یې دا وه، چې د خدای له لوري د معیشت ویش او په نړۍ کې د وګړیو مقام ، په دې مانا پورې هیڅ اړیکه نلري، چې باید وګړي په دنیا کې څه کار وکړي.

خدای د اختیارمنو مقام راکړی او تېږو ته یې د مجبورانو.

 موږ ته یې د عقلمنو مقام راکړی او تېږو، اوبو او پاڼو ته یې د بې عقلو.  او په عقلمنۍ او اختیار چې هر ځای ته ورسو، هماغه مقام دی، چې خدای راکړی او څرګنده ده چې دا مقام ثابت نه دی، ځکه اختیار او عقلمني برید  نلري.  انسان چې همت وکړي او یو ځای ته ورسي؛ نو دا یو خدای ورکړی مقام دی او که او همت ونه کړي او څه تر لاسه نکړي، بیا هم خدای ورکړی مقام دی. په بله وینا دا چې خدای په نړۍ کې خلکو ته مقام او معیشت ورکوي، یوازې سټاټیکه (درېدلی) مانا نلري؛ بلکې ډينامیکه (خوځنده) مانا هم درلودای شي. که وګرځئ او راوګرځئ، د انرژۍ د پاینې قانون خوندي او محفوظ دی او که کېنئ او سکون وکړی؛ نو بیا هم دا قانون پر خپل قوت پاتې دی. داسې نه ده، چې څوک ووايي که وځغلم او وخوځم د نړی د انرژۍ نظام جړپړېږي. دا قانون هم ځغاسته رانغاړي او هم ناسته و ولاړه. د انرژۍ د پاینې قانون هم سټاټیک نظام رانغاړي او هم ډینامیک نظام. زموږ د ویینې په موضوع کې هم وضع پر همدې ډول ده.

که تمه وکړئ او د ډېر څه د غوښتنې په لټه کې شئ او له دې لارې ډېره شتمني راغونډه کړئ، نو یو رزق دی چې خدای در پر برخه کړی او یو مقام دی چې خدای په دنیا کې درکړی، او که تمه ونکړئ او څه ترلاسه نکړئ، بیا هم یو خدای درکړی مقام دی.

لیدل کېږی چې له فلسفي اړخ په مساله کې ستونزه نشته؛ خو څه چې دلته ویینه پرې کېږي، تردې ډېر څه دي. ددې پر سر ویینه نه ده، چې هر ځای ته ورسو، هماغه خدا ورکړی مقام دی؛ بلکې د یو ټولنیز اخلاقي دستور پر سر خبرې کول دي.

خبره پردې ده، چې څه کار وکړو؟ ټولې چارې خو د خدای ښه نه ایسي. څه چې د خدای خوښېږي دا دي چې تمه مه کوئ او قناعت خپل کړئ او د قرآن په تعبیر«تکاثر[27]»  والا او ډېر غوښتی مه اوسئ. دا د قضیي له فلفسي اړخ سره پوره توپیر لري. په بله وینا څوک چې هر کار وکړي، ښه یا بد، ګناه یا روا، هستي د خدای له ولکې نه وځي. خو خبره پردې ده، چې څه وکړو چې ګناه نه وي. ایا کوم مقام چې قناعت په نړۍ کې راکوي مطلوب دی یا هغه مقام چې د قناعت پرېښودل یې راکوي؟ او ولې قناعت یو فضلیت دی او تمه[28] (چې د قناعت ضد ده) یو رذیلت دی؟ او کومې کچې قناعت پر تمې ورغوره کړی دی؟

 

 

 

 

[1]  و عمرنى ما كان عمرى بذله فى طاعتك و اذا كان عمرى مرتعا للشيطان فاقبضنى اليك قبل ان يسبق مقتك الى او يستحكم غضبك على (صحيفه سجاديه، شلمه دعا).
[2] انما الدنيا دار مجاز و الاخره دار قرار، فخذوا من ممركم لمقركم. (نهج‏البلاغه، خطبه 203)

[3] نعم العون الدنيا على الاخره. )بحارالانوار، 73/127/
[4] الدنيا ملعونه و ملعون ما فيها الا من ابتغى به وجه لله )بحارالانوار 77/ 80/
[5] وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا (کهف/۴۶)

[6] كف درياست صورتهاى عالم || ز كف بگذر اگر اهل صفايى‏ (ديوان شمس).
[7]  Objectivity

[8] ان المومنين لم يطمئنوا فى الدنيا و لم يامنوا قدوم الاخره. دار الدنيا دار زوال و دار الاخره دار قرار… فانزل الدنيا كمنزل نزلته فارتحلت عنه… (تحف‏العقول، ص 279) = مؤمنان په نړۍ کې ارامي نه لري او ځان آخرت ته له ورسېدو خوندي نه بولي. ددنیا کور د زوال کور دی او د اخرت کور د قرار کور دی… نو دنیا ته د یو مسافرتون  په څېر ووینه چې ورننوځې او ترې کوچېږې

[9] انك اءنما خلقت للاخره لا للدنيا و للفناء لا للبقاء و للموت لاللحياه (نهج‏البلاغه، ۳۱ ام لیک).

[10]  ‏الْيَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ (غافر/۱۷)

[11]  فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (الزلزلة/۷، ۸)

[12] المحجة البیضاء: ۲۴۲/۸ مخ

[13] تنبيه‏الخواطر

[14] له دې دعا معلومېږي چې له خدایه د اوږده عمر پوره عیش، همېشنی خوشحالۍ او نورو نعمتونو غوښتل، روا غوښتنه ده او مسلمان دا نعمتونه له خدایه غواړي او باید ویې غواړي.

[15] الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (نساء/۳۴)

[16] القناعه مال لاينفد. (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 57).

[17] ثمره الطمع ذل الدنيا و شقاء الاخره (غررالحكم).

[18]  ازرى بنفسه من استشعر الطمع (بحارالانوار، 75/ 91.)

[19]  من قنع يما رزقه الله فهو من اغنى الناس (بحارالانوار، 74/ 45)

[20] الطمع رق موبد (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 180).

[21] كفى بالقناعه ملكا (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 229).

[22] خيار المومنين القانع و شرارهم الطامع (غررالحكم).

[23] شرف اعلى من الاسلام و لا عز اعز من التقوى و لا معقل احسن من الورع و لا شفيع انجح من التوبه و لاكنز اغنى من القناعه و لا مال اذهب للفاقه من الرضى بالقوت و من اقتصر على بلغه الكفاف فقدانتظم الراحه و تبوا خفص الدعه و الرغيبه مفتاح النصب و مطيه‏التعب )نهج‏البلاغه(.
[24] ديوان المتبى، الجزء الرابع، ص 245.
[25] تراه قريبا امله. قليلا زلله. خاشعا قلبه. قانعه نفسه. منزورا اكله.
[26] اما بعد، فان الله سبحانه و تعالى خلق الخلق… فقسم بينهم معايشهم و وضعهم من الدنيا مواضعهم.

[27]  د تکاثر سورت

[28] تمه د قناعت پر وړاندې ده او دواړه اروایي ځانګړنې دي، چې په عمل کې څوک وهي. اسراف او تبذیر د عمل دوه ځانګړنې دي او نیغ په نیغ د قناعت پر وړاندې نه واقع کېږي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!