غوره خلک حضرت علي (ک): غوره خلک هغوى دي ،چې قضاوت يې د حق پربنسټ وي. (تحف العقول) لنډه شرح : په حقوقي، ټولنیزو او اخلاقي چارو کې به عادلانه قضاوت هله شونی وي، چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي […]
غوره خلک
حضرت علي (ک): غوره خلک هغوى دي ،چې قضاوت يې د حق پربنسټ وي. (تحف العقول)
لنډه شرح : په حقوقي، ټولنیزو او اخلاقي چارو کې به عادلانه قضاوت هله شونی وي، چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي او دا کار يوازې د هغوى دى،چې د ايمان رڼا، انساني فضايلو او د خلکو ميني يې وجود او ذهن داسې روښانه کړى وي،چې د ځانمنۍ او شتمنۍ طوفانونه يې په آسانۍ د ذهن او زړه د عدالت ډيوه مړه نه کړاى شي او همدا خلک دي،چې د غوره خلکو د مقام او نوم وړ دي.
د زهد رښتینې مانا
حضرت علي (ک) وويل:
په دنيا کې رښتینی زاهد هغه دى،چې حرام مال يې د ځان ژغورنې او مقاومت قوه له منځه يو نه سي او حلال يې د څښتن (ج) له ياده او پاسلنې – شکر ويستنې څخه غافل او ناخبره نه کړي . (تحف العقول)
لنډه شرح :
ځينو بې خبرو او ناپوهو د زهد کږه مانا کړې او ورته يې داسې منفى بڼه ورکړى،چې بايد له الهي نعمتونو لرې شئ او ټولو وټیزو شوونتیاوو او مادياتو ته شا کړئ او د نشتمنو غوندې ژوند وکړئ. حال دا چې دا خبره بې بنسټه ده او سمه نه ده، د زهد رښتینې مانا هماغه ده، چې حضرت علي راوښووه؛ يعنې (( د حرامو پر وړاندې مقاومت او سترګى ترې پټول)) او د حلالو په وخت کې د مسئوليتونو او دندو نه هېرول؛نو که زهد هماغسې تعريف شي لکه حضرت علي، چې وکړ؛نو د ټولنې رغنده او پر مخ وړونکې لامل به وي، نه منفي او د ټولنې په پرمختګ کې خنډ.
د شهيدانو همپوړی
حضرت علي (ک) وويل:
څوک چې د څښتن (ج) په لار کې جهاد کوي او د شهادت جام وڅښې او څوک، چې د يوې ګناه کولو وس ولري؛خو ګناه نه کوي؛نو دا دواړه د مرتبې او مقام له مخې په يو مقام کې دي. (نهج البلاغه)
لنډه شرح :
د اسلام منطق وايې،چې ستر جهاد له سرغړاندو ځاني غوښتنو سره جهاد دى، په تېره په هغو چاپېريالونو کې،چې ګناه کول پکې د اوبو څښلو غوندې اسانه وي؛ ان هغه جهاد ثمره ورکوي،چې په اخلاص، يووالي، پاک نيت او بې له ځانمنۍ او شخصي غرضونو وي او دا ټول کارونه هله کېداى شي،چې بسیا اخلاقي روزنه ولرو او له خپل نفس سره مبارزه وکړو .
امام صادق وويل : عبادت کوونکي درې ډلې دي :
1_ هغوى چې د دوزخ د اور له ويرې څښتن (ج) نمانځي،چې دا د مريانو عبادت دى.
2_ هغوى چې د ثواب لپاره د څښتن (ج) نمانځنه کوي،چې دا د اجيرانو عبادت دى .
3_ هغوى چې عشق او مينې ته څښتن نمانځي،چې دا د اۤزادو خلکو عبادت دى، ))
شرح : که څه هم د څښتن (ج) د سزا او ثواب ژمنه حق ده، ثواب يى ډېر زيات ارزښت لري او سزا يى ډېره زياته دردونکى ده؛خو هغه اۤزاد خلک چې له څښتن (ج) پرته بل څه نه ويني او بې له هغه له بل څخه څه نه غواړي او د زړه کاسه يې يوازې د څښتن (ج) په مينه او عشق ډکه وي،هغوى يوازې په څښتن (ج) مين دي او د هغه د خبرې او فرمان پلي کولو ته دا کار کوي؛ځکه چې مينه يى له پېژندګلو او معرفت سره اۤغږل شوى ده؛نو دا خلک نه د عذاب په کيسه کې دي او نه د ثواب؛بلکې يوازې د څښتن (ج) فرمان ورته مهم دى، نه جنت او نه دوزخ .
څه چې ملاماتوي
امام باقر وويل : درې څيزونه ملاماتوي :
هغه،چې خپل ښه کړه لوى کوي،هغه چې خپله کړې ګناه هېروي او هغه،چې استبدادي نظر ولري. (وسائل ۱/ ۷۳)
لنډه شرح : هغوى چې خپل نېک کړه شر ګڼې؛نو په هماغه قانع کېږي او همدا اند یې د تکامل او پرمختګ مخه نيسي .
هغوى چې خپل کړي ګناهونه هېروي؛نو د دې پرځاى چې سکینده – جبران يى کړي، ورځ په ورځ په ګناهونه ککړېږي او يو دم به ترې اوبه ورخ يوسي او هغوى،چې يوازې پر خپل اند اډانه کوي؛نو د عمومي اندونو،عقلونو او د نورو خلکو له ډېرو عملونو بې برخې پاتېږي،چې پر له پسې تېروتنې يې پر اوږو ورسپرېږي او ملا به يى ورماته کړي.
[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com