د زهد په اړه د امام سجاد علیه السلام وینا په رښتیا، دنیا ته د شا ور اړوونکیو (زاهدان) او پر آخرت د میینانو نښه داده، چې له هر هغه ملګري او دوسته لاس واخلي، چې له دوی سره هم زړي او همرنګه نه وي. هن! سکه، څوک چې د آخرت ثواب ته کار کوي؛ […]
د زهد په اړه د امام سجاد علیه السلام وینا
په رښتیا، دنیا ته د شا ور اړوونکیو (زاهدان) او پر آخرت د میینانو نښه داده، چې له هر هغه ملګري او دوسته لاس واخلي، چې له دوی سره هم زړي او همرنګه نه وي.
هن! سکه، څوک چې د آخرت ثواب ته کار کوي؛ نو د نړۍ له ځلبله دې لاس ووینځي او د آخرت سفر ته دې چمتو وي، مخکې تردې چې مهلت یې پوره او هرومرو وررسېدونکی مرګ ور ورسي، په نېکو چارو دې لاس پورې او تقوا دې خپله کړي؛ ځکه خدای وایي: (( چې یو یې ومري، وایي : پالونکیه! بېرته مې ولېږه، ښایي نېکې چارې مې چې پرېښې وې، ویې کړم[1])) ؛ نو باید هر څوک ځان په دنیا کې داسې وبولي، چې ته وا نن ورته راستون شوی او د [قیامت] ورځې لپاره د صالحو کړنو په کولو کې له لنډونه پښېمانه شوی دی.
د خدای بندګانو ! پوه شئ، چاچې د شپې (د دښمن) د ناڅاپي برید په باب فکر کړی وي او د دنیا له ځواکونو وډار شي؛ نو له پستې او تودې بسترې راپاڅي او له خواږه خوبه لاس پر سرېږي او هومره یې خوراک څښاک ته مخه نه وي .نو بنیادمه! د ناماتي خدای ډاروونکي شپني یرغل سره څنګه یې؟!دردناکه نیونه یې او پر ګناهکارانو یې شپني یرغل او ګناهکاران د شواروز له ناڅاپي مړینو سره؟! هو، دا هماغه شپنی یرغل دی، چې ژغورل کېدای ترې نشې او نه د تېښتې لار ورته سنجولای شې .
نو مؤمنانو! له دې شپني یرغله داسې وډار شئ؛ لکه چې یقینوال او پرهېزګاران ترې ډارېږي؛ ځکه خدای وایي: ((دا (بریا) د هغه لپاره ده، چې زما ( د عدالت ) له مقامه وېرېږي او زما له عذابه ډارېږي[2]))؛نو د دنیوي ژوند له ځلبل،چل او شره یې ځانونه وساتئ او ورته د څوبتیا زیانمنه پایله یې په پام کې ونیسئ؛ ځکه سینګار یې فتنه او مینه یې ګناه ده.
بنیادمه! افسوس درباندې، پوه شه چې ډېر خوري، ځاني غوښتنې او څوبتیاوې، د مړښت مستي او پر ځواک او شتمنۍ میینېدل هغه چارې دي، چې د انسان د هڅو مخه نیسي او کړنې یې سستوي ( د خدای او بلې نړۍ) یا د ترې هېروي او اجل ته د ورنژدېدو فکر یې له ماغزو وباسي؛لکه ته وا دنیوي مینې یې د شرابو د نشې په څېر نشه کړی.
په رښتیا، هغه چې خدای وپېژني، ترې وډار شي او کړه وړه ورته وکړي، باید ځان داسې پر لوږې روږدي کړي، چې مړښت ته څه څوبتیا ونه لري او د سیالۍ ځانګړي اسونه په دې دود چمتو او ډنګر کړي.
د خدای بندګانو! د هغوی په څېر له خدایه پروا وکړئ، چې ثواب ته یې هیلمن او له عذابه یې ډارېدونکي دي. په یقین خدای غاړه درباندې خلاصه کړې او د هر ډول عذر او پلمو لار یې درتړلې؛ ځکه خدای ثواب ته هڅولي یاست او هم یې له عذابه ډارولي؛خو تاسې نه دثواب تر لاسه کولو لپاره څه ځوږ لرئ او نه یې له عذابه څه باک ، له ګناه لاس نه اخلئ، سره له دې، چې خدای په خپل کتاب کې ویلي: (( نو څوک چې ښې چارې وکړي او مؤمن (هم) وي؛ نو د هڅو بې قدري به یې ونشي او کړنې یې بدلې ته لیکو[3])) بیا په قرآن کې بېلګې درته راوړي، چې د دنیا له ژر تېرېدونکې ښکلا ډډه وکړئ او وایي: (( بېشکه مالونه او اولادونه مو یوازې ازمېښت وزلې دي او دا خدای دی، چې ستره بدله ورسره ده[4])) تر وسې وسې د خدای خوا ونیسئ، واورئ او حکم یې ومنئ؛ له خدایه وډار شئ او له الهي پندونو پند واخلئ . همدومره پوهېږم، چې ډېری مو د نافرمانۍ له امله ستړي شوي یاست ؛ خو بیا هم له ګناهونو لاس نه اخلئ او سره له دې دین ته یې مو زیان ور رسولی؛ خو بیا هم دښمن یې نه بولي، ایا الهي فریاد نه اورئ، چې د دنیا په سپکاوۍ کې یې ویلي دي: (( پوه شئ، په حقیقت کې د دنیا ژوند؛ یوه لوبه، ساتېري، سینګار او ستاسې ترمنځ یو پر بل ویاړل او په شتمنیو او اولادونو کې ډېروالی دی [ بېلګه یې] د هغه باران په څېر ده ( چې پر خپل وخت وورېږي او له امله یې راټوکېدلی ) کښت بزګرانو ته ښکاري، دا (کښت پوخ او ) بیا وچېږي او ته وینې، چې زېړ شو، بیا پر بوسو اوړي او په آخرت کې [ دنیا پالو ته] سخت عذاب دی او [مؤمنانو ته] د خدای له لوري بښنه او خوښي ده او ( په هر حال) د دنیا ژوند یوازې د غولونې وزله ده)) د خپل پالونکي د بښنې پر لور او هغه جنت ته ( د ورسېدو لپاره) یو له بله د مخکې کېدو هڅه وکړﺉ، چې ارتوالی یې د اسمان او ځمکې د ارتوالي هومره دی، چې یوازې هغوی ته چمتو شوی، چې پر خدای او د ده پر استازیو یې ایمان راوړی وي؛ دا د خدای فضل دی، چا ته یې چې خوښه شي ( او وړ یې وبولي) ورکوي یې او خدای د ستر فضل خاوند دی[5])) همدغسې وایي: (( مؤمنانو! د خدای له (مخالفته) ډډه وکړئ او هر څوک باید وویني، چې (خپل) سبا (قیامت) ته یې څه مخکې ورلېږلي دي او (ځانونه) د خدای له [عذابه] وساتئ، په حقیقت کې څه چې کوئ، خدای پرې خبر دی او د هغوی په څېر مه شئ، چې خدای یې هېر کړی؛ نو خدای (هم) خپل ځانونه ترې هېر کړل، همدوی پوله ماتي دي[6])).
د خدای بندګانو! له خدایه پروا وکړئ، غور او سوچ وکړئ او کومې موخې ته چې پیدا شوي یاست کار ورته وکړئ؛ ځکه خدای چټي پنځولي نه یاست او خپل کتاب یې درنازل کړی، چې حلال، حرام، دلایل او بېلګې یې درته پکې راوړي؛ نو له خدایه وډار شئ، چې پالونکي مو حجت درته راوړی وایي: (( ایا دوه سترګې مو ورکړې نه دي اویوه ژبه اودوه شونډې او دوه لارې (خیر و شر) موورښوولې دي؟![7])) ؛ نو دا آیتونه د خدای حجت درته دی؛ نو تر وسې وسې د خدای لوری ونیسئ، یوازې الله زبرځواک او بروسه پرې کېږي . و صلی الله علی محمد نبیه و آله.
[1] [مومنون (۲۳) – ۹۹ او ۱۰۰ آیتونه]
[2] [ابراهیم (۱۴) – ۱۴ آیت]
[3] [الانبیاء (۲۱) – ۹۴ ]
[4] [تغابن (۶۴) – ۱۵ آیت]
[5] حدید (۵۷) – ۲۰ او ۲۱ آیتونه]
[6] [حشر (۵۹) – ۱۸ او ۱۹ آیتونه]
[7] [بلد (۹۰) – ۸ او ۱۰ آیتونه]
سرچینه
د تحف العقول کتاب
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال