تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله ‏په نامه د سورة الحديد د منتخبو آیتونو شرح د حديد سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت آريزه منځپانګه پر اوو برخو ويشل کېږي : ١- د توحيد او د خداى د ځانګړنو په هکله هر اړخيزه ويينه. ٢-  د قرآن ستریا. ٣- په قيامت کې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله ‏په نامه

د سورة الحديد د منتخبو آیتونو شرح

د حديد سورت ټوليزه منځپانګه

ددې سورت آريزه منځپانګه پر اوو برخو ويشل کېږي : ١- د توحيد او د خداى د ځانګړنو په هکله هر اړخيزه ويينه. ٢-  د قرآن ستریا. ٣- په قيامت کې د مؤمنانواو منافقانو د حالت يوه څنډه . ٤-  ايمان ته بلنه، له شرکه وتل او د يو شمېر تېرو اقوامو د برخليک بيانول.  ٥-  د خداى په لارکې انفاق .  ٦-  ټولنيز عدالت (نمونه، 23: 272 مخ)

هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳﴾ = دی ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او دی پر هر څه ښه پوه دى.

 3_ اول و آخر، ظاهر و باطن: اول و آخر، دا هغه ځانګړنې دي چې د الله تعالی ازليت او ابديت راښيي؛ ځكه هغه بې انتها او واجب الوجود شتون دى؛ يعنې هستي يې له خپله ځانه ده او نه له بهره، چې پاى ومومي يا څه پيلامه ولري؛ نو ځكه له ازله و او تر ابده به وي. هغه د هستۍ پيلامه و او تر فنا روسته به يې هم وي. د ظاهر و باطن ځانګړنې يې پر هر څيز وجودي احاطه او را ايساروالى راښيي. تر هر څه خورا ښكاره دى؛ ځكه اثارو يې هر ځاى نيولى دى او تر هر څه خورا پټ دى؛ ځكه د ذات حقيقت يې چاته څرګند نه دى. (نمونه، 23: 298 مخ.) حضرت علي (ك) خپل زوى امام حسين (رض) ته خداى داسې ورښـيي: ((هغه تل ړومبى و؛ د څيزونو تر شتون مخكې؛ بې له دې چې څه پيل واى. او آخر او روستى، بې له دې، چې څه نهایت ولري)) (نهج البلاغه، 31 ليك.) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې راغلي: (( خدايه! ته تر هر څه وړاندې وې او تر تا مخكې څه نه وو او ته تر ټولو روسته يې او تر تا روسته به بل څه نه وي.)) (پيام قرآن، 4: 189 مخ)

هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴﴾ = (الله) هغه (ذات) دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل بيا یې پر عرش استوا وکړه [د قدرت پر تخت كېناست (او د نړۍ په تدبير لګيا شو) ] څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې پکې ورخېژي (؛نو) پردې (ټولو) الله پوهېږي او چېرې،چې وسئ،هغه درسره دى او څه چې كوئ، الله يې ويني.   

4_ چېرې، چې اوسئ، خداى درسره دى: دا تعبير راښيي، چې هغه بې مكان دى او تر زمان او مكان ورهاخوا او په همدې دليل، په هرځاى كې حاضر دى او پر هرڅه راچاپېر دى. (پيام قرآن، 4: 260 مخ.)  دا احساس، چې هغه په هر ځاى كې راسره دى، له يوې خوا انسان ته ستریا او دبدبه وربښي او بلخوا پر ځان يې ډاډمنوي، مړانه او شهامت پكې راولاړوي، چې دا يو ستر روزنيز سبق دى. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: (( د ايمان اوچت پړاو دادى، چې پوه شي چېرې، چې وي، خداى ورسره دى)). په بل روایت كې لولو، چې موسى (ع) خداى ته وويل: پالونكيه! چېرې دې ومومم؟ ورته وويل شو: (( موسى! چې څه وخت دې زما اراده وكړه، ماته رارسېدلى يې)) له بندګانو سره د خداى ورسره والى، دومره دقيق او ظريف دى، چې هر انديال او مؤمن انسان يې د خپل اند او ايمان هومره درك كوي اوله ژورو يې خبرېږي. (نمونه، 23: 307 مخ.)

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۰﴾ = او پر تاسې څه شوي، چې د الله په لار كې لگښت نه كوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې ميراث يوازې الله ته پاتې دى (او څوك څه له ځان سره نه وړي) ؟! هغوی چې تر بريا (د مكې تر سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، له هغوی سره برابر نه دي (چې تر بريا روسته يې لگښت کړى دى)، مقام يې تر هغوی لوړ دى،چې تر سوبې روسته يې لگښت كړى او جنګېدلي دي او الله له ټولو سره د غوره (بدلې) ژمنه كړې او څه چې كوئ، الله پرې خبر دى.  

10_ په ايمان، جهاد او انفاق كې مخكښان: له بريا مطلب، د مكې سوبه يا د حديبيه سوله ده او داچې وايي ((تر بريا مخكې يې مال لګولى او جنګېدلي)) ښيي، چې دلته له انفاقه مطلب د خداى په لار كې لګښت دى. له دې آيته ګټنه كېږي څومره، چې د خداى په لار كې په لګښت كې بېړه وشي، خداى ته خورا ارزښت لري. (الميزان، 19: 160 مخ) بېشكه هغوى چې په ايمان او ښو كړنو كې تر نورو ړومبي كېږي، هم ډېره مړانه او پوهه لري او هم ښه سرښندنه؛ نو ځكه خداى ته يو رنګ نه دي؛ نو ځكه په آيت كې پر همدې ټكي ډډه وهل شوې؛ هغوى چې تر بريا (د مكې سوبه، د حديبيه تړون يا مطلق اسلامي سوبې) وړاندې لګښت او جهاد كړى، د خداى پر وړاندې له نورو سره يو شان نه دي. له ابوسعيد خدري (رض) په يو روایت كې راغلي: د حديبيه پر كال (د هجرت شپږم كال) له رسول الله (ص) سره وو، چې ((عسفان)) (مكې ته ورنژدې) ته ورسېدو، ويې ويل: (( شونې ده، چې په ګانده كې يو قوم راشي، چې د خپلو كړنو په پرتله كړنې مو كوچنى وبولي)). ومو ويل: رسول الله! دوى څوك دي؟ مطلب قريش دي؟ ويې ويل: ((نه! هغوى يمنيان دي، چې تر تاسې نرم زړونه لري)) و مو ويل: رسول الله (ص) ! هغوى تر موږ غوره دي؟ ويې ويل: ((كه يو يې د سرو غر ولري او د خداى په لار كې يې ولګوي، ستاسې د يو وخت خوړو يا نيمايي هومره يې ثواب نلري، چې تاسې یې لګوئ. پوه شئ، چې دا زموږ او د خپلو ترمنځ يو توپير دى او ګواه يې د خداى دا خبره ده، چې: ((لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ)). (نمونه، 23: 325 مخ.)

مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿۱۱﴾ = هغه څوك دى، چې الله ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د الله له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې ورته یې څو برابره كړي او ده ته عزتمنه بدله وي؟!

 11_ څوك دى، چې د خداى په نامه غوره پور وركړي؟: دې آيت د خداى په لار كې د لګښت په اړه له زړه پورې تعبيره كار اخستى: هغه خداى، چې د ټولو نعمتونو وركوونكى دى او شېبه په شېبه زموږ د بدن ټولې ذرې يې له بې پايه فيض او بركته برخمنېږي، موږ يې د مالونو خاوندان ګڼلي يو او پور رانه اخلي او د دوديزو پورونو پر خلاف، چې هومره يې بېرته وركوي؛ خو خداى يې څو ځل او كله سل برابره او كله يې زر هومره زيات وركوي او پردې سربېره، د عزتمن، غوره او ارزښتناك اجر ژمنه وركوي، چې يوه ستره بدله ده او يوازې خداى پوهېږي، چې څه ده. (نمونه، 23: 321 مخ.) دا ټكى هم د پاملرنې وړ دى، چې پالوونكي ته د پور له وركړې مطلب، د خداى په لار كې هر ډول لګښت دى. يو مهم مصداق يې، پېغمبراکرم او د مسلمانانو له مشر سره مرسته ده، چې په اسلامي حكومت كې يې په لازمو لګښتونو كې وكاروي. له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې راغلي: (( خداى د اړتيا په پار، له خپلو بندګانو پور نه غواړي؛ (بلكې) د خداى لپاره حقوق د هغه ولي (او استازي) ته دي)). تردې آيت لاندې له امام كاظم (رح) نه په يو روایت كې راغلي: (( دا آيت امام ته د ډالۍ او مرستې په اړه رانازل شوى دى)) (نمونه، 23: 326 مخ.)

يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۲﴾ = (دا ستره بدله) پر هغه ورځ ده،چې مؤمنان او مؤمنانې به وينې،چې رڼا يې مخې او ښي لوري ته ځغلي (او ورته ويل كېږي : ) نن د هغو (جنتي) باغونو زېرى درته دى،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي، همېشه به پكې وسئ او همدا ستره بريا ده.

12_ د ايمانوالو رڼا مخې او ښي لوري ته يې ځغلي: كه څه مفسرانو د ((رڼا)) په باب ګڼ احتمالات وركړي؛ خو څرګنده ده، چې منظور ترې د ايمان رڼا ده؛ ځكه په ((نُورُهُم)) (د مؤمنانو نارينه وو او ښځو رڼا) تعبير شوى او د هېښنې ځاى نه دى؛ ځكه پر هغه ورځ د انسانانو ګروهې او كړنې انځورېږي او ايمان، چې هماغه د هدایت رڼا ده، د ظاهري رڼا په څېر انځورېږي او كفر، چې مطلب تياره ده، د ظاهري تيارې په څېر انځورېږي. د يَسْعَى (ځغلی) تعبير په دې دليل دى، چې پخپله مؤمنان د محشر پر لار جنت او تلپاتې نېكمرغۍ ته ورځغلي؛ ځكه د رڼا ځغاسته يې له خپلې ځغاستې بېله ده. پاموړ خو داچې يوازې د دوو رڼاګانو خبره شوې؛ هغه رڼا، چې د ايمانوالو په مخكې ځغلي او هغه رڼا، چې په ښي لوري كې یې ځغلي. ښايي دا تعبير د مؤمنانو دوو بېلابېلو ډلو ته وي: د مقربانو ډله، چې نوراني او راڼه مخونه لري او رڼا يې په مخكې ځغلي او اصحاب يمين (د ښي لاس خاوندان) چې رڼا یې په ښي لوري كې ځغلي؛ ځكه كړنليك يې ښي لاس ته وركول كېږي او رڼا ترې راپورته كېږي او شاوخوا يې رڼا كوي. په هر حال داچې الهي رڼا له ايمان او نېکو كړنو راولاړېږي، د خلكو د ايمان او نېکو كړنو په توپير سره توپير لري: هغوى چې پياوړى ايمان لري، رڼا يې ډېر واټن رڼا كوي او هغوى چې د ايمان په كمزورې مرتبه كې وي، رڼا يې لږه وي، په قمي تفسير كې ويل شوى، ((د قيامت پر ورځ، په خلكو كې رڼا د ايمان هومره يې ويشل كېږي)). (نمونه، 23: 329 مخ)

يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انْظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ﴿۱۳﴾ = پر هغه ورځ، چې منافقان او منافقانې، مؤمنانو ته ووايي: (( ( لږ خو) راوګورئ (او تم شئ)،چې له رڼا مو څه ځلا واخلو.)) (ورته) ويل كېږي :(( شا (دنيا) ته وګرځئ او هلته رڼا وغواړئ. )) نو (په دې ترڅ كې يې) ترمنځ دېوال جوړېږي، چې يو ور لري، دننه به يې رحمت او دباندې به يې عذاب وي!

13_ هغه دېوال، چې ور لري، دننه يې لورنه او د باندې يې عذاب دى: ((سور)) د هغه دېوال پر مانا ده، چې پخوا به يې ساتنې ته له ښارونو ګرد چاپېره جوړول او په بېلابېلو واټنونو كې يې پاسوالانو ته برجونه هم درلودل. پاموړ خو داچې آيت وايي: دننه يې رحمت او بهر يې عذاب دى؛ يعنې مؤمنان د ښار مېشتو په څېر، د بڼ په دننه كې دي او منافقان د پرديو په څېر دباندې په بېديا كې دي. مخكې يې يو د بل ترڅنګ په يوې ټولنې كې اوسېدل؛ خو د ګروهو او كړنو ستر دېوال، يو له بل بېلول. (نمونه، 23: 332 مخ.) مؤمنانو ته د ايمان لورنه، يو ستر نعمت و، چې پرې خوشحالېدل او خوند يې ترې اخست؛ خو منافقانو ته، يو دردناك عذاب و، په دې پار، چې اړين وه ځان ايمانوال معرفي كړي؛ نو ځكه ترې كړېدل. په قيامت كې هم همدا مانا انځورېږي (الميزان، 19: 163 مخ.) ؛خو دا ((ور)) څه ته دى؟ شونې ده ددې لپاره وي، چې منافقان ترې، جنتي نعمتونه وويني او لاسونه ومروړي؛ يا هغوى چې لږ ګناهګاران وي، تر اصلاح او سمونې روسته ترې تېر شي او له مؤمنانو سره يوځاى شي. (نمونه، 23: 332 مخ.)

 أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۱۶﴾ = ايا مؤمنانو ته هغه وخت راغلی نه دى، چې زړونه یې د الله ياد او نازل شوي حقيقت (قرآن) ته نرم او عاجز شي او د هغو خلکو په څېر نشي، چې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى و؛ خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛ نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي ول؟!

 16_ تر څو غفلت او ناخبري؟: ((تَخْشَعَ)) د خشوع له مادې او د هغه متواضع حالت او جسمي او روحي ادب پر مانا ده، چې په يو انسان كې د يو مهم حقيقت يا ستر شخصيت پر وړاندې پيدا كېږي. څرګنده ده كه د خداى ياد د زړه تل ته ولوېږي يا انسان پر پېغمبراکرم (ص) باندې په رالېږل شوي آيتونو كې تدبر وكړي، خشوع مومي! خو دلته قرآن يو شمېر مؤمنان سخت پړه كوي، چې ولې ددې چارو پر وړاندې خاشع كېږي نه او ولې د ډېرو تېرو امتونو په څېر په ناخبرۍ كې پرېوتي دي؛ هماغه ناخبري، چې پايله یې سخت زړي، فسق او ګناه ده. يوازې د ايمان په درلودو بسياينه كول او په سادګۍ له دې مهمو موضو عاتو تېرېدل او سوكاله اوسېدل او په مېلو چړچو كې ژوند تېرول له ايمان سره سازګاري لري؟!( نمونه، 23: 341 مخ.)

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۲۰﴾ = پوه شئ، چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده. لکه هغه باران چې بوټي یې بزګران هېښ کړي، بیا وچ شي، چې ژېړ شوي یې وینې، بیا مات شي او په آخرت كې [دنيا نمانځو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د الله له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى.

20_ دنيا يوازې د غولونې يوه وزله ده: دا آيت، د دنيوي ژوند اکر – وضع څرګندوي، ډول ډول پړاوونه يې او پر هر پړاو واكمنې انګېزې راښيي او د انسان عمر پر پينځو دورو ويشي: لومړى، د ماشومتوب پېر دى، چې ژوند د ناخبرۍ او لوبو په شپول كې را ايسار دى. بيا د هلكتوب پېردى، چې بوختياوې د لوبو ځاى نيسي او هلك په داسې څيزونو پسې وي، چې دا پر ځان بوخت كړي او له جدي مسايلو يې لرې كړي. درېيم پړاو، د ځوانۍ او د عشق د ځوږ او تجمل پالنې وخت دى. په څلورم پړاو كې په انسان كې د مقام او وياړ د تر لاسه كولو ننګېرنې – احساسات را ژوندی كېږي. په پينځم پړاو كې، بنيادم د شتمنيو او وګړيو په ډېرښت او د شتمنۍ د راټولو په فكر كې لوېږي. تقريباً د ړومبي پړاوونو وخت سره توپير لري او ځينې يې لكه د شتمنيو د تكاثر پړاو د عمر تر پايه دوام مومي. ځينې ګروهن دي، چې له دې پينځګونو پېرونو هر پېر د انسان عمر اته كاله نيسي، چې ټول څلوېښت كاله كېږي او چې بنيادم دې عمر ته ورسېد؛ نو وګړه – شخصيت يې بشپړېږي. شونې ده، چې د ځينو انسانانو وګړه په لومړيو او دويمو پړاوونو كې تم شي او تر زړښته د لوبو بوختياوو او شخړو په فكر كې وي يا د سینګار هڅۍ په پېر كې تم شي او ټول فكر يې د مړينې تر شېبې د كور، سپرلۍ او ښكليو جامو په چمتو كولو كې وي. دوى په زړښت كې ماشومان او د ماشومانو په روحيه بوډاګان دي. بيا آيت د يوې بېلګې په راوړلو، انسان ته د دنيوى ژوند پيل او پاى انځوروي. هو! هغه پړاوونه، چې انسان یې په اويا يا ډېرو كلونو كې وهي؛ خو په بوټو كې په څو مياشتو كې راښکاره كېږي او انسان كړاى شي د يوې كرنې پر سر كېني او په يوې لنډې كتنې كې يې د عمر تېرېدل، پيل او پای وويني. ( نمونه ۲۳ ټ/ ۳۵۱ مخ)

مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۲۲﴾ = هر مصيبت، چې پر سيمو او انساني ټولنو راپرېوځي، تر پېښېدو يې وړاندې مو په يوه كتاب كې كښلى دى (او بيا يې پېښيدو ته مخه پرانځوو) په حقيقت كې دا (كار) الله ته اسان دى.

لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۲۳﴾ = دا ځكه څه مو، چې له لاسه وركړي، پرې خپه نشئ او څه يې چې دركړي (زړه ورپورې ونه تړئ او) پرې ونه نازېږئ، الله هر کبرجن وياړن نه خوښوي؛

22 او 23_ نه لاس مروړل، نه وياړنه: د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، كوم كړاوونه، چې انسان ته وررسي، پر دوه ډوله دي: 1_ هغه كړاوونه، چې د ګناهونو كفاره او سزا ده؛ لكه ظلمونه، خيانتونه، بې لارېتوبونه او….. چې د ډېرو ګناهونو سرچينه ده؛(شورى_30) 2_ هغه كړاوونه، چې موږ پكې هېڅ ډول ونډه نه لرو او د يو هرومرو چار په څېر د وګړي يا ټولنې له غاړې راتاوېږي؛ نو ځكه ډېرى انبياء او وليان پر دغسې كړاوونو اخته كېږي. دا آيت ددې ډول كړاوونو په اړه ويينه كوي او وايي، چې دا په لوح محفوظ او د خداى په بې پايه علم كې كښل شوي دي. له همدې امله، انسان نه ښايي ددې نړۍ په ځلبلۍ زړه وتړي؛ ځكه دا زړه تړنه يې د نېكمرغۍ ستره دښنه ده؛ له خدايه يې غافلوي او د تكامل له بهيره يې پر شا كوي. دا كړاوونه، غافلانو ته د ويښ وسئ كړنګ او د نړۍ د ناپايښتې او د عمر د لنډون یو رمز دى؛ خو مؤمن د آيت، بېلګې ته په پامنيوي، چې كله د خداى له لوري نعمت وررسي، ځان يې امانتي بولي. نه يې له تلو خپه كېږي او نه يې په درلودو نازېږي، ځانونه د بيت المال د پازوالانو – مسوولينو په څېر ګڼي، چې يوه ورځ ډېره شتمني تر لاسه كوي او بله ورځ په زرګونو زرګونو بېرته وركوي. نه يې له لاس ته راوړو خوشحالېږي او نه يې له لګښته خپه كېږي. علي (ك) ددې آيتونو په اړه وايي: ((ګرد سره زهد د قرآن د همدې دوو كليمو ترمنځ دى: خداى پاك وايي: ((هغه ته خوابدي نشئ، چې له لاسه مو وتلي وي او پر هغه څه و نه نازېږئ، چې يې دركړي)) نو چې څوك پر تېرو لاس و نه مروړي او پر ګانده و نه نازېږي؛ نو زهد له دواړو خواوو ترې راتاو دى)). (نمونه ۲۳ ټ، ۳۶۲ مخ)

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۵﴾ = رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل، چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو وركوزه كړه، چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، چې څوك په پټه د ده (د دين) او د استازيو يې ملتیا كوي؛ هو! الله بریمن ناماتى دى.

25_ د انبياوو د رالېږلو آريزه موخه: په دې آيت كې درې څيزونه د قسط پلي كولو سريزه ګڼل شوې ده: بينات، كتاب او ميزان (پيام قرآن، 7: 23 مخ) بينات (څرګند دلايل) پراخ مانا لري، چې معجزې او عقلي دلايل رانغاړي، چې پېغمبران پرې سمبال ول. له كتابه مطلب، اسماني كتاب دى او داچې د ګردو اسماني كتابونو حقيقت يو دى، نو كتاب مفرد راوړي؛ كه څه د وخت په تېرېدو او د انسانانو په تامل، منځپانګه يې ښه پوره شوې ده. ميزان، د تللو او سنجونې د وزلې پر مانا ده، چې حسي مصداق یې هغه تلې دي، چې څيزونه پرې تلي؛ خو بېشكه دلته يې مطلب، مانیز مصداق دى؛ يعنې هغه څه چې د انسانانو ټولې کړنې پرې سنجولاى شو او هغه احكام او الهي قوانين دي يا په ټوليز ډول الهي دين دى، چې د ښو او بدو، ارزښتونو او نا ارزښتونو د سنجونې  كچه ده. (نمونه، 23: 371 مخ) ځينو مفسرانو تر دې آيت لاندې ويلي، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول په درېيو لاملونو پورې تړاو لري: 1_ هغه قانون، چې د قسط او ظلم برید وټاكي، چې په رڼا كې یې حق او عدل له تېري او تعدى  وپېژندل شي. 2_ نیاومن – عادل مجري، چې قانون په ټولنه كې پلى كړي. 3_ نیاومن -عادل قاضي، چې په ورمندون – قضاوت كې په قسط منځګړيتوب وكړي؛ نو ځكه كله پېغمبرانو په قضاوت او اجرائيوي چارو كې، شته اړپیچونه لرې كول او كله يې په خپلو لارښوونو د اختلافاتو مخه نيوه. (منشور جاويد، 10: 45 مخ)پاموړ خو داچې د قسط پلي كول په انبياوو پورې اړوند نه بولي؛ بلكې وايي: بايد انساني ټولنې داسې وروزل شي، چې پخپله قسط ته راپاڅي. ښه خو همدا ده، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول، په ځانخبري او ځانځوښي – خودجوش ډول وي او نه په تپلو او زور زياتي. (پيام قرآن، 7: 23 مخ)  څېړنې وړ خو داچې په كتاب او ميزان پسې د حديد (اوسپنې) راكوزول يادوي او له هېښنده ځواك يې خبرې كوي. ښايي له دواړو سره يې د تړاو دليل دا وي، چې بايد د قسط پلي كول په دوو لارو وي: يوه، د ښوونې او تبليغ لار ده، چې پاكزړيو ته چارسازې ده او بله د زور او ځواك لار ده، هغوى ته چې خبرې ته غاړه نږدي او سرغړونه كوي. (منشور جاويد، 10: 44 مخ)

ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۲۷﴾ = بيا مو ورپسې پرله پسې استازي ولېږل او عيسى د مريمې زوى مو ولېږه او انجيل مو وركړ او د ده د لارويانو په زړونو كې مو خواخوږي او مهرباني ورواچوله او دنيا پرېښوول (او ګوټناستي) يې، چې پخپله له ځانه جوړ كړي ول، موږ پرې فرض کړي نه وو، كه څه موخه يې د الله خوشحالول وو؛ خو چې څنګه ښایېده هسې یې شرایط او حق ورپوره نه کړ؛ نو چې كومو كسانو يې ايمان راوړى و، بدله يې مو وركړه او ډېرى يې پوله ماتي وو.

 27_ رهبانيت (ملنګي)؛ ځان جوړ كړى دود: ((رهبانيت)) د ډار پر مانا ده او مطلب ترې، له خدايه ډار دى. دا آيت راښيي، چې په مسيحيانو كې يو ډول مطلوب او منلى رهبانيت و؛ كه څه د مسيح په دين كې يې پر پلي كولو سپارښتنه شوې نه وه؛ خو د مسيح پلیونو – لارويانو دا رهبانيت له پولو واړو او كوږ يې كړ؛ نو ځكه اسلام سخت وغانده. په مشهور حديث كې لولو: ((په اسلام كې رهبانيت نشته)). د رهبانيت په باب د مسيحیانو يو ناوړه نوون او بدعت دا و: هغو نارينه وو او ښځو، چې به دنيا پرېښووله، واده يې پرې حرام كړ، له ټولنې د ګوټناستۍ كړلار يې ورجوړه كړه او په ټولنه كې يې انساني دندو ته د شا كولو سپارښتنه ورته وركړه او له ټولنې وړاندې يې صومعې ورته وټاكلې، چې ژوند او عبادت پكې وكړي. انسان يو موجود دى، چې ژوند او ټولنې ته ساز شوى دى او مانيز او توکیز  تكامل يې په همدې كې دى، چې ټولنيز ژوند ولري؛ نو ځكه يو اسماني دين هم، د انسان دا اړخ نفې كړى ندى؛ بلكې بنسټونه يې ښه ورټينګ كړي دي. خداى په انسان كې ځوځات غځېدا ته جنسي غريزه پيدا كړې او هر څه چې په مطلق ډول دا غريزه نفې كوي؛ نو بېشكه دا يو باطل چار دى. يوه ورځ پېغمبراکرم (ص)، ابن مسعود (رض) ته وويل: ((پوهېږې رهبانيت له كومه راپيدا شو؟)) ويې ويل: خداى او پېغمبر يې ښه پوهېږي: (( تر عيسى (ع) روسته، يو شمېر جباران راښكاره شول او مؤمنانو درې ځل ورسره جګړه وكړه، ماتې يې وخوړه. روسته بېدياوو ته وتښتېدل او د غرونو په غارونو كې په دې تمه پر عبادت بوخت شول، چې هغه پېغمبر به راښكاره كېږي، چې عيسى (ع) یې ژمنه وركړې وه، ځينې يې پر خپل دين پاتې شول او ځينو يې د كفر لار خپله كړه)) بيا يې وويل: ((پوهېږئ، چې د امت رهبانيت مې څه دى؟)) ويې ويل: خداى او رسول يې پوهېږي. ويې ويل: ((هجرت، جهاد، نمونځ، روژه، حج او عمره)) بايد پام مو وي، چې د اسلامي زهد مانا داده، چې ژوند ساده وي، ځلبلي او پړق او پړوك نه وي او انسان د شتمنۍ او مقام په منګولو كې راګېر نه وي، چې دا چار له رهبانيت سره هېڅ تړاو نلري؛ ځكه رهبانيت له ټولنې د بېلتون او پرديتوب پر مفهوم دى او زهد د ټولنيز اوسېدو په پار ساده ژوند كول دي. (نمونه، 23: 384 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!